د پښتورګو د درملنې روغتون کې د ډاکټرانو د کمښت له امله ناروغان له ستونزو سره مخ دي

د ننګرهار یوه اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل پښتو ته د څو ویډیوګانو په رالېږلو سره شکایت کړی چې په دغه ولایت کې د نشتر په نوم د پښتورګو دولتي روغتون کې د ډاکټرانو کمښت ناروغان له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.
د ننګرهار دغه اوسېدونکي ویلي چې په روغتون کې یوازې څو نرسان موجود دي او د ده په وینا، په ګوتو شمېر ډاکټران چې د ورځې په لومړۍ برخه کې کار کوي، تر غرمې وروسته په روغتون کې نه پاتې کېږي.
هغه وویل: «د غرمې له ۱۲ بجو وروسته ډاکټر نه وي او ناروغان له سختو ستونزو سره مخ کېږي».
د پیغام استوونکي ادعا کړې چې د ډاکټرانو د نشتون له امله په ځانګړي ډول هغه ناروغان له ستونزو سره مخ کېږي چې تر غرمې وروسته طبي پاملرنې ته اړتیا پیدا کوي.
نوموړي دغه راز د روغتون د یو شمېر ډاکټرانو له چلنده شکایت کړی او ویلي یې دي چې له ناروغانو او د هغوی له پایوازانو سره «ناسم چلند» کېږي.
دغه اوسېدونکي له اړوندو روغتیايي چارواکو غوښتي چې د نشتر پښتورګو روغتون د ډاکټرانو د کمښت ستونزه حل او ناروغانو ته د ورځې په اوږدو کې د روغتیايي خدمتونو زمینه برابره کړي.
افغانستان انټرنشنل په خپلواکه توګه د دغه اوسېدونکي ادعا نه تاییدوي، دا یوازې د یاد اوسېدونکي روایت دی.
