روان کال؛ په خیبر پښتونخوا کې د وسلهوالو په بریدونو کې ۱۵۶ پولیس وژل شوي دي

د روان زېږدیز کال په لومړیو ۷ میاشتو کې په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې د وسلهوالو په بریدونو کې ۱۵۶ پولیس وژل شوي دي. ډېری دغه پېښې په هنګو، بنو، کرک، ټانک، لکي مروت، ډېره اسماعیل خان او خیبر کې شوې دي؛ خو اوس دغه ګواښ د ملاکنډ او سوات غرنیو سیمو ته هم غځېدلی دی.
د پاکستان اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې راپور ورکړی، چې په خیبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ پرضد جګړې نوې بڼه غوره کړې ده. د راپور له مخې، وسلهوالې ډلې د پولیسو او امنیتي مرکزونو د نښه کولو لپاره له ډرونونو کار اخلي.
په راپور کې راغلي، په وروستیو میاشتو کې پر پولیسو او پوځي مرکزونو شاوخوا ۲۵۰ ډرون بریدونه شوي دي. راپور زیاتوي، وسلهوالې ډلې د ډرونونو پرمټ د پولیسو ګزمې، عملیاتي ډلې او مهم امنیتي مرکزونه په نښه کوي.
یوه لوړپوړي پولیس چارواکي یادې ورځپاڼې ته ویلي، وسلهوال داسې ډرونونه لري چې د اوږد واټن الوتلو توان لري او په ځینو سیمو کې په یوه وخت له ۱۵ تر ۲۰ پورې ډرونونه لیدل شوي چې د پولیسو لپاره یې د بریدونو مخنیوی سخت کړی دی.
پولیس وايي، وسلهوالو د بریدونو بڼه هم بدله کړې ده کله چې پر یوې پوستې یا د پولیسو پر ګزمې برید وکړي؛ نو وروسته د مرستې لپاره راغونډ شوي ځواکونه هم د حرارتي وسایلو پرمټ په نښه کوي.
ځایي چارواکي وايي، د برېښنا او مخابراتي سیستم کمزورتیا هم د ترهګرۍ پرضد عملیات اغېزمنوي. د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر ذوالفقار حمید وايي، مهمو ولسوالیو ته د ډرون ضد وسایل، زغرهوال موټر او حرارتي ټکنالوژۍ سیسټمونه ورکړل شوي؛ خو لاهم نورو پرمختللو وسایلو او د مرمۍ ضد واسکټونو ته اړتیا شته.
د پاکستان امنیتي چارواکي وايي، د ډرونونو او نوې څار ټکنالوژۍ زیاته کارونه ښيي چې د «ترهګرۍ» بڼه بدله شوې او د دغه ګواښ د مخنیوي لپاره نوې ټکنالوژي د امنیتي ځواکونو روزنه او پیاوړی امنیتي نظام ډېر مهم دی.
