• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

محمد ولي خان دروازي؛ د افغانستان د خپلواکۍ د ډيپلوماسۍ معمار

۲۹ زمری ۱۴۰۵ - ۲۰ اګست ۲۰۲۶، ۰۰:۵۹ GMT+۱تازه شوی: ۲۹ زمری ۱۴۰۵ - ۲۰ اګست ۲۰۲۶، ۰۲:۰۳ GMT+۱

لندن کې د افغان سفارت د ودانۍ په زېرمتون کې، د افغانستان او نورو هېوادونو ترمنځ د لومړنیو ډيپلوماټيکو اړیکو له کلونو پاتې اسناد، لیکونه او یادګارونه خوندي دي. په دغو اسنادو کې د هغو کسانو نومونه هم لیدل کېږي چې افغانستان تازه غوښتل نړۍ ته ځان د یوه خپلواک هېواد په توګه ور وپېژني.

په دغو نومونو کې د محمد ولي خان دروازي نوم تر ډېره د پام وړ دی. هغه د بدخشان اوسېدونکی و چې د افغانستان د تاریخ په یوه خورا حساسه دوره کې د شاه امان الله خان له نږدې کسانو څخه ګڼل کېده. نوموړي له بریتانیا سره د افغانستان د خپلواکۍ په خبرو اترو کې مهم رول درلود او وروسته یې د افغانستان د خپلواکۍ د نړیوالې پېژندنې او د هېواد لپاره د لومړنۍ ډيپلوماټيکې شبکې د جوړولو په برخه کې مهمې دندې ترسره کړې.

د هغه نوم د افغانستان د هغه مهال له ګڼو دولتي اسنادو او له اروپايي هېوادونو سره له لیکنو او اړیکو، له فرانسې او ایټالیا څخه نیولې تر شوروي اتحاد او بریتانیا پورې، په څرګنده توګه لیدل کېږي.

محمد ولي خان د شاه امان الله خان د واکمنۍ له لومړیو کلونو څخه په بهرنیو ماموریتونو کې ونډه واخیسته. هغه بخارا او تاشکند ته ولاړ او وروسته یې مسکو او اروپا ته د افغانستان د یوه پلاوي مشري وکړه.

په مسکو کې نوموړي د شوروي اتحاد له مشرانو، په ګډون له ولادیمیر لینن سره هم وکتل. افغانستان په همدې دوره کې هڅه کوله له نړۍوالو سترو قدرتونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي او له بریتانیا څخه د خپل هېواد د بهرني سیاست د اغېز او سیوري د لرې کولو لپاره نوې لارې ومومي.

خو د محمد ولي خان د ډيپلوماټيکو هڅو لمن یوازې تر مسکو پورې محدوده نه وه.

د خپلواکۍ ډيپلوماټيکه شبکه

محمد ولي خان د افغانستان د پلاوي په مشرۍ په هغو خبرو اترو کې برخه واخیسته چې موخه یې د افغانستان د بهرنیو اړیکو په برخه کې د بشپړې خپلواکۍ ټینګول وو.

د دغو خبرو اترو په پایله کې بریتانیا اړ شوه چې په یوه رسمي لیک او د راولپنډۍ تړون په ضمیمه کې د افغانستان کورنۍ او بهرنۍ خپلواکي په څرګندو ټکو ومني.

خو د افغانستان د خپلواکۍ اعلان د کار پای نه و. افغانستان اړ و چې نړۍ ته ثابته کړي چې نور نه غواړي بهرنی سیاست یې د بریتانیا تر ولکې او اغېز لاندې وي.

په همدې لړ کې، محمد ولي خان دروازي د یوه ډيپلوماټیک پلاوي په مشرۍ لومړی مسکو او وروسته د اروپا مهمو پلازمېنو ته سفر وکړ.

همدا ونډه ده چې محمد ولي خان دروازي د افغانستان د خپلواکۍ له مهمو څېرو څخه ګرځوي؛ داسې یوه څېره چې د خپلواکۍ د کلیزې په رسمي روایتونو کې د هغه د تاریخي ونډې په پرتله ډېره کمه یاده شوې ده.

په مسکو کې له لینن سره د هغه لیدنه هم د دغه سفر له مهمو پېښو څخه وه. دې لیدنې وښودله چې د اماني دولت هڅه کوله افغانستان له سیاسي انزوا څخه وباسي او له بېلابېلو نړۍوالو قدرتونو سره مستقیمې اړیکې ټینګې کړي.

نړۍ ته د افغانستان د خپلواکۍ پېغام رسونه

د محمد ولي خان د هڅو ارزښت باید د هغه وخت له سیاسي شرایطو سره په تړاو کې وکتل شي.

افغانستان تازه له بریتانیا سره د درېیمې افغان ـ انګلیس جګړې څخه راوتلی و. بریتانیا لا هم په افغانستان کې پراخ نفوذ درلود او نه یې غوښتل په اسانۍ سره له دغه نفوذه لاس واخلي.

له همدې امله، خپلواکي یوازې د جګړې د پای ته رسېدو په معنا نه وه. افغانستان اړ و چې خپله خپلواکي په بهرنیو اړیکو کې هم ټینګه او نړۍواله وپېژندل شي. محمد ولي خان له هغو کسانو څخه و چې د دې ستونزمن کار یوه مهمه برخه یې پر مخ یووړه.

هغه وروسته هم په نورو ماموریتونو کې اروپا ته ولاړ او د خپلواک افغانستان د ورپېژندنې او د هېواد د سیاسي اړیکو د پراخولو لپاره یې هڅې وکړې.

په لندن کې یې له بریتانوي چارواکو سره د دواړو هېوادونو پر اړیکو خبرې وکړې او پر دې دریځ یې ټینګار درلود چې افغانستان له خپلواکۍ وروسته باید خپل بهرنی سیاست په خپله وټاکي.

ښايي د هغه د سیاسي ژوند تر ټولو مهمه برخه همدا وه چې د افغانستان هغه خپلواکي یې په نړۍواله کچه د ټینګښت لپاره تعقیب کړه، کومه خپلواکي چې د جګړې په ډګر کې ترلاسه شوې وه او اوس باید په سیاسي او ډيپلوماټیک ډګر کې هم په رسمیت پېژندل شوې وای.

د بهرنیو چارو او جګړې وزارت

محمد ولي خان وروسته د اماني دولت له مهمو څېرو څخه شو. هغه د بهرنیو چارو د وزیر په توګه دنده ترسره کړه، د څه مودې لپاره یې د جګړې وزارت هم پر غاړه درلود او ان د نایب‌السلطنې په توګه یې هم کار وکړ.

له همدې امله، که شاه امان الله خان د افغانستان د خپلواکۍ سیاسي څېره وبولو او محمود طرزي د هغه مهال د افغانستان د بهرني سیاست له مهمو فکري او سیاسي بنسټګرو څخه وګڼو، نو محمد ولي خان دروازي باید د خپلواکۍ د پروژې له مهمو اجرایي او ډيپلوماټیکو څېرو څخه وبلل شي.

البته د افغانستان خپلواکي د یوه کس د هڅو پایله نه وه. د شاه امان الله خان سیاسي پرېکړې، د افغان ولس مقاومت، له بریتانیا سره درېیمه افغان ـ انګلیس جګړه او د مشروطه‌غوښتونکو هڅې، ټول د دې بهیر په رامنځته کېدو کې اغېزمن وو.

خو له دې ټولو سره سره، د محمد ولي خان ونډه له پامه نه شي غورځول کېدای.

دلته یوه مهمه پوښتنه مطرح کېږي: ولې د دومره مهم سیاسي او ډيپلوماټیک ژوند له لرلو سره سره، د افغانستان د خپلواکۍ په عمومي روایت کې د محمد ولي خان دروازي نوم دومره کم رنګه دی؟

د دې پوښتنې یوه برخه ښايي د هغه په خپل برخلیک کې وموندل شي.

د شاه امان الله خان له واکمنۍ وروسته، د اماني دولت ډېرې مهمې څېرې له سیاسي ډګره لرې کړای شوې. محمد ولي خان هم ونیول شو او په پای کې ووژل شو.

هغه سړی چې کلونه یې د افغانستان په استازیتوب د نړۍ په بېلابېلو پلازمېنو کې خبرې کړې وې، په پای کې د هېواد د دننیو سیاسي شخړو قرباني شو.

له بلې خوا، د افغانستان د خپلواکۍ رسمي روایت تر ډېره د شاه امان الله خان او له بریتانیا سره د درېیمې جګړې تر موضوعاتو محدود پاتې شوی دی.

خو د دې روایت تر شا د ډيپلوماټانو، خبرو اترو د استازو او سیاستوالو یوه ډله هم ولاړه وه چې د افغانستان د خپلواکۍ د ټینګولو او نړۍ ته د هغې د ورپېژندلو لپاره یې هڅې کړې وې.

محمد ولي خان د دغې ډلې له مهمو څېرو څخه و.

یوه ملي څېره، نه د یوه قوم

محمد ولي خان د بدخشان له درواز سیمې څخه راوتلی و. هغه یو تاجک بدخشانی سیاستوال و چې د افغانستان د تاریخ په یوه مهم پړاو کې د دولت تر لوړو مقامونو پورې ورسېد. خو د هغه میراث باید یوازې له قومي زاویې ونه کتل شي.

محمد ولي خان د افغانستان د ملي تاریخ یوه برخه ده؛ لکه شاه امان الله خان، محمود طرزي او د خپلواکۍ د غورځنګ نورې مهمې څېرې چې د هېواد د همدې ګډ تاریخ برخه دي.

خبره دا نه ده چې د یوه کس ونډه له حده زیاته وښودل شي او نور کسان له پامه وغورځول شي. اصلي موضوع دا ده چې د افغانستان د خپلواکۍ روایت بشپړ شي او هغه کسان چې د دې خپلواکۍ په جوړولو او ټینګولو کې یې ونډه لرله، د هېواد له تاریخي حافظې څخه حذف نه شي.

نن، له هغو پېښو څه باندې یوه پېړۍ وروسته، ښايي اړینه وي چې یو ځل بیا هماغو زړو انځورونو، لیکونو او تاریخي اسنادو ته وکتل شي.

په دغو اسنادو کې د یوه داسې سړي نوم لیدل کېږي چې له بدخشان څخه راپاڅېد، د شاه امان الله خان تر دربار پورې ورسېد، د شوروي اتحاد له مشرانو سره یې وکتل، پاریس ته ولاړ، په لندن کې یې د افغانستان د خپلواکۍ دفاع وکړه او وروسته د بهرنیو چارو او جګړې وزیر شو.

محمد ولي خان دروازي په یوازې ځان د افغانستان خپلواکي نه ده رامنځته کړې؛ خو هغه له هغو مهمو څېرو څخه و چې د افغانستان د خپلواکۍ د نړۍوالې پېژندنې او ټینګښت لپاره یې مهم رول ادا کړ.

ښايي اصلي پوښتنه همدا وي: ولې هغه سړی چې د یوه خپلواک افغانستان د ورپېژندلو لپاره یې د نړۍ بېلابېلو پلازمېنو ته سفرونه وکړل، نن په خپله افغانستان کې تر دې کچې ناپېژندل شوی دی؟

دا پوښتنه یوازې د محمد ولي خان دروازي په اړه نه ده؛ بلکې دا پوښتنه هم مطرح کوي چې موږ د افغانستان تاریخ څنګه روایت کړی او په دغه روایت کې کوم کسان کم رنګه شوي یا له یاده وتلي دي.

ډېر لیدل شوي

هغه سړی چې ولسمشر یې له هېواده وایست
۱

هغه سړی چې ولسمشر یې له هېواده وایست

۲

د پخوانۍ ملي اردو دوو جنرالانو تر پایه له افغانستان نه د وتلو هوډ نه درلود

۳

طالبان له ۲۰۲۴ کال وروسته د جنايي پېښو د شمېرو په اعلانولو کې محتاط دي

۴

‏د هواپوهنې اداره: په ۶ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۵

پخواني ولسمشر ته پرانیستی‌لیک؛ د پوهنتون یوه استاد له اشرف غني غوښتي بېرته کابل ته ستون شي

•
•
•

نور کیسې

پخوانی بریتانوي قومندان: د نشه‌یي توکو اقتصاد د طالبانو د پېچلي اقتصاد مهمه برخه ده

۲۹ زمری ۱۴۰۵ - ۲۰ اګست ۲۰۲۶، ۰۰:۰۵ GMT+۱
100%

په داسې حال کې چې طالبان ادعا کوي، په افغانستان کې د نشه‌يي توکو کرکېله، کاروبار او قاچاق نږدې صفر ته رسېدلې، په افغانستان کې د بریتانیا یوه پخواني قومندان همېش دو برتون ګوردون په یوې مقاله کې ادعا کړې، چې د نشه‌يي توکو اقتصاد د طالبانو د «پېچلي اقتصاد» یو مهمه برخه ده.

بریتانوي قومندان همېش دو برتون ګوردون چې له ۲۰۰۷ تر ۲۰۱۱ کال پورې څو ځلي په افغانستان کې نظامي مامویرت کړی د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۲۸مه) ټېلګراف ته په یوې مقاله کې لیکلي، پنځه کاله وړاندې، لوېدیځوالو افغانستان پرېښود او زیاته کړې یې ده: «له هغه وروسته چې څه پېښ شول، باید د هغو کسانو لپاره د شرم لامل شي چې په دې باور وو د جګړې له هر ډول ناکامیو سره سره موږ لږ تر لږه یو داسې هېواد شاته پرېښود چې د هغه هېواد پرتله چې موږ موندلی وو، د ازادۍ، زده کړې او فرصتونو خورا لوړه کچه لري».

د هغه په باور، له افغانستانه د لویدیځوالو وتل افغانستان شاتګ کړی او طالبانو هم په سیستماتیک ډول د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کړي او د هغوی زده‌کړې، دندې، تګ راتګ او په عامه ژوند کې ګډون یې محدود کړ او په وینا یې: «هغه ښځې چې یو وخت قاضیانې، ډاکترانې، ښوونکې، ملکي مامورینې او مدني فعالانې وې اوس په خپلو کورونو کې بنديانې شوې دي».

دغه بریتانوي قومندان زیاتوي، په هلمند کې یې د خپل ماموریت پر مهال د طالبانو د نشه‌يي توکو د سوداګرۍ بهیر ګډوډ کړی وو او په باور یې په هغه وخت کې بریتانیا او اروپا ته د «افغاني هیرویینو» د لېږد په کمولو کې په واقعي توګه پرمختګ شوی وو.

هغه زیاتوي: «نن ورځ، د هغو هڅو ډېره برخه بې پایلې شوې ده. د طالبانو په بشپړ کنټرول او د لوېدیځو ځواکونو په وتلو سره، د نشه‌يي توکو اقتصاد د افغانستان د پېچلي امنیتي او اقتصادي وضعیت یوه مهمه برخه ده. لویدیځوالو ته یو درس دا دی چې پوځي مداخله کولای شي دا ډول ستونزه وځپي، خو پرته له یوه پایښت لرونکي سیاسي حل څخه یې په دایمي توګه نه شي حل کولای».

نوموړي په ډاګه کړې: «ماته د افغان ښځو په اړه اوسنۍ چوپتیا درک کول خورا سخت دي. په غزه او نورو ځایونو کې د ملکیانو د کړاوونو په اړه په حقه سره جذباتی کمپاینونه روان دي. مګر دا غږونه چېرته دي کله چې افغان نجونې ښوونځي ته له تګ څخه منع کېږي؟ د اعتراض غږونه چېرته دي کله چې ښځې له پوهنتونونو، دندو او عامه ژوند څخه اېستل کېږي؟ هغه قهر چېرته دی کله چې د ښځو پوره یو نسل له خپلو خورا اساسي ازادیو بې برخې کېږي؟»

100%

هغه څرګنده کړې: «که موږ په ریښتیا په نړیوالو بشري حقونو باور لرو، نو پر افغان ښځو ظلم او جبر باید د اخلاقي روښانتیا مستحق وي».

نوموړی د افغانستان اوسنی وضعیت د لویدیځوالو د ستراتیژۍ او سیاسي ارادې ناکامي بولي او په وینا یې، افغانستان بریتانیا ته چندانې ستراتیژیک ارزښت نه‌لري، خو په ۲۰۰۱ کال کې د القاعدې د له‌منځه وړلو، د ترهګرو لپاره د خوندي پناه‌ځای نه ورکولو او د بریتانیا پر وړاندې د بریدونو لپاره د اډې په توګه د افغانستان د نه کارولو په موخه هغه هېواد ته لاړه.

د نوموړي په وینا، په افغانستان کې په شاوخوا ۲۰ کلنه جګړه کې د ښځینه بریتانوي نظامیانو په ګډون ۴۵۷ بریتانوي پوځیان ووژل شول، زرګونه کسان ټپیان او څه باندې ۱۰۰ کسان معلول بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي او یاد بریتانوي قومندان د خپلې مقالې په یوې برخه کې وايي: «موږ باید هیڅکله د خپلو هغو ځوانانو او ښځو قربانۍ هېرې نه‌کړو چې هلته استول شوي وو، او نه هم د هغو افغانانو قربانۍ چې د هغوی تر څنګ ولاړ وو».

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې د بریتانیايي ځواکونو افغان متحدین لا هم بریتانیا ته د لیږد په تمه په ډېرو سختو شرایطو کې شپې او ورځې تېروي.

د لوېديځ تړلې دروازې؛ ایران او منځنۍ اسیا د طالبانو په مهمو شریکانو بدل شوي

۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶، ۲۲:۲۹ GMT+۱
100%

یوه نوې څېړنه ښيي چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره هم‌مهاله د دې ډلې بهرنی سیاست په څرګند ډول د سیمې د هېوادونو پر لور اوښتی، په داسې حال کې چې له لوېدیځو هېوادونو سره یې ډېپلوماتیک تعامل د واک ته رسېدو له مهاله تر ټولو ټیټې کچې ته راټیټ شوی دی.

د څېړنې له مخې، ایران، چین، ترکیه، قطر، ازبکستان او هند د طالبانو تر ټولو مهم دیپلوماتیک شریکان ګرځېدلي دي.

د واشنګټن د نږدې ختیځ د پالیسۍ انسټیټیوټ د یوې نوې څېړنې موندنې ښيي چې طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې، د ۱۴۰۰ کال د زمري له ۲۴مې څخه د ۱۴۰۵ کال د زمري تر ۲۴مې پورې، له ۱۰۳ هېوادونو او نړیوالو بنسټونو سره ټولټال ۳۶۵۱ دیپلوماتیک تعاملونه کړي دي.

سره له دې چې د نړۍ ډېری هېوادونه لا هم د طالبانو له حکومت څخه د رسمي پېژندنې ډډه کوي، خو دې ډلې په همدې موده کې له خپلو ګاونډیو او د سیمې له یو شمېر ځواکمنو هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړې دي.

د لوېديځ د ونډې کمېدل

د څېړنې له مخې، په تېرو پنځو کلونو کې د طالبانو په دیپلوماتیکو اړیکو کې د لوېدیځو هېوادونو ونډه په څرګند ډول کمه شوې ده.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په لومړي کال کې د دې ډلې د ټولو دیپلوماتیکو تعاملونو ۱۶ سلنه له لوېدیځو هېوادونو سره وه، خو په پنځم کال کې دغه کچه پنځو سلنې ته راټیټه شوې ده.

په څېړنه کې ویل شوي چې له طالبانو سره د لوېدیځو هېوادونو د اړیکو کمېدل د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو له پراخو بندیزونو، په ځانګړي ډول د زده کړو له منعې، سره تړاو لري. دغه وضعیت د لوېدیځو حکومتونو لاسرسی هم د طالبانو د اصلي پرېکړه کوونکو چارواکو په کچه محدود کړی دی.

په همدې حال کې، بشري حقونه، د ښځو زده کړې او له ترهګرۍ سره مبارزه هم د طالبانو له چارواکو سره په دیپلوماتیکو ناستو کې کمرنګه شوې او پر ځای یې اقتصادي او سوداګریزې موضوعګانې د خبرو اترو لویه برخه جوړوي.

د واشنګټن د نږدې ختیځ د پالیسۍ انسټیټیوټ څېړونکی آرون زلین په خپل راپور کې وايي چې روسیه او چین لا هم د داعش خراسان ډلې د ګواښ په اړه له طالبانو سره خبرې کوي، خو القاعده، تحریک طالبان پاکستان او له پولې هاخوا ترهګري هغه موضوعات دي چې د لوېدیځ لپاره یې پخوا ډېر اهمیت درلود او اوس د طالبانو په ناستو کې لږ مطرح کېږي.

ښاغلی زلین وايي، طالبانو دا زده کړي چې حتا د مهمو امنیتي او بشري حقونو په مسئلو کې له شاتګ پرته هم کولای شي د نړیوالې ټولنې له لوري د پام وړ امتیازات ترلاسه کړي.

خو نوموړی ټینګار کوي چې واشنګټن لا هم د طالبانو پر وړاندې د فشار ځینې مهم وسایل لري. د افغانستان د څوکۍ موضوع په ملګرو ملتونو کې، د امریکا د خزانې وزارت معافیتونه او د منځنۍ اسیا د پروژو مالي ملاتړ هغه امکانات دي چې امریکا یې د طالبانو د حساسو مسئلو د اغېزمنولو لپاره کارولی شي.

د مسکو له لوري د طالبانو رسمیت پېژندنه

د روسیې له لوري د طالبانو د حکومت رسمي پېژندنه د ۲۰۲۵ کال په جولای کې د دې ډلې په تېرو پنځو کلونو کې تر ټولو مهمه دیپلوماتیکه لاسته راوړنه بلل شوې ده.

روسیه لومړنی او تر اوسه یوازینی هېواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمي توګه په رسمیت پېژندلی دی.

له دې وروسته د طالبانو استازو د مسکو په غونډو کې د وزیرانو په کچه ګډون وکړ او د ۲۰۲۶ کال په مې میاشت کې دواړو لورو د پوځي او تخنیکي همکاریو په برخه کې یو هوکړه‌لیک هم لاسلیک کړ.

ایران په سر کې؛ د چین او قطر اړیکې کمې شوې

د څېړنې د شمېرو له مخې، ایران په تېرو پنځو کلونو کې له طالبانو سره د ۴۹۴ دیپلوماتیکو تعاملونو په لرلو سره د دې ډلې تر ټولو ډېر تماس لرونکی هېواد و.

له ایران وروسته چین د ۴۳۲ تعاملونو، ترکیه د ۳۹۴، قطر د ۳۴۷ او ازبکستان د ۳۱۶ تعاملونو په لرلو سره د نوملړ په راتلونکو ځایونو کې راغلي دي.

خو په وروستیو کلونو کې له طالبانو سره د چین او قطر تعاملات کم شوي دي.

د چین تعاملات په درېیم کال کې له ۱۳۵ مواردو څخه په پنځم کال کې ۴۶ مواردو ته راټیټ شوي دي. له طالبانو سره د قطر تماسونه هم په لومړي کال کې له ۱۶۰ مواردو څخه په پنځم کال کې ۴۱ مواردو ته کم شوي دي.

په مقابل کې، هند چې د افغانستان د جمهوري نظام له نسکورېدو مخکې د طالبانو له جدي مخالفانو څخه و، په تدریجي ډول یې له دې ډلې سره خپلې اړیکې زیاتې کړې دي.

له طالبانو سره د نوي ډیلي تعاملات په لومړیو کلونو کې یوازې دوه موارد وو، خو په پنځم کال کې ۳۹ مواردو ته رسېدلي دي.

له پاکستان سره د طالبانو بدلې شوې اړیکې

له پاکستان سره د طالبانو اړیکو د نورو ګاونډیو هېوادونو په پرتله بېل مسیر خپل کړی دی.

د دواړو لورو دیپلوماتیک تعاملات په څلورم کال کې ۸۶ مواردو ته رسېدلي وو، خو په پنځم کال کې، د امنیتي اختلافونو او سرحدي نښتو له زیاتېدو سره هم‌مهاله، ۳۳ مواردو ته راکم شوي دي.

د واشنګټن د نږدې ختیځ د پالیسۍ انسټیټیوټ په راپور کې ویل شوي چې پاکستان په تېرو پنځو کلونو کې د طالبانو له یوه مهم ملاتړي څخه د دې ډلې پر یوه سیمه‌ییز سیال بدل شوی دی.

د راپور د لیکوال په وینا، د طالبانو له بېلابېلو هېوادونو سره په ټولو اړیکو کې یوه ګډه موضوع لیدل کېږي او هغه دا ده چې نوي افغانستان ته لاسرسی تر ډېره پر ایډیالوژیکې نږدېوالي نه، بلکې پر جغرافیایي ګاونډیتوب او مادي ګټو ولاړ دی.

د هغه په باور، هغه هېوادونه چې له طالبانو سره تر ټولو ډېر تعامل لري، هماغه هېوادونه دي چې د امریکا او د هغې د متحدانو لپاره د مهمو مسئلو له راپورته کولو سره لږه لېوالتیا لري.

طالبان د شته اړیکو پر ساتلو تمرکز کوي

څېړنه ښيي چې له نویو هېوادونو سره د طالبانو د اړیکو د جوړولو چټکتیا هم کمه شوې ده.

طالبانو په لومړي او دویم کال کې په ترتیب سره له ۳۵ او ۳۷ نویو هېوادونو سره اړیکې پیل کړې وې، خو په پنځم کال کې یوازې درې نوي هېوادونه د دې ډلې د تعاملاتو نوملړ ته ور زیات شوي دي.

دا بهیر ښيي چې طالبان اوس د خپلو اړیکو د شبکې د پراخولو پر ځای، تر ډېره د موجودو اړیکو پر ساتلو او ټینګولو تمرکز کوي.

په همدې موده کې د طالبانو په دیپلوماتیکو تعاملاتو کې د قونسلي چارو ونډه له دوو سلنې څخه ۱۴ سلنې ته لوړه شوې ده.

سوداګریزې او پانګونې اړوند موضوعګانې هم اوس د دې ډلې په څه باندې ۴۰ سلنه دیپلوماتیکو راپورونو کې مطرح کېږي.

له سوریې سره پرتله

د واشنګټن د نږدې ختیځ د پالیسۍ انسټیټیوټ په خپله څېړنه کې د طالبانو دیپلوماتیک فعالیتونه د سوریې له نوي حکومت سره هم پرتله کړي دي.

د څېړنې د معلوماتو له مخې، د سوریې نوي حکومت په ۲۰ میاشتو کې له څلورو زرو څخه ډېر دیپلوماتیک تعاملونه کړي دي.

د سوریې د دیپلوماتیکو اړیکو د پراختیا چټکتیا د طالبانو د ادارې په پرتله تر درې برابره ډېره وه.

په همدې حال کې، سوریې په چټکۍ سره له لوېدیځو مهمو هېوادونو، په ځانګړي ډول له امریکا، سره خپلې اړیکې پراخې کړې دي؛ هغه کار چې طالبان تر اوسه په ترسره کولو کې پاتې راغلي دي.

طالبان لا هم لوېديځ ته اړتیا لري

سره له دې چې طالبانو له سیمه‌ییزو هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړې دي، خو د افغانستان د اقتصادي ستونزو د هواري لپاره لا هم د لوېدیځو هېوادونو مرستو او همکاریو ته اړتیا لري.

په افغانستان کې له ۴۵ میلیونو څخه د ډېر نفوس له نیمايي څخه زیاته برخه بشري مرستو ته اړتیا لري. په میلیونونو افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي او د افغانستان د بهرنیو اسعارو میلیاردونه ډالر زېرمې لا هم په امریکا کې کنګل شوې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم په دې وروستیو کې له «نیویارک ټایمز» سره په مرکه کې له امریکا وغوښتل چې په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي او د افغانستان په لویو اقتصادي پروژو کې پانګونه وکړي.

خو طالبانو تر اوسه داسې کومه څرګنده نښه نه ده ښودلې چې وښيي د ښځو د حقونو، د نجونو د زده کړو او له سختدریځو ډلو سره د خپلو اړیکو په اړه به د لوېدیځو هېوادونو سره د اړیکو د ښه کېدو په بدل کې په خپلو تګلارو کې بدلون راولي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا او یو شمېر نور هېوادونه له طالبانو غواړي چې له ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي، د بشري حقونو درناوی وکړي او د ښځو او نجونو د زده کړو او نورو اساسي حقونو په برخه کې محدودیتونه پای ته ورسوي.

د نوې څېړنې عمومي پایله دا ده چې طالبان هڅه کوي له لوېدیځ سره د ژورو اختلافونو تر څنګ، له سیمه‌ییزو هېوادونو سره د سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړیکو له لارې د خپل حکومت د نړیوال تعامل لپاره بدیلې لارې پیاوړې کړي؛ خو د افغانستان د اقتصادي اړتیاوو او نړیوال مشروعیت د مسئلې له امله، له لوېدیځ سره اړیکې لا هم د طالبانو لپاره مهمې پاتې دي.

برېټانیا کې د افغان جراح او د روغتیا د پخواني وزیر د دندې غوښتنلیکونه دوه ځله رد شوي

۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶، ۲۱:۴۰ GMT+۱
100%

د افغانستان د عامې روغتیا پخوانی وزیر او جراح ډاکتر فیروز فیروزالدین وايي، په برېټانیا کې له پناه اخیستو وروسته یې د دغه هېواد د ملي روغتیايي خدمتونو ادارې له دوو اداري دندو سره د کار لپاره غوښتنلیکونه ورکړي، خو «له اړتیا زیاتې وړتیا» لرلو له امله یې غوښتنلیکونه نه دي منل شوي.

هغه دا خبرې د برېټانیا له ډیلي ټېلیګراف ورځپاڼې سره کړې دي.

۵۸ کلن ډاکتر فیروزالدین په افغانستان کې نهه کاله د جراح په توګه دنده ترسره کړې او وروسته یې له ۲۰۱۵ کال څخه تر ۲۰۲۰ کال پورې د عامې روغتیا د وزیر په توګه کار کړی دی.

نوموړی په ۲۰۱۹ کال کې د نړیوال حکومتولۍ په غونډه کې د ماشومانو د مړینې د کچې د راکمولو له امله د نړۍ د غوره وزیر په توګه هم ستایل شوی و.

یادې ورځپاڼې په راپو رکې ویلي،‌ د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ډاکتر فیروزالدین د ښځو او ماشومانو د حقونو د ملاتړ او په روغتیايي چارو کې د خپلو فعالیتونو له امله له ګواښونو سره مخ شو. د هغه کور ونیول شو، بانکي حسابونه یې کنګل شول او د څه مودې لپاره له یوه خوندي ځای څخه بل خوندي ځای ته لېږدېده.

هغه وروسته د یوه جدي ناروغ کس په بڼه له افغانستانه پاکستان ته ووت او له هغه ځایه یې په ترکیه کې د پناه غوښتنه وکړه. خو نوموړي هلته هم ځان خوندي ونه باله او په پای کې د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې برېټانیا ته ورسېد.

د هغه د پاتې کېدو لومړنۍ غوښتنه رد شوې وه، خو وروسته یې د پناه غوښتنې قضیه په استیناف محکمه کې ومنل شوه او د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر کې ورته په برېټانیا کې د پناه حق ورکړل شو.

د طبابت د جواز لپاره لږ تر لږه دوه کاله انتظار

ډاکتر فیروزالدین وايي، غواړي خپله د څو لسیزو مسلکي تجربه او پوهه د برېټانیا د روغتیايي نظام په خدمت کې وکاروي، خو په دغه هېواد کې د یوه ډاکتر په توګه د کار کولو لپاره باید د خپلو مسلکي اسنادو د ارزونې، ثبت او اړین جواز ترلاسه کولو ټول پړاوونه بشپړ کړي.

د هغه په وینا، د دغو پړاوونو بشپړول ښايي لږ تر لږه دوه کاله وخت ونیسي.

نوموړي په همدې موده کې اېن‌ېچ‌اېس له ادارې سره د دوو اداري دندو لپاره غوښتنلیکونه ورکړي وو، خو وايي، د اړوندو دندو له خوا ورته ویل شوي چې هغه د دغو بستونو لپاره «له اړتیا زیاتې وړتیاوې» لري.

ډاکتر فیروزالدین وايي: «زما اوږدمهاله موخه دا ده چې په برېټانیا کې یو نوی او باثباته ژوند جوړ کړم، خو په ورته وخت کې غواړم له خپلې مسلکي تجربې سره اړیکه وساتم او د عامې روغتیا په برخه کې خپلې مرستې ته دوام ورکړم».

هغه زیاتوي چې د روغتیايي او دولتي خدمتونو په برخه کې یې د کلونو تجربې ته په کتو، غواړي خپله پوهه په هره ممکنه برخه کې وکاروي؛ که هغه تدریس وي، څېړنه وي، سلا مشوره وي او یا له هغو بنسټونو سره همکاري وي چې د روغتیايي خدمتونو د ښه والي لپاره کار کوي.

په هوټلونو کې د پناه غوښتونکو د اوسېدو پر شرایطو نیوکه

ډاکتر فیروزالدین چې څو میاشتې یې د بورنموث ښار په یوه له پناه غوښتونکو څخه د اوسېدو لپاره ځانګړي شوي هوټل کې تېرې کړې. نوموړی وايي، په دغه موده کې یې ولیدل چې پناه غوښتونکو ته د برېټانیا د کلتور، ټولنیزو دودونو او د ژوند د طریقې په اړه کافي مالومات نه ورکول کېږي.

نوموړي وړاندیز کړی چې پناه غوښتونکي دې د موقتي اوسېدو پر مهال په ټولنیزو او رضاکارانه فعالیتونو کې د ګډون لپاره وهڅول شي، لکه د کوڅو او پارکونو پاکول، د عامه ځایونو ساتنه او له سیمه ییزو ټولنو سره ګډ فعالیتونه.

د هغه په باور، دا ډول فعالیتونه کولای شي پناه غوښتونکو سره مرسته وکړي چې انګلیسي ژبه تمرین کړي، له سیمه ییزو اوسېدونکو سره اړیکې جوړې کړي، د ژوند موخه او بوختیا پیدا کړي او داسې احساس وکړي چې د ټولنې یوه برخه دي.

هغه وايي: «زما په اند، له پناه غوښتونکو سره د رغنده ټولنیزو فعالیتونو په برخه کې د ګډون لپاره یو ښه فرصت له لاسه ورکړل شوی دی».

د پناه غوښتونکو هوټلونو کې له سختې تجربې سره مخامخ شوی

ډاکتر فیروزالدین په بورنموث کې په هغه هوټل کې د خپلې څو میاشتني اوسېدو دوره یوه له سختو تجربو څخه بولي.

د نوموړي د اوسېدو پر مهال د دغه هوټل مخې ته د کډوالۍ ضد کسانو له خوا هره اوونۍ لاریونونه کېدل. هغه وايي، ځینو لاریون کوونکو ورته د «شیطان» خطاب کړی او له برېټانیا څخه یې د وتلو غوښتنه کړې ده. ډاکتر فیروزالدین وايي، په هوټل کې اوسېدل ورته له رواني پلوه ډېر سخت وو. د هغه په وینا، د شخصي حریم او خپلواکۍ نشتوالي، او د پناه غوښتنې د دوسیې د پایلې په اړه ناڅرګندتیا، هغه له سخت رواني فشار سره مخ کړی و.

هغه وايي: «په هوټل کې اوسېدل زما لپاره ډېره سخته تجربه وه. زه پوهېدم چې دا استوګنځای لنډمهاله دی او ډېر نور کسان هم له ورته حالت سره مخ دي، خو د راتلونکي په اړه ناڅرګندتیا له احساساتي پلوه ډېره ستړې کوونکې وه».

د هغه په وینا، په هوټل کې یې داسې احساس نه کاوه چې کولای شي خپل ژوند له سره پیل کړي.

نوموړي وايي، کله چې د هغه د پناه غوښتنې موضوع حل شوه، ډېر زیات هوسا شو، ځکه له هغه وروسته یې کولای شول د یوې پرېکړې په تمه د پاتې کېدو پر ځای د خپل راتلونکي په اړه فکر او پلان وکړي.

د ډاکتر فیروزالدین وايي، مېرمنه او ماشومان یې اوس په کاناډا کې ژوند کوي، خو هیله لري چې په راتلونکې کې هغوی هم وکولای شي له ده سره په برېټانیا کې یوځای شي.

د افغانستان دغه پخوانی روغتیايي چارواکی زیاتوي، که څه هم د برېټانیا د طبابت په نظام کې د رسمي ډاکتر په توګه د کار کولو لپاره باید څو کلنې اداري او مسلکي چارې بشپړې کړي، خو غواړي په همدې موده کې خپله پوهه او تجربه د روغتیا، څېړنې، زده‌کړې او ټولنیزو خدمتونو په برخو کې د خلکو په ګټه وکاروي.

معنوي: د طالبانو له لوري‌ د عقل او څېړنې ردول د واک لپاره له شریعت څخه ګټه اخیستل دي

۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶، ۲۰:۴۸ GMT+۱
100%

د افغانستان د عدلیې پخواني وزیر فضل احمد معنوي افغانستان انټرنشنل ته په یوې ځانګړې مقاله کې لیکلي، د طالب چارواکو وروستۍ څرګندونې، چې په شریعت کې عقل، لوست او څېړنې ته ځای نه ورکوي، د سیاسي واک لپاره د دین کارول دي.

معنوي د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د وزیر خالد حنفي هغو څرګندونو ته په اشارې سره ویلي چې په الهي شریعت کې «عقل، مطالعه او تحقیق ځای نه لري» او قران یوازې د «وکړه او مه کوه» په مانا دی، ټینګار کړی چې دا لیدلوری د دین په پوهېدو کې د فکر او عقل دروازه تړي او د اسلامي فقهې او اصولو یوه ستره برخه له پامه غورځوي.

د افغانستان د عدلیې پخوانی وزیر وايي، په قران کریم کې انسان په پرله‌پسې توګه تفکر، تدبر، تعقل او د دین په پوهېدو ته رابلل شوی دی. د هغه په وینا، د دغو لارښوونو له پامه غورځول او انسان یوازې د یوه بې‌پوښتنې او بې‌فکره فرمان منونکي موجود په توګه وړاندې کول له قرآني لارښوونو سره سمون نه لري.

د قران د احکامو د پوهېدو لپاره عقل اړین دی

معنوي په خپله مقاله کې استدلال کړی چې ان د قران کریم د نص د پوهېدو او د احکامو د راایستلو لپاره عقل او پوهې ته اړتیا ده.

د هغه په وینا، د عمومي او ځانګړي حکم پېژندل، د مطلق او مقید ترمنځ توپیر کول او د بېلابېلو روایتونو ترمنځ د ظاهري اختلافونو حل هغه چارې دي چې د علم، د فقهې د اصولو او عقلي ارزونې پرته یې ترسره کول ناشوني دي.

نوموړي د اسلامي فقې په تاریخ کې د امام ابوحنیفه د فقهي لارې یادونه کړې او ویلي یې دي چې هغه د څرګند او روښانه نص د نشتوالي په صورت کې له قیاس، اجتهاد او استحسان څخه کار اخیست.

معنوي همداراز د بني قریظه له پېښې سره په تړاو ویلي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپلو یارانو ترمنځ د یوه حکم په پوهېدو کې د اجتهاد او بېلابېلو برداشتونو توپیر ومانه او هغوی یې د دې لپاره ونه رټل.

معنوي: د عقل له منځه وړل د واک لپاره خطرناکه پایله لري

د معنوي په باور، هغه مهال لوی خطر رامنځته کېږي چې یوه ډله عقل رد کړي، پوښتنه او نیوکه منع کړي او خپله انساني پوهه او برداشت د «خدای حکم» وبولي.

هغه ویلي، که هر ډول سیاسي مخالفت د خدای پر وړاندې د مخالفت په توګه وښودل شي، نو د خلکو لپاره د واکمنو د پرېکړو د ارزونې او نیوکې لاره تړل کېږي.

د عدلیې پخوانی وزیر ټینګار کړی چې مفتي د حکم جوړوونکی نه، بلکې د حکم بیان کوونکی دی. د هغه په وینا، د دیني حکم د تشریح او د سیاسي پرېکړې ترمنځ باید توپیر موجود وي.

معنوي د افغانستان اوسنی وضعیت هم د یوې «تړلې ذهنیت» پایله بللې او ویلي یې دي چې طالبان د زور له لارې پر خلکو واکمن شوي او خپلې سیاسي پرېکړې د شریعت په نوم داسې وړاندې کوي چې د خلکو د پوښتنې او عامې ارزونې لپاره پکې ځای نه پاتې کېږي.

پر لږکیو او ښځو د محدودیتونو په اړه اندېښنې

په مقاله کې د افغانستان د اوسني سیاسي او ټولنیز وضعیت ځینې نور اړخونه هم یاد شوي دي.

د لیکنې له مخې، د طالبانو له لوري پر لږکیو، په ځانګړي ډول هزاره‌ګانو او شیعه‌وو فشارونه هم دوام لري او د اعتراض کوونکو د مشرانو د احضار او د کورونو د نړولو په اړه ادعاوې شوې دي.

په ورته وخت کې، نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې پر ښځو د طالبانو د سختو محدودیتونو په اړه بیا بیا اندېښنه څرګنده کړې ده.

د معنوي د مقالې اساسي ټکي دا دي چې د دین په پوهېدو کې د عقل، پوښتنې، څېړنې او اجتهاد ردول نه یوازې د اسلامي فقهي میراث یوه مهمه برخه له منځه وړي، بلکې د دیني مفاهیمو د سیاسي واک د پیاوړتیا لپاره د کارېدو زمینه هم برابروي.

هغه استدلال کوي چې د شریعت د سم فهم لپاره باید د دیني نص ترڅنګ د علم، عقل، اجتهاد او فقهي اصولو ونډه هم په پام کې ونیول شي او د سیاسي واک پرېکړې باید د «خدای د حکم» په نوم له عامې پوښتنې او ارزونې څخه خوندي نه کړل شي.

سوداګرۍ خونه: افغانستان او ایران دې د سوداګرو لپاره د ویزو اسانتیاوې رامنځته کړي

۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶، ۲۰:۰۲ GMT+۱
100%

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه د ایران د کرنې جهاد له وزیر او مل پلاوي سره په کتنه کې له افغانستان او ایران څخه وغوښتل، چې د سوداګرو او پانګوالو لپاره د ویزو د اسانتیا په ګډون نورې سوداګریزې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۲۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغې خونې رييس او نورو غړو د ایران د کرنې جهاد له وزیر او مل پلاوي سره په کتنه کې د دوه اړخیزو پانګونو، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا او پیاوړتیا ټینګار وکړ.

د دغې خونې رييس سید‌کریم هاشمي په دې کتنه کې ویلي، چې افغانستان او ایران د متقابلو اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره پراخ ظرفیتونه لري او د کرنې، خوراکي صنایعو، کانونو، انرژۍ، ترانزیټ، تولید او بشري ځواک په برخو کې د افغانستان شته ظرفیتونو ته په اشارې د سوداګرۍ د کچې لوړولو، د ګډو پانګونو جذب، د ګډو شرکتونو رامنځته کولو، د تجربو او ټکنالوژۍ د شريکولو، د بدلون او پروسس کوونکو صنایعو پراختیا او په افغانستان کې دننه د ارزښت زیاتولو لپاره له دې ظرفیتونو پر اغېزناکې استفادې ټینګار وکړ.

هاشمي همداراز څرګنده کړه، چې په دغو برخو کې د ایراني شرکتونو او پانګوالو همکاري کولای شي په افغانستان کې د کورني تولید ودې او د نویو اقتصادي فرصتونو رامنځته کېدو ته زمینه برابره کړي او همداراز له افغانستان او ایران څخه وغوښتل، چې د سوداګرو او پانګوالو لپاره د ویزو اسانتیا، سوداګریزو پلاوو تګ راتګ، ترانزیټ، د بانکي تعاملاتو او اړیکو د اسانتیا، ګمرکي چارو او د سوداګریزو بندرونو له ظرفیتونو د اغېزناکې استفادې برخو کې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د ایران د کرنې جهاد وزیر غلام رضا نوري قزلجه مطرح شوي وړاندیزونه مهم او د تعقیب وړ وبلل او پر عملي او پايله ورکوونکو همکاريو يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته ظرفیتونو د بدلولو پر اړتیا ټینګار وکړ.

قزلجه همدارنګه د ایران په سوداګریزو بندرونو، ګمرکي چارو او بانکي تعاملاتو کې د رامنځته شویو نویو اسانتیاوو یادونه وکړه او د افغانستان د خصوصي سکټور پر استفادې یې له موجودو فرصتونو څخه ټینګار وکړ.

نوموړي په نږدې راتلونکي کې د افغانستان او ایران ترمنځ د یوه ځانګړي سوداګریز کمېسیون له رامنځته کېدو خبر ورکړ او ویې ویل، چې دغه کمېسیون به د دواړو هېوادونو د متخصصینو او کارپوهانو په ګډون د سوداګرۍ او پانګونې توافقاتو او هوکړو د منظم تعقیب زمینه برابره کړي.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګریزو اړیکو له پرېکون وروسته افغانستان د ایران په ګډون له منځنیو اسیا هېوادونو سره اقتصادي همکاري او سوداګریز راکړه ورکړه ډېره کړې ده.