د دغو سرچینو په وینا، د طالبانو د استخباراتو یوې ځانګړې قطعې د تېرې سېشنبې په ورځ د تاجمیر جواد په مستقیمه لارښوونه د جمعهخان فاتح پر ځواکونو برید کړی دی.
سرچینې وايي، د طالبانو دغې ځانګړې قطعې ته دنده سپارل شوې وه، چې په درواز، نسي او یو شمېر نورو سیمو کې د بدخشان د طالبانو اړوند ځایي ځواکونه بېوسلې کړي. خو دغه اقدام د فاتح د ځواکونو او د طالبانو د یو شمېر ځایي کسانو له غبرګون سره مخ شوی او له همدې امله جګړه د سېشنبې د زمري د ۲۰مې، له ماښام راهیسې روانه ده.
په نسي کې د جګړې ترڅنګ، د بدخشان په یو شمېر نورو سیمو کې هم د ناامنۍ او د طالبانو د وسلهوالو مخالفو ډلو د خوځښتونو د زیاتېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
حبیبالرحمان منصور چې په فیضاباد کې د طالبانو له خوا ښاروال ټاکل شوی وو د پنجشنبې په ورځ د زمري په ۲۲مه، د مقاومت جبهې د ځواکونو په یوه برید کې ووژل شو. هغه په دې وروستیو ورځو کې په بدخشان کې دویم طالب چارواکی دی چې په مرکز فیضاباد کې وژل کېږي.
سرچینې همداراز وايي، د ازادۍ جبهې اړوند کسان زېباک ولسوالۍ ته څېرمه حضور لري او په دې سیمه کې یې خوځښتونه زیات شوي دي.
ځینې سرچینې اندېښنه څرګندوي، که روانې نښتې مهار نهشي، د بدخشان نورو ولسوالیو ته هم د جګړې او ناامنۍ لمن غځېدای شي. ځايي سرچینو مخکې ویلي وو، چې د نسي ولسوالۍ په خوغز، دوابګي، خنیس او ایلرمه سیمو کې د جمعهخان فاتح اړوند ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه شوې ده.
جمعهخان فاتح چې د طالبانو له ډلې سره اختلاف لري، د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۲۱مه) په یوه غږیز پیغام کې چې یوه کاپي یې رسنیو ته رسېدلې، له خپلو کسانو او خلکو غوښتي چې له طالبانو سره جګړه پیل کړي.
د سرچینو په وینا، په دغو نښتو کې دواړه لوري له سپکو او درنو وسلو کار اخلي او جګړه د نسي ولسوالۍ څو سیمو ته غځېدلې ده.
سرچینې دواړو خواوو ته د مرګژوبلې د اوښتو خبره هم کوي، خو د وژل شویو او ټپیانو کره شمېر یې نهدی په ډاګه کړی.
په همدې حال کې، داسې راپورونه هم خپاره شوي چې ګواکې د جمعهخان فاتح ځواکونو د طالبانو یوه چورلکه نسکوره کړې، خو طالبانو بیا ویلي، چې یوه چورلکه یې په بدخشان کې د برېښنا له یوې ستنې سره د ټکر له امله زیانمنه شوې ده.
د راپورونو له مخې، د طالبانو چورلکې سیمې ته د خپلو وژل شویو او ټپیانو د لېږد لپاره استول شوې دي. خو سرچینې وايي، د طالبانو د ځانګړې قطعې د یو شمېر وژل شویو کسانو مړي لا هم ځای پر ځای پراته دي. د دې راپور په اړه تر اوسه د طالبانو له لوري رسمي او روښانه معلومات نهدي خپاره شوي.
د جګړې له پراخېدو وروسته، د طالبانو مشرتابه له څو ولایتونو څخه زرګونه ځواکونه بدخشان ته استولي دي.
د سرچینو په وینا، د دغو ځواکونو موخه د جمعهخان فاتح د پلویانو ځپل او د هغو ځایي طالبانو بېوسلې کول دي چې له خپل مشرتابه سره مخالفت لري.
د فاتح او طالبانو ترمنځ اختلاف څه وخت پیل شو؟
د جمعهخان فاتح او د طالبانو د مشرتابه ترمنځ اختلافونه له څو میاشتو راهیسې روان دي. سرچینې وايي، د دغو اختلافونو یوه مهمه برخه د کانونو د را اېستلو پر سر رامنځته شوې ده.
وروسته له هغه چې په بدخشان کې د طالبانو د والي په امر د فاتح یو شمېر نږدې کسان ونیول شول، د دواړو خواوو ترمنځ ترینګلتیا نوره هم زیاته شوه.
جمعهخان فاتح تر دې مخکې په زابل کې د طالبانو د والي مرستیال وو. له دندې تر لرې کېدو او د طالبانو له مشرتابه سره د اختلافونو له زیاتېدو وروسته کابل ته لاړ او ادعا یې وکړه، چې د طالبانو له رییسالوزرا ملا حسن اخوند سره یې لیدلي دي.
د بدخشان د نسي ولسوالۍ روانه جګړه په داسې مهال دوام لري، چې په بدخشان کې د طالبانو د ځایي ځواکونو، د جمعهخان فاتح د پلویانو او د طالبانو د مشرتابه ترمنځ د اختلافونو له امله امنیتي وضعیت یو ځل بیا د اندېښنې وړ بلل شوی دی.