امریکا سوریه د «ترهګرۍ» د ملاتړو هېوادونو له نوملړه واېستله

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې سوریه یې د «ترهګرۍ» د ملاتړو هېوادونو له نوملړه اېستلې ده. دغه اقدام پر سوریې د لګېدلو بندیزونه د کمښت په برخه کې د ډونالډ ټرمپ حکومت د ژمنې په چوکاټ کې شوی.
دمشق وايي، له یادې پرېکړې سره د بهرنیو پانګونو او د سوریې نړۍوال مالي نظام ته د بېرته ستنېدو پر وړاندې وروستی لوی خنډ هم لرې شوی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، دغه پرېکړه د احمد شرع د حکومت د اقداماتو او ژمنو له مخې شوې ده. د هغه په وینا، د سوریې حکومت ژمنه کړې چې له نړۍوالې «ترهګرۍ» سره له هر ډول اړیکو څخه به ډډه کوي.
د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسعد الشیباني تر دې وړاندې رویټرز ته ویلي و، چې له دغه نوملړه د سوریې اېستل کولای شي نړۍوال مالي او اقتصادي نظام ته د دغه هېواد د بېرته ستنېدو او د پانګونو د جلب لپاره لاره هواره کړي.
هغه ویلي و: «نور د پانګونې، سوداګرۍ او د سوریې د اقتصاد د بیارغونې پر وړاندې هېڅ خنډ نهشته». سوریه له ۱۹۷۹کال راهیسې د امریکا د ترهګرۍ د ملاتړو هېوادونو په نوملړ کې وه. واشنګټن هغه مهال د حافظ اسد حکومت د وسلهوالو ډلو په ملاتړ تورن کړی و. د بشارالاسد د واکمنۍ پرمهال هم د سوریې نوم په دغه نوملړ کې پاتې شو، تر هغه چې د هغه حکومت د ۱۴۰۳کال د لېندۍ په میاشت کې د احمد شرع په مشرۍ د وسلهوالو لهخوا نسکور شو.
واشنګټن د النصره جبهه هم د نړۍوالو ترهګرو له نوملړه واېستله، چې وروسته یې د حیات تحریر الشام په نوم فعالیت کاوه. د امریکا د خزانې وزارت هم دغه ډله د بندیزونو لاندې اشخاصو او ادارو له نوملړه لرې کړه.
حیات تحریر الشام د سوریې په جګړه کې د بشارالاسد د خورا مهمو مخالفو وسلهوالو ډلو څخه وه. احمد الشرع د یادې ډلې مشري وکړه او د اسد رژیم له نسکورېدو وروسته د سوریې ولسمشر شو.
د سوریې له لرې کېدو سره ایران، شمالي کوریا او کیوبا یوازیني هېوادونه دي، چې واشنګټن د «ترهګرۍ» دولتي ملاتړي ګڼي. د ټرمپ ادارې د ۲۰۱۵کال په جنورۍ کې پر سوریې پراخ بندیزونه لرې کړل؛ خو د بشارالاسد او د هغه د ملګرو د بشري حقونو سرغړونکو، د نشهیي توکو قاچاق وړونکو، داعش، القاعدې او د ایران پر پلویانو یې بندیزونو ته دوام ورکړ.
د امریکا د خزانې وزارت وروسته اعلان وکړ، چې د امریکا بانکونه کولای شي د سوریې له بانکونو سره معامله وکړي او مالي خدمات وړاندې کړي؛ په دې شرط چې تر بندیزونو لاندې اشخاص یا ادارې په معاملو کې ښکېل نه وي.
