سمیت له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي، له دې کسانو څخه ۵۹تنه اوس هم د طالبانو په حکومت کې دندې لري.
هغه زیاته کړې چې حقاني شبکه لا هم فعاله ده؛ خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراجالدین حقاني ورور انس حقاني تر دې مخکې د طالبانو له جوړښت څخه د یوې جلا «حقاني شبکې» موجودیت رد کړی و.
سمیت ویلي، ملګري ملتونه لا هم د طالبانو او یو شمېر ترهګرو ډلو ترمنځ د اړیکو او د ځینو ډلو د ملاتړ په اړه اندېښمن دي.
د هغه په وینا، د ملګرو ملتونو د ارزونو له مخې، په افغانستان او شاوخوا سیمو کې لږ تر لږه ۲۰ ترهګرې ډلې فعالیت کوي.
نوموړي ویلي، ټولې دغه ډلې د امنیت شورا د بندیزونو په نوملړ کې نه دي شاملې، خو په افغانستان کې د هغوی شتون د سیمې او نړیوالې ټولنې لپاره امنیتي اندېښنې رامنځته کوي.
سمیت ټینګار کړی چې هره هغه ډله چې پر تاوتریخوالي او مرګونو بریدونو ټینګار کوي، د ګواښ سرچینه کېدای شي او باید مخه یې ونیول شي.
ملګرو ملتونو: طالبان له ټي ټي پي څخه فعال ملاتړ کوي
د امنیت شورا د بندیزونو د څار ټیم دغه چارواکي د پاکستان پر وړاندې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي د بریدونو زیاتوالی د سیمې له مهمو امنیتي اندېښنو څخه بللی دی.
هغه ویلي چې طالبان له ټي ټي پي څخه «فعال ملاتړ» کوي او د ملګرو ملتونو د څار ټیم په یوه وروستي راپور کې هم راغلي چې د ټي ټي پي غړي له طالبانو څخه میاشتني معاشونه ترلاسه کوي.
سمیت زیاته کړې چې طالبان د ځینو ترهګرو ډلو پر وړاندې د ملاتړ یا زغم سیاست لري او له یو شمېر دغو ډلو سره یې اړیکې په لوړو کچو کې هم دوام لري.
داعش خراسان لا هم فعال دی
سمیت داعش خراسان د افغانستان او سیمې له تر ټولو فعالو او اندېښمنوونکو ترهګرو ډلو څخه بللی او د دې ډلې د جنګیالیو شمېر یې شاوخوا ۲زره اټکل کړی دی.
هغه ویلي، که څه هم د داعش خراسان د بریدونو کچه راکمه شوې، خو دغه ډله لا هم فعاله ده او د تبلیغاتو او مالي سرچینو لپاره له بېلابېلو وسایلو او ټکنالوژیو کار اخلي.
د ملګرو ملتونو دغه چارواکي ویلي، داعش خراسان یوازې په یوه میاشت کې له ۴میلیونو ډالرو څخه ډېر د کریپټو اسعارو ترلاسه کړي دي.
د هغه په وینا، باج اخیستل، تښتونې او د ظاهراً قانوني کسانو او شبکو له لارې پانګونه هم د ترهګرو ډلو د تمویل له لارو څخه دي.
سمیت ټینګار کړی چې د داعش خراسان د بریدونو کمېدل د دې ډلې د له منځه تلو په معنا نه دي.
القاعده هم په افغانستان کې حضور لري
د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار ټیم غړي ویلي، القاعده لا هم په افغانستان کې حضور لري، که څه هم د دې ډلې د غړو شمېر ډېر نه دی.
د سمیت په وینا، القاعده له ټي ټي پي څخه په یوه کچه ملاتړ کوي او په یوه مورد کې یې د پاکستان د حکومت پر وړاندې د دغه تحریک ملاتړ هم کړی دی.
هغه د ترهګرو ډلو ترمنځ اړیکې او متقابل ملاتړ اندېښمنوونکي بللي او ویلي یې دي چې دغه ډول اړیکې کولی شي امنیتي ګواښونه زیات کړي.
نوموړي همداراز ویلي، د طالبانو ځینې غړي له القاعدې سره اړیکې لري او د دغو ډلو ترمنځ ودونه او متقابل ملاتړ د دوی د نږدې اړیکو له بېلګو څخه دي.
د سمیت په وینا، د ترهګرو ډلو ځینو غړو د طالبانو له لوري افغان پاسپورټونه هم ترلاسه کړي دي.
د بندیزونو له نوملړه د کسانو د ایستلو امکان شته
سمیت ویلي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په بندیزونو نوملړ کې د یوه کس شاملېدل د تل لپاره نه وي او که شرایط بدل شي او اړین معیارونه پوره شي، د هغه کس د نوم ایستلو امکان شته.
هغه ویلي، بندیزونه تل یوازې د مجازاتو لپاره نه وضع کېږي، بلکې په ډېرو مواردو کې یې هدف د افرادو او ډلو د چلند بدلولو ته هڅول دي.
د نوموړي په وینا، له تاوتریخوالي لاس اخیستل، له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرېکول او د وګړو د اساسي حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او لږکیو د حقونو رعایت، کولی شي د بندیزونو د لغوه کولو لپاره زمینه برابره کړي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او طالبانو اړیکې
سمیت ویلي، د امنیت شورا لا هم په افغانستان کې د ترهګرو ډلو له حضور څخه اندېښمنه ده، خو په ورته وخت کې هڅه کوي له طالبانو سره تعامل زیات کړي.
د هغه په وینا، طالبان کولی شي له دغه تعامل څخه د امنیت شورا د اندېښنو د کمولو لپاره کار واخلي.
هغه ویلي، د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار ټیم په تېرو ۱۸ میاشتو کې دوه ځله له طالبانو سره لیدلي، څو د دواړو لورو دریځونه روښانه شي او د احتمالي ناسم پوهاوي مخه ونیول شي.
سمیت ټینګار کړی چې په افغانستان کې داسې ډلې شته چې د سیمې او نړۍ لپاره امنیتي اندېښنې رامنځته کوي او ملګري ملتونه غواړي د طالبانو او دغو ډلو ترمنځ د اړیکو په اړه لا ډېر دقیق معلومات ترلاسه کړي.