سوریې او اسراییل د امریکا په منځګړیتوب د تاوتریخوالي د کمښت لپاره خبرې اترې پیل کړې

د سوریې رسمي خبري اژانس وايي، د دغه هېواد او د اسراییل لوړ پوړو چارواکو په اردن کې د امریکا په منځګړیتوب ناسته وکړه؛ ترڅو د اسراییل د بریدونو د درولو او امنیتي هوکړې ته د رسېدو لپاره د خبرو اترو د بیا پیلولو په اړه بحث وکړي.
دمشق له اسراییل غوښتي، چې د بشار الاسد تر نسکورېدو مخکې خپلو پخوانیو مورچلو ته ولاړ شي. د سوریې رسمي خبري اژانس سانا د یکشنبې په ورځ (د وږي په لومړۍ نېټه) د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د یوې دیپلوماتیکې سرچینې په حواله راپور ورکړی، چې د دغه هېواد او اسراییل لوړپوړو چارواکو په سوریه کې د اسراییل تر بریدونو وروسته په اردن کې خبرې وکړې.
دغه خبرې د امریکا په منځګړیتوب ترسره شوې او تمرکز یې د اسراییل د بریدونو، نیونو او هدفي عملیاتو د درولو لپاره د عملي لارو چارو پر موندلو و. د سانا د راپور له مخې، دواړه خواوو د یوه امنیتي تړون د ترلاسه کولو لپاره د خبرو اترو د بیا پیل په اړه هم بحث وکړ. دغه تړون ښايي په راتلونکې کې د سوریې او اسراییل ترمنځ د یوه پراخ تړون لپاره زمینه برابره کړي.
د اسراییل او ترکیې ترمنځ د کړکېچ د کمښت هڅې هم د خبرو له مهمو موضوعاتو وې. په غونډه کې ګډونوالو د هغه لارو چارو په اړه بحث وکړ، چې څنګه سوریې ته د دغه دوو هېوادونو ترمنځ د سیالۍ له غځېدو مخنیوی وشي.
د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسعد الشیباني د یادې غونډې له ترسره کېدو یوه ورځ مخکې رویټرز ته ویلي و، دمشق تمه لري له اسراییل سره امنیتي خبرې ژر بېرته پیل شي. نوموړي په ورته وخت کې ټینګار کړی و، چې د دواړه خواوو ترمنځ ژوره بېباوري شته.
د الشیباني په وینا، امنیتي خبرې وروسته له هغه ودرول شوې چې د ایران جګړه پیل شوه. سوریې همداراز په تېره اوونۍ کې د اسراییل لهخوا د ابوالظهور هوايي اډې تر برید وروسته له اسراییلي لوري سره خپلې ټولې اړیکې پرې کړې.
