هغې لاهم د خپل کور دروازه هېره نه ده، چې ګاونډیانو ورته ویل «طالبانو له بهره قلف کړې ده».
بي بي ناز له خپلو ګاونډیانو مرسته وغوښته، خو هیچا یې مرستې ته زړه ښه نه کړ، ځکه کور د امارت په نښان مهر او لاک شوی و.
هغې افغانستان انټرنشنل ته وویل: «زما یوه لور واده شوې وه، خو د کورني تاوتریخوالي له امله مې بېرته خپل کور ته راوسته. پخوانی زوم مې د طالبانو جنګیالی و، هڅه یې کوله چې لور مې له ځان سره بوځي».
ګواښونه هغه وخت زیات شول چې زوم یې خپل طالب ملګري ته د پیغلې خښینې د نکاح کولو خبرداري ورکړل.
هغه اوس په اسلام اباد کې په یوه دوه کوټه يي کور کې د جامو ګنډلو له لارې د خپلو ماشومانو کفالت کوي، خو د کډوالو د نیولو، د کار د کمېدو او د بېوزلۍ له امله له نویو ستونزو سره لاس او خپړې ده.
نوموړې، چې هره شیبه د پولیسو د راتګ له ویرې له کړکۍنه لاندې کوڅې ته ګوري، وویل، « لوڼې مې ښوونځي ته نه شي تللی. زوی مې اووه کلن دی، کله کله په ۲۴ ساعتونو کې یوازې یو ځل ډوډۍ خورو، هغه هم چې پولیس له سیمې پناه شي».
هغې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ته خپله دوسیه وړاندې کړې، خو تر اوسه پرمختګ پکې نه دی شوی.
تړلې قضیې او د انتظار اوږدې شیبې
د بيبي ناز کیسه د هغو زرګونو افغان ښځو د ژوند تریخ انځور دی چې له افغانستان نه د سیاسي بدلونونو، ګواښونو او ناامنۍ له امله وتلي، خو په پاکستان د قانوني اسنادو، کار، زدهکړې، اقتصادي ستونزو او د ایستلو د وېرې تر سیوري لاندې له نویو ستونزو سره مخ دي.
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، زرګونه افغانان د امنیتي اندېښنو، د پخوانیو دندو او اړیکو له وېرې او ځینې د خپلو لوڼو د زده کړو او راتلونکي لپاره د خوندي ځای په لټه کې پاکستان ته واوښتل.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د معلوماتو له مخې، پاکستان لا هم د میلیونونو افغانانو کوربه دی چې ثبت شوي کډوال، د افغان تابعیت کارت لرونکي او هغه کسان پکې شامل دي چې د قانوني وضعیت له روښانتیا پرته هلته ژوند کوي.
اسلاماباد له تېرو پنځو کلونو راهیسې د زرګونو هغو کورنیو په تمځای بدل شوی، چې د درېیم هېواد د بیا مېشتېدو، ویزو او یا د خپلو دوسیو د پایلو په تمه دي. د افغان کډوالو یوه برخه د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې او د نورو هېوادونو له پروګرامونو سره ثبت شوې دوسیې لري، خو د اوږدو اداري پروسو، محدودو فرصتونو او د غوښتنلیکونو د زیاتوالي له امله ډېری قضیې لا هم له کلونو راهیسې نیمګړې پاتې دي.
ډېری افغانان د کار د محدودیتونو، د پولیسو د نیولو له وېرې او د ایستلو د احتمال له امله هڅه کوي چې په کورونو کې پاتې شي. د ډېرو کورنیو ماشومان له زدهکړو بې برخې دي او ځوانانو د کار فرصتونه له لاسه ور کړي دي.
د دریو معلولو ماشومانو مور وړانګې، چې د جمهوریت پر مهال ښوونکې وه، افغانستان انټرنشنل ته وویل چې خاوند یې د کابل د پارلمان مخې ته په یوه ځانمرګي برید کې وژل شوی و. د خاوند له مړینې وروسته هغې په ښوونځي کې د دندې له لارې د خپلو وړو ماشومانو کفالت کولای شوای، خو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په کور کښېناسته.
وړانګې کاناډا ته د تګ لپاره خپل اسناد اړوندو ادارو ته سپارلي، خو په پاکستان کې له ستونزو سره مخ ده.پولیسو یوځل د هغې د کرايي اپارتمان دروازه ماته کړه، ځکه د معلولو ماشومانو له امله یې د تېښتې لاره نه درلوده. وروسته یې کمپ ته یووړه او افغانستان ته یې وشړله، خو د خپل کیس د تعقیب لپاره بېرته پاکستان ته لاړه.
هغې افغانستان انټرنشنل ته وویل، « پېښور ته له رسېدو سره سم پولیسو بیا ونیولم او کمپ ته یې بوتلم. په کمپ کې د ژوند هېڅ اسانتیاوې نه وې، له سخت حالت سره مخ وم».
هغه په دویم ځل بیا افغانستان ته اخراج شوه، خو د سپین بولدک له لارې بېرته پاکستان ته واوښته.
په داسې حال کې، چې د ملامتۍ ګوته یې طالبانو ته نیوله، وړانګې وویل: «د ژوند کوم درد به ووایم؟ یوه لور مې معلوله ده، د بلې زړه سوری دی او درېیمه مې په غوږونو نه اوري».
وړانګې له نړیوالې ټولنې او د ښځو له ملاتړو بنسټونو وغوښتل چې د افغان ښځو لپاره د خوندي لارو او د ویزو ترلاسه کولو زمینه برابره کړي.
۹۰ زره پروسس شوې دوسیې
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍاو د کډوالۍ نړیوال سازمانپه خپل وروستي ګډ راپور کې ویلي، چې د پاکستان د "ناقانونه بهرنیانو د بېرته ستنولو پلان" له پلي کېدو وروسته، په دغه هېواد کې د مېشتو افغانانو د نیولو، توقیف او جبري ایستلو لړۍ پراخه شوې او د هغو افغانانو په اړه یې هم اندېښنه څرګنده کړې چې په درېیمو هېوادونو کې د بیا مېشتېدو یا پناه غوښتنې دوسیې لري.
د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵مې څخه د ۲۰۲۶ کال د مې تر ۱۶مې پورې ټول ۲،۳۹میلیونه افغانان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي. له دې ډلې شاوخوا ۲۴۷زره کسان په جبري ډول ایستل شوي، ۳۱۹زره د نړیوالو سازمانونو په همکارۍ ستانه شوي او پاتې نور په خپله خوښه یا د فشارونو له امله بېرته تللي دي.
راپور ښيي چې یوازې د ۲۰۲۶ کال د مې له ۱۰مې تر ۱۶مې پورې ۴۱زره او ۶۷۲ افغانان افغانستان ته ستانه شوي، چې ۱,۲۸۳ یې جبري ایستل شوي وو.
د پاکستان حکومت په ۲۰۲۵ کال کې د افغانانو د شړلو څو پړاوونه عملي کړل. لومړی بې اسناده افغانان، وروسته داې سي سيکارت لرونکي او ورپسې د ثبت کار (پي او ار)لرونکي هم د شړلو له خطر سره مخ شول. ډېری ستنو شویو افغانانو ویلي، چې د نیولو، توقیف او شړلو له ویرې ستانه شوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ، د کډوالۍ نړیوال سازماناو د بښنې نړیوال سازمانڅو ځله له پاکستان نه غوښتنه کړې چې نړیوال خوندیتوب ته اړ، د درېیمو هېوادونو د بیا مېشتېدو دوسیې لرونکي او نور زیانمن افغانان له جبري شړلو مستثنی کړي او نړیوالو بشري او د کډوالۍ اصولو ته درناوی وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جولای په وروستیو کې دغو اندېښنو ته په ځواب کې وویل، چې د افغان وګړو د قانوني پاتې کېدو او درېیمو هېوادونو ته د انتقال په برخه کې همکاري کوي.
د یاد وزارت په وینا، اسلام اباد تر اوسه له ۹۰ زرو څخه د زیاتو افغانانو په انتقال کې مرسته کړې چې درېیمو هېوادونو ته ولاړ شي.
درېیم هېواد ته په تمه سلطانه، چې د څو کسانو سرپرستي ور ترغاړې ده، څو ځله پاکستاني پولیسو نیولې او هر ځل د پیسو په بدل کې خوشې شوې ده.
هغه وايي، د ملګرو ملتونو له ادارې سره یې هم دوسیه ثبت کړې او تمه لري چې کوم سفارت ورته د خوندي وتلو زمینه برابره کړي. هغه له ننګرهاره ځکه وتلې چې ددې د ادعا له مخې، د طالبانو یوه سیمه ییز قوماندان غوښتل د دې ۱۱ کلنه لور او ۱۲ کلنه خور په زور خپلو زامنو ته واده کړي.
په اسلاماباد او پېښور کې یو شمېر مېشت افغانان، چې د خپلو دوسیو د پروسس او درېیمو هېوادونو ته د انتقال په تمه دي، د بېلابېلو بنسټونو له ملاتړه برخمن دي. د بېلګې په توګه، د جرمني د نړیوالې همکارۍ اداره ځینو افغانانو ته، چې د انتقال لپاره یې دوسیې له اړوندو ادارو سره ثبت دي او د انتقال وړ ګڼل شوي، په هوټلونو کې د لنډمهاله استوګنې اسانتیاوې برابروي.
خو هغه افغان کډوال چې له ورته مالي او استوګنیز ملاتړه برخمن نه دي، د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره اړ دي چې کار وکړي. دغه کډوال د پولیسو د څارنې، پلټنې او نیول کېدو له وېرې نه شي کولای ثابت او دایمي کار پیدا کړي او یا خپله لاس په کار شي.
په اسلام اباد کې میشت الله محمد حسنزي لومړی د جوارو خرڅول پیل کړل، خو موسمي کار و او بېرته بېکاره شو. وروسته یې د یوه ملګري په مرسته د غمیو کار زده کړ، خو د خلکو د مالونو د ورکېدو له امله پرې ۹۵زره روپۍ تاوان راغی او په مارکیټ کې یې هم نوم بد شو.
د کډوالو د نیولو لړۍ، د اسنادو ستونزو او د کار محدودیتونو د هغه ژوند نور هم سخت کړ.
هغه وايي، « نه پوهېږم راتلونکی به مې کوم لور ته ځي، یوازې دومره پوهېږم چې کډوالي زموږ له قسمت سره تړل شوې ده».
په پېښور او اسلاماباد کې د هغو افغانانو شمېر کم نه دی چې له جګړو او ناامنیو وروسته یې پاکستان ته د کډوالۍ دویم پړاو تجربه کړی او اوس، د درېیم ځل لپاره، د یوه خوندي او باثباته راتلونکي په هیله د بهرنیو هېوادونو د کډوالۍ او بیا مېشتېدو د پروګرامونو په تمه شپې او ورځې تېروي.