• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو او بلاروس د ګډو پانګونو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي

۲۹ زمری ۱۴۰۵ - ۲۰ اګست ۲۰۲۶، ۰۸:۲۵ GMT+۱

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي، چې افغانستان او بلاروس د دواړو هېوادونو د ګډ اقتصادي او سوداګریز کمېسیون په دویمه غونډه کې د ګډو پانګونو، صنعتي پروژو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه غونډه د بلاروس په پلازمېنه مېنسک کې جوړه شوې وه او مشري یې د طالبانو د کرنې وزیر عطاءالله عمري او د بلاروس د کرنې او خوړو وزیر یوري ګورلوف کوله.
د خبرپاڼې له مخې، په غونډه کې د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د همکارۍ پراختیا، د نوې ټکنالوژۍ لېږد، د کرنیزو ماشینونو واردول او په افغانستان کې د هغو د اسمبلۍ او بسته‌بندۍ امکانات، د کیمیاوي سرو تولید، د لبنیاتو او خوراکي توکو پروسس او د صنعتي ماشینونو تولید تر بحث لاندې نیول شوی دی.
دواړه خواوو د افغان او بلاروسي شرکتونو ترمنځ د ګډو پانګونو، د فابریکو جوړولو، ګډو پروژو پلي کولو او افغان متخصصانو ته د روزنې او ټکنالوژۍ د انتقال پر امکاناتو هم خبرې کړې دي. د راپور له مخې، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد هم په غونډه کې ګډون کړی او د افغانستان تولیداتو ته د بلاروس بازارونو ته د لاسرسي، د ګډو صنعتي نندارتونونو د جوړولو او د کانونو د استخراج او پروسس په برخو کې د پانګونې فرصتونه مطرح شوي دي.
په غونډه کې د افغانستان د تېلو او ګازو د استخراج او تصفیې په سکتور کې د بلاروسي شرکتونو د پانګونې، د نفتي توکو وارداتو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا لپاره د عملي مېکانیزمونو پر جوړولو هم خبرې شوې دي.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې، دواړه خواوو د څارویو د نسل اصلاح، د لبنیاتو د پروسس، د کیمیاوي سرو د فابریکو جوړولو، د درملو او حیواني واکسینونو تولید او د تخنیکي کارکوونکو د روزنې په برخو کې د همکارۍ پر فرصتونو هم بحث کړی دی.
په غونډه کې د ګډو پروژو او پانګونو د اسانتیا لپاره د بانکي او مالي انتقالاتو د مناسبو مېکانیزمونو پر رامنځته کولو ټینګار شوی او د شویو هوکړو د څار لپاره د دواړو لورو د چارواکو په مشرۍ د ګډ کاري ګروپ د جوړولو هوکړه هم شوې ده. د طالبانو د کرنې وزارت ویلي، د افغانستان ۱۳ کسیز پلاوي په دغه غونډه کې ګډون کړی و او د بېلابېلو وزارتونو او ادارو استازي ورسره مل وو. د بلاروس په پلاوي کې هم د کرنې، صنعت، روغتیا او کانونو سکتورونو لوړپوړي چارواکي شامل وو.
دواړه خواوو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا او ګډه پانګونه د افغانستان او بلاروس ترمنځ د همکاریو د پراختیا لپاره یو مهم ګام بللی دی.

ډېر لیدل شوي

پخواني ولسمشر ته پرانیستی‌لیک؛ د پوهنتون یوه استاد له اشرف غني غوښتي بېرته کابل ته ستون شي
۱

پخواني ولسمشر ته پرانیستی‌لیک؛ د پوهنتون یوه استاد له اشرف غني غوښتي بېرته کابل ته ستون شي

۲

هغه سړی چې ولسمشر یې له هېواده وایست

۳

د پخوانۍ ملي اردو دوو جنرالانو تر پایه له افغانستان نه د وتلو هوډ نه درلود

۴

د خپلواکۍ ۱۰۷مه کلیزه؛ افغان سندرغاړی وایي له بنسټیزو حقونو محروم ملت رښتینی خپلواک نه دی

۵

طالبان له ۲۰۲۴ کال وروسته د جنايي پېښو د شمېرو په اعلانولو کې محتاط دي

•
•
•

نور خبرونه

د خوړو نړۍوال پروګرام: افغانستان له لوږې سره مخ دی او نړۍ ترې سترګې اړوي

۲۹ زمری ۱۴۰۵ - ۲۰ اګست ۲۰۲۶، ۰۷:۳۳ GMT+۱
100%

په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام مشر جان ایلیف وایي، په دغه هېواد کې د مرستو د کمښت او سختو اقلیمي شرایطو له امله هغه کسانو ته د مرستې لپاره خواړه نه‌لري چې د دوی مرکزونو ته ورځي. نوموړی زیاتوي، چې افغانستان له لوږې سره مخ دی او نړۍ ترې سترګې اړوي.

جان ایلیف چې د همدې اونۍ په پيل کې هرات ته تللی و د هغه روغتیايي مرکز یادونه کوي، چې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو درملنه په‌کې روانه ده. هغه زیاتوي: «د هرات په یوه روغتیايي مرکز کې مې ولیدل، چې ښځې پر سختې خوارځواکۍ د خپلو اخته ماشومانو سره په دهلیزونو کې ناستې وې. ډېری ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ وو؛ ښايي ځینې یې ژوندي پاتې نه‌شي».

نوموړی وایي، چې له تېرو درېیو میاشتو راهيسې یې په مرکزونو کې د مرستې لپاره خواړه ختم شوي او دوی یې اندېښمن کړي دي. هغه وايي: «په تېرو درېیو میاشتو کې زما ټیم اړ شوی، هغه کسانو ته منفي ځواب ورکړي چې زموږ د مرستې مرکزونو ته د مرستې لپاره راځي. ځکه موږ د مرستې لپاره هېڅ خواړه نه‌لرو. د خپل ماشوم د کړاو لیدلو درد زما لپاره د تصور وړ نه‌دی».

نوموړي د خپلې دندې له پیل سره هم‌مهاله په افغانستان کې د خوارځواکۍ د پېښو زیاتېدو، وچکالۍ، زلزلې، سېلابونو، اقتصادي خنډونو او له پاکستان سره د لارې بندېدو ته هم اشاره کړې او زیاته کړې یې ده: «هغه مهال چې ما دغه دنده ومنله، د افغانستان اقتصاد هم له ځوړ سره مخ شوی و چې له امله یې تر ۱۲ مېلیونه ډېر خلک له سختې لوږې سره مخ شوي وو».

هغه دا هم ویلي، چې د اندېښنو او شکایتونو ټېلیفون شمېره یې فعاله کړې او هرکال شاوخوا ۱۴۰زره زنګونه ترلاسه کوي. هغه په دې اړه ویلي: «د تېر کال له جون څخه تر ډسمبر پورې، زموږ ځانګړې شمېرې ته د افغان ښځو له‌خوا د سختې بې‌وسۍ او کړاو په اړه د زنګونو شمېر ۶۰ سلنه زیات شوی و. له بده مرغه ډېرو ښځو د ځان وژنې په اړه فکر کاوه».

د خوړو نړۍوال پروګرام په وینا، «د نهیلۍ او بې‌وسۍ دغه کچه موږ تر دې وړاندې هېڅکله نه‌ده لیدلې». جان ایلیف وایي، چې افغانستان له لا سختو اقلیمي پېښو سره مخ دی.

د خوړو نړۍوال پروګرام د افغانستان برخه یوازې ۱۲سلنه تمویل شوې

جان ایلیف وايي، د ۲۰۲۵کال په اکتوبر کې له پاکستان سره د لارو تړل کېدو وروسته یې ۱۰زره ټنه ځانګړي مغذي خواړه درلودل چې افغانستان ته یې ولېږدوي. دغه خوړو د ۱.۱ مېلیونه ماشومانو لپاره بسنه کوله.

هغه وایي، دغه مواد یې د کراچۍ له بندر څخه د هرمز تنګي له لارې دوبۍ ته واړول او د فبرورۍ میاشت کې یې پر ایران د بریدونو تر پیل مخکې افغانستان ته ولېږدول. هغه زیاتوي، چې د اکمالاتي‌ لارو بندېدو دغه مسیر ټکنی کړ.

د جان ایلیف په خبره، مالي ملاتړ هم په جدي ډول کم شوی دی. د خوړو نړۍوال پروګرام د افغانستان پروګرام اوس یوازې ۱۲ سلنه تمویل شوی دی. هغه ویلي: «اوس موږ اړ شوي یو، چې د ژوند ژغورنې ځینې پروګرامونه ودروو؛ د بېلګې په توګه زموږ د قحطۍ د مخنیوي پروګرام په دې وروستیو کې د بودجې د نشتوالي له امله تړل کېدو ته اړ شو».

د خوړو نړۍوال پروګرام د افغانستان د برخې مشر وايي: «زما لپاره دا د منلو نه‌ده، چې نړۍواله ټولنه لږترلږه دومره پیسې هم نه‌شي برابرولای چې هغه په سختې خوارځواکۍ اخته ماشومان، چې د لوږې تر پولې رسېدلي دي له مړینې وژغوري او خواړه ورکړي».

ټېلګراف: د افغان ښځو د حقونو پر محدودېدو نړۍواله چوپتیا حاکمه ده

۲۹ زمری ۱۴۰۵ - ۲۰ اګست ۲۰۲۶، ۰۶:۲۰ GMT+۱
100%

برتانوۍ ورځپاڼې ټېلګراف په یوه راپور کې لیکلي، له افغانستان نه د لوېدیځو ځواکونو د وتلو او د طالبانو تر بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته، افغان ښځې او نجونې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي؛ خو د نړۍوالې ټولنې غبرګون د پخوا پرتله کمزوری ښکاري.

د راپور له مخې، واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته یادې ډلې د ښځو او نجونو پر زده‌کړو، کار، تګ‌راتګ او په عامه ژوند کې پر ګډون سخت بندیزونه لګولي دي. راپور زیاتوي، هغه ښځې چې پخوا قاضیانې، ډاکترانې، ښوونکې او دولتي کارکوونکې وې؛ اوس تر ډېره له ټولنیز ژوند څخه اېستل شوې دي.
په راپور کې راغلي، چې کله ناټو په افغانستان کې حضور لاره هغه مهال په هلمند ولایت کې د برتانوي ځواکونو په لیکو کې پر دنده بوخت کارکوونکی وايي، د هغه کسانو لپاره چې په افغانستان کې یې خدمت کړی، د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنو له‌منځه تګ دردونکی واقعیت دی.
راپور کې د افغانستان د جګړې په اړه ویل شوي، برېتانیا په دغه جګړه کې ۴۵۷ پوځیان له لاسه ورکړل او زرګونه نور له فزیکي او رواني ستونزو سره مخ شول. راپور زیاتوي، د افغان او نړۍوالو ځواکونو قربانۍ باید هېرې نه‌شي.
د ټېلګراف د راپور له مخې، نړۍ کې په نورو ناورینونو کې ځپل شوي ملکي وګړو د حقونو لپاره پراخ کمپاینونه او اعتراضونه کېږي؛ خو د افغان ښځو او نجونو د حقونو د محدودېدو پر وړاندې ورته غبرګون نه تر سترګو کېږي.
د راپور له مخې، بشري حقونه باید د رسنیو د پاملرنې او یا د نړۍوالو سیاسي لومړیتوبونو تابع نه وي او د افغان ښځو وضعیت هم باید د نړۍوالو له جدي پاملرنې برخمن شي.
په راپور کې د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو پر څرنګوالي هم نیوکه شوې او ویل شوي، چې په ۲۰۲۱کال کې له کابل نه د لوېدیځو ځواکونو وتل ګډوډ او د لوېدیځ د اعتبار لپاره زیانمن و. راپور کې ټینګار شوی، چې دغه ناکامي د سرتېرو نه بلکې د سیاسي مشرانو او ستراتیژۍ ناکامي وه.
همدارنګه راپور کې ویل شوي، د افغانستان تجربې وښوده چې پوځي بریاوې د روښانه سیاسي هدف او دوامداره سیاسي حل لارې پرته د اوږدمهاله بریا ضمانت نه‌شي کېدای. ټېلګراف لیکلي، چې نړۍ اوس له ګڼو امنیتي ګواښونو سره مخ ده او د افغانستان جګړې درسونه باید هېر نه‌شي.
راپور زیاتوي، باید د پخوانیو سرتېرو د قربانۍ درناوی وشي او هغوی باید د سیاسي شخړو قرباني نه‌شي. راپور وايي، د کابل تر سقوط څو کاله وروسته به نړۍ د هغه افغان ښځو او نجونو په اړه فکر کوي چې ازادۍ یې ترې اخیستل شوې او هم به د هغه سرتېرو یاد تازه ساتي چې په افغانستان کې یې خدمت کړی او یا یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د بشري خواخوږۍ نړۍواله ورځ؛ په پېښور کې افغان کډوال د قانوني اسنادو غوښتنه کوي

۲۹ زمری ۱۴۰۵ - ۲۰ اګست ۲۰۲۶، ۰۵:۰۸ GMT+۱
100%

د اګست ۱۹مه د بشري خواخوږۍ له نړۍوالې ورځې سره هم‌مهاله په پېښور کې مېشت یوشمېر افغان کډوال د قانوني اسنادو، د کورنیو د یوځای پاتې کېدو او خپلو بنسټیزو حقونو لپاره په محکمو کې قانوني مبارزه کوي.

په همدې لړ کې ساجد علي د خپل ماما مراد د خوشې کېدو او د پاکستان د «پروف اف اوریجن» یا پي او سي کارت ترلاسه کولو لپاره د پېښور عالي محکمې ته مراجعه کړې ده. ساجد وايي، ماما یې افغان دی، خو مېرمن یې د پاکستان تابعیت لري او پنځه ماشومان لري.
د نوموړي په وینا، مراد شاوخوا یوه میاشت وړاندې د پولیسو له لوري نیول شوی او د کورنۍ یوازینی سرپرست دی. د ساجد په وینا، مراد د پي او سي کارت ترلاسه کولو لپاره اړوندو ادارو ته ټول لازم اسناد سپارلي؛ خو تراوسه ورته کارت نه‌دی صادر شوی.
هغه وايي، مراد د شکرې ناروغۍ په ګډون له یوشمېر روغتیايي ستونزو سره مخ دی او کورنۍ یې له محکمې غواړي چې د هغه د ناروغۍ او کورني وضعیت له امله یې ضمانت منظور کړي.
د مراد د کورنۍ په وینا، د مېرمنې او ماشومانو اړوند اسناد هم نادرا ته سپارل شوي، خو لاهم نه‌ده روښانه چې ولې د پي او سي کارت صادرېدو بهیر ځنډېدلی دی.
د مراد وکیل وايي، له یوې پاکستانۍ مرمنې سره د نوموړي د واده له امله د هغه مېرمن او ماشومان هم له ستونزو سره مخ شوي دي. د وکیل په وینا، د مراد د پي او سي کارت لپاره قانوني شرایط بشپړ وو؛ خو د نادرا له لوري د موضوع ځنډ د دې لامل شوی چې هغه له یوې میاشتې ډېر وخت په زندان کې پاتې شي.
د هغه وکیل ادعا کوي، چې مراد کوم جرم نه‌دی کړی او د هغه پر وړاندې ثبت شوې قضیه ناسم بنسټ لري. قانون پوهان وايي، په تېرو وختونو کې د جعلي نکاح‌نامو، عدالتي اسنادو او نورو جعلي اسنادو د وړاندې کولو ځینې پېښې د دې لامل شوې چې نادرا د اسنادو د تایید بهیر سخت کړي.
خو د دوی په وینا، که یو غوښتونکی ټول قانوني شرایط بشپړ کړي وي، په غیرضروري ډول د اسنادو ځنډول کولی شي د هغه او د کورنۍ ستونزې لا زیاتې کړي. یو حقوق پوه وايي، په ځینو بشري مواردو کې د ناروغۍ او درملنې له امله د یو کس د قانوني پاتې کېدو موده غځېدای شي؛ څو تر درملنې وروسته د هغه په اړه قانوني پرېکړه وشي.
هغه همداراز وايي، هغه افغانان چې ادعا کوي له پخوانیو نړۍوالو ځواکونو سره یې کار کړی او افغانستان ته په ستنېدو سره یې ژوند له ګواښ سره مخ کېږي؛ د شواهدو په وړاندې کولو سره د پناه غوښتنې له قانوني لارو استفاده کولای شي.
په پاکستان کې د افغان کډوالو د اېستلو پرېکړې تر اعلان وروسته، په پېښور او نورو سیمو کې زرګونه افغانې کورنۍ له ناروښانه برخلیک سره مخ دي. یوشمېر کورنۍ د قانوني استوګنې د حق لپاره محکمې ته مراجعه کوي، ځینې افغانستان ته د ستنېدو لپاره چمتووالی نیسي او یوشمېر افغان سوداګر بیا د خپلو کاروبارونو او پانګو د راتلونکي په اړه اندېښمن دي.
د بشري خواخوږۍ د نړۍوالې ورځې په مناسبت د مراد او ورته نورو کورنیو قضیه یو ځل بیا دا پوښتنه راپورته کوي، چې د کډوالو د قانوني وضعیت ترڅنګ د هغوی د انساني کرامت، د کورنیو د خوندیتوب او بنسټیزو حقونو د ساتنې لپاره باید څه ډول عملي اقدامات وشي.

راپور؛ تر بې‌ځایه کېدو وروسته هم د افغان کډوالو رواني ټپونه تازه پاتې دي

۲۹ زمری ۱۴۰۵ - ۲۰ اګست ۲۰۲۶، ۰۳:۴۵ GMT+۱
100%

د «الکترونیک امېګرېشن نېټورک» په یوه راپور کې راغلي، له جګړو او ناامنۍ څخه د تېښتې سربېره، په پاکستان کې مېشت ګڼ افغان کډوال لاهم د بې‌ځایه کېدو له رواني او عاطفي اغېزو سره مخ دي.

د راپور له مخې، د کډوالو د مرستو په بهیر کې ډېری وخت پر خوړو، اوبو، سرپناه او نورو بېړنیو اړتیاوو تمرکز کېږي؛ خو د بې‌ځایه کېدو له امله رامنځته شوی رواني فشار، د امنیت احساس له‌منځه تګ، د هویت ګډوډي او د راتلونکي په اړه وېره تر ډېره له پامه غورځول کېږي.
په راپور کې د یوه افغان کډوال شخصي تجربه هم بیان شوې چې وايي، په کابل کې یې د ښوونځي پرمهال د ډاکټر کېدو خوب درلود؛ خو په ۲۰۲۱کال کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې پلار خپله دنده له لاسه ورکړه، د کورنۍ اقتصادي او ټولنیز ثبات یې له‌منځه ولاړ او دوی اړ شول چې پاکستان ته ولاړ شي.
په راپور کې راغلي، د کډوالۍ تر ټولو دروند اغېز یوازې د کور او وطن پرېښودل نه‌دي؛ بلکې هغه وېره، ناڅرګندتیا او رواني فشار هم دی چې له پولې تر اوښتو وروسته هم د کډوالو په ژوند کې ځای لري.
راپور د روغتیا نړۍوال سازمان د ۲۰۱۹کال د معلوماتو په حواله وايي، چې په جګړه ځپلو سیمو کې شاوخوا له هرو پنځو کسانو یو یې له رواني ستونزې لکه خپګان، اضطراب یا له صدمې وروسته رواني اختلال سره مخ کېږي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ هم ویلي، چې جبري بې‌ځایه کېدل یوازې د کور له لاسه ورکول نه‌دي؛ بلکې د امنیت، هویت، ټولنیزو اړیکو او د تړاو احساس له‌منځه تګ هم له ځان سره لري.
راپور زیاتوي، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو، اېستلو، ناروښانه قانوني وضعیت او د راتلونکي په اړه دوامداره اندېښنې د ډېرو کورنیو رواني فشار زیات کړی دی. په راپور کې د کډوالۍ، کورنۍ بېلتون او له لومړنیو خدمتونو څخه د محدود لاسرسي اوږدمهاله رواني اغېزې هم یادې شوې دي.
په راپور کې د بېلګې په توګه د کوټې د رواني ناروغیو متخصصې او د صدمې د درملنې کارپوهې ډاکټرې سلسلې شېرزاد په اړه راغلي، هغه چې خپله په پاکستان کې لویه شوې اوس له افغان کډوالو او ځايي خلکو سره د رواني روغتیا په برخه کې کار کوي.
د راپور له مخې، شېرزاد ټینګار کوي چې بې‌ځایه کېدل، تاوتریخوالی او اوږدمهاله ناڅرګندتیا پر کډوالو داسې رواني اغېزې پرېږدي چې د اوږدې مودې لپاره دوام کولی شي.
راپور د «انټرنشنل رېسکیو کمېټي» او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په ګډون د مرستندویه ادارو هغه هڅې هم یادوي، چې افغان کډوالو ته د رواني او ټولنیز ملاتړ، قانوني مرستو، روغتیا، زده‌کړو او خوندیتوب خدمتونه وړاندې کوي.
خو راپور وايي، دغه مرستې ډېری وخت لنډمهاله او نابرابرې وي او د کډوالو د رواني روغتیا او اوږدمهاله بیا رغونې لپاره لاهم دوامدار او د اټکل وړ نړۍوال ملاتړ ته اړتیا شته.
د «الکترونیک امېګریشن نېټورک» په راپور کې له بشري مرستندویه ادارو او حکومتونو غوښتنه شوې، چې رواني روغتیا د بشري مرستو د اصلي برخې په توګه شامله کړي، د کډوالو لپاره خوندي چاپېریال رامنځته کړي او د زده‌کړو، کار او ټولنیز مشارکت فرصتونه برابر کړي.
راپور ټینګار کوي، چې د کډوالۍ ستونزه یوازې هغه وخت پای ته نه رسېږي چې یو کس له فزیکي ګواښ څخه خوندي شي؛ بلکې ریښتینې بیارغونه هغه مهال بشپړېږي چې کډوال وکولای شي له رواني صدمې، وېرې او ناڅرګندتیا څخه هم ووځي او خپل ژوند په عزت او هیله بیا جوړ کړي.
راپور کې ویل شوي، چې د هر کډوال تر شا یوه انساني کیسه، نیمګړي خوبونه او داسې رواني ټپونه شته چې له ورایه نه ښکاري، خو د هغوی پر ورځني ژوند ژور اغېز لري.

د امریکا تر وتلو پنځه کاله وروسته؛ تر زرو ډېر افغانان قطر کې له ناروښانه برخلیک سره مخ دي

۲۹ زمری ۱۴۰۵ - ۲۰ اګست ۲۰۲۶، ۰۳:۲۷ GMT+۱
100%

د افغانستان له جګړې څخه د امریکا تر وتلو پنځه کاله وروسته تر ۱۰۰۰ ډېر هغه افغانان چې د ۲۰۲۱کال په اګست کې د امریکا له لوري قطر ته انتقال شوي وو، لاهم په دغه هېواد کې له ناروښانه برخلیک سره مخ دي.

د «اېن‌پي‌ار» د راپور له مخې، د دغه افغانانو په ډله کې د امریکا د پوځ د ځینو اوسنیو سرتېرو د کورنۍ غړي هم شامل دي چې له یو کال راهیسې د قطر په السیلیه پنډغالي کې په تمه دي.
په راپور کې راغلي، د امریکا حکومت هغه افغانانو ته د بیا مېشتېدو او امریکا ته د انتقال لارې جوړې کړې وې چې له امریکايي ځواکونو سره یې کار کړی و او د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې ژوند له ګواښ سره مخ و؛ خو یوشمېر دغه کسان لاهم د ویزو او انتقال په تمه دي.
په راپور کې د امریکا د سمندري ځواکونو پخوانی سرتېری شان جمشیدي په حوالې راغلي، مشر ورور او خور یې له خپلو اولادونو سره له یوه کال راهیسې په قطر کې بند پاتې دي.
جمشیدي چې په ۲۰۰۰کال کې له خپلې کورنۍ سره له افغانستان نه امریکا ته تللی و، وروسته یې د امریکا په سمندري ځواکونو کې لس کاله خدمت کړی دی. د هغه ورور په افغانستان کې پاتې شوی و او وروسته یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې وه.
جمشیدي وايي، د هغه ورور د امریکا لپاره د کار له امله له طالبانو سره د مخامخ کېدو له ګواښ سره مخ دی او د امریکا حکومت ورته د ویزې ژمنه کړې وه؛ خو تراوسه یې قضیه نه‌ده بشپړه شوې.
د راپور له مخې، په قطر کې د پاتې افغانانو وضعیت هغه مهال لا خطرناک شو چې د ایران او امریکا ترمنځ جګړه پیل شوه او د پنډغالي له پاسه توغندي تېرېدل. د توغندیو ځینې ټوټې د پنډغالي پر ودانیو هم پرېوتې.
د افغانانو د بیا مېشتېدو موضوع د افغانستان د جګړې د یوشمېر پخوانیو امریکايي سرتېرو او چارواکو له لوري هم مطرح شوې ده. د امریکا د کانګرس جمهوري‌پال غړي او د افغانستان جګړې پخواني پوځي ډان بیکن ویلي، امریکا له هغه افغانانو سره «اخلاقي مکلفیت» لري چې د امریکايي ځواکونو ترڅنګ یې خدمت کړی دی.
بیکن ویلي، امریکا له دغه افغانانو سره ژمنه کړې وه او «ژمنه باید وساتل شي». راپور وايي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت «اېن‌پي‌ار» ته ویلي، چې له پاتې افغانانو سره د درېیم هېواد له لارې د بیا مېشتېدو پر حل‌لارې خبرې روانې دي؛ خو د دغه مذاکراتو په اړه یې نور جزییات نه‌دي ورکړي.
د راپور له مخې، له قطر نه د افغانانو د احتمالي انتقال په اړه د کانګو د ډیموکراتیک جمهوریت نوم هم مطرح شوی؛ خو دغه هېواد له وسله‌والو شخړو سره مخ دی. شان جمشیدي وايي، د هغه ورور په ځانګړي ډول د خپلو اولادونو د راتلونکي په اړه نهیلي شوی دی.
جمشیدي اندېښنه څرګنده کړې، چې د افغانانو په اړه د امریکا د ژمنو نه عملي کېدل به د نړۍ په کچه د دغه هېواد پر اعتبار هم اغېز وکړي او خلک به د امریکا پر راتلونکو ژمنو باور له لاسه ورکړي.