پخواني سرتېری: طالبان په کندهار کې د شخصي دښمنیو پر بنسټ پخواني نظامیان نیسي

په کندهار کې یو شمېر پخوانیو افغان سرتېرو افغانستان انټرنشنل ته په رالېږلي پیغام کې ادعا کړې چې طالبان په بېلابېلو پلمو پخواني نطامیان نیسي او له بایومټریک او امنیتي معلوماتو وروسته د کلي د ملا، ملک او نورو کسانو د شکایتونو پربنسټ ورته دوسیې جوړیږي.
دغه پخواني سرتېري ادعا کوي چې طالبان پخواني نظامیان نیسي او قوماندانۍ ته له بیولو وروسته یې بایومیټریک کوي.
یو تن سرتېري ویلي چې که څوک پخوانی نظامي ثابت شي نو هغه کس محکمې ته لېږدول کېږي.
دغه پخواني نظامی زیاته کړې چې « که پر کوم پخواني نظامي کوم جرم ثابت نه شي، وروسته د همدې کس په اړه حوزې ته مکتوب لېږي او بیا یې موضوع د سیمې د جومات امام او د کلي ملک ته راجع کوي».
دغه نظامي ویلي که بیا هم پر نوموړي جرم پیدا نه شي نو د کلي ملک او د جومات امام د خپلو شخصي عقدو له مخې یاد کس طالبانو ته بد معرفي کوي او په همدې دلیل یې طالبان د ۶ میاشتو لپاره بندي کوي.
دغه پخواني نظامي ادعا کړې ده، چې طالبانو له کوم جرم پرته نوموړی شپږ میاشتې بندي کړی و.
که څه هم دا په کندهار کې د یوه پخواني نظامي ادعا ده، خو تر دې وړاندې هم له کندهار څخه د طالبانو له خوا د یو شمېر پخوانیو نظامیانو د نیولو او بندي کولو راپورونه ورکړل شوي.
