د هرات یو اوسېدونکی: د امر بالمعروف محتسبانو یوه ۱۳ کلنه نجلۍ ونیوله

د هرات یو اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د یکشنبې په ورځ طالبانو یوه ۱۳ کلنه نجلۍ په زور خپل موټر ته پورته کړه. د نوموړي په خبره، دغه نجلۍ په لوړ غږ په چیغو د مرستې غوښتنه کوله. دغه اوسېدونکی زیاتوي: «د یادې نجلۍ چادري هم پر سر وه».
د هرات دغه اوسېدونکي ویلي، چې نجلۍ له ښوونیز مرکز څخه د کور پر لور روانه وه. هغه زیاته کړې: «یکشنبه له غرمې مخکې د هرات ښار د خواجه علي موفق زیارت مخې ته د مخابراتو جادې د غځېدلې لارې په پای کې ما یوه ډېره دردونکې شېبه ولیدله، چې له سهاره تراوسه مې له ذهنه نه وځي».
دغه اوسېدونکی د یادې نجلۍ د نیولو شېبه داسې بیانوي: «هغې چیغې وهلې: کاکا جانه مه پرېږدئ چې ما یوسي. د دغه شېبې لیدل راته ډېره ګرانه وه».
هغه ادعا کوي، چې د طالبانو محتسبانو په سیمه کې خلک هم وهلي. د هرات دغه اوسېدونکی وایي، چې د سیمې څو هټۍوالو چیغې کړې: «زموږ لپاره شرم دی، چې زموږ ناموس زموږ د سترګو مخې ته وړي او بندیانوي او موږ یې ننداره کوو. محتسبان د هټۍوالو پر لور ورغلل او څو هټۍوال ترې وتښتېدل. یو هټۍوال ورته ودرېد. طالبانو هغه په برېښنایي ډنډه وواهه سر او مخ یې په وینو ورته ولاړه».
نوموړی زیاتوي، چې طالبانو وروسته هغه نجلۍ موټر ته پورته کړه او له ځان سره یې یوړه. د نوموړي په خبره، د دغه حالت لیدل له فکري او ذهني پلوه ناارامه کړی او وايي: «تراوسه مې د هغې ماشومې د چیغو غږ په غوږونو کې دی. هغه لا ډېره کوچنۍ وه. له وېرې یې داسې چیغې وهلې چې د انسان زړه یې خوږاوه. دغه شېبه مې له ذهنه نه وځي».
