سرچینې: کونړ کې د سیند له اوبو د یوه ځوان جسد موندل شوی

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د کونړ ولایت د مرکز اسعداباد ښار په (کرهالې زرمنډیي بېلې) سیمه کې د پنجشنبې په سهار (د زمري ۲۹مه) د سیند په اوبو کې د یوه ځوان جسد موندل شوی.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د کونړ ولایت د مرکز اسعداباد ښار په (کرهالې زرمنډیي بېلې) سیمه کې د پنجشنبې په سهار (د زمري ۲۹مه) د سیند په اوبو کې د یوه ځوان جسد موندل شوی.
سرچینو ویلي، د دغه کس د نوم، کورنۍ او د مړینې د لامل په تړاو نور معلومات نهدي ترلاسه شوي؛ خو نوموړی د شاوخوا ۳۵ کالو معلومېږي. د سرچینو په وینا، د موندل شوي جسد پرمخ د ځینو ټپونو نښې هم لیدل کېږي.
سرچینې زیاتوي، چې د سیند په اوبو کې د موندل شوي کس جسد طالبانو د کونړ ولایتي روغتون ته لېږدولی. طالبانو لاتراوسه د یادې پېښې په اړه څه نهدي ویلي.
د روانې زمري میاشتې په ۱۹مه نېټه هم ځايي سرچینو ویلي و، چې د کونړ ولایت د سیند له غاړې څخه د یوه ځوان سر پرېشوی مړی موندل شوی دی. د دوی په وینا، وژل شوی ځوان عبدالباسط نومېده او اصلي د ننګرهار د کامې ولسوالۍ اوسېدونکی و چې د مېلې لپاره کونړ ته تللی و.

د اګست ۱۹مه د بشري خواخوږۍ له نړۍوالې ورځې سره هممهاله په پېښور کې مېشت یوشمېر افغان کډوال د قانوني اسنادو، د کورنیو د یوځای پاتې کېدو او خپلو بنسټیزو حقونو لپاره په محکمو کې قانوني مبارزه کوي.
په همدې لړ کې ساجد علي د خپل ماما مراد د خوشې کېدو او د پاکستان د «پروف اف اوریجن» یا پي او سي کارت ترلاسه کولو لپاره د پېښور عالي محکمې ته مراجعه کړې ده. ساجد وايي، ماما یې افغان دی، خو مېرمن یې د پاکستان تابعیت لري او پنځه ماشومان لري.
د نوموړي په وینا، مراد شاوخوا یوه میاشت وړاندې د پولیسو له لوري نیول شوی او د کورنۍ یوازینی سرپرست دی. د ساجد په وینا، مراد د پي او سي کارت ترلاسه کولو لپاره اړوندو ادارو ته ټول لازم اسناد سپارلي؛ خو تراوسه ورته کارت نهدی صادر شوی.
هغه وايي، مراد د شکرې ناروغۍ په ګډون له یوشمېر روغتیايي ستونزو سره مخ دی او کورنۍ یې له محکمې غواړي چې د هغه د ناروغۍ او کورني وضعیت له امله یې ضمانت منظور کړي.
د مراد د کورنۍ په وینا، د مېرمنې او ماشومانو اړوند اسناد هم نادرا ته سپارل شوي، خو لاهم نهده روښانه چې ولې د پي او سي کارت صادرېدو بهیر ځنډېدلی دی.
د مراد وکیل وايي، له یوې پاکستانۍ مرمنې سره د نوموړي د واده له امله د هغه مېرمن او ماشومان هم له ستونزو سره مخ شوي دي. د وکیل په وینا، د مراد د پي او سي کارت لپاره قانوني شرایط بشپړ وو؛ خو د نادرا له لوري د موضوع ځنډ د دې لامل شوی چې هغه له یوې میاشتې ډېر وخت په زندان کې پاتې شي.
د هغه وکیل ادعا کوي، چې مراد کوم جرم نهدی کړی او د هغه پر وړاندې ثبت شوې قضیه ناسم بنسټ لري. قانون پوهان وايي، په تېرو وختونو کې د جعلي نکاحنامو، عدالتي اسنادو او نورو جعلي اسنادو د وړاندې کولو ځینې پېښې د دې لامل شوې چې نادرا د اسنادو د تایید بهیر سخت کړي.
خو د دوی په وینا، که یو غوښتونکی ټول قانوني شرایط بشپړ کړي وي، په غیرضروري ډول د اسنادو ځنډول کولی شي د هغه او د کورنۍ ستونزې لا زیاتې کړي. یو حقوق پوه وايي، په ځینو بشري مواردو کې د ناروغۍ او درملنې له امله د یو کس د قانوني پاتې کېدو موده غځېدای شي؛ څو تر درملنې وروسته د هغه په اړه قانوني پرېکړه وشي.
هغه همداراز وايي، هغه افغانان چې ادعا کوي له پخوانیو نړۍوالو ځواکونو سره یې کار کړی او افغانستان ته په ستنېدو سره یې ژوند له ګواښ سره مخ کېږي؛ د شواهدو په وړاندې کولو سره د پناه غوښتنې له قانوني لارو استفاده کولای شي.
په پاکستان کې د افغان کډوالو د اېستلو پرېکړې تر اعلان وروسته، په پېښور او نورو سیمو کې زرګونه افغانې کورنۍ له ناروښانه برخلیک سره مخ دي. یوشمېر کورنۍ د قانوني استوګنې د حق لپاره محکمې ته مراجعه کوي، ځینې افغانستان ته د ستنېدو لپاره چمتووالی نیسي او یوشمېر افغان سوداګر بیا د خپلو کاروبارونو او پانګو د راتلونکي په اړه اندېښمن دي.
د بشري خواخوږۍ د نړۍوالې ورځې په مناسبت د مراد او ورته نورو کورنیو قضیه یو ځل بیا دا پوښتنه راپورته کوي، چې د کډوالو د قانوني وضعیت ترڅنګ د هغوی د انساني کرامت، د کورنیو د خوندیتوب او بنسټیزو حقونو د ساتنې لپاره باید څه ډول عملي اقدامات وشي.
د «الکترونیک امېګرېشن نېټورک» په یوه راپور کې راغلي، له جګړو او ناامنۍ څخه د تېښتې سربېره، په پاکستان کې مېشت ګڼ افغان کډوال لاهم د بېځایه کېدو له رواني او عاطفي اغېزو سره مخ دي.
د راپور له مخې، د کډوالو د مرستو په بهیر کې ډېری وخت پر خوړو، اوبو، سرپناه او نورو بېړنیو اړتیاوو تمرکز کېږي؛ خو د بېځایه کېدو له امله رامنځته شوی رواني فشار، د امنیت احساس لهمنځه تګ، د هویت ګډوډي او د راتلونکي په اړه وېره تر ډېره له پامه غورځول کېږي.
په راپور کې د یوه افغان کډوال شخصي تجربه هم بیان شوې چې وايي، په کابل کې یې د ښوونځي پرمهال د ډاکټر کېدو خوب درلود؛ خو په ۲۰۲۱کال کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې پلار خپله دنده له لاسه ورکړه، د کورنۍ اقتصادي او ټولنیز ثبات یې لهمنځه ولاړ او دوی اړ شول چې پاکستان ته ولاړ شي.
په راپور کې راغلي، د کډوالۍ تر ټولو دروند اغېز یوازې د کور او وطن پرېښودل نهدي؛ بلکې هغه وېره، ناڅرګندتیا او رواني فشار هم دی چې له پولې تر اوښتو وروسته هم د کډوالو په ژوند کې ځای لري.
راپور د روغتیا نړۍوال سازمان د ۲۰۱۹کال د معلوماتو په حواله وايي، چې په جګړه ځپلو سیمو کې شاوخوا له هرو پنځو کسانو یو یې له رواني ستونزې لکه خپګان، اضطراب یا له صدمې وروسته رواني اختلال سره مخ کېږي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ هم ویلي، چې جبري بېځایه کېدل یوازې د کور له لاسه ورکول نهدي؛ بلکې د امنیت، هویت، ټولنیزو اړیکو او د تړاو احساس لهمنځه تګ هم له ځان سره لري.
راپور زیاتوي، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو، اېستلو، ناروښانه قانوني وضعیت او د راتلونکي په اړه دوامداره اندېښنې د ډېرو کورنیو رواني فشار زیات کړی دی. په راپور کې د کډوالۍ، کورنۍ بېلتون او له لومړنیو خدمتونو څخه د محدود لاسرسي اوږدمهاله رواني اغېزې هم یادې شوې دي.
په راپور کې د بېلګې په توګه د کوټې د رواني ناروغیو متخصصې او د صدمې د درملنې کارپوهې ډاکټرې سلسلې شېرزاد په اړه راغلي، هغه چې خپله په پاکستان کې لویه شوې اوس له افغان کډوالو او ځايي خلکو سره د رواني روغتیا په برخه کې کار کوي.
د راپور له مخې، شېرزاد ټینګار کوي چې بېځایه کېدل، تاوتریخوالی او اوږدمهاله ناڅرګندتیا پر کډوالو داسې رواني اغېزې پرېږدي چې د اوږدې مودې لپاره دوام کولی شي.
راپور د «انټرنشنل رېسکیو کمېټي» او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په ګډون د مرستندویه ادارو هغه هڅې هم یادوي، چې افغان کډوالو ته د رواني او ټولنیز ملاتړ، قانوني مرستو، روغتیا، زدهکړو او خوندیتوب خدمتونه وړاندې کوي.
خو راپور وايي، دغه مرستې ډېری وخت لنډمهاله او نابرابرې وي او د کډوالو د رواني روغتیا او اوږدمهاله بیا رغونې لپاره لاهم دوامدار او د اټکل وړ نړۍوال ملاتړ ته اړتیا شته.
د «الکترونیک امېګریشن نېټورک» په راپور کې له بشري مرستندویه ادارو او حکومتونو غوښتنه شوې، چې رواني روغتیا د بشري مرستو د اصلي برخې په توګه شامله کړي، د کډوالو لپاره خوندي چاپېریال رامنځته کړي او د زدهکړو، کار او ټولنیز مشارکت فرصتونه برابر کړي.
راپور ټینګار کوي، چې د کډوالۍ ستونزه یوازې هغه وخت پای ته نه رسېږي چې یو کس له فزیکي ګواښ څخه خوندي شي؛ بلکې ریښتینې بیارغونه هغه مهال بشپړېږي چې کډوال وکولای شي له رواني صدمې، وېرې او ناڅرګندتیا څخه هم ووځي او خپل ژوند په عزت او هیله بیا جوړ کړي.
راپور کې ویل شوي، چې د هر کډوال تر شا یوه انساني کیسه، نیمګړي خوبونه او داسې رواني ټپونه شته چې له ورایه نه ښکاري، خو د هغوی پر ورځني ژوند ژور اغېز لري.
د افغانستان له جګړې څخه د امریکا تر وتلو پنځه کاله وروسته تر ۱۰۰۰ ډېر هغه افغانان چې د ۲۰۲۱کال په اګست کې د امریکا له لوري قطر ته انتقال شوي وو، لاهم په دغه هېواد کې له ناروښانه برخلیک سره مخ دي.
د «اېنپيار» د راپور له مخې، د دغه افغانانو په ډله کې د امریکا د پوځ د ځینو اوسنیو سرتېرو د کورنۍ غړي هم شامل دي چې له یو کال راهیسې د قطر په السیلیه پنډغالي کې په تمه دي.
په راپور کې راغلي، د امریکا حکومت هغه افغانانو ته د بیا مېشتېدو او امریکا ته د انتقال لارې جوړې کړې وې چې له امریکايي ځواکونو سره یې کار کړی و او د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې ژوند له ګواښ سره مخ و؛ خو یوشمېر دغه کسان لاهم د ویزو او انتقال په تمه دي.
په راپور کې د امریکا د سمندري ځواکونو پخوانی سرتېری شان جمشیدي په حوالې راغلي، مشر ورور او خور یې له خپلو اولادونو سره له یوه کال راهیسې په قطر کې بند پاتې دي.
جمشیدي چې په ۲۰۰۰کال کې له خپلې کورنۍ سره له افغانستان نه امریکا ته تللی و، وروسته یې د امریکا په سمندري ځواکونو کې لس کاله خدمت کړی دی. د هغه ورور په افغانستان کې پاتې شوی و او وروسته یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې وه.
جمشیدي وايي، د هغه ورور د امریکا لپاره د کار له امله له طالبانو سره د مخامخ کېدو له ګواښ سره مخ دی او د امریکا حکومت ورته د ویزې ژمنه کړې وه؛ خو تراوسه یې قضیه نهده بشپړه شوې.
د راپور له مخې، په قطر کې د پاتې افغانانو وضعیت هغه مهال لا خطرناک شو چې د ایران او امریکا ترمنځ جګړه پیل شوه او د پنډغالي له پاسه توغندي تېرېدل. د توغندیو ځینې ټوټې د پنډغالي پر ودانیو هم پرېوتې.
د افغانانو د بیا مېشتېدو موضوع د افغانستان د جګړې د یوشمېر پخوانیو امریکايي سرتېرو او چارواکو له لوري هم مطرح شوې ده. د امریکا د کانګرس جمهوريپال غړي او د افغانستان جګړې پخواني پوځي ډان بیکن ویلي، امریکا له هغه افغانانو سره «اخلاقي مکلفیت» لري چې د امریکايي ځواکونو ترڅنګ یې خدمت کړی دی.
بیکن ویلي، امریکا له دغه افغانانو سره ژمنه کړې وه او «ژمنه باید وساتل شي». راپور وايي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت «اېنپيار» ته ویلي، چې له پاتې افغانانو سره د درېیم هېواد له لارې د بیا مېشتېدو پر حللارې خبرې روانې دي؛ خو د دغه مذاکراتو په اړه یې نور جزییات نهدي ورکړي.
د راپور له مخې، له قطر نه د افغانانو د احتمالي انتقال په اړه د کانګو د ډیموکراتیک جمهوریت نوم هم مطرح شوی؛ خو دغه هېواد له وسلهوالو شخړو سره مخ دی. شان جمشیدي وايي، د هغه ورور په ځانګړي ډول د خپلو اولادونو د راتلونکي په اړه نهیلي شوی دی.
جمشیدي اندېښنه څرګنده کړې، چې د افغانانو په اړه د امریکا د ژمنو نه عملي کېدل به د نړۍ په کچه د دغه هېواد پر اعتبار هم اغېز وکړي او خلک به د امریکا پر راتلونکو ژمنو باور له لاسه ورکړي.
لندن کې د افغان سفارت د ودانۍ په زېرمتون کې، د افغانستان او نورو هېوادونو ترمنځ د لومړنیو ډيپلوماټيکو اړیکو له کلونو پاتې اسناد، لیکونه او یادګارونه خوندي دي. په دغو اسنادو کې د هغو کسانو نومونه هم لیدل کېږي چې افغانستان تازه غوښتل نړۍ ته ځان د یوه خپلواک هېواد په توګه ور وپېژني.
په دغو نومونو کې د محمد ولي خان دروازي نوم تر ډېره د پام وړ دی. هغه د بدخشان اوسېدونکی و چې د افغانستان د تاریخ په یوه خورا حساسه دوره کې د شاه امان الله خان له نږدې کسانو څخه ګڼل کېده. نوموړي له بریتانیا سره د افغانستان د خپلواکۍ په خبرو اترو کې مهم رول درلود او وروسته یې د افغانستان د خپلواکۍ د نړیوالې پېژندنې او د هېواد لپاره د لومړنۍ ډيپلوماټيکې شبکې د جوړولو په برخه کې مهمې دندې ترسره کړې.
د هغه نوم د افغانستان د هغه مهال له ګڼو دولتي اسنادو او له اروپايي هېوادونو سره له لیکنو او اړیکو، له فرانسې او ایټالیا څخه نیولې تر شوروي اتحاد او بریتانیا پورې، په څرګنده توګه لیدل کېږي.
محمد ولي خان د شاه امان الله خان د واکمنۍ له لومړیو کلونو څخه په بهرنیو ماموریتونو کې ونډه واخیسته. هغه بخارا او تاشکند ته ولاړ او وروسته یې مسکو او اروپا ته د افغانستان د یوه پلاوي مشري وکړه.
په مسکو کې نوموړي د شوروي اتحاد له مشرانو، په ګډون له ولادیمیر لینن سره هم وکتل. افغانستان په همدې دوره کې هڅه کوله له نړۍوالو سترو قدرتونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي او له بریتانیا څخه د خپل هېواد د بهرني سیاست د اغېز او سیوري د لرې کولو لپاره نوې لارې ومومي.
خو د محمد ولي خان د ډيپلوماټيکو هڅو لمن یوازې تر مسکو پورې محدوده نه وه.
د خپلواکۍ ډيپلوماټيکه شبکه
محمد ولي خان د افغانستان د پلاوي په مشرۍ په هغو خبرو اترو کې برخه واخیسته چې موخه یې د افغانستان د بهرنیو اړیکو په برخه کې د بشپړې خپلواکۍ ټینګول وو.
د دغو خبرو اترو په پایله کې بریتانیا اړ شوه چې په یوه رسمي لیک او د راولپنډۍ تړون په ضمیمه کې د افغانستان کورنۍ او بهرنۍ خپلواکي په څرګندو ټکو ومني.
خو د افغانستان د خپلواکۍ اعلان د کار پای نه و. افغانستان اړ و چې نړۍ ته ثابته کړي چې نور نه غواړي بهرنی سیاست یې د بریتانیا تر ولکې او اغېز لاندې وي.
په همدې لړ کې، محمد ولي خان دروازي د یوه ډيپلوماټیک پلاوي په مشرۍ لومړی مسکو او وروسته د اروپا مهمو پلازمېنو ته سفر وکړ.
همدا ونډه ده چې محمد ولي خان دروازي د افغانستان د خپلواکۍ له مهمو څېرو څخه ګرځوي؛ داسې یوه څېره چې د خپلواکۍ د کلیزې په رسمي روایتونو کې د هغه د تاریخي ونډې په پرتله ډېره کمه یاده شوې ده.
په مسکو کې له لینن سره د هغه لیدنه هم د دغه سفر له مهمو پېښو څخه وه. دې لیدنې وښودله چې د اماني دولت هڅه کوله افغانستان له سیاسي انزوا څخه وباسي او له بېلابېلو نړۍوالو قدرتونو سره مستقیمې اړیکې ټینګې کړي.
نړۍ ته د افغانستان د خپلواکۍ پېغام رسونه
د محمد ولي خان د هڅو ارزښت باید د هغه وخت له سیاسي شرایطو سره په تړاو کې وکتل شي.
افغانستان تازه له بریتانیا سره د درېیمې افغان ـ انګلیس جګړې څخه راوتلی و. بریتانیا لا هم په افغانستان کې پراخ نفوذ درلود او نه یې غوښتل په اسانۍ سره له دغه نفوذه لاس واخلي.
له همدې امله، خپلواکي یوازې د جګړې د پای ته رسېدو په معنا نه وه. افغانستان اړ و چې خپله خپلواکي په بهرنیو اړیکو کې هم ټینګه او نړۍواله وپېژندل شي. محمد ولي خان له هغو کسانو څخه و چې د دې ستونزمن کار یوه مهمه برخه یې پر مخ یووړه.
هغه وروسته هم په نورو ماموریتونو کې اروپا ته ولاړ او د خپلواک افغانستان د ورپېژندنې او د هېواد د سیاسي اړیکو د پراخولو لپاره یې هڅې وکړې.
په لندن کې یې له بریتانوي چارواکو سره د دواړو هېوادونو پر اړیکو خبرې وکړې او پر دې دریځ یې ټینګار درلود چې افغانستان له خپلواکۍ وروسته باید خپل بهرنی سیاست په خپله وټاکي.
ښايي د هغه د سیاسي ژوند تر ټولو مهمه برخه همدا وه چې د افغانستان هغه خپلواکي یې په نړۍواله کچه د ټینګښت لپاره تعقیب کړه، کومه خپلواکي چې د جګړې په ډګر کې ترلاسه شوې وه او اوس باید په سیاسي او ډيپلوماټیک ډګر کې هم په رسمیت پېژندل شوې وای.
د بهرنیو چارو او جګړې وزارت
محمد ولي خان وروسته د اماني دولت له مهمو څېرو څخه شو. هغه د بهرنیو چارو د وزیر په توګه دنده ترسره کړه، د څه مودې لپاره یې د جګړې وزارت هم پر غاړه درلود او ان د نایبالسلطنې په توګه یې هم کار وکړ.
له همدې امله، که شاه امان الله خان د افغانستان د خپلواکۍ سیاسي څېره وبولو او محمود طرزي د هغه مهال د افغانستان د بهرني سیاست له مهمو فکري او سیاسي بنسټګرو څخه وګڼو، نو محمد ولي خان دروازي باید د خپلواکۍ د پروژې له مهمو اجرایي او ډيپلوماټیکو څېرو څخه وبلل شي.
البته د افغانستان خپلواکي د یوه کس د هڅو پایله نه وه. د شاه امان الله خان سیاسي پرېکړې، د افغان ولس مقاومت، له بریتانیا سره درېیمه افغان ـ انګلیس جګړه او د مشروطهغوښتونکو هڅې، ټول د دې بهیر په رامنځته کېدو کې اغېزمن وو.
خو له دې ټولو سره سره، د محمد ولي خان ونډه له پامه نه شي غورځول کېدای.
دلته یوه مهمه پوښتنه مطرح کېږي: ولې د دومره مهم سیاسي او ډيپلوماټیک ژوند له لرلو سره سره، د افغانستان د خپلواکۍ په عمومي روایت کې د محمد ولي خان دروازي نوم دومره کم رنګه دی؟
د دې پوښتنې یوه برخه ښايي د هغه په خپل برخلیک کې وموندل شي.
د شاه امان الله خان له واکمنۍ وروسته، د اماني دولت ډېرې مهمې څېرې له سیاسي ډګره لرې کړای شوې. محمد ولي خان هم ونیول شو او په پای کې ووژل شو.
هغه سړی چې کلونه یې د افغانستان په استازیتوب د نړۍ په بېلابېلو پلازمېنو کې خبرې کړې وې، په پای کې د هېواد د دننیو سیاسي شخړو قرباني شو.
له بلې خوا، د افغانستان د خپلواکۍ رسمي روایت تر ډېره د شاه امان الله خان او له بریتانیا سره د درېیمې جګړې تر موضوعاتو محدود پاتې شوی دی.
خو د دې روایت تر شا د ډيپلوماټانو، خبرو اترو د استازو او سیاستوالو یوه ډله هم ولاړه وه چې د افغانستان د خپلواکۍ د ټینګولو او نړۍ ته د هغې د ورپېژندلو لپاره یې هڅې کړې وې.
محمد ولي خان د دغې ډلې له مهمو څېرو څخه و.
یوه ملي څېره، نه د یوه قوم
محمد ولي خان د بدخشان له درواز سیمې څخه راوتلی و. هغه یو تاجک بدخشانی سیاستوال و چې د افغانستان د تاریخ په یوه مهم پړاو کې د دولت تر لوړو مقامونو پورې ورسېد. خو د هغه میراث باید یوازې له قومي زاویې ونه کتل شي.
محمد ولي خان د افغانستان د ملي تاریخ یوه برخه ده؛ لکه شاه امان الله خان، محمود طرزي او د خپلواکۍ د غورځنګ نورې مهمې څېرې چې د هېواد د همدې ګډ تاریخ برخه دي.
خبره دا نه ده چې د یوه کس ونډه له حده زیاته وښودل شي او نور کسان له پامه وغورځول شي. اصلي موضوع دا ده چې د افغانستان د خپلواکۍ روایت بشپړ شي او هغه کسان چې د دې خپلواکۍ په جوړولو او ټینګولو کې یې ونډه لرله، د هېواد له تاریخي حافظې څخه حذف نه شي.
نن، له هغو پېښو څه باندې یوه پېړۍ وروسته، ښايي اړینه وي چې یو ځل بیا هماغو زړو انځورونو، لیکونو او تاریخي اسنادو ته وکتل شي.
په دغو اسنادو کې د یوه داسې سړي نوم لیدل کېږي چې له بدخشان څخه راپاڅېد، د شاه امان الله خان تر دربار پورې ورسېد، د شوروي اتحاد له مشرانو سره یې وکتل، پاریس ته ولاړ، په لندن کې یې د افغانستان د خپلواکۍ دفاع وکړه او وروسته د بهرنیو چارو او جګړې وزیر شو.
محمد ولي خان دروازي په یوازې ځان د افغانستان خپلواکي نه ده رامنځته کړې؛ خو هغه له هغو مهمو څېرو څخه و چې د افغانستان د خپلواکۍ د نړۍوالې پېژندنې او ټینګښت لپاره یې مهم رول ادا کړ.
ښايي اصلي پوښتنه همدا وي: ولې هغه سړی چې د یوه خپلواک افغانستان د ورپېژندلو لپاره یې د نړۍ بېلابېلو پلازمېنو ته سفرونه وکړل، نن په خپله افغانستان کې تر دې کچې ناپېژندل شوی دی؟
دا پوښتنه یوازې د محمد ولي خان دروازي په اړه نه ده؛ بلکې دا پوښتنه هم مطرح کوي چې موږ د افغانستان تاریخ څنګه روایت کړی او په دغه روایت کې کوم کسان کم رنګه شوي یا له یاده وتلي دي.
په داسې حال کې چې طالبان ادعا کوي، په افغانستان کې د نشهيي توکو کرکېله، کاروبار او قاچاق نږدې صفر ته رسېدلې، په افغانستان کې د بریتانیا یوه پخواني قومندان همېش دو برتون ګوردون په یوې مقاله کې ادعا کړې، چې د نشهيي توکو اقتصاد د طالبانو د «پېچلي اقتصاد» یو مهمه برخه ده.
بریتانوي قومندان همېش دو برتون ګوردون چې له ۲۰۰۷ تر ۲۰۱۱ کال پورې څو ځلي په افغانستان کې نظامي مامویرت کړی د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۲۸مه) ټېلګراف ته په یوې مقاله کې لیکلي، پنځه کاله وړاندې، لوېدیځوالو افغانستان پرېښود او زیاته کړې یې ده: «له هغه وروسته چې څه پېښ شول، باید د هغو کسانو لپاره د شرم لامل شي چې په دې باور وو د جګړې له هر ډول ناکامیو سره سره موږ لږ تر لږه یو داسې هېواد شاته پرېښود چې د هغه هېواد پرتله چې موږ موندلی وو، د ازادۍ، زده کړې او فرصتونو خورا لوړه کچه لري».
د هغه په باور، له افغانستانه د لویدیځوالو وتل افغانستان شاتګ کړی او طالبانو هم په سیستماتیک ډول د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کړي او د هغوی زدهکړې، دندې، تګ راتګ او په عامه ژوند کې ګډون یې محدود کړ او په وینا یې: «هغه ښځې چې یو وخت قاضیانې، ډاکترانې، ښوونکې، ملکي مامورینې او مدني فعالانې وې اوس په خپلو کورونو کې بنديانې شوې دي».
دغه بریتانوي قومندان زیاتوي، په هلمند کې یې د خپل ماموریت پر مهال د طالبانو د نشهيي توکو د سوداګرۍ بهیر ګډوډ کړی وو او په باور یې په هغه وخت کې بریتانیا او اروپا ته د «افغاني هیرویینو» د لېږد په کمولو کې په واقعي توګه پرمختګ شوی وو.
هغه زیاتوي: «نن ورځ، د هغو هڅو ډېره برخه بې پایلې شوې ده. د طالبانو په بشپړ کنټرول او د لوېدیځو ځواکونو په وتلو سره، د نشهيي توکو اقتصاد د افغانستان د پېچلي امنیتي او اقتصادي وضعیت یوه مهمه برخه ده. لویدیځوالو ته یو درس دا دی چې پوځي مداخله کولای شي دا ډول ستونزه وځپي، خو پرته له یوه پایښت لرونکي سیاسي حل څخه یې په دایمي توګه نه شي حل کولای».
نوموړي په ډاګه کړې: «ماته د افغان ښځو په اړه اوسنۍ چوپتیا درک کول خورا سخت دي. په غزه او نورو ځایونو کې د ملکیانو د کړاوونو په اړه په حقه سره جذباتی کمپاینونه روان دي. مګر دا غږونه چېرته دي کله چې افغان نجونې ښوونځي ته له تګ څخه منع کېږي؟ د اعتراض غږونه چېرته دي کله چې ښځې له پوهنتونونو، دندو او عامه ژوند څخه اېستل کېږي؟ هغه قهر چېرته دی کله چې د ښځو پوره یو نسل له خپلو خورا اساسي ازادیو بې برخې کېږي؟»
هغه څرګنده کړې: «که موږ په ریښتیا په نړیوالو بشري حقونو باور لرو، نو پر افغان ښځو ظلم او جبر باید د اخلاقي روښانتیا مستحق وي».
نوموړی د افغانستان اوسنی وضعیت د لویدیځوالو د ستراتیژۍ او سیاسي ارادې ناکامي بولي او په وینا یې، افغانستان بریتانیا ته چندانې ستراتیژیک ارزښت نهلري، خو په ۲۰۰۱ کال کې د القاعدې د لهمنځه وړلو، د ترهګرو لپاره د خوندي پناهځای نه ورکولو او د بریتانیا پر وړاندې د بریدونو لپاره د اډې په توګه د افغانستان د نه کارولو په موخه هغه هېواد ته لاړه.
د نوموړي په وینا، په افغانستان کې په شاوخوا ۲۰ کلنه جګړه کې د ښځینه بریتانوي نظامیانو په ګډون ۴۵۷ بریتانوي پوځیان ووژل شول، زرګونه کسان ټپیان او څه باندې ۱۰۰ کسان معلول بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي او یاد بریتانوي قومندان د خپلې مقالې په یوې برخه کې وايي: «موږ باید هیڅکله د خپلو هغو ځوانانو او ښځو قربانۍ هېرې نهکړو چې هلته استول شوي وو، او نه هم د هغو افغانانو قربانۍ چې د هغوی تر څنګ ولاړ وو».
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې د بریتانیايي ځواکونو افغان متحدین لا هم بریتانیا ته د لیږد په تمه په ډېرو سختو شرایطو کې شپې او ورځې تېروي.