• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سینما ستړی مزل؛ له افغانستان نه تر جلاوطنۍ پر وړو پردو د هنرونو نندارې

۲۱ زمری ۱۴۰۵ - ۱۲ اګست ۲۰۲۶، ۰۴:۲۴ GMT+۱

که څه هم د افغانستان د سینما عمر د ځینو هېوادونو له جوړېدو ډېر دی؛ خو په کور دننه د جګړو، ناخوالو او د طالبانو د پراخو محدودیتونو له امله یې دغه سفر له ستونزو، ستړیا او د لاسته راوړنو له لاسه ورکولو سره مل دی.

په داسې حال کې چې د افغانستان او هندوستان لومړنی فلم هم‌مهاله جوړ شوی و؛ خو په افغانستان کې لسیزو جګړو، ناخوالو او د طالبانو محدودیتونو د بالیوډ په څېر د افغان سینما د پرمختګ پر وړاندې لوی خنډونه بلل کېږي.
د افغانستان لومړی فلم
د افغانستان لومړنی فلم د (عشق او دوستي) په نوم و، چې په ۱۹۴۶کال کې د پردې پر مخ نندارې ته وړاندې شو. د دغه فلم يوازې څو مرکزي نارينه پرسونل، سناريو او د فلم لپاره سندرې چې افغاني موسیقیار کمپوز کړې وې؛ نور ټول تخنيکي پرسونل، ډايرکتر، فلم اخيستونکى او ښځينه لوبغاړې یې هندي وګړي وو.
خو په افغانستان کې لومړنی بشپړ پښتو هنري فلم (ارمان) وو، چې واحد نظري په ۱۹۸۸کال کې جوړ کړی و.
د افغانستان د سینما په تاریخ کې داسې فلمونه شته، چې لاهم د خلکو په ذهن او زړونو کې ځای لري. له دې ډلې «اختر مسخره، دهکده‌ها بيدار می‌شود، تابستان داغ کابل، فرار، لحظه‌ها، صبور، پرنده‌های مهاجر، زمين، ارمان، مرد هاره قول است او د کوڅو سر ګردان» شامل دي.
د دې ترڅنګ د ټلوېزيون پر څپو «اشک ولبخند، دختر با پيراهن سپيد، د لمر په لور، سر بند او د کونډې زوى» سريالونه هم شامل دي.
که څه هم د افغانستان او هندوستان لومړنی فلم هم‌مهاله جوړ شوی و؛ خو په افغانستان کې لسیزو جګړو، ناخوالو او د طالبانو محدودیتونو د بالیوډ په څېر د افغان سینما د پرمختګ پر وړاندې لوی خنډونه بلل کېږي.
تیاتر او ډرامه‌یي هنرونه
که د ای‌خانم په لرغوني ښارګوټي کې د سیمې تر ټولو د لوی تیاترسالون ته پام وکړو، چې د یونان‌‌وباختري پېر یادګار دی؛ نو په افغانستان کې د تیاتر تاریخ تر میلاد وړاندې پېړیو ته ورګرځي. خو د معاصر تیاتر تاریخچه بیا د هر بل موډرن او مدني پیل په شان د غازي امان الله شاه دوران ته رسېږي.
د خپلواکۍ جشن پرمهال پر ۱۳۰۱لمریز کال د بهرنیو چارو وزارت په ستوري ماڼۍ کې شاهي کورنۍ ته لومړۍ ننداره وړاندې شوه. ویل کېږي، چې په افغانستان کې د نندارې د ښوولو او دودولو لومړنی هڅوونکی هم محمود طرزي و.
وروسته د پوهنې نندارې او بیا افغان نندارې په جوړېدو د تیاتر هنر په افغانستان کې وده وکړه، لوی هنرمندان دریځ ته راغلل او ګڼې افغاني او بهرنۍ ډرامې پر سټيژونو ولوبول شوې.
عبدالرشید لطیفي چې د افغان نندارې له بنسټ‌والو څخه و، د قهرمانان په نامه د پښتو بشپړې نندارې په ښوولو د پښتو تیاتر بنسټ رسماً کېښود؛ که څه هم تر دې پخوا په پښتونخوا کې د عبدالاکبرخان اکبر او نورو لیکوالو پښتو ډرامې لیکلې او پر سټېژونو لوبېدلې وې.
هغه مهال د کابل د هنرمندانو ځای هماغه د استقلال لیسې د سپورت سالون و، چې د علامه سلجوقي له‌خوا د مطبوعاتو خپلواک مشر و، د «پوهنې نندارې» په نوم ونومول شو او د مطبوعاتو تر ریاست لاندې په‌کې په رسمي ډول نندارې پیل شوې.
په ۷۰مه لسیزه کې تیاتر هم د کورنۍ جګړې په اور کې وسوځېده، کابل نندارې ته داسې اور واچول شو چې ان د جمهوریت په کلونو کې هم کنډواله پاتې شوه.
سینما
د سینما هنر هم په نړۍ او هم په افغانستان کې نوی دی. ویل کېږي، چې ۱۹۱۴ او ۱۹۱۵ کلونو ترمنځ د سینما لومړنی پروجکتور انګرېزانو امیرحبیب الله خان ته ډالۍ کړ. د فلم کتلو لومړني بشپړ وسایل شاه امان الله خان له ځان سره له اروپا راوړل او په پغمان کې یې یوه سینما پرانیستله.
هغه مهال په پغمان کې ګڼو خلکو لومړنی فلم ولید. د اړدوړ پرمهال افراطيانو سینما وتړله؛ خو د نادرشاه پرمهال بېرته پرانیستل شوه او بیا ګڼې سینماوې په کابل او نورو ولایتونو کې جوړې شوې.
د افغانستان سینما زرین پېر په ۱۹۸۰لیسزه کې و. یوشمېر ځوانانو په ۱۹۷۰او ۱۹۸۰لسیزو کې شوروي اتحاد او نورو هېوادونو کې د فلم جوړونې بورسیې ترلاسه کړې.
خو د لسیزو جګړو او ناخوالو له امله د سینما مخ پر ودې مزل یو وار بیا ټکنی شو. د افغانستان په ولایتونو کې د جوړو شویو ګڼو سېنماوو ژوند د خلق دیموکراتیک ګوند د حاکمیت ختمېدو او د مجاهدینو په لاس د ډاکټر نجیب الله د حکومت له نسکورېدو سره پای ته ورسېد.
په کورنۍ جګړه کې هم د سینما څو ودانۍ ویجاړې شوې. د اریوب او بهارستان سینماوې هم د تل لپاره وتړل شوې. خو وروسته په کابل کې بیا د جمهوریت پرمهال هم د افغان سینما د رغولو هڅې وشوې، نړۍوالو هم مرستې وکړې؛ خو داسې کومه لویه بریا او پایله یې نه‌لرله.
په تېر کې په کابل ښار کې شاوخوا ١٨ دولتي او شخصي سېنماوې فعالې وې، چې يوشمېر يې د جګړو او بې‌غورۍ له امله ويجاړې شوې دي. په ۱۴۰۰کال کې د طالبانو له واکمنۍ سره سینماوې په بشپړه توګه وتړل شوې.
له دې ډلې د پامیر، اریانا، بریکوټ، پارک، بهارستان، د خېرخانې بهزاد، زینب، تیمورشاهي، فرخي، میوند، اقبال او اریوب سینما د ۱۹مې لسیزې ترټولو مشهورې سینماوې وې؛ خو دلته به په هغه سینماوو تم شو، چې په وروستیو کلونو کې فعالې وې؛ خو اوس یا ویجاړې شوې او یا یې هم ځای نورو فعالیتونو نیولی.

100%

اریانا سینما
د هنر په برخه کې طالبانو په خپل وروستي اقدام کې په کابل ښار کې د اریانا سینما ودانۍ ونړوله. له کابل نه باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته (د لېندۍ ۲۶مه) ویلي و، چې طالبانو په پښتونستان څلورلاره کې د اریانا سینما ودانۍ نړولې ده. د یادې سیمې کسبکاران وايي، طالبان د سینما پرځای د یوه سوداګریز مارکېټ د جوړولو پلان لري.
د اریانا سینما چې په ۱۹۶۰کال کې جوړه شوې وه، د کابل یو له خورا مشهورو کلتوري ځایونو ګنل کېده او د کابل ګڼو اوسېدونکو هلته د نړۍ مشهور فلمونه ننداره کول. دا لومړی ځل نه‌دی، چې طالبان په کابل کې د یوې سینما ودانۍ ویجاړوي؛ بلکې یادې ډلې د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم څو سینماوې ویجاړې کړې دي.
وړاندې طالبانو د کابل په خېرخانه مېنه کې د «خېرخانې سینما» هم ویجاړه کړې وه او ویلي یې و، چې د سینما پرځای جومات او مارکېټ جوړوي.
د ژان مارک لالو په نوم فرانسوی معمار چې په ۲۰۰۴کال کې یې د کابل د اریانا سینما په بیارغولو کې برخه اخیستي وه، د طالبانو له‌خوا د اریانا سینما نړولو ته غبرګون ښودلی و. یاد فرانسوي انجینر اریانا سینما د هیلو نښه بللې وه او ویلي یې و: «داسې انګېرم لکه بیلډوزر چې زما زړه ویجاړ کړی وي».

100%

پارک سینما
پارک سینما د ۵۰مې لمریزې لسیزې وروستیو کې د شهرنو په پارک کې جوړه شوې وه، چې تر ډېره په‌کې هندي فلمونه نندارې ته وړاندې کېدل؛ خو په وروستیو کلونو کې له فعالیت لوېدلې وه.
که څه هم د جګړو او ناخوالو له امله د پارک سینما فعالیتونه په ټپه درېدلي وو؛ خو په ۲۰۰۲کال کې د طالبانو د رژیم تر نسکورېدو وروسته یاده سینما یو وار بیا فعاله شوه خو ډېر دوام یې ونه‌کړ.
د پارک سینما په ۲۰۲۰کال کې تر پراخو مخالفتونو وروسته د افغانستان د جمهوري نظام پرمهال ویجاړه شوه. هغه مهال د کابل ښاروالۍ ویلي و، چې دغه سینما به په معیاري ډول بېرته ورغوي او پر یوه کلتوري او هنري مرکز به یې بدله کړي.

100%

د پامیر سینما ستړي دېوالونه
پامیر سینما چې په ۴۰مې لسېزه کې جوړه شوې وه، هغه مهال یې د کابل مېشتو پام ځان ته راړولې و؛ خو د وخت په تېرېدو دغه سینما یوازې د لاس پلورونکو او لیلامي هټیو یو مارکېټ ګرځېدلی دی.
دغه ۱۴ پوړیزه ودانۍ چې یو وخت د ځوانونو له پراخ حضور، شور او زوږه ډکه وه، اوس په‌کې یوازې له کلونو راهیسې خاموشه سالونونه او له ګردونو ډکې څوکۍ پاتې دي.

100%

اریوب سینما
اریوب سینما په پلازمېنې کابل کې په ۱۳۴۸ کال کې جوړه شوې وه. د یادې سینما ودانۍ په ۲۰۱۴کال کې یو وار بیا د فرانسوي فلم جوړوونکي لویس مونیر په مالي مرسته رغول شوې وه.
وړاندې په ۲۰۲۳کال کې د کابل د باغ بالا سیمې اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، طالبان پلان لري چې د اریوب سېنما ودانۍ په کرایه ورکړي. د ځايي خلکو په وينا؛ طالبانو پخوا د یادې سینما سيمه د موټرونو په تمځي بدله کړې وه.
د اریوب سینما د خپلې ځانګړې معمارۍ له امله د افغانستان یو له مشهورو سېنماوو څخه ده. اریوب سینما د باغ بالا په سیمه کې او د کابل ښار څلورمې ناحیې د انټرکانټیننټال هوټل ته څېرمه موقعیت لري.

100%

بهزاد سینما
طالبانو د ۱۴۰۲کال (د وري ۲مه) منلې وه، چې په خېرخانه کې پخوانۍ بهزاد سینما یې په بشپړه توګه نړولې ده؛ څو پر ځای یې سوداګریز بازار، جومات او استوګنیز بلاکونه جوړ شي. دغه سینما هم د پلازمېنې له پخوانیو او پېژندل شویو سینمايي تالارونو ګڼل کېده.
د خېرخانې سینما د یادې سیمې د پروان هوټل څلور لارې ته نږدې موقعیت درلود او په کابل کې یو له څلورو وروستیو دولتي سینماوو وه.
که څه هم یاده ودانۍ بېرته رغول شوې؛ خو د سینما پرځای ترې نندارتون جوړ شوی.

100%

افغان فلم
افغان فلم په لومړي ځل په ۱۳۴۷ لمریز کال کې جوړ شو او تر ۱۹۹۶ کال پورې یې ۳۷ داستاني فلمونه او تر سلو پورې مستند فلمونه جوړ کړي وو. د ۱۳۷۰ لسیزې په اوږدو کې افغان فلم ویجاړ شو، ارشیف یې له‌منځه ولاړ او بیا هم سلګونه د سینما هنرمندان او کارکوونکي له هېواده یا ووتل او یا ووژل شول.
خو د جمهوریت پرمهال د سینما د ودې لپاره یو وار بیا هڅې پیل شوې؛ که څه هم د سینما په برخه کې دغه هڅې ناکافي وې، خو د طالبانو له راتګ سره یو وار بیا د افغان فلم او د افغانستان د سینما فعالیتونه له ګڼو ستونزو سره مخ شول او ګڼ افغان سینماګران جلاوطنه شول.
که څه هم واک ته د طالبانو له رسېدو سره یادې ډلې په سر کې ویلي و، چې د افغان فلم په برخه کې به ستر کارونه کوي؛ خو د ګوتو په شمېر کارونو کې یې یوازې ځان ته د تبلیغ په بڼه ځینې لنډ فلمونه او سریالاونه جوړ کړل خو وروسته د ساکښو موجوداتو پر تصویر له بندیز سره یې دغه فعالیتونه هم په ټپه درېدلي.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته منلې، چې له ۲۰۲۳کال راهیسې د افغان فلم فعالیتونه په بشپړه توګه په ټپه درېدلي دي. د سرچینو په وینا؛ طالبانو په ۲۰۲۳کال کې د افغان فلم له کارکوونکو سره په غونډه کې ویلي و، چې تر امرثاني یې فعالیتونه ځنډول کېږي؛ خو وروسته بیا په نړۍوالو معیارونو برابر خپل فعالیتونه پرمخ وړي.
سرچبنې زیاتوي، چې تر دغه بندیز وروسته یو وار په کابل کې د «دید نو» په نوم په ایراني فسټیوال کې ګڼو افغان سینماګرانو برخه واخیسته او لنډ فلمونه یې جوړ کړل؛ خو وروسته د دغه ډول فسټیوال جوړول هم محدود شول.
سرچینې وړاندې وایي، چې دامهال په افغانستان کې د ځینو سینماګرانو له‌خوا لنډ فلمونه په شخصي لګښت جوړېږي؛ خو ښځې په‌کې رول نه‌لري او دغه فلمونه تر ډېره د طالبانو په همکارۍ د یادې ډلې لپاره په تبلیغي بڼه او منځپانګه جوړېږي.
سرچینې وایي، له تېرو درېیو کلونو راهیسې د افغان فلم ټول کارکوونکي په کور ناست دي او په خپله د افغان فلم دفتر او ودانۍ اوس د ملي ټلوېزیون د نورو فعالیتونو لپاره کارول کېږي.
د شمېرو له مخې؛ په افغانستان کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته تر لسو ډېر فلمونه او د ګوتو په شمېر څو سریالونه جوړ شوي دي، چې په دې کې د بګرام زندان په اړه یو مستند فلم هم شامل دی.
که څه هم طالبانو په کور دننه سینمایي فعالیتونه محدود کړي؛ خو تېرکال داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې یو روسی فلم جوړوونکی د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د طالبانو په مرسته او همکارۍ سینمایي فلم جوړوي. د فلم قانوني چارې روسي وکیل الکساندر مولوخوف پر غاړه لرلې. نوموړي هغه مهال ویلي و، طالبانو د فلم له سناریو خوښي ښودلې او د تولید اجازه یې ورکړې ده.
دغه فلم، چې د شوروي لیکوال ارکادي ګېدار د مشهور ناول «توده ډبره» پر بنسټ جوړېږي، د یوه پخواني روسي پوځي د شخصي تجربو او اروايي ستړیاوو داستان بیانوي، چې د جګړو له ډګره ستړی کور ته ستنېږي.

100%

په کور دننه د افغان هنرمندانو او فلمي اداکارو وضعیت
که څه هم واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم ګڼ افغان فلمي اداکار جلاوطنه شول؛ خو ټول افغان فلمي اداکاران او هنرمندان له هېواده نه دي وتلي؛ بلکې یوه لویه برخه یې لاهم په هېواد کې پاتې ده.
د شمېرو له مخې؛ واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته تر ۲۵۰ ډېر فلمي اداکار او فلم جوړوونکي له افغانستان نه وتلي او کوم شمېر چې په هېواد کې پاتې دي، هغوی هم د وتلو هڅه کوي.
طالبانو په افغانستان کې بندپاتې ګڼ ممثلین له افغان فلم ادارې ځواب کړي، چې اوس‌مهال ډېر شمېر یې له بد اقتصادي وضعیت سره مخامخ دي.
په افغانستان کې پاتې یو ۵۵ کلن افغان ممثل د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې بې‌روزګاره دی او اوس د سینمایي کارونو پرځای پر ستومانه اوږو د خلکو دروند بار وړي.
هغه د ټلوېزیون له څپو اوس نیم کاره ودانیو ته د بار پورته کولو مزل کیسه کوي او وایي، ناوړه اقتصادي وضعیت دې ته اړ اېستی چې پر وراستو هډوکو د ورځې مزدوري وکړي او له دې سره له تېرو پنځو کلونو یې له سینما سره مخه ښه کړې ده.
هغه چې خپل د ژوند ۳۵ کاله یې د افغانستان سینما ته ورکړي، اوس له ناروښانه وضعیت سره مخ دی او په دې برخه کې د طالبانو د بې‌غورۍ له امله شکایت کوي. خو دامهال په افغانستان کې پاتې د هغه په څېر ګڼ د سینما برخې فعالان له ورته ستونزو سره مخ دي.
د اقتصادي ستونزو ترڅنګ سینمایي فعالیتونه له ګڼو محدودیتونو سره هم مخ دي، دامهال په افغانستان کې که په شخصي لګښت ځینې فلمونه هم جوړېږي؛ خو په‌کې ښځينه فلمي اداکارو ته د لوبېدو اجازه نه‌شته.
د دغه محدودیتونو ترڅنګ وړاندې طالبانو یو افغان فلم جوړونکی سېدرحیم سعیدي نیولی و او تر ۱۱میاشتني بند وروسته یې خوشې کړ. سیدرحیم سعیدي د ۱۴۰۳کال د لړم میاشتې پر ۶مه د کابل د درېیمې ناحیې لومړنۍ محکمې له‌خوا د طالبانو پرضد د تبلیغاتو په تور پر درې کاله بند محکوم شوی و.

100%

په جلاوطنۍ کې پر وړو پردو د هنرونو نندارې
که څه هم د طالبانو له بیا واکمنېدو سره په افغانستان کې هنري او سینمایي فعالیتونه په ټپه درېدلي؛ خو په پاکستان کې د خواله رسنیو فعالانو او یوټیوب چلوونکو د سینما په برخه کې د مړاوو شویو هیلو ژوندي ساتلو لپاره د یوې کوچنۍ سینما جوړولو هڅه کړې او له دې لارې یې د سینما هنر ژوندی ساتلی.
په پاکستان کې مېشت افغان خبریال او سینماګر هامون خموش وایي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په افغانستان کې سینما او هنر له یو سخت او ټکني وضعیت سره مخ شوي وو. د هغه په وینا؛ ګڼ فلم جوړوونکي، سینماګران او فلمي اداکار جلاوطنه شول او له دې ډلې ګڼ یې پاکستان ته کډه شول.
نوموړی زیاتوي، په پاکستان کې د هنري فعالیتونو دوام اسانه نه‌و؛ ګڼ سنماګران اوس‌مهال په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسنادو د نشتوالي، امنیتي او اقتصادي ستونزو، د پانګونې له نشتوالي او له کاري محدودیتونو سره لاس او ګرېوان دي.
هغه وایي، له دې ډلې ګڼ هنرمندان اړ شول چې له محدودو امکاناتو سره په خپلواکه توګه کار وکړي؛ خو د دغه ستونزو سره، سره یوه لاسته راوړنه شته، هغه دا چې د افغانستان سینما په بشپړه توګه بنده نه‌شوه؛ بلکې په جلاوطنۍ کې هنرمندان هڅه کوي چې د لنډو او مستندو فلمونو او سریالونو په جوړولو او ګڼو نورو خپلواکه سینمایي تولیداتو سره د افغانستان داستان او د خلکو ژوند بیان کړي او اجازه نه‌ورکوي چې د افغانستان کلتور او هنر هېر شي.
هغه وړاندې وایي، که څه هم په پاکستان کې د مېشتو افغان سینماګرانو کره شمېر روښانه نه‌دی؛ خو ګڼ هنرمندان په خپلواکه او پروژه‌یي توګه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.
هغه زیاتوي: «د افغانستان سینما نن تر بل هر وخت ډېر ملاتړ ته اړتیا لري او له هېواده لرې هم د تصویر، هنر او داستان له لارې کولای شو، چې د افغانستان د خلکو غږ شو».
هغه وایي، په ټوله کې په پاکستان کې له تېرو دوو کلونو راهیسې په ډېرو کمو امکاناتو درې ښه سریالونه او څو لنډ فلمونه جوړ شوي چې په کور دننه او بهر د خلکو له خورا هرکلي او خوښۍ سره مخ شول.
نوموړی وایي:« دغه سریالونه د یوټیوب پر وړو پردو خپاره شوي او یوټیوب زموږ لپاره یوه داسې پرده شوه، چې موږ وتوانېدو خپلو سینمایي فعالیتونو ته دوام ورکړو». د هغه په وینا؛ که په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسنادو ستونزه حل شي، نو افغان سینماګران به په دې برخه کې لا ډېر کار وکړي.
دغه فعالیتونه یوازې تر پاکستان محدود نه‌دي؛ بلکې افغان سینماګران په نورو هېوادونو کې هم لاسته راوړنې لري.
په ۱۴۰۳کال کې یوې پېژندل شوې افغان فلم جوړونکې په امریکا کې د «فیمینسټانو له یوه بنسټ» نړۍواله جایزه ترلاسه کړه. صحرا ماني له هغه وروسته د یادې جایزې وړ وګڼل شوه، چې د طالبانو په وړاندې د افغان ښځو د مقاومت مستند فلم «ډوډۍ او سره ګلان» یې سم انځور کړي وو.

100%

دارنګه په ۱۴۰۴کال کې د افغان فلم‌ جوړونکي او لیکوال داوود هلمندي مستند فلم «پیکار» د امسټرډام نړۍوال مستند فلم فستیوال درې جایزې ترلاسه کړې وې. دغه فلم چې ۹۷ دقیقې اوږد دی، د څو نسلو د کډوالۍ او هغو هڅو کیسه کوي چې د امنیت او ازادۍ لپاره ترسره شوي.
د پیکار مستند فلم د داوود هلمندي د ژوند شخصي کیسه بیانوي؛ هغه چې تر کلونو جلاوطنۍ وروسته ایران او افغانستان ته ستنېږي، څو له خپل پلار سره خپل پرې شوی تړاو بیا ورغوي. د هغه کورنۍ د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ژوند کوي او هر یو د جلاوطنۍ، کډوالۍ او بېلتون بېلابېلې تجربې لري.

100%

ډېر لیدل شوي

حزب اسلامي د افغانستان د کړکېچ د حل له نوې طرحې ملاتړ وکړ
۱

حزب اسلامي د افغانستان د کړکېچ د حل له نوې طرحې ملاتړ وکړ

۲

ملا برادر له ترکمنستان څخه د ټاپي ګازو د اوږدمهاله قرارداد غوښتنه کړې

۳

امریکا د محمود شاه حبیبي د بېرته کور ته د ستنولو ژمنه یو ځل بیا تکرار کړې ده

۴
ځانګړی

سرچینه: د نورستان د استخباراتو د مشر ضیاالحق یاسر ساتونکو پر نجونو د جنسي تېري هڅه کړې

۵

افغان ایواک: د افغان متحدینو د ساتنې لپاره په امریکا کې مهم قانوني ګامونه اخیستل شوي

•
•
•

نور کیسې

طالباني محدودیتونه او بندیزونه؛ تر استبداد لاندې د ۱۲ افغان مېرمنو د ژوند داستانونه

۲۱ زمری ۱۴۰۵ - ۱۲ اګست ۲۰۲۶، ۰۰:۰۱ GMT+۱
100%

ګارډین ورځپاڼې په یوه ځانګړي راپور کې د ۱۲ افغانو ښځو او نجونو د ورځني ژوند کیسې خپرې کړې دي. دغو ښځو او نجونو د زده‌کړو او کار پر وړاندې د بندیزونو، امنیتي وېرې، د ژوند د سختو شرایطو او په افغانستان کې د هیلو او خپلواکۍ د ساتلو لپاره د خپلو هڅو په اړه خبرې کړې دي.

ګارډین د «موږ لا هم دلته یو» تر سرلیک لاندې په دې راپور کې ویلي چې په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه ډېر شوي دي. د دې ورځپاڼې په وینا، ګڼې ښځې او نجونې له زده‌کړو او کار څخه بې‌برخې شوې دي.

راپور کې د ټولنیزو محدودیتونو د زیاتېدو، د «امر بالمعروف او نهې عن المنکر» د ځواکونو د څارنو او په انټرنېټي نړۍ کې د لا زیاتو محدودیتونو یادونه هم شوې ده.

ګارډین وايي، په دې راپور کې د ۱۲ ښځو او نجونو شخصي کیسې راټولې شوې دي. د دغو ښځو او نجونو په وینا، دوی له امنیتي ګواښونو سره سره خپلې کیسې له نړۍ سره شریکې کړې دي.

100%

ښځینه سرتېرې چې پوځي جامې یې بیا پر تن نه کړې

په دې ښځو کې یوه پرستو نومېږي چې د هرات اوسېدونکې ده. نوموړې وايي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې یې شپږ کاله په جمهوري نظام د یوېسرتېرې په توګه دنده ترسره کړې وه.

پرستو وايي، کله چې طالبان هرات ته ننوتل، له هغې او نورو ښځینه همکارانو یې وغوښتل چې خپلې پوځي جامې وسپاري.

نوموړې وايي، ځکه چې هغې او مېړه یې په تېر حکومت کې دنده ترسره کړې وه، طالبان څو ځله د هغې مېړه ورغوښتی او ترې یې پوښتلي چې څو طالبان یې وژلي او یا یې مېرمنې څو طالبان وژلي دي. پرستو وايي، هغې او مېړه ته یې څو ځله د ټیلیفون او پیغامونو له لارې د مرګ ګواښونه هم شوي دي.

د نوموړې په وینا، کورنۍ یې یو ځل هڅه کړې چې په پټه د ایران له پولې واوړي، خو ایراني سرحدي ځواکونو یې مخه نیولې ده.

هغه وايي، کورنۍ یې لا هم خپلې بستې تیارې ساتي، څو که اړ شوه، له افغانستانه ووځي.

100%

هغه ښځینه خبریاله چې په پټه کار کوي

د افغانستان په شمالي ولایتونو کې یوه ښځینه خبریاله هم د ګارډین په راپور کې خپله کیسه بیان کړې ده. نوموړې په پټه او په مستعار نوم خبریالي کوي.

هغه وايي، د طالبانو ځواکونو یې دوه ځله کور پلټلی او له هغې وروسته چې هر وخت د کور دروازه وټکېږي، وېره یې اخلي او خپل لپ‌ټاپ د توشک لاندې پټوي.

دغه خبریاله وايي، د وژنو، پر ښځو د تاوتریخوالي او له زیانمنو کسانو سره د مرکو په اړه د راپورونو د جوړولو پر مهال د پېژندل کېدو له ګواښ سره مخ ده.

نوموړې اندېښنه لري چې طالبان ښايي په ښار کې له پراخېدونکې امنیتي کمرې شبکې څخه په ګټې اخیستنې د خبریالانو تګ راتګ وڅاري او د هغوی هویت معلوم کړي.

هغې ویلي، د طالبانو تر واک لاندې په داسې چاپېریال کې چې د رسنیو ازادي په پراخه کچه محدوده شوې، د خبریال په توګه کار کول ډېر ستونزمن دي.

100%

هغه مېرمن چې پر تناره یې ژوند تکیه کړی

فاطمه ۳۲ کلنه ده، شپږ اولادونه لري او په کابل کې له خپلې خور «مرزیا» سره یو کوچنی کورنی نانوایي چلوي.

فاطمه وايي، له بېلابېلو سیمو ښځې له ځان سره تیار شوی خمیر راوړي او له دوی غواړي چې ډوډۍ ورته پخه کړي.

د هغې په وینا، په تېرو پنځو سختو کلونو کې د ډوډۍ پخول د دوی د کورنۍ د عاید یوازینۍ باوري سرچینه پاتې شوې ده.

فاطمه وايي، د تنور ترڅنګ کار کولو یې سترګې، زنګونونه او لاسونه زیانمن کړي دي، خو لا هم کار ته دوام ورکوي.

د نوموړې تر ټولو ستره اندېښنه د خپلو دوو لوڼو زده‌کړې دي. د هغې مشره لور ۱۲ کلنه ده او فاطمه وېره لري چې لوڼې یې هم ښايي له داسې راتلونکي سره مخ شي چې د خپلې مور په څېر له لږو انتخابونو او سخت ژوند سره مخ وي.

100%

هغه ۱۲ کلنه نجلۍ چې بلاګ لیکي

یوه ۱۲ کلنه نجلۍ چې نوم او د اوسېدو ځای یې نه دی په ډاګه شوی، وايي چې د شپږم ټولګي د ازموینو لپاره چمتووالی نیسي. د هغې په وینا، دا به وروستی ټولګی وي چې د زده‌کړې اجازه به ولري.

هغه وايي، مشرې خويندې یې هم د طالبانو د محدودیتونو له امله له زده‌کړو پاتې شوې دي.

دا نجلۍ له ښوونځي وروسته خپلې کوټې ته ځي، بلاګ ثبتوي او د ژوند، شعر او د افغان نجونو او ښځو د وضعیت په اړه خبرې کوي.

دا نجلۍ زیاتوي، ځینې خپلوان یې د دې کار له امله پرې نیوکه کوي او پلار ته یې وايي چې د هغې بلاګ لیکل د کورنۍ «عزت او آبرو» له ګواښ سره مخ کولی شي.

نوموړې په خپله کیسه کې ویلي، غواړي د هغو نجونو غږ واورېدل شي چې له کلونو راهیسې یې کتابونه تړلي پاتې دي.

100%

هغه خیاطه چې د ګوزڼ ناروغۍ هم ځپلې

په راپور کې د یوې بلې ښځې کیسه هم راغلې چې ۲۵ کاله مخکې، کله چې لس کلنه وه، د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوې وه.

نوموړې وايي، کورنۍ یې بېوزله وه او په یوه لیرې پرته کلي کې یې ژوند کاوه؛ له همدې امله یې ډاکټر او واکسین ته لاسرسی نه درلود.

هغه وايي، له ماشومتوبه یې د ستنې او د پلاستیک د ټوټو په مرسته د خپلو نانځکو لپاره جامې جوړولې. وروسته یې ګنډل په مسلکي توګه زده کړل او په دې برخه کې یې کار پیل کړ.

دا مېرمن اوس د خلکو د جامو د ګنډلو له لارې عاید ترلاسه کوي او له خپل هنر څخه د خپلې کورنۍ د لګښتونو لپاره کار اخلي.

100%

هغه لیکواله چې راتلونکي ته یې یوه کړکۍ پرانیستې ساتلې

مهتاب ۲۳ کلنه ده او د بلخ ولایت اوسېدونکې ده. نوموړې وايي، د یوه ناول پر لیکلو بوخته ده او له دې سره یو ځای په انلاین ټولګیو کې هم زده‌کړه کوي.

مهتاب کتاب لوستل او لیکل د خلکو د خاطرو، غږونو او هیلو د ساتلو یوه لار بولي.

هغه وايي، که څه هم نه شي کولی د خپلې ټولنې دردونه بدل کړي، خو کولی شي هغه په یاد وساتي، ویې لیکي او اجازه ورنه کړي چې دا دردونه او کیسې په چوپتیا کې له منځه ولاړ شي.

مهتاب باور لري چې لیکل یوازې د کلمو یو ځای کول نه دي، بلکې د هغو خوبونو، خاطرو او د خلکو د غږونو د ساتلو وسیله ده چې د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.

100%

هغه مېرمن چې د کورنۍ لپاره د خښټو بټیو کې کار کوي

۳۳کلنه لیلما د جوزجان ولایت اوسېدونکې ده. نوموړې وروسته له هغې د خپلې کورنۍ د لګښتونو مسوولیت پر غاړه واخیست چې مېړه یې په یوېټرافیکي پېښه کې ټپي او د کار کولو توان یې له لاسه ورکړ.

لیلمه هره ورځ په یوه هوټل کې د خدمت او پاک کارۍ دنده ترسره کوي.

نوموړې وايي، له دې سره یو ځای په خپل وزګار وخت کې خامې خښتې هم جوړوي، څو د خپلې کورنۍ لپاره د یوه بلې کوټې په جوړولو کې ترې ګټه واخلي.

لیلما وايي، د ټوله ورځې د کار په بدل کې یوازې ۲۰۰ افغانۍ ترلاسه کوي. که څه هم دا پیسې د کورنۍ د ټولو اړتیاوو لپاره بسنه نه کوي، خو هغه اړ ده چې کار ته دوام ورکړي.

نوموړې وايي، نه غواړي اولادونه یې کار کولو ته اړ شي او هیله لري چې هغوی د زده‌کړې فرصت ولري.

100%

هغه ښوونکې چې د خپلو زده‌کوونکو د کم عمره ودونو اندېښنه لري

صدیقه د دایکندي ولایت په یوه نجونو ښوونځي کې ښوونکې ده. هغه وايي، ۱۸ کاله کېږي چې په هغه ښوونځي کې درس ورکوي چې پخپله یې هم پکې زده‌کړه کړې ده.

صدیقه وايي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په دغه ښوونځي کې نجونې نور نه شي کولی له شپږم ټولګي پورته خپلې زده‌کړې روانې وساتي.

هغه د خپلو زده‌کوونکو د راتلونکي په اړه هم اندېښمنه ده او وايي، بېوزلي او د کورنۍ فشار ښايي ځینې نجونې له کم عمره او ناوړه واده سره مخ کړي.

نوموړې وايي، تر ټولو دردونکې شېبه ورته هغه وخت وي چې د شپږم ټولګي نجونې له ښوونځي فارغېږي، ځکه پوهېږي چې له هغې وروسته به د زده‌کړې لاره پرې وتړل شي.

100%

یوه محصله چې د پوهنتون دروازه پرې بنده شوه

لېمه ۲۴ کلنه ده او د ننګرهار ولایت اوسېدونکې ده. نوموړې د پوهنتونونو له تړل کېدو مخکې په یوه خصوصي پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس زده‌کړې کولې.

لېمه وايي، کله چې طالبانو د ښځو پر پوهنتوني زده‌کړو بندیز ولګاوه، د زده‌کړو د دوام هیله یې له منځه ولاړه.

د هغې کورنۍ هڅه وکړه چې د نوموړې د زده‌کړو د دوام لپاره پاکستان یا ترکیې ته کډه وکړي، خو د کشر ورور د جسمي معلولیت له امله ونه توانېدل چې له افغانستانه ووځي.

لېمه وايي، اوس د خپل وخت ډېره برخه په کور کې تېروي، خو لا هم هیله لري چې یوه ورځ به شرایط بدل شي.

100%

دا مېرمن معلولو ښځو ته مصنوعي غړي جوړوي

نازنین ۴۲ کلنه ده او د فاریاب ولایت اوسېدونکې ده. نوموړې له ۲۱ کلونو راهیسې په یوه روغتون کې د ښځو او ماشومانو لپاره د هډوکو او بندونو د مرستندویه وسایلو، پلسترونو او مصنوعي غړو د جوړولو په برخه کې کار کوي.

خو نازنین وايي، خپله ۱۳ کلنه لور یې له دوو کلونو راهیسې ښوونځي ته د تلو اجازه نه لري او په کور کې پاتې ده.

هغه وايي، د لور د راتلونکي په اړه اندېښنه یې تل ورسره وي.

سره له دې، نازنین هڅه کوي له هغو ښځو سره مرسته وکړي چې د مصنوعي پښې یا نورو مرستندویه وسایلو له لارې غواړي بېرته پر خپلو پښو ودرېږي، په خپلواکه توګه تګ راتګ وکړي او ورځني کارونه ترسره کړي.

100%

د غاښونو د یوې ډاکټرې هغه همکاره چې د لویو جراحي عملیاتو خوبونه یې لیدل

مروه ۲۳ کلنه ده او د جوزجان ولایت اوسېدونکې ده. هغې پخوا هیله لرله چې د دماغو جراحه شي.

خو د ښځو پر پوهنتوني زده‌کړو له بندیز وروسته یې د غاښونو د مصنوعي غړو په برخه کې انلاین زده‌کړې پیل کړې او اوس په یوه خصوصي روغتون کې د غاښونو د ډاکټرې د مرستیالې په توګه کار کوي.

مروه وايي، د طالبانو چارواکي او د «امر بالمعروف او نهې عن المنکر» کسان د هغې د کار ځای څارنه کوي او د دې په اړه پوښتنې کوي چې دا ځوانه ښځه څوک ده، سرپرست یې څوک دی او ولې یوازې کار کوي.

نوموړې وايي، کله ناکله ناامیده کېږي، خو بیا یې په زړه کې هیله راژوندۍ کېږي چې ښايي سبا شرایط بدل شي.

مروه ټینګار کوي چې نه غواړي خپل راتلونکی یوازې په واده پورې وتړي؛ بلکې غواړي خپله د خپل ځان د ملاتړ توان ولري.

100%

هغه ښوونکې چې د خپلو زده‌کوونکو د راتلونکي په اړه وېره لري

فتانه ۲۵ کلنه ده. د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې نوموړې د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي د درېیم کال محصله وه، خو د حکومت له نسکورېدو وروسته یې خپلې زده‌کړې نه شوې بشپړولی.

فتانه اوس په یوه خصوصي ښوونځي کې ښوونکې ده.

هغه وايي، د کار تر ټولو دردونکې برخه ورته دا ده چې ویني نجونې شپږم ټولګی پای ته رسوي او له هغې وروسته د زده‌کړې د دوام اجازه نه لري.

فتانه د خپلې یوې زده‌کوونکې کیسه هم بیانوي چې پلار یې د سرطان ناروغۍ له امله مړ شوی او کورنۍ یې له اقتصادي ستونزو سره مخ ده.

نوموړې وېره لري چې بېوزلي او د کورنۍ فشار ښايي دغه نجلۍ هم په کم عمر کې واده کولو ته اړ کړي.

فتانه وايي، هڅه کوي خپلو زده‌کوونکو ته وهڅوي چې زده‌کړې وکړي او د خپلو خوبونو لپاره مبارزه وکړي، خو د شپږم ټولګي له پای وروسته د ډېرو نجونو راتلونکی ورته له پوښتنو او اندېښنو ډک ښکاري.

100%

د ښځو او نجونو د ژوند د محدودېدو انځور

ګارډین دغه روایتونه د طالبانو د بیا واکمنېدو د پنځمې کلیزې په درشل کې خپاره کړي دي.

د دې ورځپاڼې په وینا، دغو ښځو او نجونو د ګڼو محدودیتونو، وېرو او ستونزو تر څنګ هڅه کړې چې د ژوند، کار، زده‌کړې او خپلې هیلې لپاره یوه لاره پیدا کړي.

د دوی په روایتونو کې د یوې پخوانۍ ښځینه سرتېرې د دندې له لاسه ورکول، د یوې خبریالې پټ کار، د یوې مور د کورنۍ د لګښت لپاره سخت کار، د یوې ۱۲ کلنې نجلۍ د زده‌کړې د دوام هیله، د یوې معلولې مېرمنې د ځان بسیا کېدو هڅه، د ښځینه محصلانو د پوهنتون له زده‌کړو پاتې کېدل او د ښوونکو د خپلو زده‌کوونکو د راتلونکي په اړه اندېښنې شاملې دي.

ګارډین وايي، سره له دې چې د دغو ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه او خطرونه شته، هغوی لا هم هڅه کوي چې خپل ژوند روان وساتي، کار وکړي، زده‌کړه وکړي او خپله هیله له لاسه ور نه کړي.

بدخشان؛ طالبان څومره واکمن دي او څوک یې ننګوي؟

۲۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۴:۰۵ GMT+۱
•
عرفان برزگر
100%

د طالبانو د واکمنۍ د پنځمې کلیزې په مناسبت، افغانستان انټرنشنل څېړلې چې د واک تمرکز، د سرو زرو پر سر سیالي، د طالبانو خپلمنځي اختلافونو او د وسله والو ډلو فعالیتونو څنګه بدخشان د پېچلو سیالیو پر ډګر بدل کړی دی.

په دې څېړنه کې د طالبانو له لسګونو چارواکو، مخالفینو، اعتراض کوونکو، د کانونو له کارګرانو او ځايي اوسېدونکو سره خبرې شوې دي، څو په بدخشان کې د وروستیو تحولاتو، د نارضایتۍ د ریښو، پر خلکو د دغو بدلونونو د اغېز او د واک پر معادلو د هغوی د اغېزو بېلابېل اړخونه روښانه شي.

د دې څېړنې موندنې ښيي چې هبت الله اخوندزاده په تېرو پنځو کلونو کې هڅه کړې چې د بدخشان مهم سیاسي، امنیتي او اقتصادي مرکزونه د ځايي طالبانو له نفوذه وباسي او د واک مرکز، یعنې کندهار ته نږدې کسانو ته یې وسپاري، خو د بدخشان یو شمېر سیمه ییز طالبان لا هم په اداري جوړښت کې حضور لري.

د سرو زرو د کانونو او د هغو د عوایدو پر سر سیالي د کندهار د طالبانو او په بدخشان کې د دې ډلې د ځايي شبکو ترمنځ د اختلاف له مهمو محورونو څخه ګرځېدلې ده. د چارواکو ګوښه کول، د قوماندانانو نیول او د کانونو مدیریت نورو کسانو ته سپارل، د ځايي طالبانو له لوري د هغوی د اقتصادي او پوځي نفوذ د محدودولو لپاره هڅه بلل کېږي خو کندهار دغه بدلونونه د عادي اداري بهیر برخه ګڼي.

داعش خراسان لا هم په بدخشان کې د طالبانو د چارواکو د هدف ګرځولو وړتیا لري، خو داسې شواهد نشته چې دغه ډله دې په پراخه کچه د سیمو د کنټرول وړتیا ولري. په تېرو کلونو کې لږ تر لږه پنځه لوړپوړي بدخشاني طالب چارواکي وژل شوي چې د دغو بریدونو د ډېرو مسوولیت داعش منلی دی.

په تېرو درېیو کلونو کې په بدخشان او اړوندو سرحدي سیمو کې لږ تر لږه اووه پېښې د چینايي وګړو پر وړاندې شوې دي چې په مجموع کې لږ تر لږه نهه کسان پکې وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي. د دغو پېښو ډېره برخه د سرو زرو له کان کېندنې سره تړاو لري.

لږ تر لږه څلور د طالبانو مخالفې جبهې د بدخشان په ځینو برخو کې فعالې دي او په تېرو درېیو میاشتو کې یې د دې ولایت په لسو ولسوالیو کې د عملیاتو خبر ورکړی چې د ټول ولایت شاوخوا ۳۶ سلنه ولسوالۍ جوړوي. افغانستان انټرنشنل نه شي کولای د دغو ډلو د تلفاتو او ځمکني کنټرول کچه په خپلواکه توګه تایید کړي.

د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو، کانونو او د سیمه ییزو چارواکو د ټاکلو پر سر نښتې څو ځله د خلکو او طالبانو ترمنځ د اعتراضونو او وسله والو نښتو لامل شوې دي. دغه اعتراضونه ښيي چې په بدخشان کې نارضایتي یوازې اقتصادي اړخ نه لري، بلکې د طالبانو له سیاستونو، د غیربومي ځواکونو له حضور او د واک د وېش له څرنګوالي سره هم تړاو لري.

پنځه کاله وروسته له هغې چې طالبان بېرته واک ته ورسېدل، په بدخشان کې دا پوښتنه چې څوک دا ولایت اداره کوي، یوازې د والي یا د امنیه قوماندان د نوم پوښتنه نه ده. دغه ولایت د څو شخړو په تقاطع کې موقعیت لري؛ د طالبانو د مرکزي رهبرۍ او سیمه ییزو قوماندانانو ترمنځ سیالي، د کانونو، په ځانګړي ډول د سرو زرو، د عوایدو کنټرول، د داعش خراسان ګواښ، د طالبانو د وسله والو مخالفو ډلو فعالیت او ټولنیزې او مذهبي نارضایتۍ د بدخشان د وضعیت مهم اړخونه دي.

کلیدي پوستونه د غیربدخشاني طالبانو لاس کې

د سیمه ییزو چارواکو د نوملړ، د طالب چارواکو، ځايي خلکو او مخالفو ډلو د روایتونو څېړنه ښيي چې په بدخشان کې د واک جوړښت څو پوړیز دی. له کندهار سره نږدې باوري کسان د سیاسي، امنیتي او اقتصادي مهمو پوستونو کنټرول په لاس کې لري، خو یو شمېر بدخشاني طالبان لا هم په ملکي ادارو، خدماتي برخو او ځینو ولسوالیو کې حضور لري.

د واک دا وېش هغه مهال ډېر اهمیت پیدا کوي چې اداري دنده له وسله والو ځواکونو یا اقتصادي سرچینو سره یوځای شي.

د بدخشان یو شمېر مهم امنیتي، پوځي او اقتصادي چارواکي له کندهار سره نږدې کسانو او د دغه ولایت له دباندې ټاکل شوي دي. والي، د امنیه قوماندان، د ۲۱۹ عمر ثالث فرقې قوماندان، د استخباراتو رییس، د کانونو رییس، د امنیت امر، د لویې لارې د امنیت قوماندان، د فیض اباد ښاروال، د اقتصاد رییس او مستوفي له هغو چارواکو څخه دي چې غیربدخشاني طالبانو ته ورکړل شوي دي.

په مقابل کې، یو شمېر بدخشاني چارواکي د پوهنتون، عامې روغتیا، کرنې، چاپېریال ساتنې، صنعت او سوداګرۍ، حج او اوقافو او ځینو خدماتي ادارو په برخو کې دندې لري.

دا تګلاره په یوازې ځان نه شي ثابتولای چې د بدخشاني طالبانو د له منځه وړلو لپاره کومه منظمه تګلاره شته. کندهار وايي د چارواکو ټاکنې اداري دلایل لري خو که دغه ټاکنې د بانفوذه بدخشاني قوماندانانو نورو ولایتونو ته له لېږد، د ځینو سیمه ییزو څېرو له نیولو او د کانونو د کنټرول د مرکزي کولو له هڅو سره یوځای وکتل شي، داسې انځور وړاندې کوي چې ښيي په بدخشان کې دقدرت د خپلواکو مرکزونو د رامنځته کېدو د مخنیوي هڅه کېږي.

بدخشان له هغو ولایتونو څخه دی چې طالبانو پکې د جګړې پر مهال پیاوړې پوځي او ټولنیزې شبکې جوړې کړې وې. د طالبانو د پوځ لوی درستیز فصیح الدین فطرت او نور بدخشاني قوماندانان د طالبانو په مرکزي جوړښت کې مهمو دندو ته رسېدلي دي خو په مرکزي جوړښت کې د هغوی حضور په دې معنا نه دی چې په بدخشان کې خپلواک نفوذ هم لري.

یوه احتمالي توضیح دا ده چې د طالبانو رهبرۍ ته ترجیح ورکوي بانفوذه قوماندانان په مرکزي جوړښت کې وساتي او د دې مخه ونیسي چې یو کس په یوه وخت کې د یوه ولایت پر پوځي ځواک، اقتصادي سرچینو او سیاسي شبکو بشپړ واک ولري. دا ډول جوړښت د یوه متمرکز حکومت لپاره د سیاسي کنټرول وسیله کېدای شي.

په ۱۴۰۵ کال کې د کندهار د ټاکنو پر وړاندې د ځینو سیمه ییزو قوماندانانو د نارضایتۍ نښې لا څرګندې شوې. جمعه خان فاتح د زابل د مرستیال والي په توګه د وړاندیز شوې دندې له منلو ډډه وکړه او نسي ته ستون شو. هغه هڅه وکړه چې په خپل ټاټوبي کې بېرته اداري جوړښت ته داخل شي، خو دا هڅه یې بریالۍ نه شوه.

امان الدین منصور، د بدخشان پخوانی والي او د طالبانو له بانفوذه څېرو څخه، هم هڅه کړې چې بېرته دغه ولایت ته ستون شي. د منصور پلویانو کمپاین پیل کړی و او د طالبانو له مشر یې غوښتي وو چې د بحران د مدیریت لپاره منصور بېرته بدخشان ته واستوي.

دغه هڅې ښيي چې د یوه والي ټاکنه د بدخشاني طالبانو د یوې برخې لپاره یوازې اداري موضوع نه ده؛ بلکې له دې لویې پوښتنې سره تړاو لري چې د ولایت سیاسي، امنیتي او اقتصادي شبکې د چا په واک کې وي.

که د کندهار او سیمه ییزو شبکو ترمنځ سیاسي سیالي د شخړې یو اړخ وي، د سرو زرو کانونه یې اقتصادي اړخ جوړوي.

100%

د سرو زرو د استخراج پر سر ناندرۍ

بدخشان په افغانستان کې د سرو زرو له مهمو سیمو څخه دی. په وروستیو کلونو کې د شهربزرګ، راغستان، کوهستان، یاوان او ارغن جخواه ولسوالیو کې د سرو زرو کان کېندنه پراخه شوې ده.

طالبانو له واک ته رسېدو وروسته هڅه کړې چې د کان کېندنې فعالیتونه رسمي او د دولت تر څار لاندې کړي. هم مهاله غیررسمي او سیمه ییزه کان کېندنه هم روانه پاتې شوې ده. همدې وضعیت د سیمه ییزو ځواکونو، کان کېندونکو او د طالبانو د مرکزي چارواکو ترمنځ د نښتو زمینه برابره کړې ده.

د بدخشان د کانونو رییس عبدالمتین رحیمزي ویلي چې سلګونه شرکتونه د کان کېندنې لپاره ثبت شوي او زرګونه کسان په لاسي ډول د کانونو په استخراج کې بوخت دي. د طالبانو د کانونو وزارت ویلي چې په بدخشان کې ۱۰۰ زره کارګران د سرو زرو په استخراج بوخت دي.

خو د بدخشان د کانونو د تولید او عوایدو کره شمېرې ته د عامه معلوماتو د بشپړ شفافیت د نشتوالي له امله لا هم لاسرسی ستونزمن دی.

هبت الله اخوندزاده د ۱۴۰۵ کال د ثور په میاشت کې د کان کېندنې او زرمینځنې په اړه فرمان صادر کړ چې له مخې یې هغه دولتي ځمکې چې د سرو زرو د استخراج ظرفیت لري، د نویو مقرراتو تابع شوې.

دغه فرمان د جواز لرونکي استخراج او غیرقانوني فعالیتونو ترمنځ توپیر کوي.

د دې تګلارې عملي کېدل د دې معنا لري چې د کانونو د اقتصادي کنټرول یوه برخه له بدخشاني طالبانو څخه د کانونو وزارت ته، چې د کندهار تر کنټرول لاندې دی، انتقالېږي.

هم مهاله د کان کېندنې د فعالیتونو د کنټرول لپاره زر کسیزه ځانګړې قطعه بدخشان ته ولېږل شوه او د بدخشان یو بومي د کانونو رییس له دندې ګوښه او پر ځای یې عبدالمتین رحیمزي، چې د کندهار له باوري څېرو څخه دی، وټاکل شو.

رحیمزي کان کېندونکو او بدخشاني طالبانو ته خبرداری ورکړ چې هېڅ چارواکی یا ډله له جواز پرته د استخراج په چارو کې د لاسوهنې حق نه لري. په همدې وخت کې ځانګړې قطعې د بدخشاني کان کېندونکو پر سیمو بریدونه وکړل، خېمې یې ټولې کړې، د لسګونو کانونو د استخراج چارې یې ودرولې او یو شمېر کسان یې ونیول.

د طالبانو د حکومت له نظره، دا اقدام د غیرقانوني کان کېندنې پر وړاندې مبارزه او د طبیعي سرچینو ساتنه کېدای شي؛ خو د ځینو سیمه ییزو قوماندانانو او کان کېندونکو له نظره، دغه مقررات د هغه عایداتي سرچینې د له لاسه ورکولو په معنا وو چې کلونه د سیمه ییزو شبکو په واک کې وه.

د اختلافونو او اعتراضونو له زیاتېدو وروسته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد اعلان وکړ چې په بدخشان کې د کان کېندنې چارې په موقتي ډول درول شوې دي. هغه د دې درولو دلیل د کان کېندنې د مقرراتو بیاکتنه او وروستۍ کول و او ویې ویل چې د مقرراتو له بشپړېدو وروسته به فعالیتونه بېرته پیل شي.

دغه پرېکړه ښيي چې د طالبانو حکومت لږ تر لږه په یوه پړاو کې د کانونو د نوې تګلارې په عملي کولو کې له ستونزو سره مخ شوی دی.

هم مهاله سیمه ییزو سرچینو ادعا کړې چې ځینې سیمه ییزې شبکې د کان کېندنې چارې لا هم دوام ورکوي. هغه ویډیوګانې چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي، په نسي کې د ځینو سیمو د سرو زرو د استخراج د دوام صحنې ښيي.

داعش او د بدخشاني طالبانو ځنځیري وژل
د طالبانو ترمنځ د داخلي سیالیو ترڅنګ، داعش خراسان هم په بدخشان کې له مهمو امنیتي ګواښونو څخه پاتې دی.

په تېرو پنځو کلونو کې لږ تر لږه پنځه لوړپوړي بدخشاني طالب چارواکي په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي. د ولایت سرپرست، د امنیه قوماندان، د کانونو رییس، د اطلاعاتو او فرهنګ رییس او یو پوځي قوماندان د وژل شویو کسانو په ډله کې دي. د دغو وژنو مسوولیت ډېری وخت داعش منلی دی.

د طالبانو د بدخشان د کانونو رییس مولوي عبدالفتاح د ۱۴۰۱ کال د ثور په څلورمه د فیض اباد په ښار کې د مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شو. په دې پېښه کې د هغه یو ساتونکی هم ووژل شو او څو نور کسان ټپیان شول.

د طالبانو د بدخشان امنیه قوماندان عبدالحق ابوعمر د ۱۴۰۱ کال د مرغومي په پنځمه د بدخشان په مرکز فیض اباد کې د پولیسو د قوماندانۍ د دروازې مخې ته د موټر بم په چاودنه کې له خپلو دوو ساتونکو سره ووژل شو. داعش د ابوعمر د وژنې مسوولیت ومانه.

څو میاشتې وروسته، د ۱۴۰۲ کال د غبرګولي په ۱۶مه، د طالبانو د بدخشان سرپرست والي نثار احمد احمدي له خپل موټرچلوونکي سره د موټر بم په چاودنه کې ووژل شو. داعش د دغه برید مسوولیت ومانه.

100%

یوازې دوه ورځې وروسته، د پنجشنبې په ورځ د غبرګولي په ۱۸مه، د نثار احمد احمدي د فاتحې مراسم هم د برید هدف وګرځېدل چې لږ تر لږه ۱۱ کسان پکې ووژل شول او ۳۰ نور ټپیان شول. د طالبانو د بغلان پخوانی امنیه قوماندان صفی الله صمیم هم په دې چاودنه کې ووژل شو. داعش د دغه برید مسوولیت ومانه.

دغو بریدونو وښوده چې داعش خراسان لږ تر لږه په ځینو پړاوونو کې د ولایت په مرکز کې د طالبانو مهمو امنیتي اهدافو ته د رسېدو وړتیا لري.

په وروستۍ پېښه کې د طالبانو د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ذبیح الله امیري د فیض اباد ـ بهارک پر لاره ووژل شو او داعش خراسان یې مسوولیت ومانه.

د دې ډلې د فعالیت بڼه تر ډېره پر کوچنیو حجرو، هدفمند عملیاتو او سیمه ییزو شبکو ته د نفوذ پر هڅو بدله شوې ده. د داعش سره د اړیکو په تور د طالبانو د غړو د نیولو راپورونه هم ښيي چې طالبان په خپلو جوړښتونو کې د دې ډلې د نفوذ په اړه اندېښمن دي؛ خو له دې مواردو څخه دا پایله نه شي اخیستل کېدای چې داعش د طالبانو په جوړښت کې پراخ نفوذ لري.

د چین او تاجکستان اندېښنې او وسله وال مخالفان

د بدخشان جغرافیایي موقعیت هم دې ولایت ته ځانګړی اهمیت ورکوي. دغه سیمه له تاجکستان، چین او د منځنۍ اسیا له ارتباطي لارو سره نږدې ده او په وروستیو کلونو کې د چینايي پانګه والو له لوري د کان کېندنې او زیربناوو اړوند فعالیتونه پکې زیات شوي دي.

د ۱۴۰۳ کال د لړم، یعنې د ۲۰۲۴ کال د نومبر، له میاشتې وروسته د افغانستان ـ تاجکستان د پولې په اوږدو او د بدخشان په شاوخوا کې لږ تر لږه اووه پېښې راپور شوې دي چې پکې چینايي وګړي یا کارګران هدف ګرځېدلي یا په پېښو کې ښکېل شوي دي. په دغو پېښو کې لږ تر لږه نهه چینايي وګړي وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي. د دغو پېښو د پام وړ برخه د سرو زرو له کان کېندنې او د چینايي شرکتونو له اړوندو زیربناوو سره تړاو لري.

خو دغه شمېر په دواړو خواوو کې شوې پېښې رانغاړي او دا نه شي ویل کېدای چې ټولې دغه پېښې د افغانستان په بدخشان کې شوې دي. تاجکستان دغه پېښې د افغانستان له خاورې د راولاړو شویو بریدونو سره تړلې بللې دي.

چین د ۱۴۰۴ کال د مرغومي په وروستیو کې د بدخشان سرحدي وضعیت «ډېر خراب او پېچلی» وباله او له خپلو وګړو یې وغوښتل چې د افغانستان او تاجکستان له سرحدي سیمو ووځي.

د چین لپاره اصلي موضوع د خپلو اتباعو او پانګونو امنیت دی. د طالبانو لپاره د دغو پروژو د امنیت ساتل اقتصادي او سیاسي اهمیت لري او د وسله والو ډلو لپاره سرحدي سیمې او بهرنۍ پروژې له تبلیغاتي او عملي پلوه ارزښتمن هدفونه کېدای شي.

د طالبانو د کندهار او بدخشان د شبکو او داعش ترڅنګ، په بدخشان کې نورې وسله والې ډلې هم فعالې دي.

په وروستیو میاشتو کې لږ تر لږه څلورو طالب مخالفو جبهاتو د بدخشان په لسو ولسوالیو کې د طالبانو پر ضد د عملیاتو خبر ورکړی دی.

د افغانستان د ازادۍ جبهې، چې مشري یې د افغانستان د پخواني ملي اردو د لوی درستیز پخوانی رییس یاسین ضیا کوي، د ۱۴۰۵ کال د ثور په وروستیو کې په بدخشان کې خپل پسرلني عملیات پیل کړل.

له هغه وخت راهیسې دې جبهې لږ تر لږه د جرم، بهارک، کشم او زیباک په ولسوالیو کې د طالبانو پر ضد د اتو بریدونو او نښتو خبر ورکړی دی.

د ازادۍ جبهه وايي چې د دغو نښتو ډېره برخه په زیباک ولسوالۍ کې شوې؛ هغه ځای چې دغه جبهه د طالبانو د ځینو پوستو د نیولو، د طالبانو د تلفاتو او د دوو پوځي بې‌پیلوټه الوتکو د رانسکورولو ادعا کوي. افغانستان انټرنشنل نه شي کولای د دغو ادعاوو جزیات په خپلواکه توګه تایید کړي.

طالبانو په غبرګون کې د خپل پوځ لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت زیباک ته ولېږه او ویې ویل چې یو شمېر وسله‌وال کسان چې غوښتل یې د پاکستان له چترال څخه افغانستان ته داخل شي، د امنیتي ځواکونو له غبرګون سره مخ شول او له تلفاتو وروسته شاتګ ته اړ شول.

په وروستیو ورځو کې خپرې شوې ویډیوګانې د زیباک ولسوالۍ د توپخانې جهیل شاوخوا په غرنیو سیمو کې له طالبانو سره د ازادۍ جبهې د وسله‌والو د نښتې صحنې ښيي؛ خو د دغو انځورونو او مطرح شویو ادعاوو خپلواک تایید ممکن نه دی.

د ازادۍ جبهې د سیاسي کمېټې رییس داوود ناجي د بدخشان په اړه د افغانستان انټرنشنل د پوښتنې په ځواب کې وویل چې په دغه ولایت کې د جبهې د ځواکونو شمېر د «پوځي رازونو» برخه ده او د خپرولو وړ نه دی.

ازادۍ جبهې په وروستیو اونیو کې هم ادعا کړې چې له چریکي جګړې څخه د «جبهه‌یي جګړې» پړاو ته داخله شوې ده. دې جبهې ته یوې نږدې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د دوی ځواکونه سپکو او درنو پوځي وسایلو، د هاوان او دهشکې په ګډون، لاسرسی لري.

د «سپاهی میهن» جبهې نوم هغه مهال مطرح شو چې د چنګاښ په ۲۶مه د دې جبهې ځواکونو د څو ساعتونو لپاره یفتل پایین ولسوالۍ د طالبانو له کنټروله وایسته.

دا روښانه نه ده چې د دې جبهې سیاسي مشري څوک کوي خو هغه پوځي عملیات چې د یفتل ولسوالۍ د لنډمهاله سقوط لامل شول، د افغانستان د پخواني ملي اردو د یوه قوماندان قیوم ملنګ له خوا رهبري کېدل.

طالبانو په غبرګون کې د پوځ لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت یفتل پایین ولسوالۍ ته ولېږه او اعلان یې وکړ چې یو شمېر وسله‌والو د طالبانو د ځواکونو له رخصتۍ څخه په استفادې د ولسوالۍ دولتي ادارو ته ننوتلي وو.

د سپاهي میهن جبهې یوه غړي شیوای شرق افغانستان انټرنشنل ته ادعا کړې چې دغه جبهه «۷۰۰ فعال جنګیالي» لري. افغانستان انټرنشنل نه شي کولای دغه ادعا په خپلواکه توګه تایید کړي.

په هغو ویډیوګانو کې چې د یفتل ولسوالۍ د لنډمهاله سقوط پر مهال خپرې شوې، یو شمېر وسله‌وال کسان لیدل کېږي چې د سپاهي میهن بیرغونه یې پر دولتي ادارو رپولي، له طالبانو څخه ترلاسه شویو وسلو سره یې عکسونه اخیستي او په سپینو هایلکس موټرو کې په ولسوالۍ کې ګرځي.

تر اوسه په بدخشان کې دا د سپاهي میهن جبهې یوازینی ثبت شوی پوځي عملیات دی.

د یفتل لنډمهاله نیول د دې لامل شول چې طالبانو په ولسوالیو کې پراخ بدلونونه راولي او د بدخشان په بېلابېلو ولسوالیو کې ولسوالان، امنیه قوماندانان او د استخباراتو مدیران له دندو ګوښه یا تبدیل کړي.

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې هم په تېرو درېیو میاشتو کې په بدخشان کې د طالبانو پر ضد د څلورو بریدونو خبر ورکړی دی. د خپرو شویو خبرپاڼو له مخې، د دې جبهې ځواکونو په یاوان، راغ، کران‌ومنجان او د ارګو ـ کشم په دو لارې کې پر طالبانو بریدونه کړي دي.

د مقاومت جبهې ادعا کړې چې په دغو څلورو بریدونو کې شپږ طالب ځواکونه وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي. طالبانو تر اوسه دغه شمېرې نه دي تایید کړې.

د ملي مقاومت جبهې ویاند عبدالله خنجاني افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې «جبهه په بدخشان کې په شپږو ځایونو کې د کمانډويي ځواکونو او ښاري هستو په دوو کچو کې حضور لري».

خو خنجاني د خپلو ځواکونو د ژوند د خوندیتوب لپاره د هغوی د شمېر او په هغو ولسوالیو کې چې ځواکونه یې حضور لري، د معلوماتو له ورکولو ډډه کړې ده.

قدم‌شاه شهیم، د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د پوځي برخې عمومي قوماندان، اصلاً د بدخشان د کشم ولسوالۍ اوسېدونکی دی. نوموړي د افغانستان د پخوانۍ ملي اردو د لوی درستیز د رییس په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

د افغانستان متحدې جبهې، چې مشري یې د پخواني ملي اردو د ځانګړو ځواکونو پخوانی قوماندان سمیع سادات کوي، د ۱۴۰۵ کال د زمري په ۱۵مه، د پنجشنبې په شپه، په بدخشان کې خپل لومړنی پوځي عملیات ترسره کړل.

دې جبهې په خپره کړې ویډیو کې ویلي چې د ارګو ولسوالۍ د طالبانو پر امنیه قوماندانۍ یې برید کړی دی. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دغه برید کې یو طالب ځواک وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي. طالبانو تر اوسه دغه شمېرې نه دي تایید کړې.

سمیع سادات، د متحدې جبهې عمومي قوماندان، افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې چې د دې جبهې ځواکونه د بدخشان په «بېلابېلو ولسوالیو» کې حضور لري. سادات ویلي چې د ځواکونو شمېر او د هغوی دقیق موقعیتونه «پوځي رازونه» دي او د خپرولو وړ نه دي.

100%

ولسي اعتراضونه

په تېرو پنځو کلونو کې په بدخشان کې د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو، کان‌کېندنې او څړځایونو پر سر د ځايي خلکو او طالبانو ترمنځ ګڼ اعتراضونه او نښتې هم ثبت شوې دي. دغه پېښې د درایم، ارګو، جرم، خاش او شکي په ولسوالیو کې شوې او په څو مواردو کې د ملکي وګړو د وژل کېدو او ټپي کېدو لامل شوې دي.

د ۱۴۰۴ کال په خاش او د ۱۴۰۵ کال په ارګو کې تر ټولو سختې پېښې ثبت شوې دي. په خاش کې سیمه‌ییزو سرچینو په پای کې د اتو کسانو د وژل کېدو او ۲۷ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړ. په ارګو کې هم د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو پر سر نښتې لږ تر لږه دوه کسان ووژل؛ هغه شمېر چې د طالبانو امنیه قوماندانۍ هم تایید کړی دی.

په وروستۍ پېښه کې د یفتل پایین د خلکو د اعتراضونو د ځپلو پر مهال لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي دي.

دغه اعتراضونه تر ډېره خپل‌سري دي او په ټولو کې د طالبانو د چلند پر وړاندې د نارضایتۍ ګډې نښې لیدل کېږي؛ خو دغه پېښې نه شي کېدای چې یوه واحده اعتراضي خوځښت یا په بشپړه توګه له یو بل سره بېلې نښتې وبلل شي.

د اعتراضونو بڼه هم د وخت په تېرېدو بدله شوې ده. لومړنۍ نښتې تر ډېره د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو او د بزګرانو د معیشت پر سر وې خو د ۱۴۰۳ کال د درایم او ارګو په اعتراضونو کې پراخې غوښتنې هم مطرح شوې، چې په بدخشان کې د غیربومي طالب ځواکونو وتل، د کوکنارو د کښت لپاره د اقتصادي بدیل برابرول او د ځايي اوسېدونکو د وژل کېدو څېړنه پکې شامله وه.

په ۱۴۰۵ کال کې د طبیعي سرچینو پر سر شخړه هم دغې بڼې ته ورزیاته شوه. په شکي کې د خلکو او د طالبانو له اړوندو ځواکونو سره د سرو زرو د استخراج پر څرنګوالي اختلاف په وسله‌واله نښته بدل شو چې لږ تر لږه یو کس پکې ووژل شو او ۱۵ نور ټپیان شول.

د دغو ټولو پېښو مجموعه ښيي چې د بدخشان اعتراضونه یوازې د کوکنارو د کښت له بندیز سره غبرګون نه لري. په بېلابېلو مواردو کې معیشتي ګټې، طبیعي سرچینو ته لاسرسی، د طالبانو د ځواکونو د واک د اعمال څرنګوالی او د مرکزي ټاکل شویو چارواکو او سیمه‌ییزو ټولنو ترمنځ واټن له یو بل سره تړلي دي.

خو موجود شواهد د دې لپاره بسنه نه کوي چې دغه پېښې «منظم اعتراضي خوځښت» وبلل شي. هغه څه چې ډېر مستند ښکاري، د ځینو سیمو یو لړ سیمه‌ییز او خپاره اعتراضونه او نښتې دي چې په ځینو مواردو کې د وسلو کارولو او د طالبانو د ځواکونو د غبرګون له امله په تاوتریخوالي اوښتې دي.

د ښځو وضعیت هم د طالبانو تر واک لاندې د بدخشان د انځور مهمه برخه ده. له شپږم ټولګي پورته نجونې له رسمي زده‌کړو محرومې دي او ښځې په زده‌کړو، کار او تګ راتګ کې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي.

ملګرو ملتونو او بشري حقونو سازمانونو دغه سیاستونه د افغانستان پر ښځو د سیستماتیکو محدودیتونو یوه برخه بللې ده.

په بدخشان کې جغرافیایي واټن، په روغتیايي مرکزونو کې د ښځینه کارکوونکو کمښت او فقر کولای شي د دغو محدودیتونو اغېزې لا زیاتې کړي.

د اجباري ودونو، کورني تاوتریخوالي او ځان‌وژنو په اړه هم راپورونه شته؛ خو د دې مواردو د یوه باوري احصایوي بهیر په توګه د تثبیت لپاره هراړخیزو او د پرتله کولو وړ معلوماتو ته اړتیا ده.

بدخشان د افغانستان د اسماعیلیه ټولنې له مهمو مرکزونو څخه هم دی.

د ملګرو ملتونو راپورونه په دغه ولایت کې د اسماعیل یانو پر مذهبي فعالیتونو د محدودیتونو او د یو شمېر جماعت‌خانو د تړل کېدو خبر ورکوي.

تر څنګ یې سیمه‌ییزو سرچینو د وژنو، ګواښونو، مذهبي فشار، د ځمکو د غصب او د مذهب د جبري بدلون په اړه هم خبرې کړې دي.

ځینو سرچینو د هغو کسانو شمېر چې د فشار له امله یې مذهب بدل کړی، سلګونه ښودلی دی. د یوه نړیوال سازمان یوې سرچینې هم د ۱۶۷ کسانو شمېر یاد کړی دی.

د ملګرو ملتونو راپور چې پکې د مذهب د جبري بدلون، د مرګ له ګواښونو او د اسماعیل یانو پر جماعت‌خانو د محدودیتونو موارد راغلي، د دغو فشارونو د اصل د شتون لپاره تر ټولو مهم خپلواک سند بلل کېږي.

بدخشان یوازې د افغانستان یو بل ناامنه ولایت نه شي بلل کېدای. دغه ولایت څو ځانګړنې په یوه وخت کې لري: جغرافیه، سرچینې، سیمه‌ییزې شبکې، ټولنیز او مذهبي واټنونه او د طالبانو مخالفې وسله‌والې ډلې.

له یوې خوا له تاجکستان، پاکستان او چین سره ګډه پوله د دې ولایت امنیتي اهمیت زیاتوي؛ له بلې خوا د سرو زرو او نورو طبیعي سرچینو کانونه ورته اقتصادي ارزښت ورکوي.

طالبانو د جګړې په کلونو کې په بدخشان کې د قوماندانانو او سیمه‌ییزو ځواکونو شبکې جوړې کړې دي چې ټول یې له مرکزي رهبرۍ سره یو ډول نه دي.

همدارنګه په بدخشان کې د تاجک، پاميري او اسماعیلي ټولنو شتون او مذهبي اختلافونه د ولایت سیاسي مدیریت لا پېچلی کوي.

په عین حال کې، د طالبانو د مخالفو څو ډلو او داعش خراسان هممهاله فعالیت د طالبانو لپاره د بشپړ امنیتي کنټرول رامنځته کول له ننګونې سره مخ کوي.

په بدخشان کې واک متمرکز دی، خو یو موټی نه دی. د طالبانو رهبري د مهمو امنیتي او سیاسي ادارو کنټرول په لاس کې لري؛ خو بدخشاني طالبان لا هم د ادارې او اقتصاد په ځینو برخو کې نفوذ لري.

د سرو زرو کانونه د اختلاف له مهمو نقطو څخه دي. د استخراج د رسمي کولو او د عوایدو د راټولولو لپاره د طالبانو هڅو د بدخشاني طالبانو پر ګټو اغېز کړی دی.

داعش خراسان لا هم عملیاتي وړتیا لري. د طالبانو د لوړپوړو چارواکو پر وړاندې د بریدونو شالید ښيي چې دغه ګواښ یوازې سمبولیک نه دی.

په ولایت کې وسله‌وال مخالفان هم حضور لري. شواهد د څو ډلو د فعالیت ښکارندويي کوي. دغو ډلو په وروستیو میاشتو کې له یفتل پایین څخه د څو ساعتونو لپاره د طالبانو د کنټرول د ایستلو څخه نیولې تر زیباک کې مخامخ نښتو پورې طالبان له ننګونو سره مخ کړي؛ خو د دغو ډلو واقعي ظرفیت لا هم روښانه نه دی.

ټولنیز تاوتریخوالی هم ریښتینی دی. په څو ولسوالیو کې د کانونو، کوکنارو د کښت او اداري پرېکړو پر سر اعتراضونه راپور شوي او لسګونه کسان په دغو اعتراضونو کې وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

د ښځو او اسماعیل یانو پر وړاندې محدودیتونه هم مستند شوي دي او د ملګرو ملتونو اسناد د دغو موندنو د یوې مهمې برخې لپاره خپلواک ملاتړ برابروي.

خو د بدخشان په اړه لا هم یو شمېر مهمې پوښتنې بې‌ځوابه پاتې دي: د سرو زرو د کانونو له واقعي عوایدو څخه څومره برخه د طالبانو حکومت ته رسېږي؟ په بدخشان کې د فعالو کانونو د شرکتونو اصلي مالکان څوک دي؟ په دغه ولایت کې د طالبانو د مخالفو ډلو واقعي شمېر څومره دی؟ کومې سیمې د دغو ډلو تر واقعي عملیاتي نفوذ لاندې دي؟ په بدخشان کې د داعش خراسان د شبکې واقعي اندازه څومره ده؟ او په پای کې، د هغو کسانو حقیقي شمېر څومره دی چې د مذهبي فشار له امله یې خپل مذهب بدل کړی دی؟

له تکفیري ادبیاتو تېرېدل؛ د ایمان او کفر له پارادایم څخه د خطا او صواب پارادایم ته

۲۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۲:۵۱ GMT+۱
•
محمد محق
100%

تکفیري ادبیات په یوه ځانګړي فکري چاپېریال کې معنا پیدا کوي او دا چاپېریال په مخ مډرن نړۍ پورې تړاو لري؛ هغه پېر چې د ټولنې ډېری وګړي نالوستي وو او د بېلابېلو فرقو او فکري بهیرونو یو شمېر نظرخاوندانو په متعصب او جزم‌پال فکر سره ځانونه پر حق او نور باطل ګڼل.

خو کله چې ټولنې د منځنیو پېړیو له حالاتو څخه ووتلې، سواد پراخ شو، د یوه غږ واکمني پای ته ورسېده او ګڼ علوم او افکار عام شول، نو هغه فکري چاپېریال هم ورو ورو له منځه ولاړ. له دې سره، متصلب او انحصارپال قضاوتونه مسخره او د فکري نابالغۍ نښه وګڼل شول. دې بدلون ته په اصطلاح «د فکري چوکاټ بدلون» یا پارادایم بدلون (Paradigm Shift) ویل کېږي.

نابالغې ټولنې په وچ‌فکرۍ، فکري سخت‌دریځۍ، تعصب او داسې سخت‌ګیرۍ کې ښکېلې وي چې د بالغو ټولنو له نظره ماشومانه او خامې ښکاري. د افغانستان په ګډون، یو شمېر ختیځې ټولنې لا هم تر ډېره د منځنیو پېړیو په فکري فضا کې ژوند کوي.

له همدې امله، د هغو مسایلو په اړه چې په طبیعي ډول د نظر اختلاف پکې موجود وي، له سختو احساساتي غبرګونونو او په عامه اصطلاح له جذباتي چلند سره مخ کېږي. د همدې ډول ذهنیت په چاپېریال کې داسې ادبیات رامنځته کېږي چې موږ یې «تکفیري ادبیات» بولو.

تکفیري ادبیات دې ته ویل کېږي چې د خپل او بل ترمنځ د نظر اختلاف د حق او باطل، هدایت او ګمراهۍ، ایمان او کفر، دیندارۍ او بې‌دینۍ او دې ته ورته دوه‌ګونو مفاهیمو پر بنسټ تعریف کړو.

دا ډول ادبیات مقابل لوری په رسمیت نه شي پېژندلای او د هغو تعبیرونو په کارولو سره چې جزم‌پال قضاوتونه پکې نغښتي وي، هڅه کوي هغه له ډګره وباسي او له صحنې یې حذف کړي.

کله چې یو انسان ځان مطلق حق او مقابل لوری مطلق باطل وګڼي، نو د هغه په رسمیت پېژندل او ورسره خبرې کول له باطل سره جوړجاړی او توافق ګڼي؛ داسې چلند چې د همدې ذهنیت له مخې د باطل له جبهې سره د یوځای کېدو په معنا تعبیرېږي.

په داسې فضا کې بیا هېڅ ګډ ټکی نه پاتې کېږي، ټول پلونه نړېږي او د خبرو اترو لار تړل کېږي. د حق او باطل په تقابل کې واکمن منطق دا وي چې حق باید پر باطل بریالی شي او هغه د زمانې له پاڼې ورک کړي. تکفیري ذهنیت د حذف ذهنیت دی؛ کله چې د لوبې د دوام توان ونه لري، نو هڅه کوي چې خپله لوبه له منځه یوسي.

تکفیري ادبیات هم له همدې منطق پرته بل څه نه دي؛ داسې ادبیات چې د خبرو اترو دروازې تړي، انسان د مقابل لوري د لیدلوري له پوهېدو بې‌نیازه ګڼي او پر خپل فکري مخالف د برلاسۍ لپاره هره وسیله، ان دروغ، تور او افترا هم روا بولي.

په وروستیو کلونو کې موږ څو ځله لیدلي چې ځینو کسانو او ډلو پر خپلو فکري مخالفانو له هېڅ ډول تور او افتراء ډډه نه ده کړې او له کوم دلیل او سند پرته یې، په ارام وجدان، هغوی ته ډول ډول تورونه منسوب کړي دي، ځکه د دوی په ذهن کې دا تصور شته چې کله مقابل لوری باطل او ګمراه وي، نو بیا هېڅ حرمت او حق نه لري. په دې فکري مبارزه کې دروغ او تور هم د حق خدمت او د باطل د له منځه وړلو هڅه ګڼل کېږي.

خو د قضاوت دا ډول، نوې پدیده نه ده، بلکې د دیني فکر په تاریخ کې لرغونې ریښې لري. په منځنیو پېړیو کې دا تګلاره هم په اسلامي نړۍ، هم په مسیحي اروپا او ښايي په ځینو نورو ټولنو کې هم دود وه.

که چا په الهي، فقهي او ان کله ناکله په علمي مسایلو کې د رسمي او واکمن نظر یا د «سواد اعظم» له نظر سره مخالفت درلود، نو هغه به په زندقه، بدعت، الحاد، ګمراهۍ او دې ته ورته نومونو تورنېده.

په انګلیسي ژبه کې دې مفاهیمو ته تر ټولو نږدې کلمه (Heresy) ده، چې په عربي کې د «هرطقه» (یعنې له دیني عقیدې سره مخالفت) په بڼه معربه شوې ده.

په اروپا کې یهودي دیني عالمانو د ستر فیلسوف باروخ اسپینوزا په اړه همداسې حکم صادر کړ او هغه یې له یهودي ټولنې څخه په شړلو محکوم کړ. تر دې وړاندې کلیسا هم له ګالیله، کوپرنیک، جوردانو برونو او نورو سره ورته چلند کړی و.

د مسلمانانو په تاریخ کې هم دا کیسه څو ځله تکرار شوې ده؛ په لومړیو پېړیو کې د غیلان دمشقي، جعد بن درهم، جهم بن صفوان، ابوبکر رازي او ابن مقفع په څېر مفکرانو، او په وروستیو پېړیو کې د منصور حلاج، عین‌القضات همداني، شهاب‌الدین سهروردي او نورو په څېر عارفانو یوازې له دې امله خپل ژوند له لاسه ورکړ چې نظرونه یې د واکمن فکري بهیر له نظرونو سره توپیر درلود.

په هغه پېر کې نږدې هرې فرقې او فکري ډلې د خپلو سیالانو پر وړاندې له همدې بریدګرې او حذف‌پالې ژبې څخه کار اخیست او مقابل لوری یې بدعتي یا زندیق باله. د «روافض»، «نواصب» او «خوارج» په څېر اصطلاحات او لسګونه ورته تعبیرونه ټول د حذف او تکفیر د همدې فکري چوکاټ زېږنده دي.

په اوسني پېر کې دغه پخوانۍ فرقه‌پالنه په نوې بڼه بیا راژوندۍ شوې او بېلابېلې ډلې یې د یو بل پر وړاندې درولې دي. د شیعه او سني، سلفي او حنفي، اخواني او تحریري، مودودي او دیوبندي او ګڼو نورو ډلو ترمنځ سخت تقابلونه په هماغه ذهنیت او فکري چوکاټ کې ریښې لري.

په داسې چاپېریال کې هره ډله ځان د حقیقت استازې او مقابل لوری د باطل استازی ګڼي؛ په پایله کې د تفاهم او خبرو اترو لار عملاً تړل کېږي. څه چې پاتې کېږي، هغه بې‌پایلې شخړې، بې‌پروا تورونه او سخت او سپکوونکي قضاوتونه دي چې د خبرو اترو له متمدنې مانا سره هېڅ تړاو نه لري.

د دې بهیر یوه خطرناکه پایله د افراطي او نه‌زغمونکو بهیرونو رامنځته کېدل دي چې په پای کې تاوتریخوالي او ځانمرګو بریدونو ته مخه کوي. په دې بهیر کې لومړی مقابل لوری، په دې تصور چې د باطل په جبهه کې ولاړ دی، له انساني حیثیته غورځول کېږي؛ وروسته د تاوتریخوالي د عامل په ذهن کې د حذف او له منځه وړلو وړ ګڼل کېږي او بیا دغه ذهنیت د عمل په ډګر کې په تاوتریخجن او خونړي چلند بدلېږي.

د ځانمرګو بریدونو او د ترهګرۍ د نورو بڼو پدیده، چې په وروستیو لسیزو کې یې په بېلابېلو اسلامي هېوادونو کې له حکومتي مامورانو نیولې تر مخالفو مفکرانو پورې خلک په نښه کړي، د حذف په همدې فکري چوکاټ کې ریښې لري.

دا وضعیت په حقیقت کې د تمدني پرمختګ پر وړاندې یو ساعتي بم دی چې هر کله مناسب شرایط ورته برابر شي، په چاودنې، تاوتریخوالي او وژنو پای ته رسېدلی شي. د وینو یوه مهمه برخه چې په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان، عراق، سوریه، یمن، لیبیا، سوډان او نورو هېوادونو کې تویې شوې، د فکر همدې حذف‌پال چوکاټ ته ورګرځي؛ که څه هم د نورو عواملو ونډه هم له پامه نه شي غورځېدای.

که غواړو زموږ ټولنې د تاوتریخوالي او کرکې له شومې کړۍ څخه ووځي او د بل منلو، زغم او مدارا فضا پرې واکمنه شي، نو یو تر ټولو بنسټیز ګام د همدې فکري چوکاټ بدلول دي. موږ بله لار نه لرو، پرته له دې چې تکفیري ادبیاتو ته، په هره بڼه چې وي، د تل لپاره د پای ټکی کېږدو او ځانونه د منځنیو پېړیو د پاتې شوي فرقه‌پال روح له اغېزو څخه ازاد کړو.

په دې برخه کې د فکري چوکاټ یا پارادایم بدلون په دې مانا دی چې له خپلو فکري مخالفانو سره د مخامخ کېدو پر مهال، د ایمان او کفر، بدعت او سنت، هدایت او ګمراهۍ یا حق او باطل په څېر د دوه‌ګونو مفاهیمو پر ځای، د خطا او صواب، سم او ناسم او صحیح او غلط په څېر اصطلاحات وکاروو.

د ایمان او کفر له فکري چوکاټ څخه د خطا او صواب چوکاټ ته تګ د خبرو اترو د دوام زمینه برابروي او د ټولنې بېلابېلو ډلو ته دا فرصت ورکوي چې یو بل ښه درک کړي او خپلمنځي واټنونه راکم کړي. د تکفیر د دروازې تړل له فتنو، وژنو او پراخ تاوتریخوالي څخه د خلاصون پر لور یو بنسټیز ګام دی.

د دې موضوع اهمیت یوازې پر دیني خپلمنځي اړیکو نه محدودېږي؛ یعنې نه یوازې دا چې هېڅ مذهب یا ډله باید د بل مذهب یا ډلې پر وړاندې د تکفیر له حربې کار وانخلي، بلکې دا اصل له دین څخه بهر اړیکو کې هم همدومره اهمیت لري.

د بېلګې په توګه، که څوک د مطالعې، فکر یا ځانګړو تجربو په پایله کې داسې باور ته ورسېږي چې له دین‌پالنې سره تړاو نه لري او د غیر دیني خدای‌باورۍ (Deism)، لاادریت یا شک‌پالنې (Agnosticism)، یا ان خدای‌ناباورۍ (Atheism) په ډګر کې راشي، زما په اند غوره ده چې د «کفر» پر ځای د «خطا» تعبیر وکاروو او داسې کس ته له «کافر» ویلو ډډه وکړو.

کفر په خپلې تر ټولو دقیقې معنا کې له حقیقت سره هغه مخالفت دی چې حقیقت انسان ته تر څرګندېدو وروسته ترسره کېږي. خو هغه څوک چې حقیقت لا ورته څرګند شوی نه وي او ذهن یې له جدي ابهامونو سره مخ وي، معذور ګڼل کېږي. دا ډول کس د څرګند حقیقت د انکار په حالت کې نه دی؛ له همدې امله د دې وړ نه دی چې کافر وبلل شي.

د دې ادعا د توضیح لپاره د اسلام عرفاني دود یو ژور تفسیر وړاندې کړی چې لږه پاملرنه ورته شوې ده. له عرفاني لیدلوري دا موضوع داسې تشریح کېدای شي چې د الله تعالی نومونه او صفتونه بې‌شمېره دي او پر هر انسان یوازې په یوه یا څو نومونو او صفتونو تجلي کوي، نه په ټولو.

د عرفان د خاوندانو ترمنځ مشهوره ده چې الله تعالی پر ځینو بندګانو د جباریت په صفت تجلي کوي او هغوی له خشیت او وېرې ډکوي، خو پر یوې بلې ډلې د رحمانیت په صفت تجلي کوي او هغوی د شور، لېوالتیا او مینې حالت ته رسوي. پر همدې بنسټ، د الله تعالی دوه نور نومونه چې په قران کریم کې هم راغلي، «ظاهر» او «باطن» دي.

د عارفانو له نظره «ظاهر» په دې معنا دی چې الله تعالی تر هر حقیقت ډېر څرګند دی او هېڅ شی د هغه په کچه ظهور او څرګندوالی نه لري. پر هغو کسانو چې الله تعالی په دې نوم تجلي کوي، هغوی د نړۍ په هره پدیده کې د هغه روښانه نښه ویني. یو عرب شاعر ویلي دي:

وفي كل شيءٍ له آيةٌ

تدلُّ على أنه واحدُ

یعنې: د نړۍ په هره پدیده کې داسې نښه شته چې د هغه پر یووالي دلالت کوي.

له ځینو عارفانو څخه دا وینا هم روایت شوې ده: «ما هېڅ شی ونه لید، مګر دا چې تر هغه وړاندې مې الله ولید». دا وینا حضرت علي ته هم منسوبه شوې ده.

په معاصره فلسفه کې مارتین هایډګر دې ته له نږدې حالت څخه د «هستۍ د څرګندېدنې» په تعبیر یادونه کړې ده. که څه هم دا مفهوم کټ مټ له دغه عرفاني لیدلوري سره یو شان نه دی، خو تر یوه بریده ورسره همغږی دی.

په مقابل کې یو شمېر مسلمانو عارفانو ویلي چې د ظهور شدت د رڼا د شدت په څېر دی؛ داسې رڼا چې که له یوې ټاکلې کچې واوړي، سترګې یې بیا د لیدلو توان نه لري. په داسې حالت کې ظهور په بطون بدلېږي؛ یعنې هغه څه چې تر هر څه ډېر څرګند و، په یوه پټ او نه‌موندل کېدونکي حقیقت بدلېږي، یا لږ تر لږه لیدونکي ته داسې ښکاري.

له دې لیدلوري، د ظهور او بطون ترمنځ روښانه پوله نشته؛ دواړه د یوه حقیقت دوه مخونه دي، لکه وجود او عدم، رڼا او تیاره، یا مرګ او ژوند چې د یو بل په تړاو همداسې دي.

کله چې الله تعالی پر یوه انسان د «باطن» په نوم تجلي وکړي، هغه د الله تعالی او د هغه د نښو له لیدلو بې‌وسه کېږي او په نړۍ کې چې هر څومره وګرځي، د هغه کومه نښه نه مومي. په حقیقت کې انسان دا نه ټاکي چې الله تعالی په کوم نوم پر ده تجلي وکړي، بلکې دا چاره د الوهیت د نړۍ د هغو قوانینو تابع ده چې زموږ له لید څخه پټ دي. د «باطن» نوم له تجلي سره مخ کېدل او د الله تعالی د نښو په موندلو کې پاتې راتلل، په معاصر الهیات کې د «خدای غیبت» بلل کېږي او اړوند بحثونه یې د «غیبت الهیات» تر سرلیک لاندې څېړل کېږي.

د مسلمانو عارفانو د لیدلوري پر بنسټ، هغه څوک چې له داسې تجلي سره مخ شوی وي، معذور دی. که خدای ورک کړي او په پایله کې خدای‌ناباورۍ یا لاادریت ته ورسېږي، جرم یا ګناه یې نه ده کړې، ځکه هغه له حقیقت سره د مخالفت اراده نه لري.

یوه له هغو جنجالي موضوعاتو څخه چې افراطیانو ته یې د تکفیر پلمه په لاس ورکړې، د وحي او د هغې د څرنګوالي په اړه بحثونه دي. د الهیاتي بحثونو او د مابعدالطبیعې په اړه د بېلابېلو لیدلورو له پامه غورځول په دې برخه کې د ډېرو ناسمو برداشتونو لامل شوي دي.

د یو شمېر مسلمانو مفکرانو هغه لیدلوري چې په دې برخه کې د ظاهرپالو له اعتراض سره مخ شوي، د هغه څه په رڼا کې درک کېدای شي چې «د وصال الهیات» یې بللی شو؛ یعنې داسې لیدلوری چې له مخې یې انسان له الله تعالی څخه جلا نه دی او د الله تعالی او نړۍ ترمنځ واټن نشته، بلکې هغه په هر ځای کې حضور لري.

د دې ډول الهیاتو پر بنسټ، هغه څه چې د پیغمبرانو، اولیاوو او قدیسانو پر ژبه جاري کېږي، په عین حال کې چې د هغوی خبرې دي، د الله تعالی خبرې هم دي. دا هماغه حقیقت دی چې د قران کریم په یوه ایت کې داسې بیان شوی:

«وَمَا رَمَيْتَ إِذْ رَمَيْتَ وَلَٰكِنَّ اللَّهَ رَمَى»

یعنې: «تا غشی ونه ویشت، هغه مهال چې تا غشی وویشت؛ بلکې الله وویشت».

دا حالت په ظاهره متناقض ښکاري؛ ځکه وایي: تا ویشتل ونه کړل، هغه مهال چې تا ویشتل وکړل، بلکې الله وویشتل. په همدې قیاس ویل کېدای شي: تا خبرې ونه کړې، هغه مهال چې تا خبرې وکړې؛ بلکې الله خبرې وکړې.

د یو شمېر مسلمانو عارفانو، په ځانګړې توګه د ابن عربي، له نظره د دې ظاهراً متناقض جوړښت له درک کولو پرته، د متعالي حقیقت پوهېدل امکان نه لري.

که څوک د اشراق فلسفې له بنسټونو او د اسلامي عرفان له دود سره اشنا نه وي او ټوله تکیه یې یوازې د نصوصو او ایتونو پر ظاهري مانا وي، نه به د دې نظریې په پوهېدو وتوانېږي او نه به د هغې په اړه سم قضاوت وکړای شي.

که وکولای شو د فکر په ډګر کې د ایمان او کفر فکري چوکاټ د خطا او صواب پر چوکاټ بدل کړو، نه یوازې به د خبرو اترو لار پرانیستل شي، بلکې زموږ په ټولنو کې به د تاوتریخوالي یوه تر ټولو مهمه سرچینه هم وچه شي.

تمدن په تکفیر نه جوړېږي؛ تمدن د خبرو اترو، نقد او د انسان د تېروتنې د امکان په منلو جوړېږي. تکفیر د افرادو او ټولنو د کم‌عقلۍ او فکري نابالغۍ له پړاو سره تړاو لري او هېڅ تمدن د تلپاتې نابالغۍ په حالت کې ژوندی نه شي پاتې کېدای.

موږ اړ یو چې یوه ورځ فکري او اندیز بلوغ ته ورسېږو. د دې موخې لپاره باید د حذف‌پال چلند پر ځای د منلو، زغم او مدارا پر بنسټ تګلاره غوره کړو. له همدې امله باید ځانونه د تل لپاره د تکفیر له لعنت څخه وژغورو.

پایدار که له زوال سره مخ؛ ایا د طالبانو واکمني به پنځه کاله نوره هم وغځیږي؟

۲۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱۱ اګست ۲۰۲۶، ۰۹:۴۶ GMT+۱
•
خالد خسرو
100%

د طالبانو د بیا واکمنېدو پنځه کاله کیږي، خو د دې ډلې وسله‌وال مخالفان لا هم د ځواک انډول په بدلولو نه دي بریالي شوي. طالبان د افغانستان په ټوله خاوره کې دولتي بنسټونه او د هېواد مهمې اقتصادي سرچینې تر خپل کنټرول لاندې لري.

مخالفان یې نه کومه سیمه تر خپل کنټرول لاندې لري او نه هم له داسې اغېزناک بهرني ملاتړ څخه برخمن دي، لکه طالبان چې د جګړې په کلونوکې د پاکستان له اړخه درلود، او غلچکي بریدونه وغځولی شي.

خو د طالبانو د واکمنۍ دوام یوازې د دې ډلې په پوځي ځواک پورې تړلی نه دی. د مشروعیت کړکېچ، بېوزلي، کورني اختلافات او ټولنیزه ناخوښي هغه عوامل دي چې په اوږدمهال کې د دې ډلې ثبات کمزوری کولی شي.

موږ د طالبانو د واکمنۍ د راتلونکي په اړه د ازادۍ جبهې له مشر یاسین ضیا، او له څو افغان څېړونکو او پخوانیو چارواکو سره خبرې کړې دي. د څېړونکو نظر دا دی چې طالبان له جدي ستونزو سره مخ دي، خو دا ستونزې لا هم په دې معنا نه دي چې د دې ډلې سقوط نږدې دی.

یاسین ضیا افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو راتلونکی باید یوازې د جګړې د جبهو له وضعیت څخه ونه سنجول شي. د هغه په اند، د دې ډلې تر ټولو مهمه کمزوري سیاسي ده: «زموږ د هیله‌مندۍ تر ټولو مهم عامل د طالبانو سیاسي ماتې ده، چې له نېکه مرغه موږ دې موخې ته رسېدلي یو».

د هغه په وینا، طالبان سره له دې چې واک او پراخ امکانات په لاس کې لري، نه دي توانېدلي چې ملي مشروعیت، د خلکو رضایت او یا هم نړیوال رسمیت ترلاسه کړي. خو د مخالفانو ستونزه هم همدلته ده. د طالبانو سیاسي ماتې تر اوسه د دې ډلې د واکمنۍ په دننه کې په داسې سیاسي کړکېچ بدله شوې نه ده چې د واک د جوړښت د کمزوري کېدو لامل شي.

عباس فراسو او نعمت بیژن، چې په استرالیا کې دوه افغان څېړونکي دي، د دې کمزورۍ د پایلو په ارزونه کې ډېر محتاط دي. د دوی له نظره، یوازې د مشروعیت نشتوالی پخپله د یوه رژیم د نږدې سقوط نښه نه ده. طالبان لا هم د واک د اعمالولو مهم وسایل په خپل لاس کې لري او مخالفان هم نه دي توانېدلي چې وسله‌وال مقاومت تر هغې کچې ورسوي چې د دې ډلې ځمکنۍ ولکه جدي وننګوي.

خو دواړه څېړونکي خبرداری ورکوي چې که اقتصادي، سیاسي او ټولنیز کړکېچونه دوام وکړي، طالبان نه شي کولای خپل ثبات حتمي وبولي.

د مخالفو ډلو چریکي بریدونه اوس مهال تر ډېره سمبولیک او سیاسي اړخ لري. د دغو بریدونو پیغام دا دی چې طالبان ماتېدونکي نه دي او نه هم له ماتې خوندي دي. خو دا بریدونه هغه وخت طالبانو ته په جدي ګواښ بدلېدای شي چې د طالبانو مخالفې ډلې د طالبانو ځمکنۍ ولکه محدده کړای شي، له غرنیو سیمو راووځي او په کلیو کې خپل مرکزونه جوړ کړي.

له دې سره یو ځای، هغوی یوې باوري شاتنۍ جبهې ته اړتیا لري چې مالي امکانات، وسلې، د ټپیانو او جنګیالیو د درملنې زمینه او د خپلو مشرانو لپاره خوندي پناه ځایونه برابر کړي.

نامشروع، خو واکمن

یاسین ضیا وايي، طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د سیاسي بدلون نږدې ټولې لارې تړلې دي.

ټاکنې نشته، اساسي قانون له پامه غورځول شوی او ښځې د عامه ژوند له یوې سترې برخې څخه ایستل شوې دي. هغه وویل: «کله چې یوه واکمني د اصلاح ټولې لارې وتړي، په حقیقت کې د خپل ځان پر وړاندې د ټولنیز مخالفت د پراختیا زمینه برابروي».

په افغانستان کې په ځینو سیمو کې په وروستیو کلونو کې ناخوښي لا څرګنده شوې ده. په بدخشان کې اعتراضونو د سیمې د اوسېدونکو او طالبانو ترمنځ د سرچینو او د دغو سیمو د ادارې پر څرنګوالي د شته کړکېچ یوه برخه څرګنده کړې ده.

د افغانستان په جنوب کې هم طالبان په ځینو مواردو کې اړ شوي چې د بزګرانو د اقتصادي فشارونو پر وړاندې نرمښت وښيي. طالبانو په جنوب کې په ځینو سیمو کې په غیررسمي توګه د کوکنارو کرکېلې ته اجازه ورکړې ده. دا ډول امتیازونه چندانې د حیرانتیا وړ نه دي. جنوب د طالبانو دودیزه اډه ده او د بېوزلو بزګرانو ترمنځ د ناخوښۍ پراخېدل د دې ډلې لپاره دروند لګښت لرلی شي.

عباس فراسو د طالبانو د دوام یو له مهمو عواملو څخه د یوې پیاوړې او منظمې مخالفې جبهې نشتوالی بولي. هغه وايي، د طالبانو مخالفان خواره واره دي، ګډه قومانده او ګډه سیاسي طرحه نه لري او له اغېزناک بهرني ملاتړ څخه هم برخمن نه دي. فراسو وویل: «د اوسنیو شرایطو په پام کې نیولو سره، په راتلونکو دوو تر پنځو کلونو کې تر ټولو محتمله سناریو د طالبانو د امارت ټینګېدل دي».

دا اټکل په دې معنا نه دی چې د طالبانو ستونزې حل شوې دي. د هغه په اند، دا ډله تر ډېره ځکه پر ځای پاتې شوې چې مخالفان یې لا هم نه دي توانېدلي د طالبانو له کمزوریو ګټه واخلي.

100%

زیباک څه شی بدل کړی دی؟

د بدخشان په زیباک کې وروستۍ نښتې د ازادۍ جبهې لپاره ځانګړی اهمیت لري. یاسین ضیا وايي، دا جګړې د دې جبهې د ډېرو نورو عملیاتو په پرتله له کوچنیو چریکي بریدونو څخه اوښتې او له طالبانو سره په لا مستقیمه جګړه بدلې شوې دي.

هغه وویل: «دا بدلون په یوازې ځان د ځواک د انډول د بدلېدو معنا نه لري، خو ښيي چې د طالبانو پر وړاندې ولسي مبارزه له محدودو چریکي عملیاتو څخه د جګړې د لا پېچلو ډګرونو پر لور بدله شوې ده».

ضیا په ورته وخت کې مني چې په تېرو پنځو کلونو کې د ازادۍ جبهې ډېری عملیات واړه او محدود وو. هغه وویل: «موږ باید واقعیت په تبلیغاتو بدل نه کړو. یوه مسووله مبارزه باید د نننۍ وړتیا او خپلې وروستۍ موخې ترمنځ توپیر وکړي».

هغه همداراز وویل: «موږ پوهېږو چې د کوچنیو بریدونو نامحدود تکرار په یوازې ځان هېڅ حکومت نه شي نسکورولی».

د ازادۍ جبهې د تېرو کلونو بریدونو درې موخې لرلې: په جګړه‌ییز ډګر کې د حضور ساتل، د طالبانو د نه ماتېدونکي انځور له منځه وړل او په افغانستان کې د منظمو شبکو جوړول.

ضیا وايي، راتلونکی پړاو لا ډېرو امکاناتو ته اړتیا لري. د سیاسي سازمان پراخول، له ټولنې سره اړیکې، د قوماندې یووالی، په ډېرو سیمو کې حضور او د یوه باوري سیاسي بدیل وړاندې کول هغه اړتیاوې دي چې نوموړی پرې ټینګار کوي.

د افغانستان پخوانی د کورنیو چارو وزیر علي احمد جلالي هم په بدخشان کې وروستي تحولات د طالبانو د سیاستونو پر وړاندې د خلکو د غبرګون د زیاتېدو نښه بولي. هغه له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل چې هر «استبدادي نظام» بالاخره د خلکو له غبرګون سره مخ کېږي، خو د مخالفانو اوسني خواره واره بریدونه لا هم طالبانو ته جدي ګواښ نه دي.

جلالي وویل، په لرې پرتو سیمو کې محدود عملیات د ځواک د انډول د بدلولو لپاره بسنه نه کوي. د هغه په اند، د مخالفانو بریا سیاسي یووالي، واحدې ستراتیژۍ او ملي رهبرۍ ته اړتیا لري. هغه خبرداری ورکړ چې که اعتراضونه او نښتې خواره واره پاتې شي، طالبان کولای شي د خپلو پوځي او امنیتي امکاناتو په کارولو سره یې مهار کړي.

فقر کله خطرناک کېږي؟

اقتصاد د طالبانو د واکمنۍ له نورو اغیزمنوونکو برخو څخه دی. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په افغانستان کې له ۲۰ میلیونو ډېر کسان بشري مرستو ته اړتیا لري. طالبان د لوږې، بې‌کارۍ او د ژوند د اقتصادي ستونزو د کړکېچ د مخنیوي لپاره کافي سرچینې نه لري او د افغانستان د پخوانیو حکومتونو په څېر د بهرنیو مرستو دوام ته اړ دي.

د طالبانو یو شمېر مخالفانو، چې امرالله صالح هم پکې شامل دی، په تېرو کلونو کې هیله لرله چې د بهرنیو مرستو کمېدل یا بندېدل به پر دې ډلې فشار زیات کړي. خو د تېرو پنځو کلونو تجربې ښودلې چې پراخه بېوزلي لازماً د سیاسي پاڅون لامل نه کېږي.

یاسین ضیا د بېوزلۍ له امله رامنځته شوې ناخوښي، سیاسي سرکوب او پر ښځو محدودیتونه د مقاومت د ټولنیز بنسټ یوه برخه بولي.

خو نعمت بیژن د خلکو د عمومي ناخوښۍ او د حکومت پر وړاندې د سملاسي ګواښ ترمنځ توپیر کوي. هغه وویل: «بېوزلي یا نړیواله انزوا په یوازې ځان ښايي د حکومت د سملاسي سقوط لامل نه شي.» د بیژن په اند، ستونزه هغه وخت طالبانو ته لا جدي کېږي چې اقتصادي فشار د واکمنۍ د جوړښت دننه هم اغېز وکړي.

د عوایدو کمېدل، پر سرچینو سیالي، د قوماندانانو ناخوښي او د طالبانو د ادارې د توان کمېدل چې خپلو وفادارو شبکو ته خپلې ګټې او امتیازات برابر کړي، هغه عوامل دي چې د طالبانو داخلي ثبات زیان‌منولی شي.

بیژن وویل، که «خلک احساس وکړي چې د خپل ژوند د ښه کېدو، زده‌کړو، کار او د خپلو اولادونو د راتلونکي لپاره هېڅ هیله نه شته»، نو ناخوښي کولای شي خطرناکه بڼه خپله کړي.

عباس فراسو هم وايي چې طالبان په ځینو برخو، لکه د مالیاتو او کورنیو عوایدو په راټولولو کې، تر پخوا ښه عمل کړی دی. خو هغه دا مساله د دې نښه نه بولي چې طالبان په یوه عادي حکومت بدل شوي دي.

د هغه په وینا، د طالبانو اقتصادي جوړښت تر ډېره پر ګمرکونو، مالیاتو او د کانونو پر استخراج ولاړ دی او اصلي موخه یې د سیاسي او امنیتي دستګاه ساتل دي، نه د یوه هوسا او ټولنیز ملاتړ کوونکي دولت جوړول. هغه د طالبانو اقتصاد «لوټمار اقتصاد» بولي او وايي: «د طالبانو ډلې د دغو سرچینو د ترلاسه کولو پر سر په سخته سیالي کې دي».

100%

درز، نه انشعاب

د کندهار د رهبرۍ، په کابل کې د مېشتو چارواکو، د حقاني شبکې او د طالبانو د ځینو سیمه‌ییزو قوماندانانو ترمنځ اختلافات څو ځله راپور شوي دي. خو دا اختلافات تر اوسه داسې انشعاب ته نه دي رسېدلي چې د واکمنۍ یووالی له ګواښ سره مخ کړي.

عباس فراسو وايي، د طالبانو د رهبرۍ واکمني، د کورنیو مخالفانو ځپل، له سقوط څخه ګډه وېره، د ګډو دښمنانو شتون او پر واک د انحصار ایډیالوژیک باور هغه عوامل دي چې تر اوسه یې د دغو درزونو د پراخېدو مخه نیولې ده.

نعمت بیژن هم داخلي اختلافات جدي بولي، خو وايي چې خطر هغه وخت زیاتېږي چې څو کړکېچونه په یو وخت کې رامنځته شي. د هغه په اند، د رهبرۍ د ځای ناستۍ کړکېچ، د داخلي اختلافاتو زیاتېدل، د قوماندانانو بېلېدل او د عوایدو ناڅاپي کمېدل هغه عوامل دي چې کولای شي د طالبانو یووالی له ننګونې سره مخ کړي.

بیژن وویل: «که په افغانستان او سیمه کې اوسني شرایط دوام وکړي، تر ټولو محتمله سناریو د اوسني وضعیت دوام، له تدریجي کمزوري کېدو سره یو ځای، دی».

دا کمزوري کېدل ښايي کلونه دوام وکړي، پرته له دې چې سملاسي د واکمنۍ په سقوط بدل شي.

له بهرني ملاتړه بې‌برخې مقاومت

د طالبانو د مخالفانو له جدي ستونزو څخه یوه دا ده چې اغیرناک بهرنی ملاتړ نه لري. طالبان له پخواني حکومت سره د جګړې پر مهال د پاکستان له پراخ ملاتړ څخه برخمن وو. مجاهدینو هم له شوروي اتحاد او د ببرک کارمل او نجیب‌الله له حکومتونو سره د جګړو پر مهال د پاکستان، امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو ملاتړ له ځان سره درلود.

اوسنۍ وسله والې ډلې داسې ملاتړ نه لري. ان ځینې سیمه‌ییز هېوادونه چې له طالبانو سره اختلاف لري، په افغانستان کې د یوې نوې جګړې ملاتړ ته لېوالتیا نه ښيي. ایران هم پر یو شمېر طالب مخالفانو فشار راوستی چې له دې ډلې سره له وسله‌والې مقابلې ډډه وکړي.

یاسین ضیا وايي، مقاومت نه شي کولای خپل راتلونکی د بهرنیو هېوادونو له پرېکړو سره وتړي. هغه وویل: «هغه حکومت چې د بهر له خوا جوړ شي، لکه څنګه چې په چټکۍ رامنځته کېږي، د همغو ملاتړو د سیاستونو په بدلېدو سره هم په چټکۍ له منځه تللی شي. د پخواني جمهوریت او د دوحې د تړون تجربه زموږ ټولو لپاره په دې برخه کې ډېر جدي درسونه لري».

ضیا وايي، د مبارزې اصلي بنسټ باید په افغانستان کې دننه جوړ شي او پر پخوانیو امنیتي ځواکونو، ځوانانو، ښځو، مدني ټولنې، سیاسي مخکښانو او کورنیو شبکو تکیه وکړي.

له افغانستان سره د سترو قدرتونو د علاقې کمېدل هم د طالبانو په ګټه تمام شوي دي. فراسو وايي، په اوکراین کې جګړې، د منځني ختیځ کړکېچونو او د امریکا او چین سیالۍ سبب شوې چې افغانستان د سترو قدرتونو په بهرنۍ تګلاره کې نور د تېرو شلو کلونو په څېر ځای ونه لري.

د داعش خراسان ګواښ هم د طالبانو دریځ پیاوړی کړی دی. د داعش د پراخېدو اندېښنې ایران، روسیه او د منځنۍ اسیا ځینې هېوادونه دې ته هڅولي چې له طالبانو سره امنیتي همکاري زیاته کړي.

د طالبانو د کمزوریو په اړه د مخالفانو او شنونکو ترمنځ چندان اختلاف نشته. د مشروعیت کړکېچ، ټولنیزه ناخوښي، اقتصادي فشار او داخلي اختلافات واقعي ستونزې دي. خو تېرو پنځو کلونو ښودلې چې یوازې د دغو کمزوریو شتون د حکومت د بدلون لپاره بسنه نه کوي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت پخوانی مرستیال تمیم عاصي وايي چې دغه کړکېچونه او د طالبانو د رژیم ځانګړنې کولای شي «د طالبانو په څېر د یوه رژیم وړتیا راکمه کړي چې له سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو ټکانونو سره مقابله وکړي او د کورنیو پاڅونونو او بهرنیو لاسوهنو لپاره لاره هواره کړي».

د کابل تر نیولو پنځه کاله وروسته د طالبانو تر ټولو سترې ننګونې

۲۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱۱ اګست ۲۰۲۶، ۰۴:۲۳ GMT+۱
•
سمیع یوسفزی
100%

په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بېرته ستنېدو پنځه کاله تېرېږي. په یاده موده کې طالبان توانېدلي، چې د دولت پر ډېرو برخو خپل سیاسي او امنیتي کنټرول وساتي؛ خو د یادې ډلې د واک د ثبات په اړه لاهم ګڼې پوښتنې او ننګونې پرځای دي.

د طالبانو اوسنی وضعیت له یو مهم سیاسي تضاد سره مخ دی. ځینې شنونکي وايي، د یادې ډلې د حکومت پر وړاندې د یوه جدي او منظم بدیل نشتوالي د طالبانو د واک د دوام زمینه برابره کړې ده؛ خو له بلې خوا د مشروعیت ستونزې، اقتصادي وضعیت، معیاري حکومتولۍ او له نړۍوالې ټولنې سره تعامل هغه مسایل دي، چې د طالبانو د واک اوږدمهاله ثبات تر پوښتنې لاندې راولي.

د طالبانو اصلي ستونزه د واک ساتل نه؛ بلکې د دولت جوړول دي

طالبان تر یوه بریده توانېدلي. چې خپل حکومت ټینګ کړي خو د یوه دولت اداره کول د یوه وسله‌وال تحریک د مدیریت له منطق سره توپیر لري. د یوه عصري دولت لپاره یوازې امنیتي کنټرول بسنه نه‌کوي؛ بلکې مسلکي اداره، تخصص، اقتصادي مدیریت، قانوني بنسټونه، حساب‌ ورکوونه او د ټولنې د بېلابېلو قشرونو ګډون هم اړین دی.

د طالبانو په حکومت کې یوه اساسي ستونزه دا ده، چې د مسلکي او تجربه‌لرونکو غیرطالب کسانو د پراخې کارونې اړتیا د یادې ډلې له امنیتي او سیاسي بې‌باورۍ سره مخامخ ده. په پایله کې حکومت له یوې خوا تخصص ته اړتیا لري؛ خو له بلې خوا د واک تمرکز او د کورني باور مسله د متخصصو کسانو د پراخې ګمارنې مخه نیسي.

که دغه تضاد حل نه‌شي، نو د وخت په تېرېدو به د طالبانو د حکومت اداري ظرفیت له جدي فشار سره مخ شي.

نړۍوال مشروعیت؛ د طالبانو تر ټولو ستره بهرنۍ ننګونه

طالبان له داسې وضعیت سره مخ دي، چې په کور دننه یې د واک کنټرول ترلاسه کړی؛ خو په ملي او نړۍواله کچه د دوی د حکومت د مشروعیت مسله لاهم نه‌ده حل شوې. د نړۍوالې رسمیت پېژندنې نشتوالی یوازې یوه ډیپلوماټیکه ستونزه نه‌ده؛ بلکې په مستقیم ډول له اقتصاد، پانګونې، بانکي اړیکو، نړۍوالې سوداګرۍ او په نړۍوال نظام کې د افغانستان له ادغام سره تړاو لري.

له همدې امله د طالبانو لپاره اساسي پوښتنه دا ده، چې ایا دوی کولای شي له افغان ولس او نړۍ سره داسې عملي تفاهم ته ورسېږي چې د خپل نظام اساسي جوړښت وساتي؛ خو په ورته وخت کې د نړۍوال تعامل لپاره د منلو وړ شرایط هم رامنځته کړي؟

اقتصاد؛ هغه ستونزه چې د امنیت له لارې نه حل کېږي

طالبان تر ډېره توانېدلي، چې د امنیتي کنټرول مسله مدیریت کړي؛ خو اقتصادي ستونزې د امنیتي وسایلو له لارې نه‌شي حل کېدای. بې‌کاري، بې‌وزلي، د پانګونې کمښت، د خصوصي سکټور محدود ظرفیت او له نړۍوال مالي نظام سره محدود تعامل هغه لاملونه دي چې د خلکو پر ورځني ژوند مستقیم اغېز کوي.

له سیاسي پلوه اقتصادي وضعیت ځکه مهم دی، چې د حکومت مشروعیت یوازې د قلمرو د کنټرول د کچې له مخې نه ارزول کېږي؛ بلکې خلک حکومت د خپل ژوند د اقتصادي وضعیت له مخې هم ارزوي.

پاکستان؛ له ستراتیژیک ملګري څخه تر ستراتیژیکې ننګونې؟

له پاکستان سره اړیکې د طالبانو د حکومت له تر ټولو حساسو بهرنیو مسلو څخه دي. پر ډیورنډ کرښه د اختلافاتو زیاتېدل، امنیتي اندېښنې، د تحریک طالبان پاکستان (TTP) مسله او د دواړه خواوو ترمنځ پوځي نښتې ښيي، چې د کابل او اسلام‌اباد اړیکې نور یوازې د «ملګرتیا» په چوکاټ کې نه‌شي تحلیل کېدای.

د پاکستان فشارونه افغان طالبان دې ته اړ باسي، چې له یوې خوا خپل ملي او حاکمیتي دریځ وساتي او له بلې خوا له هغه ګاونډي هېواد سره تعامل وکړي چې له افغانستان سره پراخې؛ خو له امنیتي، اقتصادي او جغرافیایي پلوه ترینګلې اړیکې لري.

که د پاکستان او طالبانو ترمنځ کړکېچ اوږدمهاله شي؛ نو دغه موضوع به د طالبانو لپاره په مهمو ستراتیژیکو ننګونو بدله شي.

د بدیل نشتوالی؛ د طالبانو تر ټولو ستره بریا

د طالبانو د واکمنۍ د پنځو کلونو په تحلیل کې یو مهم حقیقت باید له پامه ونه غورځول شي؛ هغه دا چې تر اوسه د دغه ډلې پر وړاندې یو منظم، متحد او پراخ ملي بدیل نه‌دی رامنځته شوی چې د طالبانو د ځای ناستي په توګه مطرح شي.

د پخواني حکومت سیاسي مشران او چارواکي او د طالبانو اوسني مخالفان تر ډېره له یو بل سره اختلافات لري. د مقاومت وسله‌‌والې ډلې محدود ظرفیت لري او داعش خراسان هم سره له خپلو بریدونو تر اوسه نه‌دي توانېدلي، چې د طالبانو ځمکنی حاکمیت راوپرځوي.

دغه وضعیت طالبانو ته یو مهم سیاسي فرصت برابروي. طالبان نه یوازې د دولت امنیتي جوړښتونه په خپل واک کې لري؛ بلکې د مخالفانو د خورولو له امله تر اوسه له کومو منظمو سیاسي ننګونو سره هم نه‌دي مخ شوي.

د کورنۍ جګړې وېره

د افغانستان د تېرو څو لسیزو د جګړو تجربه لاهم د خلکو په سیاسي حافظه کې ژوندۍ ده. په ټولنه کې د بې‌وزلۍ، بې‌کارۍ، سیاسي محدودیتونو او د طالبانو د حکومت د ځینو سیاستونو په اړه پراخه ناخوښي شته؛ خو ورته مهال دا هم نه‌شو ردولی چې هېڅوک د ګډوډۍ او کوڅه په کوڅه جګړې ملاتړ نه‌کوي.

دغه وضعیت د طالبانو لپاره یو مهم خو نازک سیاسي فرصت دی؛ ځکه که طالبان وکولای شي ثبات وساتي، نو ښايي د خلکو یوه برخه د «ثبات که بدیل؟» په معادله کې ثبات غوره کړي. خو که اقتصادي او ټولنیز فشارونه زیات شي، همدا وضعیت کولی شي د ناخوښۍ پر سرچینې هم بدل شي.

درې احتمالي راتلونکې سناریوګانې:

د اوسني وضعیت دوام

تر ټولو احتمالي سناریو دا ده، چې طالبان به په لنډمهال کې خپل سیاسي او امنیتي کنټرول وساتي؛ خو له نړۍوالې ټولنې سره به یې اړیکې په تدریجي ډول پراخې شي او د طالبانو بشپړ نړۍوال رسمیت به لاهم له خنډونو سره مخ وي.

په دغه سناریو کې به د طالبانو حکومت نه په چټکۍ سره سقوط وکړي او نه به په بشپړه توګه له ستونزو ووځي؛ بلکې د «کنټرول شوې بقا» وضعیت به دوام ومومي.

تدریجي سیاسي او اداري اصلاحات

که طالبان په حکومتولۍ کې د مسلکي کسانو ونډه زیاته کړي، د ټولنې له بېلابېلو قشرونو سره سیاسي تعامل پراخ کړي، اقتصادي اصلاحات پیاوړي کړي او له نړۍ سره د تعامل لپاره نرمښت وښيي؛ نو د یادې ډلې حکومت کولای شي له یوه تړلي تحریکي جوړښت څخه د یوه نسبتا باثباته دولتي نظام پر لور حرکت وکړي.

دغه سناریو د طالبانو لپاره تر ټولو باثباته لاره ده؛ خو د یادې سناریو د عملي کېدو لپاره د دوی په کورنیو سیاستونو کې د پام وړ نرمښت ته اړتیا ده.

د فشارونو تدریجي زیاتېدل

که اقتصادي ستونزې، نړۍوال فشارونه، له پاکستان سره امنیتي کړکېچونه، کورني اختلافات او د حکومتولۍ کمزورتیا په هم‌مهاله توګه زیات شي؛ نو پر طالبانو د فشار کچه هم لوړېدای شي.

خو تر هغه وخته به دغه فشارونه په مستقیم سقوط بدل نه‌شي؛ څو چې د طالبانو پر وړاندې یو پراخ، متحد او د باور وړ ملي بدیل رامنځته نه‌شي.

پایله

د طالبانو د پنځه کلنې واکمنۍ اصلي معما دا ده، چې دغه ډله په لویه کچه د واک په ساتلو کې بریالۍ شوې ده؛ خو لاهم د یوه پراخ‌ بنسټه، مسلکي او په نړۍواله کچه ښکېل حکومت په جوړولو کې له جدي ازموینې سره مخ ده.

د طالبانو د حکومت تر ټولو ستر ځواک منظم امنیتي جوړښت، د مخالفانو خورول او یوه باور وړ بدیل نشتوالی دی؛ خو تر ټولو سترې کمزورۍ یې اقتصادي ستونزې، نړۍواله انزوا، د مسلکي حکومتولۍ کمزورتیا، د سیاسي مشارکت محدودیت او له ګاونډیو هېوادونو سره پېچلې اړیکې دي.

په بل عبارت، د طالبانو د نظام د سقوط تر ټولو ستر ګواښ ښايي اوس د وسله‌والو مخالفانو په بڼه نه‌وي؛ بلکې د اوږدمهاله اقتصادي، اداري، سیاسي او ټولنیزو فشارونو په راټولېدو کې وي.

برعکس د طالبانو د حکومت د بقا تر ټولو ستر تضمین هم یوازې پوځي ځواک نه‌دی؛ بلکې دا واقعیت دی چې تراوسه د یادې ډلې پر وړاندې یو متحد، منظم، ملي او د خلکو د باور وړ بدیل نه‌دی رامنځته شوی.

له همدې امله د راتلونکو کلونو لپاره اصلي سیاسي پوښتنه دا نه‌ده، چې د طالبانو واکمني به کله سقوط کوي؛ بلکې دا ده چې ایا طالبان به وکولای شي خپل اوسنی امنیتي کنټرول په یوه مشروع، مسلکي، له اقتصادي پلوه پیاوړي او له نړۍ سره د تعامل وړ دولتي نظام بدل کړي؟