روسیه: د ایران پر وړاندې د جګړې د پای ته رسولو لپاره منځګړیتوب کې مرستې ته چمتو یو

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال الکساندر علیموف ویلي، که له مسکو څخه غوښتنه وشي، روسیه چمتو ده چې د ایران پر وړاندې د جګړې د پای ته رسولو او په منځني ختیځ کې د ثبات د ټینګښت لپاره د منځګړیتوب له هڅو ملاتړ وکړي.
علیموف د روسیې «ایزوستیا» ورځپاڼې ته ویلي، دا موضوع د فارس خلیج د امنیت په اړه د مسکو له نوي او تازه شوي طرحې سره هم تړاو لري، چې د ده په وینا روسیه یې د پلي کېدو لپاره هڅې کوي.
د منځني ختیځ د چارو کارپوه ګریګوري لوکیانوف ویلي، د فارس خلیج د امنیت په اړه د روسیې وړاندیزونه لا هم خپل اهمیت لري. د هغه په وینا، دغه وړاندیزونه د سیمې د ټولو هېوادونو پر ګډون او د «نه وېشل کېدونکي امنیت» پر اصل ولاړ دي.
خو لوکیانوف د دې بهیر اساسي ستونزه د ښکېلو لورو ترمنځ د باور نشتوالی بللی دی. هغه ویلي، د امریکا حکومت د ډونالد ټرمپ په دوره کې نه غواړي نور هېوادونه د هوکړو د منځګړو یا قانوني تضمین کوونکو په توګه په رسمیت وپېژني.
نوموړي زیاته کړې، سره له دې، د درېیمو هېوادونو منځګړیتوب لا هم اړین دی. د ده په خبره، د منځني ختیځ هېوادونه او په اروپا او اسیا کې د انرژۍ واردوونکي هېوادونه تر ټولو ډېر غواړي چې وضعیت ژر تر ژره باثباته شي، خو د امریکا پر دریځ د اغېز لپاره د دوی وړتیا محدوده ده.
لوکیانوف ویلي، د جګړې د پای ته رسولو لپاره پرمختګ یوازې د پټو خبرو اترو او پر مشخصو مسئلو د جوړجاړي د موندلو له لارې ممکن دی.
هغه ټینګار کړی چې واشنګټن او تهران لا هم د خبرو اترو دروازه په بشپړه توګه نه ده تړلې، خو دواړه لوري پر خپلو دریځونو ډاډه دي او د امتیاز ورکولو لپاره چمتووالی نه ښيي.
د روسي کارپوه په وینا، د جګړې اوږدېدل د واشنګټن او تهران دواړو لپاره ستونزې زیاتوي؛ ایران بهرنیو مالي سرچینو ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې امریکا د انرژۍ د بیو له لوړېدو او د هرمز تنګي له لارې د تګ راتګ له ستونزو سره مخ ده.
