په څلور ورځنۍ نظرپوښتنه کې ۶۴ سلنه امریکایانو ویلي چې د ټرمپ له کړنو ناخوښ دي، په داسې حال کې چې یوازې ۳۳ سلنه خلکو د هغه کړنې تایید کړې دي. د ټرمپ د تایید کچه د همدې میاشتې په لومړیو کې ۳۵ سلنه وه.
د رویټرز/ایپسوس د نظرپوښتنې له مخې، د ټرمپ د تایید کچه اوس د هغه د لومړۍ ولسمشرۍ د ۲۰۱۷ کال د ډسمبر له تر ټولو ټیټې کچې سره هم برابره شوې ده.
د ټرمپ د محبوبیت د کمېدو یو مهم لامل له ایران سره روانه جګړه او د هغې اقتصادي اغېزې بلل شوې دي.
د جګړې له امله د نړۍ د تېلو د سوداګرۍ شاوخوا پنځمه برخه اغېزمنه شوې او په امریکا کې د تېلو بیې لوړې شوې دي.
ټرمپ مخکې ژمنه کړې وه چې د انفلاسیون مخه به نیسي او امریکا به په اوږدمهاله جګړو کې نه ښکېلوي. هغه د ایران جګړه هم په لومړیو کې داسې ښودلې وه چې ښايي یوازې څو اونۍ دوام وکړي.
خو د نظرپوښتنې ۸۰ سلنه ګډونوال، چې ۸۷ سلنه پکې ډیموکراتان او ۷۱ سلنه جمهوريپال شامل دي، باور لري چې په ایران کې به د امریکا ښکېلتیا اوږده شي. یوازې ۱۶ سلنه ګډونوالو ویلي چې جګړه ښايي په څو اونیو کې پای ته ورسېږي.
امریکایان د جګړې په اړه اندېښمن دي
د نظرپوښتنې له مخې، یوازې له هرو پنځو امریکایانو یو یې باور لري چې له ایران سره جګړه د ارزښت وړ وه. د جمهوريپالو په منځ کې هم یوازې نیمایي ګډونوال دغه جګړه د ارزښت وړ بولي.
د جګړې او د تېلو د بیو په اړه اندېښنې د جمهوريپالو لپاره د نومبر د منځمهاله ټاکنو په درشل کې د اندېښنې وړ دي. جمهوريپال هڅه کوي په ولسي جرګه کې خپل کم اکثریت وساتي، خو ډیموکراتان د مشرانو جرګې د اکثریت د بېرته ترلاسه کولو هیله هم لري.
د رویټرز/ایپسوس د دې میاشتې نظرپوښتنې ښيي چې امریکایي رایهورکوونکي د اقتصادي مسایلو د مدیریت لپاره د جمهوريپالو پر ځای ډیموکراتانو ته ډېر لېواله دي. په وروستۍ نظرپوښتنه کې ۳۸ سلنه ګډونوالو ویلي چې ډیموکراتان به اقتصاد ښه مدیریت کړي، په داسې حال کې چې ۳۵ سلنه خلکو د جمهوريپالو تګلاره غوره بللې ده.
د کډوالۍ په برخه کې د جمهوريپالو برلاسی کم شوی
د کډوالۍ په برخه کې د جمهوريپالو تګلاره لا هم د ډیموکراتانو په پرتله ډېره مشهوره ده، خو د دواړو ګوندونو ترمنځ واټن کم شوی دی.
د نظرپوښتنې له مخې، ۴۰ سلنه ثبت شویو رایهورکوونکو ویلي چې جمهوريپال د کډوالۍ د پالیسۍ د مدیریت لپاره غوره تګلاره لري، په داسې حال کې چې ۳۸ سلنه ډیموکراتانو ته ترجیح ورکوي.
دا یوازې دوه سلنه توپیر د ټرمپ د اوسنۍ ولسمشرۍ تر ټولو کم واټن دی. د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې جمهوريپال په دې برخه کې ۲۶ سلنه مخکښ وو.
د رویټرز/ایپسوس دغه نظرپوښتنه په انلاین ډول د امریکا له ۱۱۶۶ بالغانو سره ترسره شوې او د پایلو د خطا کچه یې شاوخوا درې سلنه ده.