د افغان ښځو زړورتیا او مقاومت؛ چټم هاوس خپله د ۲۰۲۶ کال جایزه افغان مېرمنو ته ورکړه

د بریتانیا د نړیوالو چارو سلطنتي څېړنیز مرکز «چتم هاوس» د ۲۰۲۶ کال لپاره خپله جایزه د افغانستان مېرمنو ته ورکړې ده.

د بریتانیا د نړیوالو چارو سلطنتي څېړنیز مرکز «چتم هاوس» د ۲۰۲۶ کال لپاره خپله جایزه د افغانستان مېرمنو ته ورکړې ده.
چټم هاوس ویلي، دغه جایزه د طالبانو له لوري د جنسیتي ځورونې او پراخو محدودیتونو پر وړاندې د افغان ښځو د «زړورتیا او مقاومت»او د هغوی د حقونو، زدهکړو او په ټولنیز ژوند کې د ګډون د دفاع په برخه کې د هڅو په ویاړ ورکړل شوې ده.
دغه بنسټ په یوه اعلامیه کې ویلي، د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته افغان ښځې او نجونې لا هم په عامه ژوند کې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي.
د چټم هاوس په وینا، ښځې او نجونې له منځنیو او لوړو زدهکړو محرومې شوې، په کار کولو کې له محدودیتونو سره مخ دي او د تګ راتګ آزادي یې هم محدوده شوې ده.
دغه بنسټ وايي، افغان ښځو د دغو محدودیتونو پر وړاندې مقاومت ته دوام ورکړی او د اعتراضونو، د ښځو د حقونو د ملاتړ او د زدهکړو د لاسرسي د ساتلو لپاره یې بېلابېلې هڅې کړې دي.
د چټم هاوس اجرایوي مشرې برونون مدوکس ویلي، افغان ښځو د زدهکړې، کار او عامه ژوند څخه د هغوی د سیستماتیک محرومولو د هڅو پر وړاندې «بېسارې زړورتیا او مقاومت»ښودلی دی.
د چټم هاوس د اسیا او ارام سمندر پروګرام اړوندې غړې، ډاکټر فرزانه شیخ، هم دغه جایزه د افغان ښځو د مقاومت او هوډ درناوی بللی او ویلي یې دي چې د طالبانو د سختو او تبعیضي قوانینو پر وړاندې د ښځو ټینګ مقاومت د ښځو د برابرۍ د حقونو د مدافعانو لپاره یوه بېلګه ده.
چټم هاوس ویلي، افغان ښځو ته د دې جایزې په ورکولو سره غواړي د نړیوالې ټولنې پام یو ځل بیا په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت ته واړوي.
دغه جایزه به د روان کال په وروستیو کې په لندن کې د چټم هاوس په ځانګړو مراسمو کې د افغان ښځو استازو ته ورکړل شي. د جایزې ترڅنګ به د پاچا درېیم چارلز له خوا لاسلیک شوی طومار هم هغوی ته وسپارل شي.
د چټم هاوس جایزه له ۲۰۰۵ کال راهیسې هغو کسانو، ډلو او سازمانونو ته ورکول کېږي چې د نړیوالو اړیکو د ښه والي په برخه کې یې د پام وړ ونډه اخیستې وي.
د دې جایزې له پخوانیو ترلاسه کوونکو څخه د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي، د «بېپولې ډاکټرانو» سازمان او د خبریالانو د ملاتړ کمېټه یادېږي.
په ۲۰۲۵ کال کې دغه جایزه د سوډان د بیړنیو غبرګون خونو ته ورکړل شوې وه چې د دغه هېواد د جګړې پر مهال یې د بشري مرستو په رسولو کې مهم رول لوبولی و.

په ننګرهار کې سیمهییزې سرچینې وایي، د طالبانو د یوې پوستې قوماندان او د هغه ملګرو د اچین ولسوالۍ یو ۱۳ کلن ماشوم د لرګیو د راټولولو په تور نیولی او په سخت ډول یې شکنجه کړی دی.
سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، تورن کس چې په «مستون» مشهور دی، د اچین ولسوالۍ د عبدالخیلو سیمې اوسېدونکی او د لتهبند اړوند سیمې د یوې پوستې قوماندان دی. د سرچینو په وینا، نوموړی شاعر هم دی او په سیمه کې په مشاعرو کې ګډون کوي.
سرچینې وایي، مستون او ورسره مل طالبانو دغه ۱۳ کلن ماشوم چې د همدې سیمې اوسېدونکی یتیم او د خپلې کورنۍ یوازینی سرپرست دی، د لرګیو د راټولولو په تور نیولی و.
د سرچینو د ادعا له مخې، ماشوم تر نیول کېدو وروسته لومړی سخت وهل شوی او بیا یې پر مخ پلاستیکي کڅوړه اچول شوې ده. سرچینې زیاتوي چې وروسته پلاستیک پر اور ویلې شوی او د ماشوم پر لاسونو او پښو څڅول شوی دی.
د سرچینو په خبره، د ماشوم د بدن پر ځینو برخو د پلاستیکي بوشکې ویلې شوې ټوټې هم څڅول شوي، چې له امله یې د هغه بدن سخت سوځېدلی او ټپي شوی دی.
سرچینې وایي، وروسته د ماشوم مور او وروڼه ورغلي او هغه یې کور ته وړی دی. د ماشوم مور بیا د اچین ولسوالۍ د طالبانو قوماندانۍ ته شکایت کړی او تر شکایت وروسته مستون او یو شمېر نور کسان چې په پېښه کې د لاس لرلو تور پرې و، نیول شوي دي.
د سرچینو په ادعا، نیول شویو کسانو د طالبانو د اړوندو چارواکو په وړاندې په دې پېښه کې پر خپل لاس لرلو اعتراف کړی دی.
سرچینې وایي، مستون له څو ورځو بند وروسته د زمري په ۲۴مه په ضمانت خوشې شوی او په همدې ورځ یې په ننګرهار کې د «شېرزي لوبغاړي» په نوم تفریح ځای کې په یوه مشاعره کې شعرونه هم ویلي دي.
د سرچینو په وینا، نوموړی وروسته د طالبانو د ننګرهار امنیې قوماندانۍ ته ورپېژندل شوی او هلته تر څو ورځو بند وروسته د «سنګري» په نوم د طالبانو یوه سیمهییز قوماندان په ضمانت خوشې کړی دی.
سرچینې ادعا کوي چې له دې وروسته د قضیې د تعقیب بهیر درول شوی او د ماشوم پر کورنۍ فشارونه زیات شوي دي. د سرچینو په خبره، د ماشوم خپلوان چې د پېښې په اړه یې معلومات شریک کړي و، هم تر فشار لاندې راغلي دي.
د سرچینو د ادعا له مخې، سنګری او د اچین ولسوالۍ د طالبانو د داخلي امنیت یو مسوول چې «حمزه» نومېږي، هڅه کوي دا قضیه پټه او د ماشوم له کورنۍ سره یې د اتو زرو افغانیو په بدل کې حل کړي.
سرچینې وایي، د ماشوم کورنۍ تر فشار لاندې راوستل شوې چې له تورنو کسانو بښنه وغواړي او موضوع نوره تعقیب نه کړي.
د سرچینو په خبره، د پېښې له رسنیز کېدو وروسته قضیه د طالبانو تر مرکزي ادارو رسېدلې او اوس د څېړنو لپاره اړوند کسان د طالبانو استخباراتو کابل ته غوښتي دي.
د پخواني ولسمشر اشرف غني ویاند او فرهنګي سلاکار شاهحسین مرتضوي وایي چې د جمهوریت یو شمېر بانفوذه مشرانو په حساسو شېبو کې هېواد پرېښود. نوموړي له بيبيسي سره په تازه مرکه کې ویلي، چې د طالبانو په واکمنۍ کې یې بایسکل غلا شوی دی.
مرتضوي وویل: «یو بایسکل مې درلود، هغه هم غلو یووړ».
نوموړي ویلي، د خپل عمر نږدې درېیمه برخه یې په کډوالۍ کې تېره کړې او له همدې امله یې غوښتل له سیاسي بدلونونو سره سره په افغانستان کې پاتې شي.
هغه وویل، چې په بهر کې یې چې هر افغان لیدلی، په وطن کې یې د اوسېدو هیله لرله، نو ده هم پرېکړه وکړه چې په افغانستان کې پاتې شي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې شمېرې ښيي چې په افغانستان کې ثبت شوي جنايي جرمونه د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ شاوخوا ۶۰ سلنه زیات شوي دي.
د دغو شمېرو له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې شاوخوا ۱۰ زره جنايي پېښې ثبت شوې وې، خو دا شمېر په ۲۰۲۴ کال کې له ۱۷ زرو واوښت.
په ثبت شویو جنايي پېښو کې د غلا کچه تر نورو ډېره لوړه شوې ده. د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د معلوماتو پر بنسټ، په ۲۰۲۱ کال کې د غلا ۳ زره او ۱۰۲ پېښې ثبت شوې وې، خو په ۲۰۲۴ کال کې دا شمېر ۶ زره او ۲۲۵ پېښو ته ورسېد، په څلورو کلونو کې نږدې دوه برابره شو.
طالبانو تر ۲۰۲۴ کال وروسته د جنايي جرمونو عمومي شمېرې نه دي خپرې کړې. د دې ډلې چارواکي بیا په پرلهپسې ډول د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې او د غلو د نیولو ادعا کوي.
بېکاري، پراخه بېوزلي او د خلکو د پېرلو ځواک کمېدل په افغانستان کې د غلاوو او نورو جنايي جرمونو د زیاتېدو مهم عوامل بلل کېږي.
په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مشر جان ایلیف په دې وروستیو کې ویلي وو چې که څه هم د افغانستان په بازارونو کې خوراکي توکي شته، خو میلیونونه وګړي یې د اخیستلو توان نه لري.
مرتضوي هم په خپله مرکه کې وویل چې طبیعي پېښو، د ځینو موسسو د فعالیتونو درېدو او اقتصادي ستونزو پر خلکو فشار زیات کړی دی.
نوموړي زیاته کړه، «داسې شرایط باید رامنځته شي چې افغانان د کار او ښه ژوند د موندلو لپاره اړ نه شي د نیمروز په دښتو کې او د ترکیې پر خطرناکو لارو خپل ژوند له لاسه ورکړي».
هغه د طالبانو له ادارې وغوښتل چې د خلکو د هوساینې، عامې روغتیا، پوهنې او نورو بنسټیزو خدمتونو د ښه کولو لپاره بنسټیز اقدامات وکړي.
مرتضوي د مرکې په بله برخه کې د پخواني جمهوري نظام د سقوط پر لاملونو هم خبرې وکړې. هغه ومنله چې د جمهوریت پر مهال فساد په یوه کلتور بدل شوی و.
د هغه په وینا، فساد له قراردادونو او پروژو نیولې تر عدلي او قضايي، امنیتي او اداري بنسټونو پورې پراخ شوی و.
مرتضوي د واک انحصار، د سیاسي څېرو حذف او د سیاسي اجماع نشتوالی هم د جمهوري نظام د سقوط له عواملو وبلل.
د نوموړي په وینا، حکومت د عطامحمد نور، عبدالله عبدالله او د هغوی په څېر نورو بانفوذه سیاستوالو پر وړاندې خپل واک نهشو عملي کولای.
مرتضوي وویل، کله چې د افغانستان ولسوالۍ یو په بل پسې د طالبانو لاس ته لوېدلې، له طالبانو سره مذاکراتو نور مفهوم نه درلود.
هغه سیاسي مشران هم نقد کړل چې د جمهوریت له سقوط وروسته یې اشرف غني په تېښته تورن کړ. نوموړي وویل: «هغو کسانو چې وویل ولسمشر وتښتېد، تر هغه مخکې یې خپله له هېواده پښې سپکې کړې وې».
مرتضوي د عطامحمد نور، محمد محقق او عبدالرشید دوستم نومونه واخیستل او ادعا یې وکړه چې دغو سیاسي شخصیتونو تر ولسمشر مخکې هېواد پرېښی و.
د هغه په وینا، د جمهوریت یو شمېر بانفوذه سیاسي مشرانو په حساسو شېبو کې هېواد پرېښود، خو وروسته یې د نظام د سقوط ټول مسوولیت پر اشرف غني واچاوه.
د افغانستان په ختیځ او سوېل، پېښور او سویلي وزیرستان کې شپږو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې افغان طالبانو په تېرو دریو اونیو کې پر تحریک طالبان پاکستان خپل فشارونه زیات کړي. سرچینې وايي، د دې ډلې تر ۲۰ پورې ډلګیمشران، قوماندانان او دغه راز د هغوی افغان ملاتړي نیول شوي دي.
په کابل، کندهار، پېښور او سویلي وزیرستان کې شپږو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې افغان طالبانو په تېرو دریو اونیو کې له ټي ټي پي سره د تړاو په شک «لسګونه قوماندانان، ډلګي مشران او وسلهوال» نیولي دي.
د ټي ټي پي اړوند غړي او د هغوی ملاتړي په کابل، خوست، پکتیکا، کونړ، غزني، میدان وردګو، کندهار او ارزګان ولایتونو کې نیول شوي دي.
له سویلي وزیرستان نه یوې سرچینې، چې د ټي ټي پي قوماندانانو د نیول کېدو بهیر له نږدې څاري، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په نیول شویو کسانو کې د ټي ټي پي یو قوماندان شیر زمان اکا، د ټي ټي پي د اقتصادي کمیسیون پخوانی رییس مولوي بدري، د ټي ټي پي د بلوچستان برخې یو تن مسوول پیرزمان، په پکتیکا کې د ټي ټي پي قوماندان حاجي حسین، چې په «غټ حاجي» مشهور دی او همداراز د اخلاص یار او مخلص مسید په نومونو قوماندانان نیول شوي دي.
د سرچینو په وینا، اخلاص یار په کابل کې اوسېده او له خپل استوګنځي نیول شوی دی.
خو د ټي ټي پي د یوې محلي څانګې مسوول افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې اخلاص یار دا مهال په سویلي وزیرستان کې دی او نه دی نیول شوی.
سرچینې دغه راز وايي، چې د حافظ ګل بهادر د ډلې ځینې محلي سرګروپان درويش داوړ، ناصر فاتح او غازي وزير هم نیول شوي، خو ډېری دغه کسان ددې ډلې د لوړې کچې په جنګیالیو کې نه شمېرل کیږي.
«د ټي ټي پي جنګیالیو ته ویل شوي چې له افغانستان نه ووځي»
په پېښور کې د ټي ټي پي یو مسوول دغه نیول کېدل تاییدوي او وايي، په تېرو څو اونیو کې د دوی «ګڼ شمېر جنګیالي» نیول شوي دي.
هغه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د دوی ځینې قوماندانان ځکه نیول شوي چې «له افغانستان نه د وتلو ورته ویل شوي، خو هغوی لاهم هلته پاتې دي».
د سرچینې په وینا، د پکتیکا په ارګون، د برمل ولسوالۍ په نوې اډه او لمن، ګومل ولسوالۍ، د خوست ګوربزو ولسوالۍ په بوري خېلو او ګلان کمپ، د میدان وردګو په سالارو او همداراز په غزني، کونړ، هلمند او یو شمېر نورو سیمو کې هم د ټي ټي پي اړوند کورونه تلاشي شوي دي.
دغو سرچینو ویلي چې د طالبانو امنیتي ځواکونو هغه افغان وګړي هم نیولي چې « د ټي ټي پي له وسلهوالو سره د اړیکو یا همکارۍ شک پرې کېده».
له کندهار او ارزګان نه دوو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په عینو مېنه، میوند او پنجوايي ولسوالۍ او کندهار ښار کې ځینې کورونه تلاشي شوي دي. سرچینې زیاته کړه، چې ډېری د هغو افغان طالبانو کورونه تلاشي شوي، چې د ټي ټي پي په تشکیلاتو کې د خیبر پښتونخوا مختلفو سیمو ته د جګړې لپاره تلل.
سرچینه د یو شمېر کسانو د نیول کېدو خبر هم ور کوي.
د سرچینو په وینا، د کندهار او ارزګان ترمنځ پر لاره د خیبر پښتونخوا د قبایلي سیمو د بېځایه شویو کورنیو اړوند د سړک غاړې هټۍ او د چندې ټولولو ځایونه هم تړل شوي دي.
د دغو سرچینو په وینا، پر دې لاره په کېڅي، البک، شاه ولي، سوزنیان، چنار، کاریزګي او چنارتو سیمو کې تر دې دمه د ټي ټي پي اړوندو کورنیو ته څه نه دي ویل شوي او نه هم تلاشي شوي دي.
د فشار تر شا څه دي؟
په افغانستان کې د ټي ټي پي د جنګیالیو او قوماندانانو د نیول کېدو خبرونه په داسې وخت کې ورکول کېږي چې د هېواد دننه د طالبانو مخالفو ډلو هم د طالبانو خلاف خپل بریدونه چټک کړي دي.
د طالبانو اداره پر پاکستان تور لګوي چې د دوی مخالفې ډلې حمایه کوي.
له بلې خوا، اسلاماباد له اوږدې مودې راهیسې له کابل څخه غواړي چې د ټي ټي پي خلاف عملي اقدامات وکړي.
افغان طالبان د ټي ټي پي ملاتړ ردوي او وايي چې د پاکستاني طالبانو مساله د پاکستان کورنۍ ستونزه ده او دوی هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.
د پاکستان د حکومت یوې جګپوړې سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، د طالبانو د وروستیو اقداماتو په اړه افغانستان انټرنشنل ته وویل، « هغوی موږ ته دا خبره کوي، خو موږ باید ووینو چې ایا دا رښتیا هم جدي اقدام دی او که نه».
سرچینې زیاته کړه: « په تېرو کې د ورته ټولو ادعا شویو اقداماتو پایله یوازې ظاهري او لنډمهالې وه».
دغه دریځ ښيي چې اسلاماباد لاهم د افغان طالبانو د اقداماتو عملي پایلې څاري.
د ټي ټي پي یو تن محلي مسوول په افغانستان کې د خپلو جنګیالیو د نیولو په تړاو د پوښتنې په ځواب کې وویل، « د افغان طالبانو پر وړاندې د ټي ټي پي دلیل ساده دی. د کندهار امیر د شاوخوا څلوېښت میلیونه افغانانو استازیتوب کوي، په داسې حال کې چې ټيټيپي په شاوخوا ۲۷۰میلیونه نفوس لرونکي هېواد کې د خپل نفوذ د کړۍ او ملاتړ ادعا کوي».
مفتي نور ولي چېرته دی؟
د ټي ټي پي پر وړاندې د افغان طالبانو وروستي اقدامات د پاکستاني طالبانو د مشر مفتي نور ولي مسید د یوې نوې ویډیو له خپرېدو سره هممهاله دي.
نور ولي په یوه تازه ویډیو کې، چې په کورمه ولسوالۍ کې ثبت شوې، د تیږو د استخراج د یوه شرکت له کارکوونکو سره د خبرو پر مهال لیدل کېږي او په یوه بله ویډیو کې د ډرون څرخکې له لارې د برید عملیات رهبري کوي.
پاکستاني چارواکو په وار وار ویلي چې د ټي ټي پي مشر په افغانستان کې د طالبانو تر ملاتړ لاندې په یوه خوندي سیمه کې ژوند کوي.
خو دا د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې په کابل کې د مفتي نور ولي پر موټر له ادعا شوي برید وروسته دویم ځل دی چې نوموړی د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې په یوه ویډیو کې راڅرګندېږي.
هغه تر دې وړاندې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر پر ۱۶مه په یوه اته دقیقې ویډیو کې ویلي وو چې پر ده د برید خبرونه ناسم دي او دی په خیبر ولسوالۍ کې اوسېږي.
په قبایلي سیمو کې د مفتي نور ولي تازه څرګندېدل په داسې وخت کې دي چې په افغانستان کې د هغه د ډلې پر مرکزونو او کسانو فشار زیات شوی دی.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د پاکستاني طالبانو د یوې بلې ډلې له مشر حافظ ګل بهادر سره له څو ورځو راهیسې اړیکه نه شي نیول کېدای. د حافظ ګل بهادر د وضعیت په اړه نور جزیات نه دي څرګند شوي.
افغان طالبانو د ټي ټي پي د جنګیالیو او قوماندانانو د نیول کېدو په تړاو تر اوسه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
پاکستاني امنیتي سرچینو هم تر دې دمه څه نه دي ویلي.
د اګست ۱۹مه د تصویر اخیستنې نړۍواله ورځ په نړۍ کې داسې مهال نمانځل کېږي، چې په کندهار کې نږدې دوه کاله کېږي د ساکښو موجوداتو د تصویر پر اخیستلو او خپرولو بندیز لګېدلی او لسګونه خبریالان، تصویر اخیستونکي او ویډیو جوړونکي یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
کندهار د افغانستان لومړنی ولایت و، چې د طالبانو له لوري پهکې د ساکښو موجوداتو د تصویر بندیز عملي شو. دغه بندیز د ۲۰۲۴کال د سپټمبر په ۴مه پیل شو او وروسته په تدریجي ډول د هېواد نورو ولایتونو ته هم وغځېده؛ هغه پرېکړه چې د رسنیو د فعالیت بڼه یې بدله کړه.
یو سیمهییز تصویر اخیستونکی (عکاس) چې د امنیتي اندېښنو له امله نه غواړي نوم یې خپور شي وایي، د بندیز له پیل وروسته یې عاید او کار دواړه سخت اغېزمن شوي دي.
هغه وویل: «له هغه وروسته چې پر تصویر بندیز ولګېد، زما کار نیمایي لهمنځه ولاړ، یوازې دولتي ادارې نه بلکې ځینې وخت د عامو خلکو د تصویر اجازه نه راکول کېږي. څو ځله د امر بالمعروف کسانو زما کامره او نور کاري وسایل هم رانه اخیستي او وروسته یې راسپارلي دي».
یو بل سیمهییز خبریال هم ورته تجربه بیانوي او وایي، واک ته د طالبانو له رسېدو د پنځمې کلیزې د مراسمو پرمهال په داسې حال کې چې د ښار عمومي فضا یې ثبتوله د امر بالمعروف کسانو یې مخه ونیوله.
پر عکس او ویډیو تر بندیز وروسته د کندهار تلویزیوني شبکو د خپلو راپورونو بڼه بدله کړه. د انسانانو او حیواناتو د تصویرونو پر ځای اوس په ډېری راپورونو کې د طبیعت، ودانیو، سړکونو او ارشیف بېروحه تصویرونو کار اخیستل کېږي.
ځايي خبریالان وایي، دغه بدلون نه یوازې د راپورونو کیفیت کم کړی، بلکې د عامه معلوماتو د وړاندې کولو طریقه یې هم محدوده کړې ده. تصویر اخیستونکي او خبریالان وایي، د دوامداره محدودیتونو له امله د دوی مسلکي راتلونکی له جدي ګواښ سره مخ دی.
د دوی په خبره، یوشمېر کسان لا دمخه کابل ته تللي او هلته خپل مسلکي فعالیت ته دوام ورکوي. د کندهار یوشمېر یوټیوب چلوونکي هم وایي، د تصویر بندیز د دوی انلاین فعالیتونه نږدې په ټپه درولي دي.
د ویډیویي منځپانګې جوړوونکی ځوان چې نه غواړي نوم یې خپور شي وایي: «دلته څو ځله زموږ د ویډیو ثبت مخه ونیول شوه، بندیان شو، بالاخره مجبور شوم کابل ته ولاړ شم او اوس د خپل یوټیوب فعالیت دلته کوم، ځکه په کندهار کې عملي کار کول ډېر ستونزمن شوي دي».
د ځینو نورو په خبره، هغوی بیا په بشپړه توګه دا کار پرېښی او خپلې کامرې یې پلورلې دي. د بندیز اغېز یوازې پر خبریالانو نهدی محدود شوی؛ بلکې ښځې هم د اړتیا وړ شخصي تصویرونو له اخیستلو بېبرخې شوې دي.
د کندهار یوه اوسېدونکې مریم وایي، څو ورځې وړاندې یوې عکاسخانې ته ورغلې خو تصویر یې وانهخیستل شو. هغه وایي: «عکاسخانې ته ورغلم خو هلته یو کس راته وویل، چې طالبانو منع کړي دي او د ښځو تصویرونه نهشي اخیستلای، مجبوره شوم بېرته کور ته ولاړه شم».
کندهار د دغه بندیز د عملي کېدو لومړنی ولایت و؛ خو وروسته دغه پالیسي نورو سویلي ولایتونو او ورپسې د افغانستان یوشمېر نورو ولایتونو ته هم وغځېده. د رسنیو او بیان ازادۍ ملاتړو بنسټونو ویلي، چې دغه محدودیت د خبریالانو پر کار، د عامه معلوماتو پر لاسرسي او د بیان پر ازادۍ جدي اغېز کړی؛ خو طالبان دغه اقدام د «شریعت» د پلي کېدو برخه بولي.
د تصویر اخیستنې نړۍواله ورځ سږکال داسې مهال په نورو هېوادونو کې نمانځل کېږي، چې په کندهار کې د ګڼو تصویر اخیستونکو کامرې خاموشه دي؛ ځینې خپل ښار پرېږدي، ځینې یوازې غږ ثبتوي او ځینې بیا د یوې داسې ورځې په تمه دي چې تصویر اخیستلو ته یو ځل بیا د جرم په سترګه ونه کتل شي.
په کندهار ولایت کې د انګورو له موسم سره هممهاله بزګران وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تړل کېدو د دوی د محصولاتو صادرات سخت اغېزمن کړي او له همدې امله ګڼو بزګرانو خپل انګور په مميزو بدل کړي؛ خو د مميزو بیې هم د پخوا پرتله رالوېدلې دي.
د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، د پاکستان بازار د کندهار او د افغانستان د سوېلي سیمو د انګورو تر ټولو مهم صادراتي مقصد ګڼل کېده؛ خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړو او د لارو تړل کېدو له امله بزګران اوس نهشي کولای خپل تازه انګور بهرنیو بازارونو ته ولېږدوي.
په راپور کې راغلي، د صادراتو د کمښت له امله د تازه مېوو ډېره برخه کورنیو بازارونو ته عرضه شوې چې ورسره د انګورو بیې په بېساري ډول راټیټې شوې دي او له همدې امله ګڼو بزګرانو خپل انګور په مميزو بدل کړي، خو د مميزو بیې هم د پخوا پرتله ښکته شوې دي.
د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ د انګورو بڼوال سخي جان ویلي، پخوا اووه کیلو مميز په ۱۰۰۰ تر ۱۲۰۰ افغانیو پلورل کېده؛ خو اوس د همدې اندازې مميزو بیه ۴۰۰ تر ۴۵۰ افغانیو راټیټه شوې ده.
هغه ویلي: «پخوا کار ښه و، انګور مو پلورل او خلکو عاید درلود، خو اوس ستونزې ډېرې شوې دي». سخي جان له طالبانو او پاکستاني چارواکو غوښتي، چې سوداګریزې لارې بېرته پرانیزي او د سوداګرۍ د عادي کېدو لپاره هوکړې ته ورسېږي.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال عبدالباقي بینا ویلي، د لارو بندښت د افغانستان د مېوو صادراتو ته سخت زیان رسولی دی. د هغه په وینا، د ۲۰۲۵کال پرمهال د افغانستان له پنځو سوېلي ولایتونو څخه ۴۴زره او ۲۲۵ ټنه انګور صادر شوي وو چې ارزښت یې ۱۳.۸ مېلیون ډالرو ته رسېده. نوموړي زیاته کړې، چې له دې ډلې نږدې ۴۳زره ټنه انګور پاکستان ته صادر شوي وو.
خو د بینا په خبره، روان کال تراوسه یوازې ۲۵۶ ټنه انګور بهر ته صادر شوي چې ارزښت یې شاوخوا ۱۰۰زره ډالر دی. د انګورو یو صادرونکی حاجي عبدالحی وايي، په خپل پنځوس کلن ژوند کې یې دومره اوږدمهاله بندیزونه نهدي لیدلي.
هغه ویلي: «پخوا به یوه لار بنده وه او بله به خلاصه وه، یا به ستونزه څو ورځې وه خو اوس له خورا جدي مشکلاتو سره مخ یو». بلخوا د انګورو په بڼونو کې کاري فرصتونه هم کم شوي دي. قدرتالله پوپ، چې د انګورو راټولولو په یوه بڼ کې کار کوي ویلي، چې تېرکال په هغه بڼ کې شاوخوا ۱۵۰۰ کارکوونکو کار کاوه؛ خو سږکال دغه شمېر نږدې ۱۵ کسانو ته راکم شوی دی.
هغه ویلي، که څه هم سږکال د انګورو حاصلات ښه دي، خو د صادراتو د نشتوالي له امله ټول محصولات کورنیو بازارونو ته ځي، هغه بازارونه چې لا له وړاندې د انګورو له زیاتې عرضې سره مخ دي.
پوپل زیاته کړې: «کله چې لارې بندې شي او سوداګري ودرېږي، د سوداګرو، کارګرو او بڼوالو د ټولو ژوند اغېزمنېږي».