جان ایلیف چې د همدې اونۍ په پيل کې هرات ته تللی و د هغه روغتیايي مرکز یادونه کوي، چې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو درملنه پهکې روانه ده. هغه زیاتوي: «د هرات په یوه روغتیايي مرکز کې مې ولیدل، چې ښځې پر سختې خوارځواکۍ د خپلو اخته ماشومانو سره په دهلیزونو کې ناستې وې. ډېری ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ وو؛ ښايي ځینې یې ژوندي پاتې نهشي».
نوموړی وایي، چې له تېرو درېیو میاشتو راهيسې یې په مرکزونو کې د مرستې لپاره خواړه ختم شوي او دوی یې اندېښمن کړي دي. هغه وايي: «په تېرو درېیو میاشتو کې زما ټیم اړ شوی، هغه کسانو ته منفي ځواب ورکړي چې زموږ د مرستې مرکزونو ته د مرستې لپاره راځي. ځکه موږ د مرستې لپاره هېڅ خواړه نهلرو. د خپل ماشوم د کړاو لیدلو درد زما لپاره د تصور وړ نهدی».
نوموړي د خپلې دندې له پیل سره هممهاله په افغانستان کې د خوارځواکۍ د پېښو زیاتېدو، وچکالۍ، زلزلې، سېلابونو، اقتصادي خنډونو او له پاکستان سره د لارې بندېدو ته هم اشاره کړې او زیاته کړې یې ده: «هغه مهال چې ما دغه دنده ومنله، د افغانستان اقتصاد هم له ځوړ سره مخ شوی و چې له امله یې تر ۱۲ مېلیونه ډېر خلک له سختې لوږې سره مخ شوي وو».
هغه دا هم ویلي، چې د اندېښنو او شکایتونو ټېلیفون شمېره یې فعاله کړې او هرکال شاوخوا ۱۴۰زره زنګونه ترلاسه کوي. هغه په دې اړه ویلي: «د تېر کال له جون څخه تر ډسمبر پورې، زموږ ځانګړې شمېرې ته د افغان ښځو لهخوا د سختې بېوسۍ او کړاو په اړه د زنګونو شمېر ۶۰ سلنه زیات شوی و. له بده مرغه ډېرو ښځو د ځان وژنې په اړه فکر کاوه».
د خوړو نړۍوال پروګرام په وینا، «د نهیلۍ او بېوسۍ دغه کچه موږ تر دې وړاندې هېڅکله نهده لیدلې». جان ایلیف وایي، چې افغانستان له لا سختو اقلیمي پېښو سره مخ دی.
د خوړو نړۍوال پروګرام د افغانستان برخه یوازې ۱۲سلنه تمویل شوې
جان ایلیف وايي، د ۲۰۲۵کال په اکتوبر کې له پاکستان سره د لارو تړل کېدو وروسته یې ۱۰زره ټنه ځانګړي مغذي خواړه درلودل چې افغانستان ته یې ولېږدوي. دغه خوړو د ۱.۱ مېلیونه ماشومانو لپاره بسنه کوله.
هغه وایي، دغه مواد یې د کراچۍ له بندر څخه د هرمز تنګي له لارې دوبۍ ته واړول او د فبرورۍ میاشت کې یې پر ایران د بریدونو تر پیل مخکې افغانستان ته ولېږدول. هغه زیاتوي، چې د اکمالاتي لارو بندېدو دغه مسیر ټکنی کړ.
د جان ایلیف په خبره، مالي ملاتړ هم په جدي ډول کم شوی دی. د خوړو نړۍوال پروګرام د افغانستان پروګرام اوس یوازې ۱۲ سلنه تمویل شوی دی. هغه ویلي: «اوس موږ اړ شوي یو، چې د ژوند ژغورنې ځینې پروګرامونه ودروو؛ د بېلګې په توګه زموږ د قحطۍ د مخنیوي پروګرام په دې وروستیو کې د بودجې د نشتوالي له امله تړل کېدو ته اړ شو».
د خوړو نړۍوال پروګرام د افغانستان د برخې مشر وايي: «زما لپاره دا د منلو نهده، چې نړۍواله ټولنه لږترلږه دومره پیسې هم نهشي برابرولای چې هغه په سختې خوارځواکۍ اخته ماشومان، چې د لوږې تر پولې رسېدلي دي له مړینې وژغوري او خواړه ورکړي».