د ټګزاس والي په دوو هوايي ډګرونو کې د مسلمانانو د اودس اسانتیاوو د څېړنې غوښتنه کړې

د امریکا د ټګزاس ایالت والي ګریګ ابټ، د دغه هېواد له عدلیې وزارت څخه غوښتي چې د دغه ایالت په دوو لویو هوايي ډګرونو کې د اودس لپاره د اسانتیاوو په اړه څېړنه وکړي.خو د مسلمانانو د حقونو د دفاع یوې ادارې دغه اقدام «د مسلمانانو پر ضد سیاسي ننداره» بللې ده.
ابټ د امریکا عدلیې وزارت ته په یوه لیک کې غوښتنه کړې چې د ډالاس–فورټ ورت نړیوال هوايي ډګر او په هیوستون کې د جورج بوش نړیوال هوايي ډګر د اودس اسانتیاوې ژر تر ژره وڅېړي.
د ټګزاس د والي دفتر ویلي، له دې امله چې دغه هوايي ډګرونه له فدرالي بودجې استفاده کوي، باید د تبعیض د مخنیوي اړوند قوانین رعایت کړي.
بلخوا د مسلمانانو د حقونو یوې مدافعې ادارې(د امریکا–اسلامي اړیکو شورا) د ټګزاس د والي دغه اقدام سیاسي بللی او ویلي یې دي چې د اودس لپاره د اسانتیاوو د جوړولو موضوع د مسلمانانو پر ضد د سیاسي فشار او تبلیغاتو لپاره کارول کېږي.یادې شورا ویلي چې دغه اسانتیاوې یوازې د مسلمانانو لپاره نه دي او هر مسافر ترې استفاده کولی شي.
د ټګزاس والي تېره اوونۍ هم دغه دوه هوايي ډګرونه د څېړنې لپاره د امریکا د ترانسپورټ وزارت ته معرفي کړي وو او ګواښ یې کړی و چې ښايي د دوی دولتي بودجه لغوه کړي.
له دې اقدام وروسته، د ډالاس–فورټ ورت هوايي ډګر اعلان وکړ چې د اودس لپاره د نورو اسانتیاوو د جوړولو پلان یې درولی دی.
د رویټرز د راپور له مخې، په امریکا کې شاوخوا ۴،۵ میلیونه مسلمانان ژوند کوي چې له ۳۰۰ زرو څخه ډېر یې په ټګزاس ایالت کې مېشت دي.
