• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د هوا پوهنې ادارې په ۱۰ ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی

۳۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۲ اګست ۲۰۲۶، ۰۷:۲۶ GMT+۱تازه شوی: ۳۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۲ اګست ۲۰۲۶، ۰۸:۳۴ GMT+۱

د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پوهنې ادارې د افغانستان په لسو ولایتونو کې د سختو بارانونو، تالندې او برېښنا، تېزو بادونو او سېلابونو د احتمال خبر ورکړی دی.

دغه ادارې شنبه(د زمري۳۱مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نن به په بدخشان، تخار، بغلان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پکتیا خوست او پکتیکا ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو اټکل کیږي.

د هوا پوهنې ادارې د معلوماتو له مخې، په بېلابېلو سیمو کې د ورښت کچه له ۱۰تر ۳۰ میلی‌مترو پورې اټکل شوې ده.

ورته مهال، د هېواد په شمالي، لوېدیځو، مرکزي، او سوېلي ولایتونو کې د سختو بادونو او دوړو د راپورته کېدو احتمال هم شته.

د خبرپاڼې له مخې، د دغو بادونو سرعت به په بېلابېلو سیمو کې له ۵۰تر ۱۰۰ کیلومترو په ساعت پورې وي.

د هوا پېژندنې ادارې د احتمالي سختو ورښتونو، سېلابونو او تېزو بادونو له امله د اړوندو سیمو اوسېدونکو ته د احتیاط سپارښتنه کړې ده.

ډېر لیدل شوي

نوې سیاسي ډله؛ د افغان سيکولرانو ملي جرګې خپل ۲۰ ماده‌ییز منشور خپور کړ
۱

نوې سیاسي ډله؛ د افغان سيکولرانو ملي جرګې خپل ۲۰ ماده‌ییز منشور خپور کړ

۲

طالبانو په تېر یو کال کې د څه باندې ۳۱زره سوالګرو له راټولولو خبر ورکړی دی

۳

د امریکا لپاره جنګېدلي افغان متحدین اوس د دغه هېواد د کډوالۍ ادارو له‌خوا نیول کېږي

۴

د سي‌ای‌اې پخوانی مشر: امریکا باید له افغانستان څخه وتلې نه وای

۵

جلاوطنه سیاسي ګوند؛ د افغانستان اکثریت ګوند د خپل منشور په خپرولو سره د موجودیت اعلان وکړ

•
•
•

نور خبرونه

د خاص روزګان اوسېدونکي: وچکالۍ باغونه وچ کړي او د ناروغیو کچه یې لوړه کړې

۳۰ زمری ۱۴۰۵ - ۲۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۰:۰۲ GMT+۱
100%

د روزګان ولایت د خاص روزګان ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، څو کلنه پرله‌پسې وچکالي، د څښاک اوبو نشتوالي او د کرنیزو حاصلاتو کمښت د دوی ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړی دی. خلک وایي، وچکالۍ د دوی کرنه او مالداري سخته زیانمنه کړې او که یې ستونزې همداسې دوام وکړي دغه سیمه به ټوله وچه شي.

د روزګان اوسېدونکي شکایت کوي، چې د اقلیمي بدلون اغېزو نه یوازې د دوی اقتصاد زیانمن کړی؛ بلکې د بېلابېلو ناروغیو، بې‌وزلۍ او احتمالي بې‌ځایه کېدو لامل هم ګرځېدلې دي.

د سیمې اوسېدونکي وایي، د وچکالۍ له امله د ځمکې لاندې د اوبو کچه په بې‌ساري ډول ټیټه شوې او اوس ډېری پخوانۍ څاه‌ګانې وچې شوې دي. د خاص روزګان ولسوالۍ یو اوسېدونکی نظرجان وایي: «پخوا به مو له برمو پر ۵۰ یا ۶۰ مترو اوبه ترلاسه کولې؛ خو اوس د اوبو کچه تر ۲۰۰ مترو هم ښکته شوې ده، ډېری خلک د ژورو څاه‌ګانو د کېندلو وس نه‌لري او هره ورځ د څښاک اوبو پیدا کولو لپاره اوږد واټن وهي».

ځايي خلک وایي، وچکالۍ د دوی کرنه او مالداري سخته زیانمنه کړې ده او که چېرې ستونزې همداسې دوام وکړي دغه سیمه به یو مخ وچه شي. یو بزګر ملا عبدالسلام وویل: «پخوا به مو ښه غنم، جوار، سبزي او مېوې ترلاسه کولې؛ خو اوس اکثره ځمکې شاړې پرتې دي، بارانونه کم شوي او طبیعي افتونو پاتې محصولات هم له‌منځه وړي دي».

د خاص روزګان اوسېدونکي وایي، وچکالۍ یوازې د اوبو ستونزه نه‌ده رامنځته کړې؛ بلکې د خلکو اقتصادي وضعیت یې هم سخت خراب کړی دی. د سیمې اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو نشتوالی د ګڼو ناروغیو اصلي لامل بولي او وايي، روغتیايي اسانتیاوې هم نه‌شته.

د یادې سیمې یو بل اوسېدونکی عبدالستار وايي: «موږ مجبوره یو له هغه اوبو استفاده وکړو چې خیرنې دي، په وروستیو کلونو کې د پښتورګو ناروغۍ، د معدې ستونزې او حتی د سرطان پېښې زیاتې شوې دي، اوبه خو نه‌شته روغتیايي خدمات هم صفر دي».

د دغه سیمې اوسېدونکي له طالبانو، مرستندویه بنسټونو او نړۍوالو ادارو غواړي، چې د اوبو او اقلیمي بدلون ستونزو ته جدي پام وکړي. د دوی په وینا، د چک‌ډیمونو او کوچنیو بندونو جوړول، د څښاک اوبو شبکو او ژورو څاه‌ګانو جوړول، د باراني اوبو د زېرمه کولو پروژې پلي کول، بزګرانو ته د وچکالۍ پر وړاندې مقاوم تخمونه او کرنیزې اسانتیاوې برابرول، د مالدارانو ملاتړ، د څارویو لپاره د خوراکي توکو برابرول او د اقلیمي بدلون په د اړه عامه پوهاوي زیاتول هغه څه دي چې کولای شي د ستونزو په حل کې اغېزمن رول ولوبوي.

د چاپېریال ساتنې د روزنیزې پرمختیايي موسسې رییس عبدالهادي اڅګزی وايي، د اقلیمي بدلون اغېزې په خاص روزګان ولسوالۍ کې تر بل هر وخت ډېرې محسوسې شوې دي. هغه زیاته کړه، چې موسسه یې د اقلیمي بدلون په اړه د خلکو د پوهاوي لوړولو، د چاپېریال ساتنې د فرهنګ پیاوړتیا او د اوبو مدیریت اړوند روزنیزو پروګرامونو د عملي کولو لپاره کار کوي؛ خو ټینګار یې وکړ چې د ستونزې د پراخوالي له امله د حکومت او نړۍوالو مرستندویه ادارو همکاري اړینه ده.

خاص روزګان ولسوالۍ نن د اقلیمي بدلون له هغو سیمو څخه ده، چې د وچکالۍ اغېزې په‌کې د خلکو پر ژوند، اقتصاد او روغتیا ژور سیوری غوړولی دی. د اوبو کمښت، د کرنیزو حاصلاتو له‌منځه تلل، د باغونو وچېدل، د بې‌وزلۍ زیاتوالی او د ناروغیو پراخېدل هغه ستونزې دي چې د سیمې خلک یې هره ورځ تجربه کوي.

یونېسف: وروستیو سېلابونو د افغانستان په ختیځ او مرکزي سیمو کې زرګونه کسان اغېزمن کړي

۲۲ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳ اګست ۲۰۲۶، ۰۷:۴۵ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) وايي، د جولای له ۲۰مې راهیسې د افغانستان په مرکزي، شمالي او ختیځو ولایتونو کې سختو ورښتونو او ناڅاپي سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

یونېسف د اګست تر ۱۰مې په خپل تازه راپور کې ویلي، یوازې د نورستان په ختیځ پارون ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله ۲۴ کسان مړه او ۱۲۵ نور ټپیان شوي دي. د راپور له مخې؛ د مړو ۲۶ سلنه ښځې او ۷۴ سلنه نارینه دي، په‌داسې حال کې چې د ټپیانو له ډلې اووه سلنه ښځې او ۹۳ سلنه نارینه دي او یوشمېر نور کسان لاهم تري تم دي.
د سېلابونو له امله په ختیځه سیمه کې ۳۲۱ کورونه زیانمن شوي او شاوخوا ۲۴۰۸ کسان اغېزمن شوي دي. همداراز ۱۶ ښوونځي زیانمن شوي او د پارون په ګډون په ځینو سیمو کې د اوبو رسولو شبکې، سړکونه، پلونه، د سېلابونو مخنیوي دېوالونه، کرنیزې ځمکې او بازارونه هم زیانمن شوي دي.
یونېسف وايي، د اګست پر درېیمه د نورستان د برګ‌مټال ولسوالۍ هم د دویم ځل لپاره د ناڅاپي سېلابونو شاهد وه چې ۱۹۱ کورونه یې زیانمن یا ویجاړ کړي دي. د دغه سېلاب له امله سړکونه، پلونه، کرنیزې ځمکې او د اوبو رسولو شبکې هم زیانمنې شوې دي.
په مرکزي سیمه کې د نهو ولایتونو سېلابونو دوه کسان مړه او شپږ نور ټپیان کړي دي. د راپور له مخې؛ ۳۱۶ کورونه زیانمن شوي او ۲۰۵۷ کسان یې اغېزمن کړي چې په‌کې ۶۸۸ نجونې، ۶۱۰ هلکان، ۳۹۵ ښځې او ۳۶۴ نارینه شامل دي. په دغه کسانو کې ۶۱ مېندواره ښځې هم شاملې دي.
په مرکزي سیمه کې شاوخوا ۱.۶ مېلیون متره مربع کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې، نږدې ۳۰۰ څاروي تلف شوي او ۱۷ ښوونځي زیانمن شوي دي. د دغه ښوونځیو له زیانمنېدو سره د ۱۱زره او ۱۱۴ زده‌کوونکو زده‌کړې اغېزمنې شوې دي.
یونېسف وايي، په ختیځه سیمه کې د سېلابونو له امله ۱۵ د اوبو رسولو شبکې هم زیانمنې شوې دي. دغه اداره له خپلو شریکانو سره د اوبو شبکو د ترمیم او د اغېزمنو خلکو لپاره د پاکو اوبو برابرولو چارې پر مخ وړي.
د یونېسف د معلوماتو له مخې؛ په پارون کې شاوخوا ۷زره کسانو ته د پاکو اوبو رسولو لپاره د اوبو رسولو د یوې شبکې د بیارغونې عملي چارې هم پیل شوې دي. یونېسف وايي، تر سېلابونو وروسته یې له خپلو شریکانو سره په چټکۍ بېړنی غبرګون پیل کړی او د روغتیا، تغذیې، پاکو اوبو، حفظ‌الصحې او د ماشومانو د ساتنې په برخو کې یې مرستې رسولې دي.
په ختیځه سیمه کې ۶۲۰ ماشومانو او ۱۶۰ پالونکو ته رواني او ټولنیز ملاتړ او د رواني لومړنۍ مرستې خدمتونه وړاندې شوي دي. همداراز ۳۰۰ نورو ماشومانو ته ډله‌ییزې مشورې ورکړل شوې او ۱۶ ماشومانو انفرادي مشورې ترلاسه کړې دي.
یونېسف وايي، ۲۲۱ یتیمو ماشومانو او له خپلو کورنیو جلا شویو ۱۷ ماشومانو ته هم ځانګړي خدمات وړاندې شوي او ټول له کورنیو سره بېرته یوځای شوي دي. د سېلابونو له امله په ختیځه سیمه کې ۱۶ ښوونځي زیانمن شوي، چې درې په نورستان، دوه په لغمان، یو په ننګرهار او لس په کونړ کې دي. د دغه پېښو له امله د شپږم ټولګي یو زده‌کوونکی هم مړ شوی او شاوخوا ۲۰۰ زده‌کوونکي له زده‌کړو پاتې شوي دي.
په مرکزي سیمه کې هم ۱۷ ښوونځي زیانمن شوي، چې د ۱۱زره او ۱۱۴ زده‌کوونکو د زده‌کړو بهیر یې اغېزمن کړی دی. یونېسف وايي، د سېلابونو له امله ښايي ځینې چاودېدونکي توکي له خپلو پخوانیو ځایونو راوتلي یا پخواني ښخ شوي ګواښونه بېرته راڅرګند شوي وي چې د سېلاب ځپلو سیمو د خلکو او بشري مرستندویانو لپاره یې د خوندیتوب ګواښونه زیات کړي دي.

پرله‌پسې اقلیمي بدلونونو د افغانستان په شمال کې د بزګرانو فصلونه زیانمن کړي

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۵:۲۴ GMT+۱
100%

۵۶ کلن بزګر عبدالحمید له ۱۸ کلونو راهیسې په مرکزي بغلان کې خپله څلور جریبه ځمکه کري. هغه وايي، « «بارانونه په ناسم وخت کې وشول. لومړی یې د غنمو فصل خراب کړ، بیا یې رومیان، خټکي او هندواڼې زیانمنې کړې».

د افغانستان په شمال کې وچو او تږو کرنیزو ځمکو کې د اقلیمي بدلون جدي اغېزې د بزګرانو ژوند سخت کړی دی.

لوړه تودوخه، بې‌وخته بارانونه، سختې ږلۍ او ناڅاپي هوايي بدلونونه د حاصلاتو د کمېدو لامل شوي او کلیوالي ټولنې یې له سخت اقتصادي فشار سره مخ کړې دي.

۵۶ کلن بزګر عبدالحمید له ۱۸ کلونو راهیسې په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې خپله څلور جریبه ځمکه کري. هغه وايي، سږ کال یې حاصلات نږدې له منځه تللي دي.

هغه شینهوا اژانس ته ویلي: «بارانونه په ناسم وخت کې وشول. لومړی یې د غنمو فصل خراب کړ، بیا یې رومیان، خټکي او هندواڼې زیانمنې کړې».

د نوموړي په وینا، بې‌وخته بارانونو یوازې فصلونه نه دي خراب کړي، بلکې نوې ناروغۍ او افتونه یې هم زیات کړي دي.

هغه وايي، پخوا یوازې له چینجیو سره ستونزه وه، خو اوس د ډېر باران له امله مچان او د خاورې بېلابېل چینجي هم پیدا شوي دي.

عبدالحمید وايي، تېر کال یې له حاصلاتو شاوخوا ۴۵۰زره افغانۍ عاید ترلاسه کړی و، خو سږ کال یې تر اوسه یوازې د ۳۰زره افغانیو په ارزښت محصولات پلورلي دي.

د بغلان د خنجان ولسوالۍ یو بل بزګر غلام محی‌الدین وايي چې د تودوخې زیاتوالي د غنمو او وریژو حاصلات کم کړي دي. هغه وايي، د ده ۱۲ کسیزه کورنۍ د همدې ځمکې له عاید څخه ژوند کوي.

په ګاونډي کندز ولایت کې هم بزګران ورته ستونزې لري. عزیزالله، چې د خان‌اباد ولسوالۍ اوسېدونکی دی، وايي چې بې‌وخته بارانونو د خټکیو فصل خراب کړی دی.

هغه وايي، تېر کال یې له څلورو جریبو ځمکې شاوخوا ۳۰۰زره افغانۍ عاید ترلاسه کړی و، خو سږ کال دا اندازه نږدې ۲۰۰زره افغانیو ته راټیټه شوې ده.

د کندز ښار په څنډو کې یو بل بزګر بازمحمد وايي، سختې ګرمۍ د سبزیجاتو او خټکیو فصلونه زیانمن کړي دي. هغه وايي، په ګرمو موسمونو کې چینجي پیدا کېږي او خټکي، رومیان، بامیه او نور سبزیجات له منځه وړي.

افغانستان چې د نفوس لویه برخه یې د کرنې له لارې ژوند کوي، د اقلیمي بدلون له امله له جدي خطر سره مخ دی. وچکالي او د اوبو کمښت لا هم د هېواد له تر ټولو لویو ستونزو څخه دي او د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د خلکو پر لویه برخه اغېز لري.

له بلې خوا، کله چې بارانونه راشي، ناڅاپي سېلابونه هم فصلونو ته پراخ زیان رسوي. د افغانستان د طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د معلوماتو له مخې، یوازې په تېرو درېیو میاشتو کې له ۳۲زرو جریبو ډېره کرنیزه ځمکه زیانمنه شوې ده.

راپور وايي، افغان بزګران له نورو ستونزو لکه د عصري وسایلو کمښت، زاړه کرنیز میتودونه، خراب سړکونه، د سړو خونو نشتوالی او د اقلیم له بدلون سره د مقاومت لرونکو تخمونو کمښت سره هم مخ دي.

وچکالۍ د ارغستان د انارو باغونه له‌منځه وړي؛ بزګران وايي نور د باغونو د ساتلو وس نه‌لري

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۵۱ GMT+۱
100%

د کندهار د ارغستان ولسوالۍ یوشمېر اوسېدونکي او بڼوال وایي، پرله‌پسې وچکالۍ، د ځمکې لاندې اوبو ښکته کېدل او د کاریزونو وچېدو د انارو سلګونه جریبه باغونه له ګواښ سره مخ کړي چې له امله یې ګڼ خلک د خپلو باغونو پرې کولو او له سیمې څخه کډه کېدو ته اړ شوي دي.

ارغستان چې کلونه یې د لوړ کیفیت انارو له امله په هېواد او بهر کې نوم درلود نن د سختې وچکالۍ له امله له یوه ناورین سره مخ دی. هغه ولسوالي چې پخوا به یې په هر کلي کې شنه بڼونه، روان کارېزونه او د انارو ډک باغونه لیدل کېدل؛ اوس په ډېرو سیمو کې وچې ونې، شاړې ځمکې او تش کورونه تر سترګو کېږي.

ځايي خلک وایي، په تېرو څو کلونو کې د بارانونو کمښت او د ځمکې لاندې د اوبو کچې پرله‌پسې ټیټېدو د باغدارۍ دودیز سیستم له سخت ناورین سره مخ کړی دی. د دوی په خبره؛ ډېری کاریزونه وچ شوي او هغه ژورې برمې چې مخکې یې اوبه ورکولې اوس د پخوا په شان حاصل نه‌لري.

د ارغستان د مرکز یو بڼوال سید احمد وایي: «پخوا به مو له یوه باغ څخه د ټول کال لګښتونه برابرول؛ خو اوس د اوبو د نشتوالي له امله ونې وچې شوې دي. هغه باغ چې لسګونه کاله مو پاللی وو، اوس یې په خپلو لاسونو پرې کوو ځکه نور یې د ساتنې توان نه‌لر‌و».

نوموړی زیاتوي، هرکال لسګونه بڼوال خپلې وچې شوې ونې وهي او ځینې یې خپلې ځمکې پرېږدي او نورو سیمو ته ځي ځکه نور د باغونو ساتنه ورته اقتصادي ګټه نه‌لري.

100%
کندهار کې سلګونه کلونه پخواني‌ د انارو باغونه اوس د وچکالۍ له کبله له‌منځه ځي

د یادې ولسوالۍ یو بل بزګر الله داد وایي: «کله چې اوبه نه وي، نه باغ ساتل کېږي نه نوره کرنه کېږي؛ نو موږ مجبور شو چې ونې پرې کړو، اوس ډېری ځوانان د کار لپاره کندهار ښار یا نورو هېوادونو ته ځي؛ ځکه دلته د ژوند خوند نور نه‌شته».

د ارغستان اوسېدونکي وایي، وچکالۍ یوازې باغونه نه‌دي زیانمن کړي؛ بلکې د خلکو ټولنیز ژوند یې هم اغېزمن کړی دی. د دوی په خبره؛ هغه کورنۍ چې پخوا یې یوازې د انارو یا نورو کرنیزو توکو له اړخه ژوند مخې ته وړلو اوس د بې‌وزلۍ له امله خپلې مېنې پرېږدي.

د خلکو په خبره؛ د اوبو کمښت یوازې د اقلیمي بدلون پایله نه ده؛ بلکې د ځمکې لاندې د اوبو بې‌رویه استخراج، د ژورو برمو زیاتوالی او د اوبو د مدیریت نشتوالی هم ستونزه نوره پسې ژوره کړې ده.

د کرنې برخې ځینې متخصصان هم وایي، که د اوبو د مدیریت لپاره عملي ګامونه وانخیستل شي؛ نو د ارغستان د انارو پاتې باغونه به هم له جدي ګواښ سره مخ شي. د ارغستان خلک له طالبانو غوښتنه کوي، چې د «لوړې بند» پروژه عملي کړي، د اوبو د زېرمه کولو لپاره نوي بندونه جوړ کړي، د څاڅکي اوبو لګولو سیستمونه عام کړي او د وچکالۍ له امله زیانمنو شویو بڼوالو سره بیړنۍ مرستې وکړي.

د دوی په خبره؛ که دغه ستونزه پر خپل حال پرېښودل شي، ارغستان به په یوه سپېره سیمه بدل شي او هلته به څوک پاتې نه‌شي. دوی ټینګار کوي، چې د اوبو د سرچینو ساتنه، د باراني اوبو راټولول او د عصري اوبو لګولو دودول د دغه بحران د کمولو مهمې لارې دي.

100%

اروپا کې د تودوخې څپې؛ د روغتیا نړیوال سازمان د روغتونونو د چمتووالي غوښتنه کوي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۴۲ GMT+۱
100%

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیواېچ‌او) وايي، په اروپا کې د اقلیمي بدلون او تودوخې له امله روغتیايي سیستمونه له زیاتېدونکي فشار سره مخ دي. دغه سازمان له اروپايي هېوادونو غوښتي چې روغتونونه او روغتیايي خدمتونه د سختې ګرمۍ پر وړاندې لا چمتو او مقاوم کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۵مه) په یوه نوي لارښود کې ویلي، اروپا د نړۍ تر ټولو چټک تودېدونکې وچه ده او د تودوخې درجه پکې د نړۍ د منځنۍ کچې په پرتله نږدې دوه برابره لوړېږي.

د سازمان د معلوماتو له مخې، یوازې د روان اوړي په ترڅ کې د پنځو هېوادونو معلومات ښيي چې د سختې ګرمۍ له امله نږدې ۱۰ زره اضافي مړینې ثبت شوې دي.

په اروپا کې د روغتیا نړیوال سازمان سیمه‌ییز رییس هانس کلوګه ویلي: «زموږ سیمه په نړۍ کې تر ټولو چټکه تودېدونکې سیمه ده. یوازې په تېرو څلورو کلونو کې د تودوخې له امله له ۲۰۰ زرو څخه ډېر کسان مړه شوي او په تېرو ۲۰ کلونو کې د تودوخې اړوند مړینې ۳۰ سلنه زیاتې شوې دي.»

نوموړي ټینګار کړی: «د تودوخې له امله مړینې حتمي نه دي، موږ پوهېږو چې څنګه د خلکو ساتنه وکړو: ټولنو ته پر وخت خبرداری ورکړو، ښارونه ساړه کړو، اوبو او سیوري ته لاسرسی برابر کړو، له تر ټولو زیان‌منو کسانو سره اړیکه ونیسو او د تودوخې له لوړېدو مخکې روغتیايي سیستمونه چمتو کړو.»

دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د تودوخې څپې روغتونونه له جدي ستونزو سره مخ کولای شي، په ځانګړي ډول هغه روغتیايي مرکزونه چې د لوړې تودوخې لپاره نه وي جوړ شوي. د سختې ګرمۍ له امله د ناروغانو د بسترېدو کچه لوړېږي او د روغتونونو برېښنا، د سړولو سیستمونه، کمپیوټرونه او نور تخنیکي خدمات له ستونزو سره مخ کېدای شي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د ښارونو جوړښتي بڼه هم د تودوخې ستونزه لا زیاتوي، ځکه ښاري سیمې د شاوخوا کلیوالو او نیمه ښاري سیمو په پرتله ډېره تودوخه ساتي.

د سازمان په نوي لارښود کې د هېوادونو او سیمه‌ییزو ادارو لپاره اته اساسي برخې مشخصې شوې دي چې پکې د تودوخې د خبرداري سیستمونه، د زیان‌منو وګړو ساتنه، عامه پوهاوی، د روغتیايي سیستمونو پیاوړتیا، د تودوخې د اغېزو کمول، څارنه، ارزونه او د راتلونکو اقداماتو لپاره له تجربو زده‌کړه شامل دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د اروپا په بېلابېلو هېوادونو کې د روغتیايي مرکزونو د چمتووالي ارزونې او روزنې هم ترسره شوې دي، څو د سختې ګرمۍ او نورو اقلیمي ګواښونو پر وړاندې د روغتیايي سیستمونو مقاومت پیاوړی شي.

دغه سازمان ټینګار کړی چې د اقلیمي بدلون له امله د تودوخې څپې به په راتلونکو کلونو کې لا سختې شي، خو د وختي خبرداریو، د خلکو د ساتنې او د روغتیايي سیستمونو د مخکېني چمتووالي له لارې د تودوخې له امله د ډېرو مړینو مخه نیول کېدای شي.