یوشمېر ځوانان: د ګومارنې د باوري سیسټم نشتوالي له امله وړ ځوانان له فرصتونو بېبرخې کېږي

یوشمېر ځوانان شکایت کوي، چې د افغانستان په دولتي او نادولتي ادارو او شرکتونو کې د ګومارنې لپاره د باور وړ سیسټم نشتوالي له امله ګڼ ځوانان له کاري فرصتونو بېبرخې کېږي. د دوی په خبره؛ ډېری کار ورکوونکي خپل خپلوان او دوستان پر دوندو ګوماري.
دغه ځوانان وايي، په افغانستان کې ګڼ شرکتونه مسلکي او وړ کاري ځواک ته اړتیا لري؛ خو د ګومارنې لپاره د باوري سیسټم نشتوالي له کبله ډېر بااستعداده ځوانان له کاري فرصتونو بېبرخې کېږي.
دوی زیاته کړې، چې د طالبانو تر واک لاندې د کار او ټولنیزو چارو وزارت دې د خپل مسوولیت له مخې د کاري ځواک د ورپېژندلو، د وړتیا تایید او تضمین لپاره یو شفاف سیستم جوړ کړي. د دوی په خبره؛ له دې سره به له یوې خوا د کار ورکوونکو باور زیات شي او له بلې خوا به ځوانان وکولای شي د خپلو وړتیاوو او استعدادونو پر بنسټ دندې ترلاسه کړي.
دوی زیاته کړې: «د داسې یوه سیستم رامنځته کول کولای شي په هېواد کې د زرګونه ځوانانو لپاره د کار زمینه برابره کړي او بهرنیو هېوادونو ته د کډوالۍ لېوالتیا کمه کړي. دوامداره او ثابت کار په وطن کې هیله ژوندۍ ساتي».
