کرزی وايي چې اوس طالبانو ته د رسمیت ور کولو وخت نه دی

پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي چې د طالبانو نړیواله رسیمت پېژندنه او مشروعیت د ځینو شرطونو له پوره کولو ترلاسه کېږي او په دې برخه کې باید نجونې بېرته ښوونځیو ته ولاړې شي او ښځې په کار شي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي چې د طالبانو نړیواله رسیمت پېژندنه او مشروعیت د ځینو شرطونو له پوره کولو ترلاسه کېږي او په دې برخه کې باید نجونې بېرته ښوونځیو ته ولاړې شي او ښځې په کار شي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي بلومبرګ ته په مرکه کې ویلي چې طالبانو پنځه کاله وروسته هم داسې محدودیتونه پر ځای ساتلي چې د دوی د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو مخه نیسي.
نوموړي ویلي، د نجونو د زده کړې او د ښځو د کار حقونه باید بېرته تامین شي او د طالبانو نړیواله رسمیت پېژندنه او مشروعیت باید له همدې شرایطو سره تړاو ولري.
کرزي ویلي: «رسمیت پېژندنه او مشروعیت هغه وخت ترلاسه کېږي چې په افغانستان کې مشخص شرایط پوره شي. نړیوالې ټولنې دا خبره بیا بیا کړې ده. ملګرو ملتونو هم په وار وار دا غوښتنه کړې ده او زه یو ځل بیا همغه څه تکراروم چې په وار وار مې ویلي دي: نجونې باید بېرته ښوونځیو ته ولاړې شي او ښځې باید بېرته کار ته ستنې شي. ملګري ملتونه په دې برخه کې ډېر روښانه دي او بېلابېلو هېوادونو هم همدا غوښتنه کړې ده.»
د مرکې کوربنې مشیل حسین له کرزي وپوښتل: «نو اوس مهال نه؟ ایا تاسو نه غواړئ چې اوس د اړیکو د عادي کولو بهیر پیل شي؟»
کرزي په ځواب کې وویل: «زه غواړم داسې بهیر ووینم چې افغانان پکې سره راټول شي او ټول افغانان په خپل هېواد کې د ښه راتلونکي لپاره لاره ومومي؛ داسې ځای چې خلک پکې د مشارکت احساس وکړي، د تړاو احساس ولري، خپل حقونه ولري او په خپل هېواد کې پرمختګ وکړي.»
ولسمشر کرزي په پای کې وویل، چې د طالبانو ځینې مشران د ښځو د کار او د نجونو د زده کړې له اړتیا سره موافق دي، خو دا چې هغوی د پالیسۍ د بدلون لپاره کافي واک لري که نه، دی پرې څرګند نظر نه لري.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، د طالبانو له مشرانو سره لا هم خبرې کوي او باور لري چې د روانو ستونزو د حل لپاره باید د طالبانو په ګډون ټول افغانان د خبرو او ګډ تفاهم له لارې یوې حللارې ته ورسېږي. کرزی وايي، طالبان او مخالفان یې ټول افغانان دي، باید په ګډه دا شخړه پای ته ورسوي.
کرزي دا څرګندونې له بلومبرګ سره په یوه مرکه کې کړې دي. هغه وویل چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې، چې طالبان کابل ته نږدې کېدل، له افغانستان نه د وتلو وړاندیزونه ورته شوي وو، خو ده رد کړل.
هغه په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا له برید وروسته د افغانستان د وضعیت په اړه وویل چې د امریکا حضور دوه اړخونه لرل. د ده په وینا، له یوه اړخه نړیوالو مرستو، بیارغونې او اقتصادي ملاتړ د افغانانو ژوند بدل کړ، خو له بل اړخه د امریکايي او ناټو ځواکونو پوځي عملیات، پر کلیو بمبارۍ او د خلکو کورونو ته ننوتل د ده له سخت مخالفت سره مخ وو.
کرزي وویل چې د ۲۰۰۱ کال په پای کې د بن په کنفرانس کې د طالبانو نه شاملول یوه تېروتنه وه. د هغه په وینا، طالبان باید په هغه بهیر کې شامل شوي وای، ځکه د افغانستان راتلونکی باید د افغانانو ترمنځ د خبرو او همکارۍ له لارې جوړ شوی وای.
د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه پخواني ولسمشر وویل چې طالبان په افغانستان کې عملا واکمنه اداره ده او هېوادونه باید د افغانانو د بشري مرستو د رسولو لپاره له هغوی سره تعامل وکړي. خو نوموړي ټینګار وکړ چې د طالبانو نړیوال مشروعیت باید د نجونو ښوونځیو ته د بېرته ستنېدو او د ښځو د کار کولو له حق سره تړلی وي.
کرزي وویل چې له ځینو طالب مشرانو سره د زدهکړې او د ښځو د کار په اړه خبرې کوي.
د ده په وینا، ځینې طالب مشران د نجونو د زدهکړې او د ښځو د کار له حق سره موافق دي، خو دا چې هغوی کافي واک لري که نه، دی پرې نه پوهېږي.
د خپلې مشرې لور د زدهکړې د بندېدو په اړه کرزي وویل چې د یوه پلار په توګه غواړي خپلو ماشومانو ته تر ټولو ښه زدهکړه برابره کړي، خو د افغانستان د یوه وګړي په توګه هم مسوولیت لري چې هېواد داسې حالت ته ورسوي چې نجونې په خپل هېواد کې زدهکړه وکړای شي.
هغه وویل چې که خپله لور بهر ته ولېږي، دا به د افغانستان دننه د نجونو د زدهکړې له حق څخه د ده د لاس اخیستلو په معنا وي. کرزي وویل، «زه به هېڅکله له دې حقه لاس وانخلم».
کرزي همداراز څرګنده کړه چې په کابل کې له خپل کوره د وتلو لپاره باید د طالبانو چارواکو ته خبر ورکړي او که اجازه ورکړي، امنیتي ساتونکي او بدرګه ورته برابروي. هغه خپل اوسنی وضعیت د مرکې پر مهال د شکایت وړ ونه باله او ویې ویل چې شخصي محدودیتونه ورته دومره مهم نه دي؛ د افغانستان راتلونکی یې اصلي اندېښنه ده.
نوموړي وویل چې نه غواړي بېرته د افغانستان په حکومت کې کوم رسمي مقام واخلي. د ده په وینا، خپله دوره یې تېره کړې او د هېواد لپاره یې هغه څه کړي چې کولی یې شول.
کرزي د خپل حکومت تر ټولو ستره لاسته راوړنه د افغان هلکانو او نجونو لپاره د زدهکړې پراختیا، د هېواد بیارغونه او د یووالي د احساس رامنځته کېدل وبلل.
خو هغه د خپلې دورې تر ټولو ستره نیمګړتیا د سولې په راوستلو کې پاتې راتلل وبلل. کرزي وویل چې دا یوازې د شرایطو پایله نه وه، بلکې شخصي ناکامي هم وه، ځکه سوله د ده خپله هیله وه خو پوره یې نه شوای کړای.
سره له دې، کرزي وویل چې د افغانستان راتلونکي ته ډېر هیلهمند دی او باور لري چې افغانستان به یو لوی هېواد شي، ځکه د ده په وینا، افغانستان اوږد تاریخ، بډایه کلتور او ژورې ریښې لري.
کرزی وايي، د سقوط په ورځو کې یې هیله درلوده، چې له طالبانو سره یو داسې حکومت جوړ شي، چې ټول افغانان پکې شامل وي، خو دغسې ونه شول.
د هغه په وینا، هېوادونو او دوستانو له کابل نه د وتلو په اړه اړیکه ورسره ونیوله، خو ده رد کړه او ویې ویل، چې له هېواده نه وځي.
کرزی زیاتوي، « زه ډېر خوشحاله یم چې دا کار مې ونه کړ. دا زموږ کور دی، دا مو هېواد دی. کله چې حالات ستونزمن شي، انسان خپل کور نه پرېږدي؛ باید پاتې شي او د وضعیت د سمولو هڅه وکړي. طالبان هم افغانان دي، دوی د دې هېواد دي. موږ هم افغانان یو؛ موږ د دې هېواد یو. څوک چې د طالبانو په مخالفت کې دي، افغانان دي. موږ ټول باید لاسونه سره ورکړو، دا تلپاتې جګړه پای ته ورسوو او په ګډه یې حل کړو».
کرزی وايي، د هر بل هېواد په څیر، د افغانستان لپاره یوازینۍ لاره چې په خپلو پښو ودرېږي، د یو لوستي نفوس له لارې ده. هغه زیاتوي، « د همدې دلیل لپاره، زه د افغان ولس، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره د زده کړې غوښتنه کوم».
هغه ددې پوښتنې په ځواب کې، چې کله تاسې دا خبره له طالبانو سره په خپلو خبرو کې کوئ، ځواب یې څه وي؟ وویل، « هغه کسان چې راځي او له ما سره ویني، په همدې نظر دي». په دې اړه چې ایا دوی کافي واک نه لري؟، کرزي زیاته کړه، « په دې زه نه پوهېږم او په دې به تبصره ونه کړم».
هغه د خپلو ماشومانو د زده کړو په اړه زیاته کړه، « د پلار په توګه، دا زما مسوولیت دی چې دوی ته تر ټولو غوره زده کړې برابرې کړم. خو د افغانستان د تبعه په توګه، دا هم زما مسوولیت دی چې خپل هېواد په خپل چاپیریال، کلتور، تاریخي لید [او] ژبو کې د نجونو د روزنې لپاره چمتو کړم. که زه خپله لور بهر ته بوځم، د دې معنا به دا وي چې موږ له دې حقه لاس په سر شوي یو. زه به هېڅکله له دې حقه لاس په سر نه شم».
د روزګان ولایت د خاص روزګان ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، څو کلنه پرلهپسې وچکالي، د څښاک اوبو نشتوالي او د کرنیزو حاصلاتو کمښت د دوی ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړی دی. خلک وایي، وچکالۍ د دوی کرنه او مالداري سخته زیانمنه کړې او که یې ستونزې همداسې دوام وکړي دغه سیمه به ټوله وچه شي.
د روزګان اوسېدونکي شکایت کوي، چې د اقلیمي بدلون اغېزو نه یوازې د دوی اقتصاد زیانمن کړی؛ بلکې د بېلابېلو ناروغیو، بېوزلۍ او احتمالي بېځایه کېدو لامل هم ګرځېدلې دي.
د سیمې اوسېدونکي وایي، د وچکالۍ له امله د ځمکې لاندې د اوبو کچه په بېساري ډول ټیټه شوې او اوس ډېری پخوانۍ څاهګانې وچې شوې دي. د خاص روزګان ولسوالۍ یو اوسېدونکی نظرجان وایي: «پخوا به مو له برمو پر ۵۰ یا ۶۰ مترو اوبه ترلاسه کولې؛ خو اوس د اوبو کچه تر ۲۰۰ مترو هم ښکته شوې ده، ډېری خلک د ژورو څاهګانو د کېندلو وس نهلري او هره ورځ د څښاک اوبو پیدا کولو لپاره اوږد واټن وهي».
ځايي خلک وایي، وچکالۍ د دوی کرنه او مالداري سخته زیانمنه کړې ده او که چېرې ستونزې همداسې دوام وکړي دغه سیمه به یو مخ وچه شي. یو بزګر ملا عبدالسلام وویل: «پخوا به مو ښه غنم، جوار، سبزي او مېوې ترلاسه کولې؛ خو اوس اکثره ځمکې شاړې پرتې دي، بارانونه کم شوي او طبیعي افتونو پاتې محصولات هم لهمنځه وړي دي».
د خاص روزګان اوسېدونکي وایي، وچکالۍ یوازې د اوبو ستونزه نهده رامنځته کړې؛ بلکې د خلکو اقتصادي وضعیت یې هم سخت خراب کړی دی. د سیمې اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو نشتوالی د ګڼو ناروغیو اصلي لامل بولي او وايي، روغتیايي اسانتیاوې هم نهشته.
د یادې سیمې یو بل اوسېدونکی عبدالستار وايي: «موږ مجبوره یو له هغه اوبو استفاده وکړو چې خیرنې دي، په وروستیو کلونو کې د پښتورګو ناروغۍ، د معدې ستونزې او حتی د سرطان پېښې زیاتې شوې دي، اوبه خو نهشته روغتیايي خدمات هم صفر دي».
د دغه سیمې اوسېدونکي له طالبانو، مرستندویه بنسټونو او نړۍوالو ادارو غواړي، چې د اوبو او اقلیمي بدلون ستونزو ته جدي پام وکړي. د دوی په وینا، د چکډیمونو او کوچنیو بندونو جوړول، د څښاک اوبو شبکو او ژورو څاهګانو جوړول، د باراني اوبو د زېرمه کولو پروژې پلي کول، بزګرانو ته د وچکالۍ پر وړاندې مقاوم تخمونه او کرنیزې اسانتیاوې برابرول، د مالدارانو ملاتړ، د څارویو لپاره د خوراکي توکو برابرول او د اقلیمي بدلون په د اړه عامه پوهاوي زیاتول هغه څه دي چې کولای شي د ستونزو په حل کې اغېزمن رول ولوبوي.
د چاپېریال ساتنې د روزنیزې پرمختیايي موسسې رییس عبدالهادي اڅګزی وايي، د اقلیمي بدلون اغېزې په خاص روزګان ولسوالۍ کې تر بل هر وخت ډېرې محسوسې شوې دي. هغه زیاته کړه، چې موسسه یې د اقلیمي بدلون په اړه د خلکو د پوهاوي لوړولو، د چاپېریال ساتنې د فرهنګ پیاوړتیا او د اوبو مدیریت اړوند روزنیزو پروګرامونو د عملي کولو لپاره کار کوي؛ خو ټینګار یې وکړ چې د ستونزې د پراخوالي له امله د حکومت او نړۍوالو مرستندویه ادارو همکاري اړینه ده.
خاص روزګان ولسوالۍ نن د اقلیمي بدلون له هغو سیمو څخه ده، چې د وچکالۍ اغېزې پهکې د خلکو پر ژوند، اقتصاد او روغتیا ژور سیوری غوړولی دی. د اوبو کمښت، د کرنیزو حاصلاتو لهمنځه تلل، د باغونو وچېدل، د بېوزلۍ زیاتوالی او د ناروغیو پراخېدل هغه ستونزې دي چې د سیمې خلک یې هره ورځ تجربه کوي.
د «پيبياېس نيوز اور» په یوه ځانګړي راپور کې د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د درېیو کسانو او د هغوی د کورنیو کیسې روایت شوې دي، چې پنځه کاله وروسته د طالبانو تر واکمنۍ لاندې لاهم له ناروښانه برخلیک او وېرې سره مخ دي.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۱کال په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته زرګونه پخواني امنیتي ځواکونه او هغه افغانان چې له امریکا او لوېدیځو ادارو سره یې کار کړی و، له جدي ستونزو سره مخ شول.
راپور د رسول په نوم د افغان ملي اردو د یوه پخواني سرتېري کیسه بیانوي، چې د طالبانو پر ضد یې د هلمند په جګړو کې برخه اخیستې وه. رسول ویلي، د جمهوري نظام تر سقوط وړاندې یې هېڅکله فکر نه کاوه چې طالبان به دومره ژر کابل ونیسي او پوځ به د جګړې له دوام پرته منحل شي.
هغه وايي: «که حکومت تسلیمېدل غوښتل، باید له پیله یې دا کار کړی وای؛ څو دغه ټولې قربانۍ او مرګ ژوبله نه وای رامنځته شوې». د راپور له مخې، رسول اوس هم په پټه ژوند کوي او ادعا کوي، چې د طالبانو له عمومي عفوې سره، سره وخت ناوخت د پخوانیو سرتېرو د وژل کېدو او ورکېدو خبرونه اوري.
راپور د زهرا په نوم د یوې افغانې ښځې کیسه هم رااخلي، چې د امریکا له حکومت سره یې کار کاوه. هغې د کابل د سقوط پر مهال د هوايي تخلیې په عملیاتو کې برخه اخیستې وه؛ خو دوه ماشومان یې په افغانستان کې پاتې شول.
د راپور له مخې، زهرا اوس په امریکا کې ژوند کوي خو لور او زوی یې لاهم په افغانستان کې دي.
د زهرا لور چې اوس ۱۴ کلنه ده ویلي، د طالبانو له وېرې سره ژوند کوي او د خپلې مور د لیدلو لپاره هره ورځ انتظار باسي.
هغې ویلي: «دلته ښوونځي تړلي دي او زه هېڅ ځای نهشم تلای. غواړم امریکا ته ولاړه شم او خپل ژوند جوړ کړم». راپور وايي، زهرا په امریکا کې له نورو ستونزو سره هم مخ شوې او د هغې کوچنی زوی د مغزي سرطان له ناروغۍ سره مخ شوی و.
نوموړې ویلي، څو ځله ورته ویل شوي چې د کورنۍ د انتقال اسناد یې بشپړ شوي خو هر ځل یې د کورنۍ سفر ځنډېدلی دی. هغې زیاته کړې: «ما د امریکا لپاره کار وکړ، خپل ژوند او د خپلې کورنۍ ژوند مې له ګواښ سره مخ کړ؛ خو اوس پر هغه باور پښېمانه یم».
په راپور کې د محمد په نوم د یو بل افغان کیسه هم راغلې، چې پخوا یې د امریکا د نړۍوالې پراختیایي ادارې (USAID) لپاره کار کاوه. محمد ویلي، په ۲۰۱۵کال کې طالبانو د هغه ۱۳ کلن زوی وتښتاوه او یوه میاشت یې شکنجه کړ.
د هغه په وینا، طالبانو د هغه د زوی د خوشې کولو په بدل کې ترې د ۵۰زره ډالرو غوښتنه کړې وه او هغه اړ شو د پیسو برابرولو لپاره خپله شتمني وپلوري. راپور زیاتوي، هغه کسان چې د محمد د زوی په تښتولو او شکنجه کولو محکوم شوي وو؛ د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته خوشې شول او یو له هغوی څخه اوس د طالبانو په لیکو کې د امنیتي پوستې د ساتونکي په توګه دنده کوي.
محمد ویلي، د ویزو له تصویب وروسته یې امریکا ته د تګ هیله پیدا شوې وه؛ خو د امریکا د کډوالو د پروګرام له ځنډېدو سره یې دغه هیله هم له ستونزو سره مخ شوه. هغه ویلي: «اوس یوازې نهیلي راسره پاتې ده. کله کله له ځانه پوښتم، چې ولې مو کلونه د امریکایانو ترڅنګ کار وکړ».
د راپور له مخې، که څه هم طالبان د افغانستان پر ډېرو سیمو بشپړ کنټرول لري او د امنیت د ښه کېدو ادعا کوي؛ خو یوشمېر پخواني حکومتي کارکوونکي، سرتېري او د لوېدیځو هېوادونو همکاران لاهم د غچ اخیستنې او ناروښانه برخلیک له وېرې په پټه ژوند کوي.
د کړکېچ نړیواله ډله (کرایسز ګروپ) وايي، د طالبانو له واک ته رسېدو پنځه کاله وروسته افغانستان کې د جګړې او تاوتریخوالي کچه د پام وړ راټیټه شوې، خو په بېلابېلو برخو کې له یوه «ژور نامعلوم او بېثباته راتلونکي» سره مخ دی.
د نړیوالو کړکېچونو ډلې په یوه نوي تحلیل کې راغلي چې طالبان تر اوسه د خپل واک د ټینګښت په برخه کې له جدي ګواښ سره نه دي مخ شوي، خو د افغانستان د اساسي ستونزو د حل لپاره د دوی د تګلارې د بدلون نښې هم نه لیدل کېږي.
دغه ډله وايي، د طالبانو له واکمنۍ سره په هېواد کې امنیت ښه شوی، د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو هڅې تر ډېره بریالۍ شوې او په دولتي ادارو کې پراخ فساد د پخوا په پرتله کم شوی دی. د راپور له مخې، سوداګري او واردات په کلکه تنظیم شوي، د ګمرکي محصولاتو له لارې د دولت عواید زیات شوي او په لویو ښارونو کې د سړکونو او نورو ساختماني پروژو فعالیت هم پراخ شوی دی.
خو د دغه ګروپ په وینا، د ښځو او نجونو د حقونو محدودول د طالبانو د حکومت تر ټولو جدي ستونزه ده چې نه یوازې د دې ډلې پر حکومت «دروند داغ» دی، بلکې د افغانستان د دایمي زیانمنېدو او نړیوالې انزوا خطر هم زیاتوي. دغه ډله وايي، افغانستان اوس په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونو ته له لومړني ښوونځي پورته د رسمي زدهکړو اجازه نه ورکوي.
په راپور کې ویل شوي چې طالبان ښځې له کار، سفر، خپلواکې پرېکړې او حتا له ځینو ټولنیزو او تفریحي فعالیتونو هم محدودوي او ښځې یې تر ډېره له عامه ژوند څخه حذف کړې دي. د راپور له مخې، د طالبانو مشرتابه په دې سیاستونو کې د نرمښت کومه نښه نه ده ښودلې، بلکې ځینې محدودیتونه یې لا پیاوړي کړي دي.
دغه ګروپ وايي، د ښځو او نجونو په اړه د طالبانو د سیاستونو بدلون کولی شي له ډېرو هېوادونو سره د دوی اړیکې ښې کړي. د دې ډلې په وینا، که طالبان د نجونو د زدهکړو او د ښځو د حقونو په برخه کې له خپل اوسني دریځ څخه شاتګ وکړي، د ډېرو حکومتونو اړیکې به له کابل سره له شک پرته ښه شي.
د راپور له مخې، طالبان د یوه پراخ سیاسي مشارکت لپاره د نړیوالې ټولنې غوښتنې هم نه مني او د حکومت ډېری مهمې څوکۍ یې د خپلې ډلې له غړو ډکې کړې دي. کرایسز ګروپ وايي، د طالبانو دغه سخت دریځ د کنګل شویو میلیاردونو ډالرو د خوشې کېدو په اړه خبرې هم له خنډ سره مخ کړې او افغانستان لا هم تر ډېره له نړیوال اقتصاد څخه جلا پاتې دی.
د دغه ډلې په باور، د افغانستان لپاره تر ټولو جدي او سمدستي بهرنی ګواښ له پاکستان سره مخ په زیاتېدونکی کړکېچ دی. د راپور له مخې، اسلاماباد طالبان تورنوي چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) وسلهوالو ته یې په افغانستان کې د فعالیت زمینه برابره کړې او له همدې امله د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې په وروستیو کلونو کې په پرلهپسې ډول ترینګلې شوې دي.
دغه ډله وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولې تړل کېدو او د سوداګرۍ نږدې بشپړ درېدو د افغانستان اقتصاد ته دروند زیان رسولی دی. د راپور له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د روانې دښمنۍ له امله د افغانستان هغه پلانونه هم زیانمن شوي چې غوښتل یې دغه هېواد د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ پر مهم مرکز بدل کړي.
د نړیوالو کړکېچونو دغه ډله خبرداری ورکړی چې که طالبان د پاکستان اندېښنو ته د حل لاره پیدا نه کړي او د تاوتریخوالي له زیاتېدونکي دور څخه ونه وځي، وضعیت لا خرابېدای شي. د راپور په وینا، د دواړو لورو ترمنځ د لا پراخې نیابتي شخړې احتمال هم شته چې پایلې به یې د افغانستان له پولو هاخوا ټولې سیمې ته وغځېږي.
راپور همداراز وايي چې اقتصادي ستونزې د پاکستان له کړکېچ، د منځني ختیځ له جګړې، د نړیوالې بشري مرستې له کمېدو او د افغانستان د نړیوال مالي نظام څخه له انزوا سره لا پسې ژورې شوې دي. د کرایسز ګروپ د شمېرو له مخې، له دې مخکې هم شاوخوا ۱۷.۴ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ وو او په ۲۰۲۶ کال کې ۱۰.۷ میلیونه ښځې او نجونې بشري مرستو ته اړتیا لرله.
د افغانستان په شمال کې د امنیتي وضعیت په اړه هم اندېښنې ښودل شوې دي. کرایسز ګروپ وايي، په بدخشان کې د طالبانو پر ضد وسلهوال فعالیتونه زیات شوي او د جولای په ۱۷مه یوه لږ پېژندل شوې وسلهواله ډله د دغه ولایت د یفتل پایین ولسوالۍ پر مرکز ناڅاپي برید وکړ او د څو ساعتونو لپاره یې کنټرول په لاس کې واخیست. د راپور له مخې، دا له ۲۰۲۱ کال وروسته لومړی ځل و چې طالبانو په افغانستان کې د یوه اداري مرکز کنټرول له یوه سیال لوري څخه وبایله.
سره له دې، کرایسز ګروپ وايي، دغه وسلهوال فعالیتونه تر اوسه د طالبانو د واکمنۍ لپاره جدي ګواښ نه جوړوي او طالبان د هېواد پر ډېرو برخو خپل کنټرول ساتلی شي. خو دغه ډله ټینګار کوي چې که د شمالي سیمو پراخې اقتصادي، سیاسي او ټولنیزې ناخوښۍ حل نه شي، ورته ستونزې به دوام وکړي.
د نړیوالو کړکېچونو ډلې په پای کې ویلي، که څه هم په افغانستان کې د پراخې کورنۍ جګړې احتمال اوس کم ښکاري، خو د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو چلند، نړیواله انزوا، اقتصادي فشارونه، د حکومت انحصاري جوړښت او له پاکستان سره پرلهپسې شخړې افغانان له یوه ناڅرګند راتلونکي سره مخ کوي. دغه ډله وايي، طالبان د واک د شپږم کال په پیل کې اړتیا لري چې د هېواد د کورنیو ستونزو او له نړیوالې ټولنې سره د خپلو ترینګلو اړیکو د حل لپاره «لا عملي او واقعبینانه لاره» غوره کړي.
د پاکستان د استخباراتي ادارې (اې ایس اې) پخواني مشر اسد دراني له طالبانو څخه د اسلام اباد د ملاتړ له پخوانۍ تګلارې دفاع کړې او ویلي یې دي چې د دغه ډلې له جوړېدو پښېمانه نه دی.
هغه له «ایراف» په نوم رسنۍ سره په یوه ویډیویي مرکه کې ویلي، هغه مهال د طالبانو د جوړېدو «اړتیا» موجوده وه. نوموړي زیاته کړې چې که بېرته تېر وخت ته ستون شي، هماغه «لوبه» به بیا ترسره کړي، خو دا ځل به یې «لا ښه» ترسره کړي.
دراني ادعا کړې چې طالبانو له ۲۰۰۱ کال وروسته د جوړجاړي هڅې وکړې، خو جدي ونه نیول شول او له همدې امله یې د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې مقاومت ته دوام ورکړ. هغه ویلي چې د افغانستان شاوخوا درېیمه برخه خلک له طالبانو سره همدلي لري.
دراني د ملکي وګړو د مرګژوبلې په اړه هم ویلي چې په جګړو کې خلک «په خپله خوښه یا ناخوښه» وژل کېږي او دا یې د جګړې له «طبیعت» سره تړلې موضوع بللې ده.
د نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د افغانستان د جګړو پر مهال د ملکي وګړو د مرګژوبلې، د ښوونځیو او نورو ملکي مرکزونو د بریدونو په اړه پراخ راپورونه خپاره شوي دي.
«تحریک طالبان پاکستان د افغان طالبانو نیمګړی ماشوم دی»
د مرکې په یوه برخه کې هغه د ټيټيپي د رامنځته کېدو په تړاو ویلي چې دا ډله د افغان طالبانو «نیمګړی ماشوم» دی او د دې ډلې له فعالیتونو څخه رامنځته کېدونکي تلفات یې د «لوبې بیه» بللې ده.
پاکستان په وروستیو کلونو کې د ټيټيپي بریدونه د خپلې مهمې امنیتي اندېښنې په توګه یاد کړي او پر طالبانو یې تور لګولی چې د دې ډلې غړو ته په افغانستان کې زمینه برابروي. طالبان بیا دغه تورونه ردوي.
دراني د پاکستان او امریکا اړیکې «دوهګونې» بللې او ویلي یې دي چې اسلاماباد نه د واشنګټن متحد و او نه به وي، خو له امریکايي پیسو یې استفاده کړې ده.
هغه دغه سیاست د «حکومتولۍ هنر» بللی دی خو د دراني تازه څرګندونې د پاکستان د پخوانۍ افغان پالیسۍ، د طالبانو د رامنځته کېدو او د سیمې پر امنیت د دغې پالیسۍ د اغېزو په اړه یو ځل بیا بحثونه راپاروي.
د یادولو وړ ده چې د پاکستان او طالبانو اړیکې د ۱۹۹۰مو کلونو له نیمایي راهیسې پراخې شوې او اسلاماباد په ۱۹۹۶ کال کې د طالبانو د لومړي حکومت له رسمي پېژندونکو هېوادونو څخه و.
خو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دواړو لورو اړیکې په پراخه کچه ترینګلې شوې دي. په ځانګړي ډول د ټيټيپي فعالیتونو، د ډیورنډ کرښې د نښتو، د تورخم او سپینبولدک دروازو د تړل کېدو او د افغان کډوالو د ایستلو موضوعاتو د طالبانو او اسلاماباد ترمنځ اختلافات زیات کړي دي.