• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: ملګري ملتونه په کابل کې د کډوالو لپاره مېشت‌غالی او د قالینو اوبدلو کارخونه جوړوي

۲۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱۱ اګست ۲۰۲۶، ۲۲:۰۰ GMT+۱تازه شوی: ۲۱ زمری ۱۴۰۵ - ۱۲ اګست ۲۰۲۶، ۰۱:۰۱ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په کابل کې ملګري‌ ملتونه د راستنېدونکو کډوالو لپاره د یوه نوي مېشت‌غالي او د قالین اوبدنې د یوې کارخونې د جوړولو طرحه تر ارزونې لاندې ده.

دغه وزارت د سه‌شنبې په ورځ، د زمري په ۲۰مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دوی چارواکو د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له مرستیالې ونیسا ماتر بولي او د کابل ښاروالۍ له استازو سره یې په کابل کې د کډوالو د ستونزو د حل، نوي مېشت‌غالي او د قالین اوبدنې کارخونې د جوړولو په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت د مسلکي مرستیال عبدالرحمن راشد ویلي، د دغه مېشت‌غالي او کارخونې جوړول به له راستنېدونکو کډوالو سره د مرستې او د هغوی د کاري بوختیا لپاره مهم ګام وي.

نوموړي ویلي چې وزارت یې چمتو دی له اړوندو بنسټونو سره په دې برخه کې همکاري وکړي او د کډوالو په ښارګوټو کې د مېشتغالو د جوړولو لپاره د اړتیا وړ ځمکه ځانګړې کړي.

راشد زیاته کړې چې په اوسنیو شرایطو کې د دوی د حکومت له لوري بېلابېلو کسانو ته د ځمکې وېش امکان نه لري، خو د راستنېدونکو کډوالو لپاره د ملاتړ کوونکو پروګرامونو د اصولو له مخې د ځمکې د ځانګړي کولو امکان شته.

خبرپاڼه کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیالې ونیسا ماتر بولي له قوله لیکل شوي چې دغه اداره غواړي د همکارو بنسټونو په مرسته د کابل ښار په څرخي پله سیمه کې یو مېشت‌غالی او د قالین اوبدنې یوه کارخونه جوړه کړي.

د نوموړې په وینا، په دې مرکز کې به راستنېدونکو کډوالو ته بېلابېل خدمات وړاندې شي. هغې ویلي چې د مېشت‌غالي او کارخونې لومړنۍ نقشه جوړه شوې او د اړینو پړاوونو له بشپړېدو او د ځمکې د ستونزې له حل وروسته به د جوړولو چارې پیل شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ مرستیالې همداراز ویلي چې د دې ادارې د نغدي مرستو مرکز تر دې وړاندې په پلچرخي کې کډوالو ته نغدي مرستې ورکولې، خو اوس پرېکړه شوې چې د طالبانو د کډوالو چارو وزارت او نورو بنسټونو په همکارۍ کډوالو ته بېلابېل خدمات وړاندې کړي.

کابل کې د طالبانو ښاروالۍ استازو هم د دې طرحې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د کمولو لپاره ګډې همکارۍ ته اړتیا ده.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت په داسې مهال په کابل کې د نوي مېشت‌غالي او د کارخونې د جوړولو خبره کوي چې افغانستان ته په تېرو میاشتو کې د ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول پاکستان او ایران، څخه د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر چټک شوی او نږدې پنځه میلیونه افغانان خپل هېواد ته ستانه شوې دي.

ډېر لیدل شوي

حزب اسلامي د افغانستان د کړکېچ د حل له نوې طرحې ملاتړ وکړ
۱

حزب اسلامي د افغانستان د کړکېچ د حل له نوې طرحې ملاتړ وکړ

۲

ملا برادر له ترکمنستان څخه د ټاپي ګازو د اوږدمهاله قرارداد غوښتنه کړې

۳

امریکا د محمود شاه حبیبي د بېرته کور ته د ستنولو ژمنه یو ځل بیا تکرار کړې ده

۴

پایښت که زوال؛ ایا د طالبانو واکمني به پنځه کاله نور هم دوام وکړي؟

۵
ځانګړی

سرچینه: د نورستان د استخباراتو د مشر ضیاالحق یاسر ساتونکو پر نجونو د جنسي تېري هڅه کړې

•
•
•

نور کیسې

رمضان بشردوست: د طالب چارواکو تشریفات د مخکېني جمهوري حکومت له چارواکو هم ډېر دی

۲۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۹:۵۸ GMT+۱
100%

د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې غړی رمضان بشردوست وايي، د طالبانو چارواکي د ساده ژوند او د اسلام د لومړنیو خلفاوو په څېر د حکومتولۍ د ادعاوو پر خلاف، اوس تر پخوا ډېر په تشریفاتو، تجمل او ګڼو ساتونکو کې ښکېل دي.

بشردوست وايي، د طالبانو او د تېر جمهوري نظام د چارواکو ترمنځ د تشریفاتو له پلوه ډېر توپیر نه لیدل کېږي، بلکې د هغه په باور، په ځینو برخو کې طالبان ان د جمهوریت له چارواکو څخه هم ډېر په تجمل او رسمي تشریفاتو روږدي شوي دي.

هغه له ډویچه‌وېله سره په مرکه کې ویلي چې د طالبانو لوړپوړي چارواکي ځانونو ته ځانګړي تشریفات لري او حتی د بېلابېلو چارواکو لپاره بېلابېل څوکۍ ټاکل شوې دي.

د بشردوست په وینا، د رئیس‌الوزرا څوکۍ د نورو چارواکو له څوکیو لوړه ده.

هغه زیاتوي چې د طالبانو د ادعا پر خلاف، د جمهوریت د دورې په پرتله اوسنی وضعیت نه یوازې ښه شوی نه دی، بلکې «لا خراب» شوی دی.

رمضان بشردوست وايي، د طالبانو چارواکي د ګڼ شمېر ساتونکو او موټرو په ملتیا تګ راتګ کوي. د هغه په وینا، ان کله چې لوړپوړي طالب چارواکي جوماتونو ته ځي، ساتونکي یې د هغوی تر شا ولاړ وي.

بشردوست د پخواني جمهوري نظام او د طالبانو د چارواکو د ظاهري بڼې او تشریفاتو د پرتله کولو پر مهال وايي: «پخوا چې د لېنډکروزر دروازه پرانیستل شوه، دریشي او نکټایي ښکته شوه؛ اوس څادر او لونګۍ ښکته کېږي».

هغه په دې خبرې سره غواړي وښيي چې د ده په باور، د چارواکو د بڼې او جامو له بدلېدو سره سره، د واک او مقام اړوند تشریفات او ځانګړي امتیازات په بنسټیز ډول نه دي بدل شوي.

د بشردوست په وینا، د طالبانو اداره د تشریفاتو او حکومتي امتیازونو له پلوه له تېر جمهوري نظام سره کوم بنسټیز توپیر نه لري.

طالبانو په ۱۴۰۰ لمریز کال کې له واک ته ستنېدو وروسته څو ځله ټینګار کړی چې د دوی چارواکي ساده ژوند کوي او د تېر جمهوري نظام له تشریفاتو څخه ځان ساتي.

د طالبانو مشرانو او چارواکو همداراز خپل حکومت له پخواني نظام څخه بېل بللی او پر اسلامي شریعت د پلي کېدو ټینګار یې کړی دی.

خو د طالبانو منتقدین په تېرو کلونو کې دغه ډله تورنه کړې چې د دولت له پراخو امکاناتو څخه ګټه اخلي، له زغره‌والو موټرو کار اخلي، ګڼ ساتونکي لري او د لوړپوړو چارواکو لپاره یې ځانګړي تشریفات رامنځته کړي دي.

د جمهوري نظام پر مهال هم د دولتي چارواکو له لوري د زغره‌والو موټرو، ګڼو ساتونکو او رسمي تشریفاتو پراخ استعمال د حکومت د منتقدینو له مهمو نیوکو څخه و.

رمضان بشردوست د جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د ولسي جرګې غړی و. هغه په هغه دوره کې هم څو ځله د دولتي چارواکو پر فساد، تجمل، دولتي امتیازونو او د عامه شتمنیو پر ناسمه کارونه نیوکه کړې ده. بشردوست خپله د ساده ژوند له امله مشهور دی او له کلونو راهیسې د دولتي چارواکو د لوړو امتیازونو، رسمي تشریفاتو او د عامه امکاناتو د شخصي استفادې مخالف پاتې شوی دی.

د هغه تازه څرګندونې په داسې مهال کېږي چې د طالبانو حکومت تل هڅه کړې چې خپل نظام د تېر جمهوري حکومت له ادارې څخه متفاوت وښيي او د خپلو مشرانو او چارواکو ساده ژوند د خپلې واکمنۍ له ځانګړنو څخه وبولي.

خو بشردوست باور لري چې د واک له بڼې او د چارواکو له جامو پرته، د تشریفاتو، ساتونکو، موټرو او حکومتي امتیازونو په برخه کې د دواړو نظامونو ترمنځ اساسي بدلون نه دی راغلی؛ بلکې په ځینو مواردو کې د طالبانو چارواکي تر پخوانیو چارواکو هم ډېر په تجمل او تشریفاتو کې ښکېل شوي دي.

سوداګر: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو خلاصېدو نښې شته خو لا هم ډیر کار پاتې دی

۲۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۹:۳۳ GMT+۱
•
فضل عزیز
100%

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشران وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د لارو د پرانیستلو په اړه له دولتي چارواکو سره یې خبرې روانې دي، تمه شته خو تر اوسه په دې برخه کې کوم د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

دوی وايي، «ځینې اشارې»یې ترلاسه کړې دي، خو د لارو د پرانیستو او د سوداګرۍ د بېرته پیلولو لپاره لا هم ډېر کار ته اړتیا ده.

د سوداګرۍ د ګډې خونې په پاکستان کې مشر جنید اسماعیل مکدا افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، له افغانستان سره د سوداګریزو لارو د پرانیستو په اړه یې له پاکستاني دولتي چارواکو سره خبرې روانې دي، خو په دې لړ کې د پاکستان او افغانستان د حکومتونو ترمنځ ستونزې او ورپسې د ایران شخړې هم يوه ستونزه جوړه شوې ده.

هغه زیاته کړه، «اوس ځینې اشارې ترلاسه شوې دي»، خو دوی لا هم د وضعیت ارزونه کوي.

مکدا وویل، دوی هڅه کوي چې نه یوازې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري بېرته پیل شي، بلکې ټرانزیټي سوداګري هم بېرته فعاله شي، څو له منځنۍ اسیا سره سوداګري هم ترسره شي.

هغه زیاته کړه، د افغانستان او پاکستان ترمنځ باید د سوداګرۍ لړۍ نه وای تړل شوې، ځکه د سوداګرۍ د درېدلو له امله د دواړو هېوادونو ولسونو، سوداګرو او اقتصادونو ته زیان اوړي.

د سوداګرۍ د ګډې خونې د افغانستان شریک مشر خان جان الکوزي وویل، د حکومتونو په کچه په دې برخه کې تر اوسه کوم نوی پرمختګ نشته، خو په افغانستان او پاکستان دواړو کې سوداګر د لارو د پرانیستو او د سوداګرۍ د بېرته پیلولو هڅې کوي.

الکوزي افغانستان انټرنشنل پښتو سره په خبرو کې وویل، په افغانستان کې هم سوداګر په دوامداره توګه له وزیرانو سره په دې اړه لیدنې او خبرې کوي.

هغه وویل:: «څو ورځې وړاندې ما شخصاً د تجارت له وزیر سره ولیدل. ان موږ کندهار ته لاړو، له ملا شیرین اخند سره مو وکتل او د ملا برادر له دفتر سره هم خبرې کوو. ورته مو ویلي چې دا بندیز د دواړو خواوو په زیان دی او باید اسانتیاوې رامنځته شي».

الکوزي وویل، د طالبانو مشران دوی ته وايي چې پاکستان هر وخت له دې ستونزې استفاده کوي او تر هغه چې د پاکستان له لوري کوم ضمانت ورنه کړل شي، دوی به دا لاره نه پرانیزي.

هغه زیاته کړه، که د پاکستان او طالبانو ترمنځ کومې پټې خبرې روانې وي، سوداګر ترې خبر نه دي.

الکوزي وویل: «البته زموږ د دواړو خواوو د سوداګرو غوښتنه او هیله دا ده چې دا د دواړو هېوادونو او ولسونو لپاره یوه اړتیا ده. د دې لارې تړل د دواړو هېوادونو په زیان دي، نو لاره باید پرانیستل شي».

د سوداګرۍ د ګډې خونې د پاکستان شریک مشر سهیل مکدا په شکايت سره وویل: «په افغانستان کې اوس پاکستاني توکي نه خوښېږي او د طالبانو حکومت په دې اړه تبليغات کړي. دلته په پاکستان کې هم خلک له دې کاره خپه دي، دا کار باید نه وای شوی».

هغه زیاته کړه، دوی لا هم د دې ستونزې د هواري لپاره هڅې کوي.

مکدا وویل، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ بېرته عادي کول اسانه کار نه دی او د دوه اړخیزې سوداګرۍ بېرته خپل پخواني حالت ته ستنول به وخت ونیسي، خو دوی له هڅو ناهیلي شوي نه دي.

د یادونې ده چې د ډېورنډ پر کرښه د تورخم، سپین بولدک او د تګ راتګ نورې ټولې لارې وروسته له هغه د هر ډول تګ راتګ او سوداګریزو چارو پر مخ وتړل شوې چې د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر میاشت کې د پاکستان هوايي ځواکونو په کابل او د افغانستان په نورو ولایتونو کې هوايي بریدونه وکړل او طالبانو یې په غبرګون کې د ډېورنډ پر کرښه د پاکستان پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل.

د افغان پلرونو کړاو؛ د هغه لوڼو د ناهیلۍ کیسې چې د زده‌کړو له حقه بې برخې شوې دي

۲۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۹:۱۶ GMT+۱
100%

په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو پر دوام بندیز یوازې د میلیونونو نجونو پر راتلونکې اغېز نه دی کړی، بلکې پر کورنیو، په ځانګړي ډول پر هغو پلرونو یې هم دروند رواني او عاطفي فشار راوستی چې هره ورځ ګوري لوڼې یې له ښوونځي او پوهنتون څخه بې برخې کېږي.

د فرانسې خبري اژانس د افغانستان په بېلابېلو برخو کې له یو شمېر افغان پلرونو سره د مرکو پر بنسټ په یوه راپور کې وايي، ان ځینې دیني او د طالبانو د حکومت ملاتړي نارینه هم په خپلو شخصي خبرو کې د نجونو پر زده‌کړو د اوسنیو بندیزونو په اړه پوښتنې او شکونه لري.

د طالبانو چارواکي د نجونو پر زده‌کړو بندیز د اسلامي شریعت د خپلې تفسیر پر بنسټ توجیه کوي. افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې په کې له منځنیو او لوړو زده‌کړو څخه منع شوې دي.

اې‌اېف‌پي ته یو پلار چې دیني‌عالم هم دی، ویلي: «تاسو به هېڅکله په قرآن کې داسې ونه مومئ چې زده‌کړه یوازې د نارینه‌وو لپاره ده».

بل پلار، چې د طالبانو د حکومت له لوري په هېواد کې د امنیت له ټینګښت او د فساد له کمېدو ستاینه کوي، وايي چې له دې سره سره «د نجونو د منځنیو زده‌کړو د مخنیوي لپاره هېڅ مناسبه توجیه» نه شي موندلی.

هغه ټول پلرونه چې د فرانسې خبري اژانس ورسره خبرې کړې دي، د خپل هویت د نه څرګندېدو غوښتنه کړې ده. دوی وايي چې د خپلو لوستو، ځیرکو او زده‌کړې ته لېواله لوڼو د راتلونکې په اړه اندېښنه لري، خوبونه یې تښتېدلي او نه پوهېږي چې د خپلو اولادونو د زده‌کړې لپاره څه وکړي.

د ملګرو ملتونو د تېر کال د یوې سروې له مخې، له هرو لسو افغان نارینه‌وو څخه نهو ویلي چې د نجونو لپاره تر شپږم ټولګي پورته زده‌کړې مهمې دي. نږدې دوه پر درېیمه برخه نارینه‌وو ویلي چې د خپلې لور د زده‌کړو ملاتړ کول د پلار لپاره «دیني او نېک عمل» دی.

ځینې نارینه بیا د نجونو د زده‌کړو پر بندیز د اعتراض له امله نیول شوي او زنداني شوي دي.

100%

هغه بندیز چې د نجونو راتلونکې یې درولې ده

طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې له بیا واکمنېدو وروسته، د ۲۰۲۲ کال په مارچ میاشت کې نجونې له منځنیو ښوونځیو څخه منع کړې. څو میاشتې وروسته، د همدې کال په پای کې، د ښځو او نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې هم وتړل شوې.

طالبان وايي چې دا بندیز لنډمهالی دی، خو تر اوسه یې د دې محدودیتونو د پای ته رسېدو لپاره کومه ټاکلې نېټه نه ده اعلان کړې.

د ملګرو ملتونو د ښوونې، روزنې، علومو او کلتور سازمان یونسکو د سه‌شنبې په ورځ وویل چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې شاوخوا ۲.۴ میلیونه نجونې له منځنیو زده‌کړو څخه بې برخې شوې دي.

یونسکو له طالبانو وغوښتل چې د نجونو د زده‌کړې حق «سمدستي او له هر ډول شرط پرته» بېرته ور وګرځوي.

د طالبانو حکومت د نجونو د زده‌کړو د بندیز په اړه د AFP پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

100%

«ما هېڅکله فکر نه کاوه چې لوڼې به مې بې‌سواده شي»

احمد، ۴۰ کلن انجنیر او د څلورو لوڼو پلار، وايي چې مېرمن یې د منځني ښوونځي د ریاضیاتو ښوونکې وه، خو اوس د تدریس اجازه نه لري.

هغه وايي: «ما هېڅکله فکر نه کاوه چې یوه ورځ به مې لوڼې بې‌سواده پاتې شي».

د احمد په وینا، که د نجونو زده‌کړې تر شپږم ټولګي پورې محدودې شي، نو هغوی به د ۲۱مې پېړۍ د ژوند له اړتیاوو سره د مقابلې لپاره له کافي زده‌کړو بې برخې پاتې شي.

احمد وايي، هره ورځ او هره شپه دی او مېرمن یې هغې ورځې ته نږدې کېږي چې مشره لور به یې اړ وي د تل لپاره په کور کې پاتې شي.

د احمد مشره لور به ډېر ژر د لومړنیو زده‌کړو دوره پای ته ورسوي. کورنۍ یې د دې لپاره چې نوموړې وکولای شي په پټه زده‌کړې ته دوام ورکړي، د خپلې میاشتني عاید له نیمایي څخه ډېره برخه په پټو ښوونیزو کورسونو لګوي.

خو احمد وايي، په پای کې ښايي د افغانستان پرېښودلو پرته بله لار ونه لري.

هغه مخکې له یوه نړیوال سازمان سره کار کاوه او تمه یې لرله چې کورنۍ به یې امریکا ته انتقال شي، خو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کډوالۍ د تګلارې له بدلون وروسته دا لاره هم ورته بنده شوه.

احمد وايي، لوڼې یې لا نه پوهېږي چې کورنۍ یې له هېواده د وتلو هیله ورو ورو له لاسه ورکوي.

د هغه په وینا، ماشومان هره ورځ ترې پوښتي: «موږ به کله ځو؟»

احمد او مېرمن یې هڅه کوي چې د خپلو لوڼو مورال لوړ وساتي.

کله چې د احمد مشرې لور د ازموینو پر مهال هډوکی مات کړ او ښايي ټولګی یې بیا تکرار کړی وای، احمد ورته وویل: «که کال بیا تکراروې، نو لږ تر لږه به یو بل کال ښوونځي ته ځې.»

100%

د زده‌کړو لپاره د پټې لارې لټول

محمد، چې د کابل ولایت په یوه کوچني ښار کې ډاکټر دی، تل یې دا هیله لرله چې خپلې دواړه لوڼې د افغانستان یوه له غوره پوهنتونونو څخه فارغې کړي.

هغه وايي: «د افغانستان د پرمختګ لپاره موږ ښځو ته اړتیا لرو، یوازې د کور لپاره نه».

د محمد دواړه لوڼې ۱۲ او ۱۴ کلنې دي او اوس د لومړنیو زده‌کړو په وروستي کال کې دي.

محمد له تېرو څلورو کلونو راهیسې هڅه کوي چې د خپلو لوڼو د زده‌کړو د دوام لپاره کومه لار پیدا کړي.

د هغه له نظره یوه لاره دا وه چې لوڼې یې ګاونډي پاکستان ته د زده‌کړو لپاره ولېږي، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د نښتو له زیاتېدو وروسته د ځمکنۍ پولې تړل کېدو دا لاره هم ستونزمنه کړې ده.

وروسته محمد د داسې یوه ښوونځي په اړه خبر شو چې د دیني زده‌کړو تر څنګ په پټه ځینې عمومي مضمونونه هم تدریسوي.

هغه وايي، دا یو خصوصي ښوونځی دی چې د دواړو نجونو د زده‌کړې لپاره هره میاشت شاوخوا ۱۰ زره افغانۍ، چې نږدې ۱۵۳ امریکايي ډالره کېږي، فیس اخلي.

محمد وايي، د دې ښوونځي فیس ځکه لوړ دی چې ښوونځی له زیات خطر سره مخ دی.

خو د دې ښوونځي زده‌کوونکو ته د فراغت رسمي سند هم نه ورکول کېږي.

محمد اندېښنه لري چې ښايي دولتي چارواکي ښوونځی وپلټي او لوڼې یې ونیسي.

هغه وايي: «تر ټولو مهمه خبره دا ده چې هغوی خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي».

محمد خپلو لوڼو ته ژمنه کړې ده: «تر هغه چې زه ژوندی یم، ستاسو د زده‌کړو لپاره به یوه لار پیدا کوم.»

«له شپږم ټولګي پورته نه شم تللی، نو څنګه به زده‌کړه وکړم؟»

ن، چې د افغانستان د سوېل د کندهار ولایت اوسېدونکی پلار دی، وايي په دې سیمه کې ښايي نجونې ان د لومړنیو زده‌کړو تر پای ته رسېدو مخکې هم له ښوونځي څخه پاتې شي.

د هغه په وینا، په ځینو مواردو کې د نجونو د قد او بڼې له امله هم د ښوونځي د تګ مخه نیول کېږي.

ن درې زامن او یوه ۱۲ کلنه لور لري.

هغه وايي، لور یې له ستورپوهنې سره ډېره مینه لري. څه موده مخکې یې د لمریز نظام یو انځور جوړ کړی و.

هغې له خپل پلار څخه د ځمکې د جاذبې او نورو علمي موضوعاتو په اړه ډېرې پوښتنې کولې.

پلار یې ورته ویلي وو: «ته به یې زده کړې».

خو لور یې په ځواب کې ترې پوښتلي وو: «زه به څنګه زده‌کړه وکړم، که له شپږم ټولګي پورته ښوونځي ته نه شم تللی؟»

د دې کورنۍ د ژوند شرایطو د ښه کېدو او د زده‌کړو د فرصتونو د موندلو لپاره کابل ته کډه کړې ده.

د کورنۍ پلار وايي، دوی اړ دي چې «صبر وکړي» او د زده‌کړو لپاره بدیلې لارې ولټوي، لکه پټ ښوونځي، انلاین کورسونه، د کمپیوټر زده‌کړې او د ډیزاین کورسونه.

هغه وايي، اوس د خپلو ماشومانو د زده‌کړې د لګښت توان لري، خو فرصتونه ورځ تر بلې کمېږي او ښايي په راتلونکې کې نور ونه شي کولای د خپلو اولادونو د زده‌کړو لګښتونه ورکړي.

هغه هڅه کوي چې خپله لور د کورنۍ له مالي ستونزو او رواني فشارونو څخه خبره نه کړي.

«بلې کوټې ته ځم او په پټه ژاړم»

د «م» لپاره هغه ورځ چې ۱۳ کلنه لور یې نور ښوونځي ته د تګ اجازه نه لرله، د ژوند له تر ټولو دردناکو ورځو څخه وه.

هغه وايي، په هغې ورځ چې لور یې له زده‌کړو د دوام اجازه له لاسه ورکړه، نجلۍ په خپله کوټه کې پاتې شوه او ژړل یې.

د م په وینا، ستونزې یوازې د ښوونځي تر دروازو محدودې نه دي.

هغه وايي، نجونې په پارکونو او ځینو نورو عامه ځایونو کې هم له پراخو محدودیتونو سره مخ دي، چې له امله یې پر هغوی رواني فشار لا زیات شوی دی.

م هڅه کوي لږ تر لږه په اونۍ کې یو ځل خپله لور رستورانت ته بوځي، څو له کوره بهر شي او لږه شېبه خپل چاپېریال بدل کړي.

م یو دیني سړی دی او په بېوزله کورنۍ کې لوی شوی. هغه وايي، د طالبانو حکومت په هېواد کې امنیت ټینګ کړی او د فساد پر وړاندې یې مبارزه کړې ده.

خو له دې ټولو سره سره، هغه وايي چې د نجونو د منځنیو زده‌کړو د مخنیوي لپاره «هېڅ مناسبه توجیه» نه شي موندلی.

هغه وايي، کله چې یې لور په کور کې له راتلونکي ناهیلې شي، د هغې د حالت لیدل ورته ډېر سخت وي.

هغه وايي: «بلې کوټې ته ځم او په پټه ژاړم».

م هیله لرله چې لور یې یوه ورځ پوهنتون ته ولاړه شي.

هغه حتی د دې لپاره هره پیسه سپموله چې کورنۍ یې ایران ته ولاړه شي او لور یې هلته خپلې زده‌کړې دوام ورکړي، خو جګړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ بدلونونو د هغه دا پلان هم له منځه یووړ.

م د دې لپاره چې لور یې لږ تر لږه له نورو خلکو سره ټولنیزې اړیکې ولري، هغه یې په یوه قرآني ښوونځي کې شامله کړه.

خو لور یې په دې وروستیو کې هلته له تګ څخه هم ډډه کړې ده.

هغې خپل پلار ته ویلي: «که زه زده‌کړه هم دوام ورکړم، زما لپاره به هېڅ راتلونکی نه وي».

100%

په کور کې زده‌کړه؛ د کورنیو وروستۍ لار

ناصر، چې له AFP سره یې خبرې کړې دي، وايي د خپلې لور او د هغې د ټولګیوالو لپاره د لومړني ښوونځي وروستۍ ورځ ډېره ترخه او دردونکې وه.

هغه وايي: «زما د لور او د هغې د ټولګیوالو حالت ډېر خراب و. دا یوه تراژیدي وه.»

د ناصر په کور کې د ده او د مېرمنې له خوا، چې خپله ښوونکې ده، د لوڼو لپاره راټول شوي زاړه درسي کتابونه او هغه مډالونه او جایزې چې نجونو د ښوونځي د بریاوو له امله ترلاسه کړې دي، د کور د کتابتون په الماریو کې د کتابونو ترڅنګ ایښودل شوي دي.

ناصر او مېرمن یې هڅه کوي چې خپلې لوڼې په کور کې وروزي.

دوی د پخوانیو او دویم لاس درسي کتابونو په مرسته خپلو لوڼو ته د ښوونځي په څېر منظم مهالوېش جوړ کړی دی.

نجونې باید وختي ویده شي او سهار په هماغه وخت له خوبه راپاڅېږي چې که ښوونځي ته تللې، نو باید پاڅېدلې وای.

خو ناصر، چې ۴۷ کلن دی، په یوه شخصي خبرو کې وايي چې کشره لور یې له رواني فشار او خپګان سره مخ شوې او تل دومره پیاوړی مورال نه لري چې په یوازې ځان په کور کې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

هغه د خپلې لور د رواني فشار د کمولو لپاره ورته ناولونه ورکوي، ځکه چې نجلۍ له لوستلو سره ډېره مینه لري.

د ناصر لوڼې په خپلې ودانۍ کې له نورو ماشومانو سره د هغوی د کورنیو دندې په ترسره کولو کې هم مرسته کوي.

په دې وروستیو کې دوی په پټه له کوره بهر ځینو درسي ټولګیو ته هم تلل پیل کړي دي.

ناصر وايي: «موږ د دې ټولو له امله بې‌خوبه شپې تېروو».

هغه په خواشینۍ سره وايي: «دا نظام لوستي خلک نه غواړي».

بیا پوښتي: «موږ به کله بېرته عادي ژوند ته وګرځو؟»

د ښوونځي له دروازو هاخوا محرومیت

په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو بندیز اوس د دغه هېواد له تر ټولو جدي ښوونیزو او ټولنیزو ستونزو څخه ګڼل کېږي.

په داسې حال کې چې د طالبانو چارواکي لا هم ټینګار کوي چې دا محدودیتونه لنډمهالي دي، میلیونونه افغان نجونې د زده‌کړې له هغو مهمو کلونو بې برخې کېږي چې د دوی د راتلونکي د جوړېدو لپاره ډېر ارزښت لري.

د احمد، محمد، ناصر او نورو هغو پلرونو لپاره چې AFP ورسره خبرې کړې دي، ستونزه یوازې دا نه ده چې لوڼې یې ښوونځي ته نه شي تللی.

د دوی اصلي اندېښنه د یوه داسې نسل راتلونکی دی چې استعدادونه، وړتیاوې او خوبونه یې د ښوونځیو د تړلو دروازو تر شا درول شوي دي.

د دغو پلرونو خبرې ښيي چې د نجونو د زده‌کړو بندیز یوازې د یوه زده‌کوونکي د کتاب او ټولګي موضوع نه ده؛ بلکې د کورنیو پر ژوند، د ماشومانو پر رواني حالت او د افغانستان پر راتلونکي مستقیم اغېز لري.

هغه نجونې چې نن د شپږم ټولګي تر دروازې وروسته له زده‌کړو پاتې کېږي، له خپلو هیلو، مسلکي راتلونکي او د خپل هېواد په پرمختګ کې له احتمالي ونډې څخه هم لرې کېږي.

او د دوی پلرونه، چې د خپلو لوڼو د راتلونکي په اړه اندېښمن دي، لا هم د یوې داسې لارې په لټه کې دي چې خپلو ماشومانو ته د زده‌کړې فرصت ورکړي.

یونسکو: افغانستان به تر ۲۰۳۰ کال پورې د ۱۱ زرو څخه د زیاتو ښځینه ښوونکو له کمښت سره مخ شي

۲۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۹:۱۲ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د ښوونې، علومو او کلتور سازمان (یونسکو) وایي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر لوړو زده‌کړو د طالبانو محدودیتونه به د ښځینه ښوونکو کمښت لا زیات کړي او دا هېواد به تر ۲۰۳۰ کال پورې د۱۱زرو څخه د زیاتو مسلکي ښځینه ښوونکو له کمښت سره مخ شي.

یونسکو ویلي، په افغانستان کې د ښځو پر پوهنتوني زده‌کړو د بندیز له امله نه یوازې د نجونو او ښځو د زده‌کړو بهیر زیانمن شوی، بلکې د هېواد ښوونیز نظام هم د مسلکي ښځینه ښوونکو د له لاسه ورکولو له جدي ستونزې سره مخ شوی دی.

د دې سازمان د بېړنیو حالاتو د ښوونې او روزنې د پروګرام همغږې کوونکې، هدا جابریان، وايي چې ګڼ شمېر ښوونکي له افغانستان څخه وتلي او هغه ښځینه ښوونکې چې په هېواد کې پاتې دي، له تدریس څخه منع شوې دي.

د هغې په وینا، د ښځو د تدریس بندیز د دې لامل شوی چې د ښوونیز نظام یوه مهمه برخه مسلکي ښوونکې له لاسه ورکړي او په ځینو مواردو کې هلکان د غیرمسلکي نارینه ښوونکو له لوري تدریس شي.

جابریان وايي، اوس په ځینو ښوونځیو کې یا غیرمسلکي نارینه ښوونکي د ښځینه ښوونکو ځای نیسي او یا زده‌کوونکي له ښوونکي پرته پاتې کېږي.

یونسکو خبرداری ورکوي چې د ښځینه ښوونکو کمښت به په افغانستان کې د زده‌کړو پر کیفیت مستقیم اغېز وکړي.

د دې ادارې په وینا، د ښځو د زده‌کړو او کار محدودول د دې سبب کېږي چې د راتلونکو کلونو لپاره د مسلکي ښځینه ښوونکو د روزنې بهیر کمزوری شي. په دې توګه، د ښوونکو اوسنی کمښت ښايي په راتلونکې کې لا پراخ شي.

یونسکو زیاته کړې، په افغانستان کې لا دمخه میلیونونه ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې دي او ګڼ ښوونځي له ګڼې ګوڼې، کمزورو امکاناتو او د مسلکي ښوونکو له کمښت سره مخ دي.

د دې سازمان د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۲.۴میلیونه نجونې له منځنیو زده‌کړو بې‌برخې دي او له دوو میلیونو ډېر ماشومان د لومړنیو زده‌کړو په عمر کې ښوونځیو ته نه ځي.

یونسکو وايي، د افغانستان د ښوونې او روزنې بحران یوازې د نجونو پر زده‌کړو د بندیز موضوع نه ده؛ بلکې د ښځینه ښوونکو کمښت، د زده‌کوونکو د زده‌کړې ټیټه کچه، د ښوونځیو کمزوري امکانات او د مسلکي کادرونو له لاسه ورکول د دې بحران نور اړخونه دي.

یونسکو وايي، د ښځینه ښوونکو د کمښت ستونزه به یوازې د ۲۰۳۰ کال تر اټکل پورې محدوده نه وي، بلکې که اوسني محدودیتونه دوام وکړي، د افغانستان د ښوونیز نظام پر راتلونکي به اوږدمهاله اغېز ولري.

افغانستان په داسې حال کې د مسلکي ښځینه ښوونکو د کمښت له ګواښ سره مخ دی چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د نجونو د زده‌کړو پر وړاندې پراخ محدودیتونه لګېدلي او ښځې له پوهنتوني زده‌کړو هم منع شوې دي.

د محمود شاه حبیبي کورنۍ: موږ او امریکا شواهد لرو چې حبیبي له طالبانو سره دی

۲۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۴:۳۸ GMT+۱
•
عبدالله همیم
100%

د محمود شاه حبیبي ورور احمد شاه حبیبي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د ورور په اړه یې د طالبانو د ویاند څرګندنې ناسمې دي. نوموړی وايي، چې له امریکا سره په ګډه داسې شواهد لري چې حبیبي طالبانو نیولی او تر شپږمیاشتو یې په استخباراتو بندي و.

احمدشاه حبیبي د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد هغه څرګندونې رد کړي چې ویلي یې دي:«موږ د محمودشاه حبیبي په اړه هېڅ معلومات نه‌لرو. هغه طالبانو نه دی نیولی. که له موږ سره وای، دغه ستونزه به له وړاندې حل شوې وه».

خو د محمود شاه حبیبي ورور احمد شاه حبیبي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبان یې د ورور په اړه پر حقیقت سترګي پټوي.

نوموړي وویل، چې دوی او امریکا داسې اسناد او شواهد لري چې محمود شاه حبیبي د طالبانو په زندان کې دی.

احمدشاه حبیبي زیاته کړه:«د طالبانو انکار بې‌ځایه دی، موږ او امریکا چې ادعا کوو د اسنادو پر بنسټ یې کوو. خلکو لیدلی دی او شاهدي یې ورکړې ده چې له طالبانو سره بندي دی».

احمدشاه حبیبي ویلي، چې د محمود شاه حبیبي په ګډون د ۲۹ کسانو له ډلې یوازې محمود شاه حبیبي او د هغه بل همکار انجینر محمد اکرم لا هم نه دي خوشي شوي.

حبیبي وايي، چې انجینر محمد اکرم او امریکايي وګړی ډینس کویل د طالبانو د استخباراتو په یوه خونه کې ساتل کېدل.

حبیبي وايي، د ورور همکار یې انجینر محمد اکرم د طالبانو په زندان کې له امریکايي وګړي ډینس کویل سره هم کتلي وو.

حبیبي زیاته کړې:«که انجیر محمد اکرم د طالبانو په استخباراتو کې بندي و، نو بیا زما ورور ولې ورسره نشته؟ زما ورور او انجینر اکرم، پر یوه وخت، پر یوه ځای او له شرکت څخه نیول شوي وو».

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د وري میاشتې په څلورمه اعلان وکړ، چې امریکايي وګړی ډینس کویل یې د مولوي هبت الله اخوندزاده په ځانګړي امر خوش کړ.

د افغان الاصله امریکايي محمود شاه حبیبي ورور وايي، له امریکایانو سره داسې ثبوتونه شته، چې لا هم د محمود شاه حبیبي د موبایل موقعیت یې د طالبانو په استخباراتو کې ښودل کېده.

حبیبي زیاته کړه:« که طالبان وايي محمود شاه حبیبي یې نه دی نیولی او ورسره نشته، دا یوه جمله کفایت نه کوي، هغوی باید وضاحت ورکړي».

وړاندې هم بېلابېلو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې محمود شاه حبیبي یې په کندهار کې د طالبانو په یوه ځانګړي زندان کې لیدلی، خو طالبان تل د هغه د نیول کېدو او زنداني کېدو په اړه بې خبري ښيي.

طالبانو محمود شاه حبیبي د ۲۰۲۲ کال د اګست میاشتې پر لسمه په کابل کې د خپل کور مخې ته له موټل چلوونکي سره یو ځای ونیوه او هممهاله یوې بلې ډلې د نوموړي پر کار ځای چاپه ووهله او هلته یې هم د هغه د دفتر ۲۹ تنه کارکوونکي ونیول.

محمود شاه حبیبي تر نیول کېدو وړاندې د (ACG) په نامه یوه مخابراتي شرکت کې دنده لرله او د جمهوري نظام له پرځیدو وروسته په افغانستان کې پاتې شوی و. هغه له نیول کېدو وړاندې د دریو میاشتو لپاره له هېواده بهر په سفر تللی و او کابل ته له رسیدو څلور ورځې وروسته طالبانو ونیوه.

پر محمود شاه حبیبي د طالبانو تور دی چې د القاعده ډلې د مشر ایمن الظواهري د پټنځای مشخصولو په برخه کې یې له سي ای اې سره همکاري کړې ده، خو طالبانو تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه هیڅ راز څرګندونې نه دي کړې.

د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د ۲۰۲۲ کال د جولای میاشتې پر۳۱مه د کابل په شیرپور سیمه کې د یوې بې پیلوټه امریکايۍ الوتکې په برید کې ووژل شو.