د کونړ اوسېدونکي: ځنګلونه په پراخه کچه وهل کېږي او لرګي یې قاچاق کېږي

افغانستان انټرنشنل پښتو ته د کونړ یو شمېر اوسېدونکو په خپلو پیغامونو کې ادعا کړې چې د دغه ولایت او د نورستان د ځینو سیمو ځنګلونه په پراخه کچه وهل کېږي او لرګي یې له قاچاقي لارو «په دولتي موټرو» کې لېږدول کېږي.
پیغام استوونکي له نومښودنې پرته وايي، چې د کونړ د چپې درې په ګډون د کړنګل او کلايګل سیمو ځنګلونه له جدي ګواښ سره مخ دي.
د شکایت کوونکو په وینا، په سیمه کې داسې معلومات خپاره شوي چې له کړنګل څخه د پنځه زره موټرو او له کلايګل څخه هم د پنځه زره موټرو لرګیو د انتقال اجازه ورکړل شوې ده.
دوی ادعا کړې چې دغه لرګي د تازه وهل شویو ونو دي او د دې موضوع په اړه د سیمې د خلکو ترمنځ بحثونه او اندېښنې زیاتې شوې دي.
یو تن پیغام استوونکي وویل: «اوس مهال ډېر لرګي په دولتي موټرو کې له قاچاقي لارو له غرونو راوړل کېږي او په سیمه کې د لرګیو تود بازار روان دی».
پیغام استوونکي ادعا کړې چې ځینې طالب چارواکي د لرګیو له کاروبار او انتقال څخه پیسې ترلاسه کوي. هغه دا هم ویلي چې ځینې کسان په کابل کې د پیسو په بدل کې د ځنګلونو د وهلو او لرګیو د انتقال اجازهلیکونه یا امرونه ترلاسه کوي او وروسته دغه لرګي نورو ولایتونو ته لېږدوي.
د پیغام استوونکو په وینا، د نورستان هغه ځنګلونه هم په پراخه کچه وهل کېږي چې د کونړ له درهپیچ ولسوالۍ سره پر پوله پراته دي.
د کړنګل او کلايګل د سیمو اوسېدونکو د کونړ د طالبانو له والي غوښتي چې د ځنګلونو د وهلو او د لرګیو د انتقال مخه ونیسي او د سیمې طبیعي شتمني خوندي کړي.
افغانستان انټرنشنل په خپلواکه توګه د پیغام استوونکو دغه ادعاوې تایید نه کړای شوې.
