• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

د تکواندو نړیوال فدراسیون په ولسمشرۍ جام کې د افغان لوبغاړو سیالۍ پای ته ورسېدې

۳۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۲ اګست ۲۰۲۶، ۰۱:۳۳ GMT+۱تازه شوی: ۳۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۲ اګست ۲۰۲۶، ۰۲:۵۸ GMT+۱

د افغانستان د تکواندو لوبغاړو د تکواندو نړیوالو فدراسیون د ولسمشرۍ جام د اتم پړاو په سیالیو کې خپل ګډون پای ته ورساوه. دغه سیالۍ د اسیا په کچه د پاکستان په لاهور ښار کې ترسره شوې چې د جي۳ په کچه وې او د شاوخوا ۴۰ هېوادونو لوبغاړو په‌کې ګډون کړی وو.

د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې په دغو سیالیو کې له نهو لوبغاړو سره برخه اخیستې وه. له دې ډلې شپږو لوبغاړو د مبارزې یا کیوروګي او درېیو لوبغاړو د پومسې په برخو کې سیالۍ وکړې.

د سیالیو لړۍ د تېرې دوشنبې په ورځ (د زمري ۲۶مه) پیل شوې وه. د پومسې سیالۍ په لومړۍ ورځ ترسره شوې، په داسې حال کې چې د کیوروګي سیالۍ د زمري په ۲۷مه، ۲۸مه او ۲۹مه ترسره شوې. په پومسه برخه کې سیدرضا اکبري، عبیدالله شیرزي او محمدګل محمدي د افغانستان استازي وو. د دغو سیالیو په پای کې محمدګل محمدي وتوانېد چې د برونزو مډال وګټي.

عبیدالله شیرزي هم د فورمونو په ښه او اغېزناک ترسره کولو سره غوره وړتیا وښوده او د «غوره فعالیت» جایزه یې ترلاسه کړه.

100%

د مبارزې یا کیوروګي په برخه کې د افغانستان ملي لوبغاړو ونه‌شوای کولای چې مډال وګټي.

احسان رحیمي، حکمت‌الله زین، عذیر رشید، محمد اشرف شکران، امید سهاک او علي‌اکبر امیري د کیوروګي په برخه کې د افغانستان استازي وو او هر یوه یې د سیالیو لوړو پړاوونو ته د رسېدو لپاره له خپلو سیالانو سره مبارزه وکړه.

په دې منځ کې حکمت‌الله زین د افغانستان لپاره تر ټولو ښه پایله ثبت کړه.

نوموړي د منفي ۶۸ کیلوګرامه وزن په سیالیو کې لومړی خپل پاکستانی سیال په ګونډو کړ او بیا په دویمه سیالۍ کې یې خپل ازبکستاني سیال هم مات کړ.

زین په درېیم پړاو کې له یوه بل ازبکستاني لوبغاړي سره مخامخ شو، خو له دغه سیال څخه په ماتې خوړلو سره یې د سیالیو دوام پای ته ورسېد.

امید سهاک هم د منفي ۸۷ کیلوګرامه وزن په سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د پاکستان د استازي پر وړاندې په بریا پیل کړه، خو په بل پړاو کې یې له یوه ایراني تکواندوکار څخه ماتې وخوړه او له سیالیو ووت.

عذیر رشید د افغانستان بل استازی وو چې په خپله لومړۍ مبارزه کې د قزاقستان له یوه لوبغاړي سره مخامخ شو، خو له ماتې وروسته یې ونه شوای کولای بل پړاو ته لار ومومي.

په درنو وزنونو کې علي‌اکبر امیري هم د ایران له استازي سره پر تاتامي ودرېد، خو له خپل ایراني سیال څخه له ماتې وروسته د سیالیو له دوام څخه حذف شو.

تر اوسه د احسان رحیمي او محمد اشرف شکران د مبارزو د پایلو په اړه د افغانستان د تکواندو فدراسیون له لوري رسمي معلومات نه‌دي خپاره شوي.

100%

د افغان لوبډلې لاسته راوړنه

د کیوروګي سیالیو له پای ته رسېدو سره، د افغانستان د تکواندو د کاروان ټولیزه لاسته راوړنه په پومسه برخه کې یو د برونزو مډال او د غوره فعالیت یوه جایزه وه.

په کیوروګي کې بیا حکمت‌الله زین د دوو بریاوو په ثبتولو سره د افغان تکواندوکارانو ترمنځ تر ټولو ښه پایله درلوده.

د نړیوال تکواندو فدراسیون د ولسمشرۍ جام د اسیا د تکواندو له مهمو سیالیو څخه شمېرل کېږي. د دغو سیالیو G3 کچه لوبغاړو ته د نړیوالې درجه‌بندۍ لپاره د امتیازونو د ترلاسه کولو ښه فرصت برابروي.

په دا ډول نړیوالو سیالیو کې د افغان تکواندوکارانو ګډون کولای شي د هغوی د نړیوالې تجربې د زیاتېدو او د راتلونکو مهمو سیالیو لپاره د لا ښه چمتووالي په برخه کې مهم رول ولري.

ډېر لیدل شوي

غني: په افغانستان کې زما پاتې کېدو طالبانو ته مشروعیت ورکاوه
۱

غني: په افغانستان کې زما پاتې کېدو طالبانو ته مشروعیت ورکاوه

۲

ملګري ملتونه: د وسله‌والو فعالیت او په بدخشان کې نښتو د بې‌ځایه کېدو اندېښنې زیاتې کړې

۳
معلومات او ټېکنالوژي

اپل د نوي ایفون د معرفي کولو نېټه اعلان کړه

۴
د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

د ایران پارلمان غړی: د امریکا د اقتصادي فشارونو په لړ کې له افغانستان سره سوداګري ګټوره ده

۵

د ټرمپ حکومت په ټوله نړۍ کې د امریکا د ویزو لپاره د مرکې وختونه په لنډمهالي ډول وځنډول

•
•
•

نور خبرونه

د اېرلنډ کرېکټ بورډ: د افغان ښځو ملاتړ او له افغانستان سره سیالۍ یو د بل ضد نه‌دي

۲۹ زمری ۱۴۰۵ - ۲۰ اګست ۲۰۲۶، ۰۶:۵۵ GMT+۱
100%

د اېرلنډ کرېکټ بورډ د هغه نیوکو په ځواب کې چې د افغانستان د نارینه‌و ملي لوبډلې پر وړاندې د سیالیو ترسره کېدل یې غندلي وو ویلي، دا «په بشپړه توګه ناسمه ده» چې ګواکې دوی د افغان ښځو د وضعیت پروا نه‌لري.

د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، اېرلنډ تېره اوونۍ له افغانستان سره د یو ورځنیو لوبو لړۍ پای ته ورسوله. دغه لړۍ افغانستان ۴-۰ وګټله، وروسته له هغې چې لومړۍ لوبه د باران له امله لغوه شوې وه.
د اېرلنډ د زرغون ګوند مشر روډریک اوګورمن ویلي و، چې د افغانستان د ښځو کرېکټ لوبډله په جلاوطنۍ کې لوبېدو ته اړه ده؛ نو ځکه باید افغان نارینه‌و لوبډلې ته د اېرلنډ د سفر بلنه نه وای ورکړل شوې.
خو د اېرلنډ کرېکټ بورډ ویاند ویلي، د یادې ادارې مشرتابه او کارکوونکي په افغانستان کې د بشري حقونو او په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو د وضعیت په اړه «اخلاقي اندېښنې» لري.
د اېرلنډ کرېکټ بورډ ویلي، د کرېکټ نړۍوالې شورا (ای‌سي‌سي) د بشپړ غړي په توګه د نړۍوالو سیالیو او کوربه‌توب په برخه کې ځانګړي مکلفیتونه لري او له افغانستان سره وروستۍ لوبلړۍ هم د هغه هوکړو برخه وه چې څو کاله وړاندې د دواړه خواوو ترمنځ شوې وې.
د اېرلنډ کرېکټ بورډ دغه ادعا هم رد کړې، چې ګواکې نورو لویو کرېکټ هېوادونو افغانستان سره په لوبو «بندیز» لګولی. د یادې ادارې په وینا، که څه هم اسټرالیا او انګلستان له افغانستان سره د دوه اړخیزو لوبلړیو په اړه ځانګړې پالیسۍ لري؛ خو دواړه هېوادونه لاهم د کرېکټ نړۍوالې شورا په سیالیو کې د افغانستان پر وړاندې لوبې کوي.
د اېرلنډ کرېکټ بورډ ویلي، چې اوس‌مهال له افغانستان سره کومه راتلونکې دوه اړخیزه لوبلړۍ نه‌لري او اووه پلان شوې لوبې هم څه موده وړاندې لغوه شوې وې. یادې ادارې زیاته کړې، چې د افغانستان د ښځو د کډوالو کرېکټ لوبډلې سره په منظم ډول په تماس کې ده او په دې وروستیو کې یې په لندن کې له یادې لوبډلې سره لیدنه هم کړې ده.
د دغه ادارې په خبره، د افغان ښځینه‌و لوبغاړو استازو تل دغه نظر څرګند کړی چې تمرکز باید د افغان ښځو او نجونو د وضعیت پر ښه‌والي وي؛ نه دا چې د انفرادي ورزشکارانو پر فرصتونو بندیزونه ولګول شي.
د اېرلنډ کرېکټ اجرایوي مشرې سارا کین چې په دې وروستیو کې د کرېکټ نړۍوالې شورا د افغانستان کاري ډلې غړې ټاکل شوې ویلي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو «ځپل او دوامداره محدودول کرکجن کار» دی.
هغې ویلي، د دوی ادارې د یادې موضوع په اړه د اوږدې مودې لپاره له بېلابېلو لورو، په ځانګړي ډول په اېرلنډ کې د افغان ټولنې له استازو سره سلامشورې کړې دي. په همدې حال کې روډریک اوګورمن ټینګار کړی، چې دغه سیالۍ باید نه وای ترسره شوې. د هغه په وینا، له هغه وخت راهیسې چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، ښځې یې په پرله‌پسې ډول له عامه ژوند څخه اېستلې دي.

د ښځو پر ورزش د طالبانو پنځه کلن بندیز؛ له لوبغالو تر محدودیتونو او جلاوطنۍ

۱۹ زمری ۱۴۰۵ - ۱۰ اګست ۲۰۲۶، ۰۳:۱۱ GMT+۱
100%

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یادې ډلې پر ښځو د نورو بندیزونو او محدودیتونو ترڅنګ د لوبو او ورزش په برخه کې هم پراخ محدودیتونه لګولي دي. دا په داسې حال کې ده، چې تر ۲۰۲۱کال وړاندې افغان ښځینه او نارینه لوبغاړو په بېلابېلو نړۍوالو سیالیو کې حضور لاره.

افغان ښځینه لوبغاړو د فوټبال، کرېکټ، بایسکل ځغلونې، تکواندو، اتلتیک او نورو نړۍوالو سیالیو کې رسمي حضور لاره او په نړۍواله کچه کې یې د افغانستان استازیتوب کاوه؛ خو د ۲۰۲۱کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو پر ورزشي فعالیتونو بندیز ولګېده او د ښځینه ملي لوبډلو کورني فعالیتونه په ټپه ودرېدل. په همدې موده کې ګڼ شمېر ښځینه لوبغاړې او روزونکې جلاوطنه شوې.

اوس‌مهال د افغانستان د ښځینه‌و فوټبال ملي لوبډله په جلاوطنۍ کې د نړۍوالو سیالیو لپاره د رسميت پېژندنې او دوامداره حضور په لټه کې ده. د افغانستان د ښځینه‌و کرېکټ لوبډله هم چې ډېری غړې یې له هېواده وتلې دي؛ په بهر کې خپلو تمرینونو او فعالیتونو ته دوام ورکوي.

خو د جمهوریت پرمهال افغان ښځینه لوبغاړو په بېلابېلو برخو کې لاسته راوړنې لرلې او بېلابېل مډالونه یې ګټلي وو. د تکواندو لوبغاړې رویا زماني د ۲۰۰۲کال په بوسان اسیايي لوبو کې د برونزو مډال وګاټه او د اسیايي لوبو په تاریخ کې د افغانستان لومړنۍ ښځینه مډال ګټونکې شوه.

ذکیه خدادادي هم د پاراتکواندو په نړۍوالو سیالیو کې د پام وړ بریاوې خپلې کړې او د افغانستان د ښځینه ورزشکارانو له مخکښو څېرو وه.

خو په۲۰۲۱کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو پر لوبو بشپړ بندیز ولګېد. طالبانو په دې وروستیو کې د ښځو د لوبو ترڅنګ د شطرنج او د ازاده مبارزو (MMA) سیالیو ته هم د پای ټکی کېښود. افغان لوبغاړو تر دې وړاندې په یادو سیالیو کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې.

د ازاده مبارزو په برخه کې احمد ولي هوتک د افغانستان له نامتو لوبغاړو دی، چې په سیمه‌ییزو او نړۍوالو سیالیو کې یې ګڼې بریاوې خپلې کړې او د یادې لوبې په پراختیا کې یې مهم رول لوبولی دی.

بازمحمد مبارز هم د افغانستان د ازاده سیالیو له مخکښو څېرو و او په نړۍوالو سیالیو کې یې افغانستان ته ګڼې بریاوې په برخه کړې وې.

په شطرنج کې بیا افغان لوبغاړو په نړۍوالو سیالیو کې پنځه د سرو زرو مډالونه ترلاسه کړي او د یادې لوبې لوبغاړو هم د اسیایي او نړۍوالو سیالیو په کچه د افغانستان استازیتوب کړی او د دغه لوبې په وده کې یې ونډه لرله.

له دغه لاسته راوړنو سره، سره طالبانو په ۲۰۲۴کال کې ازاده مبارزې (MMA) او په ۲۰۲۵کال کې شطرنج هم منع کړ او په دې توګه د افغانستان د لوبو دوه نورې فعاله څانګې هم وځپل شوې.

په جلاوطنۍ کې د افغان ښځو ملي لوبډلې

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان د ښځینه‌و فوټبال او کرېکټ ملي لوبډلو کورني فعالیتونه په ټپه ودرېدل او د دغه لوبډلو ډېری لوبغاړې، روزونکې او اداري غړې له افغانستان نه جلاوطنه شوې. اوس د دواړه لوبډلو ډېری غړې په اسټرالیا، کاناډا، امریکا او یوشمېر اروپايي هېوادونو کې ژوند کوي.

د افغانستان د ښځینه‌و فوټبال ملي لوبډلې له ۲۰۲۱کال راهیسې کومه رسمي نړۍواله لوبه نه‌ده کړې؛ ځکه د فیفا د مقرراتو له مخې هره ملي لوبډله باید د خپل هېواد د رسمي فدراسیون له لوري په رسمیت وپېژندل شي.

له دې سره، سره د لوبډلې غړو او پخوانیو مسوولانو په وروستیو کلونو کې د فیفا له‌خوا د رسميت پېژندنې لپاره کمپاینونه پیل کړي او له نړۍوال فدراسیون څخه یې غوښتي، چې په جلاوطنۍ کې د افغان ښځینه لوبغاړو لپاره د رسمي سیالیو زمینه برابره کړي.

ورته مهال د افغانستان د ښځینه‌و کرېکټ ملي لوبډلې هم له افغانستان نه بهر خپل فعالیتونه له سره تنظیم کړي دي. د کرېکټ بورډ له‌خوا په ۲۰۲۰کال کې له ۲۵ ښځینه لوبغاړو سره قراردادونه شوي وو؛ خو د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته دغه لوبغاړې جلاوطنه شوې.

د دوی لومړنۍ ګډه سیالي د ۲۰۲۵کال په پیل کې په اسټرالیا کې د «Cricket Without Borders» لوبډلې پر وړاندې ترسره شوه؛ هغه لوبه که څه هم نړۍوال رسمي حیثیت یې نه‌لاره، خو د یادې لوبډلې د بیا راټولېدو لومړنی عملي ګام بلل کېده.

په وروستیو میاشتو کې د کرېکټ نړۍوالې شورا (ICC) هم د جلاوطنه افغان ښځینه لوبغاړو لپاره د ځانګړي مالي صندوق، روزنیزو پروګرامونو او نړۍوالو سیالیو د ګډون فرصتونو اعلان کړی دی. د یادې شورا په وینا؛ دغه پروګرام د افغان لوبغاړو د مسلکي فعالیت د دوام او ملاتړ لپاره طرحه شوی؛ خو تراوسه د افغانستان د ښځینه‌و کرېکټ ملي لوبډله د افغانستان د رسمي ملي لوبډلې په توګه نه‌ده پېژندل شوې.

100%

د افغانستان د ښځینه‌و د فوټبال ملي لوبډلې بنسټ اېښودونکې خالده پوپل افغانستان انټرنشنل پښتو ته وايي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ښځینه ورزشکارانو وضعیت په تېرو پنځو کلونو کې له ژورو بدلونونو سره مخ شوی دی.

اغلې پوپل وايي، پر ښځو د لوبو بندیز یوازې د لوبو د درېدو معنا نه‌لري؛ بلکې د ډېرو لوبغاړو لپاره د کار، عاید، ټولنیزو اړیکو او راتلونکو هیلو د له‌منځه تلو لامل شوی دی. د هغې په خبره؛ ځینې لوبغاړې اړې شوې چې افغانستان پرېږدي او هغه نجونې چې په افغانستان کې پاتې دي، له محدودیتونو او وېرې سره ژوند کوي.

د هغې په وینا؛ د تېرو پنځو کلونو تر ټولو لوی بدلون دا دی، چې د ښځو د فوټبال مبارزه له  افغانستان نه نړۍوال ډګر ته لېږدول شوې ده.

خالده پوپل وايي، د افغانستان د ښځینه‌و فوټبال ملي لوبډله یوازې یوه ورزشي ډله نه؛ بلکې د مېلیونونه افغان ښځو استازیتوب کوي. د هغې په وینا، د لوبډلې پخوانۍ غړې اوس په بېلابېلو هېوادونو کې ژوند کوي؛ ځینې لاهم فوټبال کوي، ځینې روزنې ته مخه کړې او ځینې بیا خپل ژوند له سره جوړوي، خو د افغانستان استازیتوب او بېرته نړۍوالو ډګرونو ته د ستنېدو هیله یې لاهم له‌منځه نه‌ده تللې.

د هغې په وینا؛ که څه هم د فیفا او نورو نړۍوالو بنسټونو له‌خوا ځینې مثبت ګامونه اخیستل شوي، خو لاهم اړتیا ده چې د افغان ښځینه لوبغاړو لپاره دوامداره ملاتړ برابر شي او هغوی ته د رسمي نړۍوالو سیالیو زمینه برابره شي. نوموړې وړاندې وايي، چې په ډېرو اسلامي هېوادونو کې ښځې په لوړه کچه لوبې کوي؛ ورزش د هر انسان حق دی او د ښځو استعدادونه باید محدود نه‌شي.

سربېره پر دې په جلاوطنۍ کې د شطرنج د ځینو لوبغاړو په اړه هم د سیالیو د ګډون خبر ورکړل شوی. افغانستان انټرنشنل په یو تازه راپور کې د خپلو سرچینو په حواله ویلي، چې د شطرنج پنځه افغان ‌لوبغاړي د المپیاد سیالیو لپاره د یوې لوبډلې په نوملړ کې شامل شوي دي.

د معلوماتو له مخې؛ خیبر فرازي، حبیب‌الله امیني او وهاب‌الدین میرزاد چې په افغانستان کې مېشت دي، د سلیمان احمد اشرفي او همایون محتاط ترڅنګ چې له هېواده بهر ژوند کوي؛ د یادې لوبډلې برخه دي. د دغه سیالیو په اړه نور معلومات نه‌دي خپاره شوي؛ خو ښایي چې دغه لوبغاړي هم په جلاوطنۍ کې د افغانستان په استازیتوب ولوبېږي.

پر شطرنج بندیز

افغانستان کې تېر پنځه کاله د لوبو محدودیتونه یوازې تر ښځینه ورزشونو محدود نه‌دي پاتې؛ بلکې پر نورو برخو یې هم اغېز کړی. شطرنج چې د افغانستان له پخوانیو ذهني او فکري لوبو ګڼل کېږي، هم په وروستیو کلونو کې له بندیز سره مخ شوی دی.

د طالبانو د بدني روزنې ادارې تېرکال د شطرنج فدراسیون فعالیتونه وځنډول. طالبانو ویلي، چې دغه لوبه یې د شرعي ملحوظاتو له مخې محدوده کړې او هغه یې «حرامه» بللې ده. طالبانو ویلي، چې شطرنج د قمار د دودېدو لامل کېدای شي او له همدې امله یې فعالیتونه درولي دي.
د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې د افغانستان د شطرنج فدراسیون فعال و او د نارینه‌و او ښځینه‌و لپاره یې سیالۍ جوړولې. دغه لوبه په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د ځوانانو ترمنځ د پراخېدو په حال کې وه او ګڼ شمېر لوبغاړو یې په کورنیو او نړۍوالو سیالیو کې ګډون کاوه.

د شطرنج فدراسیون تر دې وړاندې هم له ورته ستونزو سره مخ و. په ۱۴۰۳کال کې دغه فدراسیون د مشر د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ شو. د فدراسیون پخوانی مشر غلام علي ملک‌زاده له هېواده وتلی و او وروسته د طالبانو د ورزش ادارې له‌خوا د فدراسیون لپاره سرپرست وټاکل شو؛ خو د ادارې دننه د اختلافاتو له امله دغه بهیر دوام ونه موند.

د شطرنج نړۍوال فدراسیون هم په افغانستان کې د یادې لوبې د ځنډېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې دغه وضعیت ښايي د افغان لوبغاړو د راتلونکو فرصتونو او د شطرنج د پراختیا پر بهیر اغېز وکړي.

شطرنج په افغانستان کې له اوږدې مودې راهیسې مینه‌وال لري؛ خو د طالبانو د محدودیتونو له امله اوس د یادې لوبې لوبغاړي له ناروښانه برخلیک سره مخ دي.

د شطرنج فدراسیون پخوانی مرستیال خالق ویس افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې پر شطرنج بندیز د افغانستان ورزشي جوړښت ته زیان رسولی. ښاغلی ویس چې د افغانستان د شطرنج فدراسیون پخوانی لوبغاړی او اتل دی وايي، چې تر ۲۰۲۱کال وړاندې په افغانستان کې شطرنج د یوه منظم ملي جوړښت له لارې فعالیت کاوه. د هغه په وینا؛ فدراسیون د انتخاباتي بهیر له لارې اداره کېده، په ۲۸ ولایتونو کې یې فعالې څانګې لرلې او نږدې ۱۹۹لوبغاړي د بېلابېلو عمرونو په کټګورۍ کې په ملي لوبډلو کې شامل وو.

هغه وايي، هغه مهال فدراسیون په کابل کې د ملي او غوراوي سیالیو ترڅنګ د ولایتي کچې سیالۍ هم تنظیمولې. د هغه په وینا؛ د افغانستان د شطرنج له مهمو لاسته راوړنو څخه یو په ۲۰۱۸کال کې د ګرجستان په باتومي ښار کې د شطرنج د نړۍوال المپیاد د ډي ګروپ په سیالیو کې د افغانستان د لوبغاړو له‌خوا د پنځو سرو زرو مډالونو ترلاسه کول وو.

د نوموړي په وینا، ښايي ځینې کسان په شخصي ډول شطرنج ته دوام ورکړي؛ خو دا د یوه رسمي سیستم ځای نه‌شي نیولی، ځکه د شطرنج د ودې لپاره فدراسیون، کلبونه، روزونکي، داوران، منظمې سیالۍ او له نړۍوالو ادارو سره اړیکې اړینې دي.

خالق ویس وايي، ښځې او نجونې هم د افغانستان د شطرنج برخه وې. د هغه په وینا؛ یوازې د نجونو په ملي لوبډلو کې ۷۵ لوبغاړې شاملې وې او فدراسیون هڅه کوله، چې هغوی د ملي او نړۍوالو سیالیو لپاره چمتو کړي. خو د ښځو پر لوبو محدودیتونو او د شطرنج بندیز د یادې برخې پر راتلونکي هم جدي اغېز کړی دی.

ویس وايي، ورزش یوازې د سیالیو او مډالونو موضوع نه‌ده؛ بلکې د یوه هېواد ټولنیزه او کلتوري پانګه ده او د ټولنې د یوې برخې محرومول د افغانستان د ورزش راتلونکې زیانمنوي.

100%

پر رزمي لوبو بندیز

طالبانو د ۱۴۰۳کال په وږي میاشت کې د یو حکم پر بنسټ په ازاده سیالیو هم بندیز ولګاوه. په یاد حکم کې ویل شوي و، هغه ورزشونه چې په‌کې لوبغاړي یو بل ته په سر او مخ ضربې ورکوي، د «شرعي ملاحظاتو» له مخې منع دي.

د ورزشي سرچینو په وینا؛ دغه حکم د طالبانو د رهبرۍ له‌خوا صادر شوی و. که څه هم په لومړیو کې داسې انګېرل کېده، چې دغه پرېکړه یوازې ازاده سیالیو (MMA) پورې تړاو لري؛ خو سرچینې وايي چې ښایي ټول رزمي ورزشونه لکه تکواندو، کاراټه، سوک وهنې، موی تای، ووشو او نورې څانګې هم په‌کې شاملې شي.

په حکم کې ویل شوي، هغه ورزشونه چې د مقابل لوبغاړي د سترګو، پوزې، د سر ټپي کېدو او یا د مرګ لامل کېدای شي د اسلامي شریعت له مخې جواز نه‌لري. له دې پرېکړې وروسته د افغانستان د رزمي ورزشونو ګڼ لوبغاړي چې په کورنیو او نړۍوالو سیالیو کې یې مډالونه ترلاسه کړي، له ناروښانه برخلیک سره مخ شوي دي.
د تکواندو، کاراتې، سوک وهنې، موی تای، ووشو او ازاده مبارزو ورزشکاران اندېښمن دي چې د دوی د کلونو هڅې او لاسته راوړنې به له ګواښ سره مخ شي. د رزمي لوبو د بندیز په اړه لاهم د ځینو فدراسیونونو رسمي وضعیت روښانه نه‌دی؛ خو لوبغاړي وايي چې د دغه محدودیتونو له امله د افغانستان د رزمي لوبو راتلونکی له جدي ننګونو سره مخ شوی دی.

100%

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې له روسیې سره لوبه ۳-۳ مساوي کړه

۱۴ زمری ۱۴۰۵ - ۵ اګست ۲۰۲۶، ۱۹:۰۳ GMT+۱
100%

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال د تایلنډ د کانټیننټل فوټسال نړیوالو سیالیو په درېیمه لوبه کې د نړۍ د درجه‌بندۍ له اووم مقام لرونکې روسیې سره ۳ – ۳ مساوي وکړه.

د دژان ددوویچ روزل شوې افغان لوبډله د لوبې تر وروستیو شېبو پورې په ۳ – ۲ له خپل پیاوړي سیال څخه مخکې وه، خو روسیې د لوبې په وروستۍ دقیقه کې د مساوي ګول په وهلو له ماتې ځان وژغوره.

افغانستان دا مهال د نړۍ د فوټسال په درجه‌بندۍ کې یوویشتم مقام لري.

د لوبې لومړۍ نیمايي د ۱ – ۱ په مساوي پای ته ورسېده. روسیې د لوبې په اتمه دقیقه کې د اکبر کاظمي د تېروتنې له امله لومړی ګول وکړ، خو همدغه لوبغاړي یوازې څو شېبې وروسته د احمد اسماعیلي له اوږد پاس څخه په ګټې اخیستنې د افغانستان لپاره د مساوي ګول په وهلو خپله تېروتنه جبران کړه.

په دویمه نیمايي کې روسیې د لوبې په ۲۷مه دقیقه کې د افغانستان د دفاعي کرښې د نه همغږۍ او د محمد مرادي او مهران غلامي د ناسم ځای‌نیولو له امله دویم ګول وواهه او یو ځل بیا مخکې شوه.

خو یوازې یوه دقیقه وروسته فرزاد محمودي د اکبر کاظمي د پاس په مرسته د افغانستان دویم ګول ترسره کړ او لوبه یې بېرته مساوي کړه.

افغان لوبغاړو په دې سیالۍ کې دوه ځله نور هم د روسیې جال ولړزاوه، خو دواړه ګولونه د لوبڅار له لوري ونه منل شول. د سیدحسین موسوي ګول د خطا او د امید قنبري ګول د مهران غلامي د لاس‌وهلو (هند) له امله مردود اعلان شول.

سره له دې پرېکړو، افغانستان د لوبې په ۳۶مه دقیقه کې خپل درېیم ګول هم وکړ. رضا حسین‌پور هغه مهال چې د مهران غلامي ګوزار د روسیې دروازه‌ساتونکي بېرته تمبولی و، له راګرځېدلي توپ څخه ښه ګټه واخیسته او د خپلې لوبډلې درېیم ګول یې ترسره کړ.

په داسې حال کې چې افغانستان د نړۍ د فوټسال د یوه ځواکمن سیال پر وړاندې د خپلې تاریخي بریا د ثبتېدو په درشل کې و، روسیې د لوبې په ۴۰مه دقیقه او وروستیو شېبو کې د احمد اسماعیلي دروازې ته د مساوي ګول په وهلو لوبه ۳ – ۳ مساوي کړه.

د افغانستان ځوان دروازه‌ساتونکی احمد اسماعیلي، چې د بندیز له امله یې د ویتنام پر وړاندې تېره لوبه له لاسه ورکړې وه، په دې سیالۍ کې بېرته د لوبډلې اصلي ترکیب ته راستون شو او د پام وړ لوبه یې وړاندې کړه.

که د افغانستان وروستۍ لوبه ترسره شي، ټاکل شوې چې سبا د افغانستان پر وخت د ماسپښین په ۳:۳۰ بجو د نیوزیلنډ پر وړاندې ډګر ته ښکته شي. خو د دې له امله چې نیوزیلنډ له خپلې تېرې سیالۍ څخه انصراف کړی، د دغې لوبې ترسره کېدل لا هم په رسمي ډول نه دي تأیید شوي.

د فیفا د خصوصي کولو پلان؛ یوفا د فوټبال نړیوال جام د تحریم پرېکړه وکړه

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۰۸ GMT+۱
100%

د اروپا د فوټبال اتحادیې «یوفا» او د هغې ۵۵ غړو د فیفا د هغه پلان په اعتراض کې چې غواړي د نړیوال جام او نورو سیالیو مالکیتي ونډې خصوصي پانګه‌والو باندې وپلوري، د فیفا له ټولو سیالیو د بایکاټ پرېکړه کړې ده.

د اروپا د فوټبال حاکمې ادارې «یوفا» او د هغې ۵۵ غړو هېوادونو د پنجشنبې په ورځ د فیفا د سیالیو د بایکاټ پرېکړه وکړه، څو د نړیوال جام او نورو فیفا سیالیو د مالکیتي ونډو د خصوصي کولو مخه ونیسي.

د رویټرز د راپور له مخې، د یوفا غړو په یوه بیړنۍ غونډه کې د بایکاټ په ملاتړ ۵۵-۰ رایې ورکړې دي. یوفا ویلي، تر هغه چې د فیفا د ونډو د پلور وړاندیز په بشپړ ډول نه وي لغوه شوی، هېڅ اروپايي ملي لوبډله به د فیفا په سیالیو کې ګډون ونه کړي.

یوفا په یوه بیان کې ویلي: «موږ په اجماع او په څرګند ډول د فیفا هغه وړاندیز ردوو چې د نړیوال جام او نورو فیفا سیالیو مالکیتي ګټې خصوصي پانګه‌والو ته ولېږدوي.»

د اروپا د فوټبال ادارې ټینګار کړی چې نړیوال جام باید د پلور وړ سوداګریز محصول ونه ګڼل شي او د خصوصي پانګه‌والو ملکیت ته ونه سپارل شي.

د فیفا د پلان له مخې، د ۲۰ میلیارده ډالرو په ارزښت یو فرعي شرکت جوړېږي چې نړیوال جام او د فیفا نورې سیالۍ به اداره کوي او خصوصي پانګه‌والو ته به پکې لږه ونډه ورکول کېږي.

د فیفا مشر جیاني انفانتینو، چې راتلونکی کال د ادارې د مشرتابه لپاره بیا نوماند دی، دغه طرحه د مالي سرچینو د پراخولو او د نړیوال فوټبال د «ډیموکراتیک کولو» هڅه بللې ده.

خو یوفا دغه طرحه د فوټبال د حاکمیت لپاره جدي ګواښ ګڼي او ویلي یې دي: «هغه شېبه چې بهرني پانګه‌وال د فیفا په سیالیو کې مالکیتي ګټې ترلاسه کړي، فوټبال به د تل لپاره بدل شي.»

د یوفا دریځ یوازې په اروپا پورې محدود نه دی. د شمالي او مرکزي امریکا او کارابین د فوټبال کنفدراسیون «کونکاکاف» او ۴۱ غړو اتحادیو هم د فیفا وړاندیز رد کړی دی.

د اسیا د فوټبال کنفدراسیون «AFC» مشر شیخ سلمان بن ابراهیم ال خلیفه هم ویلي چې د دې وړاندیز تر عامه اعلان مخکې له دوی سره په هېڅ کچه مشوره نه ده شوې. نوموړي د حاکمیت، مالي او حقوقي اړخونو د ارزونې نشتوالی «په بشپړ ډول د منلو وړ نه» بللی دی.

شیخ سلمان ویلي: «د فیفا یواړخیز ګامونه د وچې په کچه د فوټبال بنسټونه کمزوري کوي، چې پر یوالي، همکارۍ او شفافیت ولاړ دي.»

د افریقا د فوټبال کنفدراسیون اجرایه کمېټه به راتلونکې اوونۍ د فیفا وړاندیز وارزوي، په داسې حال کې چې د اوشینیا کنفدراسیون ویلي چې دغه موضوع به راتلونکې میاشت وڅېړي. د سویلي امریکا د فوټبال کنفدراسیون «کونمیبول» تر اوسه په دې اړه رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.

د لوبغاړو نړیوالې اتحادیې «فیفپرو» هم د فیفا پر پلان اعتراض کړی او خبرداری یې ورکړی چې دا طرحه به د لوبغاړو پر کاري شرایطو او د نړیوالو سیالیو پر جوړښت اوږدمهاله اغېز ولري.

د رویټرز په وینا، د یوفا او فیفا ترمنځ د واک او مالي عوایدو پر سر اختلافات له کلونو راهیسې روان دي. یوفا یوازې د ۲۰۲۴-۲۰۲۵ فصل کې د خپلو سترو کلبونو له سیالیو شاوخوا ۴،۴ میلیارده یورو عاید ترلاسه کړی دی.

له نړیوال جام څخه د ارجنټاین د اېستلو کمپاین کې له ۲۳ میلیونه ډېرو کسانو لاسلیکونه وکړل

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۳۲ GMT+۱
100%

په ۲۰۲۶ کال نړیوال جام کې د ارجنټاین د فوټبال ملي لوبډلې له نادریو وروسته، «ارجنټاین دې له نړیوال جامه واېستل شي» تر سرلیک لاندې یو انلاین کمپاین له ۲۳ میلیونه زیات لاسلیکونه راټول کړي دي.

هممهاله، د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) اعلان کړی چې د ارجنټاین او هسپانیا ترمنځ د پایلوبې له پای وروسته د رامنځته شویو شخړو په اړه یې انضباطي څېړنې پیل کړې دي.

دغه انلاین کمپاین په لږه موده کې د نړۍ له ۱۷۰ هېوادونو څخه د ۲۳ میلیونه او ۳۱۶ زره څخه ډېر لاسلیکونه راټول کړي او د تاریخ له تر ټولو ډېر لاسلیک لرونکو کمپاینونو څخه په یوه هغه بدل شوی دی. دغه کمپاین یوازې شاوخوا یو میلیون لاسلیکونو ته اړتیا لرله، څو د ګینس نړیوال ریکارډ ثبت کړي.

فیفا ویلي، د دې ادارې انضباطي کمېټه د نړیوال جام د پایلوبې له پای وروسته رامنځته شوې شخړې څېړي.

د راپورونو له مخې، ناهویل مولینا، لیاندرو پارېدیس، تیاګو المادا او د ارجنټاین روزونکی روبرتو ایالا د هغو کسانو له ډلې دي چې په دغو ناندریو کې یې حضور درلود. فیفا همداراز یو اخلاقي پلټونکی ګومارلی او ټینګار یې کړی چې ښايي دغه کړنې «د مناسب چلند د بنسټیزو اصولو سرغړونه» او «د فوټبال بدنامول» وبلل شي.

جنجالونه یوازې تر پایلوبې محدود نه وو

د دغه کمپاین تنظیموونکو فیفا او د لوبو قاضیان د ارجنټاین او لیونل میسي په ګټه په اړخ نیولو تورن کړي او غوښتنه یې کړې چې ارجنټاین دې د تل لپاره له نړیوال جام سیالیو محروم شي. فیفا تر اوسه دې غوښتنې ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام کې د ارجنټاین لانجې یوازې تر پایلوبې محدودې نه وې. د ځینو مینه والو له خوا د توکمپالو شعارونو ورکول، د مصر پر وړاندې په لوبه کې د لوبڅار پر پرېکړو سخت اعتراضونه شوي او د بریتانیا پر وړاندې تر نیمه پایلوبې وروسته د «مالویناس ټاپوګان د ارجنټاین دي» په شعار د یوه بینر پورته کولو، په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه راوپارول.

د نړیوال ریکارډ ماتولو په درشل کې

دغه غوښتنلیک اوس تړل شوی، خو د تر ټولو ډېر لاسلیک لرونکي انلاین کمپاین نړیوال ریکارډ لا هم د «جوبیلي ۲۰۰۰» کمپاین په واک کې دی. دغه کمپاین په ۱۹۹۷ کال کې د ۲۴،۳ میلیونه څخه د زیاتو لاسلیکونو په راټولولو سره د بېوزلو هېوادونو د پورونو د بښنې غوښتنه کړې وه.

د کمپاین تنظیموونکو په خپلې وروستۍ اعلامیه کې لیکلي دي:«له ۱۷۰ هېوادونو څخه تر ۲۳ میلیونه ډېرو کسانو دا غوښتنلیک لاسلیک کړ. فیفا زموږ غږ له پامه وغورځاوه، خو هسپانیا د لوبې په ډګر کې عدالت پلی کړ».