• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: د افغانستان په سېلاب ځپلو سیمو کې روغتیايي او بشري اړتیاوې زیاتې شوې دي

۲۱ زمری ۱۴۰۵ - ۱۲ اګست ۲۰۲۶، ۰۴:۳۰ GMT+۱تازه شوی: ۲۱ زمری ۱۴۰۵ - ۱۲ اګست ۲۰۲۶، ۰۵:۵۵ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA ) وايي، د سېلابونو له امله شاوخوا زر کورنۍ د څښاک پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو له ستونزو سره مخ شوې دي. د یاد صندوق په وینا؛ نورستان تر ټولو ډېر اغېزمن شوی ولایت دی.

د ګډې ارزونې له مخې؛ په دغه ولایت کې ۱۲۰ کورنۍ بشري مرستو ته اړتیا لري او تراوسه ۹۲ کورنیو ته لومړنۍ مرستې رسېدلې دي. په لغمان کې بیا سېلابونو ۱۸۷ کورنۍ اغېزمنې کړې، درې کسان یې مړه او څلور نور ټپیان کړي دي. د راپور له مخې؛ لږ تر لږه ۱۸۳ کورونه زیانمن شوي، شاوخوا ۸۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه او ۳۱۰ څاروي هم له‌منځه تللي دي.
په افغانستان کې د تېرې جولای میاشتې له ۲۰مې نېټې راهیسې سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو لږترلږه په نهو ولایتونو کې د مرګ‌ژوبلې ترڅنګ د کورونو، کرنیزو ځمکو او عامه زېربناوو په برخه کې هم پراخ زیانونه اړولي دي.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وايي، د سېلاب ځپلو سیمو لپاره یې ګرځنده روغتیايي ډلې استولې دي. د ختیځ زون لپاره د احتمالي نورو اړتیاوو پوره کولو په موخه ۷زره د ښځو د اړتیا وړ توکي، ۲۰۰ د میاشتني عادت بستې او ۲۰۰ د مور او ماشوم بستې هم له مخکې چمتو شوې دي.
د ښځو او نجونو د خوندیتوب په برخه کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق شریکانو تراوسه له ۶۲۹ ښځو او نجونو سره د رواني روغتیا په برخه کې مرسته کړې ده.
د سېلاب ځپلو سیمو د اوسېدونکو په وینا؛ خواړه، د څښاک پاکې اوبه، سرپناه او روغتیايي خدمتونه یې تر ټولو بېړنۍ اړتیاوې دي. دوی همداراز د الټراساونډ او اېکسرې په څېر تشخیصي روغتیايي خدمتونو ته د لاښه لاسرسي غوښتنه کړې ده.
د سیمې اوسېدونکو ویلي، هغه کورنۍ چې د سېلابونو له امله یې نارینه غړي له لاسه ورکړي، د نورو پرتله زیاتو بشري مرستو ته اړتیا لري. د معلولیت لرونکو کسانو د مرستو په برخه کې د نا کافي پاملرنې په اړه هم اندېښنې څرګندې شوې دي.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وايي، د سېلاب ځپلو خلکو د اړتیاوو پوره کولو ترڅنګ د زیانمنو سړکونو، پلونو، استنادي دېوالونو او د اوبو رسولو شبکو بیارغونه هم اړینه ده.

ډېر لیدل شوي

حزب اسلامي د افغانستان د کړکېچ د حل له نوې طرحې ملاتړ وکړ
۱

حزب اسلامي د افغانستان د کړکېچ د حل له نوې طرحې ملاتړ وکړ

۲

ملا برادر له ترکمنستان څخه د ټاپي ګازو د اوږدمهاله قرارداد غوښتنه کړې

۳

امریکا د محمود شاه حبیبي د بېرته کور ته د ستنولو ژمنه یو ځل بیا تکرار کړې ده

۴

پایښت که زوال؛ ایا د طالبانو واکمني به پنځه کاله نور هم دوام وکړي؟

۵
ځانګړی

سرچینه: د نورستان د استخباراتو د مشر ضیاالحق یاسر ساتونکو پر نجونو د جنسي تېري هڅه کړې

•
•
•

نور کیسې

له رسميت پېژندنې پرته؛ طالبانو له ګڼو هېوادونو سره ډیپلوماتیکې اړیکې پراخې کړې

۲۱ زمری ۱۴۰۵ - ۱۲ اګست ۲۰۲۶، ۰۳:۴۲ GMT+۱
100%

برتانوۍ ورځپاڼې ډیلي میل راپور ورکړی، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته د یادې ډلې چارواکي هڅه کوي له ګڼو هېوادونو سره کاري او دیپلوماتیکې اړیکې پراخې کړي؛ خو تراوسه یوازې روسیې د طالبانو حکومت په رسميت پېژندلی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، د دوی حکومت له ټولو هېوادونو سره د اړیکو غوښتونکی دی او له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره اړیکو ته ځانګړی اهمیت ورکوي.
په راپور کې راغلي، په کابل کې د چین، جاپان، ترکیې، سعودي عربستان او برېتانیا په ګډون د یوشمېر هېوادونو استازي له طالب چارواکو سره لیدنې لري. همداراز د منځنۍ اسیا د تاجکستان، ترکمنستان، قرغزستان، ازبکستان او قزاقستان چارواکو په کابل کې د افغانستان له لارې د سوداګریزو لارو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د ملګرو ملتونو د پوهنتون د څېړونکې اریکا ګسټن په وینا؛ د سیمې هېوادونه له طالبانو سره د تعامل په برخه کې تر ډېره عملي چلند کوي، ځکه افغانستان د سیمې د امنیت او سوداګرۍ لپاره مهم دی.
راپور کاږي، طالب چارواکو له بهرنیو هېوادونو سره د امنیت، سوداګرۍ، کانونو او سیمه‌ییزو زېربناوو په برخه کې د همکاریو هڅې هم پراخې کړې دي. چین د افغانستان د کانونو له سکټور سره د لېواله هېوادونو له ډلې دی؛ خو د طالبانو د حکومت د رسميت نه پېژندنې له امله بهرني پانګه‌وال لاهم له احتیاط سره چلند کوي.
په همدې حال کې د طالبانو پلاوو په وروستیو میاشتو کې بهرنیو هېوادونو ته سفرونه زیات کړي دي. په جون میاشت کې طالب پلاوي په بروکسل کې د اروپايي ټولنې له ۱۵ غړو هېوادونو سره د هغه افغانانو د بېرته ستنولو په اړه خبرې وکړې، چې په اروپا کې د پاتې کېدو قانوني حق نه‌لري.
جرمني هم د طالبانو له واکمنېدو وروسته د لومړي ځل لپاره له کوم جرم پرته یو افغان بېرته افغانستان ته ولېږداوه.
سره له دې یوشمېر هېوادونه د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار او عامه ژوند د طالبانو محدودیتونه د اړیکو د پراختیا لپاره لوی خنډ بولي. له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده‌کړو بندیز لاهم پر ځای دی.
بل لور ته د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو پرمهال چین، قطر، سعودي عربستان، عمان، ایران، ترکیې، ازبکستان او مالیزیا د دواړو لورو ترمنځ د کړکېچ د کمولو هڅې کړې دي.
هند هم له طالبانو سره خپلې اړیکې پراخې کړې دي. په ملګرو ملتونو کې د هند استازي ویلي، چې د افغانستان اوسني سیاسي واقعیت له امله د طالبانو پر وړاندې د ملګرو ملتونو د بندیزونو د بیا ارزونې اړتیا شته.
د ملګرو ملتونو یو چارواکی وايي، نړۍ او د سیمې هېوادونه دا حقیقت مني چې افغانستان د طالبانو تر کنټرول لاندې دی او له همدې امله په امنیت، بشري مرستو، نشه‌یي توکو او نورو برخو کې له طالب چارواکو سره تعامل اړین بلل کېږي.

سیما سمر: له طالبانو سره د اروپايي ټولنې تعامل د افغانانو اندېښنې زیاتوي

۲۱ زمری ۱۴۰۵ - ۱۲ اګست ۲۰۲۶، ۰۳:۲۷ GMT+۱
100%

د طالبانو د واکمنۍ له پنځمې کلیزې سره هم‌مهاله د اروپايي ټولنې له لوري له یادې ډلې سره د تعامل په اړه نیوکې زیاتې شوې دي.

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون پخوانۍ مشره سیما سمر وايي، له داسې ډلې سره خبرې چې د بشري حقونو په برخه کې یې پراخ محدودیتونه لګولي؛ د طالبانو د مشروعیت پیاوړتیا اندېښنې راپورته کوي.
سیما سمر یورو نیوز ته ویلي، په بروکسل کې د جون په میاشت کې د طالبانو د استازو او اروپايي چارواکو ترمنځ د کډوالۍ په اړه تر خبرو وروسته ډېره نهیلې شوې ده. نوموړې وايي، اروپايي هېوادونه د بشري حقونو د اصولو ملاتړي دي او له همدې امله له طالبانو سره د هغوی تعامل د افغانستان د بشري حقونو د فعالانو لپاره د اندېښنې وړ ده.
سمر ادعا کوي، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت لا کړکېچن شوی او د زده‌کړو، کار، تګ‌راتګ او عامه ژوند په برخه کې پرې سخت محدودیتونه لګېدلي دي.
د هغې په وینا؛ نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو منع دي، ښځې پوهنتونونو او د کار ډېرو برخو ته له تګ محرومې شوې او د ښځو پر تګ‌راتګ او د هغوی پر جامو هم سخت بندیزونه لګېدلي دي.
د بشري حقونو څار ادارې هم د طالبانو د ښځو ضد تګلارو په اړه اندېښنه ښودلې او دغه محدودیتونه یې د بشري حقونو د جدي سرغړونو په توګه یاد کړي دي. بلخوا اروپايي ټولنه وايي، چې له طالبانو سره تعامل د هغوی د رسمیت پېژندلو یا مشروعیت ورکولو په معنا نه‌دی.
د اروپايي کمېسیون ویاندې انیتا هیپر ویلي، اروپايي ټولنه لاهم په افغانستان کې د بشري حقونو له «سیستماتیکو سرغړونو» سخته اندېښنه لري. د اروپايي چارواکو په وینا؛ له طالبانو سره خبرې د کډوالۍ، بشري مرستو او نورو هغه موضوعاتو په اړه دي، چې د اروپايي ټولنې له مهمو ګټو سره تړاو لري.
د جون په ۲۳مه د اروپايي کمېسیون، د اروپايي ټولنې د ۱۵ غړو هېوادونو او طالبانو ترمنځ د افغانانو د بېرته ستنولو په اړه خبرې شوې وې. اروپايي چارواکو ویلي، خبرې په ځانګړي ډول د هغه کسانو د بېرته ستنولو د چټکتیا په اړه وې چې په اروپا کې د پاتې کېدو قانوني حق نه‌لري او یا د جدي جرمونو په تور محکوم شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک بیا اندېښنه ښودلې، چې افغانستان ته ستانه کړل شوي کسان ښايي له شکنجې او نورو ګواښونو سره مخ شي. د اروپايي شمېرو له مخې؛ د ۲۰۲۵کال په لومړیو نهو میاشتو کې شاوخوا ۱۴زره او ۲۷۰ افغانانو ته له اروپايي ټولنې د وتلو امر شوی و، خو یوازې ۳۴۰ کسان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
سیما سمر وايي، په افغانستان کې د خراب امنیتي او بشري وضعیت ترڅنګ د قانوني سفر د لارو ستونزمن بهیر هم د دې لامل شوی چې یوشمېر افغانان اروپا ته د تګ لپاره ناقانونه لارې غوره کړي.

طالباني محدودیتونه او بندیزونه؛ تر استبداد لاندې د ۱۲ افغان مېرمنو د ژوند داستانونه

۲۱ زمری ۱۴۰۵ - ۱۲ اګست ۲۰۲۶، ۰۰:۰۱ GMT+۱
100%

ګارډین ورځپاڼې په یوه ځانګړي راپور کې د ۱۲ افغانو ښځو او نجونو د ورځني ژوند کیسې خپرې کړې دي. دغو ښځو او نجونو د زده‌کړو او کار پر وړاندې د بندیزونو، امنیتي وېرې، د ژوند د سختو شرایطو او په افغانستان کې د هیلو او خپلواکۍ د ساتلو لپاره د خپلو هڅو په اړه خبرې کړې دي.

ګارډین د «موږ لا هم دلته یو» تر سرلیک لاندې په دې راپور کې ویلي چې په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه ډېر شوي دي. د دې ورځپاڼې په وینا، ګڼې ښځې او نجونې له زده‌کړو او کار څخه بې‌برخې شوې دي.

راپور کې د ټولنیزو محدودیتونو د زیاتېدو، د «امر بالمعروف او نهې عن المنکر» د ځواکونو د څارنو او په انټرنېټي نړۍ کې د لا زیاتو محدودیتونو یادونه هم شوې ده.

ګارډین وايي، په دې راپور کې د ۱۲ ښځو او نجونو شخصي کیسې راټولې شوې دي. د دغو ښځو او نجونو په وینا، دوی له امنیتي ګواښونو سره سره خپلې کیسې له نړۍ سره شریکې کړې دي.

100%

ښځینه سرتېرې چې پوځي جامې یې بیا پر تن نه کړې

په دې ښځو کې یوه پرستو نومېږي چې د هرات اوسېدونکې ده. نوموړې وايي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې یې شپږ کاله په جمهوري نظام د یوېسرتېرې په توګه دنده ترسره کړې وه.

پرستو وايي، کله چې طالبان هرات ته ننوتل، له هغې او نورو ښځینه همکارانو یې وغوښتل چې خپلې پوځي جامې وسپاري.

نوموړې وايي، ځکه چې هغې او مېړه یې په تېر حکومت کې دنده ترسره کړې وه، طالبان څو ځله د هغې مېړه ورغوښتی او ترې یې پوښتلي چې څو طالبان یې وژلي او یا یې مېرمنې څو طالبان وژلي دي. پرستو وايي، هغې او مېړه ته یې څو ځله د ټیلیفون او پیغامونو له لارې د مرګ ګواښونه هم شوي دي.

د نوموړې په وینا، کورنۍ یې یو ځل هڅه کړې چې په پټه د ایران له پولې واوړي، خو ایراني سرحدي ځواکونو یې مخه نیولې ده.

هغه وايي، کورنۍ یې لا هم خپلې بستې تیارې ساتي، څو که اړ شوه، له افغانستانه ووځي.

100%

هغه ښځینه خبریاله چې په پټه کار کوي

د افغانستان په شمالي ولایتونو کې یوه ښځینه خبریاله هم د ګارډین په راپور کې خپله کیسه بیان کړې ده. نوموړې په پټه او په مستعار نوم خبریالي کوي.

هغه وايي، د طالبانو ځواکونو یې دوه ځله کور پلټلی او له هغې وروسته چې هر وخت د کور دروازه وټکېږي، وېره یې اخلي او خپل لپ‌ټاپ د توشک لاندې پټوي.

دغه خبریاله وايي، د وژنو، پر ښځو د تاوتریخوالي او له زیانمنو کسانو سره د مرکو په اړه د راپورونو د جوړولو پر مهال د پېژندل کېدو له ګواښ سره مخ ده.

نوموړې اندېښنه لري چې طالبان ښايي په ښار کې له پراخېدونکې امنیتي کمرې شبکې څخه په ګټې اخیستنې د خبریالانو تګ راتګ وڅاري او د هغوی هویت معلوم کړي.

هغې ویلي، د طالبانو تر واک لاندې په داسې چاپېریال کې چې د رسنیو ازادي په پراخه کچه محدوده شوې، د خبریال په توګه کار کول ډېر ستونزمن دي.

100%

هغه مېرمن چې پر تناره یې ژوند تکیه کړی

فاطمه ۳۲ کلنه ده، شپږ اولادونه لري او په کابل کې له خپلې خور «مرزیا» سره یو کوچنی کورنی نانوایي چلوي.

فاطمه وايي، له بېلابېلو سیمو ښځې له ځان سره تیار شوی خمیر راوړي او له دوی غواړي چې ډوډۍ ورته پخه کړي.

د هغې په وینا، په تېرو پنځو سختو کلونو کې د ډوډۍ پخول د دوی د کورنۍ د عاید یوازینۍ باوري سرچینه پاتې شوې ده.

فاطمه وايي، د تنور ترڅنګ کار کولو یې سترګې، زنګونونه او لاسونه زیانمن کړي دي، خو لا هم کار ته دوام ورکوي.

د نوموړې تر ټولو ستره اندېښنه د خپلو دوو لوڼو زده‌کړې دي. د هغې مشره لور ۱۲ کلنه ده او فاطمه وېره لري چې لوڼې یې هم ښايي له داسې راتلونکي سره مخ شي چې د خپلې مور په څېر له لږو انتخابونو او سخت ژوند سره مخ وي.

100%

هغه ۱۲ کلنه نجلۍ چې بلاګ لیکي

یوه ۱۲ کلنه نجلۍ چې نوم او د اوسېدو ځای یې نه دی په ډاګه شوی، وايي چې د شپږم ټولګي د ازموینو لپاره چمتووالی نیسي. د هغې په وینا، دا به وروستی ټولګی وي چې د زده‌کړې اجازه به ولري.

هغه وايي، مشرې خويندې یې هم د طالبانو د محدودیتونو له امله له زده‌کړو پاتې شوې دي.

دا نجلۍ له ښوونځي وروسته خپلې کوټې ته ځي، بلاګ ثبتوي او د ژوند، شعر او د افغان نجونو او ښځو د وضعیت په اړه خبرې کوي.

دا نجلۍ زیاتوي، ځینې خپلوان یې د دې کار له امله پرې نیوکه کوي او پلار ته یې وايي چې د هغې بلاګ لیکل د کورنۍ «عزت او آبرو» له ګواښ سره مخ کولی شي.

نوموړې په خپله کیسه کې ویلي، غواړي د هغو نجونو غږ واورېدل شي چې له کلونو راهیسې یې کتابونه تړلي پاتې دي.

100%

هغه خیاطه چې د ګوزڼ ناروغۍ هم ځپلې

په راپور کې د یوې بلې ښځې کیسه هم راغلې چې ۲۵ کاله مخکې، کله چې لس کلنه وه، د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوې وه.

نوموړې وايي، کورنۍ یې بېوزله وه او په یوه لیرې پرته کلي کې یې ژوند کاوه؛ له همدې امله یې ډاکټر او واکسین ته لاسرسی نه درلود.

هغه وايي، له ماشومتوبه یې د ستنې او د پلاستیک د ټوټو په مرسته د خپلو نانځکو لپاره جامې جوړولې. وروسته یې ګنډل په مسلکي توګه زده کړل او په دې برخه کې یې کار پیل کړ.

دا مېرمن اوس د خلکو د جامو د ګنډلو له لارې عاید ترلاسه کوي او له خپل هنر څخه د خپلې کورنۍ د لګښتونو لپاره کار اخلي.

100%

هغه لیکواله چې راتلونکي ته یې یوه کړکۍ پرانیستې ساتلې

مهتاب ۲۳ کلنه ده او د بلخ ولایت اوسېدونکې ده. نوموړې وايي، د یوه ناول پر لیکلو بوخته ده او له دې سره یو ځای په انلاین ټولګیو کې هم زده‌کړه کوي.

مهتاب کتاب لوستل او لیکل د خلکو د خاطرو، غږونو او هیلو د ساتلو یوه لار بولي.

هغه وايي، که څه هم نه شي کولی د خپلې ټولنې دردونه بدل کړي، خو کولی شي هغه په یاد وساتي، ویې لیکي او اجازه ورنه کړي چې دا دردونه او کیسې په چوپتیا کې له منځه ولاړ شي.

مهتاب باور لري چې لیکل یوازې د کلمو یو ځای کول نه دي، بلکې د هغو خوبونو، خاطرو او د خلکو د غږونو د ساتلو وسیله ده چې د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.

100%

هغه مېرمن چې د کورنۍ لپاره د خښټو بټیو کې کار کوي

۳۳کلنه لیلما د جوزجان ولایت اوسېدونکې ده. نوموړې وروسته له هغې د خپلې کورنۍ د لګښتونو مسوولیت پر غاړه واخیست چې مېړه یې په یوېټرافیکي پېښه کې ټپي او د کار کولو توان یې له لاسه ورکړ.

لیلمه هره ورځ په یوه هوټل کې د خدمت او پاک کارۍ دنده ترسره کوي.

نوموړې وايي، له دې سره یو ځای په خپل وزګار وخت کې خامې خښتې هم جوړوي، څو د خپلې کورنۍ لپاره د یوه بلې کوټې په جوړولو کې ترې ګټه واخلي.

لیلما وايي، د ټوله ورځې د کار په بدل کې یوازې ۲۰۰ افغانۍ ترلاسه کوي. که څه هم دا پیسې د کورنۍ د ټولو اړتیاوو لپاره بسنه نه کوي، خو هغه اړ ده چې کار ته دوام ورکړي.

نوموړې وايي، نه غواړي اولادونه یې کار کولو ته اړ شي او هیله لري چې هغوی د زده‌کړې فرصت ولري.

100%

هغه ښوونکې چې د خپلو زده‌کوونکو د کم عمره ودونو اندېښنه لري

صدیقه د دایکندي ولایت په یوه نجونو ښوونځي کې ښوونکې ده. هغه وايي، ۱۸ کاله کېږي چې په هغه ښوونځي کې درس ورکوي چې پخپله یې هم پکې زده‌کړه کړې ده.

صدیقه وايي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په دغه ښوونځي کې نجونې نور نه شي کولی له شپږم ټولګي پورته خپلې زده‌کړې روانې وساتي.

هغه د خپلو زده‌کوونکو د راتلونکي په اړه هم اندېښمنه ده او وايي، بېوزلي او د کورنۍ فشار ښايي ځینې نجونې له کم عمره او ناوړه واده سره مخ کړي.

نوموړې وايي، تر ټولو دردونکې شېبه ورته هغه وخت وي چې د شپږم ټولګي نجونې له ښوونځي فارغېږي، ځکه پوهېږي چې له هغې وروسته به د زده‌کړې لاره پرې وتړل شي.

100%

یوه محصله چې د پوهنتون دروازه پرې بنده شوه

لېمه ۲۴ کلنه ده او د ننګرهار ولایت اوسېدونکې ده. نوموړې د پوهنتونونو له تړل کېدو مخکې په یوه خصوصي پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس زده‌کړې کولې.

لېمه وايي، کله چې طالبانو د ښځو پر پوهنتوني زده‌کړو بندیز ولګاوه، د زده‌کړو د دوام هیله یې له منځه ولاړه.

د هغې کورنۍ هڅه وکړه چې د نوموړې د زده‌کړو د دوام لپاره پاکستان یا ترکیې ته کډه وکړي، خو د کشر ورور د جسمي معلولیت له امله ونه توانېدل چې له افغانستانه ووځي.

لېمه وايي، اوس د خپل وخت ډېره برخه په کور کې تېروي، خو لا هم هیله لري چې یوه ورځ به شرایط بدل شي.

100%

دا مېرمن معلولو ښځو ته مصنوعي غړي جوړوي

نازنین ۴۲ کلنه ده او د فاریاب ولایت اوسېدونکې ده. نوموړې له ۲۱ کلونو راهیسې په یوه روغتون کې د ښځو او ماشومانو لپاره د هډوکو او بندونو د مرستندویه وسایلو، پلسترونو او مصنوعي غړو د جوړولو په برخه کې کار کوي.

خو نازنین وايي، خپله ۱۳ کلنه لور یې له دوو کلونو راهیسې ښوونځي ته د تلو اجازه نه لري او په کور کې پاتې ده.

هغه وايي، د لور د راتلونکي په اړه اندېښنه یې تل ورسره وي.

سره له دې، نازنین هڅه کوي له هغو ښځو سره مرسته وکړي چې د مصنوعي پښې یا نورو مرستندویه وسایلو له لارې غواړي بېرته پر خپلو پښو ودرېږي، په خپلواکه توګه تګ راتګ وکړي او ورځني کارونه ترسره کړي.

100%

د غاښونو د یوې ډاکټرې هغه همکاره چې د لویو جراحي عملیاتو خوبونه یې لیدل

مروه ۲۳ کلنه ده او د جوزجان ولایت اوسېدونکې ده. هغې پخوا هیله لرله چې د دماغو جراحه شي.

خو د ښځو پر پوهنتوني زده‌کړو له بندیز وروسته یې د غاښونو د مصنوعي غړو په برخه کې انلاین زده‌کړې پیل کړې او اوس په یوه خصوصي روغتون کې د غاښونو د ډاکټرې د مرستیالې په توګه کار کوي.

مروه وايي، د طالبانو چارواکي او د «امر بالمعروف او نهې عن المنکر» کسان د هغې د کار ځای څارنه کوي او د دې په اړه پوښتنې کوي چې دا ځوانه ښځه څوک ده، سرپرست یې څوک دی او ولې یوازې کار کوي.

نوموړې وايي، کله ناکله ناامیده کېږي، خو بیا یې په زړه کې هیله راژوندۍ کېږي چې ښايي سبا شرایط بدل شي.

مروه ټینګار کوي چې نه غواړي خپل راتلونکی یوازې په واده پورې وتړي؛ بلکې غواړي خپله د خپل ځان د ملاتړ توان ولري.

100%

هغه ښوونکې چې د خپلو زده‌کوونکو د راتلونکي په اړه وېره لري

فتانه ۲۵ کلنه ده. د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې نوموړې د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي د درېیم کال محصله وه، خو د حکومت له نسکورېدو وروسته یې خپلې زده‌کړې نه شوې بشپړولی.

فتانه اوس په یوه خصوصي ښوونځي کې ښوونکې ده.

هغه وايي، د کار تر ټولو دردونکې برخه ورته دا ده چې ویني نجونې شپږم ټولګی پای ته رسوي او له هغې وروسته د زده‌کړې د دوام اجازه نه لري.

فتانه د خپلې یوې زده‌کوونکې کیسه هم بیانوي چې پلار یې د سرطان ناروغۍ له امله مړ شوی او کورنۍ یې له اقتصادي ستونزو سره مخ ده.

نوموړې وېره لري چې بېوزلي او د کورنۍ فشار ښايي دغه نجلۍ هم په کم عمر کې واده کولو ته اړ کړي.

فتانه وايي، هڅه کوي خپلو زده‌کوونکو ته وهڅوي چې زده‌کړې وکړي او د خپلو خوبونو لپاره مبارزه وکړي، خو د شپږم ټولګي له پای وروسته د ډېرو نجونو راتلونکی ورته له پوښتنو او اندېښنو ډک ښکاري.

100%

د ښځو او نجونو د ژوند د محدودېدو انځور

ګارډین دغه روایتونه د طالبانو د بیا واکمنېدو د پنځمې کلیزې په درشل کې خپاره کړي دي.

د دې ورځپاڼې په وینا، دغو ښځو او نجونو د ګڼو محدودیتونو، وېرو او ستونزو تر څنګ هڅه کړې چې د ژوند، کار، زده‌کړې او خپلې هیلې لپاره یوه لاره پیدا کړي.

د دوی په روایتونو کې د یوې پخوانۍ ښځینه سرتېرې د دندې له لاسه ورکول، د یوې خبریالې پټ کار، د یوې مور د کورنۍ د لګښت لپاره سخت کار، د یوې ۱۲ کلنې نجلۍ د زده‌کړې د دوام هیله، د یوې معلولې مېرمنې د ځان بسیا کېدو هڅه، د ښځینه محصلانو د پوهنتون له زده‌کړو پاتې کېدل او د ښوونکو د خپلو زده‌کوونکو د راتلونکي په اړه اندېښنې شاملې دي.

ګارډین وايي، سره له دې چې د دغو ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه او خطرونه شته، هغوی لا هم هڅه کوي چې خپل ژوند روان وساتي، کار وکړي، زده‌کړه وکړي او خپله هیله له لاسه ور نه کړي.

جرمونو نړېوالې محکمې له‌خوا د طالبانو دوو نورو لوړپوړو چارواکو د نیولو پټ حکمونه صادر شوي

۲۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱۱ اګست ۲۰۲۶، ۲۳:۵۷ GMT+۱
100%

د «مډل ایسټ ای» د یوه ځانګړي راپور له مخې، د جرمونو نړیوالې محکمې قاضیانو تېر کال د طالبانو د مشر، هبت‌الله اخوندزاده او د دې ډلې د سترې محکمې د رییس عبدالحکیم حقاني ترڅنګ، د طالبانو د دوو نورو لوړپوړو غړو د نیولو پټ حکمونه هم صادر کړي دي.

راپور د محرمو اسنادو او باخبره سرچینو په حواله وايي، چې د درېیو قاضیانو یوې ډلې د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر کې دغه دوه حکمونه صادر کړي دي. د دغو دوو طالب چارواکو هویت د قضیې د محرمیت له امله نه دی افشا شوی.

د «مډل ایسټ ای» په وینا، د جرمونو نړیوالې محکمې دغه پټ حکمونه د جنسیتي او سیاسي ځورونې د تورونو پر بنسټ صادر کړي دي. په راپور کې د طالبانو د امر بالمعروف وزیر خالد حنفي، د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم، د عدلیې وزیر حکیم شرعي او د حج او اوقافو وزیر نورمحمد ثاقب د ښځو پر وړاندې د تبعیضي سیاستونو او محدودیتونو له ملاتړو څخه یاد شوي، خو دا نه ده تایید شوې چې له دغو کسانو څخه کوم یو د پټو حکمونو موخه دی.

دا حکمونه شاوخوا دوه میاشتې وروسته له هغه صادر شوي چې د همدې قاضیانو له لوري د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده او د سترې محکمې د رئیس عبدالحکیم حقاني د نیولو حکمونه اعلان شول.

د جرمونو نړیوالې محکمې هبت‌الله اخوندزاده او عبدالحکیم حقاني د جنسیتي ځورونې له لارې د بشریت ضد جرمونو په ترسره کولو تورن کړي دي.

د راپور له مخې، نوي پټ حکمونه پر هغو شواهدو او د قربانیانو پر څرګندونو ولاړ دي چې د هبت‌الله اخوندزاده او عبدالحکیم حقاني په علني قضیو کې نه وو شامل.

«مډل ایسټ ای» ادعا کوي چې د طالبانو د جنسیتي ځورونې په قضیه کېد جنسي تمایل او جنسیتي هویتونو ټولنې قربانیان هم د لومړي ځل لپاره په یوه نړیواله قضايي دوسیه کې په رسمیت پېژندل شوي دي.

د راپور له مخې، جنسیتي ځورونه په نړیوالو محکمو کې یو نسبتاً کم کارول شوی تور دی او تر اوسه هېڅوک د جرمونو په نړیواله محکمه کې د همدې تور پر بنسټ محکوم شوي نه دي.

راپور وايي، د طالبانو د څلورو لوړپوړو چارواکو د نیولو لپاره غوښتنلیکونه د ۱۴۰۳ کال په سلواغه کې، د جرمونو د نړیوالې محکمې د پخواني څارنوال کریم خان د دورې پر مهال، چمتو شوي وو.

دوه غوښتنلیکونه د هبت‌الله اخوندزاده او عبدالحکیم حقاني په اړه علني شول، خو دوه نور پټ پاتې شول.

د «مډل ایسټ ای» سرچینو ویلي، د محکمې چارواکي د امریکا له مخالفت څخه خبر وو او اندېښنه یې لرله چې د نورو حکمونو اعلان به د واشنګټن له لوري د محکمې پر چارواکو او کارکوونکو د نویو بندیزونو لامل شي.

امریکا د هبت‌الله اخوندزاده او عبدالحکیم حقاني د نیولو د غوښتنې له علني کېدو شاوخوا یوه میاشت وروسته د محکمې پر چارواکو د بندیزونو لړۍ پیل کړه.

د جرمونو د نړیوالې محکمې څارنوالۍ د «مډل ایسټ آی» د دغو پټو حکمونو په اړه پوښتنو ته له ځواب ورکولو ډډه کړې او ویلي یې دي چې د محکمې نوي مقررات اجازه نه ورکوي چې د نیولو د نویو حکمونو یا غوښتنو په اړه معلومات خپاره شي.

د جرمونو نړیوالې محکمې د افغانستان په اړه خپلې څېړنې په ۲۰۱۷ کال کې پیل کړې وې. په لومړیو کې په دې څېړنو کې د طالبانو، داعش خراسان، د افغانستان د پخواني حکومت د ځواکونو او امریکايي ځواکونو اړوند ادعاوې شاملې وې.

په ۲۰۲۱ کال کې د محکمې څارنوالۍ د امریکايي ځواکونو او د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارېاړوند تورونه په ټیټه کچه کې وڅېړل او تمرکز یې پر طالبانو او داعش خراسان زیات کړ.

د ۱۴۰۳ کال په لړم کې فرانسې، هسپانیې، مکسیکو، چیلي، کوستاریکا او لوګزامبورګ هم له جرمونو نړیوالې محکمې وغوښتل چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو او نجونو د حقونو د سرغړونو اړوند تورونه وڅېړي.

د «مډل ایسټ ای» د تېرې اوونۍ د راپور له مخې، د جرمونو نړیوالې محکمې قاضیانو له څارنوالۍ غوښتي چې د طالبانو د جنسیتي ځورونې قضیه د افغانستان د پراخو جنګي جرمونو له څېړنې څخه جلا وڅېړي.

طالبان: ملګري ملتونه په کابل کې د کډوالو لپاره مېشت‌غالی او د قالینو اوبدلو کارخونه جوړوي

۲۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱۱ اګست ۲۰۲۶، ۲۲:۰۰ GMT+۱
100%

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په کابل کې ملګري‌ ملتونه د راستنېدونکو کډوالو لپاره د یوه نوي مېشت‌غالي او د قالین اوبدنې د یوې کارخونې د جوړولو طرحه تر ارزونې لاندې ده.

دغه وزارت د سه‌شنبې په ورځ، د زمري په ۲۰مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دوی چارواکو د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له مرستیالې ونیسا ماتر بولي او د کابل ښاروالۍ له استازو سره یې په کابل کې د کډوالو د ستونزو د حل، نوي مېشت‌غالي او د قالین اوبدنې کارخونې د جوړولو په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت د مسلکي مرستیال عبدالرحمن راشد ویلي، د دغه مېشت‌غالي او کارخونې جوړول به له راستنېدونکو کډوالو سره د مرستې او د هغوی د کاري بوختیا لپاره مهم ګام وي.

نوموړي ویلي چې وزارت یې چمتو دی له اړوندو بنسټونو سره په دې برخه کې همکاري وکړي او د کډوالو په ښارګوټو کې د مېشتغالو د جوړولو لپاره د اړتیا وړ ځمکه ځانګړې کړي.

راشد زیاته کړې چې په اوسنیو شرایطو کې د دوی د حکومت له لوري بېلابېلو کسانو ته د ځمکې وېش امکان نه لري، خو د راستنېدونکو کډوالو لپاره د ملاتړ کوونکو پروګرامونو د اصولو له مخې د ځمکې د ځانګړي کولو امکان شته.

خبرپاڼه کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیالې ونیسا ماتر بولي له قوله لیکل شوي چې دغه اداره غواړي د همکارو بنسټونو په مرسته د کابل ښار په څرخي پله سیمه کې یو مېشت‌غالی او د قالین اوبدنې یوه کارخونه جوړه کړي.

د نوموړې په وینا، په دې مرکز کې به راستنېدونکو کډوالو ته بېلابېل خدمات وړاندې شي. هغې ویلي چې د مېشت‌غالي او کارخونې لومړنۍ نقشه جوړه شوې او د اړینو پړاوونو له بشپړېدو او د ځمکې د ستونزې له حل وروسته به د جوړولو چارې پیل شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ مرستیالې همداراز ویلي چې د دې ادارې د نغدي مرستو مرکز تر دې وړاندې په پلچرخي کې کډوالو ته نغدي مرستې ورکولې، خو اوس پرېکړه شوې چې د طالبانو د کډوالو چارو وزارت او نورو بنسټونو په همکارۍ کډوالو ته بېلابېل خدمات وړاندې کړي.

کابل کې د طالبانو ښاروالۍ استازو هم د دې طرحې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د کمولو لپاره ګډې همکارۍ ته اړتیا ده.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت په داسې مهال په کابل کې د نوي مېشت‌غالي او د کارخونې د جوړولو خبره کوي چې افغانستان ته په تېرو میاشتو کې د ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول پاکستان او ایران، څخه د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر چټک شوی او نږدې پنځه میلیونه افغانان خپل هېواد ته ستانه شوې دي.