په دغو نومونو کې د محمد ولي خان دروازي نوم تر ډېره د پام وړ دی. هغه د بدخشان اوسېدونکی و چې د افغانستان د تاریخ په یوه خورا حساسه دوره کې د شاه امان الله خان له نږدې کسانو څخه ګڼل کېده. نوموړي له بریتانیا سره د افغانستان د خپلواکۍ په خبرو اترو کې مهم رول درلود او وروسته یې د افغانستان د خپلواکۍ د نړیوالې پېژندنې او د هېواد لپاره د لومړنۍ ډيپلوماټيکې شبکې د جوړولو په برخه کې مهمې دندې ترسره کړې.
د هغه نوم د افغانستان د هغه مهال له ګڼو دولتي اسنادو او له اروپايي هېوادونو سره له لیکنو او اړیکو، له فرانسې او ایټالیا څخه نیولې تر شوروي اتحاد او بریتانیا پورې، په څرګنده توګه لیدل کېږي.
محمد ولي خان د شاه امان الله خان د واکمنۍ له لومړیو کلونو څخه په بهرنیو ماموریتونو کې ونډه واخیسته. هغه بخارا او تاشکند ته ولاړ او وروسته یې مسکو او اروپا ته د افغانستان د یوه پلاوي مشري وکړه.
په مسکو کې نوموړي د شوروي اتحاد له مشرانو، په ګډون له ولادیمیر لینن سره هم وکتل. افغانستان په همدې دوره کې هڅه کوله له نړۍوالو سترو قدرتونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي او له بریتانیا څخه د خپل هېواد د بهرني سیاست د اغېز او سیوري د لرې کولو لپاره نوې لارې ومومي.
خو د محمد ولي خان د ډيپلوماټيکو هڅو لمن یوازې تر مسکو پورې محدوده نه وه.
د خپلواکۍ ډيپلوماټيکه شبکه
محمد ولي خان د افغانستان د پلاوي په مشرۍ په هغو خبرو اترو کې برخه واخیسته چې موخه یې د افغانستان د بهرنیو اړیکو په برخه کې د بشپړې خپلواکۍ ټینګول وو.
د دغو خبرو اترو په پایله کې بریتانیا اړ شوه چې په یوه رسمي لیک او د راولپنډۍ تړون په ضمیمه کې د افغانستان کورنۍ او بهرنۍ خپلواکي په څرګندو ټکو ومني.
خو د افغانستان د خپلواکۍ اعلان د کار پای نه و. افغانستان اړ و چې نړۍ ته ثابته کړي چې نور نه غواړي بهرنی سیاست یې د بریتانیا تر ولکې او اغېز لاندې وي.
په همدې لړ کې، محمد ولي خان دروازي د یوه ډيپلوماټیک پلاوي په مشرۍ لومړی مسکو او وروسته د اروپا مهمو پلازمېنو ته سفر وکړ.
همدا ونډه ده چې محمد ولي خان دروازي د افغانستان د خپلواکۍ له مهمو څېرو څخه ګرځوي؛ داسې یوه څېره چې د خپلواکۍ د کلیزې په رسمي روایتونو کې د هغه د تاریخي ونډې په پرتله ډېره کمه یاده شوې ده.
په مسکو کې له لینن سره د هغه لیدنه هم د دغه سفر له مهمو پېښو څخه وه. دې لیدنې وښودله چې د اماني دولت هڅه کوله افغانستان له سیاسي انزوا څخه وباسي او له بېلابېلو نړۍوالو قدرتونو سره مستقیمې اړیکې ټینګې کړي.
نړۍ ته د افغانستان د خپلواکۍ پېغام رسونه
د محمد ولي خان د هڅو ارزښت باید د هغه وخت له سیاسي شرایطو سره په تړاو کې وکتل شي.
افغانستان تازه له بریتانیا سره د درېیمې افغان ـ انګلیس جګړې څخه راوتلی و. بریتانیا لا هم په افغانستان کې پراخ نفوذ درلود او نه یې غوښتل په اسانۍ سره له دغه نفوذه لاس واخلي.
له همدې امله، خپلواکي یوازې د جګړې د پای ته رسېدو په معنا نه وه. افغانستان اړ و چې خپله خپلواکي په بهرنیو اړیکو کې هم ټینګه او نړۍواله وپېژندل شي. محمد ولي خان له هغو کسانو څخه و چې د دې ستونزمن کار یوه مهمه برخه یې پر مخ یووړه.
هغه وروسته هم په نورو ماموریتونو کې اروپا ته ولاړ او د خپلواک افغانستان د ورپېژندنې او د هېواد د سیاسي اړیکو د پراخولو لپاره یې هڅې وکړې.
په لندن کې یې له بریتانوي چارواکو سره د دواړو هېوادونو پر اړیکو خبرې وکړې او پر دې دریځ یې ټینګار درلود چې افغانستان له خپلواکۍ وروسته باید خپل بهرنی سیاست په خپله وټاکي.
ښايي د هغه د سیاسي ژوند تر ټولو مهمه برخه همدا وه چې د افغانستان هغه خپلواکي یې په نړۍواله کچه د ټینګښت لپاره تعقیب کړه، کومه خپلواکي چې د جګړې په ډګر کې ترلاسه شوې وه او اوس باید په سیاسي او ډيپلوماټیک ډګر کې هم په رسمیت پېژندل شوې وای.
د بهرنیو چارو او جګړې وزارت
محمد ولي خان وروسته د اماني دولت له مهمو څېرو څخه شو. هغه د بهرنیو چارو د وزیر په توګه دنده ترسره کړه، د څه مودې لپاره یې د جګړې وزارت هم پر غاړه درلود او ان د نایبالسلطنې په توګه یې هم کار وکړ.
له همدې امله، که شاه امان الله خان د افغانستان د خپلواکۍ سیاسي څېره وبولو او محمود طرزي د هغه مهال د افغانستان د بهرني سیاست له مهمو فکري او سیاسي بنسټګرو څخه وګڼو، نو محمد ولي خان دروازي باید د خپلواکۍ د پروژې له مهمو اجرایي او ډيپلوماټیکو څېرو څخه وبلل شي.
البته د افغانستان خپلواکي د یوه کس د هڅو پایله نه وه. د شاه امان الله خان سیاسي پرېکړې، د افغان ولس مقاومت، له بریتانیا سره درېیمه افغان ـ انګلیس جګړه او د مشروطهغوښتونکو هڅې، ټول د دې بهیر په رامنځته کېدو کې اغېزمن وو.
خو له دې ټولو سره سره، د محمد ولي خان ونډه له پامه نه شي غورځول کېدای.
دلته یوه مهمه پوښتنه مطرح کېږي: ولې د دومره مهم سیاسي او ډيپلوماټیک ژوند له لرلو سره سره، د افغانستان د خپلواکۍ په عمومي روایت کې د محمد ولي خان دروازي نوم دومره کم رنګه دی؟
د دې پوښتنې یوه برخه ښايي د هغه په خپل برخلیک کې وموندل شي.
د شاه امان الله خان له واکمنۍ وروسته، د اماني دولت ډېرې مهمې څېرې له سیاسي ډګره لرې کړای شوې. محمد ولي خان هم ونیول شو او په پای کې ووژل شو.
هغه سړی چې کلونه یې د افغانستان په استازیتوب د نړۍ په بېلابېلو پلازمېنو کې خبرې کړې وې، په پای کې د هېواد د دننیو سیاسي شخړو قرباني شو.
له بلې خوا، د افغانستان د خپلواکۍ رسمي روایت تر ډېره د شاه امان الله خان او له بریتانیا سره د درېیمې جګړې تر موضوعاتو محدود پاتې شوی دی.
خو د دې روایت تر شا د ډيپلوماټانو، خبرو اترو د استازو او سیاستوالو یوه ډله هم ولاړه وه چې د افغانستان د خپلواکۍ د ټینګولو او نړۍ ته د هغې د ورپېژندلو لپاره یې هڅې کړې وې.
محمد ولي خان د دغې ډلې له مهمو څېرو څخه و.
یوه ملي څېره، نه د یوه قوم
محمد ولي خان د بدخشان له درواز سیمې څخه راوتلی و. هغه یو تاجک بدخشانی سیاستوال و چې د افغانستان د تاریخ په یوه مهم پړاو کې د دولت تر لوړو مقامونو پورې ورسېد. خو د هغه میراث باید یوازې له قومي زاویې ونه کتل شي.
محمد ولي خان د افغانستان د ملي تاریخ یوه برخه ده؛ لکه شاه امان الله خان، محمود طرزي او د خپلواکۍ د غورځنګ نورې مهمې څېرې چې د هېواد د همدې ګډ تاریخ برخه دي.
خبره دا نه ده چې د یوه کس ونډه له حده زیاته وښودل شي او نور کسان له پامه وغورځول شي. اصلي موضوع دا ده چې د افغانستان د خپلواکۍ روایت بشپړ شي او هغه کسان چې د دې خپلواکۍ په جوړولو او ټینګولو کې یې ونډه لرله، د هېواد له تاریخي حافظې څخه حذف نه شي.
نن، له هغو پېښو څه باندې یوه پېړۍ وروسته، ښايي اړینه وي چې یو ځل بیا هماغو زړو انځورونو، لیکونو او تاریخي اسنادو ته وکتل شي.
په دغو اسنادو کې د یوه داسې سړي نوم لیدل کېږي چې له بدخشان څخه راپاڅېد، د شاه امان الله خان تر دربار پورې ورسېد، د شوروي اتحاد له مشرانو سره یې وکتل، پاریس ته ولاړ، په لندن کې یې د افغانستان د خپلواکۍ دفاع وکړه او وروسته د بهرنیو چارو او جګړې وزیر شو.
محمد ولي خان دروازي په یوازې ځان د افغانستان خپلواکي نه ده رامنځته کړې؛ خو هغه له هغو مهمو څېرو څخه و چې د افغانستان د خپلواکۍ د نړۍوالې پېژندنې او ټینګښت لپاره یې مهم رول ادا کړ.
ښايي اصلي پوښتنه همدا وي: ولې هغه سړی چې د یوه خپلواک افغانستان د ورپېژندلو لپاره یې د نړۍ بېلابېلو پلازمېنو ته سفرونه وکړل، نن په خپله افغانستان کې تر دې کچې ناپېژندل شوی دی؟
دا پوښتنه یوازې د محمد ولي خان دروازي په اړه نه ده؛ بلکې دا پوښتنه هم مطرح کوي چې موږ د افغانستان تاریخ څنګه روایت کړی او په دغه روایت کې کوم کسان کم رنګه شوي یا له یاده وتلي دي.