• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پښتونخوا حکومت په قبایلي ولسوالیو او ملاکنډ کې د مالیې معافیت تصویب کړی

۲۲ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳ اګست ۲۰۲۶، ۱۲:۴۶ GMT+۱تازه شوی: ۲۲ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳ اګست ۲۰۲۶، ۱۴:۰۸ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا حکومت په رسمي ډول د دغه ایالت په مدغم شویو قبایلي سیمو او ملاکنډ ډویژن کې پر خدماتو او صنعتونو ایالتي مالیات معاف کړل. د پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شفیع الله جان ویلي، چې دغه پرېکړه د ایالتي کابینې په وروستۍ غونډه کې شوې ده.

د خیبر پښتونخوا حکومت په رسمي ډول د قبایلي ولسوالیو او ملاکنډ ډویژن د ولایتي مالیاتو څخه د معافیت منظوري ورکړې ده.

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شفیع الله جان د ایالتي کابینې له غونډې وروسته خبریالانو ته په خبرو کې وویل چې کابینه به په پخوانۍ فاټا، پاټا او ملاکنډ ډویژنونو کې د خدماتو وړاندې کوونکي او صنایع د خرڅلاو له مالیې څخه معاف کړي.

تیره میاشت د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي په پیښور کې د ټولو سیاسي ګوندونو په جرګه کې غوښتنه کړې وه چې فدرالي حکومت باید په قبایلي سیمو او ملاکنډ ډویژن کې د هر ډول فدرالي مالیاتو د پلي کولو پریکړه بیرته واخلي.

نوموړي په جرګه کې دا هم اعلان کړی و چې ایالتي حکومت به په قبایلي ولسوالیو او ملاکنډ ډویژن کې هیڅ ډول مالیه نه پلي کوي.

په ۲۰۱۸ کې له خیبر پښتونخوا سره د فاټا له یوځای کیدو وروسته، دا سیمې د اوو کلونو لپاره د فدرالي مالیاتو څخه معاف وې. خو تېره میاشت، فدرالي حکومت په قبایلي ولسوالیو او ملاکنډ ډویژن کې مالیات پلي کړل.

د پښتونخوا سیاسي ګوندونه په دې نظر دي چې دا سیمې له ترهګرۍ اغیزمنې شوې دي او له همدې امله باید دلته د مالیاتو د پلي کولو فدرالي پریکړه بیرته واخیستل شي.

ډېر لیدل شوي

هېر شوي سرتېري؛ پخواني افغان نظامیان د بې‌کارۍ له ستونزې او امنیتي ګواښونو سره مخ دي
۱

هېر شوي سرتېري؛ پخواني افغان نظامیان د بې‌کارۍ له ستونزې او امنیتي ګواښونو سره مخ دي

۲
ځانګړی

نورستان کې د طالبانو درې استخباراتي مسوولین یو ځل بیا د جنسي تېري د هڅې په تور نیول شوي

۳

‏د هواپوهنې اداره: په ۶ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۴

د طالبانو سره همکار پخوانیو ځواکونو ته د سمیع سادات خبرداری: تاسو ۱۵ ورځې وخت لرئ

۵

هغه د کابل د سقوط په ورځ له یوه کوچني لاسي بکس سره ووتله

•
•
•

نور کیسې

مجاهد: کوچنۍ واکمنې ډلې د پاکستان ګټې یرغمل کړې او له افغانستان سره هم د کړکېچ غوښتنه کوي

۲۲ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳ اګست ۲۰۲۶، ۰۵:۰۲ GMT+۱
100%

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ایران اېراف رسنۍ سره په مرکه کې د پاکستان او افغانستان د اړیکو په اړه ویلي: «اوس یوه کوچنۍ پوځي ډله واکمنه ده، چې د پاکستان ټولې ګټې یې یرغمل کړې او له افغانستان سره هم د کړکېچ غوښتنه کوي».

نوموړي زیاته کړې، چې د خپل مشر په استازیتوب یې د پاکستان د هرې خبرې ځواب ویلی. مجاهد په یادې ځانګړې مرکه کې یو ځل بیا ویلي، چې دوی له پاکستان سره شخړه نه غواړي او اجازه به ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پرضد وکارول شي.

هغه زیاته کړه، اجازه نه‌ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم هېواد پرضد وکارول شي او د پاکستان کورنۍ شخړې او اختلافات له افغانستان سره هېڅ تړاو نه‌لري.
مجاهد د پاکستان د تورونو او بریدونو په اړه د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده د چوپتیا په اړه وویل: «اړینه نه‌ده چې مشر دې په هره موضوع کې دریځ ونیسي. موږ د افغانستان د اسلامي امارت په استازیتوب خبرې کړې دي او همدا بسنه کوي».
مجاهد په دې اړه چې ولې پاکستان له طالبانو سره د ژورو اړیکو سره، سره لاهم دغه حکومت په رسميت نه‌دی پېژندلی وویل، چې ګڼ هېوادونه له افغانستان سره رسمي تعاملات لري او د هغوی سفارتونه په کابل کې فعال دي.

هغه وویل: «ما په پیل کې اشاره وکړه، چې هېوادونه له افغانستان سره رسمي تعاملات لري. د هغوی سفارتونه په کابل کې او د افغانستان سفارتونه په نورو هېوادونو کې فعال دي. دا د دې معنا لري چې موږ رسمي اړیکې لرو».

د ایران او امریکا د جګړې په اړه د طالبانو دریځ

مجاهد د ایران او امریکا د جګړې په اړه وویل: «موږ په سیمه کې د جګړې غوښتونکي نه یو او هر هېواد چې تېری کوي، موږ یې غندو. تېری د ستونزو حل‌لاره نه‌ده». هغه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور تجربې ته په اشارې وویل، افغانستان خپله د تېري قرباني شوی دی، ۲۰ کاله تر اشغال لاندې پاتې شوی او موږ د اشغال ترخې تجربې یې لیدلې دي».
هغه ویي: «موږ نه غواړو، چې هېڅ هېواد له داسې حالت سره مخ شي».

له امریکا سره اړیکې

مجاهد له امریکا سره د طالبانو د اړیکو په اړه وویل، افغانستان غواړي له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې ولري. نوموړي زیاته کړې:« موږ له کړکېچنو اړیکو او جګړو تجربه لرو، چې د هېڅ لوري په ګټه نه‌وې».

مجاهد: پخوانی ولسمشر اشرف غني کولای شي افغانستان ته ستون شي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هېواد ته د پخواني ولسمشر محمداشرف غني د راتګ په اړه وویل، که هغه وغواړي چې افغانستان ته راشي؛ نو اړیکې ته اړتیا نه‌لري، دا د هغوی هېواد او خاوره ده او کولای شي په‌کې ژوند وکړي.

هغه زیاته کړه: «د هغوی د نږدې کسانو لپاره هم عمومي عفو اعلان شوې ده او په دې برخه کې موږ کومه ستونزه نه وینو». مجاهد د اشرف غني د احتمالي بېرته ستنېدو په اړه ټینګار وکړ، چې د افغانستان وګړي په خپل هېواد کې د ژوند کولو حق لري.

هغه زیاته کړه، د هغوی پر وړاندې هېڅ ډول ګواښ نه‌شته او طالبان هېڅوک خپل دښمن نه ګڼي. د طالبانو ویاند د اشرف غني د احتمالي قضايي څار په اړه وویل: «د حقوق‌الله او سیاسي موضوعاتو په برخه کې څوک تر قضايي څار لاندې نه نیول کېږي، ځکه عمومي عفو صادره شوې او همدا کافي ده. که کوم کس د بل چا پر وړاندې د خپل حق دعوه ولري، کولای شي محکمې ته مراجعه وکړي او خپله عریضه وړاندې کړي».

د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو واک ته د بېرته ستنېدو پنځه کاله تېرېږي. طالبان د ۱۴۰۰ لمریز کال په زمري میاشت کې د امریکايي او ناټو ځواکونو له وتلو او د جمهوري نظام تر سقوط وروسته کابل ته ننوتل.

د مومندو لویه جرګه؛ د زرګونو پښتنو پېژندپاڼې تړل شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱۱ اګست ۲۰۲۶، ۲۰:۳۲ GMT+۱
•
فضل عزیز
100%

د خیبر پښتونخوا د مومندو ولسوالۍ لویې جرګې ویلي، په مومندو، په ځانګړي ډول له ډېورنډ کرښې سره نږدې پرتو سیمو او د پښتونخوا په بندوبستي سیمو کې هم د زرګونو پښتنو پېژندپاڼې (شناختي کارتونه) تړل شوې دي.

د مومندو د لویې جرګې غړو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له لوري د پاکستان د ملي معلوماتو او ثبت ادارې (نادرا) داسې تګلاره جوړه شوې چې خلک باید د خپلې پېژندګلوۍ لپاره د ۱۹۷۸م کال څخه وړاندې د خپلې استوګنې کوم ثبوت وړاندې کړي.

د مومندو د لویې جرګې د پېښور څانګې مشر ملک صبدر خان وویل، اوس مهال نادرا یا دولت داسې تګلاره جوړه کړې چې له یوې خوا د افغانستان او پاکستان ستونزې دي او له بلې خوا له کرښې سره د نږدې پرتو ولسونو ستونزې هم زیاتې شوې دي.

افغانستان انټرنشنل پښتو سره خبرو کې هغه ادعا وکړه چې د مومندو او نورو سیمو د زرګونو خلکو پېژندپاڼې تړل شوې دي.

ملک صبدر خان وویل: «نادرا له خلکو څخه د ۱۹۷۸م کال څخه د مخه دلته د اوسېدنې اسناد او ثبوتونه غواړي. په پخوانۍ فاټا کې خلکو ډېرې پېژندپاڼې نه دي جوړې کړې او د ځینو خلکو ستونزه دا هم ده چې نومونه یې سم نه دي لیکل شوي. ځینې بیا د کرښې له امله د یوې کورنۍ یوه برخه دې غاړې او بله برخه پورې غاړې ته پاتې شوې ده».

هغه وویل، مومندو او پښتنو ته لویه ستونزه په پنجاب ایالت کې ده، هلته پښتانه ځورول کېږي او که د چا سره پېژندپاڼه هم وي، بیا هم ورته ویل کېږي چې دا سمه نه ده جوړه شوې. د هغه په وینا، «پښتانه د پېژندپاڼو له لرلو سره سره هم نیول کېږي».

د مومندو د لویې جرګې غړي جنګریز خان وویل: «پخوا په قبایلي سیمو کې پخوا خلکو کارتونه نه جوړول؛ د عکس له امله او د ځینو نورو دودونو له کبله. او په مومندو کې په ځانګړي ډول ځینې سیمې داسې وې چې هلته د خلکو رسایي نه کېده، ځکه خلکو پېژندپاڼې نه دي جوړې کړې».

هغه زیاته کړه، له دوی څخه چې کوم اسناد غوښتل کېږي، په پخوانۍ فاټا کې هغه «د کاغذاتِ مال په نوم د شتمنیو دولتي اسناد نه جوړېدل، ځکه چې فاټا وه، اوس یې خلک له کومې راوړي».

نوموړي وویل، اوس دوی غوښتنه کوي چې د پېژندپاڼې د جوړولو پر مهال باید د پېژندګلوۍ لپاره د ټاکل شوو استازو او نورو چارواکو له لارې په سیمه‌ییزه کچه د خلکو پېژندګلوي تایید شي، خو د هغه په وینا، نادرا دا کار نه کوي او د خلکو پېژندپاڼې تړي.

جنګریز خان همداراز وویل: «په کراچۍ کې د هندوستاني مهاجرو سره دا ستونزه نشته، خو د پښتنو لپاره پالیسي جوړه شوې ده. د لکونو په شمېر کې پېژندپاڼې تړل شوې دي او کوم فورمول چې دوی جوړ کړی، که همدا لړۍ روانه وي، نو ډېر نور کارتونه به هم وتړل شي».

د مومندو د لویې جرګې یو بل غړي او فعال، تفسیر مومند وویل، د افغانانو په نوم او د افغان کډوالو د بېرته لېږلو د بهیر پر مهال د پښتنو لپاره دغه ستونزه زیاته شوې ده.

هغه افغانستان انټرنشنل پښتو سره په خبرو کې وویل، د مومندو په درېیو سیمو، خوېزو، بایزو او صافو کې، چې له کرښې سره نږدې پرتې دي، د ډېرو خلکو پېژندپاڼې تړل شوې دي.

هغه زیاته کړه، په دغو سیمو کې مېشت ځینې خلک د پاکستان له لوري پر کرښه د اغزن تار د غځولو پر مهال له ستونزې سره مخ شوي، «ځکه د یوې کورنۍ یوه برخه دې غاړې او بله برخه پورې غاړې ته پاتې شوې ده».

هغه وویل: «پر کرښه اغزن تار په داسې ډول غځول شوی چې مومندو کې یو پاکستانی ښوونځی هم پورې غاړې ته پاتې شوی دی».

د جماعت اسلامي ګوند د مومندو سیمه‌ییز مشر فردوس خان وویل، د افغان کډوالو په پلمه پښتانه ځورول کېږي او «د پښتنو تابعیت مشکوک کړل شوی دی».

هغه افغانستان انټرنشنل پښتو سره خبرو کې وویل، له هغو خلکو څخه د سیمې د ملکیت اسناد غوښتل کېږي چې د ده په وینا، د نیکونو له زمانې راهیسې د همدې وطن اوسېدونکي دي.

د مومندو د لویې جرګې استازو وویل، دوی د یوې خبري غونډې له لارې دغه ستونزه مطرح کړې ده. دوی زیاته کړه، له دې وروسته به په قومي کچه او بیا په سیاسي کچه تګلاره جوړه کړي، څو دغه ستونزه د پاکستان له دولت سره شریکه کړي.

دوی وویل، د پېژندپاڼو له تړل کېدو سره د خلکو ټولې چارې درېږي، ان تر دې چې په روغتونونو کې یې درملنه هم نه کېږي.

د مومندو د لویې جرګې غړو وویل، دوی دغه ستونزه له حکومتي چارواکو سره هم شریکه کړې ده او ځینو چارواکو ورته د ستونزې د هواري ډاډ ورکړی، خو تر اوسه عملي اقدام نه دی شوی، له همدې امله دوی خبري کنفرانس ته اړ شوي دي.

سوداګر: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو خلاصېدو نښې شته خو لا هم ډیر کار پاتې دی

۲۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۹:۳۳ GMT+۱
•
فضل عزیز
100%

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشران وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د لارو د پرانیستلو په اړه له دولتي چارواکو سره یې خبرې روانې دي، تمه شته خو تر اوسه په دې برخه کې کوم د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

دوی وايي، «ځینې اشارې»یې ترلاسه کړې دي، خو د لارو د پرانیستو او د سوداګرۍ د بېرته پیلولو لپاره لا هم ډېر کار ته اړتیا ده.

د سوداګرۍ د ګډې خونې په پاکستان کې مشر جنید اسماعیل مکدا افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، له افغانستان سره د سوداګریزو لارو د پرانیستو په اړه یې له پاکستاني دولتي چارواکو سره خبرې روانې دي، خو په دې لړ کې د پاکستان او افغانستان د حکومتونو ترمنځ ستونزې او ورپسې د ایران شخړې هم يوه ستونزه جوړه شوې ده.

هغه زیاته کړه، «اوس ځینې اشارې ترلاسه شوې دي»، خو دوی لا هم د وضعیت ارزونه کوي.

مکدا وویل، دوی هڅه کوي چې نه یوازې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري بېرته پیل شي، بلکې ټرانزیټي سوداګري هم بېرته فعاله شي، څو له منځنۍ اسیا سره سوداګري هم ترسره شي.

هغه زیاته کړه، د افغانستان او پاکستان ترمنځ باید د سوداګرۍ لړۍ نه وای تړل شوې، ځکه د سوداګرۍ د درېدلو له امله د دواړو هېوادونو ولسونو، سوداګرو او اقتصادونو ته زیان اوړي.

د سوداګرۍ د ګډې خونې د افغانستان شریک مشر خان جان الکوزي وویل، د حکومتونو په کچه په دې برخه کې تر اوسه کوم نوی پرمختګ نشته، خو په افغانستان او پاکستان دواړو کې سوداګر د لارو د پرانیستو او د سوداګرۍ د بېرته پیلولو هڅې کوي.

الکوزي افغانستان انټرنشنل پښتو سره په خبرو کې وویل، په افغانستان کې هم سوداګر په دوامداره توګه له وزیرانو سره په دې اړه لیدنې او خبرې کوي.

هغه وویل:: «څو ورځې وړاندې ما شخصاً د تجارت له وزیر سره ولیدل. ان موږ کندهار ته لاړو، له ملا شیرین اخند سره مو وکتل او د ملا برادر له دفتر سره هم خبرې کوو. ورته مو ویلي چې دا بندیز د دواړو خواوو په زیان دی او باید اسانتیاوې رامنځته شي».

الکوزي وویل، د طالبانو مشران دوی ته وايي چې پاکستان هر وخت له دې ستونزې استفاده کوي او تر هغه چې د پاکستان له لوري کوم ضمانت ورنه کړل شي، دوی به دا لاره نه پرانیزي.

هغه زیاته کړه، که د پاکستان او طالبانو ترمنځ کومې پټې خبرې روانې وي، سوداګر ترې خبر نه دي.

الکوزي وویل: «البته زموږ د دواړو خواوو د سوداګرو غوښتنه او هیله دا ده چې دا د دواړو هېوادونو او ولسونو لپاره یوه اړتیا ده. د دې لارې تړل د دواړو هېوادونو په زیان دي، نو لاره باید پرانیستل شي».

د سوداګرۍ د ګډې خونې د پاکستان شریک مشر سهیل مکدا په شکايت سره وویل: «په افغانستان کې اوس پاکستاني توکي نه خوښېږي او د طالبانو حکومت په دې اړه تبليغات کړي. دلته په پاکستان کې هم خلک له دې کاره خپه دي، دا کار باید نه وای شوی».

هغه زیاته کړه، دوی لا هم د دې ستونزې د هواري لپاره هڅې کوي.

مکدا وویل، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ بېرته عادي کول اسانه کار نه دی او د دوه اړخیزې سوداګرۍ بېرته خپل پخواني حالت ته ستنول به وخت ونیسي، خو دوی له هڅو ناهیلي شوي نه دي.

د یادونې ده چې د ډېورنډ پر کرښه د تورخم، سپین بولدک او د تګ راتګ نورې ټولې لارې وروسته له هغه د هر ډول تګ راتګ او سوداګریزو چارو پر مخ وتړل شوې چې د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر میاشت کې د پاکستان هوايي ځواکونو په کابل او د افغانستان په نورو ولایتونو کې هوايي بریدونه وکړل او طالبانو یې په غبرګون کې د ډېورنډ پر کرښه د پاکستان پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل.

د بېرته ستنېدو په درشل کې؛ افغان کډوال خپل کورونه او کاروبارونه په ټیټه بیه پلوري

۲۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱۱ اګست ۲۰۲۶، ۰۷:۵۵ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

په پاکستان کې له کلونو راهیسې د مېشتو افغان کورنیو لپاره جایدادونه نور د راتلونکي د ضمانت پرځای د ناڅرګند وضعیت تر ټولو لوی بار ګرځېدلی دی. له پېښور نه د بېرته ستنېدو په درشل کې افغان کډوال اړ اېستل شوي، چې خپل کورونه او کاروبارونه په ټیټه بیه وپلوري.

افغانستان ته د بېرته ستنېدو فشار، د نیول کېدو وېره، د کاروباري فعالیتونو کمښت او د راتلونکي په اړه بې باوري هغه کورنۍ هم د خپلو جایدادونه پلورلو ته اړ اېستې، چې دغه شتمنۍ یې د کلونو د سختې خوارۍ او سپما په پایله کې جوړې کړې وې.

د پېښور په بېلابېلو سیمو کې وضعیت یو شان نه‌دی. په ځینو سیمو کې د جایدادونو خاوندان بېړني پېرودونکي نه‌شي موندلای او په ځینو نورو برخو کې پېرودونکي د بازار له روانې بیې څخه د پام وړ ټیټه بیه وړاندې کوي؛ په داسې حال کې چې په ځینو سیمو کې د افغانانو د کاروباري فعالیتونو له کمښت سره د هټیو او سوداګریزو جایدادونو غوښتنه هم اغېزمنه شوې ده.

د پېښور په کارخانو بازار کې د یوه هوټل افغان څښتن خیرباز افغانستان انټرنشنل پښتو ته وايي، چې اوس افغانستان ته د بېرته ستنېدو په حال کې دی او غواړي د مزار شریف په ښار کې خپل ژوند بیا له سره پیل کړي.

خیرباز وايي، په کارخانو بازار کې یې خپل هوټل درلود چې شاوخوا ۲۵ لکه پاکستانۍ کلدارې ارزښت یې لاره؛ خو د اوسنیو شرایطو او مجبورۍ له امله اړ شو، چې دغه هوټل یوازې په اته لکه کلدارو وپلوري. په دې معامله کې یې شاوخوا ۱۷ لکه کلدارو پورې مالي زیان کړی دی.

خیرباز وايي، نږدې دوه میاشتې بې‌روزګاره و او د هوټل له پلور وروسته ترلاسه شوې ۸ لکه کلدارې هم د کور پر کرایې، ورځنیو لګښتونو او نورو اړتیاوو لګول شوې دي. هغه وايي، اوس ورسره یوازې شاوخوا ۳ لکه کلدارې پاتې دي چې افغانستان ته د سفر د لګښتونو لپاره یې ساتلې دي.

خیرباز زیاتوي، چې په پېښور کې د پاتې کېدو پرمهال د کور کرایه د ورځني ژوند لګښتونه او نور مالي مسوولیتونه پرې ډېر درانه شوي وو؛ ځکه یې افغانستان ته د بېرته ستنېدو پرېکړه وکړه. شاوخوا درې ورځې وړاندې یې ورور پولیسو نیولی و او وروسته د تورخم له لارې افغانستان ته ډیپورټ شوی دی.

په پېښور کې مېشت افغان وګړي محمد فاروق افغانستان انټرنشنل پښتو ته وايي، خپل کور یې د کلونو د سختې خوارۍ او سپما په پایله کې جوړ کړی و چې شاوخوا دوه کروړه پاکستانۍ کلدارې لګښت پرې راغلی دی؛ اوسنیو شرایطو افغانستان ته د بېرته ستنېدو فشار او د راتلونکي په اړه د ناڅرګندتیا له امله اوس اړ شوی چې خپل کور وپلوري.

فاروق وايي، کله چې یې د کور د پلور لپاره له پېرودونکو سره خبرې وکړې؛ نو ورته د شاوخوا یوه کروړه څخه تر یو نیم کروړه پاکستانۍ کلدارو پورې وړاندیزونه وشول، چې د هغه د اصلي پانګونې پرتله ډېر کم دي.

د هغه په وینا؛ که کور په یو نیم کروړ کلدارو وپلورل شي، نو شاوخوا ۵۰ لکه کلدارې مستقیم مالي زیان به وکړي. هغه وایي: «په دې کور کې یوازې پیسې نه‌دي لګېدلې؛ بلکې د کلونو خواري، سپما او د خپلې کورنۍ د ښه راتلونکي هیلې هم ورسره تړلې دي».

هغه وايي: «اوس له داسې سخت حالت سره مخ یو، چې له یوې خوا د کور پرېښودو وېره لرو او له بلې خوا اړ یو خپله جایداد د اصلي ارزښت پرتله په ډېره ټیټه بیه وپلوري. موږ دا کور د کلونو په خوارۍ جوړ کړی و؛ خو نن حالات داسې شوي چې اړ یو خپله جایداد په زیان وپلورو. که حالات عادي وای هېڅکله به مو په دومره ټیټه بیه کور نه پلوره».

فاروق وايي، د کور له پلور وروسته ترلاسه شوې پیسې به افغانستان ته د ستنېدو او هلته د نوي ژوند د پیل لپاره وکاروي؛ خو که کور په ټیټه بیه وپلورل شي، نو د نوي ژوند د پیل لپاره به ورسره د پخوا پرتله ډېره کمه پانګه پاتې شي.

د خیبر ولسوالۍ لنډي کوتل بازار له اوږدې مودې راهیسې د ځايي او افغان سوداګرو لپاره یو مهم سوداګریز مرکز پاتې شوی دی. په دې بازار کې له هټیو، ګودامونو او بېلابېلو کاروبارونو سره د زرګونو کسانو روزګار تړلی دی.

افغان سوداګر جنید افغانستان انټرنشنل پښتو ته وايي، چې د خپل ژوند ټوله سپما یې په کاروبار او هټۍ پانګونه کړې وه؛ خو اوسنیو شرایطو د بازار سوداګریز فعالیتونه سخت اغېزمن کړي دي. بازار ته د اخستننکو تګ‌راتګ کم شوی، یوشمېر هټۍ او کاروبارونه تړل شوي او په سوداګرو کې پر نوې پانګونې باور هم نږدې له‌منځه تللی دی.

جنید وايي: «موږ له کلونو خوارۍ وروسته خپل کاروبار جوړ کړی و؛ خو اوس نه هغه پخواني پېرودونکي شته او نه په بازار کې پخوانۍ رونق پاتې دی. د نوې پانګونې خبره خو پرېږده، اوسنی کاروبار ساتل هم ورځ تر بلې سختېږي».

د نیول کېدو له وېرې د هټیو تړل

د پېښور په صدر بازار کې د وچې مېوې افغان سوداګر او هټۍوال امتیاز خان افغانستان انټرنشنل پښتو ته وايي، چې د پولیسو د عملیاتو او د نیول کېدو له وېرې یې له تېرو لسو ورځو راهیسې خپله هټۍ په بشپړه توګه تړلی ده. په سیمه کې د پولیسو د پرله‌پسې چاپو او عملیاتو له امله د هټۍ خلاصول یې د نیول کېدو له ګواښ سره مخ کوي او هغه په پاکستان کې د اوسېدو لپاره کوم قانوني سند هم نه‌لري.

د هغه په وینا؛ تر دې وړاندې هم پولیسو نیولی و او د خوشې کېدو لپاره یې ۲۰زره پاکستانۍ کلدارې ورکړې وې؛ خو اوس اندېښنه لري چې که بیا ونیول شي د قانوني او نورو لګښتونو د ورکولو لپاره کافي مالي امکانات نه‌لري.

د افغان کورنیو له بېرته ستنېدو سره د جایدادونو بازار هم اغېزمن شوی

پاکستاني جایداد پلورونکی محمد عثمان افغانستان انټرنشنل پښتو ته وايي، چې د افغان کورنیو د پراخې ستنېدنې له امله د پېښور په ځینو سیمو کې د جایدادونو پر پېر او پلور او د کورونو پر کرایو هم څرګند اغېز شوی دی. پخوا به ځینې هغه کورونه چې بیه یې تر ۷۰ لکه پاکستانۍ کلدارو پورې رسېده ،اوس په ځینو سیمو کې په نږدې ۵۰ لکه کلدارو هم موندل کېږي.

د محمد عثمان په وینا؛ د جایدادونو د پېرلو په برخه کې د خلکو د لېوالتیا کمېدو له امله د ځینو جایدادونو بیې په څرګند ډول راټیټې شوې دي، د دغه وضعیت اغېز د کورونو پر کرایو هم لیدل کېږي.

هغه زیاتوي، د افغان کورنیو له وتلو سره په ځینو سیمو کې د کورونو او هټیو غوښتنه کمه شوې ده.

د پاکستان د ولسمشر ویاند افغان طالبان د «منځنیو پېړیو وحشیان» بللي

۱۸ زمری ۱۴۰۵ - ۹ اګست ۲۰۲۶، ۲۰:۵۸ GMT+۱
100%

د پاکستان د ولسمشر ویاند له پاکستان څخه افغانستان ته د وسلو د قاچاق په اړه د طالبانو د ادعاوو په ردولو سره افغان طالبان «د منځنیو پېړیو وحشیان» وبلل. سره له دې چې ډيپلوماټيک عُرف کې دغه ډول څرګندونې ناسمې ګڼل کېږي، خو افغان طالبانو لا تر اوسه په دې تړاو غبرګون نه‌دی ښودلی.

د پاکستان د ولسمشر ویاند مرتضی سولنګي له پاکستان څخه افغانستان ته د وسلو د قاچاق په اړه د طالبانو ادعاوې رد کړې او دغه ډله یې د وسلو د پلورلو د تور بازار پر کنټرول، د مخدره توکو پر سوداګرۍ او ترهګرو ډلو ته پر پناه ورکولو تورنه کړه. هغه وویل، چې د طالبانو «د منځنیو پېړیو» او «استبدادي» حاکمیت راتلونکې نه‌لري.

مرتضی سولنګي د یکشنبې په ورځ (د زمري ۱۸مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلی، چې طالبان په داسې حال کې پاکستان د وسلو پر قاچاق تورنوي، چې دا ډله په سیمه کې د وسلو د قاچاق په برخه کې له اصلي لوبغاړو څخه ده.

اسلام‌اباد دا تور له افغانستان څخه د وسله‌والو ډلو د موجودیت له مسئلې د نړیوالې ټولنې د پام اړولو هڅه ګڼلې او له طالبانو یې یو ځل بیا غوښتي، چې پر پاکستان د بریدونو لپاره د افغانستان د خاورې د کارولو مخه ونیسي.

تر دې مخکې د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلویزیون د طالبانو د ۲۰۱ خالد بن ولید قول‌اردو د ویاند وحیدالله محمدي له قوله راپور ورکړی وو، چې د ختیځ زون استخباراتي ځواکونو ۷۴ میله سپکې او درنې وسلې کشف کړې دي. محمدي ادعا کړې وه، چې دا وسلې له پاکستان څخه قاچاق شوې وې او غوښتل کېدل چې د «تخريبي فعالیتونو» لپاره وکارول شي.

په نیول شویو وسلو کې پیکاوې، کلاشینکوفونه، ام ۱۶، تومانچې، هاوان، اګایس، درازکوف او زرګونه مرمۍ او پوځي تجهیزات ښودل شوي وو.

سولنګي په خورا تنده او بې‌ساري لحن کې طالبان «د منځنیو پېړیو وحشیان» وبلل او زیاته یې کړه، چې د افغانستان خلک او نړیواله ټولنه د طالبانو ماهیت پېژني او «د هغوی استبداد راتلونکې نه‌لري».

100%
د پاکستان د ولسمشر د ویاند اېکس‌پوسټ

د ډيپلوماټیکو چارو شنونکي په ډيپلوماټيک عُرف کې دغه ډول څرګندونې ناسمې ګڼي، خو افغان طالبانو لا تراوسه د پاکستان د ولسمشر د ویاند د دغو توندو او له سپکاوي ډکو څرګندونو ته څه غبرګون نه‌دی ښودلی.

د امریکا د جګړې وزارت تر دې وړاندې اعلان کړی وو، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته، د ۷ میلیارده ډالرو په ارزښت نظامي موټرو، وسلو او پرمختللي نظامي وسایلو په ګډون ګڼ نظامي تجهیزات په افغانستان کې پاتې شول او د طالبانو لاس ته ورسېدل.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا په افغانستان کې د پاتې شویو نظامي تجهیزاتو ارزښت ۸۵ میلیارده ډالره اعلان کړی دی.

له دې سره سم، د افغانستان انټرنشنل یوه څېړنیز راپور ښودلې وه، چې په افغانستان کې د لویدیځوالو د پاتې شویو وسلو یوه برخه د پاکستاني طالبانو په ګډون د وسله‌والو ډلو لاس ته ورغلې او د پاکستان د پوځ پر ضد په جګړه کې کارول شوې ده.

طالبانو بهرنیو وسله‌والو ته د افغانستان د پخواني پوځ وسلو ته لاسرسی رد کړی او څرګنده کړې یې ده، چې یادې پاتې وسلې خوندي دي.