طالبان: سږ کال به د ننګرهار خرما د تېر کال په پرتله ډېر حاصل ورکړي

د ننګرهار د وادي کرنیز امارتي شرکت مسوولین وايي، سږ کال د دغه شرکت د خرماوو په بڼونو کې د حاصلاتو د زیاتوالي اټکل کېږي او تمه ده چې د تېر کال په پرتله به ډېر محصول ترلاسه شي.

د ننګرهار د وادي کرنیز امارتي شرکت مسوولین وايي، سږ کال د دغه شرکت د خرماوو په بڼونو کې د حاصلاتو د زیاتوالي اټکل کېږي او تمه ده چې د تېر کال په پرتله به ډېر محصول ترلاسه شي.
د مسوولینو په وینا، د خرماوو د حاصلاتو موسم را رسېدلی او د بڼونو پر ونو د خرماوو درانه وږي د ښه حاصل ښکارندویي کوي.
دوی وایي، تېر کال یې له یادو بڼونو شاوخوا ۱۹ ټنه خرما ترلاسه کړې وې، خو د روان کال لپاره د حاصلاتو د زیاتوالي هیله لري.
د وادي کرنیز امارتي شرکت مسوولینو د حاصلاتو د زیاتوالي مهم لامل د اګروټکنیکي چارو پر وخت ترسره کېدل بللي دي.
د دغه شرکت یوه مسوول ویلي، که طبیعي افتونه او نورې احتمالي ستونزې رامنځته نه شي، سږ کال به له بڼونو څخه د پام وړ حاصلات ترلاسه شي.
هغه زیاته کړه، د کال له پیل راهیسې د باغونو ټول تخنیکي او کرنیز فعالیتونه پر وخت ترسره شوي، چې د ونو د ودې او حاصلاتو پر زیاتوالي یې مثبت اغېز کړی دی.
د بڼونو مسوولین وایي، د دوی تولید شوې خرما نه یوازې د ننګرهار بازارونو ته عرضه کېږي، بلکې د هېواد یو شمېر نورو ولایتونو ته هم لېږدول کېږي.
د دوی په خبره، د دې بڼونو ځینې ډولونه د کیفیت له پلوه له هغو خرماوو سره سیالي کولای شي چې له بهرنیو هېوادونو افغانستان ته واردېږي.
د معلوماتو له مخې، په دې بڼونو کې د خرما شپږ ډوله کرل شوي.
مسوولین وایي، د دغو خرماوو کیفیت او خوند ښه دی او په کورني بازار کې ورته د پېرېدونکو غوښتنه هم شته.
د دوی په وینا، د «مجهول» په نوم د خرما ډول د بڼ تر ټولو ارزښتناک او لوړ بیه محصول ګڼل کېږي، چې په بازار کې د «عجوه» په نوم هم پېژندل کېږي.
بلخوا، په بڼونو کې کارکوونکي له خصوصي پانګهوالو غواړي چې د خرماوو د باغونو د جوړولو او پراختیا په برخه کې پانګونه وکړي، څو د کورنیو تولیداتو د زیاتېدو ترڅنګ خلکو ته د کار فرصتونه هم رامنځته شي.
د وادي کرنیز امارتي شرکت مسوولین وایي، پلان لري چې په راتلونکو کلونو کې د خرماوو د بڼونو مساحت نور هم پراخ کړي، څو د تولیداتو او عوایدو کچه لوړه شي.

په پاکستان کې د استرالیا د بشري ویزو یو شمېر افغان غوښتونکي، چې د ویزو د پرېکړې په تمه دي، د نیول کېدو او افغانستان ته د ستنولو له زیاتېدونکي خطر سره مخ دي. دغه افغانان وايي، افغانستان ته ستنېدل به یې د ژوند له لاسه ورکولو په معنا وي.
په دغو کسانو کې یوه ۲۵ کلنه افغانه ښځینه فعاله هم ده چې پنځه کاله کېږي په پاکستان کې جلاوطنه ده. نوموړې وايي، که افغانستان ته ستنه شي، د ښځو د حقونو او زدهکړو لپاره د خپلو فعالیتونو له امله یې ژوند له جدي خطر سره مخ کېږي.
اماني، چې د امنیتي دلایلو له امله یې مستعار نوم کارول شوی، په ۲۰۲۲ کال کې استرالیا ته د بشري ویزې لپاره غوښتنلیک ورکړی، خو تر اوسه یې د دوسیې د پایلې په اړه ځواب نه دی ترلاسه کړی.
نوموړې د اسبياېس نیوز سره ویلي، په ۲۰۲۱ کال کې یې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو د حقونو او زدهکړو په ملاتړ سولهییزو لاریونونو کې ګډون کړی و او له همدې امله افغانستان پرېښودو ته اړ شوه.
هغې ویلي: «ما خپل کور ځکه له لاسه ورکړ چې د ښځو د حقونو، زدهکړې، ازادۍ او عدالت لپاره مې غږ پورته کړ.»
اماني وايي، په پاکستان کې هم ځان خوندي نه بولي او د افغانانو د نیولو او افغانستان ته د ستنولو د اقداماتو له زیاتېدو سره د خپل امنیت، راتلونکي او ژوند په اړه اندېښمنه ده.
د اسبياېس نیوز په وینا، په پاکستان کې د افغانانو د ایستلو سیاست د استرالیا د بشري ویزو د غوښتنلیکونو د پروسس پر بهیر هم اغېز کړی دی.
د استرالیا د کورنیو چارو وزارت ویلي، هغه افغانان چې په پاکستان کې معتبره ویزه نه لري، د نیول کېدو او شړل کېدو له زیات خطر سره مخ دي او پر تګ راتګ محدودیتونه د بایومیټریک، طبي معایناتو او نورو اړینو پړاوونو د بشپړولو بهیر اغېزمنوي.
په همدې حال کې، د استرالیا د پخوانیو افغان همکارانو یو شمېر غړي هم په پاکستان کې د ویزو د پرېکړو په تمه دي.
احمد حمید، چې نوم یې د امنیتي دلایلو له امله بدل شوی، په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو کې په ارزګان کې د استرالیايي ځواکونو د ژباړونکي په توګه کار کړی و. هغه په ۲۰۲۰ کال کې د استرالیا د افغان محلي کارکوونکو د بیا مېشتېدو پروګرام ته غوښتنلیک ورکړی او په ۲۰۲۴ کال کې یې د خطر ارزونې تصدیق ترلاسه کړی و.
حمید د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر کې له خپلې مېرمنې او اووه ماشومانو سره پاکستان ته تللی، بایومیټریک یې بشپړ کړی، خو لا هم د استرالیا د بشري ویزې د غوښتنلیک د پایلې په تمه دی. نوموړی وايي، د نیول کېدو له وېرې یې کورنۍ ډېری وخت له کوره نه شي وتلی او ماشومان یې له تېرو درېیو کلونو راهیسې له زدهکړو بېبرخې دي.
د بښنې نړیوال سازمان د استرالیا د کمپاینونو مسوول ذکي حیدري ویلي، ښځې، قومي لږکي او هغه افغانان چې له بهرنیو ځواکونو سره یې کار کړی، افغانستان ته د ستنولو په صورت کې له جدي خطر سره مخ دي.
د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې ویلي، د افغانانو د بشري ویزو په برخه کې د استرالیا بشري پروګرام تر نورو هېوادونو د افغانانو لپاره ډېرې ویزې ورکړې دي. د هغې په وینا، د روان کال د جولای تر ۲۷مې له ۵۷۰۰ ډېر افغانان استرالیا ته رسېدلي او له ۲۰۵۹ افغان محلي کارکوونکو سره د اړوند پروګرام په چوکاټ کې د خطر ارزونې بهیر بشپړ شوی دی.
د انډیپنډنټ او انټر پرېس سروس په دوو جلا راپورونو کې راغلي چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې محدودیتونه، د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د شمېر کمېدل او د ښځو په نښه شوي قتلونه د افغان ښځو وضعیت لا پسې ستونزمن کړی دی.
د انډیپنډنټ د راپور له مخې، د طالبانو له لوري د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې د نرسنګ او قابلګۍ د زدهکړو له بندېدو وروسته، په افغانستان کې د نویو قابلو او نرسانو د روزنې بهیر درېدلی او د ښځو روغتیايي خدمات له جدي ګواښ سره مخ شوي دي.
په راپور کې د مریم په نوم د یوې افغانې قابلهروزونکې کیسه راغلې چې د امنیتي اندېښنو له امله یې نوم بدل شوی دی. نوموړې وايي، لا هم په پټه توګه لسګونه ښځینه زدهکوونکې روزي، خو دا کار د طالبانو د پرېکړې له امله له خطرونو ډک دی.
هغې ویلي، ډېری ښځې هغه مهال روغتیايي مرکزونو ته رسېږي چې وضعیت یې خورا خراب وي او د ژوند او مرګ تر منځ په حالت کې وي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې یوه ښځه د امیندوارۍ او زیږون اړوندو ستونزو له امله ژوند له لاسه ورکوي.
راپور زیاتوي چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به افغانستان شاوخوا ۲۵ زره ښځینه ښوونکې او روغتیايي کارکوونکې له لاسه ورکړي، ځکه د ښځو پر لوړو زدهکړو بندیز د نویو مسلکي کسانو د روزنې مخه نیولې ده.
بلخوا، د انټر پرېس سروس راپور وايي چې په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د نامعلومو بریدونو او هدفي وژنو پېښې زیاتې شوې دي.
راپور د بدخشان ولایت د اشکاشم ولسوالۍ د یوې ښځینه سوداګرې او ټولنیزې فعالې، لیلوما، د وژل کېدو پېښه یادوي.
د راپور له مخې، لیلوما د ښځو لپاره ځانګړی رستوران او د خیاطۍ ورکشاپ چلولو. نوموړې د روان کال په مې میاشت کې د ناپېژاندو وسلهوالو له خوا په ډزو ووژل شوه.
د لیلوما خاوند سلام مفتون، چې سیمهییز سندرغاړی دی، ویلي د خپلې مېرمنې د وژل کېدو په دلیل نه پوهېږي او نه پوهېږي چې د هغې «جرم» څه و.
راپور وايي لیلوما د طالبانو له بندیزونو وروسته د نجونو او ښځو لپاره د کار زمینه برابره کړې وه. د هغې په رستورانت او د خیاطۍ په مرکز کې ۱۸ ښځو او نجونو کار کاوه او روزنه یې ترلاسه کوله.
د بشري حقونو د بنسټ «رواداري» د معلوماتو له مخې، تېر کال لږ تر لږه ۶۱۱ کسان په هدفي بریدونو، بېمحاکمې وژنو او ورته پېښو کې وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
راپور زیاتوي چې د لیلوما له وژل کېدو وروسته ګڼو ښځو خپلې دندې پرېښي او د امنیتي اندېښنو له امله له ټولنیزو فعالیتونو څخه په شا شوي دي.
د ښځو د حقونو یوه فعاله نادیا، چې مستعار نوم کاروي، ویلي دا ډول وژنې ښځې له کار، زدهکړو او ټولنیزو اړیکو څخه زړهتوري کوي او د راتلونکي په اړه یې هیلې کمزورې کوي.
د دواړو راپورونو په وینا، افغان ښځې اوس هم د روغتیا، کار، زدهکړو او امنیت په برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د ښځو پر وړاندې محدودیتونه او تاوتریخوالی د افغانستان د بشري وضعیت له مهمو ننګونو څخه ګڼل کېږي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو اوږدمهاله بندښت پاکستاني صادرونکو ته د شاوخوا ۴.۵ میلیارد ډالرو احتمالي زیان اړولی. د پاکستان د پرمختیايي اقتصاد انسټیټیوټ وايي، دې وضعیت د دواړو هېوادونو پر سوداګرۍ سخت منفي اغېز کړی دی.
ددغه انسټيټيوټ د راپور له مخې، د دواړو هېوادونو دوه اړخیزه سوداګري په ۲۰۲۴ کال کې له ۲،۴۶ میلیارد ډالرو څخه په ۲۰۲۵ کال کې ۱،۷۷ میلیارد ډالرو ته راټیټه شوې چې شاوخوا ۲۸ سلنه کموالی ښيي.
راپور وايي، د سوداکریزو له تړل کېدو وروسته پاکستاني صادراتو ته هره میاشت په اوسط ډول شاوخوا ۱۷۷ میلیونه ډالره زیان اوښتی او د ۲۰۲۶ کال تر پیل پورې د صادراتو کچه نږدې ۵۶ سلنه کمه شوې ده.
خو د پاکستان د پرمختیايي اقتصاد انسټیټیوټ ټینګار کوي چې د ۴،۵ میلیارد ډالرو اټکل باید د وروستي او په بشپړ ډول تایید شوي زیان په توګه ونه ګڼل شي، ځکه د دغه رقم د محاسبې بشپړ جزیات په څېړنیز راپور کې نه دي وړاندې شوي.
د پاکستان او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال په جنوري او فبرورۍ کې د دواړو هېوادونو پر مهمو سوداګریزو لارو له ۱۰ زرو تر ۱۲ زرو پورې باروړونکي کانټینرونه بند پاتې وو. د دغې خونې د اټکل له مخې، د ډيورنډ کرښې د تړل کېدو له امله هره میاشت شاوخوا ۵۰ میلیارد پاکستانۍ کلدارې اقتصادي زیان اوړي، چې د ورځې نږدې ۱،۷ میلیارد کلدارو سره برابرېږي.
د سوداګریزو لارو بندښت له امله د سوداګرو لوژستیکي لګښتونه هم لوړ شوي دي. د راپور له مخې، د یخچالي کانټینرونو کرایه، د تېلو لګښت او د کانټینرونو د ځنډ فیسونه د سوداګرو پر اوږو اضافي بار اچوي او په ځینو مواردو کې یوازې د کانټینر د درولو ورځنی فیس له ۱۵۰ تر ۲۰۰ ډالرو پورې رسېږي.
د سیمهییزې اقتصادي همکارۍ د کوریډور د فعالیتونو د څارنې د معلوماتو له مخې، تورخم او چمن لا هم د سیمې له هغو دروازو څخه دي چې د مالونو د لېږد او ګمرکي تصفیې بهیر پکې ډېر وخت نیسي. په راپور کې ویل شوي چې پېچلې تلاشي، د قاچاق ضد اقدامات او د اړینو زیربناوو کمښت ان په عادي شرایطو کې هم د سوداګرۍ لګښتونه لوړوي، خو د امنیتي کړکېچونو پر مهال دغه ستونزې لا پسې پراخېږي.
د پاکستان د پرمختیايي اقتصاد انسټیټیوټ په وینا، د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې لارې له اوږدې مودې راهیسې د مېوو، سبزیو او نورو ژر خرابېدونکو خوراکي توکو د لېږد لپاره مهمې دي. د ډيورنډ کرښې اوږدمهاله تړل کېدل د دغو توکو د خرابېدو، د سوداګرو د عوایدو د کمېدو او په دواړو هېوادونو کې د بازار د عرضې او تقاضا د ګډوډېدو لامل کېدای شي.
راپور خبرداری ورکوي چې د سوداکریزو لارو بندښت اقتصادي اغېزې یوازې لنډمهاله سوداګریز زیانونه نه دي، بلکې که دا وضعیت دوام وکړي، ښايي د دواړو هېوادونو پر تولیدي پرېکړو، سوداګریزو اړیکو او د خوراکي توکو پر خوندیتوب هم اوږدمهاله منفي اغېز وکړي.
د پاکستان دي نېشن ورځپاڼې په یوه راپور کې لیکلي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته، دغه ډله لا هم د نړۍ د ډېری هېوادونو له خوا په رسمیت نه ده پېژندل شوې، خو په عملي ډول د افغانستان د واکمن واقعیت په توګه ورسره تعامل روان دی.
راپور وايي، په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته نړیوالې ټولنې د رسمیت پېژندنې لپاره شرطونه ټاکلي وو، چې پکې د ټولګډونه حکومت جوړول، د ښځو ګډون او د نجونو د زده کړو حق تضمین شامل و، خو د راپور له مخې ، دغه شرطونه تر اوسه نه دي پوره شوي.
د راپور له مخې، سره له دې چې طالبان له رسمي نړیوال مشروعیت څخه برخمن نه دي، خو د وخت په تېرېدو د یو شمېر هېوادونو او نړیوالو لوبغاړو تعامل ورسره زیات شوی دی.
راپور کې یاده شوې چې روسیې له طالبانو سره رسمي اړیکې پراخې کړې دي، او چین، هند او اروپايي ټولنه هم د سوداګرۍ، امنیت او کډوالو په برخو کې له طالبانو سره تعامل لري.
راپور وايي، امریکا لا هم له طالبانو سره د مستقیمو رسمي اړیکو له پراخولو ډډه کوي، خو د طالبانو د نړیوال مشروعیت مسله تر اوسه نه ده حل شوې.
د نېشن د راپور له مخې، د مالي بندیزونو او د افغانستان د شتمنیو د کنګل کېدو سربېره، طالبانو د عوایدو د راټولولو، مالیاتو او کانونو له لارې خپلې چارې پر مخ بیولې دي.
راپور کې ادعا شوې چې د طالبانو حکومت د پخواني جمهوري نظام په پرتله د کورنیو عوایدو د راټولولو په برخه کې اغېزمن فعالیت کړی، خو د افغانستان اقتصاد لا هم د پراختیا او پانګونې له جدي ستونزو سره مخ دی.
راپور زیاتوي چې د افغانستان ټولنیز او بشري وضعیت لا هم کړکېچن دی. د راپور له مخې، د بیکارۍ کچه ۲۶ سلنې ته رسېدلې او د ښځو د کار بازار ګډون شاوخوا پنځه سلنه ښودل شوی دی.
همداراز راپور وايي چې د افغانستان له نیمایي ډېر وګړي د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي او د ښځو او نجونو پر زده کړو او کار محدودیتونه د نړیوالو انتقادونو مهمه برخه جوړوي.
د راپور په وینا، نړیواله ټولنه د طالبانو د ځینو سیاستونو، په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو او د وسلهوالو ډلو سره د اړیکو په اړه اندېښنې لري، خو ډېری هېوادونه د افغانستان د ثبات او خپلو ګټو له امله له طالبانو سره عملي تعامل ته دوام ورکوي.
راپور پوښتنه مطرح کوي چې مشروعیت په اوسني نړیوال سیاست کې څه معنا لري، کله چې ځینې هېوادونه له رسمي رسمیت پېژندنې پرته هم له طالبانو سره اړیکې ساتي.
راپور زیاتوي چې طالبان تر اوسه قانوني مشروعیت نه لري، خو د افغانستان د واکمن ځواک په توګه د نړۍ له خوا د «یو ناگزیر واقعیت» په توګه منل شوي دي.
راپور کې راغلي، لکه څنګه چې د نړۍ نورو سیاسي نظامونو او امپراتوریو بدلون موندلی، د طالبانو اوسنی نظام هم د بدلون څخه مستثنا نه دی، خو تر هغه وخته به نړیواله ټولنه د افغانستان له اوسني واقعیت سره مخامخ وي.
د طالبانو استخباراتو اړوند رسنیزو پاڼو د جمعې په ورځ یو نوی غږیز فایل خپور کړی، چې ادعا کوي دا د بدخشان د طالبانو د مرور قوماندان جمعهخان فاتح غږ دی. دغو پاڼو ادعا کړې، چې په دغه غږیز فایل کې فاتح د «ازادۍ جبهې» له یوه غړي سره د وسلو او مالي مرستو د ترلاسه کولو په اړه خبرې کوي.
حجاز نیوز چې د طالبانو له استخباراتو سره تړلې تبلیغاتي پاڼه ده، دغه غږیز فایل له «ازادۍ جبهې سره د جمعهخان فاتح د اړیکو افشا کول» تر سرلیک لاندې خپور کړی دی.
دغې پاڼې ادعا کړې، چې په خبرو کې له فاتح سره غږېدونکی کس د ازادۍ جبهې له لوړپوړو غړو څخه دی او هغه ته د مالي او وسلو د مرستو ژمنه کوي.
خو د ازادۍ جبهې دغه ادعا رد کړې ده. د دې جبهې یوه مشر افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې دغه خبرې له ازادۍ جبهې سره هېڅ تړاو نهلري.
نوموړي ادعا کړې، چې د خبرو د بل لوري غږ د طالبانو د استخباراتو د یوه کارکوونکي دی.
د ازادۍ جبهې په وینا، دغه کس د «شاهین اسمایي» په مستعار نوم فعالیت کاوه او دنده یې دا وه، چې د پخوانیو امنیتي ځواکونو غړي او له طالبانو سره د مخالفو ډلو اړوند کسان وپېژني او په نښه یې کړي.
دغې سرچینې د غږیز فایل خپرول «جعلي» بللي او دا یې د طالبانو د استخباراتو له خوا د مخالفینو پر وړاندې د «رواني جګړې» یوه برخه ګڼلې ده.
خو د غږیز فایل رښتینولي او د هغه کس هویت چې له فاتح سره خبرې کوي، په خپلواکه توګه نهشي تاییدېدای.
همداراز څرګنده نهده، چې دغه خبرې څه وخت، چېرته او په کومو شرایطو کې ثبت شوې دي.
د روایت د بدلولو هڅه؟
د دغه غږیز فایل خپرېدل په داسې مهال دي، چې جمعهخان فاتح په درواز کې له طالبانو سره د وروستیو نښتو پر مهال ویلي وو، چې له «اسلامي امارت» سره مخالفت نهلري، بلکې اصلي ستونزه یې په سیمه کې د طالبانو د استخباراتو د ځانګړو ځواکونو له حضور سره ده.
حجازنیوز د نوي غږیز فایل په خپرولو سره هڅه کړې، چې دغه روایت تر پوښتنې لاندې راولي او دا موضوع د طالبانو له وسلهوالو مخالفینو سره د فاتح د اړیکو د نښې په توګه وړاندې کړي.
په تېرو څو ورځو کې د طالبانو له استخباراتو سره تړلو پاڼو د فاتح پر ضد بېلابېل تورونه هم لګولي دي.
په دغو تورونو کې د سرو زرو له کانونو څخه باج اخیستل، د نشهيي توکو قاچاق، د تکفیري کسانو لېږد، د طالبانو د سرتېرو وژل، له بهرنیو استخباراتي ادارو څخه د ملاتړ ترلاسه کول او د سیمې د بېثباته کولو هڅې شامل دي.
خو دغه تورونه تر اوسه په خپلواکه توګه نهدي تایید شوي او څرګنده نهده، چې د دغو ادعاوو پر بنسټ د فاتح پر وړاندې کومه رسمي قضايي دوسیه جوړه شوې که نه.
د فاتح برخلیک لا هم نامعلوم دی
جمعهخان فاتح د دوشنبې په ورځ (د زمري ۲۶مه) له طالبانو سره له شاوخوا یوې اونۍ نښتو وروسته، د بدخشان په نسی ولسوالۍ کې خپل مورچلونه پرېښودل.
هغه د طالبانو د پوځ له لوی درستیز فصیحالدین فطرت سره له خبرو وروسته فیضاباد ته ولېږدول شو.
فاتح ته نږدې سرچینو تر دې وړاندې ویلي وو، چې نوموړي د خپل ځان او خپلو کسانو د امنیت په اړه د ورکړل شوي ضمانت پر بنسټ د جګړې د پای ته رسولو پرېکړه کړې وه، خو طالبانو د دغه بهیر په اړه ویلي، چې فاتح «تسلیم» شوی دی.
فیضاباد ته د فاتح له لېږد وروسته، د هغه د اوسني ځای او وضعیت په اړه تر اوسه خپلواک او کره معلومات نهدي خپاره شوي.
اوس د نوي غږیز فایل له خپرېدو او پر فاتح د یو لړ تورونو له مطرح کېدو سره دا احتمال مطرح شوی چې د هغه قضیه ښايي له یوې داخلي شخړې څخه یوې امنیتي او قضايي دوسیې ته واوړي.
خو تر هغه چې د غږیز فایل د رښتینولۍ، د هغه د ثبت د څرنګوالي او پر فاتح د لګېدلو تورونو په اړه خپلواک شواهد وړاندې نهشي، دغه ادعاوې تایید شوې نهشي ګڼل کېدای.