• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
روغتیا او ژوند

انځر؛ د خوږ خوند تر شا د روغتیا لپاره یوه طبیعي خزانه ده

۲۱ زمری ۱۴۰۵ - ۱۲ اګست ۲۰۲۶، ۱۵:۵۷ GMT+۱تازه شوی: ۲۶ زمری ۱۴۰۵ - ۱۷ اګست ۲۰۲۶، ۱۸:۱۰ GMT+۱

انځر د فایبر، پوتاشیم، کلسیم، مګنیزیم، ویټامین کې او انټي اکسیدنټونو ښه سرچینه ده. د دې مېوې فایبر د هاضمې په منظمولو او د قبض په کمولو کې مرسته کوي، خو وچ انځر طبیعي بوره لري او باید په مناسبه اندازه وخوړل شي.

د څیړنو له مخې د انځر له مهمو ځانګړنو څخه یې د فایبر شتون دی. فایبر د هاضمې سیستم د منظم فعالیت لپاره مهم دی او د قبضیت په کمولو کې مرسته کولی شي. انځر داسې مواد هم لري چې د کولمو د ګټورو باکتریاو د تغذیې ملاتړ کوي او د کولمو د روغتیا لپاره ګټور تمامېدای شي.

انځر د زړه د روغتیا لپاره هم ځینې مهم غذایي عناصر لري. پوتاشیم د سالمې وینې فشار په ساتلو کې رول لري، او فایبر د زړه د روغتیا لپاره ګټور بلل کېږي. خو هغه څېړنې چې د انځر د استخراج د وینې فشار او کولېسټرول پر کچې د اغېزو په اړه شوې دي، ډېری یې پر حیواناتو ترسره شوې دي؛ نو د انسانانو لپاره د دې اغېزو د تایید په موخه لا نورو څېړنو ته اړتیا ده.

په انځر کې موجود کلسیم، مګنیزیم، پوتاشیم او ویټامین K د هډوکو، عضلاتو او د بدن د نورو عادي فعالیتونو لپاره مهم دي. همدارنګه انځر نباتي انټي اکسیدنټ (هغه مواد دي چې د بدن حجرې د زیان رسوونکو ازادو رادیکالونو له زیان څخه ساتلو کې مرسته کوي)مرکبات لري چې د بدن د حجرو د اکسیداتي فشار پر وړاندې په ساتنه کې رول لري.

تازه او وچ انځر دواړه ګټي لري، خو د دواړو خوراکي ځانګړنې یو شان نه دي. د وچېدو پر مهال اوبه کمیږي او طبیعي بوره په کوچني حجم کې متمرکزه کېږي. د بېلګې په توګه، د کلیولنډ کلینیک د معلوماتو له مخې، شپږ وچ انځر شاوخوا ۲۴ ګرامه بوره لري؛ له همدې امله وچ انځر باید په مناسب مقدار وخوړل شي.

د انځر ډېر استعمال بیا د فایبر او طبیعي ملین اغېز له امله د نس درد یا نس ناستې لامل کېدای شي. متخصصین سپارښتنه کوي چې انځر د متوازن خوراک د یوې برخې په توګه او په مناسبه اندازه باید وخوړل شي. انځر د کومې ځانګړې ناروغۍ درملنه نه کوي، خو د فایبر، منرالونو او نباتي مرکباتو له امله د سالم خوراک لپاره ارزښتناک انتخاب کېدای شي.

ډېر لیدل شوي

پخواني ولسمشر ته پرانیستی‌لیک؛ د پوهنتون یوه استاد له اشرف غني غوښتي بېرته کابل ته ستون شي
۱

پخواني ولسمشر ته پرانیستی‌لیک؛ د پوهنتون یوه استاد له اشرف غني غوښتي بېرته کابل ته ستون شي

۲

د خپلواکۍ ۱۰۷مه کلیزه؛ افغان سندرغاړی وایي له بنسټیزو حقونو محروم ملت رښتینی خپلواک نه دی

۳

هند: له طالبانو سره مو اړیکې چټکې شوې دي

۴

افغانستان له بهرني ځواکه خپلواک، خو د طالبانو تر واک لاندې افغانان څومره ازاد دي؟

۵

له اتڼونو او ملي بېرغونو تر چوپتیا؛ په پاکستان کې د افغانستان د خپلواکۍ ورځې رنګ بدل شوی

•
•
•

نور خبرونه

نعناع؛ دا شین بوټی دروغتیا لپاره څه رازونه لري؟

۱۸ زمری ۱۴۰۵ - ۹ اګست ۲۰۲۶، ۱۶:۰۵ GMT+۱
100%

نعناع یو خوشبویه شین بوټی دی چې خلک یې له خوړو او چای سره د خوند لپاره کاروي. نعناع داسې ګټور مواد لري چې د هاضمې په ښه کولو، د خولې په تازه والي او بدن ته د زیان رسوونکو توکو په کمولو کې مرسته کوي.

نعناع له زرګونو کلونو راهیسې په خوړو، چای او دودیزه درملنه کې کارول کېږي او نن هم د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د خوړو یوه مشهوره برخه ده. د دغه بوټي ځانګړی بوی او خوند تر ډېره د منتول له مرکب سره تړاو لري.

د نعناع له مهمو ګټو څخه یوه د هاضمې له سیستم سره تړاو لري. نعناع په دودیز ډول د معدې د نارامۍ، ګاز او بد هضمۍ لپاره کارول کېږي. څېړنې هم ښيي چې د نعناع غوړ ښايي د کولمو د عضلاتو په ارامولو کې مرسته وکړي او د کولمو د تحریکی ناروغۍ یا IBS ځینې نښې، لکه د نس درد او پړسوب کمې کړي.

د نعناع پاڼې انټي اکسیدنټ مرکبات هم لري. دغه مرکبات د بدن له اکسیدېټیف فشار سره د مبارزې په برخه کې رول لري او د حجرو په ساتنه کې مرسته کوي. د اکسیدېټیف فشار حالت کې په بدن کې د ازادو رادیکالونو تولید د بدن د انټي‌اکسیدنټونو له وړتیا څخه زیاتیږي. یا په اسانه ژبه په بدن کې داسې فعال مالیکولونه پیدا کېږي چې د حجرو پروټینونو، غوړو اوډي اېن اې ته زیان رسولی شي.

د نعناع بله مشهوره ځانګړتیا د خولې او تنفس تازه کول دي.

همدا لامل دی چې منتول د غاښ پاکوونکو، ژاولو او د خولې د پاکولو په ډېرو محصولاتو کې کارول کېږي. البته یوازې د نعناع خوړل د غاښونو د خرابېدو مخه نه نیسي او د غاښونو منظم پاکول لا هم اړین دي.

د نعناع ځینې نباتي مرکبات په لابراتواري او حیواني څېړنو کې د التهاب ضد ځانګړتیاوې هم ښودلې دي، خو دا لا نه شي ثابتولای چې نعناع په انسانانو کې د هر ډول التهاب یا جدي ناروغۍ درملنه کوي.

د وزن کمولو او د وینې د شکر د کنټرول په اړه هم د نعناع په تړاو ځینې څېړنې شوې دي چې نعناع د وزن کمولو یا شکرې ناروغۍ د درملنې وسیله هم بلل کېدای شي.

د ډېرو خلکو لپاره نعناع د خوړو په عادي اندازه خوندي ده، خو ځینې کسان ممکن له استعمال وروسته د معدې ناراحتي یا د سینې سوی ولري. په ځانګړي ډول د نعناع غوړ ډېر غلیظ وي او له تازه نعناع سره باید یو ډول ونه ګڼل شي؛ د غلیظو غوړیو بې احتیاطه استعمال زیان رسولی شي.

په ټوله کې، نعناع د سالم او متوازن خوراک یوه ساده او ګټوره برخه ده خو مهمه خبره دا ده چې د دې احتمالي روغتیايي ګټې باید له ثابتو طبي درملنو سره ګډې نه شي. تازه نعناع په خوړو یا چای کې کارولای شو، خو د جدي ناروغیو د درملنې لپاره باید د روغتیايي متخصص مشوره واخیستل شي.

څېړنه: د انټرنېټ ډېره کارونه رواني فشار او بدخويي زیاتوي

۱۷ زمری ۱۴۰۵ - ۸ اګست ۲۰۲۶، ۲۳:۵۲ GMT+۱
100%

په جرمني کې یوې نوې څېړنې ښودلې چې له اندازې زیات د انټرنېټ کارول انسان له بد خویۍ، لوړ او رواني فشار سره مخ کولای شي او همداراز په ورځنيو چارو کې د بې غورۍ لامل هم کېدلای شي.

څېړونکي وايي، انټرنېټ ته د ننوتلو ناڅاپي او زوروره لېوالتیا د دې چلند د دوام تر ټولو مهم لامل دی او له انټرنېټ څخه د خوند اخیستل او له رواني فشار څخه د لنډمهالي خلاصون احساس هم د دې عادت په پیاوړي کېدو کې رول لري.

دا نوې څېړنه د جرمني د «دویسبورګ ـ اسن» پوهنتون د څېړونکو له خوا ترسره شوې او د «پلاس ون» په نړیواله علمي مجله کې خپره شوې ده. په دې څېړنه کې په ۲۰۲۵ کال کې ۹۰۰ جرمني لویانو ګډون کړی وو.

دغو کسانو ویلي وو، چې د کال په اوږدو کې یې لږ تر لږه یو ځل له انلاین لوبو، فحش منځپانګو، ټولنیزو شبکو یا انلاین پېرودلو څخه استفاده کړې ده.

له ګډونوالو غوښتل شوي وو، چې د دوو اونیو لپاره هره شپه یوه ارزونه بشپړه کړي. هغوی په دې ارزونه کې خپل مزاج، د فشار کچه، انټرنېټ ته د ننوتلو لېوالتیا او هغه ټوله موده ثبتوله چې په هماغه ورځ یې پر انټرنېټ تېره کړې وه.

په ارزونه کې دا هم کتل شوي چې ګډونوالو له انټرنېټ څخه د کار اخیستلو پر مهال څومره خوند اخیستی او ایا د انټرنېټ د کارولو له امله یې د ژوند نورې ورځنۍ چارې له پامه غورځولې دي که نه.

د څېړنې پایلو ښودلې، هغه کسان چې انټرنېټ یې ډېر کاراوه، د نورو پرتله یې مزاج خراب، رواني فشار زیات، پر انټرنېټ د تېرولو وخت اوږد او د ژوند نورو برخو ته یې پاملرنه کمه وه.

د څېړنې یوه لیکوال اندریاس اولکر ویلي: «تر واقعي فشار یا مزاج ډېر، همدا د انلاین کېدو شېبه‌نۍ لېوالتیا ده، چې ټاکي خلک به انټرنېټي فعالیتونو ته مخه کړي او د هغه له خوندورو او زیانمنو پایلو سره به مخ شي».

د څېړنې پایلو د څېړونکو هغه اټکل هم تایید کړی چې ورځنی فشار، مزاج او انټرنېټ ته د کارونکي لېوالتیا کولای شي اټکل کړي چې یو کس به په ورځ کې څومره انټرنېټ وکاروي.

د څېړونکو په وینا، دغه عوامل د انټرنېټ له کارولو څخه د ترلاسه کېدونکي خوند، له رواني فشار څخه د خلاصون د احساس او په ورځني ژوند کې د نورو فعالیتونو د له پامه غورځولو پر کچه هم اغېز لري.

څېړونکو ټینګار کړی، چې د انټرنېټ هر ډول کارونه منفي پایلې نه‌لري، بلکې ستونزه هغه مهال رامنځته کېږي چې د انټرنېټ کارونه له اندازې واوړي یا ستونزه‌منه بڼه خپله کړي.

د څېړنې یوې بلې لیکوالې سیلکه ام‌مولر ویلي: «باید ټینګار وکړو چې یوازې د انټرنېټ د کارونکو یوه لږه برخه د ناروغ‌یزې کارونې بڼې خپلوي. د انټرنېټ کارول تر هغه وخته د خوښۍ، ساتېرۍ او یا له فشار څخه د خلاصون لامل کېدای شي، څو چې د ژوند نورې مهمې برخې په منظم ډول له پامه ونه غورځول شي».

پخوانیو څېړنو ښودلې، چې پر انټرنېټ روږدي ځوانان ښايي د مغز په کیمیاوي فعالیتونو کې له بدلونونو سره مخ شي؛ هغه بدلونونه چې د لا زیاتو روږدو چلندونو د رامنځته کېدو لامل کېدای شي.

څېړونکو ویلي، چې دغه اغېزې د مغز په بېلابېلو عصبي شبکو کې لیدل شوې دي او د استراحت پر مهال د مغز په ځینو برخو کې د فعالیت زیاتوالی هم په‌کې ثبت شوی دی.

د ناسا د «سویفټ» فضايي څارونکي د ژغورنې هڅې له تخنیکي ستونزو سره مخ شوي

۱۷ زمری ۱۴۰۵ - ۸ اګست ۲۰۲۶، ۰۳:۵۸ GMT+۱
100%

د امریکا د فضایي څېړنو ادارې ناسا د ۲۲ کلن فضايي څارونکي «سویفټ» د ژغورلو مهم ماموریت له ناڅاپي ستونزو سره مخ شوی، خو سره له دې، ساینسپوهان لا هم هیله لري چې د ځمکې پر لور د لوېدو له خطر سره مخ دغه فضايي څارونکی وژغوري.

سویفټ نږدې ۲۲ کاله کېږي چې د ځمکې په ټیټ مدار کې فعالیت کوي او د ستورپوهنې په برخه کې د ناسا له مهمو فضايي څارونکو څخه دی. دغه څارونکی د لیرې فضا د هغو پېښو د څېړنې لپاره کارول کېږي چې ناڅاپه په شدت سره فعالېږي.

د ناسا د اټکل له مخې، د لمر د فعالیتونو له امله د ځمکې په اتموسفیر کې رامنځته شوې کشش ځواک د سویفټ مدار ټیټ کړی او که د دې مدار د لوړولو لپاره اقدام ونه شي، امکان لري چې دغه فضايي څارونکی د روان مني په موسم کې د ځمکې اتموسفیر ته داخل او له منځه ولاړ شي.

ناسا د سویفټ د ژغورلو لپاره د اریزونا له «کاتالیست سپېس ټکنالوژیز» شرکت سره قرارداد کړی و، څو په یوازې نهو میاشتو کې داسې فضايي بېړۍ جوړه، وازمويي او وتوغوي چې له سویفټ سره یوځای شي او مدار یې لوړ کړي.

د «LINK» په نوم دغه بېړۍ د جولای په درېیمه د «نورثروپ ګرومن پګاسس اېکس‌اېل» راکټ له لارې فضا ته وتوغول شوه، خو د جولای په ۲۵مه ناڅاپه په فضا کې په چورلېدو پیل وکړ او د لنډ وخت لپاره یې اړیکه هم له لاسه ورکړه.

د ناسا او کاتالیست د معلوماتو له مخې، د LINK له درې عکس‌العمل څرخونو څخه دوه یې اوس د کار وړ نه دي او ځينې نورو برخو کې یې هم فعالیت له کاره لوېدلی.

کاتالیست وايي، راتلونکی ګام یې دلینک د الوتنې د سافټویر تازه کول دي، چې له لارې به یې د بېړۍ سم فضايي موقعیت بېرته تنظیم او د سویفټ له مدار سره د برابرېدو لپاره اړین مانورونه ترسره شي.

د پلان له مخې، لینک باید لومړی د سویفټ له نږدې کتنې وروسته د هغې د نیولو مناسبې نقطې مشخصې کړي. خو د اوسنیو ستونزو له امله دا مرحله چې په اصل کې د جولای په پای کې تمه کېده، ښايي شاوخوا یوه میاشت وځنډېږي.

که لینک په بریالیتوب سره سویفټ ونیسي، نو هڅه به وکړي چې د دوو تر درېیو میاشتو په موده کې د فضايي څارونکي مدار بېرته خپل اصلي لوړوالي ته ورسوي.

د ناسا د ستورپوهنې څانګې مشر شان دومګال-ګولډمن ویلي چې د دې ماموریت تر دې مرحلې پورې رسول په خپله «حیرانوونکی» کار دی، خو له دې سره سره لا هم داسې خطرونه شته چې د ماموریت له کنټرول څخه بهر دي.

دلینک د ماموریت اصلي څېړونکي کیران ویلسن هم ویلي چې دا پروژه «له ننګونو او خطرونو ډکه» ده او په وینا یې، ګڼې فضايي بېړۍ چې د اوږدې مودې لپاره او له ډېرې بودجې سره جوړې شوې وې، د عادي تخنیکي ستونزو له امله ناکامې شوې دي.

سویفټ د چټک بدلون او د کایناتي پېښو د څارلو وړتیا له امله د چټک‌الوتونکي مرغه په نوم نومول شوی. دغه څارونکي د کمېټونو، تور سوریو او جاذبې څپو په ګډون د ګڼو فضايي پدیدو په څېړنه کې مهم رول لوبولی دی.

ناسا وايي، تر اوسه د سویفټ د ځانګړو وړتیاوو لپاره د ورته نوي فضايي څارونکي د ځای ناستي مشخص پلان نشته، له همدې امله ادارې پرېکړه کړې چې د نوي څارونکي د جوړولو پر ځای د موجوده سویفټ د ژغورلو هڅه له اقتصادي پلوه غوره ده.

د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې د خوارځواکۍ بحران له کنټروله وتلی

۱۳ زمری ۱۴۰۵ - ۴ اګست ۲۰۲۶، ۱۸:۳۸ GMT+۱
100%

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) د افغانستان لپاره مشر، جان ایلیف خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ بحران له کنټروله وتلی او وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي، خو د بودجې د سخت کمښت له امله د دې بحران د مهارولو وړتیا نه لري.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، جان ایلیف د سې‌شنبې په ورځ، د زمري په ۱۳مه، له کابل څخه په جنیوا کې خبریالانو ته وویل: «دا یو داسې بحران دی چې هره ورځ لا پسې پراخېږي او له بده مرغه موږ یې د کنټرول توان نه لرو».

د خوړو نړیوال پروګرام د اټکل له مخې، د روان ۲۰۲۶ میلادي کال په ترڅ کې به نږدې ۳،۷میلیونه افغان ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته شي. دغه راز، شاوخوا ۱،۲میلیونه امیندواره ښځې او شیدې ورکوونکې میندې هم د خوارځواکۍ له ستونزې سره مخ دي.

جان ایلیف ویلي، د ماشومانو شدید ډنګرښت، چې د خوارځواکۍ تر ټولو خطرناک ډول بلل کېږي، اوس د افغانستان په درېیمه برخه ولایتونو کې بحراني کچې ته رسېدلی دی.

د هغه په وینا، سیمه‌ییزې جګړې، د سوداګرۍ ګډوډي، له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو جبري راستنېدل او د نړیوالو مرستو کمښت د شدیدې خوارځواکۍ کچه بې‌ساري لوړه کړې ده.

هغه زیاته کړه چې تېر کال د خوارځواکۍ د زیاتوالي تر ټولو لوړه کلنۍ کچه ثبت شوې وه، خو سږ کال وضعیت لا هم تر هغه خراب شوی دی.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي ویلي، د هغو ماشومانو شمېر چې په بېړني ډول روغتیايي مرکزونو ته لېږدول کېږي، په زیاتېدو دی، خو ډېری یې دومره ناوخته رسېږي چې ژغورل یې ناشوني وي.

د هغه په خبره، د دوو کلونو څخه کم عمره ماشومان د خوارځواکۍ د تر ټولو سختو پېښو شاوخوا ۸۰ سلنه جوړوي.

د بودجې کمښت د مرستو مخه نیولې

جان ایلیف ویلي، د خوړو نړیوال پروګرام سږ کال یوازې دومره بودجه لري چې له هر اوو شدیدو خوارځواکو ښځو او ماشومانو څخه یوازې یو ته د تغذیې خدمتونه برابر کړي.

هغه وویل: «موږ له هرو اوو کسانو څخه شپږ تنه بېرته ستنوو، ځکه د مرستې لپاره هېڅ امکانات نه لرو. د خوارځواکو ماشومانو کمزوري ژړا د افغانستان په روغتیايي کلینیکونو کې هره ورځ اورېدل کېږي».

نوموړي خبرداری ورکړ چې که وضعیت همداسې دوام وکړي، دا بحران به د پخوانیو ټولو اټکلونو څخه هم واوړي او ګڼ شمېر ماشومان او میندې به د هغو لاملونو له امله ژوند له لاسه ورکړي چې مخنیوی یې ممکن دی.

هغه ټینګار وکړ چې لوږه په افغانستان کې د کډوالۍ، افراطیت او بې‌ثباتۍ لامل کېږي او زیاته یې کړه: «بې‌ثباته افغانستان د هېچا په ګټه نه دی».

د خوړو نړیوال پروګرام د معلوماتو له مخې، دا مهال نږدې ۱۴ میلیونه افغانان له شدیدې لوږې سره مخ دي، خو د بودجې د کمښت له امله دغه اداره یوازې له هرو نهو اړمنو کسانو څخه یو ته مرستې رسولای شي.

جان ایلیف ویلي، د خوړو نړیوال پروګرام د روان کال په پیل کې ۹۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لرله، خو تر اوسه یې یوازې ۱۳۰ میلیونه ډالر ترلاسه کړي دي.

دغه سازمان ویلي، په راتلونکو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د شدیدې خوراکي ناامنۍ د مخنیوي لپاره ۵۴۰ میلیونه ډالرو بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د خوړو نړیوال پروګرام مشر له ټولو نړیوالو تمویلوونکو، په ځانګړي ډول له امریکا او هغو هېوادونو چې افغانستان ته یې خپلې مالي مرستې درولې دي، وغوښتل چې د افغانستان د بشري ناورین د مهارولو لپاره خپلې مرستې بېرته پیل کړي.

ملګري ملتونه: میلیونونه میندې ماشومانو ته د شیدو ورکولو لپاره له اړین ملاتړ بې‌برخې دي

۱۲ زمری ۱۴۰۵ - ۳ اګست ۲۰۲۶، ۱۹:۴۹ GMT+۱
100%

ملګري ملتونه وايي، په نړۍ کې ماشومانو ته د مور شیدې ورکولو کچه لوړې شوې، خو لا هم میلیونونه میندې اړین ملاتړ نه لري. افغانستان کې بیا یوازې شاوخوا نیمایي ماشومان د ژوند په لومړیو شپږو میاشتو کې د مور په شیدو تغذیه کېږي، حال دا چې میلیونونه ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونیسف) او د روغتیا نړیوال سازمان د نړیوالې شیدو ورکولو اوونۍ په مناسبت له هېوادونو غوښتي چې د میندو لپاره د شیدو ورکولو مسلکي مشورې پیاوړې، د زېږون پر مهال او وروسته د میندو ملاتړ زیات او د مور د شیدو د بدیلو تجارتي محصولاتو د بازارموندنې لپاره سخت مقررات عملي کړي.

د دغو ادارو مشران وايي: «د مور شیدې ورکول حیاتي دي» او د ثابتو او اغېزمنو لارو چارو په برخه کې پانګونه کولی شي هر ماشوم ته د ژوند تر ټولو ښه پیل برابر کړي او میندو ته هغه پاملرنه او خدمتونه ورسوي چې ورته اړتیا لري.

ملګري ملتونه وايي، د مور شیدې ورکول ماشومانو ته اړین غذایي مواد برابروي، د هغوی معافیت پیاوړی کوي، د جدي ناروغیو پر وړاندې یې ساتنه کوي او د ذهني ودې په پیاوړتیا کې مهم رول لري. د مور لپاره هم د سینې او تخمدان سرطانونو او د دویم ډول شکر ناروغۍ د خطر په کمولو کې مرسته کوي.

د یونیسف او روغتیا نړیوال سازمان د اټکل له مخې، که د مور شیدې ورکول په پراخه کچه پیاوړي شي، هر کال د نږدې ۴۰۰ زره ماشومانو او ۱۴۰ زره میندو د مړینې مخه نیول کېدای شي.

دواړه ادارې سپارښتنه کوي چې ماشوم باید د زېږون په لومړي ساعت کې د مور شیدې پیل کړي، د ژوند په لومړیو شپږو میاشتو کې یوازې د مور په شیدو تغذیه شي او له شپږو میاشتو وروسته دې د مناسبو او خوندي تکمیلي خوړو ترڅنګ تر دوو کلونو یا له هغې ډېر د مور شیدو ته دوام ورکړل شي.

افغانستان؛ یوازې نیمایي ماشومان یوازې د مور په شیدو تغذیه کېږي

د یونیسف افغانستان څانګې د تغذیې د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې یوازې شاوخوا نیمایي ماشومان د ژوند په لومړیو شپږو میاشتو کې یوازې د مور په شیدو تغذیه کېږي. دغه اداره وايي، د کافي او متنوع خوړو نشتوالی او د ماشومانو د تغذیې ناسمې لارې چارې د افغانستان د خوارځواکۍ له مهمو لاملونو څخه دي.

یونیسف خبرداری ورکړی چې په ۲۰۲۶ کال کې نږدې ۳،۷ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان د حادې خوارځواکۍ له ستونزې سره مخ کېدای شي. په دې ډله کې شاوخوا ۹۴۲ زره ماشومان د شدیدې حادې خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي. همداراز اټکل کېږي چې نږدې ۱،۲ میلیونه امیندواره او شیدې ورکوونکې ښځې به په همدې کال کې له حادې خوارځواکۍ سره مخ شي.

یونیسف وايي، د افغانستان د ماشومانو د خوارځواکۍ بحران په ځانګړي ډول د دوو کلونو کم عمره ماشومانو لپاره جدي دی، ځکه د دغو ماشومانو د ودې په لومړیو پړاوونو کې د مور د شیدو ترڅنګ مناسبو او مغذي تکمیلي خوړو ته اړتیا زیاته وي.

د یونیسف په وینا، د افغانستان د خوارځواکۍ د بحران د مخنیوي لپاره د ټولنې په کچه د میندو د تغذیې او ماشومانو د شیدو ورکولو په اړه مشورې، د مناسبو لومړنیو خوړو ته د لاسرسي پراخول او د روغتیايي خدمتونو پیاوړي کول مهم دي.

د نړۍ کچه پرمختګ، خو لا هم لوی واټن

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په ټوله نړۍ کې د ماشومانو د لومړیو شپږو میاشتو یوازې د مور په شیدو د تغذیې کچه په ۲۰۱۲ کال کې له شاوخوا ۳۷ سلنې څخه اوس له ۴۷ سلنې لوړه شوې ده. تر دوو کلونو پورې د شیدو ورکولو کچه هم په وروستیو کلونو کې له ۳۸ سلنې څخه ۵۰ سلنې ته لوړه شوې ده.

خو یونیسف او روغتیا نړیوال سازمان وايي، دا پرمختګ لا هم د نړیوالو ټاکل شویو موخو لپاره کافي نه دی. د دوی په وینا، د شیدو ورکولو د ملاتړ خدمتونه په ډېرو هېوادونو کې محدود دي، پالیسۍ په یوشان ډول نه عملي کېږي او د خدمتونو کیفیت، په ځانګړي ډول په بېوزلو، بحراني او بشري ناورین ځپلو سیمو کې، کافي نه دی.

دواړو ادارو ټینګار کړی چې «شواهد روښانه دي» او د روغتیايي نظامونو له لارې مسلکي ملاتړ، په ټولنو کې مشورې، د میندو لپاره معاش لرونکې رخصتۍ او کاري خوندیتوب او د مور د شیدو د بدیلو تجارتي محصولاتو د بازارموندنې د مقرراتو عملي کول، د شیدو ورکولو د کچې لوړولو له اغېزمنو او کم‌لګښته لارو څخه دي.

ملګري ملتونه وايي، د مور د شیدو ورکولو په برخه کې پانګونه اقتصادي ګټه هم لري، د دوی د اټکل له مخې، د دې برخې پر هر یو ډالر پانګونه شاوخوا ۵۹ ډالره اقتصادي عاید رامنځته کوي. دغه عاید د روغتیايي لګښتونو د کمېدو، د ماشومانو د ذهني ودې، د زده‌کړو د ښه پایلو او په راتلونکي کې د لوړ عاید له لارې ترلاسه کېږي.

ملګري ملتونه د نړیوالې شیدو ورکولو اوونۍ پر مهال له هېوادونو غواړي چې د روغتیايي نظامونو د پیاوړتیا ترڅنګ، د میندو لپاره د زېږون مخکې، د زېږون پر مهال او وروسته د شیدو ورکولو لازم ملاتړ برابر کړي او دغه خدمتونه په بېړنیو او بشري ناورینونو کې هم له منځه ولاړ نه شي.