په کابل، کندهار، پېښور او سویلي وزیرستان کې شپږو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې افغان طالبانو په تېرو دریو اونیو کې له ټي ټي پي سره د تړاو په شک «لسګونه قوماندانان، ډلګي مشران او وسلهوال» نیولي دي.
د ټي ټي پي اړوند غړي او د هغوی ملاتړي په کابل، خوست، پکتیکا، کونړ، غزني، میدان وردګو، کندهار او ارزګان ولایتونو کې نیول شوي دي.
له سویلي وزیرستان نه یوې سرچینې، چې د ټي ټي پي قوماندانانو د نیول کېدو بهیر له نږدې څاري، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په نیول شویو کسانو کې د ټي ټي پي یو قوماندان شیر زمان اکا، د ټي ټي پي د اقتصادي کمیسیون پخوانی رییس مولوي بدري، د ټي ټي پي د بلوچستان برخې یو تن مسوول پیرزمان، په پکتیکا کې د ټي ټي پي قوماندان حاجي حسین، چې په «غټ حاجي» مشهور دی او همداراز د اخلاص یار او مخلص مسید په نومونو قوماندانان نیول شوي دي.
د سرچینو په وینا، اخلاص یار په کابل کې اوسېده او له خپل استوګنځي نیول شوی دی.
خو د ټي ټي پي د یوې محلي څانګې مسوول افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې اخلاص یار دا مهال په سویلي وزیرستان کې دی او نه دی نیول شوی.
سرچینې دغه راز وايي، چې د حافظ ګل بهادر د ډلې ځینې محلي سرګروپان درويش داوړ، ناصر فاتح او غازي وزير هم نیول شوي، خو ډېری دغه کسان ددې ډلې د لوړې کچې په جنګیالیو کې نه شمېرل کیږي.
«د ټي ټي پي جنګیالیو ته ویل شوي چې له افغانستان نه ووځي»
په پېښور کې د ټي ټي پي یو مسوول دغه نیول کېدل تاییدوي او وايي، په تېرو څو اونیو کې د دوی «ګڼ شمېر جنګیالي» نیول شوي دي.
هغه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د دوی ځینې قوماندانان ځکه نیول شوي چې «له افغانستان نه د وتلو ورته ویل شوي، خو هغوی لاهم هلته پاتې دي».
د سرچینې په وینا، د پکتیکا په ارګون، د برمل ولسوالۍ په نوې اډه او لمن، ګومل ولسوالۍ، د خوست ګوربزو ولسوالۍ په بوري خېلو او ګلان کمپ، د میدان وردګو په سالارو او همداراز په غزني، کونړ، هلمند او یو شمېر نورو سیمو کې هم د ټي ټي پي اړوند کورونه تلاشي شوي دي.
دغو سرچینو ویلي چې د طالبانو امنیتي ځواکونو هغه افغان وګړي هم نیولي چې « د ټي ټي پي له وسلهوالو سره د اړیکو یا همکارۍ شک پرې کېده».
له کندهار او ارزګان نه دوو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په عینو مېنه، میوند او پنجوايي ولسوالۍ او کندهار ښار کې ځینې کورونه تلاشي شوي دي. سرچینې زیاته کړه، چې ډېری د هغو افغان طالبانو کورونه تلاشي شوي، چې د ټي ټي پي په تشکیلاتو کې د خیبر پښتونخوا مختلفو سیمو ته د جګړې لپاره تلل.
سرچینه د یو شمېر کسانو د نیول کېدو خبر هم ور کوي.
د سرچینو په وینا، د کندهار او ارزګان ترمنځ پر لاره د خیبر پښتونخوا د قبایلي سیمو د بېځایه شویو کورنیو اړوند د سړک غاړې هټۍ او د چندې ټولولو ځایونه هم تړل شوي دي.
د دغو سرچینو په وینا، پر دې لاره په کېڅي، البک، شاه ولي، سوزنیان، چنار، کاریزګي او چنارتو سیمو کې تر دې دمه د ټي ټي پي اړوندو کورنیو ته څه نه دي ویل شوي او نه هم تلاشي شوي دي.
د فشار تر شا څه دي؟
په افغانستان کې د ټي ټي پي د جنګیالیو او قوماندانانو د نیول کېدو خبرونه په داسې وخت کې ورکول کېږي چې د هېواد دننه د طالبانو مخالفو ډلو هم د طالبانو خلاف خپل بریدونه چټک کړي دي.
د طالبانو اداره پر پاکستان تور لګوي چې د دوی مخالفې ډلې حمایه کوي.
له بلې خوا، اسلاماباد له اوږدې مودې راهیسې له کابل څخه غواړي چې د ټي ټي پي خلاف عملي اقدامات وکړي.
افغان طالبان د ټي ټي پي ملاتړ ردوي او وايي چې د پاکستاني طالبانو مساله د پاکستان کورنۍ ستونزه ده او دوی هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.
د پاکستان د حکومت یوې جګپوړې سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، د طالبانو د وروستیو اقداماتو په اړه افغانستان انټرنشنل ته وویل، « هغوی موږ ته دا خبره کوي، خو موږ باید ووینو چې ایا دا رښتیا هم جدي اقدام دی او که نه».
سرچینې زیاته کړه: « په تېرو کې د ورته ټولو ادعا شویو اقداماتو پایله یوازې ظاهري او لنډمهالې وه».
دغه دریځ ښيي چې اسلاماباد لاهم د افغان طالبانو د اقداماتو عملي پایلې څاري.
د ټي ټي پي یو تن محلي مسوول په افغانستان کې د خپلو جنګیالیو د نیولو په تړاو د پوښتنې په ځواب کې وویل، « د افغان طالبانو پر وړاندې د ټي ټي پي دلیل ساده دی. د کندهار امیر د شاوخوا څلوېښت میلیونه افغانانو استازیتوب کوي، په داسې حال کې چې ټيټيپي په شاوخوا ۲۷۰میلیونه نفوس لرونکي هېواد کې د خپل نفوذ د کړۍ او ملاتړ ادعا کوي».
مفتي نور ولي چېرته دی؟
د ټي ټي پي پر وړاندې د افغان طالبانو وروستي اقدامات د پاکستاني طالبانو د مشر مفتي نور ولي مسید د یوې نوې ویډیو له خپرېدو سره هممهاله دي.
نور ولي په یوه تازه ویډیو کې، چې په کورمه ولسوالۍ کې ثبت شوې، د تیږو د استخراج د یوه شرکت له کارکوونکو سره د خبرو پر مهال لیدل کېږي او په یوه بله ویډیو کې د ډرون څرخکې له لارې د برید عملیات رهبري کوي.
پاکستاني چارواکو په وار وار ویلي چې د ټي ټي پي مشر په افغانستان کې د طالبانو تر ملاتړ لاندې په یوه خوندي سیمه کې ژوند کوي.
خو دا د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې په کابل کې د مفتي نور ولي پر موټر له ادعا شوي برید وروسته دویم ځل دی چې نوموړی د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې په یوه ویډیو کې راڅرګندېږي.
هغه تر دې وړاندې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر پر ۱۶مه په یوه اته دقیقې ویډیو کې ویلي وو چې پر ده د برید خبرونه ناسم دي او دی په خیبر ولسوالۍ کې اوسېږي.
په قبایلي سیمو کې د مفتي نور ولي تازه څرګندېدل په داسې وخت کې دي چې په افغانستان کې د هغه د ډلې پر مرکزونو او کسانو فشار زیات شوی دی.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د پاکستاني طالبانو د یوې بلې ډلې له مشر حافظ ګل بهادر سره له څو ورځو راهیسې اړیکه نه شي نیول کېدای. د حافظ ګل بهادر د وضعیت په اړه نور جزیات نه دي څرګند شوي.
افغان طالبانو د ټي ټي پي د جنګیالیو او قوماندانانو د نیول کېدو په تړاو تر اوسه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
پاکستاني امنیتي سرچینو هم تر دې دمه څه نه دي ویلي.