• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسحاق ډار: افغانستان ته مې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د لېږد زمینه برابره کړې

۲۴ زمری ۱۴۰۵ - ۱۵ اګست ۲۰۲۶، ۰۱:۰۱ GMT+۱تازه شوی: ۲۴ زمری ۱۴۰۵ - ۱۵ اګست ۲۰۲۶، ۰۲:۵۷ GMT+۱

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار په دې د خوښۍ څرګندونه کړې، چې افغانستان ته یې د ملګرو ملتونو له لوري د مرستو د لېږد زمينه برابره کړې ده. ویل کېږي اوس اوس پر بشري مرستو بار ۷۲۴ لارۍ د تورخم له لارې افغانستان ته اوښتي دي.

اسحاق ډار د جمعې په ورځ (د زمري ۲۳مه) په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د مېشت او بشري چارو همغږي کوونکي استازي محمد يحيا هغه بيان ته په غبرګون کې چې په‌کې یې افغانستان ته د مرستو له لېږده خبر ورکړی ويلي: «خوښ یم چې د ملګرو ملتونو د دې مهم بشري اقدام په اسانتیا کې مې مرسته کړې او په افغانستان کې مې اړمنو خلکو ته د مرستو د رسېدو زمینه برابره کړې ده».

له دې وړاندې محمد يحيا افغانستان ته د لېږدونکو مرستو په اړه ویلي، چې ۷۲۴ لارۍ بشري مرستې د تورخم له لارې افغانستان ته اوښتي او هغو کورنیو ته رسېدلې دي چې تر ټولو ډېرو مرستو ته اړتیا لري.

خو هغه دا نه‌دي ويلي، چې د بشري مرستو دغه لارۍ په څومره موده کې لېږدول شوي او په لېږدول شویو مرستو کې کوم مواد شامل دي.

ډېر لیدل شوي

په کچلاغ کې د هبت‌الله ګاونډیان: «د هبت‌الله په نامه د خپرېدونکو پیغامونو غږ د هغه نه‌دی»
۱

په کچلاغ کې د هبت‌الله ګاونډیان: «د هبت‌الله په نامه د خپرېدونکو پیغامونو غږ د هغه نه‌دی»

۲

د اور نوې لیکه؛ ایا یو شمېر پخواني افغان سرتېري بیا جګړې ته راګرځي؟

۳

په یوه ورځ د اوو ولایتونو سقوط؛ کابل د طالبانو په محاصره کې

۴

په کراچۍ کې د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور پټې شتمنۍ

۵

د بدخشان د عملیاتو په اړه د طالبانو پوځي مشران د نظر اختلاف لري

•
•
•

نور کیسې

منصور احمد خان: د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې د تاریخ تر ټولو بحراني حالت کې دي

۲۴ زمری ۱۴۰۵ - ۱۵ اګست ۲۰۲۶، ۰۰:۵۰ GMT+۱
100%

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی سفیر منصور احمد خان په خپله تازه مقاله کې چې د طالبانو د واک ته رسېدو د ۵مې کلیزې په مناسبت یې لیکلې، د کابل او اسلام‌اباد اړیکې، افغانستان کې امنیتي وضعیت، د ډیورند کرښې هاخوا د بریدونو زیاتوالی او سیمه کې د اقتصادي همکاریو راتلونکی ارزولی دی.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د افغانستان او پاکستان اړیکې په نږدې اتیا کلن تاریخ کې له یوه له تر ټولو سختو او بحراني پړاوونو سره مخ دي.

منصور احمد خان چې له ۲۰۲۰ څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې په افغانستان کې د پاکستان سفیر پاتې شوی وايي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته دې ډلې د افغانستان پر دولتي ادارو خپل واک ټینګ کړی او د تاوتریخوالي کچه یې راټیټه کړې، خو د یوه ټولګډونه نظام د جوړولو، د ښځو او له ټولنې څخه د څنډې ته شویو ډلو د حقونو د خوندي کولو او د ترهګرۍ پر وړاندې د اغېزناکو لارو چارو په رامنځته کولو کې د پام وړ پرمختګ نه‌دی شوی.

د پاکستان پخوانی سفیر لیکي، چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمېدل د تلپاتې سولې په معنا نه‌دي. د هغه په اند، تر هغه چې سیاسي ثبات، ټولګډونه حکومت او دوامدار امنیت رامنځته نه‌شي، په افغانستان کې وضعیت به لا هم نازک او بې ثباته وي.

د کابل او اسلام‌اباد اړیکې؛ له هیلو تر مخامخ جګړې

پخوانی سفیر وايي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه د افغانستان د پخواني حکومت له پرځېدو وروسته، په افغانستان، پاکستان او نړیواله ټولنه کې دا هیله موجوده وه، چې د طالبانو واک ته رسېدل به د جګړې د پای ته رسېدو، د ډیورند کرښې دواړه غاړو ته د «ترهګرۍ» د کمېدو او د کابل او اسلام‌اباد د اړیکو د ښه کېدو لپاره زمینه برابره کړي.

خو د نوموړي په وینا، په تېرو پنځو کلونو کې دغه هیلې پوره نه‌شوې. د دواړو هېوادونو اړیکې سختې ترینګلې شوې، دوه اړخیزې او سرحدي لارې چارې له خنډ سره مخ شوې او په پاکستان کې د وسله‌والو ډلو بریدونه زیات شوي دي.

پاکستان هم د دغو بریدونو په غبرګون کې پر افغانستان پوځي بریدونه کړي دي. خان اوسنی وضعیت د افغانستان او پاکستان د شاوخوا اتیا کلن تاریخ له تر ټولو بحراني پړاوونو څخه بولي.

تحریک طالبان پاکستان؛ د اختلاف اصلي ټکی

د مقالې له مخې، د تحریک طالبان پاکستان موضوع د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د روانو ترینګلتیاوو تر ټولو مهم لامل دی.

خان وايي، چې پاکستان ادعا کوي، تحریک طالبان پاکستان او د بلوڅ بېلتون‌پالو په څېر ډلې د افغانستان له خاورې څخه په پاکستان کې د بریدونو لپاره کار اخلي. هغه لیکي، چې د ملګرو ملتونو او یو شمېر نړیوالو بنسټونو راپورونه هم په افغانستان کې د بېلابېلو ترهګرو ډلو د حضور په اړه معلومات وړاندې کوي.

د هغه په لیکنه کې راغلي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د پاکستان د تمې خلاف، په دغه هېواد کې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

منصور احمد خان ادعا کوي، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د ترهګریزو بریدونو او وسله‌والو فعالیتونو له امله په پاکستان کې له لسو زرو ډېر ملکي وګړي او امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

نوموړی زیاتوي، چې د ۲۰۲۲ کال هغه هوکړه چې د افغانستان د طالبانو په منځګړیتوب د پاکستان او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ شوې وه، یوازې څو میاشتې یې دوام وکړ او وروسته په پاکستان کې د بریدونو نوې څپه پیل شوه.

پاکستان پوځي چلند زیات کړی

منصور احمد خان وايي، چې په تېرو شاوخوا دولسو میاشتو کې د پاکستان غبرګون له سیاسي فشار او بېلابېلو نورو وسیلو څخه په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان او بلوڅ بېلتون غوښتونکو مورچلو د تر ډېره پوځي چلند پر لور اوښتی دی.

د هغه په وینا، اسلام‌اباد د پوځي بریدونو ترڅنګ له افغانستان سره خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې، سوداګري او سرحدي تګ راتګ هم محدود یا درولي دي.

نوموړی خبرداری ورکوي، چې د وضعیت دوام ښايي په افغانستان کې د هند د رول د پراخېدو زمینه برابره کړي؛ هغه څه چې د نوموړي په باور د پاکستان له ګټو سره به په ټکر کې وي.

پر ډیورند کړکېچ او اقتصادي زیانونه

پر ډیورنډ کرښه د دروازو تړل کېدو د دواړو هېوادونو اقتصاد ته پراخ زیانونه اړولي دي. منصور احمد خان وايي، افغانستان له لسیزو راهیسې د بهرنۍ سوداګرۍ لپاره د پاکستان له بندرونو او ترانزیټي لارو څخه د خپلو مهمو او ارزانه سوداګریزو لارو په توګه کار اخیستی دی.

د سوداګرۍ بدیلو لارو ته مخه کول د توکو د لېږد لګښتونه لوړ کړي او د افغانستان په بازارونو کې یې د ځینو لومړنیو اړتیا وړ توکو پر بیو اغېز کړی دی.

له بلې خوا، د پاکستان سوداګري او کاروبارونه هم له افغانستان سره د لارو له تړل کېدو زیانمن شوي دي. د مقالې د اټکل له مخې، پاکستان د سوداګرۍ له اړخه هره میاشت شاوخوا ۵۰ میلیارده کلدارې تاوان کوي او د دواړو هېوادونو لپاره د لارو د تړل کېدو ټول اقتصادي زیان ښايي څو میلیارده ډالرو ته ورسېږي.

د پاکستان او افغانستان د لارو تړل کېدو د خلکو تګ راتګ هم له جدي ستونزو سره مخ کړی دی. خان وايي، د ډیورند دواړو غاړو ته کورنۍ، قومي او سوداګریزې اړیکې داسې دي چې زرګونه کسان د درملنې، زده‌کړو او اقتصادي فعالیتونو لپاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر تګ راتګ تکیه لري.

لویې سیمه‌ییزې پروژې له ګواښ سره مخ

د پاکستان پخوانی سفیر خبرداری ورکوي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ دوام ښايي د سیمه‌ییزې نښلونې د سترو پروژو د پراختیا مخه ونیسي.

هغه د ټاپي د ګازو نل‌لیکې، د کاسا-۱۰۰۰ د برېښنا د لېږد پروژې او د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د درې اړخیزې اوسپنې پټلۍ یادونه کوي.

د نوموړي په وینا، دغه پروژې د بې ثباتۍ، سیاسي اختلافونو او امنیتي ستونزو له امله له اوږدو ځنډونو سره مخ شوې دي.

په مقابل کې، خان وايي، ازبکستان له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو په برخه کې لا فعال دریځ غوره کړی دی.

د هغه په وینا، د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه شاوخوا دوه میلیارده ډالرو ته رسېدلې او دواړه هېوادونه هڅه کوي، چې دغه کچه پنځه میلیارده ډالرو ته لوړه کړي.

د اړیکو د بیا رغولو وړاندیز

منصور احمد خان وايي، سره له دې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ پراخ شوی، اوسنی وضعیت کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د بیا رغولو لپاره پر یوه فرصت بدل شي.

هغه وړاندیز کوي، چې دواړه هېوادونه دې یوازې پر جیوپولیټیکو سیالیو تمرکز نه‌کوي، بلکې پر تاریخي، تمدني او ولسي اړیکو دې ټینګار وکړي او د باور فضا دې رامنځته کړي.

خان له طالبانو غواړي، چې د پاکستان امنیتي اندېښنې جدي وګڼي او اجازه ورنه‌کړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر وړاندې وکارول شي او نوموړی همداراز له پاکستانه هم غواړي، چې خپله تګلاره له یوې یوازې امنیتي او پوځي تګلارې څخه سیاسي تعامل ته واړوي.

طالبانو په وار وار ویلي، چې هېچاته اجازه نه‌ورکوي، چې افغان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي او د پاکستان امنیتي ستونزې یې د دغه هېواد کورنۍ ستونزه بللې ده.

له کړکېچه د وتلو درې لارې

د پاکستان پخوانی سفیر د اړیکو د بیا رغولو لپاره د همکاریو درې لارې وړاندیز کوي:

لومړی: د دواړو هېوادونو د حکومتونو ترمنځ دې په لوړه کچه، یعنې د لومړي وزیرانو یا بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه، مخامخ سیاسي خبرې پیل شي.

دویم: د ډیورند کرښې د سمبالښت، د کرښې هاخوا د ترهګرۍ د مخنیوي او د خلکو او سوداګرۍ د تګ راتګ د اسانتیا لپاره دې ګډې ادارې او ګډ کاري چوکاټونه جوړ شي.

درېیم: افغانستان او پاکستان دې له سیمه‌ییزو هېوادونو سره خپلې همکارۍ پیاوړې کړي، څو د ټاپي، کاسا-۱۰۰۰ او د ازبکستان–افغانستان–پاکستان د اوسپنې پټلۍ په څېر لویې سیمه‌ییزې پروژې عملي شي.

منصور احمد خان زیاتوي، د دې بهیر د پیل لپاره لازمه نه‌ده، چې حتمي بهرنی منځګړیتوب وشي، خو که دواړه هېوادونه په یوازې ځان د خبرو د بیا پیلولو توان ونه‌لري، نو د چین، افغانستان او پاکستان درې اړخیز نوښت او د چین د ارومچي د خبرو په چوکاټ کې هڅې کولای شي د کړکېچ په کمولو کې مرسته وکړي.

د افغانستان او پاکستان د اړیکو راتلونکی

په کابل کې د اسلام‌اباد دغه پخوانی سفیر د خپلې مقالې په پای کې ټینګار کوي، چې افغانستان او پاکستان د خپل جغرافیایي موقعیت له امله د سویلي اسیا، منځنۍ اسیا او اوراسیا د نښلولو په برخه کې مهم رول لري.

د هغه په باور، دواړه هېوادونه باید د اړیکو د سمولو اوسنی فرصت له لاسه ورنه‌کړي او د دوامدارې مقابلې پر ځای باید د ترهګرو او وسله‌والو ډلو پر وړاندې ګډې مبارزې، د سوداګرۍ او ترانزیټ د پراختیا او د سیمه‌ییزو پروژو د پلي کېدو لپاره ګډ کار وکړي.

خان باور لري، چې د جیوپولیټیکې سیالۍ پر بنسټ له اړیکو څخه اقتصادي همکاریو ته اوښتل او تاریخي او تمدني اړیکو ته پاملرنه کولای شي د سویلي اسیا، منځنۍ اسیا او اوراسیا ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ د نویو لارو د رامنځته کېدو لپاره زمینه برابره کړي.

۵۶ هېوادونو «د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو د تبعیضي پالیسیو» د لغوه کولو غوښتنه وکړه

۲۳ زمری ۱۴۰۵ - ۱۴ اګست ۲۰۲۶، ۲۰:۲۵ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو ۵۶ غړو هېوادونو په یوې ګډې اعلامیې کې د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د تبعیضي فرمانونو او پالیسیو د سمدستي لغوه کېدو غوښتنه وکړه. هغوی د ښځو او نجونو د زده کړو د حق پر بیا احیا او په ټولنه کې یې پر معنالرونکې ګډون ټینګار وکړ.

په ملګرو ملتونو کې د ډنمارک استازې کریستینا مارکوس لاسن د جمعې په ورځ (د زمري ۲۳مه) پر افغانستان د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ له پنځمې کلیزې سره هم‌مهاله د ۵۶ هېوادونو ګډه اعلامیه ولوسته.

په دې اعلامیه کې راغلي، چې دا هېوادونه د نړیوالې اجنډا په سر کې د افغانستان د ساتلو، د ملګرو ملتونو له لارې د همکاریو او د افغانستان له خلکو د ملاتړ لپاره خپله ژمنتیا تازه کوي.

د دغې اعلامیې لاسلیک کوونکو هېوادونو همداراز له طالبانو غوښتي، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې خپل ټول تبعیضي فرمانونه او تګلارې لغوه کړي او د افغانستان د خلکو بشري حقونو او اساسي ازادیو ته درناوی وکړي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو ۲۴ ځانګړو راپور ورکوونکو او کارپوهانو هم اعلان کړی وو، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو او نجونو سازمان شوې ځپنه د «جنسیتي اپارتاید» مصداق دی او له هېوادونو یې غوښتي چې د بشریت پر وړاندې د یوه خپلواک جرم په توګه د دغه مفهوم د پیژندلو ملاتړ وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د ډنمارک استازولۍ هم په خپله اېکس‌پاڼه په یو یادښت کې د نړیوالې ټولنې په کاري لومړیتوبونو کې د افغانستان د ژغورلو او په لومړیتوب کې د ساتلو په برخه کې د خپل هېواد پر ژمنتیا ټینګار کړی دی.

په دې یادښت کې راغلي، چې ډنمارک به د ملګرو ملتونو له لارې د افغانستان له خلکو ملاتړ ته دوام ورکړي.

په ملګرو ملتونو کې د بریتانیا استازولۍ هم لیکلي، چې طالبان باید د بشري حقونو نقض له هغې جملې «د ښځو او نجونو وحشیانه ځپلو» ته د پای ټکی کېږدي.

سویډن، لاتویا، لیتوانیا او یو شمېر نورو هېوادونو هم دا اعلامیه په خپلو اېکس‌پاڼو کې خپره کړې او د افغانانو پر وړاندې د طالبانو د محدودوونکو تګلارو پر پای ته رسولو ټینګار کړی دی.

په ملګرو ملتونو کې د سویډن استازولۍ لیکلي: «افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې په کې نجونې له متوسطه او لوړو زده کړو منع شوې دي». دغه هېواد همدا راز له افغانانو د ملاتړ پر دوام ټینګار کړی دی.

دغو هېوادونو په وروستیو پنځو کلونو کې په ځلونو په افغانستان کې د بشري حقونو د پرله پسې نقض، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې د پراخو محدودیتونو او ځپنو په اړه اندېښنې څرګندې کړي او له طالبانو یې غوښتي چې دا تبعیضي پالیسۍ او فرمانونه لغوه کړي.

خو له دې ټولو سره سره طالبانو په دې موده کې له خپل دریځ څخه شاتګ نه‌دی کړی او د نړیوالو نیوکو په ځواب کې یې په وار وار له هېوادونو غوښتي چې له هغه څه ډډه وکړي چې دوی یې «د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله» بولي.

فایق: ۵۶ هېوادونو د نړیوالې ټولنې د اجنډا په سر کې د افغانستان پر پاتې کېدو ټینګار کړی

۲۳ زمری ۱۴۰۵ - ۱۴ اګست ۲۰۲۶، ۱۹:۴۵ GMT+۱
100%

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق ويلي، د طالبانو د واکمنۍ د پنځم کال د پوره کېدو په درشل کې د اروپايي ټولنې په ګډون ۵۶ هېوادونو له افغانانو سره خپل پیوستون څرګند کړی او دغو هېوادونو ويلي، چې افغانستان باید د نړیوالې ټولنې د اجنډا په سر کې پاتې شي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د جمعې ورځې په ناوخته (د زمري ۲۳مه) د ملګرو ملتونو د ۵۶ غړو هېوادونو ګډه اعلاميه په خپله اېکس‌پاڼه بیا خپره کړې او ويلي يې دي، چې په دې اعلامیه کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو سیستماتیکې ځپنې، د تبعیضي سیاستونو او فرمانونو دوام او د دغو محدودیتونو د لغوه کولو اړتیا د جدي اندېښنو په توګه یاد شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي، چې افغان نجونو ته باید د زده‌کړو د دوام حق بېرته ورکړل شي او د ټولنې په ټولو برخو کې د ښځو بشپړ، برابر، اغېزناک او خوندي ګډون تضمین شي.

په اعلامیه کې په افغانستان کې د ټول‌شموله حکومت نشتوالی، د بشري حقونو دوامداره نقض، بشري ناورین، اقتصادي ستونزې او همداراز امنیتي او ترهګریز ګواښونه د بې‌ثباتۍ له اساسي عواملو څخه بلل شوي دي.

۵۶ هېوادونو ټینګار کړی، چې د افغانستان خاوره باید د هېڅ هېواد د ګواښلو یا برید، د ترهګریزو فعالیتونو د پلانولو او تمویل او یا هم ترهګرو ته د پناه ورکولو او روزنې لپاره ونه‌کارول شي.

په دې ګډه اعلامیه کې له طالبانو غوښتل شوي، چې د ملګرو ملتونو پر فعالیتونو محدودیتونه، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو په ادارو کې د افغان ښځو پر کار بندیز باید لغوه کړي.

په اعلاميه کې ټينګار شوی، چې یوازې بشري مرستې د افغانستان روان بحران نه‌شي حل کولای او د دغه هېواد د ستونزو د بنسټیز حل لپاره نورو اقداماتو ته هم اړتیا ده.

په اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما له حیاتي رول څخه ملاتړ شوی او همداراز زياته شوې، چې طالبان باید د یوناما له مشرتابه سره د دوحې د بهیر په ګډون رغنده همکاري وکړي او ملګرو ملتونو ته د ازاد، خوندي او بې‌محدودیته فعالیتونو زمینه برابره کړي.

هغوی همداراز له طالبانو غوښتي، چې بشري مرستو ته د چټک او بې‌خنډه لاسرسي زمینه برابره کړي.

نصیر احمد فایق د افغانستان په تړاو د یادو هېوادونو د دغه ګډ دریځ هرکلی کړی او د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو، د افغان ولس د ارادې پر بنسټ د ټول‌شموله حکومت او د افغانستان د بحران په اړه د نړیوالې ټولنې د اصولي او همغږي تعامل پر دوام یې ټینګار کړی دی.

هغه ویلي، افغان ولس د داسې راتلونکي مستحق دی، چې پر کرامت، حقونو، مشارکت، فرصتونو، سولې او تلپاتې امنیت ولاړ وي.

طالبانو لا تراوسه د یادو هېوادونو د غوښتنو په تړاو څه غبرګون نه‌دی ښودلی.

وحید عمر: د ارګ په وروستۍ غونډه کې سیاسي مشرانو د غني د څنګ ته کېدو غوښتنه وکړه

۲۳ زمری ۱۴۰۵ - ۱۴ اګست ۲۰۲۶، ۱۷:۰۴ GMT+۱
100%

دجمهوري نظام پر مهال د عامه او ستراتیژیکو اړیکو مسوول او په ایټالیا کې پخوانی افغان سفیر وحید عمر وايي، د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۴مه په ارګ کې د سیاسي مشرانو په وروستۍ غونډه کې د کابل د جګړې د مخنیوي خبرې وشوې خو د غونډې اصلي پیغام دا و چې ولسمشر غني دې له واک نه څنګ ته شي.

وحید عمر په خپل فیسبوک کې لیکلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۴مه د ارګ په دې غونډه کې حامد کرزی، عبدالله عبدالله، فضل هادي مسلمیار، یونس قانوني، استاد خلیلي، استاد محقق، باتور دوستم، حنیف اتمر او یو شمېر نور سیاسي مشران حاضر وو.

عمر وايي، د استاد سیاف لپاره هم څوکۍ ایښودل شوې وه، خو هغه غونډې ته نه و راغلی.

د عمر په وینا، د غونډې فضا ډېره ترینګلې وه. د قران کریم له تلاوت وروسته، ولسمشر غني مایک ډاکټر عبدالله ته ورکړ او ویې ویل چې د مشرانو خبرو ته چمتو دی. عبدالله له حامد کرزي وغوښتل چې لومړی خبرې وکړي.

کرزي په احساساتي وینا کې وویل چې په کابل کې د احتمالي جګړې او وینې بهېدو په اړه اندېښمن دی. هغه وویل چې کورنۍ یې په کابل کې ده او نه غواړي خپل اولادونه له هېواده بهر وساتي، په داسې حال کې چې د نورو افغانانو د اولادونو له درد څخه بې خبره وي.

کرزي ټینګار وکړ چې د پرېکړې او قربانۍ وخت دی او باید په کابل کې له وینې بهېدو او ورانۍ مخنیوی وشي.

له کرزي وروسته عبدالله عبدالله، استاد خلیلي، استاد محقق او یونس قانوني هم خبرې وکړې. د عمر په وینا، د ټولو اساسي پیغام دا و چې باید له جګړې، وینې بهېدو او د کابل له ورانۍ مخنیوی وشي.

عمر وايي، د دې غونډې بدلون ځکه د پام وړ و چې یوه ورځ مخکې په امنیتي غونډه کې د کابل د مقاومت، درېدو او دفاع پر موضوع بحث شوی و، خو د اګست پر ۱۴مه هېڅ یو مشر نور د مقاومت خبره نه کوله.

هغه زیاتوي چې په تېرو اونیو کې جهادي مشرانو د هېواد د بېلابېلو سیمو د دفاع لپاره د خپلو وړتیاوو په اړه خبرې کړې وې او له حکومت څخه یې د وسلو، مهماتو او نورو امکاناتو غوښتنه کړې وه، خو په وروستۍ غونډه کې د دفاع پر ځای د جګړې د مخنیوي خبرې مطرح شوې.

د عمر په لیکنه کې راغلي چې ولسمشر غني د مشرانو پیغام ظاهراً ترلاسه کړ او د غونډې په پای کې یې وویل چې د هغوی له وړاندیزونو سره موافق دی. هغه لارښوونه وکړه چې یو باصلاحیته پلاوی وټاکل شي، څو قطر ته ولاړ شي او له طالبانو سره د وروستۍ پرېکړې په اړه خبرې وکړي.

د غونډې پر مهال یونس قانوني وویل چې دی او یو شمېر نور سیاسي مشران اسلام اباد ته بلل شوي او غواړي پاکستان ته ولاړ شي. هغه له ولسمشر څخه اجازه وغوښته، خو غني مخالفت وکړ او ویې ویل چې په دغه حساس پړاو کې به پاکستان ته د سیاسي مشرانو سفر ښه پیغام ونه لري.

د عمر په وینا، له غونډې وروسته قانوني له دې پرېکړې ناراضه و او ویې ویل چې که اړتیا وي، پاکستان ته د تګ لپاره د چا اجازې ته اړتیا نه لري.

وروسته حنیف اتمر، عبدالله عبدالله، استاد خلیلي او اکرم خپلواک د چارچینار ماڼۍ مخې ته سره راټول شول. اتمر اندېښمن و چې د غونډې اصلي پیغام ولسمشر ته په کافي وضاحت نه دی رسول شوی.

د عمر په وینا، اتمر او عبدالله دې پایلې ته رسېدلي وو چې د مشرانو اصلي غوښتنه یوازې د جګړې درول نه، بلکې د ولسمشر غني له واکه د څنګ ته کېدو لپاره زمینه برابرول وو.

اتمر وړاندیز وکړ چې دی او عبدالله دې بیا له ولسمشر سره وګوري او موضوع په روښانه ډول مطرح کړي. خو د عمر په وینا، اکرم خپلواک وروسته خبر ورکړ چې ولسمشر غني حاضر نه شو چې له عبدالله او اتمر سره وویني.

عمر وايي، د هغه وخت د سیاسي مشرانو محاسبه دا وه چې د طالبانو اصلي ستونزه له ولسمشر غني سره ده او که غني له صحنې لرې شي، طالبان به له نورو سیاسي مشرانو سره د واک پر وېش هوکړې ته ورسېږي او ښايي یو مشارکتي حکومت جوړ شي. طالبانو تر دې مخکې ځینو سیاسي مشرانو ته د ورته هوکړې پیغامونه هم ورکړي وو.

خو عمر په پای کې یوه مهمه پوښتنه مطرح کوي: که طالبان له جدي مقاومت پرته د کابل تر دروازو رسېدلي وو او پوهېدل چې په کابل کې د جګړې لپاره جدي اراده نشته، نو ولې به یې واک له نورو سره شریکاوه؟

هغه وايي، که طالبانو کولای شول ټول واک په زور ترلاسه کړي، نو څه شي به هغوی دې ته اړ کړي وای چې یوازې یوه ورځ وروسته په قطر کې دغه واک له نورو سیاسي مشرانو سره ووېشي؟

د عمر په وینا، د دې پوښتنې ځواب له ۲۴ ساعتونو څخه په کمه موده کې څرګند شو.

متقي: نه پوهېږو پاکستان له افغانستان سره له روان کړکېچ نه څه غواړي

۲۳ زمری ۱۴۰۵ - ۱۴ اګست ۲۰۲۶، ۱۴:۱۴ GMT+۱
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي بي بي سي -پښتو ته ویلي، سره له دې چې کابل د کړکېچ کمولو لپاره خپلې هڅې کړې دي، لا هم نه پوهېږي چې پاکستان له افغانستان نه څه غواړي. متقي وايي، بریدونه، د ترانزیټي لارو تړل او په نړیواله کچه له افغانستان نه شکایتونه د پاکستان له لوري شوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له بي‌بي‌سي سره په ځانګړې مرکه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا، د ډیورنډ کرښې پر سر ستونزو، ټرانزیټ او د پاکستان د هغو ادعاوو په اړه خبرې کړې چې ګواکې د افغانستان خاوره د پاکستان د مخالفو وسله‌والو ډلو لپاره کارول کېږي.

هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ اوسني وضعیت کې افغانستان ښکیل نه بولي او وايي، « حالت یو طرفه دې حد ته ورسېد، زموږ له طرفه کوم مشکل نه دی پېښ شوی».

متقي د پاکستان هغه دریځ ردوي چې ګواکې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد د بریدونو له امله اسلام‌اباد اړ شوی چې له کابل سره سخت چلند غوره کړي.

هغه ویلي: « زموږ له طرفه کله هم پر دوی حمله نه ده شوې، زموږ له طرفه لار نه ده بنده شوې، زموږ له طرفه کوم مشکل نه دی ورته ایجاد شوی، حتا زموږ له طرفه د دوی د ټرانزېټ مالونه نه دي بند شوي، که لارې دي هم دوی بندې کړې، که تعرض دی هم دوی کړی دی، که ټرانزېټ دی هم دوی بند کړی دی او که د دنیا په سطحه تر ملل متحده اعتراضونه دي هم دوی کړي دي».

متقي وايي، د همدې وضعیت له امله باید له پاکستان څخه وپوښتل شي چې ولې یې د افغانستان په اړه خپل دریځ تر دې کچې سخت کړی دی.

هغه زیاتوي چې د پاکستان له چارواکو باید وپوښتل شي: « تاسې کوم مجبوریت لرئ، ولې مو خبره دې ځای ته ورسوله».

د پاکستان کورنۍ ستونزې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان د کورنیو سیاسي ستونزو او امنیتي وضعیت یادونه هم کړې او ویلي یې دي چې دغه هېواد له خپلو داخلي ستونزو سره مخ دی.

د متقي په وینا، په پاکستان کې د قدرت وېش هم «نا انډوله» دی او له همدې امله، د ده په وینا، په اسانه نه شي ویل کېدای چې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان «اصلي تکلیف او مجبوریت» څه دی.

متقي د پاکستان هغه ادعا هم رد کړه چې افغانستان د پاکستان د مخالفو وسله‌والو ډلو د پټنځای په توګه کاریږي.

هغه د پاکستان د ادعاوو په ځواب کې د بلوڅانو، تحریک طالبان پاکستان او د ډیورنډ کرښې د امنیت په تړاو وویل، چې «که خبره د بلوڅانو وي نو بلوڅان خو ۷۸ کاله له حکومت سره په مخالفت کې دي، که خبره د ټي ټي پي وي نو ټي ټي پي خو له شلو کلونو ډېر وخت کېږي چې له پاکستان سره په جنګ اخته ده او که خبره د ډیورنډ کرښې وي نو موږ د افغانستان تر بل هر تېر نظامه ډېره هڅه کړې چې کرښه ښه کنټرول شي».

د متقي دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ اړیکې له اوږدې مودې راهیسې له جدي ترینګلتیا سره مخ دي.

پاکستان په وار وار ادعا کړې چې د افغانستان له خاورې د پاکستان ضد وسله‌والو فعالیتونه کېږي، خو طالبان دا تورونه ردوي او وايي، د افغانستان خاوره د هیڅ بل هېواد پرضد نه کاریږي.

«کله کله څوک د چا زړه او دماغ ته نه شي ننوتلی»

د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو یوه بله مهمه برخه د سوداګرۍ او ټرانزیټ مساله ده.

پر کرښه د شخړو او امنیتي پېښو له امله د سوداګریزو لارو پر تړل کېدو اوږد وخت اوړي، خو لا هم د سوداګرو او خلکو پر مخ تړلې دي.

متقي وايي، طالبانو د پاکستان د اندېښنو د کمولو لپاره د ده په وینا، ټول لازم اقدامات کړي دي، خو لا هم د اسلام‌اباد د غوښتنو په اړه روښانه درک نه لري.

هغه وویل: « موږ ټول اقدامات کړي او کله کله څوک د چا زړه او دماغ ته نه شي ننوتلی چې دوی څه غواړي».

د متقي د څرګندونو له مخې، کابل لا هم د پاکستان د دریځ د اصلي علت په لټه کې دی خو په ورته وخت کې د طالبانو اداره هڅه کوي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د لا خرابېدو مخه ونیسي.