امسو په افغانستان کې د رسنیو د محتوا په اړه د طالبانو پر زیاتېدونکي «سانسور» اندېښنه ښودلې

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان په هېواد کې د ازادو رسنیو او خبریالانو پر وضعیت او خبري محتوا د طالبانو د استخباراتو زیاتېدونکي سانسور او کاري فشارونو په تړاو ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. دغه سازمان پر افغان خبریالانو او رسنیو «د کلماتو تحمیلول» د بیان پر ازادۍ یو بل ګوزار بللی دی.
د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (امسو) د یکشبنې په ورځ (د وږي لومړۍ) د یوې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې د رسنیو پر محتوا د طالبانو او په ځانګړې توګه د استخباراتو له لوري زیاتېدونکی سانسور او کاري فشارونو په تړاو خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
امسو په دې اعلامیه کې ویلي: «په افغانستان کې اوسنی تپل شوی وضعیت او پر خبري محتوا د ځینو خاصو کلماتو اجباري تحمیلول د بیان د ازادۍ او مسلکي ژورنالیزم پر اصولو مستقیم ګوزار دی».
دغه سازمان د زیاتېدونکي سانسور، کاري فشار او پر خبري محتوا د خاصو کلماتو د جبري کولو او تحمیل کېدو په تړاو څه وضاحت نهدی ورکړی، خو زیاته کړې یې ده: «د استبدادي سیستمونو یوه ځانګړنه دا ده، چې د رسنیو خپرونې د خپل مېل او خوښې مطابق سموي او د معلوماتو د بهیر د کنټرول هڅه کوي».
دغه سازمان په ډاګه وايي، چې په دغه ډول وضعیت کې د ژورنالیزم معنوي او مسلکي روحیه زیانمنېږي او همداراز د طالبانو له لوري دېکته کول او ورځنی نظارت د هېواد د معتبرو اژانسونو خپلواکي لهمنځه وړي او زیاتوي: «دا ډول فشارونه باید سمدستي ودرول شي».
د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان له ټولو بشري او د رسنیو د حقوقي نړۍوالو سازمانونو څخه غوښتي، چې د افغان «بېدفاع خبریالانو» غږ شي او د ازاد ژورنالیزم د بقا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د یادونې وړ ده، چې په کور دننه یو شمېر رسنۍ په دې وروستیو کې ویل کېږي د طالبانو په دېکتې د دغې ډلې وسلهوالو مخالفینو ته ناسمې نومونې کاروي، چې د رسنیو د ملاتړو سازمانونو په باور، دا ډول چلند د ژورنالیزم له اصولو سره په ټکر کې دی.
