رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې په کولمبیا کې د زورورې زلزلې له رامنځته کېدو څو ورځې وروسته، د هغو کسانو د ژوندي موندلو هیلې لا کمزورې شوي چې تر اوسه ورک دي. د ژغورنې ډلو د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې لا هم ۱۰۰ کسان لادرکه دي او د موندلو هیلې یې کمې شوې دي.
دغې ۷،۴ درجې زلزلې د تېرې دوشنبې په سهار د کولمبیا لوېدیځې سیمې ولړزولې. زلزلې د استوګنې ځینې ودانۍ راونړولې او یو شمېر کورونو، ښوونځیو او روغتونونو ته یې زیانونه واړول. د حکومت د شمېرو له مخې، د پنجشنبې تر سهاره لږ تر لږه ۲۷۳ کسان مړه شوي، له ۳۸۰۰ ډېر ټپیان شوي او ۳۷۷ کسان ورک بلل شوي دي.
د کولمبیا په درېیم لوی ښار کالي کې د ژغورنې ډېرو ډلو خپل فعالیتونه له لټون او ژغورنې څخه د کنډوالو پاکولو ته اړولي دي. دا بدلون ښيي چې د ژغورنې عملیات د لومړنیو ۷۲ ساعتونو له تېرېدو وروسته یوې لا سختې مرحلې ته داخل شوي دي. خو د ښاروال الېخاندرو ادر په وینا، لا هم ۹ د لټون او ژغورنې عملیات روان دي. نوموړي له خلکو وغوښتل، چې د عملیاتو په سیمو کې چوپتیا وساتي، څو ژغورونکي د هغو کسانو احتمالي غږونه واوري چې ښايي لا هم تر خاورو لاندې ژوندي وي.
د پریرا په ښار کې انریکې مارین هغه مهال چې خبر شو مور یې تر خاورو لاندې ګیر پاتې ده، له بوګوتا څخه یې تر پېښې ځایه د رسېدو لپاره له ۱۰ساعتونو ډېر موټر وچلاوه. هغه وویل، مور یې له زلزلې شاوخوا شپږ ساعته وروسته ژوندۍ له خاورو واېستل شوه، خو روغتون ته د لېږد پر مهال یې ساه ورکړه.
د کالي ښار شاوخوا ۱۳۳ کیلومتره شمال ته د رولدانېیو په هدیره کې د ورک شویو کسانو د موندلو دولتي ادارې وویل، چې هغه انساني پاتې شوني څېړي چې د زلزلې له امله له ځمکې راوتلي دي. د دغو پاتې شونو پر بدن پوځي رنګه جامې هم لیدل شوې دي.
د نوي حکومت لپاره ستره ازموینه
له لویو ښارونو بهر د ژغورنې ډلې وايي، چې ځینې ښارګوټي او وړې ټولنې لا هم د امکاناتو له کمښت او د دولتي مرستو له ځنډ سره مخ دي.
په همدې حال کې د سیمې ګڼ اوسېدونکي لا هم د اوبو، ګاز او برېښنا په څېر لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
له زلزلې راهیسې تر اوسه له ۱۵۰ ډېرې پسلړزې ثبت شوې دي. دغه حالت د هغو ژغورونکو لپاره خطر زیاتوي، چې د ویجاړو ودانیو په منځ کې کار کوي او همداراز د هغو خلکو لپاره چې خپل کورونه یې له لاسه ورکړي دي.
د حکومت د اټکل له مخې، په دې زلزله کې له ۱۲۵۰۰ ډېر کورونه ویجاړ شوي دي.
د کولمبیا ولسمشر ابیلاردو دِ لا اسپریئیا، چې د زلزلې له رامنځته کېدو یوازې څو ورځې وړاندې یې د ولسمشر په توګه کار پیل کړی، د چهارشنبې په ورځ وویل، چې غواړي اقتصادي بېړنی حالت اعلان کړي او د بیارغونې لپاره یو ځانګړی صندوق جوړ کړي.
نوموړي وویل، چې د دغه صندوق له لارې به کورني او نړیوالې مرستې راټولې او د روغتونونو، ښوونځیو، کورونو او نورو بنسټیزو تاسیساتو پر بیا رغولو به ولګول شي.
دغه ناورین اوس د کولمبیا د نوي محافظهکار حکومت لپاره په لومړۍ ستره ازموینه بدل شوی دی. دغه حکومت د ټاکنیزو مبارزو پر مهال د دولتي لګښتونو د کمولو ژمنه کړې وه، خو اوس باید له یوې خوا د ژغورنې او بیارغونې لګښتونه برابر کړي او له بلې خوا وښيي چې د یوه ناورین د سمبالولو وړتیا لري.
کولمبیايي چارواکو همداراز د بهرنیو مرستو د مدیریت په اړه د نیوکو پر وړاندې د حکومت دفاع کړې ده. چارواکي وايي، دوی د هېڅ هېواد د مرستې وړاندیز نه دی رد کړی، خو یوازې هغو نړیوالو لټون او ژغورنې ډلو ته د داخلېدو اجازه ورکوي چې معتبر معیارونه پوره او لازم رسمي سندونه ولري.
ځوان کیسه لیکوال نصرت ارمان په کابل کې د کتاب رسونې د کاروبار د پیل لپاره د خپلې مېرمنې سرهزر پلورلي دي. هغه وایي، خلک ورته د کتابونو نومونه ورکوي او دی یې بیا له کورونو سربېره د هغوی کار ځایونو ته رسوي.
نوموړي ویلي، که څه هم د کتابونو په برخه کې د هغه کاروبار نوی نهدی، خو دی هڅه کوي کتابونه په لږ لګښت او د غوښتنې په هماغه ورځ لوستونکو ته ورسوي.
نوموړي پر خپله فېسبوکپاڼه په یوې لیکنه کې د دغه کار د پیل لپاره د خپلې مېرمنې د ملاتړ یادونه هم کړې او ویلي یې دي، چې مېرمنې یې خپله چله، ګوتمۍ او غوږوالۍ ورکړي، څو یې وپلوري او د ورځني ژوند د اړتیاوو د پوره کولو ترڅنګ پرې خپل نوی کار پیل کړي.
ارمان وايي، هڅه به وکړي د خپلې مېرمنې د دې قربانۍ حق ادا کړي او هغې ته ثابته کړي، چې پر ده یې باور پر ځای وو.
«له کتابونو سره ژوره مینه لرم»
ارمان په خپل فېسبوکي پوسټ کې د هغو کسانو نظرونو ته هم اشاره کړې چې ورته یې ویلي وو، په افغانستان کې خلک کتابونه نه لولي او ښايي دا کار یې اقتصادي بریا ونهلري.
نوموړي ویلي، دی د خپلې ټولنې له وضعیت څخه خبر دی، خو د کتابونو له پلور، لوست او لیکوالۍ سره د خپلې شاوخوا دوو لسیزو تجربو ته په کتو باور لري، چې لا هم د کتاب لپاره بازار او لوستونکي شته.
هغه لیکلي، چې د کتابونو له پلورلو، لوستلو، ټایپ او بیا لیکوالۍ سره یې شاوخوا دوه لسیزې تېرې کړي او له بل هېڅ کار سره د کتابونو په څېر ژوره اړیکه، مینه او شوق نهلري.
«خلک کتاب نه لولي»؛ ارمان له دې تصور سره مخالف دی
نصرت ارمان وايي، کله چې یې د لنډو کیسو لیکل پیل کړل، ځینو خلکو ورته ویل، چې خلک کیسې نه لولي او دی به له دې لارې بریالی نهشي، خو زیاتوي، هڅه یې کړې چې د لنډو کیسو لپاره لوستونکي پیدا کړي.
د هغه په وینا، د همدې هڅو په پایله کې یې وروستی د لنډو کیسو کتاب له خپرېدو لس ورځې وروسته په کتابپلورنځیو کې ختم شوی وو او اوس چې نوې کیسه خپروي، سلګونه کسان یې لولي او د خپلې مینې او ملاتړ پیغامونه ورلېږي.
ارمان هیله څرګندوي، چې د کتاب لوستلو په اړه د خلکو عام تصور باید بدل شي. د هغه په اند، ستونزه دا نهده، چې خلک یې نه لولي، بلکې د لوست د عامېدو لپاره باید خلکو ته د لوست احساس، فکر، جذبه او شوق ورکړل شي.
د کتابونو رسونه؛ د وخت او واټن د ستونزې حل
ارمان په خپل فېسبوکي پوسټ کې یوه بله ستونزه هم مطرح کړې ده. د هغه په وینا، ډېر کسان له کتاب سره مینه لري، خو د مناسب کتاب د انتخاب له ستونزې سربېره، له کتابپلورنځیو څخه لرې اوسېږي یا د ورځني ژوند د نورو لومړیتوبونو له امله کتابپلورنځي ته د تګ لپاره کافي وخت نهلري.
هغه هیله څرګنده کړې، چې کورونو او کار ځایونو ته د کتاب رسونه به له دغو کسانو سره مرسته وکړي چې له کتابونو سره بېرته اړیکه پیدا کړي.
نوموړي ویلي، پر خپلې هڅې باور لري او غواړي د کتاب لږ شمېر ملاتړي په پراخې ټولنې بدل کړي.
ارمان په پای کې لیکي: «زه د هڅې پلار یم او په اسانۍ نه ماتېږم».
که څه هم د افغانستان د سینما عمر د ځینو هېوادونو له جوړېدو ډېر دی؛ خو په کور دننه د جګړو، ناخوالو او د طالبانو د پراخو محدودیتونو له امله یې دغه سفر له ستونزو، ستړیا او د لاسته راوړنو له لاسه ورکولو سره مل دی.
په داسې حال کې چې د افغانستان او هندوستان لومړنی فلم هممهاله جوړ شوی و؛ خو په افغانستان کې جګړې، ناخوالې او د طالبانو محدودیتونه د بالیوډ په څېر د افغان سینما د پرمختګ پر وړاندې لوی خنډونه بلل کېږي. د افغانستان لومړی فلم د افغانستان لومړنی فلم د (عشق او دوستي) په نوم و، چې په ۱۹۴۶کال کې د پردې پر مخ نندارې ته وړاندې شو. د دغه فلم يوازې څو مرکزي نارينه پرسونل، سناريو او د فلم لپاره سندرې چې افغاني موسیقیار کمپوز کړې وې؛ نور ټول تخنيکي پرسونل، ډايرکتر، فلم اخيستونکى او ښځينه لوبغاړې یې هندي وګړي وو. خو په افغانستان کې لومړنی بشپړ پښتو هنري فلم (ارمان) وو، چې واحد نظري په ۱۹۸۸کال کې جوړ کړی و. د افغانستان د سینما په تاریخ کې داسې فلمونه شته، چې لاهم د خلکو په ذهن او زړونو کې ځای لري. له دې ډلې «اختر مسخره، دهکدهها بيدار میشود، تابستان داغ کابل، فرار، لحظهها، صبور، پرندههای مهاجر، زمين، ارمان، مرد هاره قول است او د کوڅو سر ګردان» شامل دي. د دې ترڅنګ د ټلوېزيون پر څپو «اشک ولبخند، دختر با پيراهن سپيد، د لمر په لور، سر بند او د کونډې زوى» سريالونه هم شامل دي. که څه هم د افغانستان او هندوستان لومړنی فلم هممهاله جوړ شوی و؛ خو په افغانستان کې لسیزو جګړو، ناخوالو او د طالبانو محدودیتونو د بالیوډ په څېر د افغان سینما د پرمختګ پر وړاندې لوی خنډونه بلل کېږي. تیاتر او ډرامهیي هنرونه که د ایخانم په لرغوني ښارګوټي کې د سیمې تر ټولو د لوی تیاترسالون ته پام وکړو، چې د یونانوباختري پېر یادګار دی؛ نو په افغانستان کې د تیاتر تاریخ تر میلاد وړاندې پېړیو ته ورګرځي. خو د معاصر تیاتر تاریخچه بیا د هر بل موډرن او مدني پیل په شان د غازي امان الله شاه دوران ته رسېږي. د خپلواکۍ جشن پرمهال پر ۱۳۰۱لمریز کال د بهرنیو چارو وزارت په ستوري ماڼۍ کې شاهي کورنۍ ته لومړۍ ننداره وړاندې شوه. ویل کېږي، چې په افغانستان کې د نندارې د ښوولو او دودولو لومړنی هڅوونکی هم محمود طرزي و. وروسته د پوهنې نندارې او بیا افغان نندارې په جوړېدو د تیاتر هنر په افغانستان کې وده وکړه، لوی هنرمندان دریځ ته راغلل او ګڼې افغاني او بهرنۍ ډرامې پر سټيژونو ولوبول شوې. عبدالرشید لطیفي چې د افغان نندارې له بنسټوالو څخه و، د قهرمانان په نامه د پښتو بشپړې نندارې په ښوولو د پښتو تیاتر بنسټ رسماً کېښود؛ که څه هم تر دې پخوا په پښتونخوا کې د عبدالاکبرخان اکبر او نورو لیکوالو پښتو ډرامې لیکلې او پر سټېژونو لوبېدلې وې. هغه مهال د کابل د هنرمندانو ځای هماغه د استقلال لیسې د سپورت سالون و، چې د علامه سلجوقي لهخوا د مطبوعاتو خپلواک مشر و، د «پوهنې نندارې» په نوم ونومول شو او د مطبوعاتو تر ریاست لاندې پهکې په رسمي ډول نندارې پیل شوې. په ۷۰مه لسیزه کې تیاتر هم د کورنۍ جګړې په اور کې وسوځېده، کابل نندارې ته داسې اور واچول شو چې ان د جمهوریت په کلونو کې هم کنډواله پاتې شوه. سینما د سینما هنر هم په نړۍ او هم په افغانستان کې نوی دی. ویل کېږي، چې ۱۹۱۴ او ۱۹۱۵ کلونو ترمنځ د سینما لومړنی پروجکتور انګرېزانو امیرحبیب الله خان ته ډالۍ کړ. د فلم کتلو لومړني بشپړ وسایل شاه امان الله خان له ځان سره له اروپا راوړل او په پغمان کې یې یوه سینما پرانیستله. هغه مهال په پغمان کې ګڼو خلکو لومړنی فلم ولید. د اړدوړ پرمهال افراطيانو سینما وتړله؛ خو د نادرشاه پرمهال بېرته پرانیستل شوه او بیا ګڼې سینماوې په کابل او نورو ولایتونو کې جوړې شوې. د افغانستان سینما زرین پېر په ۱۹۸۰لیسزه کې و. یوشمېر ځوانانو په ۱۹۷۰او ۱۹۸۰لسیزو کې شوروي اتحاد او نورو هېوادونو کې د فلم جوړونې بورسیې ترلاسه کړې. خو د لسیزو جګړو او ناخوالو له امله د سینما مخ پر ودې مزل یو وار بیا ټکنی شو. د افغانستان په ولایتونو کې د جوړو شویو ګڼو سېنماوو ژوند د خلق دیموکراتیک ګوند د حاکمیت ختمېدو او د مجاهدینو په لاس د ډاکټر نجیب الله د حکومت له نسکورېدو سره پای ته ورسېد. په کورنۍ جګړه کې هم د سینما څو ودانۍ ویجاړې شوې. د اریوب او بهارستان سینماوې هم د تل لپاره وتړل شوې. خو وروسته په کابل کې بیا د جمهوریت پرمهال هم د افغان سینما د رغولو هڅې وشوې، نړۍوالو هم مرستې وکړې؛ خو داسې کومه لویه بریا او پایله یې نهلرله. په تېر کې په کابل ښار کې شاوخوا ١٨ دولتي او شخصي سېنماوې فعالې وې، چې يوشمېر يې د جګړو او بېغورۍ له امله ويجاړې شوې دي. په ۱۴۰۰کال کې د طالبانو له واکمنۍ سره سینماوې په بشپړه توګه وتړل شوې. له دې ډلې د پامیر، اریانا، بریکوټ، پارک، بهارستان، د خېرخانې بهزاد، زینب، تیمورشاهي، فرخي، میوند، اقبال او اریوب سینما د ۱۹مې لسیزې ترټولو مشهورې سینماوې وې؛ خو دلته به په هغه سینماوو تم شو، چې په وروستیو کلونو کې فعالې وې؛ خو اوس یا ویجاړې شوې او یا یې هم ځای نورو فعالیتونو نیولی.