سیما سمر: له طالبانو سره د اروپايي ټولنې تعامل د افغانانو اندېښنې زیاتوي

د طالبانو د واکمنۍ له پنځمې کلیزې سره هممهاله د اروپايي ټولنې له لوري له یادې ډلې سره د تعامل په اړه نیوکې زیاتې شوې دي.

د طالبانو د واکمنۍ له پنځمې کلیزې سره هممهاله د اروپايي ټولنې له لوري له یادې ډلې سره د تعامل په اړه نیوکې زیاتې شوې دي.
د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون پخوانۍ مشره سیما سمر وايي، له داسې ډلې سره خبرې چې د بشري حقونو په برخه کې یې پراخ محدودیتونه لګولي؛ د طالبانو د مشروعیت پیاوړتیا اندېښنې راپورته کوي.
سیما سمر یورو نیوز ته ویلي، په بروکسل کې د جون په میاشت کې د طالبانو د استازو او اروپايي چارواکو ترمنځ د کډوالۍ په اړه تر خبرو وروسته ډېره نهیلې شوې ده. نوموړې وايي، اروپايي هېوادونه د بشري حقونو د اصولو ملاتړي دي او له همدې امله له طالبانو سره د هغوی تعامل د افغانستان د بشري حقونو د فعالانو لپاره د اندېښنې وړ ده.
سمر ادعا کوي، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت لا کړکېچن شوی او د زدهکړو، کار، تګراتګ او عامه ژوند په برخه کې پرې سخت محدودیتونه لګېدلي دي.
د هغې په وینا؛ نجونې له شپږم ټولګي پورته له زدهکړو منع دي، ښځې پوهنتونونو او د کار ډېرو برخو ته له تګ محرومې شوې او د ښځو پر تګراتګ او د هغوی پر جامو هم سخت بندیزونه لګېدلي دي.
د بشري حقونو څار ادارې هم د طالبانو د ښځو ضد تګلارو په اړه اندېښنه ښودلې او دغه محدودیتونه یې د بشري حقونو د جدي سرغړونو په توګه یاد کړي دي. بلخوا اروپايي ټولنه وايي، چې له طالبانو سره تعامل د هغوی د رسمیت پېژندلو یا مشروعیت ورکولو په معنا نهدی.
د اروپايي کمېسیون ویاندې انیتا هیپر ویلي، اروپايي ټولنه لاهم په افغانستان کې د بشري حقونو له «سیستماتیکو سرغړونو» سخته اندېښنه لري. د اروپايي چارواکو په وینا؛ له طالبانو سره خبرې د کډوالۍ، بشري مرستو او نورو هغه موضوعاتو په اړه دي، چې د اروپايي ټولنې له مهمو ګټو سره تړاو لري.
د جون په ۲۳مه د اروپايي کمېسیون، د اروپايي ټولنې د ۱۵ غړو هېوادونو او طالبانو ترمنځ د افغانانو د بېرته ستنولو په اړه خبرې شوې وې. اروپايي چارواکو ویلي، خبرې په ځانګړي ډول د هغه کسانو د بېرته ستنولو د چټکتیا په اړه وې چې په اروپا کې د پاتې کېدو قانوني حق نهلري او یا د جدي جرمونو په تور محکوم شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک بیا اندېښنه ښودلې، چې افغانستان ته ستانه کړل شوي کسان ښايي له شکنجې او نورو ګواښونو سره مخ شي. د اروپايي شمېرو له مخې؛ د ۲۰۲۵کال په لومړیو نهو میاشتو کې شاوخوا ۱۴زره او ۲۷۰ افغانانو ته له اروپايي ټولنې د وتلو امر شوی و، خو یوازې ۳۴۰ کسان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
سیما سمر وايي، په افغانستان کې د خراب امنیتي او بشري وضعیت ترڅنګ د قانوني سفر د لارو ستونزمن بهیر هم د دې لامل شوی چې یوشمېر افغانان اروپا ته د تګ لپاره ناقانونه لارې غوره کړي.

ګارډین ورځپاڼې په یوه ځانګړي راپور کې د ۱۲ افغانو ښځو او نجونو د ورځني ژوند کیسې خپرې کړې دي. دغو ښځو او نجونو د زدهکړو او کار پر وړاندې د بندیزونو، امنیتي وېرې، د ژوند د سختو شرایطو او په افغانستان کې د هیلو او خپلواکۍ د ساتلو لپاره د خپلو هڅو په اړه خبرې کړې دي.
ګارډین د «موږ لا هم دلته یو» تر سرلیک لاندې په دې راپور کې ویلي چې په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه ډېر شوي دي. د دې ورځپاڼې په وینا، ګڼې ښځې او نجونې له زدهکړو او کار څخه بېبرخې شوې دي.
راپور کې د ټولنیزو محدودیتونو د زیاتېدو، د «امر بالمعروف او نهې عن المنکر» د ځواکونو د څارنو او په انټرنېټي نړۍ کې د لا زیاتو محدودیتونو یادونه هم شوې ده.
ګارډین وايي، په دې راپور کې د ۱۲ ښځو او نجونو شخصي کیسې راټولې شوې دي. د دغو ښځو او نجونو په وینا، دوی له امنیتي ګواښونو سره سره خپلې کیسې له نړۍ سره شریکې کړې دي.
ښځینه سرتېرې چې پوځي جامې یې بیا پر تن نه کړې
په دې ښځو کې یوه پرستو نومېږي چې د هرات اوسېدونکې ده. نوموړې وايي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې یې شپږ کاله په جمهوري نظام د یوېسرتېرې په توګه دنده ترسره کړې وه.
پرستو وايي، کله چې طالبان هرات ته ننوتل، له هغې او نورو ښځینه همکارانو یې وغوښتل چې خپلې پوځي جامې وسپاري.
نوموړې وايي، ځکه چې هغې او مېړه یې په تېر حکومت کې دنده ترسره کړې وه، طالبان څو ځله د هغې مېړه ورغوښتی او ترې یې پوښتلي چې څو طالبان یې وژلي او یا یې مېرمنې څو طالبان وژلي دي. پرستو وايي، هغې او مېړه ته یې څو ځله د ټیلیفون او پیغامونو له لارې د مرګ ګواښونه هم شوي دي.
د نوموړې په وینا، کورنۍ یې یو ځل هڅه کړې چې په پټه د ایران له پولې واوړي، خو ایراني سرحدي ځواکونو یې مخه نیولې ده.
هغه وايي، کورنۍ یې لا هم خپلې بستې تیارې ساتي، څو که اړ شوه، له افغانستانه ووځي.
هغه ښځینه خبریاله چې په پټه کار کوي
د افغانستان په شمالي ولایتونو کې یوه ښځینه خبریاله هم د ګارډین په راپور کې خپله کیسه بیان کړې ده. نوموړې په پټه او په مستعار نوم خبریالي کوي.
هغه وايي، د طالبانو ځواکونو یې دوه ځله کور پلټلی او له هغې وروسته چې هر وخت د کور دروازه وټکېږي، وېره یې اخلي او خپل لپټاپ د توشک لاندې پټوي.
دغه خبریاله وايي، د وژنو، پر ښځو د تاوتریخوالي او له زیانمنو کسانو سره د مرکو په اړه د راپورونو د جوړولو پر مهال د پېژندل کېدو له ګواښ سره مخ ده.
نوموړې اندېښنه لري چې طالبان ښايي په ښار کې له پراخېدونکې امنیتي کمرې شبکې څخه په ګټې اخیستنې د خبریالانو تګ راتګ وڅاري او د هغوی هویت معلوم کړي.
هغې ویلي، د طالبانو تر واک لاندې په داسې چاپېریال کې چې د رسنیو ازادي په پراخه کچه محدوده شوې، د خبریال په توګه کار کول ډېر ستونزمن دي.
هغه مېرمن چې پر تناره یې ژوند تکیه کړی
فاطمه ۳۲ کلنه ده، شپږ اولادونه لري او په کابل کې له خپلې خور «مرزیا» سره یو کوچنی کورنی نانوایي چلوي.
فاطمه وايي، له بېلابېلو سیمو ښځې له ځان سره تیار شوی خمیر راوړي او له دوی غواړي چې ډوډۍ ورته پخه کړي.
د هغې په وینا، په تېرو پنځو سختو کلونو کې د ډوډۍ پخول د دوی د کورنۍ د عاید یوازینۍ باوري سرچینه پاتې شوې ده.
فاطمه وايي، د تنور ترڅنګ کار کولو یې سترګې، زنګونونه او لاسونه زیانمن کړي دي، خو لا هم کار ته دوام ورکوي.
د نوموړې تر ټولو ستره اندېښنه د خپلو دوو لوڼو زدهکړې دي. د هغې مشره لور ۱۲ کلنه ده او فاطمه وېره لري چې لوڼې یې هم ښايي له داسې راتلونکي سره مخ شي چې د خپلې مور په څېر له لږو انتخابونو او سخت ژوند سره مخ وي.
هغه ۱۲ کلنه نجلۍ چې بلاګ لیکي
یوه ۱۲ کلنه نجلۍ چې نوم او د اوسېدو ځای یې نه دی په ډاګه شوی، وايي چې د شپږم ټولګي د ازموینو لپاره چمتووالی نیسي. د هغې په وینا، دا به وروستی ټولګی وي چې د زدهکړې اجازه به ولري.
هغه وايي، مشرې خويندې یې هم د طالبانو د محدودیتونو له امله له زدهکړو پاتې شوې دي.
دا نجلۍ له ښوونځي وروسته خپلې کوټې ته ځي، بلاګ ثبتوي او د ژوند، شعر او د افغان نجونو او ښځو د وضعیت په اړه خبرې کوي.
دا نجلۍ زیاتوي، ځینې خپلوان یې د دې کار له امله پرې نیوکه کوي او پلار ته یې وايي چې د هغې بلاګ لیکل د کورنۍ «عزت او آبرو» له ګواښ سره مخ کولی شي.
نوموړې په خپله کیسه کې ویلي، غواړي د هغو نجونو غږ واورېدل شي چې له کلونو راهیسې یې کتابونه تړلي پاتې دي.
هغه خیاطه چې د ګوزڼ ناروغۍ هم ځپلې
په راپور کې د یوې بلې ښځې کیسه هم راغلې چې ۲۵ کاله مخکې، کله چې لس کلنه وه، د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوې وه.
نوموړې وايي، کورنۍ یې بېوزله وه او په یوه لیرې پرته کلي کې یې ژوند کاوه؛ له همدې امله یې ډاکټر او واکسین ته لاسرسی نه درلود.
هغه وايي، له ماشومتوبه یې د ستنې او د پلاستیک د ټوټو په مرسته د خپلو نانځکو لپاره جامې جوړولې. وروسته یې ګنډل په مسلکي توګه زده کړل او په دې برخه کې یې کار پیل کړ.
دا مېرمن اوس د خلکو د جامو د ګنډلو له لارې عاید ترلاسه کوي او له خپل هنر څخه د خپلې کورنۍ د لګښتونو لپاره کار اخلي.
هغه لیکواله چې راتلونکي ته یې یوه کړکۍ پرانیستې ساتلې
مهتاب ۲۳ کلنه ده او د بلخ ولایت اوسېدونکې ده. نوموړې وايي، د یوه ناول پر لیکلو بوخته ده او له دې سره یو ځای په انلاین ټولګیو کې هم زدهکړه کوي.
مهتاب کتاب لوستل او لیکل د خلکو د خاطرو، غږونو او هیلو د ساتلو یوه لار بولي.
هغه وايي، که څه هم نه شي کولی د خپلې ټولنې دردونه بدل کړي، خو کولی شي هغه په یاد وساتي، ویې لیکي او اجازه ورنه کړي چې دا دردونه او کیسې په چوپتیا کې له منځه ولاړ شي.
مهتاب باور لري چې لیکل یوازې د کلمو یو ځای کول نه دي، بلکې د هغو خوبونو، خاطرو او د خلکو د غږونو د ساتلو وسیله ده چې د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.
هغه مېرمن چې د کورنۍ لپاره د خښټو بټیو کې کار کوي
۳۳کلنه لیلما د جوزجان ولایت اوسېدونکې ده. نوموړې وروسته له هغې د خپلې کورنۍ د لګښتونو مسوولیت پر غاړه واخیست چې مېړه یې په یوېټرافیکي پېښه کې ټپي او د کار کولو توان یې له لاسه ورکړ.
لیلمه هره ورځ په یوه هوټل کې د خدمت او پاک کارۍ دنده ترسره کوي.
نوموړې وايي، له دې سره یو ځای په خپل وزګار وخت کې خامې خښتې هم جوړوي، څو د خپلې کورنۍ لپاره د یوه بلې کوټې په جوړولو کې ترې ګټه واخلي.
لیلما وايي، د ټوله ورځې د کار په بدل کې یوازې ۲۰۰ افغانۍ ترلاسه کوي. که څه هم دا پیسې د کورنۍ د ټولو اړتیاوو لپاره بسنه نه کوي، خو هغه اړ ده چې کار ته دوام ورکړي.
نوموړې وايي، نه غواړي اولادونه یې کار کولو ته اړ شي او هیله لري چې هغوی د زدهکړې فرصت ولري.
هغه ښوونکې چې د خپلو زدهکوونکو د کم عمره ودونو اندېښنه لري
صدیقه د دایکندي ولایت په یوه نجونو ښوونځي کې ښوونکې ده. هغه وايي، ۱۸ کاله کېږي چې په هغه ښوونځي کې درس ورکوي چې پخپله یې هم پکې زدهکړه کړې ده.
صدیقه وايي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په دغه ښوونځي کې نجونې نور نه شي کولی له شپږم ټولګي پورته خپلې زدهکړې روانې وساتي.
هغه د خپلو زدهکوونکو د راتلونکي په اړه هم اندېښمنه ده او وايي، بېوزلي او د کورنۍ فشار ښايي ځینې نجونې له کم عمره او ناوړه واده سره مخ کړي.
نوموړې وايي، تر ټولو دردونکې شېبه ورته هغه وخت وي چې د شپږم ټولګي نجونې له ښوونځي فارغېږي، ځکه پوهېږي چې له هغې وروسته به د زدهکړې لاره پرې وتړل شي.
یوه محصله چې د پوهنتون دروازه پرې بنده شوه
لېمه ۲۴ کلنه ده او د ننګرهار ولایت اوسېدونکې ده. نوموړې د پوهنتونونو له تړل کېدو مخکې په یوه خصوصي پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس زدهکړې کولې.
لېمه وايي، کله چې طالبانو د ښځو پر پوهنتوني زدهکړو بندیز ولګاوه، د زدهکړو د دوام هیله یې له منځه ولاړه.
د هغې کورنۍ هڅه وکړه چې د نوموړې د زدهکړو د دوام لپاره پاکستان یا ترکیې ته کډه وکړي، خو د کشر ورور د جسمي معلولیت له امله ونه توانېدل چې له افغانستانه ووځي.
لېمه وايي، اوس د خپل وخت ډېره برخه په کور کې تېروي، خو لا هم هیله لري چې یوه ورځ به شرایط بدل شي.
دا مېرمن معلولو ښځو ته مصنوعي غړي جوړوي
نازنین ۴۲ کلنه ده او د فاریاب ولایت اوسېدونکې ده. نوموړې له ۲۱ کلونو راهیسې په یوه روغتون کې د ښځو او ماشومانو لپاره د هډوکو او بندونو د مرستندویه وسایلو، پلسترونو او مصنوعي غړو د جوړولو په برخه کې کار کوي.
خو نازنین وايي، خپله ۱۳ کلنه لور یې له دوو کلونو راهیسې ښوونځي ته د تلو اجازه نه لري او په کور کې پاتې ده.
هغه وايي، د لور د راتلونکي په اړه اندېښنه یې تل ورسره وي.
سره له دې، نازنین هڅه کوي له هغو ښځو سره مرسته وکړي چې د مصنوعي پښې یا نورو مرستندویه وسایلو له لارې غواړي بېرته پر خپلو پښو ودرېږي، په خپلواکه توګه تګ راتګ وکړي او ورځني کارونه ترسره کړي.
د غاښونو د یوې ډاکټرې هغه همکاره چې د لویو جراحي عملیاتو خوبونه یې لیدل
مروه ۲۳ کلنه ده او د جوزجان ولایت اوسېدونکې ده. هغې پخوا هیله لرله چې د دماغو جراحه شي.
خو د ښځو پر پوهنتوني زدهکړو له بندیز وروسته یې د غاښونو د مصنوعي غړو په برخه کې انلاین زدهکړې پیل کړې او اوس په یوه خصوصي روغتون کې د غاښونو د ډاکټرې د مرستیالې په توګه کار کوي.
مروه وايي، د طالبانو چارواکي او د «امر بالمعروف او نهې عن المنکر» کسان د هغې د کار ځای څارنه کوي او د دې په اړه پوښتنې کوي چې دا ځوانه ښځه څوک ده، سرپرست یې څوک دی او ولې یوازې کار کوي.
نوموړې وايي، کله ناکله ناامیده کېږي، خو بیا یې په زړه کې هیله راژوندۍ کېږي چې ښايي سبا شرایط بدل شي.
مروه ټینګار کوي چې نه غواړي خپل راتلونکی یوازې په واده پورې وتړي؛ بلکې غواړي خپله د خپل ځان د ملاتړ توان ولري.
هغه ښوونکې چې د خپلو زدهکوونکو د راتلونکي په اړه وېره لري
فتانه ۲۵ کلنه ده. د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې نوموړې د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي د درېیم کال محصله وه، خو د حکومت له نسکورېدو وروسته یې خپلې زدهکړې نه شوې بشپړولی.
فتانه اوس په یوه خصوصي ښوونځي کې ښوونکې ده.
هغه وايي، د کار تر ټولو دردونکې برخه ورته دا ده چې ویني نجونې شپږم ټولګی پای ته رسوي او له هغې وروسته د زدهکړې د دوام اجازه نه لري.
فتانه د خپلې یوې زدهکوونکې کیسه هم بیانوي چې پلار یې د سرطان ناروغۍ له امله مړ شوی او کورنۍ یې له اقتصادي ستونزو سره مخ ده.
نوموړې وېره لري چې بېوزلي او د کورنۍ فشار ښايي دغه نجلۍ هم په کم عمر کې واده کولو ته اړ کړي.
فتانه وايي، هڅه کوي خپلو زدهکوونکو ته وهڅوي چې زدهکړې وکړي او د خپلو خوبونو لپاره مبارزه وکړي، خو د شپږم ټولګي له پای وروسته د ډېرو نجونو راتلونکی ورته له پوښتنو او اندېښنو ډک ښکاري.
د ښځو او نجونو د ژوند د محدودېدو انځور
ګارډین دغه روایتونه د طالبانو د بیا واکمنېدو د پنځمې کلیزې په درشل کې خپاره کړي دي.
د دې ورځپاڼې په وینا، دغو ښځو او نجونو د ګڼو محدودیتونو، وېرو او ستونزو تر څنګ هڅه کړې چې د ژوند، کار، زدهکړې او خپلې هیلې لپاره یوه لاره پیدا کړي.
د دوی په روایتونو کې د یوې پخوانۍ ښځینه سرتېرې د دندې له لاسه ورکول، د یوې خبریالې پټ کار، د یوې مور د کورنۍ د لګښت لپاره سخت کار، د یوې ۱۲ کلنې نجلۍ د زدهکړې د دوام هیله، د یوې معلولې مېرمنې د ځان بسیا کېدو هڅه، د ښځینه محصلانو د پوهنتون له زدهکړو پاتې کېدل او د ښوونکو د خپلو زدهکوونکو د راتلونکي په اړه اندېښنې شاملې دي.
ګارډین وايي، سره له دې چې د دغو ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه او خطرونه شته، هغوی لا هم هڅه کوي چې خپل ژوند روان وساتي، کار وکړي، زدهکړه وکړي او خپله هیله له لاسه ور نه کړي.
د «مډل ایسټ ای» د یوه ځانګړي راپور له مخې، د جرمونو نړیوالې محکمې قاضیانو تېر کال د طالبانو د مشر، هبتالله اخوندزاده او د دې ډلې د سترې محکمې د رییس عبدالحکیم حقاني ترڅنګ، د طالبانو د دوو نورو لوړپوړو غړو د نیولو پټ حکمونه هم صادر کړي دي.
راپور د محرمو اسنادو او باخبره سرچینو په حواله وايي، چې د درېیو قاضیانو یوې ډلې د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر کې دغه دوه حکمونه صادر کړي دي. د دغو دوو طالب چارواکو هویت د قضیې د محرمیت له امله نه دی افشا شوی.
د «مډل ایسټ ای» په وینا، د جرمونو نړیوالې محکمې دغه پټ حکمونه د جنسیتي او سیاسي ځورونې د تورونو پر بنسټ صادر کړي دي. په راپور کې د طالبانو د امر بالمعروف وزیر خالد حنفي، د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم، د عدلیې وزیر حکیم شرعي او د حج او اوقافو وزیر نورمحمد ثاقب د ښځو پر وړاندې د تبعیضي سیاستونو او محدودیتونو له ملاتړو څخه یاد شوي، خو دا نه ده تایید شوې چې له دغو کسانو څخه کوم یو د پټو حکمونو موخه دی.
دا حکمونه شاوخوا دوه میاشتې وروسته له هغه صادر شوي چې د همدې قاضیانو له لوري د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده او د سترې محکمې د رئیس عبدالحکیم حقاني د نیولو حکمونه اعلان شول.
د جرمونو نړیوالې محکمې هبتالله اخوندزاده او عبدالحکیم حقاني د جنسیتي ځورونې له لارې د بشریت ضد جرمونو په ترسره کولو تورن کړي دي.
د راپور له مخې، نوي پټ حکمونه پر هغو شواهدو او د قربانیانو پر څرګندونو ولاړ دي چې د هبتالله اخوندزاده او عبدالحکیم حقاني په علني قضیو کې نه وو شامل.
«مډل ایسټ ای» ادعا کوي چې د طالبانو د جنسیتي ځورونې په قضیه کېد جنسي تمایل او جنسیتي هویتونو ټولنې قربانیان هم د لومړي ځل لپاره په یوه نړیواله قضايي دوسیه کې په رسمیت پېژندل شوي دي.
د راپور له مخې، جنسیتي ځورونه په نړیوالو محکمو کې یو نسبتاً کم کارول شوی تور دی او تر اوسه هېڅوک د جرمونو په نړیواله محکمه کې د همدې تور پر بنسټ محکوم شوي نه دي.
راپور وايي، د طالبانو د څلورو لوړپوړو چارواکو د نیولو لپاره غوښتنلیکونه د ۱۴۰۳ کال په سلواغه کې، د جرمونو د نړیوالې محکمې د پخواني څارنوال کریم خان د دورې پر مهال، چمتو شوي وو.
دوه غوښتنلیکونه د هبتالله اخوندزاده او عبدالحکیم حقاني په اړه علني شول، خو دوه نور پټ پاتې شول.
د «مډل ایسټ ای» سرچینو ویلي، د محکمې چارواکي د امریکا له مخالفت څخه خبر وو او اندېښنه یې لرله چې د نورو حکمونو اعلان به د واشنګټن له لوري د محکمې پر چارواکو او کارکوونکو د نویو بندیزونو لامل شي.
امریکا د هبتالله اخوندزاده او عبدالحکیم حقاني د نیولو د غوښتنې له علني کېدو شاوخوا یوه میاشت وروسته د محکمې پر چارواکو د بندیزونو لړۍ پیل کړه.
د جرمونو د نړیوالې محکمې څارنوالۍ د «مډل ایسټ آی» د دغو پټو حکمونو په اړه پوښتنو ته له ځواب ورکولو ډډه کړې او ویلي یې دي چې د محکمې نوي مقررات اجازه نه ورکوي چې د نیولو د نویو حکمونو یا غوښتنو په اړه معلومات خپاره شي.
د جرمونو نړیوالې محکمې د افغانستان په اړه خپلې څېړنې په ۲۰۱۷ کال کې پیل کړې وې. په لومړیو کې په دې څېړنو کې د طالبانو، داعش خراسان، د افغانستان د پخواني حکومت د ځواکونو او امریکايي ځواکونو اړوند ادعاوې شاملې وې.
په ۲۰۲۱ کال کې د محکمې څارنوالۍ د امریکايي ځواکونو او د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارېاړوند تورونه په ټیټه کچه کې وڅېړل او تمرکز یې پر طالبانو او داعش خراسان زیات کړ.
د ۱۴۰۳ کال په لړم کې فرانسې، هسپانیې، مکسیکو، چیلي، کوستاریکا او لوګزامبورګ هم له جرمونو نړیوالې محکمې وغوښتل چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو او نجونو د حقونو د سرغړونو اړوند تورونه وڅېړي.
د «مډل ایسټ ای» د تېرې اوونۍ د راپور له مخې، د جرمونو نړیوالې محکمې قاضیانو له څارنوالۍ غوښتي چې د طالبانو د جنسیتي ځورونې قضیه د افغانستان د پراخو جنګي جرمونو له څېړنې څخه جلا وڅېړي.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په کابل کې ملګري ملتونه د راستنېدونکو کډوالو لپاره د یوه نوي مېشتغالي او د قالین اوبدنې د یوې کارخونې د جوړولو طرحه تر ارزونې لاندې ده.
دغه وزارت د سهشنبې په ورځ، د زمري په ۲۰مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دوی چارواکو د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له مرستیالې ونیسا ماتر بولي او د کابل ښاروالۍ له استازو سره یې په کابل کې د کډوالو د ستونزو د حل، نوي مېشتغالي او د قالین اوبدنې کارخونې د جوړولو په اړه خبرې کړې دي.
د طالبانو د کډوالو چارو وزارت د مسلکي مرستیال عبدالرحمن راشد ویلي، د دغه مېشتغالي او کارخونې جوړول به له راستنېدونکو کډوالو سره د مرستې او د هغوی د کاري بوختیا لپاره مهم ګام وي.
نوموړي ویلي چې وزارت یې چمتو دی له اړوندو بنسټونو سره په دې برخه کې همکاري وکړي او د کډوالو په ښارګوټو کې د مېشتغالو د جوړولو لپاره د اړتیا وړ ځمکه ځانګړې کړي.
راشد زیاته کړې چې په اوسنیو شرایطو کې د دوی د حکومت له لوري بېلابېلو کسانو ته د ځمکې وېش امکان نه لري، خو د راستنېدونکو کډوالو لپاره د ملاتړ کوونکو پروګرامونو د اصولو له مخې د ځمکې د ځانګړي کولو امکان شته.
خبرپاڼه کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیالې ونیسا ماتر بولي له قوله لیکل شوي چې دغه اداره غواړي د همکارو بنسټونو په مرسته د کابل ښار په څرخي پله سیمه کې یو مېشتغالی او د قالین اوبدنې یوه کارخونه جوړه کړي.
د نوموړې په وینا، په دې مرکز کې به راستنېدونکو کډوالو ته بېلابېل خدمات وړاندې شي. هغې ویلي چې د مېشتغالي او کارخونې لومړنۍ نقشه جوړه شوې او د اړینو پړاوونو له بشپړېدو او د ځمکې د ستونزې له حل وروسته به د جوړولو چارې پیل شي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ مرستیالې همداراز ویلي چې د دې ادارې د نغدي مرستو مرکز تر دې وړاندې په پلچرخي کې کډوالو ته نغدي مرستې ورکولې، خو اوس پرېکړه شوې چې د طالبانو د کډوالو چارو وزارت او نورو بنسټونو په همکارۍ کډوالو ته بېلابېل خدمات وړاندې کړي.
کابل کې د طالبانو ښاروالۍ استازو هم د دې طرحې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د کمولو لپاره ګډې همکارۍ ته اړتیا ده.
د طالبانو د کډوالو چارو وزارت په داسې مهال په کابل کې د نوي مېشتغالي او د کارخونې د جوړولو خبره کوي چې افغانستان ته په تېرو میاشتو کې د ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول پاکستان او ایران، څخه د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر چټک شوی او نږدې پنځه میلیونه افغانان خپل هېواد ته ستانه شوې دي.
د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې غړی رمضان بشردوست وايي، د طالبانو چارواکي د ساده ژوند او د اسلام د لومړنیو خلفاوو په څېر د حکومتولۍ د ادعاوو پر خلاف، اوس تر پخوا ډېر په تشریفاتو، تجمل او ګڼو ساتونکو کې ښکېل دي.
بشردوست وايي، د طالبانو او د تېر جمهوري نظام د چارواکو ترمنځ د تشریفاتو له پلوه ډېر توپیر نه لیدل کېږي، بلکې د هغه په باور، په ځینو برخو کې طالبان ان د جمهوریت له چارواکو څخه هم ډېر په تجمل او رسمي تشریفاتو روږدي شوي دي.
هغه له ډویچهوېله سره په مرکه کې ویلي چې د طالبانو لوړپوړي چارواکي ځانونو ته ځانګړي تشریفات لري او حتی د بېلابېلو چارواکو لپاره بېلابېل څوکۍ ټاکل شوې دي.
د بشردوست په وینا، د رئیسالوزرا څوکۍ د نورو چارواکو له څوکیو لوړه ده.
هغه زیاتوي چې د طالبانو د ادعا پر خلاف، د جمهوریت د دورې په پرتله اوسنی وضعیت نه یوازې ښه شوی نه دی، بلکې «لا خراب» شوی دی.
رمضان بشردوست وايي، د طالبانو چارواکي د ګڼ شمېر ساتونکو او موټرو په ملتیا تګ راتګ کوي. د هغه په وینا، ان کله چې لوړپوړي طالب چارواکي جوماتونو ته ځي، ساتونکي یې د هغوی تر شا ولاړ وي.
بشردوست د پخواني جمهوري نظام او د طالبانو د چارواکو د ظاهري بڼې او تشریفاتو د پرتله کولو پر مهال وايي: «پخوا چې د لېنډکروزر دروازه پرانیستل شوه، دریشي او نکټایي ښکته شوه؛ اوس څادر او لونګۍ ښکته کېږي».
هغه په دې خبرې سره غواړي وښيي چې د ده په باور، د چارواکو د بڼې او جامو له بدلېدو سره سره، د واک او مقام اړوند تشریفات او ځانګړي امتیازات په بنسټیز ډول نه دي بدل شوي.
د بشردوست په وینا، د طالبانو اداره د تشریفاتو او حکومتي امتیازونو له پلوه له تېر جمهوري نظام سره کوم بنسټیز توپیر نه لري.
طالبانو په ۱۴۰۰ لمریز کال کې له واک ته ستنېدو وروسته څو ځله ټینګار کړی چې د دوی چارواکي ساده ژوند کوي او د تېر جمهوري نظام له تشریفاتو څخه ځان ساتي.
د طالبانو مشرانو او چارواکو همداراز خپل حکومت له پخواني نظام څخه بېل بللی او پر اسلامي شریعت د پلي کېدو ټینګار یې کړی دی.
خو د طالبانو منتقدین په تېرو کلونو کې دغه ډله تورنه کړې چې د دولت له پراخو امکاناتو څخه ګټه اخلي، له زغرهوالو موټرو کار اخلي، ګڼ ساتونکي لري او د لوړپوړو چارواکو لپاره یې ځانګړي تشریفات رامنځته کړي دي.
د جمهوري نظام پر مهال هم د دولتي چارواکو له لوري د زغرهوالو موټرو، ګڼو ساتونکو او رسمي تشریفاتو پراخ استعمال د حکومت د منتقدینو له مهمو نیوکو څخه و.
رمضان بشردوست د جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د ولسي جرګې غړی و. هغه په هغه دوره کې هم څو ځله د دولتي چارواکو پر فساد، تجمل، دولتي امتیازونو او د عامه شتمنیو پر ناسمه کارونه نیوکه کړې ده. بشردوست خپله د ساده ژوند له امله مشهور دی او له کلونو راهیسې د دولتي چارواکو د لوړو امتیازونو، رسمي تشریفاتو او د عامه امکاناتو د شخصي استفادې مخالف پاتې شوی دی.
د هغه تازه څرګندونې په داسې مهال کېږي چې د طالبانو حکومت تل هڅه کړې چې خپل نظام د تېر جمهوري حکومت له ادارې څخه متفاوت وښيي او د خپلو مشرانو او چارواکو ساده ژوند د خپلې واکمنۍ له ځانګړنو څخه وبولي.
خو بشردوست باور لري چې د واک له بڼې او د چارواکو له جامو پرته، د تشریفاتو، ساتونکو، موټرو او حکومتي امتیازونو په برخه کې د دواړو نظامونو ترمنځ اساسي بدلون نه دی راغلی؛ بلکې په ځینو مواردو کې د طالبانو چارواکي تر پخوانیو چارواکو هم ډېر په تجمل او تشریفاتو کې ښکېل شوي دي.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشران وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د لارو د پرانیستلو په اړه له دولتي چارواکو سره یې خبرې روانې دي، تمه شته خو تر اوسه په دې برخه کې کوم د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.
دوی وايي، «ځینې اشارې»یې ترلاسه کړې دي، خو د لارو د پرانیستو او د سوداګرۍ د بېرته پیلولو لپاره لا هم ډېر کار ته اړتیا ده.
د سوداګرۍ د ګډې خونې په پاکستان کې مشر جنید اسماعیل مکدا افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، له افغانستان سره د سوداګریزو لارو د پرانیستو په اړه یې له پاکستاني دولتي چارواکو سره خبرې روانې دي، خو په دې لړ کې د پاکستان او افغانستان د حکومتونو ترمنځ ستونزې او ورپسې د ایران شخړې هم يوه ستونزه جوړه شوې ده.
هغه زیاته کړه، «اوس ځینې اشارې ترلاسه شوې دي»، خو دوی لا هم د وضعیت ارزونه کوي.
مکدا وویل، دوی هڅه کوي چې نه یوازې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري بېرته پیل شي، بلکې ټرانزیټي سوداګري هم بېرته فعاله شي، څو له منځنۍ اسیا سره سوداګري هم ترسره شي.
هغه زیاته کړه، د افغانستان او پاکستان ترمنځ باید د سوداګرۍ لړۍ نه وای تړل شوې، ځکه د سوداګرۍ د درېدلو له امله د دواړو هېوادونو ولسونو، سوداګرو او اقتصادونو ته زیان اوړي.
د سوداګرۍ د ګډې خونې د افغانستان شریک مشر خان جان الکوزي وویل، د حکومتونو په کچه په دې برخه کې تر اوسه کوم نوی پرمختګ نشته، خو په افغانستان او پاکستان دواړو کې سوداګر د لارو د پرانیستو او د سوداګرۍ د بېرته پیلولو هڅې کوي.
الکوزي افغانستان انټرنشنل پښتو سره په خبرو کې وویل، په افغانستان کې هم سوداګر په دوامداره توګه له وزیرانو سره په دې اړه لیدنې او خبرې کوي.
هغه وویل:: «څو ورځې وړاندې ما شخصاً د تجارت له وزیر سره ولیدل. ان موږ کندهار ته لاړو، له ملا شیرین اخند سره مو وکتل او د ملا برادر له دفتر سره هم خبرې کوو. ورته مو ویلي چې دا بندیز د دواړو خواوو په زیان دی او باید اسانتیاوې رامنځته شي».
الکوزي وویل، د طالبانو مشران دوی ته وايي چې پاکستان هر وخت له دې ستونزې استفاده کوي او تر هغه چې د پاکستان له لوري کوم ضمانت ورنه کړل شي، دوی به دا لاره نه پرانیزي.
هغه زیاته کړه، که د پاکستان او طالبانو ترمنځ کومې پټې خبرې روانې وي، سوداګر ترې خبر نه دي.
الکوزي وویل: «البته زموږ د دواړو خواوو د سوداګرو غوښتنه او هیله دا ده چې دا د دواړو هېوادونو او ولسونو لپاره یوه اړتیا ده. د دې لارې تړل د دواړو هېوادونو په زیان دي، نو لاره باید پرانیستل شي».
د سوداګرۍ د ګډې خونې د پاکستان شریک مشر سهیل مکدا په شکايت سره وویل: «په افغانستان کې اوس پاکستاني توکي نه خوښېږي او د طالبانو حکومت په دې اړه تبليغات کړي. دلته په پاکستان کې هم خلک له دې کاره خپه دي، دا کار باید نه وای شوی».
هغه زیاته کړه، دوی لا هم د دې ستونزې د هواري لپاره هڅې کوي.
مکدا وویل، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ بېرته عادي کول اسانه کار نه دی او د دوه اړخیزې سوداګرۍ بېرته خپل پخواني حالت ته ستنول به وخت ونیسي، خو دوی له هڅو ناهیلي شوي نه دي.
د یادونې ده چې د ډېورنډ پر کرښه د تورخم، سپین بولدک او د تګ راتګ نورې ټولې لارې وروسته له هغه د هر ډول تګ راتګ او سوداګریزو چارو پر مخ وتړل شوې چې د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر میاشت کې د پاکستان هوايي ځواکونو په کابل او د افغانستان په نورو ولایتونو کې هوايي بریدونه وکړل او طالبانو یې په غبرګون کې د ډېورنډ پر کرښه د پاکستان پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل.