د پتنګ په اړه اندېښنې؛ اسراییل حماس ته په غزه کې د بریدونو د زیاتوالي ګواښ وکړ

اسراییل حماس ته خبرداری ورکړی، چې له غزې د پتنګ، بالونونو او بېپیلوټه الوتکو د الوځولو او د اسراییل پر خاوره د لوېدو په غبرګون کې به پر غزې خپل بریدونه پراخ کړي. د اسراییل دفاع وزیر اسراییل کاتز د دوشنبې په ورځ ویلي، چې د دغه وضعیت پای ته رسولو لپاره به «سخت اقدامات» ترسره کړي.
دغه خبرداری وروسته له هغه ورکړل شوی، چې په وروستیو ورځو کې د غزې پولې ته څېرمه د اسراییل په سویلي سیمو کې څو پتنګان وموندل شول. د جمعې او شنبې په ورځو کې د نهال عوز په کیبوتس سیمه کې چې د غزې له پولې شاوخوا ۸۰۰ متره لرې پرته ده، څلور پتنګان موندل شوي؛ څو نور پتنګان هم تېره اوونۍ د اسراییل په نورو سویلي سیمو کې لیدل شوي وو.
د اسراییل پوځ وویل، چې پر دغه پتنګانو هېڅ ډول مشکوک یا چاودېدونکي توکي نه وو تړل شوي او کوم ګواښ یې نهدی رامنځته کړی؛ خو اسراییلي رسنیو د پوځي سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې ښايي حماس د دغه اقدام تر شا وي او موخه یې ښايي د اسراییل د غبرګون ارزول وي.
کاتز وویل، چې اسراییل به په دې برخه کې «هېڅ ډول نرمښت» ونه ښيي او زیاته یې کړه: «له بالون سره به د پتنګانو په څېر او له کاغذي الوتکې سره به د ډرون په څېر چلند کېږي، که چاودېدونکي توکي ولري او کنه».
حماس د دغه پتنګانو د لېږد مسوولیت رد کړی او ویلي یې دي، دا د هغه ماشومانو دي چې د ویجاړو شویو ودانیو په منځ کې لوبې کوي. یادې ډلې پر اسراییل تور لګولی، چې له پتنګانو څخه د «پلمې» په توګه کار اخلي؛ څو پر غزې خپلو هوايي بریدونو ته دوام ورکړي سره له دې چې اسراییل د تېرکال په تلې میاشت کې له اوربند سره هوکړه کړې وه.
ورته مهال پر غزې د اسراییل بریدونه دوام لري. فلسطیني روغتیايي چارواکو ویلي، چې د یکشنبې په ورځ د غزې په مرکزي برخه کې د نصیرات پنډغالي او الزوایده ښار پر دوو بریدونو کې دوه کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.
