• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له پاکستان سره د لارو تر تړل کېدو وروسته؛ د کندهار د انګورو بزګران حاصلات په مميزو بدلوي

۲۹ زمری ۱۴۰۵ - ۲۰ اګست ۲۰۲۶، ۱۰:۰۷ GMT+۱

په کندهار ولایت کې د انګورو له موسم سره هم‌مهاله بزګران وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تړل کېدو د دوی د محصولاتو صادرات سخت اغېزمن کړي او له همدې امله ګڼو بزګرانو خپل انګور په مميزو بدل کړي؛ خو د مميزو بیې هم د پخوا پرتله رالوېدلې دي.

د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، د پاکستان بازار د کندهار او د افغانستان د سوېلي سیمو د انګورو تر ټولو مهم صادراتي مقصد ګڼل کېده؛ خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړو او د لارو تړل کېدو له امله بزګران اوس نه‌شي کولای خپل تازه انګور بهرنیو بازارونو ته ولېږدوي.
په راپور کې راغلي، د صادراتو د کمښت له امله د تازه مېوو ډېره برخه کورنیو بازارونو ته عرضه شوې چې ورسره د انګورو بیې په بې‌ساري ډول راټیټې شوې دي او له همدې امله ګڼو بزګرانو خپل انګور په مميزو بدل کړي، خو د مميزو بیې هم د پخوا پرتله ښکته شوې دي.
د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ د انګورو بڼوال سخي جان ویلي، پخوا اووه کیلو مميز په ۱۰۰۰ تر ۱۲۰۰ افغانیو پلورل کېده؛ خو اوس د همدې اندازې مميزو بیه ۴۰۰ تر ۴۵۰ افغانیو راټیټه شوې ده.
هغه ویلي: «پخوا کار ښه و، انګور مو پلورل او خلکو عاید درلود، خو اوس ستونزې ډېرې شوې دي». سخي جان له طالبانو او پاکستاني چارواکو غوښتي، چې سوداګریزې لارې بېرته پرانیزي او د سوداګرۍ د عادي کېدو لپاره هوکړې ته ورسېږي.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال عبدالباقي بینا ویلي، د لارو بندښت د افغانستان د مېوو صادراتو ته سخت زیان رسولی دی. د هغه په وینا، د ۲۰۲۵کال پرمهال د افغانستان له پنځو سوېلي ولایتونو څخه ۴۴زره او ۲۲۵ ټنه انګور صادر شوي وو چې ارزښت یې ۱۳.۸ مېلیون ډالرو ته رسېده. نوموړي زیاته کړې، چې له دې ډلې نږدې ۴۳زره ټنه انګور پاکستان ته صادر شوي وو.
خو د بینا په خبره، روان کال تراوسه یوازې ۲۵۶ ټنه انګور بهر ته صادر شوي چې ارزښت یې شاوخوا ۱۰۰زره ډالر دی. د انګورو یو صادرونکی حاجي عبدالحی وايي، په خپل پنځوس کلن ژوند کې یې دومره اوږدمهاله بندیزونه نه‌دي لیدلي.
هغه ویلي: «پخوا به یوه لار بنده وه او بله به خلاصه وه، یا به ستونزه څو ورځې وه خو اوس له خورا جدي مشکلاتو سره مخ یو». بلخوا د انګورو په بڼونو کې کاري فرصتونه هم کم شوي دي. قدرت‌الله پوپ، چې د انګورو راټولولو په یوه بڼ کې کار کوي ویلي، چې تېرکال په هغه بڼ کې شاوخوا ۱۵۰۰ کارکوونکو کار کاوه؛ خو سږکال دغه شمېر نږدې ۱۵ کسانو ته راکم شوی دی.
هغه ویلي، که څه هم سږکال د انګورو حاصلات ښه دي، خو د صادراتو د نشتوالي له امله ټول محصولات کورنیو بازارونو ته ځي، هغه بازارونه چې لا له وړاندې د انګورو له زیاتې عرضې سره مخ دي.
پوپل زیاته کړې: «کله چې لارې بندې شي او سوداګري ودرېږي، د سوداګرو، کارګرو او بڼوالو د ټولو ژوند اغېزمنېږي».

ډېر لیدل شوي

پخواني ولسمشر ته پرانیستی‌لیک؛ د پوهنتون یوه استاد له اشرف غني غوښتي بېرته کابل ته ستون شي
۱

پخواني ولسمشر ته پرانیستی‌لیک؛ د پوهنتون یوه استاد له اشرف غني غوښتي بېرته کابل ته ستون شي

۲

هغه سړی چې ولسمشر یې له هېواده وایست

۳

د پخوانۍ ملي اردو دوو جنرالانو تر پایه له افغانستان نه د وتلو هوډ نه درلود

۴

د خپلواکۍ ۱۰۷مه کلیزه؛ افغان سندرغاړی وایي له بنسټیزو حقونو محروم ملت رښتینی خپلواک نه دی

۵

طالبان له ۲۰۲۴ کال وروسته د جنايي پېښو د شمېرو په اعلانولو کې محتاط دي

•
•
•

نور خبرونه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو بندښت؛ د وچې مېوې سوداګري زیانمنه شوې

۲۹ زمری ۱۴۰۵ - ۲۰ اګست ۲۰۲۶، ۱۰:۰۲ GMT+۱
•
عبدالکریم ملاخېل
100%

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او تګ‌راتګ لارې د تېر کال د اکتوبر له ۱۲مې نېټې راهیسې تړلې دي، چې له امله یې د دواړو خواوو سوداګر له جدي ستونزو سره مخ شوي او د وچې مېوې سوداګري هم زیانمنه شوې ده.

افغانستان د وچو مېوو د تولید له مهمو هېوادونو ګڼل کېږي او د دغه محصولاتو لوی بازار د پاکستان منډۍ بلل کېدې. خو سوداګر وايي، پر ډیورنډ کرښه د لارو له تړل کېدو وروسته د وچې مېوې کاروبار په بې‌ساري ډول کمزوری شوی دی.
د کویټې یو سوداګر نصرالله چې د وچې مېوې په کاروبار بوخت دی افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د تېرکال پرتله سږ کال سوداګریز فعالیتونه «نږدې له‌منځه تللي» دي. هغه وایي، د لارو د بندښت له امله وچې مېوې په کمه اندازه او ناقانونه لارو کویټې ته رسېږي، چې د لېږد لوړو لګښتونو له امله یې بیې هم لوړې شوې دي.
د نوموړي په وینا، د بیو لوړوالي د وچو مېوو په پېرلو کې د خلکو وړتیا راکمه کړې او د وچې مېوې تقاضا یې هم کمه کړې ده. نصرالله زیاتوي: «هغه هټۍوال چې پخوا به یې ۱۵۰ کیلو وچې مېوې اخیستې، اوس یوازې شاوخوا ۲۰ کیلو اخلي. له دې څخه د کاروبار د کمېدو اندازه معلومېږي».
بل سوداګر لیاقت خان چې له افغانستان نه د وچې مېوې وارداتو کاروبار کوي وایي، پر ډیورنډ کرښه د لارو تړل کېدو له امله یې کاروبار په بشپړه توګه په ټپه درېدلی دی.
هغه افغانستان انټرنشنل ته ویلي: «نږدې یو کال کېږي چې هېڅ کار نه‌شو کولی. زموږ کاروبار په بشپړه توګه په ټپه درېدلی دی». د لیاقت خان په وینا، د کویټې منصفي روډ او چوهړمل روډ پخوا د وچې مېوې د سوداګرۍ مهم مرکزونه وو او هره ورځ به هلته د سوداګرو ګڼه ګوڼه وه؛ خو اوس هلته د بازارونو فعالیتونه خورا پېکه شوي دي.
نوموړی وایي، د کویټې له بازارونو څخه تر نیمايي ډېر سوداګر نورو ښارونو ته تللي او ګڼو کوچنیو سوداګرو دغه کاروبار پرېښی دی. بل لور ته په افغانستان کې د وچې مېوې سوداګر او بڼوال هم د روان وضعیت له امله اندېښمن دي.
د کندهار یو سوداګر سمیع‌الله افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د پاکستان بازار د افغان سوداګرو لپاره تر ټولو اسانه او ګټور بازار و. هغه وایي، پخوا به د محصولاتو له رسېدو سره سم سوداګر له بڼوالو سره اړیکه نیوله او محصولات به په مناسبه بیه پلورل کېدل، چې هم سوداګرو او هم کروندګرو ته به یې ګټه رسوله.
د سمیع‌الله په وینا، له نږدې یو کال راهیسې د لارو د بندښت له امله سوداګریز فعالیتونه په ټپه درېدلي او د سوداګرو ډېری محصولات په ګودامونو کې پاتې دي. هغه زیاته کړه، چې سږکال د مېوو حاصل ښه و خو د بازار د نشتوالي له امله بڼوال او سوداګر له زیان سره مخ شوي دي.
سمیع‌الله ویلي، دامهال د انځرو موسم روان دی خو د بیو د سخت کمښت له امله سوداګر نه‌شي کولی خپل محصولات په مناسبه بیه وپلوري. د هغه په خبره؛ د بدیلو سوداګریزو لارو نشتوالی او په افغانستان کې د بې‌کارۍ لوړې کچې د وچې مېوې کاروبار نور هم اغېزمن کړی دی.
سمیع‌الله له طالبانو غوښتي، چې د سوداګرو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي او د صادراتو لپاره بدیلې لارې ومومي. هغه وایي، یوشمېر لوی سوداګر خپل صادرات د هند او نورو بازارونو پر لور اړولي؛ خو کوچني سوداګر لاهم د لارو د تړل کېدو له امله له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د خوړو نړۍوال پروګرام: د افغانستان اقتصاد وده کړې خو د خوړو د لوړو بیو فشارونه لا پرځای دي

۲۹ زمری ۱۴۰۵ - ۲۰ اګست ۲۰۲۶، ۰۸:۵۶ GMT+۱
100%

د خوړو نړۍوال پروګرام او اړوندو ادارو په تازه اقتصادي راپور کې ویلي، چې د افغانستان اقتصاد په ۲۰۲۶کال کې محدوده وده کړې؛ خو د نفوس د چټک زیاتوالي او د مېلیونونه افغان کډوالو د ستنېدو له امله د خلکو پر ژوند یې اغېز محدود پاتې شوی دی.

د راپور له مخې، د افغانستان اقتصاد د کورنۍ تقاضا، د بیو نسبي ثبات او د کورنیو عوایدو د راټولولو له ښه کېدو سره وده کړې؛ خو دغه وده د نفوس د زیاتوالي د جبران لپاره کافي نه‌ده.
راپور زیاتوي، د سرانه عاید کچه ۵.۶ سلنه راټیټه شوې چې له امله یې د کورنیو پر اقتصادي وضعیت فشار زیات شوی دی. راپور وايي، کمزورې خصوصي پانګونې، د کارموندنې محدود فرصتونه، د بهرنیو مرستو کمښت او سیمه‌ییزې بې‌باورۍ د اقتصادي بیارغونې بهیر اغېزمن کړی دی.
د معلوماتو له مخې، افغانۍ د ۲۰۲۶کال په جولای میاشت کې د ډالرو پر وړاندې ۲.۵ سلنه ارزښت له لاسه ورکړی او د تبادلې منځنی نرخ ۶۵.۸ افغانۍ د یو امریکايي ډالر په مقابل کې ثبت شوی دی. خو راپور وايي، چې افغانۍ لاهم د تېر کال پرتله ۴.۵ سلنه پیاوړې ده.
د راپور له مخې، د انفلاسیون کچه د ۲۰۲۶کال په جون کې ۷.۶ سلنه وه په داسې حال کې چې د خوراکي توکو انفلاسیون ۷.۲ سلنه ثبت شوی دی. روغتیايي خدمتونه، کورونه، ډوډۍ، غوړي او ترانسپورټ هغه برخې بلل شوې چې د بیو په لوړوالي کې یې تر ټولو ډېر رول درلود.
راپور زیاتوي، چې په جولای میاشت کې د ډیزلو بیه ۱۳ سلنه لوړه شوې او هر لېټر ډیزل په منځنۍ توګه ۷۴.۳ افغانۍ پلورل شوی دی. د سون توکو د بیو زیاتوالی د سیمه‌ییزو کمښتونو او نړۍوالو بازارونو له بدلونونو سره تړل شوی دی.
د خوړو په بازارونو کې هم د ځینو توکو بیې لوړې شوې دي. د لوړ کیفیت اوړو بیه ۱.۷ سلنه او د غوړیو بیه ۲.۶ سلنه زیاته شوې؛ خو د وریجو، بورې، غلو او دانو بیې په نسبي ډول راټیټې شوې دي.
راپور ښيي، چې د کار بازار لاهم له ستونزو سره مخ دی. په جولای میاشت کې نامسلکي کارګرو ته په منځني ډول په اونۍ کې یوازې دوه ورځې کار موندل کېده، چې د تېر کال پرتله ۱۶ سلنه کموالی ښيي.
همداراز د ښځو د کار بازار ګډون هم «په جدي ډول محدود» شوی دی. د کار نړۍوال سازمان د اټکل له مخې، په ۲۰۲۶کال کې د ښځو د کار ځواک ګډون ۵.۱ سلنې ته راټیټ شوی؛ حال دا چې دغه کچه په ۲۰۲۰کال کې ۱۶.۵ سلنه وه.
راپور د جولای میاشتې سېلابونو او ځمکې ښویېدنو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي، چې په نورستان او یوشمېر نورو ولایتونو کې دغه پېښو کورونه، هټۍ او بازارونه زیانمن کړي او اقتصادي فعالیتونه یې اغېزمن کړي دي.
د خوړو نړۍوال پروګرام په وینا، د افغانستان اقتصاد که څه هم د ثبات ځینې نښې ښيي؛ خو لوړې بیې، محدود کاري فرصتونه، د ښځو پر کار بندیزونه او د وارداتو پر بازارونو تکیه د هېواد د اقتصادي وضعیت پر وړاندې مهمې ننګونې دي.

طالبانو او بلاروس د ګډو پانګونو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي

۲۹ زمری ۱۴۰۵ - ۲۰ اګست ۲۰۲۶، ۰۸:۲۵ GMT+۱
100%

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي، چې افغانستان او بلاروس د دواړو هېوادونو د ګډ اقتصادي او سوداګریز کمېسیون په دویمه غونډه کې د ګډو پانګونو، صنعتي پروژو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه غونډه د بلاروس په پلازمېنه مېنسک کې جوړه شوې وه او مشري یې د طالبانو د کرنې وزیر عطاءالله عمري او د بلاروس د کرنې او خوړو وزیر یوري ګورلوف کوله.
د خبرپاڼې له مخې، په غونډه کې د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د همکارۍ پراختیا، د نوې ټکنالوژۍ لېږد، د کرنیزو ماشینونو واردول او په افغانستان کې د هغو د اسمبلۍ او بسته‌بندۍ امکانات، د کیمیاوي سرو تولید، د لبنیاتو او خوراکي توکو پروسس او د صنعتي ماشینونو تولید تر بحث لاندې نیول شوی دی.
دواړه خواوو د افغان او بلاروسي شرکتونو ترمنځ د ګډو پانګونو، د فابریکو جوړولو، ګډو پروژو پلي کولو او افغان متخصصانو ته د روزنې او ټکنالوژۍ د انتقال پر امکاناتو هم خبرې کړې دي. د راپور له مخې، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد هم په غونډه کې ګډون کړی او د افغانستان تولیداتو ته د بلاروس بازارونو ته د لاسرسي، د ګډو صنعتي نندارتونونو د جوړولو او د کانونو د استخراج او پروسس په برخو کې د پانګونې فرصتونه مطرح شوي دي.
په غونډه کې د افغانستان د تېلو او ګازو د استخراج او تصفیې په سکتور کې د بلاروسي شرکتونو د پانګونې، د نفتي توکو وارداتو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا لپاره د عملي مېکانیزمونو پر جوړولو هم خبرې شوې دي.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې، دواړه خواوو د څارویو د نسل اصلاح، د لبنیاتو د پروسس، د کیمیاوي سرو د فابریکو جوړولو، د درملو او حیواني واکسینونو تولید او د تخنیکي کارکوونکو د روزنې په برخو کې د همکارۍ پر فرصتونو هم بحث کړی دی.
په غونډه کې د ګډو پروژو او پانګونو د اسانتیا لپاره د بانکي او مالي انتقالاتو د مناسبو مېکانیزمونو پر رامنځته کولو ټینګار شوی او د شویو هوکړو د څار لپاره د دواړو لورو د چارواکو په مشرۍ د ګډ کاري ګروپ د جوړولو هوکړه هم شوې ده. د طالبانو د کرنې وزارت ویلي، د افغانستان ۱۳ کسیز پلاوي په دغه غونډه کې ګډون کړی و او د بېلابېلو وزارتونو او ادارو استازي ورسره مل وو. د بلاروس په پلاوي کې هم د کرنې، صنعت، روغتیا او کانونو سکتورونو لوړپوړي چارواکي شامل وو.
دواړه خواوو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا او ګډه پانګونه د افغانستان او بلاروس ترمنځ د همکاریو د پراختیا لپاره یو مهم ګام بللی دی.

د خوړو نړۍوال پروګرام: افغانستان له لوږې سره مخ دی او نړۍ ترې سترګې اړوي

۲۹ زمری ۱۴۰۵ - ۲۰ اګست ۲۰۲۶، ۰۷:۳۳ GMT+۱
100%

په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام مشر جان ایلیف وایي، په دغه هېواد کې د مرستو د کمښت او سختو اقلیمي شرایطو له امله هغه کسانو ته د مرستې لپاره خواړه نه‌لري چې د دوی مرکزونو ته ورځي. نوموړی زیاتوي، چې افغانستان له لوږې سره مخ دی او نړۍ ترې سترګې اړوي.

جان ایلیف چې د همدې اونۍ په پيل کې هرات ته تللی و د هغه روغتیايي مرکز یادونه کوي، چې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو درملنه په‌کې روانه ده. هغه زیاتوي: «د هرات په یوه روغتیايي مرکز کې مې ولیدل، چې ښځې پر سختې خوارځواکۍ د خپلو اخته ماشومانو سره په دهلیزونو کې ناستې وې. ډېری ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ وو؛ ښايي ځینې یې ژوندي پاتې نه‌شي».

نوموړی وایي، چې له تېرو درېیو میاشتو راهيسې یې په مرکزونو کې د مرستې لپاره خواړه ختم شوي او دوی یې اندېښمن کړي دي. هغه وايي: «په تېرو درېیو میاشتو کې زما ټیم اړ شوی، هغه کسانو ته منفي ځواب ورکړي چې زموږ د مرستې مرکزونو ته د مرستې لپاره راځي. ځکه موږ د مرستې لپاره هېڅ خواړه نه‌لرو. د خپل ماشوم د کړاو لیدلو درد زما لپاره د تصور وړ نه‌دی».

نوموړي د خپلې دندې له پیل سره هم‌مهاله په افغانستان کې د خوارځواکۍ د پېښو زیاتېدو، وچکالۍ، زلزلې، سېلابونو، اقتصادي خنډونو او له پاکستان سره د لارې بندېدو ته هم اشاره کړې او زیاته کړې یې ده: «هغه مهال چې ما دغه دنده ومنله، د افغانستان اقتصاد هم له ځوړ سره مخ شوی و چې له امله یې تر ۱۲ مېلیونه ډېر خلک له سختې لوږې سره مخ شوي وو».

هغه دا هم ویلي، چې د اندېښنو او شکایتونو ټېلیفون شمېره یې فعاله کړې او هرکال شاوخوا ۱۴۰زره زنګونه ترلاسه کوي. هغه په دې اړه ویلي: «د تېر کال له جون څخه تر ډسمبر پورې، زموږ ځانګړې شمېرې ته د افغان ښځو له‌خوا د سختې بې‌وسۍ او کړاو په اړه د زنګونو شمېر ۶۰ سلنه زیات شوی و. له بده مرغه ډېرو ښځو د ځان وژنې په اړه فکر کاوه».

د خوړو نړۍوال پروګرام په وینا، «د نهیلۍ او بې‌وسۍ دغه کچه موږ تر دې وړاندې هېڅکله نه‌ده لیدلې». جان ایلیف وایي، چې افغانستان له لا سختو اقلیمي پېښو سره مخ دی.

د خوړو نړۍوال پروګرام د افغانستان برخه یوازې ۱۲سلنه تمویل شوې

جان ایلیف وايي، د ۲۰۲۵کال په اکتوبر کې له پاکستان سره د لارو تړل کېدو وروسته یې ۱۰زره ټنه ځانګړي مغذي خواړه درلودل چې افغانستان ته یې ولېږدوي. دغه خوړو د ۱.۱ مېلیونه ماشومانو لپاره بسنه کوله.

هغه وایي، دغه مواد یې د کراچۍ له بندر څخه د هرمز تنګي له لارې دوبۍ ته واړول او د فبرورۍ میاشت کې یې پر ایران د بریدونو تر پیل مخکې افغانستان ته ولېږدول. هغه زیاتوي، چې د اکمالاتي‌ لارو بندېدو دغه مسیر ټکنی کړ.

د جان ایلیف په خبره، مالي ملاتړ هم په جدي ډول کم شوی دی. د خوړو نړۍوال پروګرام د افغانستان پروګرام اوس یوازې ۱۲ سلنه تمویل شوی دی. هغه ویلي: «اوس موږ اړ شوي یو، چې د ژوند ژغورنې ځینې پروګرامونه ودروو؛ د بېلګې په توګه زموږ د قحطۍ د مخنیوي پروګرام په دې وروستیو کې د بودجې د نشتوالي له امله تړل کېدو ته اړ شو».

د خوړو نړۍوال پروګرام د افغانستان د برخې مشر وايي: «زما لپاره دا د منلو نه‌ده، چې نړۍواله ټولنه لږترلږه دومره پیسې هم نه‌شي برابرولای چې هغه په سختې خوارځواکۍ اخته ماشومان، چې د لوږې تر پولې رسېدلي دي له مړینې وژغوري او خواړه ورکړي».

ټېلګراف: د افغان ښځو د حقونو پر محدودېدو نړۍواله چوپتیا حاکمه ده

۲۹ زمری ۱۴۰۵ - ۲۰ اګست ۲۰۲۶، ۰۶:۲۰ GMT+۱
100%

برتانوۍ ورځپاڼې ټېلګراف په یوه راپور کې لیکلي، له افغانستان نه د لوېدیځو ځواکونو د وتلو او د طالبانو تر بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته، افغان ښځې او نجونې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي؛ خو د نړۍوالې ټولنې غبرګون د پخوا پرتله کمزوری ښکاري.

د راپور له مخې، واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته یادې ډلې د ښځو او نجونو پر زده‌کړو، کار، تګ‌راتګ او په عامه ژوند کې پر ګډون سخت بندیزونه لګولي دي. راپور زیاتوي، هغه ښځې چې پخوا قاضیانې، ډاکترانې، ښوونکې او دولتي کارکوونکې وې؛ اوس تر ډېره له ټولنیز ژوند څخه اېستل شوې دي.
په راپور کې راغلي، چې کله ناټو په افغانستان کې حضور لاره هغه مهال په هلمند ولایت کې د برتانوي ځواکونو په لیکو کې پر دنده بوخت کارکوونکی وايي، د هغه کسانو لپاره چې په افغانستان کې یې خدمت کړی، د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنو له‌منځه تګ دردونکی واقعیت دی.
راپور کې د افغانستان د جګړې په اړه ویل شوي، برېتانیا په دغه جګړه کې ۴۵۷ پوځیان له لاسه ورکړل او زرګونه نور له فزیکي او رواني ستونزو سره مخ شول. راپور زیاتوي، د افغان او نړۍوالو ځواکونو قربانۍ باید هېرې نه‌شي.
د ټېلګراف د راپور له مخې، نړۍ کې په نورو ناورینونو کې ځپل شوي ملکي وګړو د حقونو لپاره پراخ کمپاینونه او اعتراضونه کېږي؛ خو د افغان ښځو او نجونو د حقونو د محدودېدو پر وړاندې ورته غبرګون نه تر سترګو کېږي.
د راپور له مخې، بشري حقونه باید د رسنیو د پاملرنې او یا د نړۍوالو سیاسي لومړیتوبونو تابع نه وي او د افغان ښځو وضعیت هم باید د نړۍوالو له جدي پاملرنې برخمن شي.
په راپور کې د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو پر څرنګوالي هم نیوکه شوې او ویل شوي، چې په ۲۰۲۱کال کې له کابل نه د لوېدیځو ځواکونو وتل ګډوډ او د لوېدیځ د اعتبار لپاره زیانمن و. راپور کې ټینګار شوی، چې دغه ناکامي د سرتېرو نه بلکې د سیاسي مشرانو او ستراتیژۍ ناکامي وه.
همدارنګه راپور کې ویل شوي، د افغانستان تجربې وښوده چې پوځي بریاوې د روښانه سیاسي هدف او دوامداره سیاسي حل لارې پرته د اوږدمهاله بریا ضمانت نه‌شي کېدای. ټېلګراف لیکلي، چې نړۍ اوس له ګڼو امنیتي ګواښونو سره مخ ده او د افغانستان جګړې درسونه باید هېر نه‌شي.
راپور زیاتوي، باید د پخوانیو سرتېرو د قربانۍ درناوی وشي او هغوی باید د سیاسي شخړو قرباني نه‌شي. راپور وايي، د کابل تر سقوط څو کاله وروسته به نړۍ د هغه افغان ښځو او نجونو په اړه فکر کوي چې ازادۍ یې ترې اخیستل شوې او هم به د هغه سرتېرو یاد تازه ساتي چې په افغانستان کې یې خدمت کړی او یا یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.