بلوچستان کې په بېلابېلو پېښو کې ۹ کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي

د پاکستان د بلوچستان ایالت په بېلابېلو ولسوالیو کې د ډزو، قبایلي او ځمکنۍ شخړو، ترافیکي پېښو او نورو پېښو له امله لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان د بلوچستان ایالت په بېلابېلو ولسوالیو کې د ډزو، قبایلي او ځمکنۍ شخړو، ترافیکي پېښو او نورو پېښو له امله لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
د مستونګ ولسوالۍ په یوه سیمه کې پولیسو د دوو کسانو مړي موندلي چې د ډزو له امله په مرمیو سوري شوي وو. پولیس وايي، مړي د پېژندنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي او د ظاهري نښو له مخې دواړه د پنجاب اوسېدونکي ښکاري.
په خضدار کې د اېم-۸ پر لویه لار د زیدي سفید غرونو په سیمه کې د یوه پل د یوې برخې له ویجاړېدو وروسته یو موټرسایکل لاندې لوېدلی چې له امله یې یو کس مړ شوی او شپږ نور ټپیان شوي دي.
په اوسته محمد ولسوالۍ کې د یوې قبایلي شخړې له امله دوه کسان وژل شوي، په همدې ولسوالۍ کې یو ماشوم په اوبو کې ډوب شوی او مړ شوی دی. د ډیره مراد جمالۍ له سیمې څخه هم د یوه کس مړی موندل شوی دی.
د ډیره بګټي ولسوالۍ د سوې په دوسوناري سیمه کې د ځمکې پر سر د شخړې له امله اته کسان ټپیان شوي دي.
په نوشکي ولسوالۍ کې یو هندو سوداګر په خپل دوکان کې د ناپېژاندو وسلهوالو له لوري په ډزو وژل شوی او یو بل کس د چاقو په برید کې ټپي شوی دی.
د پنجګور ولسوالۍ په ګرماکان سیمه کې هم ناپېژاندو کسانو ډزې کړې چې له امله یې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان ټپیان شوي دي.
په لسبېله ولسوالۍ کې د وندر په سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس وژل شوی دی.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو اوږدمهاله بندښت پاکستاني صادرونکو ته د شاوخوا ۴.۵ میلیارد ډالرو احتمالي زیان اړولی. د پاکستان د پرمختیايي اقتصاد انسټیټیوټ وايي، دې وضعیت د دواړو هېوادونو پر سوداګرۍ سخت منفي اغېز کړی دی.
ددغه انسټيټيوټ د راپور له مخې، د دواړو هېوادونو دوه اړخیزه سوداګري په ۲۰۲۴ کال کې له ۲،۴۶ میلیارد ډالرو څخه په ۲۰۲۵ کال کې ۱،۷۷ میلیارد ډالرو ته راټیټه شوې چې شاوخوا ۲۸ سلنه کموالی ښيي.
راپور وايي، د سوداکریزو له تړل کېدو وروسته پاکستاني صادراتو ته هره میاشت په اوسط ډول شاوخوا ۱۷۷ میلیونه ډالره زیان اوښتی او د ۲۰۲۶ کال تر پیل پورې د صادراتو کچه نږدې ۵۶ سلنه کمه شوې ده.
خو د پاکستان د پرمختیايي اقتصاد انسټیټیوټ ټینګار کوي چې د ۴،۵ میلیارد ډالرو اټکل باید د وروستي او په بشپړ ډول تایید شوي زیان په توګه ونه ګڼل شي، ځکه د دغه رقم د محاسبې بشپړ جزیات په څېړنیز راپور کې نه دي وړاندې شوي.
د پاکستان او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال په جنوري او فبرورۍ کې د دواړو هېوادونو پر مهمو سوداګریزو لارو له ۱۰ زرو تر ۱۲ زرو پورې باروړونکي کانټینرونه بند پاتې وو. د دغې خونې د اټکل له مخې، د ډيورنډ کرښې د تړل کېدو له امله هره میاشت شاوخوا ۵۰ میلیارد پاکستانۍ کلدارې اقتصادي زیان اوړي، چې د ورځې نږدې ۱،۷ میلیارد کلدارو سره برابرېږي.
د سوداګریزو لارو بندښت له امله د سوداګرو لوژستیکي لګښتونه هم لوړ شوي دي. د راپور له مخې، د یخچالي کانټینرونو کرایه، د تېلو لګښت او د کانټینرونو د ځنډ فیسونه د سوداګرو پر اوږو اضافي بار اچوي او په ځینو مواردو کې یوازې د کانټینر د درولو ورځنی فیس له ۱۵۰ تر ۲۰۰ ډالرو پورې رسېږي.
د سیمهییزې اقتصادي همکارۍ د کوریډور د فعالیتونو د څارنې د معلوماتو له مخې، تورخم او چمن لا هم د سیمې له هغو دروازو څخه دي چې د مالونو د لېږد او ګمرکي تصفیې بهیر پکې ډېر وخت نیسي. په راپور کې ویل شوي چې پېچلې تلاشي، د قاچاق ضد اقدامات او د اړینو زیربناوو کمښت ان په عادي شرایطو کې هم د سوداګرۍ لګښتونه لوړوي، خو د امنیتي کړکېچونو پر مهال دغه ستونزې لا پسې پراخېږي.
د پاکستان د پرمختیايي اقتصاد انسټیټیوټ په وینا، د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې لارې له اوږدې مودې راهیسې د مېوو، سبزیو او نورو ژر خرابېدونکو خوراکي توکو د لېږد لپاره مهمې دي. د ډيورنډ کرښې اوږدمهاله تړل کېدل د دغو توکو د خرابېدو، د سوداګرو د عوایدو د کمېدو او په دواړو هېوادونو کې د بازار د عرضې او تقاضا د ګډوډېدو لامل کېدای شي.
راپور خبرداری ورکوي چې د سوداکریزو لارو بندښت اقتصادي اغېزې یوازې لنډمهاله سوداګریز زیانونه نه دي، بلکې که دا وضعیت دوام وکړي، ښايي د دواړو هېوادونو پر تولیدي پرېکړو، سوداګریزو اړیکو او د خوراکي توکو پر خوندیتوب هم اوږدمهاله منفي اغېز وکړي.
د پاکستان په پارلمان کې د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي د حکومت پر سیاستونو په نیوکو سره ویلي، «له افغانستان سره کومه دښمني ده؟ دا دې ثابته کړل شي چې افغانستان له پاکستان سره د دښمنۍ پر لاره روان دی».
د پاکستان د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي د جمعې په ماښام (د زمري ۳۰مه) د تحریک انصاف ګوند له پارلماني غړو سره یو ځای د جمعیت علمای اسلام ګوند له مشر مولانا فضل الرحمان سره تر کتنې وروسته په یوه ګډ خبري کنفرانس کې خبرې هم وکړې.
اڅکزي وویل، د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې دې هم د نړۍ د نورو ادارو په څېر چلند وکړي. هغه وویل، حکومت په خپل سر اقدامات کوي، اپوزیسیون ته پام نهکوي او پارلمان کمزوری کوي.
هغه زیاته کړه: «په پاکستان کې چې دا مهال څه روان دي، په داسې وضعیت کې هېواد نهشي چلول کېدای، خو موږ به د پاکستان د بربادۍ اجازه ورنهکړو او که موږ اړ شو، نړیوال عدالت ته به لاړ شو».
اڅکزي همداراز د پارلمان د سرلوړۍ، پر اساسي قانون د توافق او د طبیعي زېرمو له عوایدو څخه سیمهییزو خلکو ته د حق ورکولو غوښتنه وکړه.
له افغانستان سره د پاکستان د دښمنۍ په تړاو اڅکزي وویل، په اسلاماباد کې د طالبانو په غونډه کې د بېلابېلو هېوادونو سفیرانو ګډون کړي وو او په وینا یې، سره له دې چې د طالبانو حکومت تر اوسه له روسیې پرته هېڅ هېواد په رسمي توګه په رسمیت نهدی پېژندلی، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي هم په دغې غونډه کې ګډون کړی وو.
هغه د پوښتنې په توګه مطرح کړه: «له افغانستان سره کومه دښمني ده»؟ او په وینا یې، پاکستان دې دا ثبوت وړاندې کړي او بیا به دوی هم ورسره ودرېږي.
مولانا فضل الرحمان هم په دې خبري غونډه کې وویل، دوی موافقه کړې چې په پارلمان کې به په ګډه اپوزیسیون کوي.
هغه وویل، پاکستان له جدي امنیتي ستونزې سره مخ دی او په ځانګړي ډول په دوو ایالتونو، خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې جګړییز وضعیت دی. د نوموړي په وینا، له شاوخوا ۲۰ کلونو راهیسې د ترهګرۍ پر وړاندې د عملیاتو او د امنیت د ټینګښت په نوم یوازې باورونه ورکول کېږي.
فضل الرحمان زیاته کړه، چې ناامنۍ د پاکستان اقتصاد سخت اغېزمن کړی، سوداګر او په ځانګړي ډول د قبایلي سیمو سوداګر له سختو ستونزو سره مخ شوي دي.
هغه وویل، پاکستان له افغانستان سره، او ختیځې پولې سره د تګ راتګ او سوداګرۍ د بندښت له امله له سخت اقتصادي وضعیت سره مخ دی.
هغه وویل: «ناسمو سیاستونو پاکستان محاصره کړی او په سیمه کې پاکستان د یوه ناامنه او محاصره شوي هېواد بڼه خپله کړې ده».
له افغان طالبانو سره د پاکستان د دښمنۍ مسئله شاوخوا یو کال مخکې وروسته له هغې جدي شوه، چې د یو بل پر پلازمینو یې هوايي بریدونه وکړل. د دغو دوو خواوو تر منځ د منځګړو په ګډون د ډېریو هېوادونو هڅو هم د پام وړ لاسته راوړنه نهده درلودلې، خو یوازې له څو میاشتو راهیسې پر یو بل د بریدونو بهیر درول شوی دی.
د پاکستان د استخباراتي ادارې (اې ایس اې) پخواني مشر اسد دراني له طالبانو څخه د اسلام اباد د ملاتړ له پخوانۍ تګلارې دفاع کړې او ویلي یې دي چې د دغه ډلې له جوړېدو پښېمانه نه دی.
هغه له «ایراف» په نوم رسنۍ سره په یوه ویډیویي مرکه کې ویلي، هغه مهال د طالبانو د جوړېدو «اړتیا» موجوده وه. نوموړي زیاته کړې چې که بېرته تېر وخت ته ستون شي، هماغه «لوبه» به بیا ترسره کړي، خو دا ځل به یې «لا ښه» ترسره کړي.
دراني ادعا کړې چې طالبانو له ۲۰۰۱ کال وروسته د جوړجاړي هڅې وکړې، خو جدي ونه نیول شول او له همدې امله یې د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې مقاومت ته دوام ورکړ. هغه ویلي چې د افغانستان شاوخوا درېیمه برخه خلک له طالبانو سره همدلي لري.
دراني د ملکي وګړو د مرګژوبلې په اړه هم ویلي چې په جګړو کې خلک «په خپله خوښه یا ناخوښه» وژل کېږي او دا یې د جګړې له «طبیعت» سره تړلې موضوع بللې ده.
د نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د افغانستان د جګړو پر مهال د ملکي وګړو د مرګژوبلې، د ښوونځیو او نورو ملکي مرکزونو د بریدونو په اړه پراخ راپورونه خپاره شوي دي.
«تحریک طالبان پاکستان د افغان طالبانو نیمګړی ماشوم دی»
د مرکې په یوه برخه کې هغه د ټيټيپي د رامنځته کېدو په تړاو ویلي چې دا ډله د افغان طالبانو «نیمګړی ماشوم» دی او د دې ډلې له فعالیتونو څخه رامنځته کېدونکي تلفات یې د «لوبې بیه» بللې ده.
پاکستان په وروستیو کلونو کې د ټيټيپي بریدونه د خپلې مهمې امنیتي اندېښنې په توګه یاد کړي او پر طالبانو یې تور لګولی چې د دې ډلې غړو ته په افغانستان کې زمینه برابروي. طالبان بیا دغه تورونه ردوي.
دراني د پاکستان او امریکا اړیکې «دوهګونې» بللې او ویلي یې دي چې اسلاماباد نه د واشنګټن متحد و او نه به وي، خو له امریکايي پیسو یې استفاده کړې ده.
هغه دغه سیاست د «حکومتولۍ هنر» بللی دی خو د دراني تازه څرګندونې د پاکستان د پخوانۍ افغان پالیسۍ، د طالبانو د رامنځته کېدو او د سیمې پر امنیت د دغې پالیسۍ د اغېزو په اړه یو ځل بیا بحثونه راپاروي.
د یادولو وړ ده چې د پاکستان او طالبانو اړیکې د ۱۹۹۰مو کلونو له نیمایي راهیسې پراخې شوې او اسلاماباد په ۱۹۹۶ کال کې د طالبانو د لومړي حکومت له رسمي پېژندونکو هېوادونو څخه و.
خو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دواړو لورو اړیکې په پراخه کچه ترینګلې شوې دي. په ځانګړي ډول د ټيټيپي فعالیتونو، د ډیورنډ کرښې د نښتو، د تورخم او سپینبولدک دروازو د تړل کېدو او د افغان کډوالو د ایستلو موضوعاتو د طالبانو او اسلاماباد ترمنځ اختلافات زیات کړي دي.
د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان نږدې سلاکار او د پاکستان تحریک انصاف ویاند ذوالفقار بخاري وایي، چې که عمران خان له بنده خوشې شي، له پوځ او د پوځ له مشر عاصم منیر سره به تقابل ونه کړي.
بخاري د چارشنبې په ورځ روېټرز ته وویل، چې عمران خان به هیڅ داسې ګام پورته نه کړي چې هېواد ته زیان ورسوي او د پاکستان د ښهوالي لپاره به خپل شخصي درد او کړاو شاته پرېږدي.
بخاري وویل: «که عمران خان سبا فرض کړئ، خوشې شي، هغه به داسې څه ونه کړي چې هېواد زیانمن کړي». هغه خان «لوړ ظرفه» کس وباله.
دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې د پاکستان سترې محکمې چارواکو ته امر وکړ، څو ۷۳ کلن عمران خان د درملنې لپاره په ۴۸ ساعتونو کې یوه شخصي روغتون ته ولېږدوي.
بخاري د سترې محکمې پرېکړه «د هیلهمندۍ نوې وړانګه» وبلله او ویې ویل، چې د پي ټي ای مشران او غړي به د محکمې د لارښوونې له مخې یې د ګوند کارکوونکي او مشران باید د روغتون مخې ته راټول نه شي.
د پنجشنبې تر غرمې عمران خان روغتون ته نه و لېږدول شوی او دا هم روښانه نه وه چې حکومت به د سترې محکمې د حکم پر وړاندې، له تخنیکي دلایلو رد شوې غوښتنه بیا وړاندې کړي که نه.
بخاري وویل، دا مهال د پي ټي ای او پوځ ترمنځ خبرې اترې نه دي روانې، خو عاصم منیر یې چې د فیلډ مارشال رتبه هم لري، د پاکستان تر ټولو ځواکمن کس وباله.
هغه زیاته کړه، که عاصم منیر پرېکړه وکړي چې «د ملت د پلار» په توګه عمل وکړي او پر هېواد «د رغونې لاس» کېږدي، ټول سیاسي بندیان به په ۲۴ ساعتونو کې خوشې شي.
د پاکستان حکومت او پوځ تر اوسه د بخاري د څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی. پوځ پخوا ویلي و چې په سیاست کې لاسوهنه نه کوي، خو حکومت د عمران خان قضيې د محکمو اړوندې چارې بولي.
شنونکي وایي، لا روښانه نه ده چې د بخاري څرګندونې د عمران خان خپل نظر هم منعکسوي که نه. عمران خان ته منسوبو شویو څرګندونو کې د تېر کال په نومبر کې عاصم منیر «د پاکستان په تاریخ کې تر ټولو مستبد دیکتاتور» بلل شوی و.
د اېټلانټیک کونسل لوړپوړي څېړونکي مایکل کوګلمېن ویلي، تر هغو چې عمران خان په بند کې وي، څرګنده نه ده چې د پي ټي ای مشرتابه به له دولت سره د احتمالي تعامل یا خبرو لپاره ګډ دریځ وړاندې کړای شي که نه.
بخاري چې په دوبۍ کې په ځانمنلې جلاوطنۍ کې ژوند کوي، وویل د ګوند مشرانو وروستی ځل اته میاشتې مخکې له عمران خان سره خبرې کړې دي.
نړیوالو بشري حقونو بنسټونو ویلي چې عمران خان د انفرادي حبس په څېر شرایطو کې ساتل کېږي او په وروستیو میاشتو کې ورسره د اړیکو په اړه ډېر معلومات نه دي خپاره شوي.
عمران خان په ۲۰۲۲ کال کې له پارلمان څخه د نه باور رایې له لارې له واکه تر لرې کېدو وروسته له څو قضیو سره مخ شوی دی. پر نوموړي د دولتي ډالیو، پر پوځي او دولتي ودانیو د تاوتریخوالي د هڅونې او ناقانونه واده تورونه لګېدلي دي.
د هغه ټولې سزاوې، له یوې پرته، یا ځنډول شوې یا بېرته اړول شوې دي او د ځینو قضیو د استیناف بهیر روان دی. عمران خان ټول تورونه ردوي.
له پوځ سره د اړیکو د رغولو د اشارو سربېره، بخاري وویل پي ټي ای به د سپتمبر په ۲۷مه په ټول پاکستان کې پراخ لاریونونه وکړي.
د هغه په وینا، لاریونوال به د عمران خان د درملنې په اړه د محکمې د حکم عملي کېدل، روغتون ته د هغه د کورنۍ، ډاکترانو، وکیلانو او ګوندي مشرانو لاسرسی، د قضیو چټکه اورېدنه او په پای کې د نوموړي خوشې کېدل وغواړي.
بخاري وویل، د پي ټي ای هغه لوړپوړي مشران چې پټ ژوند ته اړ شوي، ممکن په دغو لاریونونو کې ګډون وکړي یا یې د تنظیم چارې پر مخ یوسي.
په خیبر پښتونخوا کې د پولیسو د اعتراضونو لړۍ په ځانګړې توګه په خیبر، لکي مروت او بنو ولسوالیو کې زیاته شوې ده. د سیمې پولیس چارواکي وایي چې له ایالت سره د قبایلي سیمو له یوځای کېدو اته کاله تېر شوي، خو لا هم د دوی کاري جوړښت او حقوق نه دي تایید شوي.
په داسې حال کې چې د خیبر پښتونخوا په جنوبي او قبایلي ولسوالیو کې د ناکرارۍ پیښې په چټکۍ سره مخ په زیاتیدو دي، له ترهګرۍ سره په جګړه کې په لومړۍ کرښه کې جنګیدونکي پولیس پرسونل د خپلو غوښتنو په حق کې لاریون ته راوتلي دي. دا د پولیسو د نظم او ضابطې په اړه اندیښنې راپورته کوي.
په جنوبي ولسوالیو لکي مروت او بنو کې د پولیسو له لاریون وروسته، اوس د خیبر ولسوالۍ پولیس هم له تیرو پنځو ورځو راهیسې د خپلو غوښتنو په حق کې لاریون کوي.
د خیبر پولیس ادعا کوي چې اته کاله وړاندې له خیبر پښتونخوا سره د فاټا له یوځای کیدو وروسته، دوی سره ژمنه شوې وه چې د دوی د خدماتو جوړښت به منظم شي، مګر دا تر اوسه پورې نه دی پلي شوی، چې په ځواک کې یې لویه مایوسي رامینځته کړې ده.
د باړې سرکل ډی ایس پي ملک مظهر اپریدي له افغانستان انټرنیشنل سره په خبرو کې وویل چې « له ډیرو ژمنو سره سره، د یوځای کیدو وروسته په ټولو قبایلي ولسوالیو کې د پولیسو د خدماتو جوړښت نه دی جوړ شوی. بلکې، موږ لاهم د ورته زاړه سیسټم لاندې کار کوو».
هغه وویل چې په تیرو اتو کلونو کې دوی ته نه ترفیع ورکړل شوې او نه هم له تقاعد وروسته تقاعد او نور امتیازات ورکړل شوي دي. هغه زیاتوي، « موږ هم د ترهګرۍ پر وړاندې په جګړه کې په ميدان کې ولاړ يو، موږ هم هغه کسان يو چې تر ټولو ډېر وژل کېږو، حتا ترهګر زموږ نومونه پېژني خو له بلې خوا موږ ته په خدمت کې کوم تحفظ نه را کول کیږي».
د پوليسو افسر خبرداری ورکړ چې که ددوی د خدماتو جوړښت ته په خواخوږۍ پام ونه شي، نو د ادغام ضد سياسي غورځنګ سره د يوځای کېدو پرته بله چاره نه لري.
کله چې فاټا په ۲۰۱۸ کال کې له خيبر پښتونخوا سره يوځای شوه، نو په ټولو اوو قبايلي ادارو او اتو ايف آر یا سرحدي سیمو کې اته ويشت زره کسان د خاصه دار او ليوي ځواک برخه وه. له ادغام سره، ليوي او خاصه دار ځواکونه له پوليسو سره يوځای شول او په دې توګه، يو څه وخت وروسته، دوی ته اړينه روزنه هم ورکړل شوه، خو د قبايلي ولسواليو پوليس لا تر اوسه د منظم پوليس قانون لاندې نه دي راوستل شوي، چې دا د مدغم شويو ولسواليو په پوليسو کې لويه مايوسي رامنځته کوي.
د خيبر ولسوالۍ د مرکزي دفتر ډي اېس پي حکمت اپریدي وويل چې له ادغام وروسته، ددوی عزت زیانمن شوی دی. هغه زیاتوي، « کله چې موږ پېښور ته ځو، نو لومړی شی چې دوی له موږ څخه پوښتنه کوي دا ده چې ایا موږ د خاصه دار یا لیوي ځواک څخه یو، په دې معنا، چې موږ د پولیسو افسرانو په توګه نه پیژندل کیږو».
کله چې له هغه څخه وپوښتل شول چې ایا پولیس به په دې ډول احتجاج وکړي، ایا دا ممکنه ده چې دوی خپل پام د ترهګرۍ پر وړاندې له جګړې څخه واړوي؟ دې ته، حکمت اپریدي په ځواب کې وویل، چې د ترهګرو پر وړاندې جګړه د دوی په خاوره کې د دوی جګړه ده او دا به په هر قیمت دوام وکړي، په دې اړه هیڅ جوړجاړی نه شي کیدی.
په تیرو څو کلونو کې، په پښتونخوا کې د پولیسو له خوا د دوی د غوښتنو په حق کې په لاریونونو کې زیاتوالی راغلی دی. دوه کاله دمخه، د لومړي ځل لپاره، پولیسو د لکي مروت ولسوالۍ په اصلي انډس لویه لاره کې د خیمې په لګولو سره د څلورو ورځو لپاره پرلت وکړ. د لکي مروت پولیسو غوښتنه وکړه چې ترهګر عصري وسلې لري، په داسې حال کې چې دوی عصري وسلې نه لري او دا د ډیرو مرګونو لامل کیږي.
په ورته ډول، د بنو پولیسو هم دوه ځله احتجاج کړی دی. دوه میاشتې وړاندې، په بنو کې د احتجاج په جریان کې، پولیسو ټولې لویې لارې د دریو ورځو لپاره بندې کړې او سخته مظاهره یې وکړه، چې وروسته د یوې سیمه ییزې جرګې له لارې خبرې اترې وشوې او د پولیسو ځینې غوښتنې ومنل شوې. په دې سیمو کې د پولیسو او نورو امنیتي ادارو ترمنځ د همغږۍ د نشتوالي راپورونه هم ورکړل شوي دي.
د خیبر ولسوالۍ یو مشهور خبریال ابراهیم شینواري افغانستان انټرنیشنل ته وویل چې له څه مودې راهیسې په پښتونخوا او قبایلي ولسوالیو کې د پولیسو احتجاجونه مخ په زیاتیدو دي، چې یقینا د پولیسو سیسټم ته زیان رسوي.
هغه وویل چې دا په بشپړ ډول ریښتیا ده چې د ادغام په وخت کې د خاصه دار او لیویز ځواکونو د منظم پولیس ځواک برخه کولو ژمنې لا نه دي پلي شوي.
هغه وویل، « زه فکر کوم چې پولیس افسران شاید د دې احتجاج کونکو پولیسو غړو په وړاندې د اقدام کولو څخه ډډه وکړي ځکه چې لومړی، دوی وژل کیږي او دوهم، دا ویره شته چې که پولیس پرسونل د منع شویو سازمانونو په وړاندې له جګړې څخه انکار وکړي، نو ممکن یوه نوې ستونزه رامینځته شي».