یوه افغانه نجلۍ:له تېرو پنځو کلونو راهیسې مو هیلې د تړلو دروازو تر شا پاتې دي

یوه افغانه نجلۍ چې غوښتل یې خبریاله شي وایي، د زرګونه نجونو په څېر پنځه کاله کېږي چې هیلې یې د ښوونځي د تړلو دروازو ترشا پاتې دي. هغه وایي: «زما درد یوازې دا نهدی، چې ښوونځي ته نهشم تلای؛ لویه ستونزه دا ده چې د خپل راتلونکي د ټاکلو فرصت رانه واخیستل شو».
دغه افغانې نجلۍ افغانستان انټرنشنل ته په لېږلي پیغام کې ویلي: «ما تل هیله لرله، چې یوه ورځ خبریاله شم. غوښتل مې زدهکړې وکړم، قلم په لاس کې ونیسم، خبرونه روایت کړم، د خپل ولس غږ واوسم او د خپل هېواد حقیقتونه د نړۍ تر غوږونو ورسوم».
د هغې په خبره، له ځان سره یې تل د خبریالۍ او خپل راتلونکي په اړه فکر کاوه؛ تر څو د افغانستان د خلکو له دردونو او هیلو به راپورونه جوړوي او د هغو کسانو غږ به جوړېږي چې غږ یې نه اورېدل کېږي.
د هغې په خبره، اوس نهیلې شوې او اندېښنه لري چې هېڅ وخت به خپلو هیلو ته ونه رسېږي. هغه وایي: «نن چې د تېرو هغه کلونو په اړه فکر کوم چې له لاسه مې ورکړي له ځان سره وایم ښايي د دې ارمان د پوره کولو لپاره ناوخته شوی وي».
دغه افغانه نجلۍ له دې سره، سره بیا هم د راتلونکو نجونو په اړه فکر کوي او زیاتوي: «کېدای شي زما او زما د نسل د ډېرو نجونو لپاره ناوخته شوی وي؛ خو لاهم کېدای شي تر موږ د وړو نجونو لپاره کار وشي، یو داسې کار چې هغوی اړې نهشي زموږ په څېر خپل د ماشومتوب او ځوانۍ کلونه د ښوونځي په حسرت کې تېر کړي».
نوموړې له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له ملاتړو بنسټونو د یاد غږ د اورېدو غوښتنه کړې او وايي: «د نجونو او ښځو ملاتړي بنسټونه او سازمانونه دې د افغانستان د نجونو لپاره اقدام وکړي، مخکې له دې چې یو بل نسل هم د زدهکړو په ارمان لوی شي او خپل راتلونکی له لاسه ورکړي».
هغې پر ملګرو ملتونو او نورو ټولنو هم غږ کړی، چې افغانې نجونې او ښځې هېرې نهکړي. هغې ویلي: «د افغانستان د نجونو غږ واورئ. د یوه نسل راتلونکی په هغو پرېکړو پورې تړلی دی، چې نن ترسره کېږي».
