ازبکستان په ترمذ کې یو افغان د نشهيي توکو د قاچاق په تور نیولی

د ازبکستان امنیتي چارواکو یو افغان وګړی د دغه هېواد ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز کې د تریاکو د پلورلو په تور نیولی دی. د ازبکستان د امنیتي ادارې په وینا، پر دغه کس قضیه ثبت شوې او د احتمالي همکارانو د پېژندلو لپاره یې څېړنې روانې دي.
د راپور له مخې، نوموړی هغه مهال نیول شوی چې غوښتل یې ۵۰۶ ګرامه تریاک وپلوري. د ازبکستان د امنیتي ادارې په وینا، نوموړي غوښتل دغه اندازه نشهيي توکي د ۲۵۰۰ امریکايي ډالرو په بدل کې وپلوري.
د هغه د نیولو عملیات د سرخاندریا ولایت د ګمرک او پولیسو په همکارۍ ترسره شوي دي.
لومړنۍ څېړنې ښيي چې دغه ۲۳کلن افغان وګړي تریاک په پنځو کڅوړو کې د خپل بدن دننه پټ کړي وو، څو د پولې د اوښتو پر مهال یې د ګمرکي او سرحدي ځواکونو له نظره پټ وساتي.
نوموړی ازبکستان ته له ننوتلو وروسته د د دغو نشه یې موادو د سپارلو لپاره د ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز ته تللی و چې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال نیول شوی.
د ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز د سرخاندریا ولایت په مرکز او له افغانستان سره د پولې په څنګ کې یوه ځانګړې اقتصادي او سوداګریزه سیمه ده. دغه مرکز د حیرتان پولې ته څېرمه د ۱۴۰۳ کال په وږي میاشت کې په رسمي ډول پرانیستل شو.
د دغه مرکز د جوړېدو اصلي موخه د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د پولې له لارې د سوداګرۍ اسانتیا، د دواړو هېوادونو سوداګرو ته د مناسبو شرایطو برابرول او د اقتصادي اړیکو پراختیا بلل شوې ده.
سره له دې چې دغه مرکز د سوداګرۍ په پراختیا کې مهم رول لري، د نشهيي توکو د قاچاق دا ډول پېښې ښيي چې د ازبکستان امنیتي او ګمرکي چارواکي د پولې په دې سیمه کې پر تګ راتګ او فعالیتونو ځانګړې څارنه کوي، څو د قاچاق لپاره د دې سیمې د احتمالي ناوړه استفادې مخه ونیسي.
د ازبکستان امنیتي ځواکونو تر دې وړاندې هم له افغانستان سره په پوله د سرخاندریا په سیمه کې د نشهيي توکو څو محمولې کشف او ضبط کړې دي.
