• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ناپېژاندو وسله والو په جنوبي وزیرستان کې د ملا نذیر ډلې پخوانی قوماندان وژلی

۱ وږی ۱۴۰۵ - ۲۳ اګست ۲۰۲۶، ۱۱:۵۱ GMT+۱

ناپېژاندو وسله والو د خیبر پښتونخوا په جنوبي وزیرستان کې د ملا نذیر ډلې پخوانی قوماندان او مرستیال محمد خالد وزیر په ډزو وژلی دی. سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې پېښه د شنبې په ماښام د مرکز واڼه په ډاګ سیمه کې شوې.

د سرچینو په وینا، پېښه هغه مهال شوې چې خالد له یوه بل کس سره په موټر کې له رستم بازار څخه خپل کور ته روان و. وسله‌والو د یوې هدیرې ترڅنګ د هغه پر موټر ډزې کړې دي.

د واڼه د پولیسو مرستیال مشر اصغر علي شاه ویلي چې دواړه کسان په ډزو کې ټپیان شوي وو. محمد خالد د ټپونو له امله د درملنې لپاره ډېره اسماعیل خان ته د انتقال پر مهال سا ورکړې ده.

پولیس وايي، تر اوسه د برید انګېزه نه ده معلومه او د برید کوونکو هویت هم نه دی مشخص شوی.

په واڼه کې سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې محمد خالد وزیر په تېرو وختونو کې د پخواني حکومت پلوه قوماندان ملا نذیر له ډلې سره د همکار او مرستیال په توګه کار کړی و.

ملا نذیر د جنوبي وزیرستان په سیمه کې له بانفوذه طالب قوماندانانو څخه و. نوموړی د احمدزي وزیر له قبیلې څخه و په ۲۰۰۷ کال کې یې په واڼه او شاوخوا سیمو کې د ازبک جنګیالیو خلاف د قومي لښکر مشري کوله.

خالد وزیر له د ۲۰۰۴کال څخه تر ۲۰۱۴کال پورې له ملا نذیر سره نږدې اړیکې لرلې او د ملا نذیر د ډلې دریځونه یې رسنیو ته رسول.

د محلي سرچینو په وینا، هغه ډېری وخت په انګور اډه کې و او په افغانستان کې یې د ملا نذیر د ډلې فعالیتونه له نږدې څارل. د ملا نذیر د ډلې او القاعدې ترمنځ د اړیکو او اړوندو فعالیتونو په ساتلو کې یې هم رول درلود.

د سرچینو په وینا، خالد وزیر د القاعدې له ځینو مهمو مشرانو ابو لیث اللیبي، شیخ ابو عمر ترکستاني او شیخ عبدالباري سره نږدې اړیکې لرلې او د حقاني شبکې یو شمېر مشران هم د هغه په کور کې اوسېدلي دي.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو د شرطې قانون: د افغانستان په قلمرو کې هر ډول مظاهرې منع دي
۱

د طالبانو د شرطې قانون: د افغانستان په قلمرو کې هر ډول مظاهرې منع دي

۲

له ازادۍ جبهې سره د اړیکو په نوم؛ طالبانو جمعه خان فاتح ته منسوب غږیز فایل رسنیز کړ

۳

مقاومت جبهه: حسیب پنجشیری په تېرو پنځو کلونو کې هېڅکله له افغانستان څخه نه‌وو وتلی

۴

د امریکا فډرالي محکمې د ۷۵ هېوادونو د کډوالۍ ویزو ځنډول لغوه کړل

۵

پاکستان کې بند افغانان د استرالیا بشري ویزو ته په تمه؛ د شړل کېدو وېره یې زیاته شوې

•
•
•

نور خبرونه

محسن رضايي: که شاوخوا هېوادونه له امریکا سره اقتصادي جګړه کې ملګرتیا وکړي دښمن به یې وګڼو

۱ وږی ۱۴۰۵ - ۲۳ اګست ۲۰۲۶، ۰۱:۰۹ GMT+۱
100%

د ایران د ملي امنیت شورا منشي مُحسن رضايي د سیمې او شاوخوا هېوادونو ته خبرداری ورکړی، چې له امریکا سره په اقتصادي جګړه کې شریک نه‌شي، ګنې بیا د دښمن په څېر ورسره چلند کوي. امریکا تېره اونۍ د ایران پر وړاندې د «اقتصادي عملیاتو» له پیلولو خبر ورکړ.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېرې چهارشنبې په ورځ (د زمري ۲۸مه) اعلان وکړ، چې متحده ایالات د ایران پر وړاندې «تر ټولو درانه اقتصادي عملیات» پیلوي.

هغه دا اقدام «اقتصادي جګړه او بې سارې انزوا» وبلله او ادعا یې وکړه، چې د ایران پوځي وړتیا، د ملي پیسو ارزښت او نظامي تاسیسات یې سخت کمزوري شوي دي.

ټرمپ همدارنګه خبرداری ورکړ، هر هغه هېواد چې د مالي موسسو، شرکتونو، هوایي ډګرونو یا دولتي ادارو له لارې د ایران پر وړاندې د اقتصادي فشارونو د مخنیوي لارې چارې برابرې کړي، له «خورا درنو اقتصادي پایلو» سره به مخ شي. هغه ټینګار وکړ، چې د تېلو قاچاق، د نغدو پیسو لېږد، صرافۍ، د بېړیو ثبتول او د پوښښي شرکتونو چارې باید سمدستي ودرول شي.

د ایران د ملي امنیت شورا منشي مُحسن رضایي د شنبې په ورځ (د زمري ۳۱مه) وویل: «د سیمې او شاوخوا ټولو هېوادونو ته وایو چې له امریکا سره په اقتصادي جګړه کې شریک نه‌شي، ګنې موږ به هغوی دښمن وګڼو. موږ د جګړې د پراخولو په لټه کې نه یو، خو که د ایران شاوخوا هېوادونه له امریکایانو سره په اقتصادي جګړه کې همکاري وکړي، موږ به د هغوی ګټې په نښه کړو».

مُحسن رضایي په یوه ټلویزیوني خپرونه کې څرګنده کړه، چې د ایران د اسلامي جمهوریت په ډیپلوماټیک چلند کې باید اصلاحات رامنځته شي او زیاته یې کړه: «زموږ په دفاعي ستراتیژیو کې تکامل رامنځته شوی او د جګړې له وخت راهیسې موږ په مسلسل ډول د دفاعي- سیاسي تکامل په حال کې یو او د امریکا له څو ځله مذاکراتو او د ژمنو له تر پښو لاندې کولو وروسته، باید له نړۍ سره د اسلامي جمهوریت په ډیپلوماټیک چلند کې اصلاحات رامنځته شي».

رضایي په ډاګه کړه: «نننی ایران، له جګړې مخکې ایران نه‌دی؛ دا خبره د پرېمانه ادعاوو لرونکې امریکا په اړه هم سمه خېژي او د ځوانانو په ذهن کې د امریکا د سوله غوښتونکي او سینګار شوي انځور بڼه بدله شوې ده».

رضایي همدارنګه وویل: «د تېر یوه کال ټولې تجربې به خامخا په راتلونکې جګړه کې وکاروو او په ډاډ سره به راتلونکې جګړه له درېیمې جګړې څخه متمایزه او توپیر ولري».

د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت شورا منشي مُحسن رضایي په یاده ټلویزیوني خپرونه کې د مجتبی خامنه‌يي په اړه وویل، سره له دې چې هغه له ستر غم سره مخ دی او خپله کورنۍ یې له لاسه ورکړې، خو په خورا ځواکمنۍ سره یې هېواد اداره کړ او د جګړې پر وړاندې یې ترې دفاع وکړه.

رضایي زیاته کړه، چې مجتبی خامنه‌يي په «مېړانه» د ډیپلوماسۍ او جګړې په ډګر کې حاضر شو او سرلوړی ترې بهر راووت.

د ملي امنیت شورا منشي زیاته کړه: «هغه پرېکړه چې رهبرۍ د تجربه لرونکو قوماندانانو د راتګ په اړه وکړه، په دې معنا ده، چې موږ به خامخا په راتلونکې جګړه کې دا تجربې وکاروو».

رویټرز: د ایران پر وړاندې د اقتصادي فشار د زیاتولو لپاره د ټرمپ غوراوي څه دي؟

۱ وږی ۱۴۰۵ - ۲۳ اګست ۲۰۲۶، ۰۰:۲۹ GMT+۱
100%

رویټرز په یوه راپور کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه لارې چارې څېړلي، چې پر ایران د اقتصادي فشار د زیاتولو لپاره یې کارولی شي. دا موضوع وروسته له هغې لا ډېره مهمه شوې، چې واشنګټن پر تهران د تر ټولو سخت او بې ساري «اقتصادي عملیاتو» له پیلولو خبر ورکړی دی.

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسېنټ ویلي، واشنګټن به ډېر ژر د تهران پر وړاندې داسې اقدامات وکړي، چې د ده په وینا، «تر دې وړاندې نه‌وي لیدل شوي».

له دې سر ه سم، د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت شورا منشي مُحسن رضايي ګواښ کړی، که اقتصادي جګړه روانه وي، تهران چمتو دی په سیمه کې د امریکا د تېلو او اقتصادي شرکتونو ګټې په نښه کړي او د هر هغه هېواد ګټې به هم په نښه کړي چې په دغو بندیزونو کې ونډه واخلي.

د رویټرز د راپور له مخې، د ټرمپ د حکومت له مهمو غوراویو څخه یو دا دی چې د چین هغه خپلواک نفت‌چاڼي په نښه کړي چې په «ټي‌پاټ» یا «چاینایي چاینې» مشهور دي. دغه نفت‌چاڼي د چین د ټول نفت‌چاڼۍ ظرفیت شاوخوا یوه پر څلورمه برخه جوړوي.

چین د ایران د صادراتي تېلو له ۸۰ سلنې څخه ډېره برخه اخلي او د چین خپلواک نفت‌چاڼي د دې سوداګرۍ ډېره برخه جذبوي. له همدې امله، دغه نفت‌چاڼي د امریکا د ثانوي بندیزونو له ګواښ سره مخ کېدای شي. خو شنونکي وايي، دغه نفت‌چاڼي د امریکا له مالي نظام سره د محدودو اړیکو له امله تر یوه بریده د بندیزونو پر وړاندې خوندي دي.

پر چینايي بانکونو بندیزونه او ورسره تړلې ستونزې

د واشنګټن بل غوراوی پر سترو چینايي بانکونو د ثانوي بندیزونو لګول دي. د امریکا د خزانې وزارت تر دې مخکې د چین دوو سترو بانکونو ته خبرداری ورکړی وو، که د دوی له مالي نظامونو څخه د ایران شتمنۍ ولېږدول شي، دغه بانکونه به له بندیزونو سره مخ شي.

شنونکي خبرداری ورکوي، چې پر دغو بانکونو بندیز به پر نورو سترو مالي بنسټونو هم د پام وړ مخنیوی کوونکی اغېز ولري. خو په ورته وخت کې، دا کار ښايي د بیجینګ غبرګون هم راوپاروي او لویدیځ ته د اړینو مهمو کانونو او منرالونو صادرات له ستونزو سره مخ کړي.

د ګاونډیو هېوادونو په همکارۍ د ځمکنۍ کلابندۍ سناریو

یو شمېر امریکايي او اسراییلي چارواکو د ایران د ځمکنۍ کلابندۍ مفکوره هم مطرح کړې ده. د دې طرحې پلي کول به د ایران د ګاونډیو هېوادونو، لکه عراق، ترکیې، پاکستان، افغانستان، ترکمنستان، اذربایجان او ارمنستان همکارۍ ته اړتیا ولري.

ټرمپ ښايي پر پاکستان او ترکیې خپل نفوذي فشارونه د دې موخې لپاره وکاروي. پاکستان د ۱۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د اسعارو د تبادلې د کرښې غوښتنه لري، په داسې حال کې چې ترکیه غواړي د اېف-۳۵ جنګي الوتکو پروګرام ته بېرته وګرځي.

خو شنونکي باور لري، چې د ایران ځمکنۍ کلابندي به ډېر ستونزمن کار وي او د دې طرحې عملي کول به له ګڼو خنډونو سره مخ شي.

د هرمز تنګي تړل کېدل

د راپور له مخې، د هرمز تنګی اوس مهال تړلی دی او د امریکا پوځ د ایران د بندرونو د سمندري کلابندۍ هڅه کوي. دغه اقدام د ایران د تېلو صادرات په عملي توګه له جدي خنډ سره مخ کړي دي.

ایران ویلي، د دې مهمې سمندري لارې د دایمي بېرته پرانېستلو شرط د تېلو پر صادراتو د بندیزونو لرې کول او د ایران د کنګل شویو شتمنیو ازادول دي.

خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټینګار کړی، چې د هرمز تنګی به «ډېر ژر» بېرته پرانیستل شي او همداراز یې په دوو څرګندونو کې هرمز تنګی د امریکا سیمه بللې ده.

ملګري ملتونه: په نړۍ کې د دیني لږکیو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی

۳۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۲ اګست ۲۰۲۶، ۲۰:۲۵ GMT+۱
100%

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې ټوله نړۍ کې د دین یا عقیدې له امله د خلکو پر وړاندې تاوتریخوالی مخ په زیاتېدو دی او دیني او مذهبي لږکي له زیاتو ګواښونو سره مخ دي. ملګرو ملتونو د اګست ۲۲مه «د دین یا عقیدې پر بنسټ د تاوتریخوالي د قربانیانو د یاد نړیوالې ورځې» په نوم نومولې ده.

د ملګرو ملتونو په وینا، د دې ورځې موخه د دیني تاوتریخوالي قربانیانو ته د پام را اړول او د خلکو د دیني حقونو او ازادۍ په ساتنه کې د دولتونو پر مسوولیت ټینګار کول دي.

ملګرو ملتونو همداراز ټینګار کړی، چې د دین او عقیدې ازادۍ، د بیان ازادۍ، په سوله‌ییزو غونډو کې د ګډون حق او د ټولنو او بنسټونو د جوړولو ازادۍ له یو بل سره تړلي حقونه دي.

د ملګرو ملتونو په باور، د دغو حقونو درناوی کولی شي د دیني کرکې، تاوتریخوالي ته د هڅونې او افراطیت پر وړاندې په مبارزه کې مهمه ونډه ولري.

په افغانستان کې دیني او مذهبي لږکي

افغانستان هم په دې وروستیو کلونو کې د دیني او مذهبي لږکیو، په ځانګړې توګه د شیعه‌ګانو او هزاره‌ګانو پر وړاندې د خونړیو بریدونو شاهد پاتې شوی دی.

ملګرو ملتونو په خپلو بېلابېلو راپورونو کې په افغانستان کې د دغو ټولنو د امنیتي ګواښونو په اړه په وار وار اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د داعش خراسان څانګه د دغو بریدونو له مهمو ګواښونو څخه ده.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په هغه غونډه کې چې د روان کال د غبرګولي په ۲۸مه جوړه شوې وه، د ملګرو ملتونو استازو، راپور ورکوونکو او نورو ګډونوالو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د قومي او مذهبي لږکیو پر وړاندې د روان تاوتریخوالي او توپیرپالنې په اړه خبرداری ورکړی وو.

په دې غونډه کې په ځانګړې توګه د شیعه‌ګانو، اسماعیلیانو او هزاره‌ګانو وضعیت ته پاملرنه شوې وه.

د امنیت شورا په وینا، د افغانستان قومي او مذهبي لږکي په ځانګړې توګه هغه ښځې چې د شیعه او اسماعیلي ټولنو غړې دي، ډېری وخت د طالبانو له‌خوا د تاوتریخوالي له سختو بڼو او له سیاسي ګډون څخه له محرومیت سره مخ دي.

له دې سربېره، د بشري حقونو د ادارو او د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي یا یوناما په رسمي راپورونو کې ویل شوي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې هزاره او شیعه ټولنې په ملکي سیمو کې د څه باندې ۵۰ بریدونو هدف ګرځېدلي دي.

تر دې وړاندې د روادارۍ په نوم د بشري حقونو بنسټ هم د خپلو څېړنو په پایله کې ویلي وو، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې اسماعیلي شیعه‌ګان له پراخې او سیستماتیکې توپیرپالنې او د بشري حقونو له ګڼو سرغړونو سره مخ شوي دي.

د دې بنسټ په وینا، د اسماعیلي شیعه‌ګانو پر وړاندې د مذهب بدلولو فشار، جبري کډه کول، له دولتي ادارو څخه په بشپړ ډول لرې کول، د ځمکو او شتمنیو غصب او پر مذهبي مراسمو د مخ پر زیاتېدو محدودیتونه لګېدلي دي.

د دولتونو پر مسوولیت ټینګار

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په هغه پرېکړه‌لیک کې چې د شنبې په ورځ (د زمري ۳۱مه) خپور شوی، له ټولو هېوادونو غوښتي، چې د دین یا عقیدې پر بنسټ د تاوتریخوالي او توپیرپالنې د مخنیوي لپاره لازم ګامونه واخلي او د دیني لږکیو له حقونو څخه ملاتړ وکړي.

په پرېکړه‌لیک کې همداراز ویل شوي، چې د بېلابېلو دینونو، مذهبونو او کلتورونو ترمنځ خبرې اترې او د بشري حقونو په تړاو زده‌کړې کولی شي د دیني نه‌زغم، توپیرپالنې او تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې لپاره اغېزناکې لارې چارې وي.

ملګرو ملتونو ټینګار کړی، چې د دین او عقیدې د ازادۍ ساتنه یوازې د یوه دیني یا مذهبي قشر د حقونو موضوع نه، بلکې د ټولو انسانانو د بنسټیزو حقونو د خوندي کولو یوه مهمه برخه ده.

رویټرز: کاناډا د ټرمپ د تعرفو په غبرګون کې متقابل ګامونه اخلي

۳۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۲ اګست ۲۰۲۶، ۱۹:۴۵ GMT+۱
100%

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني د شنبې په ورځ (د زمري ۳۱مه) ویلي، چې هېواد یې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۵۰ سلنې تعرفو په غبرګون کې پر یو شمېر امریکايي توکو متقابلې تعرفې لګوي.

د کارني د څرګندونو له مخې، کاناډا به د وږي له ۱۷مې نېټې څخه پر وارداتي فولادو، برېښنايي وسایلو او یو شمېر نورو امریکايي محصولاتو تعرفې ولګوي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو خبرو اترو یوه لړۍ، چې موخه یې د دغو تعرفو مخنیوی وو، د جمعې په ماښام (د زمري ۳۰مه) پرته له کومې هوکړې پای ته ورسېده. له دې وروسته د امریکا ۵۰ سلنه تعرفې د کاناډا پر شاوخوا ۲۰ میلیارده ډالرو ارزښت لرونکو صادراتو عملي شوې.

کارني په اوټاوا کې د پارلمان په ودانۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې کاناډا به د خپلو کارګرو، بزګرانو، کورنیو او سوداګریو د ساتنې لپاره د امریکا د تعرفو پر وړاندې د «ډالر په بدل کې ډالر» متقابل اقدام وکړي.

هغه زیاته کړه، چې کاناډا به د واشنګټن فشارونو ته غاړه کېنږدي او د امریکا وروستي شرایط یې ناعادلانه وبلل او په وینا یې، دغه نوي او په وروستۍ شېبه کې وړاندې شوي شرایط د کاناډا ګټې له پوښتنې سره مخ کوي.

پر ګڼو امریکايي توکو د تعرفو لګولو پرېکړه

د کاناډا لومړي وزیر ویلي، چې هېواد به یې یوازې پر فولادو او برېښنايي وسایلو بسنه ونه‌کړي، بلکې پر لبنیاتو، کورنیو وسایلو، کرنیزو ماشینونو او تجهیزاتو، د کاغذ پر تولیدي موادو او کاغذ هم تعرفې ولګوي او د دغو تعرفو نور جزییات به په راتلونکو ورځو کې اعلان شي.

په همدې حال کې، د امریکا د سوداګرۍ استازي جیمیسن ګریر فاکس‌نیوز ته ویلي، چې له کاناډا سره د نویو خبرو اترو لپاره تر اوسه کومه بله غونډه نه‌ده پلان شوې.

هغه ویلي، چې واشنګټن به د کاناډا د متقابلو تعرفو پر وړاندې خپل اقدامات ترسره کړي. ګریر ادعا کړې، چې کاناډایانو تل تر ټولو ښه سوداګریز تړون درلود، خو په وینا یې، هغوی په‌خپله نه غوښتل چې دغه تړون وساتي.

د سوداګریزو خبرو اترو مهم اختلافونه

د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو له مهمو اختلافونو څخه یو د لویو موټرو د تعرفو څرنګوالی وو.

کاناډا غوښتل چې د کوچنیو موټرو لپاره موجودې مناسبې تعرفوي اسانتیاوې منځنیو او درنو باروړونکو موټرو ته هم وغځول شي، خو امریکا له دې غوښتنې سره مخالفت کړی دی.

کارني ویلي، چې د امریکا دریځ هغه موډلونه چې په کاناډا کې جوړېږي، د بېلګې په توګه د فورډ او جنرال موټورز ځینې لارۍ له ځانګړو تعرفوي اسانتیاوو څخه مستثنا کول او د کاناډا تولیدات یې په نړیوال بازار کې له سیالۍ غورځول.

د سوداګریزو اختلافونو له نورو مهمو برخو څخه د کاناډا کلتوري او ژبني سیاستونه او د دغه هېواد د ملي واکمنۍ اړوند موضوعات هم وو. خو کارني د دغو مواردو په اړه نور جزییات وړاندې نه‌کړل.

په کاناډا کې د کارني د دریځ پراخ ملاتړ

د ټرمپ پر وړاندې د کارني د درېدو پرېکړه په کاناډا کې له پراخ سیاسي ملاتړ سره مل شوی او د اونټاریو لومړي وزیر ډاګ فورډ چې له اوږدې مودې راهیسې د امریکا د تعرفو له سختو مخالفانو څخه دی، د سوداګریزې هوکړې د نه لاسلیک کېدو هرکلی کړی دی.

فورډ دغه احتمالي هوکړه د کاناډا د موټر جوړونې، فولادو او تولیدي برخو لپاره «ناوړه تړون» بللی دی.

د کاناډا د محافظه‌کار ګوند مشر او د حکومت مخالف پیر پوالیور هم په یوې اعلامیه کې له کاناډایانو غوښتي چې د هېواد د دفاع لپاره سره یو موټی شي او د امریکا له‌خوا پر کاناډايي دندو او سوداګریو لګېدلي اقدامات یې ناعادلانه بریدونه بللي دي.

په همدې حال کې، د نظر پوښتنو پایلې ښيي، چې د کاناډا ډېری وګړي له امریکا سره په سوداګریزو خبرو کې هر ډول امتیاز ورکول نه‌مني.

د کاناډا او امریکا ترمنځ د تعرفو پر سر روانه ناندرۍ په داسې حال کې لا پسې پراخېږي چې دواړه هېوادونه د شمالي امریکا په اقتصادي بازار کې له یو بل سره نږدې سوداګریزې اړیکې لري او د تعرفو دوام د دواړو خواوو پر تولید، سوداګریو او کارموندنو د اغېزو اندېښنې زیاتې کړې دي.

ملګري ملتونه د مصنوعي ځیرکتیا له لارې د روغتیا، اقلیم او زده‌کړو برخو کې نوې لارې پرانیزي

۳۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۲ اګست ۲۰۲۶، ۰۸:۲۹ GMT+۱
100%

ملګري ملتونه وايي، مصنوعي ځیرکتیا یې د بشري حقونو د ملاتړ، روغتیا، زده‌کړو او اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې لپاره په بېلابېلو برخو کې کارولې ده. د ملګرو ملتونو په وینا، دغه ټکنالوژي د خلکو د ژوند د ښه کولو ترڅنګ د بېړنیو ستونزو د ژر حل لپاره هم نوې لارې برابروي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په جمیکا کې مصنوعي ځیرکتیا د شپږ کلن اري په څېر هغو ماشومانو ته د زده‌کړې زمینه برابروي چې د زده‌کړو ستونزې لري. د یونیسف له لوري کتابونه د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته د ماشومانو اړتیاوو ته په کتو په متقابلو او اسانه بڼو بدلېږي.

د یونیسف د زده‌کړو او تنکیو ځوانانو د پراختیا نړیوالې مشرې پیا رېبلو برېټو ویلي: «اصلي اغېز یې پر ماشومانو دی، داسې بې‌شمېره بېلګې شته چې ښيي، کله چې ډیجیټلي زده‌کړه هر ماشوم ته د رسېدو لپاره طرحه شي، څه ډول امکانات رامنځته کېږي.»

یونیسف وايي، د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ د لاسرسي وړ ډیجیټلي درسي کتابونو پروګرام اوس په ۱۷ هېوادونو کې نږدې دوه میلیونه ماشومانو ته رسېدلی او ټاکل شوې تر ۲۰۳۰ کال پورې ۵۰ هېوادونو ته وغځول شي.

ملګري ملتونه د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې لپاره هم له مصنوعي ځیرکتیا کار اخلي. د ملګرو ملتونو د چاپېریال پروګرام د ۳۰ سپوږمکیو معلومات د مصنوعي ځیرکتیا له لارې شنني، څو د میتان ګاز لویې چاودنې او لیکې ومومي او حکومتونو او شرکتونو ته یې په اړه خبر ورکړي.

د دغه پروګرام د اقلیمي بدلون د څانګې مشر مارتین کراوس ویلي: «د اقلیمي بدلون په اړه هر اندېښمن کس باید د نړۍ د تودوخې د کمولو لپاره لېوالتیا ولري، د میتان د لیکو بندول د بېړني تم‌کوونکي په څېر دي.»

د ملګرو ملتونو د چاپېریال پروګرام په وینا، له ۲۰۲۴ کال راهیسې د میتان د لیکو د موندنې له لارې د شاوخوا ۲۴ میلیونه پټرولي موټرو د کلنیو اخراجونو معادل د میتان د خپرېدو مخه نیول شوې ده. دغه پروګرام وايي، مصنوعي ځیرکتیا د انسانانو په پرتله د میتان لیکې ۱۲ تر ۱۵ برابره چټکې او دقیقې موندلی شي.

د روغتیا په برخه کې هم د روغتیا نړیوال سازمان په مرسته په مخ پر ودې هېوادونو کې مصنوعي ځیرکتیا د سینې د ایکس‌رې انځورونه شنني، څو د نري رنځ نښې ژر وموندل شي. د روغتیا نړیوال سازمان د یوې څېړونکې وانېسا ورونیزې په وینا، دا کار ناروغانو ته اجازه ورکوي چې د تشخیص له پړاو څخه درملنې ته ډېر ژر ورسېږي.

ملګري ملتونه وايي، په اېتوپیا کې د سرو زرو کان‌کیندونکي د دوړو او سیلیکا له امله د نري رنځ له لوړ خطر سره مخ دي او مصنوعي ځیرکتیا د دوی د ژر تشخیص لپاره کارول کېږي.

د ملګرو ملتونو ادارې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ځمکنیو ماینونو د موندلو، د طبیعي پېښو د زیانونو ارزولو، د مشکوکو مالي معاملو د پېژندلو، د راډیواکټیف ککړتیا د څارنې او د اټومي یوځای کېدو د څېړنو د چټکتیا لپاره هم کار اخلي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش مصنوعي ځیرکتیا «په ۲۱مه پېړۍ کې د بشریت تر ټولو ستر فرصت» او په ورته وخت کې «له سترو خطرونو څخه یو» بللی او ټینګار یې کړی چې د دې ټکنالوژۍ د کارونې لپاره باید پراخ او ټول‌شموله څار موجود وي.

ګوترېش ویلي: «باید ډاډ ترلاسه کړو چې مصنوعي ځیرکتیا د بشریت خدمت کوي، نه دا چې بشریت د هغې خدمت وکړي.»