ژغورونکي د نړېدلو ودانیو له کنډوالو څخه د خلکو د ژغورلو لپاره په ډېر احتیاط کار کوي. هغوی کله ناکله د سیمې له خلکو غواړي چې چوپ پاتې شي، څو د کنډوالو له لاندې د هغو کسانو غږونه واوري چې ښايي لا ژوندي وي او مرستې ته اړتیا ولري.
د ۷.۴ درجې په کچه دې زورورې زلزلې د دوشنبې په سهار د کولمبیا د قهوې کرکیلې مهمې سیمې ولړزولې. دا زلزله په روانه پېړۍ کې په کولمبیا کې تر ټولو خونړۍ زلزله بلل شوې ده.
راپور زیاتوي، زلزلې په بېلابېلو ښارونو کې د استوګنې ودانیو، کورونو، ښوونځیو او روغتیايي مرکزونو ودانۍ سختې زیانمنې کړې دي. ځینې ودانۍ چاودې شوې، ځینې یوې خوا ته کږې شوې او یو شمېر نورې په بشپړه توګه نړېدلې دي.
د زیانمنو شویو ښارونو د بېلابېلو راپورونو له مخې، د سېشنبې تر سهاره لږ تر لږه ۲۵۴ کسان وژل شوي دي. له دې ډلې ۱۰۱ کسان په پریرا او ۹۵کسان په کالي ښار کې وژل شوي دي. کالي د کولمبیا درېیم لوی ښار دی.
د کولمبیا د ارام سمندر پر غاړه په ځنګلونو پوښلې چوکو سیمه کې، چې د زلزلې د مرکز ترڅنګ پرته ده، ډېر بومي اوسېدونکي لا هم برېښنا او نورو لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
په دغو سیمو کې د اړیکو پرې کېدل او د لارو خرابوالی د ژغورنې او مرستې چارې له جدي ستونزو سره مخ کړې دي. د سیمې ځینې برخې دومره لرې پرتې دي چې ژغورونکي او مرستندویان په اسانۍ ورته نه شي رسېدلی.
زلزله د نوي ولسمشر ابېلاردو دِ لا اسپریېیا د لوړې له مراسمو یوازې څو ورځې وروسته شوې ده. نوموړي له زلزلهځپلو سیمو څخه لیدنه کړې او هغو کسانو ته یې د اقتصادي مرستو ژمنه کړې چې په زلزله کې یې خپل کورونه له لاسه ورکړي دي.
نوي حکومت له واک ته رسېدو سره سم د لګښتونو د کمولو لپاره د بېړنیو سپمايي ګامونو اعلان کړی و. حکومت اوس د هغه څه باندې ۱۸۰ میلیارد ډالرو بودجې د بیاکتنې لپاره چمتووالی نیسي چې پخواني چپلوري حکومت جوړه کړې وه.
د کولمبیا د قهوې ملي ټولنه هم له زیانمنو کورنیو سره یوځای په سیمو کې کار کوي، څو د قهوې پر کروندو، کلیوالو لارو او نورو کلیوالي بنسټونو د اوښتو زیانونو کچه معلومه کړي.
د وېروونکو شېبو انځورونه
ژغورونکو د دوشنبې تر شپې او د سېشنبې تر سهاره د درنو وسایلو، کیندونکو ماشینونو او حتا تشو لاسونو په مرسته د کنډوالو لټون وکړ.
ژغورونکو، رضاکارانو او د سیمې خلکو د انسانانو کتارونه جوړول او د کنډوالو ټوټې یې لاس په لاس لېږدولې، څو ښايي د کنډوالو لاندې بند پاتې کسان ومومي او وژغوري.
روزا ګونزالس، چې په پریرا ښار کې یې یوه مېلمستون چلاوه، وویل چې د زلزلې پر مهال له خپل مېړه او لس میاشتني ماشوم سره په ودانۍ کې وه.
هغې وویل: «ودانۍ په لړزېدو او درز کولو پیل وکړ. موږ لا بهر ته د منډې وهلو په حال کې وو چې ودانۍ راولوېده».
د هغې په وینا، له ودانۍ څخه اته کسان ژوندي را ووتل، خو یو سپینږیری سړی د ودانۍ پر برنډه بند پاتې شو. ګونزالس وېره لري چې ښايي نوموړی د زلزلې له وژل شویو کسانو څخه وي.
د کورنۍ پیشو هم د شپې د ژغورنې په عملیاتو کې له کنډوالو څخه را ایستل شوې ده.
په همدې مهال، د ټولنیزو رسنیو پېژندل شوی فعال خوزه ګایهګو د زلزلې پر مهال تازه د پریرا هوايي ډګر ته رسېدلی و. هغه په ژوندۍ بڼه ویډیو خپروله چې د زلزلې له امله د ودانۍ سختې لړزېدل او د چت د ځینو برخو لوېدل پکې لیدل کېدل.
هغه وویل: «ما ټپیان او په وینو لړلي کسان ولیدل چې چیغې یې وهلې او هڅه یې کوله خپلو کورنیو ته ځانونه ورسوي.»
ګایهګو وویل چې د نورو لړزو له وېرې یې ټوله شپه خوب ونه کړ او د خوندي پاتې کېدو لپاره یې په پرانیستې سیمه کې شپه تېره کړه.
تر سېشنبې ماسپښینه له ۱۰۰ څخه ډېرې وروسته لړزې ثبت شوې وې.
هغه وویل: «زه د ښار له یوې برخې څخه بلې ته په پښو لاړم. دوه ساعته وخت یې ونیو. لیدل کېدونکې صحنې ډېرې ویجاړوونکې وې؛ داسې ښکارېده لکه یو بد خوب چې په رښتیا بدل شوی وي».
زرګونه کسان بېکوره شوي
د زلزلې له امله د استوګنې ګڼې ودانۍ نړېدلې او په ډېرو کورونو کې ژور درزونه پیدا شوي دي. له همدې امله زرګونه کسان بېکوره شوي او خپلې کورنۍ یې د خپلو کورونو له مخې بهر په دې تمه دي چې د ودانیو د خونديتوب ارزونه بشپړه شي.
۳۴ کلن البرټو ماچادو وویل چې زلزله هغه مهال وشوه چې دی خپل زوی ښوونځي ته رسولی و.
د هغه په وینا، په کالي ښار کې یې کور په بشپړه توګه ویجاړ شو او مېرمن، خواښې او دوه واړه ماشومان یې اړ شول چې شپه د یوه ګاونډي په کور کې تېره کړي، خو لا هم نه پوهېږي چې په راتلونکو ورځو کې به څه کوي.
په یوه ورزشي مرکز کې هم د شپې لپاره د ۶۰ کسانو د ځای پر ځای کولو تیاری نیول شوی و. په دغو کسانو کې د یوه زیانمن شوي سپینږیرو د پالنې له مرکز څخه ۳۰ زاړه کسان هم شامل وو.
د سپیو او پیشوګانو د ژغورنې مرکزونو هم د خوړو، درملو او د مرستې لپاره د کسانو د برابرولو غوښتنې کړې دي.
د یوې ښځې له ژغورل کېدو وروسته د خلکو خوښۍ
په کالي ښار کې خلکو په کوڅو کې خواړه پخول او هڅه یې کوله چې له کنډوالو څخه د کار وړ شیان راوباسي او وساتي.
د تورېس دِل لیمونار د استوګنې د ویجاړ شوي مرکز مخې ته، چې پخوا په یوه ارامه او له ونو ډکه سیمه کې دوه څو پوړیزې ودانۍ وې، ژغورونکي، رضاکاران او سیمهییز چارواکي راټول شوي وو.
خلکو هغه مهال په خوښۍ چیغې او چکچکې وکړې چې ژغورونکو یوه ښځه له کنډوالو څخه ژوندۍ را وایسته. ښځه وروسته پر امبولانسبرانکارد کې د درملنې لپاره ولېږدول شوه.
خو د ډېرو نورو کسانو د ژغورنې پایله دومره ښه نه وه.
د کالي ښار د عامې روغتیا مسوول جرمان اسکوبار وویل چې د ښار مړيخونه نور د نویو مړو د ځای پر ځای کولو وس نه لري او چارواکي اړ شوي چې له کوڅو څخه نور مړي هم راټول کړي.
د کالي ښاروال الېخاندرو اېدر، چې له یو شمېر نورو چارواکو سره یې د لوټمارۍ د مخنیوي لپاره د شپې له خوا د ګرځېدو بندیز لګولی و او د دغه بندیز د پلي کولو لپاره یې امنیتي ځواکونه ځای پر ځای کړي وو، په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو انځورونو او ویډیوګانو له مخې، په یوه سخته زیانمنه سیمه کې د خلکو له اعتراض او چیغو سره مخ شو.
لرې پرتې سیمې لا هم د مرستو په تمه د
په چوکو سیمه کې د زلزلې د مرکز ترڅنګ د ځینو ښارګوټو اوسېدونکو سیمهییزو رسنیو ته ویلي چې تر اوسه یې له حکومت څخه هېڅ مرسته نه ده ترلاسه کړې.
اندرېس کایسدو، چې د سیپي سیمې د خلکو له مشرانو څخه دی، کاراکول ټلوېزیون ته وویل چې خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.
سیپي یوه ځنګلي سیمه ده چې د چوکو له مرکز څخه د ځمکې او سیند له لارې شاوخوا ۱۱ ساعته واټن لري. دغه سیمه له دې وړاندې هم د وسلهوالو ډلو له بریدونو زیانمنه شوې ده.
کایسدو وویل: «موږ اړ یوو چې د انټرنېټ د لږې اړیکې د پیدا کولو لپاره ونو ته وخېژو. دلته ماشومان او سپینږیري شته چې لا هم د زلزلې له سختې وېرې نه دي راوتلي. موږ روغتیايي مرکز او درمل نه لرو. هر هغه څه مو چې له وسه پوره وو، په خپلو لاسونو مو ترسره کړي دي.»
د سېشنبې تر ماسپښینه پورې درې هوايي ډګرونه لا هم تړلي وو.
په ډېرو سیمو، په ځانګړې توګه په چوکو کې، خلکو ته د ګاز، اوبو او برېښنا رسونه لا هم بنده وه. د هېواد یو شمېر مهمې لویې لارې هم لا هم تړلې پاتې وې.
د اړیکو د کمزورتیا او د ځینو سیمو د لرېوالي له امله، د ژغورنې ډلې لا نه دي توانېدلي چې د ټولو زیانمنو سیمو حالت په بشپړه توګه معلوم کړي.
که څه هم ولسمشر دِ لا اسپریېیا د دوشنبې په غرمه د ټول هېواد د زلزلې د قربانیانو لومړنی شمېر اعلان کړی و، خو حکومت تر هغه وروسته د مړو د شمېر په اړه نوې رسمي شمېره نه ده خپره کړې.
د حکومت ځینو ادارو هم ویلي چې دوی ته امر شوی چې د قربانیانو جلا شمېرې خپرې نه کړي.
دې حالت د شنونکو او د رسنیو د نظر خاوندانو نیوکې راپارولې دي او د زلزلې د قربانیانو د کره شمېر په اړه یې لا ډېر ګډوډي رامنځته کړې ده.
کولمبیایي چارواکي وايي، په ځینو تر ټولو سختو زیانمنو سیمو کې د اړیکو د خرابېدو له امله ښايي د زلزلې د ټولو زیانونو او د قربانیانو د وروستي شمېر معلومول څو ورځې وخت ونیسي.
په داسې حال کې چې د لټون او ژغورنې چارې لا هم روانې دي، ژغورونکي هیله لري چې وکولای شي نور کسان هم له کنډوالو څخه ژوندي راوباسي. خو د وخت په تېرېدو سره دا وېره هم زیاتېږي چې ښايي د دې زورورې زلزلې د مړو شمېر نور هم لوړ شي.