د هسکې مېنې ولسوالۍ اوسېدونکي: طالب مامورین د پېژندپاڼو فورمې په پیسو پلوري

د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې په دغه ولسوالۍ کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش بهیر له ځنډ، واسطهبازۍ او فساد سره مخ دی. دوی زیاتوي چې په ولسوالۍ کې د پېژندپاڼو د برخې طالب مومورین فورمې په پیسو پلوري.
دغو اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل پښتو ته په رالېږلي پیغام کې ویلي، د تذکرو فورمې هر ۲۰ ورځې یا یوه میاشت وروسته ولسوالۍ ته رسېږي؛ خو د دوی په وینا، طالب مامورین فورمې پټوي او بیا یې د پیسو په بدل کې پر خلکو پلوري.
دوی وایي، هغه کسان چې واسطه یا د پیسو ورکولو توان لري، فورمې ترلاسه کوي، خو بېواسطې او بېوزله خلک د یوې تر دوو میاشتو پورې انتظار ته اړ کېږي.
د هسکې مېنې یوه اوسېدونکي وویل: «په یوه میاشت کې لس ځله د تذکرې اخیستو لپاره ورغلی یم، خو هر ځل راته ویل کېږي چې فورمې نشته. که پیسې ورکړې، فورمه پیدا کېږي، خو که پیسې ورنه کړې، بیا فورمه نشته».
اوسېدونکي زیاتوي چې د تذکرو د فورمو کمښت او د وېش په بهیر کې بېنظمي خلک له جدي ستونزو سره مخ کړي دي. دوی د طالبانو له ځايي چارواکو غواړي چې د فورمو د پټولو او پیسو په بدل کې د پلور ادعاوې وڅېړي او د تذکرو د شفاف وېش زمینه برابره کړي.
د یادونې وړ ده چې دا د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې د یو شمېر اوسېدونکو روایت دی، افغانستان انټرنشنل په خپلواکه توګه تایید نه کړای شو.
