خو په دې منځ کې هغه تنکي ځوانان چې نن د طالبانو د واکمنۍ له پنځو کلونو وروسته قانوني عمر (۱۸ کلنۍ) ته رسېدلي دي، باور لري چې د دې بدلون تر ټولو دروند بار دوی پر اوږو وړي؛ داسې دروند بار چې د دوی نریو اوږو لا هم د دې بدلون د «زغملو او تحمل» توان نه درلود.
د نن ورځې ۱۸ کلن ځوانان د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د زمري په میاشت کې، چې کابل د طالبانو لاس ته ولوېد، تازه د ځوانۍ نړۍ او د خوبونو د جوړولو پړاو ته داخل شوي وو. دې تنکي نسل د طالبانو په اړه هېڅ واقعي انځور نه درلود. دوی د ۱۳۸۰مې لسیزې په وروستیو کلونو کې، د تېرو دوو لسیزو د نسبي ډیموکراسۍ، په افغانستان کې د نړیوالو مرستو او ملاتړ د زیاتېدو په اوج کې زېږېدلي وو. د دې نسل عمر او تجربه داسې نه وه چې د افغانستان په معاصر تاریخ کې د تکراري ناکامیو او کړکېچونو د دورې په اړه پوهه ولري. سره له دې، د دې نسل ذهن د راتلونکې او د هغو خوبونو پر جوړولو متمرکز و چې دوی د ځان لپاره ټاکلي وو.
افغانستان انټرنشنل د افغانستان د سقوط او د طالبانو د واکمنۍ د پنځمې کلیزې په مناسبت له څلورو هغو نجونو سره خبرې کړې دي چې هغه مهال تنکۍ پېغلې وې، د هېواد له بدلون سره سم له زده کړو محرومې شوې او اوس د ځوانۍ د پیل او قانوني عمر (۱۸ کلنۍ) په پړاو کې دي. د یوه خوب ړنګېدل هغه موضوع ده چې شهرزاد، ماهبانو، نرګس او آیخانم (مستعار نومونه) له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې پرې تمرکز کړی دی.
د طالبانو بېرته راتګ څنګه د یوه نسل خوبونه وتروړل؟
شهرزاد د طالبانو د بېرته راتګ پر مهال، د ۱۴۰۰ کال د زمري په میاشت کې ۱۳ کلنه وه. هغې له دوو خویندو او یوه ورور سره د کابل په څلورمه ناحیه کې د نور په نوم ښوونځي کې زده کړې کولې. شهرزاد یوه شوخه، ټولنیزه، هڅانده، خوشاله او خوشبینه نجلۍ وه.
هغه وایي، د پلار د کاري شرایطو او له یوه ښار څخه بل ښار ته د کډه کېدو له امله، په شپږو تعلیمي کلونو کې یې څلور ځله ښوونځی بدل کړ، خو تل اول نمره پاتې شوې. شهرزاد له ماشومتوبه له لوستلو او زده کړې سره بېسارې مینه لرله. پلار او مور یې هغه د خپلو همزولو په پرتله ژر، په پنځه کلنۍ کې په ښوونځي کې شامله کړه.
کله چې طالبان د ۱۴۰۰ کال د زمري په میاشت کې بېرته واک ته ورسېدل، شهرزاد د اتم ټولګي زدهکوونکې وه او ۱۳ کلنه وه. د هغې خوب دا و چې د افغانستان د سراسري کانکور په ازموینه کې اول نومره شي.
شهرزاد افغانستان انټرنشنل ته وویل: « وروستۍ شپه چې ما په افغانستان کې د یوې زدهکوونکې په توګه درس ولوست، فکر مې نه کاوه چې سبا به زما ژوند بدل شي. دوه یا درې مضمونونه پاتې وو چې څلور نیم میاشتنی امتحان پای ته ورسېږي. تر نیمې شپې ویښه پاتې شوم او د امتحان لپاره مې درس ولوست. له ماشومتوبه مې دا هیله وه چې یوه ورځ د افغانستان د کانکور اول نومره شم او ثابته کړم چې په هڅه هرې هیلې ته رسېدلای شو».
شهرزاد د خپل پلار له تحصیلي څانګې سره مینه لرله. هغې غوښتل له ښوونځي تر فراغت او د کانکور له ازموینې وروسته د کابل پوهنتون د انجینرۍ پوهنځي ته لاړه شي.
دغه له زده کړو محرومه شوې تنکۍ نجلۍ وایي، « طالبانو یوازې درس او ښوونځی له ما وانخیستل، بلکې هغه خوب یې هم رانه واخیست چې له ماشومتوبه مې ورسره ژوند کړی و».
ماهبانو،چې اوږده تور ویښتان او غنمرنګ مخ او ارام شخصیت لري، له هغو نورو زدهکوونکو څخه ده چې د افغانستان د سقوط او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ۱۳ کلنه وه او د کابل د تایمني پروژې د مومنه خاتون ښوونځي د اووم ټولګي زدهکوونکې وه.
هغې هم د خپل نسل د زرګونو نجونو په څېر د خپل خوب د ترلاسه کولو لپاره درس لوست او هڅه یې کوله. ماهبانو تر هغې چې زدهکوونکې وه، څو ځله یې په ذهن کې ځان د طبابت په سپینو جامو کې تصور کړی و.
هغه وایي، « ښوونځی زما لپاره داسې ځای و چې ما خپله راتلونکې پکې لیدله. غوښتل مې طب ته بریالۍ شم».
دغه ۱۸ کلنه نجلۍ چې په سترګو کې یې د اندېښنې او ناامېدۍ څپې ښکاري، په خواشیني غږ وایي، « ښوونځي د دروازو له تړل کېدو سره هر څه بدل شول. ډېر ارمانونه، هیلې او پلانونه مو د ښوونځي د تړلو دروازو تر شا پاتې شول».
هغه د طالبانو پنځه کلنه واکمني د خپل ژوند تر ټولو مهمه دوره بولي. د هغې په باور، که طالبان نه وای راستانه شوي او د نجونو ژوند یې محدود کړی نه وای، ښایي تر اوسه خپلو موخو ته نږدې شوې وای.
هغه زیاتوي: « موږ یوازې له زده کړو محروم نه شوو، بلکې له هغه حق څخه هم لرې شوو چې خپله راتلونکې پرې جوړه کړو. په دې موده کې مې څو ځله له ځان سره فکر کړی چې که طالبان نه وای راغلي او ښوونځي نه وای تړل شوي، ښایي نن د طب محصله وای».
نرګس، بله ۱۸ کلنه نجلۍ ده چې د طالبانو د بېرته راتګ پر مهال د بلخ د تجربوي ښوونځي د اتم ټولګي زدهکوونکې وه. هغه هم په شوق ښوونځي ته تلله، څو یوه ورځ کانکور په بریالیتوب سره تېر کړي او د حقوقو په برخه کې زده کړې وکړي.
نرګس د پخواني حکومت د یوه قاضي لور ده. هغې له وکالت سره مینه لرله او غوښتل یې یوه ورځ د قاضیانو پر وړاندې په محکمو کې د خپلو هېوادوالو له حقونو دفاع وکړي او عدالت پلی کړي.
هغه چې یوه پلټونکې او پوښتونکې نجلۍ ده، وایي چې له ځوانۍ څخه یې د افغانستان په قضایي نظام کې «بېعدالتي» درک کړې وه. له همدې امله یې غوښتل مدافع وکیله شي، څو د خپل توان تر کچې د هېواد د قضایي نظام د ستونزو په حل کې ونډه واخلي.
د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۱۷مه، چې د تخار ولایت مرکز تالقان د طالبانو لاس ته ولوېد، آیخانم د ښوونځي د شپږم ټولګي زدهکوونکې وه. هغه د کورنۍ یوازینۍ لور وه او د ناز او نعمت په چاپېریال کې یې د ودې او ځوانۍ دوره تېروله.
آیخانم په تالقان کې په یوه دولتي ښوونځي کې زده کړې کولې. که څه هم هغه وایي چې تر هغه وخته یې د خپلې راتلونکې تحصیلي څانګې په اړه پرېکړه نه وه کړې، خو خپل راتلونکی یې د پارلمان د وکیلې په توګه لید.آیخانم چې مدني فعالیتونو ته لېواله وه، د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې وکیله فوزیه کوفي یې خپله ذهني الګو بلله.
هغې وویل، « تل مې د تلویزیون او ټولنیزو شبکو له لارې د مېرمن کوفي کارونه څارل. زړه مې و، چې یوه ورځ د هغې په څېر یوه مطرحه وکیله او سیاستواله شم».
انجینري، طب، مدافع وکالت او د پارلمان استازیتوب هغه خوبونه وو چې طالبانو په افغانستان کې د واک له ترلاسه کولو وروسته، په ترتیب سره، له شهرزاد، ماهبانو، نرګس او آیخانم څخه واخیستل.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده د هغه فرمان له امله چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کړې یې منع کړې، لږ تر لږه ۲،۲ میلیونه نجونې له زده کړو محرومې شوې دي.
په دې توګه، طالبان د افغانو پېغلو او تنکیو نجونو دوه میلیونه او ۲۰۰ زره خوبونه له منځه وړي دي.
طالبان د زمري په ۲۴مه، د ښوونځیو د څلور نیم میاشتنیو ازموینو پر مهال کابل ته ننوتل. کابل ته د طالبانو له داخلېدو سره سم په ښوونځیو کې د زده کړې بهیر ګډوډ شو.
۱۸کلنې نجونې وایي چې هغه مهال یې فکر کاوه ژر به په ښارونو کې نظم بېرته ټینګ شي او په ښوونځیو کې به زده کړې بیا پیل شي.
شهرزاد افغانستان انټرنشنل ته د کابل د زده کړو د وروستیو ورځو په اړه وویل: « د دري ژبې او ادبیاتو امتحان مو درلود. لا مو د پوښتنو نیمایي نه وې حل کړې چې ګډوډي او شور په ټول ښوونځي کې خپور شو. استاد پاڼې راټولې کړې او موږ په اوښلنو سترګو کور ته روان شوو».
هغه وایي، د جمهوري نظام په وروستیو ورځو کې به یې هره ورځ د ولایتونو د سقوط خبرونه اورېدل، «خو هېچا باور نه کاوه چې کابل به هم سقوط وکړي».
شهرزاد وایي، څه موده وروسته، د نورو نجونو په څېر، د زده کړو د بیا پیل په هیله خپل ښوونځي ته ولاړه او د خپل ژوند «تر ټولو درنده جمله» یې واورېده چې هېڅکله به یې هېره نه کړي.
د ښوونځي ساتونکي ورته وویل: « ولاړې شئ، ښوونځی ختم شو. نجونې نور درس نه شي ویلی».
د زده کړو لاره
له هغې وروسته چې طالبانو د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړلې، هغوی د زده کړې د دوام لپاره یوازې دوه لارې لرلې: انلاین زده کړې او دیني مدرسې. دواړې لارې له ګڼو ستونزو او ننګونو سره مخ وې.
دغو څلورو نجونو ویلي، دوی د طالبانو د زده کړو بندیز ته په اسانۍ تسلیمې نه شوې او په تېرو پنځو کلونو کې یې په هره ممکنه لاره هڅه کړې چې زده کړې او د پوهې ترلاسه کولو ته دوام ورکړي.
شهرزاد، چې نږدې درې کاله له خپلې کورنۍ سره په پاکستان کې کډواله وه، وایي چې یوه موده یې په یو وخت کې د زده کړو په دریو نظامونو کې زده کړې کولې: افغان ښوونځی، پاکستاني ښوونځی او د امریکا یو نړیوال انلاین ښوونیز مرکز.
پاکستان ته د شهرزاد د کورنۍ له کډه کېدو وروسته، له دغه هېواده د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو بهیر ورځ تر بلې سخت شو. د همدې بهیر له امله، په ۲۰۲۵ کال کې په اسلاماباد کې ډېر افغان ښوونځي د ښوونکو او زدهکوونکو د کمښت له امله وتړل شول.
شهرزاد د دې اندېښنې له امله چې ښايي افغان ښوونځی هم وتړل شي، په ورته وخت کې یې په یوه پاکستاني ښوونځي کې هم نوملیکنه وکړه.هغه وایي، په پاکستاني ښوونځي کې څو ځله د اردو ژبې د ستونزې او کډوالۍ له امله د زدهکوونکو او حتا ښوونکو له خوا له «سپکوونکو چلندونو» سره مخ شوې ده.
هغې وویل: « افغان زدهکوونکو ته اجازه نه ورکول کېږي چې د پاکستان په رسمي ازموینو کې ګډون وکړي او د فراغت سند هم نه ورکول کېږي».
د شهرزاد کورنۍ بالاخره د ۲۰۲۶ کال په لومړیو کې له پاکستان نه وایستل شوه. هغه اوس په یوه امریکایي ښوونځي کې خپلو انلاین زده کړو دوام ورکوي، خو په اندېښنې او ناامېدۍ سره وایي: « په یوه شپه او ورځ کې یوازې څو ساعته برېښنا لرو، په کابل کې د انټرنېټ لګښت لوړ دی او ښه کار نه کوي. له بده مرغه ښايي د انلاین زده کړو فرصت هم له لاسه ورکړم».
نرګس او ماهبانو د زده کړو د دوام لپاره یوه موده دیني مدرسو ته ولاړې.
ماهبانو وویل، چې د نجونو د طبي زده کړو مرکزونو له تړل کېدو وړاندې دې فکر کاوه چې د دیني دارالعلوم له فراغت وروسته به روغتیايي انستیتوتونو ته داخله وکړای شي او په دې توګه به د خپل خوب یوه برخه پوره کړي.
هغې وویل: « لومړی مې د قران دېرش جزه حفظ کړل، بیا په کابل کې یوه دارالعلوم کې شامله شوم. کله چې طالبانو د نجونو پر مخ د روغتیايي انستیتوتونو دروازې هم وتړلې او د دارالعلوم شرایط هم سخت شول، نور نو ددوام انګیزه پاتې نه شوه».
د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده د ۱۴۰۳ کال د لیندي په ۱۲مه د یوه فرمان له لارې ټولې طبي لوړې او نیمهلوړې تعلیمي ادارې د نجونو پر مخ وتړلې.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي انستیتوتونو مسوولینو ته خبر ورکړ چې نجونو ته نور په دغو مرکزونو کې د زده کړو اجازه نشته.
نرګس هم په دې وروستیو کې له خپلې کورنۍ سره له اسلاماباد څخه کابل ته ستنه شوې او اوس په کابل کې په یوه دولتي دیني مدرسه کې زده کړې کوي.
هغې شاوخوا دوه کاله په اسلاماباد کې په یوه افغان ښوونځي کې زده کړې کړې وې.
نرګس وایي، ځکه مدرسې ته ځي چې د فراغت سند ترلاسه کړي. هغې د طالبانو د دې دولتي ښوونیز مرکز په اړه وویل: « د ساینس او ټکنالوژۍ په نوم هېڅ شی نه تدریسېږي، ټول تمرکز پر دیني مضمونونو دی. هره ورځ سختګیري زیاتېږي. د مدرسې د نجونو لپاره دستکشې، مخبند او اوږدې چپنې اغوستل ضروري دي».
هغه وایي، د طالبانو د دیني مدرسو شرایط «له زندان څخه هم بدتر دي».
د طالبانو د دورې کورنۍ او بدلونونه
۱۸کلن کسان وايي چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په پنځو کلونو کې یې نه یوازې د زده کړو بهیر او خپلو خوبونو ته د رسېدو لاره له لاسه ورکړه، بلکې د دوی ورځنی ژوند او د کورنۍ د ژوند مسیر هم له ژورو او نه اټکلېدونکو بدلونونو سره مخ شو.
د ماهبانو پلار او مشر ورور یې د طالبانو له بېرته راتګ مخکې د کابل په کلولهپشته کې د ګل جوړولو، عکاسۍ او فلماخیستنې دوکان درلود. هغوی د کابل په هوټلونو کې د خلکو د خوښیو له مراسمو څخه عکسونه او ویډیوګانې اخیستې، بیا به یې ایډیټ کولې او له همدې لارې یې خپل ژوند پرمخ ووړ.
طالبانو په هوټلونو کې هم د خوښیو په مراسمو کې نڅا او موسیقي منع کړل او پر فلماخیستنې او عکاسۍ یې محدودیتونه ولګول. له دې سره ، د ماهبانو د پلار کاروبار بې خونده شو او څو میاشتې یې د دوکان کرایه نه شوای ورکولی. بالاخره اړ شو چې له کلونو کار وروسته خپل مسلک پرېږدي.
ماهبانو لا ۱۷ کلنه هم نه وه چې د کورنۍ په غوښتنه په خپلوانو کې کوژده شوه. هغې په افسوس او حسرت سره وویل: « زما پلار یوه موده سختو کارونو ته مخه کړه، خو د ژوند فشارونو او اندېښنو یې ورځ تر بلې روغتیا خرابوله. یو نیم کال مخکې، زما پلار په ۴۶ کلنۍ کې د مغزي سکتې له امله مړ شو».
د پلار له مړینې وروسته، د ماهبانو اړیکې له کوژدن سره خرابې شوې او کوژده ختمه شوه. هغې وویل: « د پلار مړینه یوه لویه ضربه وه چې زموږ ژوند یې تریخ او تیاره کړ».
نرګس او آیخانم د بلخ او تخار د پخواني حکومت د دوو سیمهییزو چارواکو لوڼې دي. د نرګس کورنۍ د طالبانو د غچ اخیستونکو اقداماتو له وېرې شاوخوا دوه کاله پاکستان ته کډواله شوه. آیخانم او کورنۍ یې هم د ورته دلیل له امله له تخار څخه کابل ته بېځایه شول. د نرګس کورنۍ په دې وروستیو کې له پاکستان نه شړل شوې او هغه اوس په کابل کې په یوه دیني مدرسه کې زده کړې کوي. آیخانم وايي چې د ژوند د لګښتونو د برابرولو لپاره له خپلې مور سره غالۍ اوبي.
خو شهرزاد بیا د سیاسي بدلونونو د اغېزو او د خپلې کورنۍ د وضعیت د بدلون په اړه بله کیسه لري. هغې افغانستان انټرنشنل ته وویل: « زموږ د ژوند لاره او هیلې دوه ځله ونړېدې. لومړی ځل د طالبانو د بېرته راتګ له امله او دویم ځل د ډونالډ ټرمپ د واک ته رسېدو له امله».
د شهرزاد پلار شاوخوا دوه لسیزې په افغانستان کې له نړیوالو سازمانونو سره کار کړی و. هغه د طالبانو له بېرته راتګ څو میاشتې وروسته «د خپلو اولادونو د راتلونکې لپاره» له خپلې دندې استعفا وکړه او له کورنۍ سره پاکستان ته لاړ. هغوی امریکا ته د تګ لپاره دپي۲مهاجرتي دوسیه پرانیسته.
شهرزاد له نهیلۍ په ډکې موسکا سره وویل: « د سفارت مرکه، روغتیايي معاینات او ټول قانوني پړاوونه مو بشپړ کړل. د الوتنې په تمه وو چې ټرمپ ولسمشر شو او د خپلې دندې په لومړۍ ورځ یې امریکا ته د افغانانو مهاجرت ودراوه».
د کډوالۍ او بېځایه کېدو تریخ خوند
نرګس او شهرزاد له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې په پاکستان کې د خپلې کډوالۍ ترخې تجربې یادوي.
نرګس وویل چې د ۲۰۲۵ کال په وروستیو کې، چې لا قانوني عمر (۱۸ کلنۍ) ته نه وه رسېدلې، د ښوونځي پر لاره د زده کوونکو په ځانګړو جامو کې د پاکستان پولیسو ونیوله. هغې پنځه شپې د خپلې کورنۍ له غړو پرته، له نورو افغان کډوالو سره په زندان کې تېرې کړې او وروسته له خپلې کورنۍ سره له پاکستان نه وشړل شوه.
نرګس وايي چې لا هم د پاکستان د زندانونو د شپې خوبونه او وېره پرې خپاره دي. که څه هم هغه پوهېده چې افغانستان ته په ستنېدو سره، د طالبانو تر واک لاندې به له ډېرو اساسي حقونو محرومه شي، خو بیا هم د بېرته ستنېدو پر مهال خوشحاله وه چې «لږ تر لږه د پاکستان د پولیسو له وېرې او تعقیب څخه» خلاصېږي.
شهرزاد وايي، په هغه عمر کې چې باید یوازینۍ اندېښنه یې «درس او راتلونکې» وای، ناڅاپه یې ځان په داسې هېواد کې وموند چې نه یې ژبه پېژندله، نه یې له کلتور سره بلدتیا لرله او نه د خپل راتلونکي په اړه ډاډه وه.
هغې شاوخوا درې کاله له خپلې کورنۍ سره په اسلاماباد کې ژوند وکړ. شهرزاد دې دورې ته د «بېثباتۍ، وېرې او بېسرنوشتۍ» کلونه وايي.
هغه وايي، د لوی اختر له ورځې یوه ورځ مخکې د پاکستان پولیس د دوی کور ته ورغلل او ددې پلار یې ونیوه. د پاکستان پولیسو د شهرزاد پلار د ۱۰۰ زره کلدارو په بدل کې خوشې کړ، خو له دوی یې ژمنه واخیسته چې تر څلورمې ورځې پورې به پاکستان پرېږدي.
د شهرزاد کورنۍ په ټاکل شوي وخت افغانستان ته بېرته ستنه شوه.
د راتلونکې په اړه د ۱۸ کلنو نجونو لیدلوری
د نن ورځې ۱۸ کلن کسان، د طالبانو د واکمنۍ له پنځه کلنې تجربې وروسته، د خپل راتلونکي لپاره روښانه لید نه لري. دوی د ځوانۍ په پیل کې خپلې ورځې تر ډېره له «وېرې او نهیلۍ» سره تېروي. لږ تر لږه دغو څلورو ۱۸ کلنو نجونو په خپلو خبرو کې د نن ورځې افغانستان د «ځوانو نجونو لپاره زندان» وباله؛ داسې زندان چې له هغه څخه د تېښتې او خپلو هیلو ته د رسېدو کومه لاره نه ویني.
شهرزاد چې یوازې درې میاشتې کېږي ۱۸ کلنه شوې ده، وايي، « احساس کوم هره هغه دروازه چې زما د راتلونکې د جوړولو لپاره موجوده وه، یوه په بله پسې تړل شوې ده».
هغه له افغانستان څخه د وتلو او په یوه ازاده او پرانیستي ټولنه کې د ژوند کولو لپاره د لارې په لټه کې ده؛ داسې ځای چې د نجلۍ او ښځې په توګه له «تبعیض او ځپنې» سره مخ نه شي. خو دغه پېغله ټینګار کوي چې د «داسې لارې پیدا کول اوس مهال اسانه نه دي».
شهرزاد وايي: « کله ناکله د هیلې او نهیلۍ تر منځ بنده پاتې کېږم؛ له یوې خوا د راتلونکې لپاره لوی ارمانونه لرم او له بلې خوا له داسې واقعیت سره مخ یم چې هره ورځ ژوند سختوي».
ماهبانو وايي چې له «ټولو ستونزو سره سره» لا هم په بشپړه توګه نهیلې شوې نه ده او هیله لري چې یوه ورځ بیا خپلې زده کړې پیل کړي او د ډاکټرې کېدو خوب ته ورسېږي.
طالبانو واک ته له بېرته ستنېدو وروسته د افغانستان تعلیمي نظام بدل کړی دی. د دې ډلې د پوهنې وزارت د ښوونځیو له درسي کتابونو څخه ۵۱ درسونه چې د ازادۍ، د ښځو د حقونو، بشري حقونو، ملي بیرغ، مور، سولې او ورته موضوعاتو په اړه وو، حذف کړي دي. دغه وزارت وايي چې د دغو موضوعاتو تدریس له«اسلامي لارښوونو او د دې ډلې له سیاستونو» سره په ټکر کې دی.
ماهبانو وايي، که یوه ورځ بیا د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي، غواړي خپل ښوونځي ته په همغه پخوانیو شرایطو بېرته لاړه شي. هغه چې په مدرسه کې د زده کړې تجربه لري، ټینګار کوي چې که ښوونځي د طالبانو د شرایطو له مخې پرانیستل شي، نو «له مدرسې سره به هېڅ توپیر ونه لري».
د ماهبانو کور د هغې د پخواني ښوونځي مخې ته دی. هغه وايي، سهار چې پردې پورته کوي، له کړکۍ څخه د ښوونځي ودانۍ او انګړ ته ګوري.
هغې وویل: « دیوالونه یې همغه دیوالونه دي، انګړ یې همغه انګړ دی، خو نور پکې د نجونو د خندا غږ، د ښوونځي زنګ او د نجونو شور او شوق نشته. د ښوونځي چوپتیا تر هرې چیغې دردوونکې ده. کله ناکله دومره د ښوونځي دروازې ته ګورم چې اوښکې مې بې اختیاره روانې شي».