کرزي دا څرګندونې له بلومبرګ سره په یوه مرکه کې کړې دي. هغه وویل چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې، چې طالبان کابل ته نږدې کېدل، له افغانستان نه د وتلو وړاندیزونه ورته شوي وو، خو ده رد کړل.
هغه په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا له برید وروسته د افغانستان د وضعیت په اړه وویل چې د امریکا حضور دوه اړخونه لرل. د ده په وینا، له یوه اړخه نړیوالو مرستو، بیارغونې او اقتصادي ملاتړ د افغانانو ژوند بدل کړ، خو له بل اړخه د امریکايي او ناټو ځواکونو پوځي عملیات، پر کلیو بمبارۍ او د خلکو کورونو ته ننوتل د ده له سخت مخالفت سره مخ وو.
کرزي وویل چې د ۲۰۰۱ کال په پای کې د بن په کنفرانس کې د طالبانو نه شاملول یوه تېروتنه وه. د هغه په وینا، طالبان باید په هغه بهیر کې شامل شوي وای، ځکه د افغانستان راتلونکی باید د افغانانو ترمنځ د خبرو او همکارۍ له لارې جوړ شوی وای.
د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه پخواني ولسمشر وویل چې طالبان په افغانستان کې عملا واکمنه اداره ده او هېوادونه باید د افغانانو د بشري مرستو د رسولو لپاره له هغوی سره تعامل وکړي. خو نوموړي ټینګار وکړ چې د طالبانو نړیوال مشروعیت باید د نجونو ښوونځیو ته د بېرته ستنېدو او د ښځو د کار کولو له حق سره تړلی وي.
کرزي وویل چې له ځینو طالب مشرانو سره د زدهکړې او د ښځو د کار په اړه خبرې کوي.
د ده په وینا، ځینې طالب مشران د نجونو د زدهکړې او د ښځو د کار له حق سره موافق دي، خو دا چې هغوی کافي واک لري که نه، دی پرې نه پوهېږي.
د خپلې مشرې لور د زدهکړې د بندېدو په اړه کرزي وویل چې د یوه پلار په توګه غواړي خپلو ماشومانو ته تر ټولو ښه زدهکړه برابره کړي، خو د افغانستان د یوه وګړي په توګه هم مسوولیت لري چې هېواد داسې حالت ته ورسوي چې نجونې په خپل هېواد کې زدهکړه وکړای شي.
هغه وویل چې که خپله لور بهر ته ولېږي، دا به د افغانستان دننه د نجونو د زدهکړې له حق څخه د ده د لاس اخیستلو په معنا وي. کرزي وویل، «زه به هېڅکله له دې حقه لاس وانخلم».
کرزي همداراز څرګنده کړه چې په کابل کې له خپل کوره د وتلو لپاره باید د طالبانو چارواکو ته خبر ورکړي او که اجازه ورکړي، امنیتي ساتونکي او بدرګه ورته برابروي. هغه خپل اوسنی وضعیت د مرکې پر مهال د شکایت وړ ونه باله او ویې ویل چې شخصي محدودیتونه ورته دومره مهم نه دي؛ د افغانستان راتلونکی یې اصلي اندېښنه ده.
نوموړي وویل چې نه غواړي بېرته د افغانستان په حکومت کې کوم رسمي مقام واخلي. د ده په وینا، خپله دوره یې تېره کړې او د هېواد لپاره یې هغه څه کړي چې کولی یې شول.
کرزي د خپل حکومت تر ټولو ستره لاسته راوړنه د افغان هلکانو او نجونو لپاره د زدهکړې پراختیا، د هېواد بیارغونه او د یووالي د احساس رامنځته کېدل وبلل.
خو هغه د خپلې دورې تر ټولو ستره نیمګړتیا د سولې په راوستلو کې پاتې راتلل وبلل. کرزي وویل چې دا یوازې د شرایطو پایله نه وه، بلکې شخصي ناکامي هم وه، ځکه سوله د ده خپله هیله وه خو پوره یې نه شوای کړای.
سره له دې، کرزي وویل چې د افغانستان راتلونکي ته ډېر هیلهمند دی او باور لري چې افغانستان به یو لوی هېواد شي، ځکه د ده په وینا، افغانستان اوږد تاریخ، بډایه کلتور او ژورې ریښې لري.
کرزی وايي، د سقوط په ورځو کې یې هیله درلوده، چې له طالبانو سره یو داسې حکومت جوړ شي، چې ټول افغانان پکې شامل وي، خو دغسې ونه شول.
د هغه په وینا، هېوادونو او دوستانو له کابل نه د وتلو په اړه اړیکه ورسره ونیوله، خو ده رد کړه او ویې ویل، چې له هېواده نه وځي.
کرزی زیاتوي، « زه ډېر خوشحاله یم چې دا کار مې ونه کړ. دا زموږ کور دی، دا مو هېواد دی. کله چې حالات ستونزمن شي، انسان خپل کور نه پرېږدي؛ باید پاتې شي او د وضعیت د سمولو هڅه وکړي. طالبان هم افغانان دي، دوی د دې هېواد دي. موږ هم افغانان یو؛ موږ د دې هېواد یو. څوک چې د طالبانو په مخالفت کې دي، افغانان دي. موږ ټول باید لاسونه سره ورکړو، دا تلپاتې جګړه پای ته ورسوو او په ګډه یې حل کړو».
کرزی وايي، د هر بل هېواد په څیر، د افغانستان لپاره یوازینۍ لاره چې په خپلو پښو ودرېږي، د یو لوستي نفوس له لارې ده. هغه زیاتوي، « د همدې دلیل لپاره، زه د افغان ولس، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره د زده کړې غوښتنه کوم».
هغه ددې پوښتنې په ځواب کې، چې کله تاسې دا خبره له طالبانو سره په خپلو خبرو کې کوئ، ځواب یې څه وي؟ وویل، « هغه کسان چې راځي او له ما سره ویني، په همدې نظر دي». په دې اړه چې ایا دوی کافي واک نه لري؟، کرزي زیاته کړه، « په دې زه نه پوهېږم او په دې به تبصره ونه کړم».
هغه د خپلو ماشومانو د زده کړو په اړه زیاته کړه، « د پلار په توګه، دا زما مسوولیت دی چې دوی ته تر ټولو غوره زده کړې برابرې کړم. خو د افغانستان د تبعه په توګه، دا هم زما مسوولیت دی چې خپل هېواد په خپل چاپیریال، کلتور، تاریخي لید [او] ژبو کې د نجونو د روزنې لپاره چمتو کړم. که زه خپله لور بهر ته بوځم، د دې معنا به دا وي چې موږ له دې حقه لاس په سر شوي یو. زه به هېڅکله له دې حقه لاس په سر نه شم».