• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان او ایران د سوداګریو خونو د یوې ګډې کاري ډلې پر رامنځته کولو هوکړه کړې

۳۰ زمری ۱۴۰۵ - ۲۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۸:۱۸ GMT+۱

د افغانستان د سوداګرۍ خونې یوه پلاوي د ایران د سوداګرۍ خونې له مرستیال سره په کتنه کې د یوې ګډې کاري ډلې پر رامنځته کولو هوکړه وکړه. د دغې هوکړې له‌مخې به د دواړو هېوادونو د سوداګرو پر وړاندې د شته ستونزو اړوند موضوعات په منظم ډول تعقیب او د حل لپاره يې عملي لارې چارې ولټول شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د جمعې په ورځ (د زمري ۳۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغې خونې پلاوي په ایران کې د صنعت او ساختمان په نندارتون کې له ګډون او په دغه هېواد کې د طالبانو له سفیر سره تر کتنې وروسته د ایران د سوداګرۍ، صنایعو، کانونو او کرنې خونې له مرستیال قدیر قیافه سره په کتنه د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د پراختیا، د ګډو پانګونو د هڅونې، د ګډ تولید د پراختیا او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو خونو ترمنځ د دوه‌اړخیزو اړیکو او همکاریو د پیاوړتیا په تړاو خبرې وکړې.

په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او ایران ترمنځ د شته اقتصادي او سوداګریزو ظرفیتونو پر اغېزناکې ګټنې ټینګار وکړ او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د مستقیمو اړیکو د رامنځته کولو، د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتوالي، د ګډو پانګونو او صنعتي او تولیدي همکاریو د پراختیا په اړه هم خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې او د ایران د سوداګرۍ، صنایعو، کانونو او کرنې خونو ترمنځ د یوې ګډې کاري ډلې پر رامنځته کولو هوکړه وکړه، څو د سوداګرۍ، پانګونې او د دواړو هېوادونو د سوداګرو پر وړاندې د شته ستونزو اړوند موضوعات په منظم ډول تعقیب او د حل لپاره يې عملي لارې چارې ولټول شي.

100%

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې دغه پلاوي تر دې مخکې د نن ورځې (جمعه د زمري ۳۰مه) په اوږدو کې د ایران د صنعت او ساختمان له شپږویشتم نړیوال نندارتون څخه لیدنه وکړه او همداراز یې په ایران کې د طالبانو له سفیر فضل احمد حقاني سره په لیدنه کې په ایران کې د افغان سوداګرو او پانګوالو پر وړاندې د شته فرصتونو، ظرفیتونو او ستونزو په اړه معلومات وړاندې کړل او د شته ننګونو د حل په برخه کې یې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

ډېر لیدل شوي

د اشرف غني پخوانی سلاکار: د جمهوریت یو شمېر بانفوذه مشرانو په حساسو شېبو کې هېواد پرېښود
۱

د اشرف غني پخوانی سلاکار: د جمهوریت یو شمېر بانفوذه مشرانو په حساسو شېبو کې هېواد پرېښود

۲
ځانګړی

طالبانو د افغانستان په ۸ ولایتونو کې د ټي ټي پي جنګیالي او د هغوی افغان ملاتړي نیولي

۳
ځانګړی

سرچینې: په ننګرهار کې طالبانو یو ۱۳ کلن ماشوم د لرګیو راټولولو په تور شکنجه کړی

۴

مقاومت جبهې د خپل یوه قوماندان وژل کېدل تایید کړل

۵

د طالبانو رسنیو د مقاومت جبهې د غړي حسیب قوای مرکز د وژل کېدو خبر ورکړی

•
•
•

نور خبرونه

د منځني ختیځ کړکېچونو او له پاکستان سره تړلو لارو افغان سوداګر او کارګر زیانمن کړي

۳۰ زمری ۱۴۰۵ - ۲۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۷:۲۴ GMT+۱
100%

د امریکا او ایران ترمنځ جګړې او له پاکستان سره سرحدي کړکېچونو د افغانستان پر سوداګرۍ او ډیورنډ کرښې ته د نږدې سیمو پر کارګرو منفي اغېز کړی دی. په اسلام کلا کې د توکو او خلکو تګ راتګ کم شوی او په سپین بولدک کې د لارې اوږدمهاله تړل کېدو ګڼ سوداګر او کارګر بېکاره کړي دي.

د شینهوا خبري اژانس د راپور له مخې د هرات ښار شاوخوا ۱۲۰ کیلومتره واټن کې د اسلام کلا بندر د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ مهمه دروازه ده چې هره ورځ زرګونه مسافر او د توکو بار موټرونه ترې تېرېږي.

نذیر احمد، چې له ۱۵ کلونو راهیسې په اسلام کلا کې د پیسو د تبادلې په برخه کې کار کوي، وايي، « د امریکا او ایران ترمنځ جګړې د توکو پر جریان او د خلکو پر تګ راتګ منفي اغېز کړی دی».

هغه شینهوا ته ویلي، د جګړې پر مهال د توکو جریان کمېږي، د خلکو تګ راتګ راټیټېږي او دا وضعیت د خلکو پر ژوند پام وړ اغېز کوي. د هغه په وینا، له جګړې وروسته د ایران له لارې افغانستان ته د واردېدونکو ځینو خوراکي توکو بیې هم لوړې شوې دي.

یو بل تن احمد وايي، د ګاز، تېلو، وریژو او غوړیو بیې لوړې شوې دي.

هغه زیاتوي چې مخکې د ۱۶ لیټره غوړیو بیه ۱۲۰۰ افغانۍ وه، خو اوس ۱۶۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

هغه جګړه ویجاړوونکې بولي او وايي چې اغېزې یې یوازې پر ښکېلو هېوادونو نه محدودېږي، بلکې ګاونډي هېوادونه هم له اقتصادي او ټولنیزو پایلو سره مخ کیږي.

موزان، چې په اسلام کلا کې د مسافرو د سامانونو د لېږدولو کار کوي، وايي د افغانستان او پاکستان د لارو تړل کېدو په اسلام کلا کې د سوداګرۍ حجم زیات کړی، خو د امریکا او ایران جګړې بیا د ده او نورو سرحدي کارګرو پر عایداتو منفي اغېز کړی دی.

هغه د کاري فرصتونو د زیاتېدو او د تولیدي فابریکو د جوړېدو غوښتنه کوي او وايي: «خلکو ته لا ډېر کار او کاري فرصتونه په کار دي.»

د اسلام کلا بندر مشر سید حضرت الله زعیم اغا وايي، هره ورځ شاوخوا ۱۲۰۰ باروړونکي موټر له دغه بندر څخه تېرېږي. د ده په وینا، دغه موټر د افغانستان صادرات د نړۍ بېلابېلو برخو ته وړي او له ایران څخه وارداتي توکي افغانستان ته راوړي.

زعیم اغا شینهوا ته ویلي چې د کډوالو او مسافرو تګ راتګ اوس مهال د قانوني اصولو له مخې ترسره کېږي.

بلخوا، د کندهار په سپین بولدک کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ بندر د دواړو هېوادونو د زیاتېدونکو کړکېچونو له امله له څو میاشتو راهیسې تړلی دی.

د بندر تړل کېدو سوداګریز فعالیتونه سخت اغېزمن کړي او د سیمې هغه خلک یې له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي چې عاید یې له سرحدي سوداګرۍ او تګ راتګ سره تړلی دی.

فضل محمد وطندوست، چې په سپین بولدک کې سوداګري کوي، وايي د هغه کاروبار نږدې ۱۰ میاشتې کېږي چې په بشپړ ډول درېدلی دی. د هغه په وینا، د بندر تړل کېدو ګڼ سوداګر، دوکانداران او کارګر بېکاره کړي او سیمه ییزې سوداګرۍ ته یې درانه زیانونه اړولي دي.

وطندوست وايي، په ځانګړي ډول د تازه مېوو او سبزیجاتو سوداګر له پام وړ زیانونو سره مخ شوي دي. هغه ادعا کوي چې د بندر تړل کېدل سوداګرو ته هره ورځ د میلیونونو ډالرو زیان اړوي.

نوموړي وویل: «تېر کال له ۵۰ تر ۶۰ کسانو پورې زما لپاره کار کاوه، خو اوس ټول بېکاره دي.»

وطندوست زیاته کړه چې په سیمه کې یو لوی بازار، چې مخکې یې له ۵۰۰ ډېرو کسانو ته د کار زمینه برابروله، د بندر له تړل کېدو وروسته هم تړل شوی دی.

هغه د دواړو خواوو له چارواکو وغوښتل چې د سپین بولدک بندر د بیا پرانیستلو لپاره ژر اقدام وکړي او خبرداری یې ورکړ چې د بندر دوامدار تړل کېدل به سوداګرو، کاروبارونو، کاریګرو او د سیمې اوسېدونکو ته لا ډېر اقتصادي زیانونه واړوي.

وطندوست وویل: «زموږ غوښتنه دا ده چې لار بېرته پرانیستل شي.»

په تېرو پنځو کلونو کې د طالبانو د مخالفو جبهو څه باندې ۱۰ قوماندانان وژل شوي

۳۰ زمری ۱۴۰۵ - ۲۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۵:۲۹ GMT+۱
100%

د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې د کابل له سقوط نه د ۱۴۰۵ کال تر زمري پورې د طالبانو د مخالفو جبهو څه باندې لس قوماندانان وژل شوي. په دې ډله کې د پخوانیو دفاعي او امنیتي ځواکونو جنرالان، د ځانګړو ځواکونو او کومانډو افسران او د وسله‌والو مخالفو ډلو سیمه‌ییز قوماندانان شامل دي.

د کابل له سقوط وروسته، یو شمېر یاد قوماندانان له هېواده د وتلو پر ځای د افغانستان غرنیو سیمو ته ولاړل او د طالبانو پر وړاندې یې د غلچکۍ جګړې جوړښتونه رامنځته کړل.

پنجشېر، اندراب، سالنګ، بدخشان او د پروان ځینې سیمې د طالبانو د مخالفانو په مهمو مرکزونو بدلې شوې.

د وژل شویو قوماندانانو په ډله کې د ملي مقاومت جبهې او د افغانستان د ازادۍ جبهې یو شمېر مهم کسان هم شامل دي. حسیب پنجشیری، بهلول بهیج، جنرال عبدالودود زره، فهیم دشتي، حاجي ملک خان، خیرمحمد خیرخواه اندرابي، قیوم کهگدای، عبدالصمد کوهگدای، اکمل امیري، عبدالبصیر اندرابي او شاه ولي خان هغه کسان دي، چې په تېرو پنځو کلونو کې له طالبانو سره په مختلفو سیمو کې د نښتو او یا هم د عملیاتو پرمهال وژل شوي دي.

حسیب پنجشیری، چې په «حسیب قوای مرکز» مشهور و، د ملي مقاومت جبهې وروستی قوماندان دی، چې وژل کیږي.

د دې جبهې د سیاسي دفتر مسوول عبدالله خنجاني د هغه وژل کېدل تایید کړي دي.

د طالبانو اړوندو رسنیو ادعا کړې چې نوموړی په شمالي سالنګ کې د پېچلو عملیاتو پر مهال وژل شوی، خو د هغه د وژل کېدو د څرنګوالي په اړه خپلواک معلومات محدود دي.

بهلول بهیج، د پنجشېر پخوانی والي او د دغه ولایت له پېژندل شویو قوماندانانو څخه یوتن و، چې د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې د پنجشېر د جګړو پر مهال ووژل شو.

جنرال عبدالودود زره، چې د احمدشاه مسعود له نږدې خپلوانو څخه و، د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په لومړیو کې د پنجشېر د جګړو پر مهال له فهیم دشتي سره یو ځای ووژل شو.

فهیم دشتي له دوو لسیزو ډېر د افغانستان په رسنیو کې فعال و. هغه د «کابل» اونیزې مسوول و او د احمدشاه مسعود له نږدې ملګرو څخه ګڼل کېده. د جمهوریت له سقوط وروسته یې د ملي مقاومت جبهې د ویاند او رسنیز مسوول په توګه دنده ترسره کړه او د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په پنځمه د پنجشېر په جګړه کې ووژل شو.

حاجي ملک خان هم په پنجشېر کې د مقاومت له سیمه ییزو قوماندانانو څخه و. نوموړی مخکې د طالبانو په سیمه ییزو جوړښتونو کې شامل و، خو وروسته له دې ډلې جلا او د ملي مقاومت له جبهې سره یوځای شو. په ۲۰۲۲ کال کې د طالبانو د عملیاتو پر مهال د هغه د وژل کېدو خبر ورکړل شو.

د بښنې نړیوال سازمان د هغه د مرګ د څرنګوالي په اړه پوښتنې راپورته کړې وې او ویلي یې وو چې روښانه نه ده هغه په جګړه کې وژل شوی او که له نیول کېدو وروسته اعدام شوی دی.

خیرمحمد خیرخواه اندرابي، چې تر سقوط مخکې د بلخ د پولیسو د قوماندانۍ د امنیت امر و، له سقوط وروسته اندراب ته ستون شو او د ملي مقاومت جبهې د ځواکونو یوه برخه یې رهبري کړه.

نوموړی د ۱۴۰۱ کال د مرغومي په پنځمه له شاوخوا ۲۰ کسانو سره، له طالبانو سره تر ۳۰ ساعتونو سختې جګړې وروسته ووژل شو.

په بغلان کې د ملي مقاومت جبهې قوماندان قیوم کهگدای هم د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر کې د نهرین ولسوالۍ په سختو نښتو کې ووژل شو. د ملي مقاومت جبهې مشرتابه د هغه مرګ تایید کړ او د هغه له مبارزې یې ستاینه کړې وه.

عبدالصمد کوهگدای، چې په بغلان کې د مقاومت له قوماندانانو څخه و، د ۲۰۲۴ کال د جون په ۲۸مه د طالبانو په یوه کمین کې ووژل شو. د هغه د مرګ په اړه د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په ټولنیزو رسنیو کې د هغه له موقعیت څخه خپرې شوې ویډیو د هغه د ځای په پېژندلو کې مرسته کړې وه.

د پخوانیو امنیتي ځواکونو له وژل شویو کسانو څخه عبدالقدیر هم یاد شوی، چې د پولیسو د ځانګړو ځواکونو افسر او د بلخ د لویې لارې د پولیسو د قوماندانۍ پخوانی مرستیال و. هغه د ۱۴۰۰ کال د مرغومي په لومړۍ نېټه د بلخ په کشندې ولسوالۍ کې د ۱۳ کسانو په ډله کې ووژل شو.

د افغانستان د ازادۍ جبهې په لیکو کې هم اکمل امیر او عبدالبصیر اندرابي له مهمو وژل شویو قوماندانانو څخه دي. اکمل امیر یا امیري د پخواني افغان پوځ له مشهورو کومانډو افسرانو څخه و او د ۲۰۲۳ کال په اپرېل کې د سالنګ په جنوبي برخه کې له طالبانو سره په جګړه کې ووژل شو. عبدالبصیر اندرابي، چې د پخواني حکومت له کومانډو ځواکونو څخه و، هم په همدې جګړه کې له هغه سره یو ځای ووژل شو.

شاه ولي خان، د افغانستان د ازادۍ جبهې یو بل سیمه ییز قوماندان د ۱۴۰۱ کال د چنګاښ په نهمه د بغلان د اندراب په قاصان دره کې له طالبانو سره په مخامخ جګړه کې ووژل شو.

د دې ترڅنګ شکرالله اندرابي، اسدالله اندرابي، شیرمحمد اندرابي، نورالله نورخیل، میرزا جان، سید بحرالدین اغا، حمیدالله مجاهد، یارمحمد، قمرالدین اندرابي، جمال الدین اندرابي، خیرالله، احمدعلي او حکیم الله هم د هغو قوماندانانو او جنګیالیو په ډله کې یاد شوي چې د ۱۴۰۱ او ۱۴۰۴ کلونو ترمنځ په جګړو کې وژل شوي دي.

د ملي مقاومت جبهې د سیاسي دفتر مسوول عبدالله خنجاني د ۱۴۰۵ کال په زمري کې ادعا کړې چې په تېرو پنځو کلونو کې د دې جبهې له زرو ډېر کسان له طالبانو سره په جګړو کې وژل شوي دي. دا شمېره په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.

د راپور له مخې، د کابل له سقوط وروسته د جګړو د ماهیت، جګړه ییزو سیمو ته د رسنیو د محدود لاسرسي او د خپلواکو او بشپړو معلوماتو د نشتوالي له امله د وژل شویو قوماندانانو بشپړ او وروستی لېست نه شي وړاندې کېدای. ګڼ سیمه ییز او منځني قوماندانان داسې مهال وژل شوي چې د مړینې خبرونه یې په پراخه کچه په رسنیو کې نه دي خپاره شوي.

سره له دې چې د مقاومت جبهو یو شمېر مهم قوماندانان وژل شوي، د افغانستان په ځینو غرنیو سیمو کې د طالبانو پر وړاندې وسله وال فعالیتونه لا هم دوام لري.

سراج الدین حقاني پر بهر میشتو افغان سیاسي مشرانو غږ وکړ چې افغانستان ته ستانه شي

۳۰ زمری ۱۴۰۵ - ۲۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۵:۰۵ GMT+۱
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني له بهر مېشتو افغان سیاسي مشرانو وغوښتل چې افغانستان ته بېرته ستانه شي او ویې ویل چې هېواد د ټولو افغانانو ګډ کور دی. حقاني ویلي، چې د دوحې هوکړې له مخې ټولبښنه شوې او له هیچا سره حساب نه کېږي، خو د نظام او امنیت ګواښونکي به تعقیبېږي.

حقاني دا څرګندونې بامیان ته د خپل سفر پر مهال د قومي مخورو، سیمه‌ییزو مسوولانو او خلکو یوې غونډې ته وکړې.

نوموړي وویل چې د افغانستان اوسنی امنیت او ثبات د هېواد له مهمو لاسته راوړنو څخه دی او باید د داخلي اختلافونو له امله له منځه ولاړ نه شي.

هغه وویل چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د دوحې د هوکړې له مخې ټولبښنه اعلان شوې او د ده په وینا، له پخوانیو مخالفانو سره د محاسبې اراده نه لري. خو د حقاني په وینا، هغه کسان به تعقیب شي چې د طالبانو د نظام یا امنیت پر وړاندې اقدام کوي او یا په هېواد کې د ګډوډۍ هڅه کوي.

نوموړي وویل، چې دوی د افغانستان له ذات او اسلامي ګټو سره د مخالفت کوونکو مخالف دي او دا مخالفت ټول ملت ورسره کوي.

هغه وویل، « کوښښ کوو چې د جزئي اختلافونو له امله دغه ارامي بېرته له لاسه ونه وځي. افغانستان د ټولو شریک کور دی، د بل د ګتې لپاره یې نه کاروو، افغانستان مو په اولویتونو کې دی».

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر د قوم، ژبې او سیمې پر بنسټ وېشونه د تېرو کلونو د بهرنیو لاسوهنو له پایلو وبلل او ویې ویل چې افغانان باید د یوه نظام تر چتر لاندې د یووالي او ګډ ژوند د پیاوړتیا لپاره کار وکړي.

حقاني د افغانستان د اوسني امنیت ساتل یوازې د طالبانو د ادارې دنده نه بولي او وايي، ولس هم پکې ونډه لري.

نوموړي زیاته کړه چې د ده په باور، د هېواد د بېلابېلو ټولنیزو پاړکو ترمنځ اړیکې او ګډ ژوند د امنیت د ټینګښت لپاره مهم دي.

هغه د هزاره ولسونو مننه وکړه او ویې ویل چې ددوی مشران ورسره ګوري او د طالبانو د ادارې ملاتړ کوي.

حقاني په بامیان کې د هزاره ټولنې له مشرانو سره د ناستو یادونه هم وکړه او ویې ویل چې د دوی د مشروع غوښتنو د حل لپاره هڅې کېږي.

حقاني وویل چې د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده د افغانانو د یووالي غوښتونکی دی او ټینګار یې وکړ چې د داخلي اختلافونو د پراخېدو مخنیوی باید د حکومت او ولس ګډ هدف وي.

نوموړي له بهر مېشتو افغانانو، په ځانګړي ډول سیاسي څېرو، وغوښتل چې ځانونه د افغانستان له ټولنې جلا ونه ګڼي او که د هېواد دننه د هغوی د ستونزو او غوښتنو د حل امکان وي، د حل لپاره به یې هڅې کېږي.

حقاني د افغانستان اوسنی امنیت او ثبات د هېواد ستره پانګه وبلله.

هغه زیاته کړه، چې بهرني وګړي په افغانستان کې ځان خوندي احساسوي او د ده په وینا، دا د ولایتونو او نظام ترمنځ د یووالي نښه ده.

نوموړي وویل، « زموږ ستره لاسته راوړنه دا ده، چې نن یو بل برداشت کولای شي او په غم او ښادۍ ګډېدلی شي».

هغه چا ته له اشارې پرته وویل، چې څوک باید ځان بیګانه ونه بولي او روا غوښتنې او کړنې چې د یوه هېواد د وګړي اړتیا وي او حل یې ممکن وي، په حل کې به یې دوی خپلې هڅې نه سپموي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر اجتماعي تعامل د ټول هېواد او نظام لپاره مهم وباله.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د ملي مقاومت جبهې او د افغانستان د ازادۍ جبهې په ګډون وسله‌والو ډلو په شمالي ولایتونو، په ځانګړي ډول بدخشان کې د طالبانو پر امنیتي ځواکونو بریدونه کړي او ددې ډلې سیاسي مخالفانو طالبان د خبرو اترو جوګه نه دي بللي.

یو شمېر پښتنو سیاستوالو او فعالانو د مقاومت جبهې د قوماندان پر وژلو غبرګون ښودلی

۳۰ زمری ۱۴۰۵ - ۲۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۳:۲۷ GMT+۱
100%

د پښتنو یو شمېر سیاسي څېرو او فعالانو د مقاومت جبهې د قوماندان حسیب پنجشیري پر وژل کېدو غبرګونونه ښودلي. دوی وايي، نوموړی د طالبانو له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې پاتې شوی و او وسله‌وال فعالیت کاوه. هغوی دغه راز د نوموړي له جسد سره د طالبانو د سرتېرو پر چلند هم نیوکې کړې دي.

د طالبانو د مخالفې ډلې ملي مقاومت جبهې د یوه قوماندان حسیب پنجشیري له وژل کېدو وروسته یو شمېر پخوانیو پښتنو چارواکو او سیاسي څېرو د هغه د فعالیتونو، په افغانستان کې د حضور او د جسد د خپرو شویو انځورونو په اړه څرګندونې کړې دي.

د ملي ټلوېزیون پخواني رییس اسماعیل میاخېل ویلي، پنجشیری د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته له افغانستان نه ونه وت او د طالبانو پر وړاندې یې وسله‌وال فعالیت ته دوام ورکړ.

میاخېل د یاد قوماندان ستاینه کړې او وايي، چې «حسیب له سقوط وروسته د تېښتې، چوپتیا او تسلیمۍ لاره غوره نه کړه، په وطن کې پاتې شو، د طالبانو پر وړاندې ودرېد او په پای کې یې د وطن د ازادۍ په لاره کې خپل ژوند له لاسه ورکړ».

سیاسي فعال مجید قرار هم ویلي چې پنجشیري د طالبانو د واکمنۍ په موده کې په افغانستان کې حضور درلود او په همدغه هېواد کې وژل شوی دی.

دوی خپلو څرګندونو ته د کورنیو چارو وزارت د پخواني مرستیال خوشحال سادات له پخوانیو ادعاوو سره هم تړاو ور کړی دی.

سادات تر دې وړاندې ادعا کړې وه چې د مقاومت جبهې ځینې قوماندانان، لکه حسیب پنجشیری او خالد امیري په پنجشېر کې حضور نه لري.

پنجشیري په تېرو کلونو کې څو ویډیوګانې خپرې کړې وې چې په غرنیو سیمو کې یې د هغه حضور ښوده.

د طالبانو چارواکو له دې وړاندې ویلي، چې د کولاب غرونه هم د افغانستان په څېر دي او د مقاومت جبهې غړي د هغه ځای په غرونو کې ویډیوګانې کوي.

د حسیب پنجشیري له وژل کېدو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې د هغه د جسد په اړه ځینې انځورونه او ویډیوګانې خپرې شوې.

د دغو موادو له خپرېدو وروسته یو شمېر پخوانیو چارواکو او سیاسي څېرو د طالبانو پر چلند نیوکې کړې دي.

د میدان وردګو پخواني والي حلیم فدایي ویلي چې په ویډیوګانو کې له جسد سره د طالبانو د سرتېرو چلند د جګړې له اصولو سره په ټکر کې دی. هغه همداراز د پنجشیري د وژل کېدو او د طالبانو پر وړاندې د هغه د فعالیت په اړه خپل نظر څرګند کړی دی.

هغه د قومیت پر بنسټ د طالبانو پر ملاتړ هم نیوکه کړې ده.

د افغانستان د ملي امنیت شورا پخواني ویاند رحمت‌الله اندړ هم د پنجشیري له جسد سره د خپرو شویو انځورونو په اړه نیوکه کړې ده. هغه ویلي چې له وژل شوي کس سره باید انساني او د جګړې له اصولو سره سم چلند وشي.

دغه څرګندونې وروسته له هغه مطرح شوې چې د حسیب پنجشیري د وژل کېدو او له جسد سره د سپکاوي په اړه ځینې انځورونه او ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شول.

کرزی: طالبان او مخالفان یې ټول افغانان دي، باید په ګډه دا شخړه پای ته ورسوو

۳۰ زمری ۱۴۰۵ - ۲۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۰:۰۷ GMT+۱
100%

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، د طالبانو له مشرانو سره لا هم خبرې کوي او باور لري چې د روانو ستونزو د حل لپاره باید د طالبانو په ګډون ټول افغانان د خبرو او ګډ تفاهم له لارې یوې حل‌لارې ته ورسېږي. کرزی وايي، طالبان او مخالفان یې ټول افغانان دي، باید په ګډه دا شخړه پای ته ورسوي.

کرزي دا څرګندونې له بلومبرګ سره په یوه مرکه کې کړې دي. هغه وویل چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې، چې طالبان کابل ته نږدې کېدل، له افغانستان نه د وتلو وړاندیزونه ورته شوي وو، خو ده رد کړل.

هغه په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا له برید وروسته د افغانستان د وضعیت په اړه وویل چې د امریکا حضور دوه اړخونه لرل. د ده په وینا، له یوه اړخه نړیوالو مرستو، بیارغونې او اقتصادي ملاتړ د افغانانو ژوند بدل کړ، خو له بل اړخه د امریکايي او ناټو ځواکونو پوځي عملیات، پر کلیو بمبارۍ او د خلکو کورونو ته ننوتل د ده له سخت مخالفت سره مخ وو.

کرزي وویل چې د ۲۰۰۱ کال په پای کې د بن په کنفرانس کې د طالبانو نه شاملول یوه تېروتنه وه. د هغه په وینا، طالبان باید په هغه بهیر کې شامل شوي وای، ځکه د افغانستان راتلونکی باید د افغانانو ترمنځ د خبرو او همکارۍ له لارې جوړ شوی وای.

د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه پخواني ولسمشر وویل چې طالبان په افغانستان کې عملا واکمنه اداره ده او هېوادونه باید د افغانانو د بشري مرستو د رسولو لپاره له هغوی سره تعامل وکړي. خو نوموړي ټینګار وکړ چې د طالبانو نړیوال مشروعیت باید د نجونو ښوونځیو ته د بېرته ستنېدو او د ښځو د کار کولو له حق سره تړلی وي.

کرزي وویل چې له ځینو طالب مشرانو سره د زده‌کړې او د ښځو د کار په اړه خبرې کوي.

د ده په وینا، ځینې طالب مشران د نجونو د زده‌کړې او د ښځو د کار له حق سره موافق دي، خو دا چې هغوی کافي واک لري که نه، دی پرې نه پوهېږي.

د خپلې مشرې لور د زده‌کړې د بندېدو په اړه کرزي وویل چې د یوه پلار په توګه غواړي خپلو ماشومانو ته تر ټولو ښه زده‌کړه برابره کړي، خو د افغانستان د یوه وګړي په توګه هم مسوولیت لري چې هېواد داسې حالت ته ورسوي چې نجونې په خپل هېواد کې زده‌کړه وکړای شي.

هغه وویل چې که خپله لور بهر ته ولېږي، دا به د افغانستان دننه د نجونو د زده‌کړې له حق څخه د ده د لاس اخیستلو په معنا وي. کرزي وویل، «زه به هېڅکله له دې حقه لاس وانخلم».

کرزي همداراز څرګنده کړه چې په کابل کې له خپل کوره د وتلو لپاره باید د طالبانو چارواکو ته خبر ورکړي او که اجازه ورکړي، امنیتي ساتونکي او بدرګه ورته برابروي. هغه خپل اوسنی وضعیت د مرکې پر مهال د شکایت وړ ونه باله او ویې ویل چې شخصي محدودیتونه ورته دومره مهم نه دي؛ د افغانستان راتلونکی یې اصلي اندېښنه ده.

نوموړي وویل چې نه غواړي بېرته د افغانستان په حکومت کې کوم رسمي مقام واخلي. د ده په وینا، خپله دوره یې تېره کړې او د هېواد لپاره یې هغه څه کړي چې کولی یې شول.

کرزي د خپل حکومت تر ټولو ستره لاسته راوړنه د افغان هلکانو او نجونو لپاره د زده‌کړې پراختیا، د هېواد بیارغونه او د یووالي د احساس رامنځته کېدل وبلل.

خو هغه د خپلې دورې تر ټولو ستره نیمګړتیا د سولې په راوستلو کې پاتې راتلل وبلل. کرزي وویل چې دا یوازې د شرایطو پایله نه وه، بلکې شخصي ناکامي هم وه، ځکه سوله د ده خپله هیله وه خو پوره یې نه شوای کړای.

سره له دې، کرزي وویل چې د افغانستان راتلونکي ته ډېر هیله‌مند دی او باور لري چې افغانستان به یو لوی هېواد شي، ځکه د ده په وینا، افغانستان اوږد تاریخ، بډایه کلتور او ژورې ریښې لري.

کرزی وايي، د سقوط په ورځو کې یې هیله درلوده، چې له طالبانو سره یو داسې حکومت جوړ شي، چې ټول افغانان پکې شامل وي، خو دغسې ونه شول.

د هغه په وینا، هېوادونو او دوستانو له کابل نه د وتلو په اړه اړیکه ورسره ونیوله، خو ده رد کړه او ویې ویل، چې له هېواده نه وځي.

کرزی زیاتوي، « زه ډېر خوشحاله یم چې دا کار مې ونه کړ. دا زموږ کور دی، دا مو هېواد دی. کله چې حالات ستونزمن شي، انسان خپل کور نه پرېږدي؛ باید پاتې شي او د وضعیت د سمولو هڅه وکړي. طالبان هم افغانان دي، دوی د دې هېواد دي. موږ هم افغانان یو؛ موږ د دې هېواد یو. څوک چې د طالبانو په مخالفت کې دي، افغانان دي. موږ ټول باید لاسونه سره ورکړو، دا تلپاتې جګړه پای ته ورسوو او په ګډه یې حل کړو».

کرزی وايي، د هر بل هېواد په څیر، د افغانستان لپاره یوازینۍ لاره چې په خپلو پښو ودرېږي، د یو لوستي نفوس له لارې ده. هغه زیاتوي، « د همدې دلیل لپاره، زه د افغان ولس، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره د زده کړې غوښتنه کوم».

هغه ددې پوښتنې په ځواب کې، چې کله تاسې دا خبره له طالبانو سره په خپلو خبرو کې کوئ، ځواب یې څه وي؟ وویل، « هغه کسان چې راځي او له ما سره ویني، په همدې نظر دي». په دې اړه چې ایا دوی کافي واک نه لري؟، کرزي زیاته کړه، « په دې زه نه پوهېږم او په دې به تبصره ونه کړم».

هغه د خپلو ماشومانو د زده کړو په اړه زیاته کړه، « د پلار په توګه، دا زما مسوولیت دی چې دوی ته تر ټولو غوره زده کړې برابرې کړم. خو د افغانستان د تبعه په توګه، دا هم زما مسوولیت دی چې خپل هېواد په خپل چاپیریال، کلتور، تاریخي لید [او] ژبو کې د نجونو د روزنې لپاره چمتو کړم. که زه خپله لور بهر ته بوځم، د دې معنا به دا وي چې موږ له دې حقه لاس په سر شوي یو. زه به هېڅکله له دې حقه لاس په سر نه شم».