د اګست ۱۹مه هرکال د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ورځې په توګه نمانځل کېږي.
په داسې حال کې چې طالبان د جګړې پای او امنیت د خپلې واکمنۍ له مهمو لاسته راوړنو بولي، د ښځو او نجونو د زدهکړو، کار، تګ راتګ او عامه ژوند محدودیتونه، د بیان د ازادۍ او سیاسي مشارکت نشتوالی د دې پوښتنې زمینه برابروي چې د یوه هېواد خپلواکي یوازې له بهرني ځواک څخه خلاصون دی، که د وګړو د برخلیک ټاکلو حق هم د هغې برخه دی؟
دا پوښتنه په ځانګړي ډول د افغانستان د ښځو او نجونو د ژوند په اړه درنه ده.
د طالبانو له واکمنېدو پنځه کاله وروسته، افغانستان لا هم په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې له شپږم ټولګي پورته له زدهکړو او ښځې له پوهنتوني زدهکړو منع دي. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، شاوخوا ۲،۴ میلیونه افغانې نجونې له منځنیو زدهکړو محرومې دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په یوه تازه ارزونه کې ویلي چې شاوخوا نیمایي افغانې ښځې اوس یوازې په میاشت کې یو یا دوه ځله له کوره وځي. د دې ادارې د موندنو له مخې، د ښځو د کار، تګ راتګ او عامه ژوند په برخه کې محدودیتونه لا پراخ شوي دي.
د ډېرو شنونکو په باور، د خپلواکۍ د ورځې تر بیرغ لاندې یوه بله پوښتنه هم مطرح ده:
هغه نجلۍ چې د خپل ښوونځي دروازه نه شي پرانیستلی، د پوهنتون ټولګي ته نه شي تللی او د خپل ژوند د انتخابونو په اړه محدود واک لري، د خپلواکۍ کلمه څنګه تجربه کوي؟
په کابل کې د یو ښوونځي ښوونکې کامله شینواري وايي:«د یوې افغانې استادې په توګه، چې د نجونو د زدهکړو او د ښځو د ژوند محدودیتونه مې له نږدې لیدلي، باور لرم چې خپلواکي یوازې د بهرني واک څخه د خلاصون په معنا نه ده. خپلواکي هغه وخت معنا پیدا کوي چې یوه نجلۍ د ښوونځي او پوهنتون دروازې پرانیستې وویني، یوه ښځه وکولای شي کار وکړي او هره افغانه مېرمن په ازاده توګه له کوره ووځي او د خپل ژوند په اړه خپله پرېکړه وکړي.
که د یوې ښځې تګ راتګ، زدهکړه، کار او د ټولنې په چارو کې ونډه اخیستل محدود وي، نو د خپلواکۍ مفهوم نیمګړی پاتې کېږي. د افغانستان رښتینې خپلواکي هغه ورځ ده چې افغانه ښځه د خپل راتلونکي د ټاکلو بشپړه ازادي ولري».
د افغانستان د خپلواکۍ ورځ د ۱۹۱۹ کال د هغه تاریخي بهیر یادونه کوي چې افغانستان پکې له بریتانیا سره د جګړې وروسته د خپل بهرني سیاست د خپلواکۍ حق تثبیت کړ. له هغه وخت راهیسې افغانستان څو ځله د بهرني نفوذ، اشغال، جګړو او سیاسي بدلونونو له پړاوونو تېر شوی دی.
خو د خپلواکۍ مفهوم هم د وخت په تېرېدو بدل شوی.
په شلمه پېړۍ کې د خپلواکۍ اصلي پوښتنه دا وه چې څوک د افغانستان د بهرني سیاست او ملي حاکمیت پرېکړه کوي؟
خو نن، د افغانستان د میلیونونو خلکو لپاره اساسي پوښتنه داده، چې څوک ددوی د ژوند، زدهکړې، کار، بیان او راتلونکي په اړه پرېکړه کوي؟
همدا توپیر د ۲۰۲۶ کال د خپلواکۍ ورځې ځانګړی سیاسي او ټولنیز مفهوم جوړوي.
طالبان: جګړه ختمه شوې، امنیت راغلی
طالبان وايي چې له ۲۰۲۱ کال وروسته په افغانستان کې د څو لسیزو جګړه پای ته رسېدلې او هېواد له امنیتي پلوه د پخوا په پرتله باثباته شوی دی.
د کابل یو شمېر اوسېدونکي هم وايي چې د پخوانیو کلونو په پرتله د لویو جګړو او چاودنو کمېدل د دوی په ورځني ژوند کې محسوس دي. ځینې کابل ښاریان د امنیت د ښه کېدو خبره کوي، خو په ورته وخت کې د کار، اقتصاد او د ښځو د حقونو په اړه اندېښنې لري.
د طالبانو لپاره امنیت د دوی د حکومتولۍ مهم اړخ دی، خو په بدخشان او نورو ولایتونو کې وروستیو نښتو دغه اړخ هم ننګولی دی.
د ټولنپوهانو له نظره، د خپلواکۍ مفهوم یوازې فردي ازادي نه ده، بلکې سیاسي مشارکت هم د هغې یوه مهمه برخه ګڼل کېږي.
د لوګر د ولایتي شورا پخوانی رییس حسیب الله ستانکزی وايي:«افغانستان د هېڅ ډلې شخصي ملکیت نه دی دا د ټولو افغانانو ګډ وطن او د راتلونکو نسلونو امانت دی که نن د افغانستان نیمایي وګړي له راتلونکي څخه محرومېږي سبا به د افغانستان راتلونکی هم کمزوری وي ریښتینې خپلواکي هغه وخت معنا لري چې هر افغان د زده کړې کار عزت او خپل راتلونکي د ټاکلو حق ولري».
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ټاکنې نه شته او د پخواني جمهوري نظام سیاسي جوړښت له منځه تللی دی.
طالبان د اوسني نظام لپاره د «اسلامي امارت» نوم کاروي او وايي چې د دوی حکومت د اسلامي شریعت پر بنسټ ولاړ دی.
خو د سیاسي مخالفینو او د بشري حقونو د ادارو له نظره، د حکومت په جوړښت کې د پراخ سیاسي مشارکت نشتوالی یوه اساسي ستونزه ده.
د طالبانو حکومت تر اوسه د افغانستان د ټولنې د سیاسي تنوع لپاره داسې انتخاباتي یا مشارکتي میکانیزم نه دی رامنځته کړی چې د جمهوري نظام په څېر خلک پکې د واک په ټاکلو کې مستقیم رول ولري.
له همدې امله ډېر خلک د طالبانو حاکمیت د یوې مذهبي ډلې حاکمیت بولي، چې د خلکو حاکمیت او مشارکت پکې څندې ته شوی دی.
د خبریالانو د سازمانونو د رپوټونو له مخې، په تېرو کلونو کې د افغانستان رسنۍ او خبریالان له پراخو فشارونو سره مخ شوي دي. د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستان د وضعیت په ارزونه کې د بیان او مدني فضا د محدودېدو موضوع هم مطرح کړې ده.
د طالبانو له واکمنېدو وروسته ګڼو خبریالانو او رسنیو د سانسور، نیول کېدو، ګواښونو او د فعالیت د محدودېدو په اړه اندېښنې مطرح کړې او ګڼ خبریالان نیول شوي او یا ګواښل شوي دي.
افغانستان لا هم له سخت اقتصادي او بشري بحران سره مخ دی.
د ملګرو ملتونو او نړیوالو مرستندویه ادارو د راپورونو له مخې، د فقر، خوړو د کمښت، بېکارۍ او د مرستو د کمېدو فشارونه د میلیونونو افغانانو پر ژوند اغېز لري. د بشري وضعیت په اړه تازه ارزونې افغانستان لا هم د نړۍ له تر ټولو سختو بشري بحرانونو څخه بولي.
پنځه کاله وروسته؛ افغانستان کوم ځای کې ولاړ دی؟
د طالبانو له واکمنېدو پنځه کاله تېرېږي. په دې موده کې طالبان وتوانېدل چې د افغانستان پر ډېری برخو خپل کنټرول وساتي.
خو د دوی حکومت لا هم د نړیوالې ټولنې له رسميت پېژندنې بې برخې دی.
له بلې خوا، د ښځو او نجونو د حقونو په اړه د نړیوالو فشارونو تر څنګ، د طالبانو حکومت ټینګار کوي چې د افغانستان د ټولنې او شریعت له شرایطو سره سم حکومتولي کوي.
په همدې پنځه کلنه دوره کې د افغانستان ټولنیز جوړښت هم بدل شوی دی.
میلیونونه افغانان له هېواده وتلي او یا بېرته هېواد ته ستانه شوي دي؛ اقتصادي فشارونه زیات شوي؛ ښځې له عامه ژوند څخه شاته شوې دي او د افغانستان د سیاسي راتلونکي په اړه د طالبانو او مخالفو جریانونو ترمنځ واټن لا هم پراخ دی.
د یوه هېواد ملي خپلواکي د هغه د سرحدونو، بیرغ او دولت له حاکمیت سره تړاو لري، خو د یوه ملت د خپلواکۍ بشپړ تصویر تر هغه لوی دی. د خلکو د انتخاب حق، د بیان ازادي، د زدهکړې حق، د کار حق، د سیاسي مشارکت حق او د خپل راتلونکي د ټاکلو وړتیا هم پکې شامله ده.
د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ښايي له همدې امله یوازې د ۱۹۱۹ کال د بریا د یادولو ورځ ونه اوسي.
بلکې د دې پوښتنې ورځ هم وي چې افغانستان له بهرني ځواکه خپلواک شو، خو افغانان به کله دومره ازادي ترلاسه کړي، چې د خپل هېواد او خپل ژوند د راتلونکي په اړه خپله پرېکړه وکړي؟
دا پوښتنه لا هم د افغانستان د خپلواکۍ تر بیرغ لاندې بې ځوابه پاتې ده.