د کارني د څرګندونو له مخې، کاناډا به د وږي له ۱۷مې نېټې څخه پر وارداتي فولادو، برېښنايي وسایلو او یو شمېر نورو امریکايي محصولاتو تعرفې ولګوي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو خبرو اترو یوه لړۍ، چې موخه یې د دغو تعرفو مخنیوی وو، د جمعې په ماښام (د زمري ۳۰مه) پرته له کومې هوکړې پای ته ورسېده. له دې وروسته د امریکا ۵۰ سلنه تعرفې د کاناډا پر شاوخوا ۲۰ میلیارده ډالرو ارزښت لرونکو صادراتو عملي شوې.
کارني په اوټاوا کې د پارلمان په ودانۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې کاناډا به د خپلو کارګرو، بزګرانو، کورنیو او سوداګریو د ساتنې لپاره د امریکا د تعرفو پر وړاندې د «ډالر په بدل کې ډالر» متقابل اقدام وکړي.
هغه زیاته کړه، چې کاناډا به د واشنګټن فشارونو ته غاړه کېنږدي او د امریکا وروستي شرایط یې ناعادلانه وبلل او په وینا یې، دغه نوي او په وروستۍ شېبه کې وړاندې شوي شرایط د کاناډا ګټې له پوښتنې سره مخ کوي.
پر ګڼو امریکايي توکو د تعرفو لګولو پرېکړه
د کاناډا لومړي وزیر ویلي، چې هېواد به یې یوازې پر فولادو او برېښنايي وسایلو بسنه ونهکړي، بلکې پر لبنیاتو، کورنیو وسایلو، کرنیزو ماشینونو او تجهیزاتو، د کاغذ پر تولیدي موادو او کاغذ هم تعرفې ولګوي او د دغو تعرفو نور جزییات به په راتلونکو ورځو کې اعلان شي.
په همدې حال کې، د امریکا د سوداګرۍ استازي جیمیسن ګریر فاکسنیوز ته ویلي، چې له کاناډا سره د نویو خبرو اترو لپاره تر اوسه کومه بله غونډه نهده پلان شوې.
هغه ویلي، چې واشنګټن به د کاناډا د متقابلو تعرفو پر وړاندې خپل اقدامات ترسره کړي. ګریر ادعا کړې، چې کاناډایانو تل تر ټولو ښه سوداګریز تړون درلود، خو په وینا یې، هغوی پهخپله نه غوښتل چې دغه تړون وساتي.
د سوداګریزو خبرو اترو مهم اختلافونه
د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو له مهمو اختلافونو څخه یو د لویو موټرو د تعرفو څرنګوالی وو.
کاناډا غوښتل چې د کوچنیو موټرو لپاره موجودې مناسبې تعرفوي اسانتیاوې منځنیو او درنو باروړونکو موټرو ته هم وغځول شي، خو امریکا له دې غوښتنې سره مخالفت کړی دی.
کارني ویلي، چې د امریکا دریځ هغه موډلونه چې په کاناډا کې جوړېږي، د بېلګې په توګه د فورډ او جنرال موټورز ځینې لارۍ له ځانګړو تعرفوي اسانتیاوو څخه مستثنا کول او د کاناډا تولیدات یې په نړیوال بازار کې له سیالۍ غورځول.
د سوداګریزو اختلافونو له نورو مهمو برخو څخه د کاناډا کلتوري او ژبني سیاستونه او د دغه هېواد د ملي واکمنۍ اړوند موضوعات هم وو. خو کارني د دغو مواردو په اړه نور جزییات وړاندې نهکړل.
په کاناډا کې د کارني د دریځ پراخ ملاتړ
د ټرمپ پر وړاندې د کارني د درېدو پرېکړه په کاناډا کې له پراخ سیاسي ملاتړ سره مل شوی او د اونټاریو لومړي وزیر ډاګ فورډ چې له اوږدې مودې راهیسې د امریکا د تعرفو له سختو مخالفانو څخه دی، د سوداګریزې هوکړې د نه لاسلیک کېدو هرکلی کړی دی.
فورډ دغه احتمالي هوکړه د کاناډا د موټر جوړونې، فولادو او تولیدي برخو لپاره «ناوړه تړون» بللی دی.
د کاناډا د محافظهکار ګوند مشر او د حکومت مخالف پیر پوالیور هم په یوې اعلامیه کې له کاناډایانو غوښتي چې د هېواد د دفاع لپاره سره یو موټی شي او د امریکا لهخوا پر کاناډايي دندو او سوداګریو لګېدلي اقدامات یې ناعادلانه بریدونه بللي دي.
په همدې حال کې، د نظر پوښتنو پایلې ښيي، چې د کاناډا ډېری وګړي له امریکا سره په سوداګریزو خبرو کې هر ډول امتیاز ورکول نهمني.
د کاناډا او امریکا ترمنځ د تعرفو پر سر روانه ناندرۍ په داسې حال کې لا پسې پراخېږي چې دواړه هېوادونه د شمالي امریکا په اقتصادي بازار کې له یو بل سره نږدې سوداګریزې اړیکې لري او د تعرفو دوام د دواړو خواوو پر تولید، سوداګریو او کارموندنو د اغېزو اندېښنې زیاتې کړې دي.