هغه زیاته کړه، پولیسو د دغو معلوماتو پر بنسټ عثمان د لقمان زوی، قاسم د نثار احمد زوی او طلحه د فرید زوی ونیول او د پېښې لپاره کارول شوی موټرسایکل یې هم ترلاسه کړ.
ګنډاپور وويل، عثمان په محکمه کې د ماشومې د تښتونې او جنسي تېري اعتراف کړی دی. قاسم د دوه ورځني توقيف لپاره پولیسو ته سپارل شوی، په داسې حال کې چې د کمعمرۍ له امله طلحه په عدالتي توقيف کې د هریپور مرکزي زندان ته لېږل شوی دی.
هغه زیاته کړه، د پلټنو د پراخېدو پر مهال یې حسن خان د سدوزي زوی هم، چې د پېښې څلورم تورن بلل کېږي، هم نيول شوی دی.
هغه وويل، د حسن خان د معلوماتو پر بنسټ یې د پوهنتون سړک ته څېرمه په یوه تشه ځمکه کې یو ژور او وچ څاه موندلی او له هغه څخه یې د ایت نور مړی ترلاسه کړی دی.
له پاکستان نه د ایران او مرکزي اسیا پر لور د افغانستان د سوداګریزو لارو په بدلېدو سره، د پاکستان له لارې د افغان ترانزیټي سوداګرۍ بهیر په بېساري ډول کم شوی چې له امله یې د خیبر پښتونخوا پر صنعت، ترانسپورټ، سوداګرو او د کرښې دواړو غاړو پر اقتصادي فعالیتونو فشار زیات شوی دی.
د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته، د افغانستان او پاکستان ترمنځ اقتصادي اړیکې له بنسټیز بدلون سره مخ دي.
د پاکستان له لارې د افغانستان د ترانزیټي سوداګرۍ کمېدل د دې بدلون تر ټولو څرګنده نښه ده. د ګمرکي معلوماتو له مخې، د کانتینرونو شمېر چې د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې نږدې ۸۹زره و او په ۲۰۲۳ مالي کال کې یې ریکارډ ۱۰۲،۸۸۶کانتینرو ته ورسېد، په ۲۰۲۴ مالي کال کې ۵۴،۱۱۴ او په ۲۰۲۵ مالي کال کې ۴۲،۹۵۹ ته راکم شو.
د راپور په وینا، د پاکستان د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر میاشتې سرحدي محدودیتونو دغه کمښت نه و پیل کړی، بلکې هغه بهیر یې لا چټک کړی و چې له وړاندې روان و.
افغانستان خپلې سوداګریزې لارې بدلوي
افغانستان په قصدي ډول خپلې سوداګریزې لارې متنوع کوي او ایران یې تر ټولو مهم بدیل ګرځېدلی دی.
د نړیوال بانک د افغانستان اقتصادي څار له مخې، د ایران دهلېز د افغانستان د وارداتو د اکمالاتي شبکې پر مهمې برخې بدل شوی دی.
په ۲۰۲۵ مالي کال کې د افغانستان د وارداتو ۳۱.۳سلنه له ایران څخه وو، په داسې حال کې چې له ایران څخه مستقیم واردات او د ایران له لارې ترانزیټي واردات په ګډه د ټولو وارداتو ۴۸.۶سلنه جوړوي. د مرکزي اسیا لارې هم ارزښتناکې شوې دي.
د دې بدلون معنا دا ده چې پاکستان یوازې د ترانزیټ فیسونه له لاسه نه ورکوي بلکې د نړیوالو بازارونو پر لور د افغانستان د اصلي دروازې په توګه خپل پخوانی موقعیت هم له لاسه ورکوي.
د افغان صادراتو لپاره د پاکستان د لارې کارول لا ډېر کم شوي دي. د ګمرکي معلوماتو له مخې، هغه افغان صادرات چې د پاکستان له لارې درېیمو هېوادونو ته تلل، په ۲۰۲۵ مالي کال کې له ۴۵۴میلیونو ډالرو څخه په ۲۰۲۶ مالي کال کې یوازې ۷میلیونو ډالرو ته راټیټ شوي دي.
د لسیزو لپاره د افغانستان تقاضا د کراچۍ له بندرونو څخه تر پېښور او سرحدي بازارونو پورې یو پراخ اقتصادي ځنځیر فعال ساتلی و. تولیدوونکو، عمده پلورونکو، ترانسپورټي شرکتونو، د ګمرکي تصفیې اجنټانو، ګودامونو او مالي منځګړو ټولو له دې سوداګریز جریان څخه ګټه اخیسته.
اوس چې دغه جریان کم شوی، اغېز یې یوازې تر سرحدي ګمرک پورې نه محدودېږي.
سمنټ، ساختماني مواد، خوراکي توکي، درمل، ټوکران او مصرفي توکي هغه محصولات دي چې په افغانستان کې یې له اوږدې مودې راهیسې بازار درلود.
د پاکستان د ډان ورځپاڼې د رپوټ له مخې، د افغان فرمایشونو دوامدار کمښت د پاکستان پر تولیدوونکو او عمده پلورونکو فشار زیاتوي. یوه لارۍ چې له پولې نه اوړي، د ترانسپورټي شرکت عاید کموي؛ تش ګودام د کارګرو اړتیا کموي؛ عمده پلورونکی چې افغان مشتریان له لاسه ورکوي، له تولیدوونکو څخه لږ مال اخلي او فابریکه چې فرمایشونه یې کم شي، تولید راټیټوي.
د سوداګرۍ ګډوډي یوازې پر صادراتو اغېز نه کوي. د صنعتي خامو موادو، د بېلګې په توګه سکرو، واردات هم له ستونزو سره مخ کېږي.
که له یوې خوا د افغانستان د بازار تقاضا کمه شي او له بلې خوا د تولیدي موادو بیې لوړې شي، د پاکستاني تولیدوونکو د سیالۍ توان لا کمېږي.
د راپور له مخې، دا ستونزه یوازې د افغانستان په بازار کې نه، بلکې د پاکستان په کورني بازار او نورو صادراتي بازارونو کې هم د پاکستاني صنعتونو پر سیالۍ اغېز کولی شي.
د کرښې دواړو غاړو کرنیز بازارونه هم د سرحدي ځنډونو پر وړاندې ډېر حساس دي، ځکه مېوې او سبزي ژر خرابېدونکي محصولات دي.
د دې زیان اغېز یوازې پر افغان بزګرانو نه دی؛ پاکستاني ترانسپورټي شرکتونه، کمېشنکاران، عمده پلورونکي او پرچون پلورونکي هم د سرحدي سوداګرۍ له ګډوډۍ زیان ویني.
د ترانزیټي سوداګرۍ تړون
د افغانستان او پاکستان د ترانزیټي سوداګرۍ تړون اپټاد دې لپاره جوړ شوی و چې د دواړو هېوادونو جغرافیایي موقعیت په اقتصادي فرصت بدل کړي. پاکستان افغانستان ته سمندري بندرونو ته د لاسرسي زمینه برابروي او افغانستان د مرکزي اسیا پر لور د پاکستان لپاره د ځمکني دهلېز په توګه مطرح کېدای شي.
خو امنیتي اندېښنو، قاچاق، اداري اختلافاتو او سیاسي ترینګلتیاوو د دغه تړون اقتصادي ارزښت کم کړی دی.
پاکستان وايي چې د افغانستان لپاره انتقالېدونکي ځینې توکي د پاکستان په بازارونو کې پلورل کېږي، چې حکومت ته د عوایدو د ضایع کېدو او کورنیو سوداګرو ته د نابرابرې سیالۍ ستونزه جوړوي.
له همدې امله پاکستان په ۲۰۲۳ کال اکتوبر کې پر ځینو افغان ترانزیټي توکو، لکه جامو، بوټانو، ماشینونو، کمپلو او ټوکرانو، ۱۰سلنه د پروسس فیس ولګاوه.
له بلې خوا، افغانستان هم سوداګریزې اندېښنې لري. هر نوی سند، مالي شرط، تلاشي یا په پوله کې ځنډ د سوداګرۍ لګښت او ناڅرګندتیا زیاتوي. که د ایران له لارې بدیله لاره له اقتصادي پلوه مناسبه شي، سوداګر طبیعي ده چې هغې لارې ته مخه کوي او کله چې یو سوداګر نوې سوداګریزه شبکه جوړه کړي، بېرته یې پخوانۍ لارې ته راګرځول اسانه نه وي.
د ډان د رپوټ له مخې، افغانستان هم له دې بدلون څخه په بشپړ ډول بېزیانه نه وځي. اوږدې سوداګریزې لارې د ترانسپورټ او لوژستیک لګښتونه لوړولی شي، په داسې حال کې چې پاکستان د بندرونو فعالیت، ترانسپورټ، ګودامونو، ګمرکي خدماتو او بازار ته د لاسرسي عواید له لاسه ورکوي.
د پاکستان او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې د اټکل له مخې، پاکستاني صادروونکو د روان کال په اتو میاشتو کې د سوداګریزو محدودیتونو او بندیزونو له امله شاوخوا ۲۲۵میلیونه ډالر زیان لیدلی دی.
دغه اداره وايي، افغانستان ته د پاکستان کلني صادرات شاوخوا ۱.۵میلیارد ډالر دي، په داسې حال کې چې د افغانستان له لارې مرکزي اسیا ته د پاکستان کلني صادرات شاوخوا ۸۰۰میلیونه ډالر اټکل کېږي.
د راپور په تحلیل کې ویل شوي چې پاکستان نور نه شي کولای د افغان ترانزیټي سوداګرۍ کمېدل یوازې امنیتي یا دیپلوماتیکه موضوع وګڼي. له بلې خوا، افغانستان هم نه شي کولای داسې تصور وکړي چې د پاکستان د لارو پر ځای د ایران او مرکزي اسیا لارې غوره کول هېڅ اقتصادي لګښت نه لري.
ډان وايي، دواړه هېوادونه د یوه باثباته، د روښانه قوانینو پر بنسټ او د وړاندوینې وړ ترانزیټي سوداګریز نظام ته اړتیا لري.
حمزه خان وايي: «هغه کسان چې د لوړو بیو له امله یې مخکې د کور اخیستو توان نه درلود، اوس کولی شي په نسبي ټیټه بیه کور واخلي.»
اقتصادي کارپوهان وايي، د جایدادونو په بازار کې د بیو کمښت یوازې پر کورونو او ځمکو اغېز نه کوي، بلکې د ودانیزو چارو، د کورونو د کرایې او له جایدادونو سره تړلو نورو کاروبارونو اغېز هم کولی شي.
د دوی په وینا، که تش کورونه نور هم زیات شي او نوي اخیستونکي بازار ته داخل نه شي، د جایدادونو پر بیو به د کمېدو فشار دوام وکړي؛ خو که ټیټې شوې بیې د منځنۍ طبقې اخیستونکي بېرته بازار ته راولي، ښايي په راتلونکو میاشتو کې د پېښور د جایدادونو بازار یو څه بېرته ښه شي.
اوس مهال د پېښور د جایدادونو سوداګر وايي چې د بازار راکړې ورکړې کمې شوې، اخیستونکي له احتیاطه کار اخلي او ډېری مالکین د خپلو جایدادونو د ژر پلورلو لپاره بیې راکموي.
د وزیرستان د خبریالانو اتحادیې او میرانشاه پرېس کلب غوښتنه کړې، چې په برید کې ښکېل ټول کسان دې سمدستي ونیول شي او د قانون پر بنسټ دې ورسره جدي چلند وشي.
د پښتونخوا د خبريالانو اتحادیې «خیبر یونین اف جرنلسټس» د میرانشاه پر پرېس کلب د یوه سیاسي ګوند د کارکوونکو د برید، ورانکارۍ او له خبریالانو سره ناوړه چلند غندلی او د خیبر پښتونخوا له حکومت څخه یې غوښتنه کړې، چې په پېښه کې د ښکېلو کسانو پر ضد قانوني چلند وکړي.
د خیبرپښتونخوا ځايي حکومت لا تر اوسه په دې تړاو څه غبرګون نهدی ښودلی.
پاکستان د خبریالانو لپاره د نړۍ له خطرناکو هېوادونو څخه بلل کېږي
له دې سربېره د بلوچستان ایالت خبريالانو ویلي، په پاکستان کې د بلوچستان ایالت ناسم امنیتي وضعیت د خبریالانو پر کار هم اغېز کړی او د دغه ایالت د ژورنالیستانو اتحادیې ویلي، تر اوسه ۴۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د خپلو دندو پر مهال یا د خپلو راپورونو له امله وژل شوي او یا هم د بریدونو او ګواښونو هدف ګرځېدلي دي.
د بې پولې خبريالانو سازمان (RSF) د ۲۰۲۶ کال د مطبوعاتو د ازادۍ په شاخص کې پاکستان د ۱۸۰ هېوادونو له ډلې په ۱۵۳م ځای کې ښودلی دی. دغه اداره وايي، خبریالان په پاکستان کې له ګواښونو، نیونو او فشارونو سره مخ دي او د حکومت او پوځ پر کړنو د راپور ورکولو پر وړاندې له ګڼو محدودیتونه سره مخ دي.
د خبریالانو د ساتنې کمېټې (CPJ) په وینا، په ۲۰۲۶ کال کې پر نړیوالو او پاکستاني خبریالانو د راپور ورکولو پر مهال محدودیتونه زیات شوي دي.
نړیوالې ادارې ټینګار کوي، چې د خبریالانو نیول، ګواښل، سانسور او د رسنیو پر فعالیتونو محدودیتونه د پاکستان د مطبوعاتو د ازادۍ وضعیت لا خرابوي.
د خیبر پښتونخوا د اورکزۍ ولسوالۍ په مرکزي او پاس اورکزۍ سیمو کې د تحریک طالبان پاکستان او داعـ.ـش ډلې ترمنځ نښتو سلګونه کورنۍ د خپلو سیمو پرېښودو ته اړې کړې دي.
ځایي خلک وایي چې په ځینو سیمو کې د حکومت واکمني کمزورې شوې او وسلهوال په ښکاره ګرځي.
د خیبر پښتونخوا د اورکزۍ قبایلي ولسوالۍ چارواکي وايي چې د منع شویو ډلو ترمنځ د نښتو او په سیمه کې د دوی د مخ پر ودې نفوذ له امله، د ولسوالۍ د دوو تحصیلونو خلک په لویه کچه کډوال شوي او خوندي ځایونو ته یې پناه وړې ده.
په اورکزۍ کې څو رسمي او سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې په دې وروستیو کې د سیمې په دوو تحصیلونو، مرکزي او پاس اورکزۍ کې د منع شویو ډلو تحریک طالبان پاکستان او اسلامي دولت (داعش) جنګیالیو ترمنځ په څو ځایونو کې نښتې شوې دي، چې له امله یې عام خلک له سیمې نه وتلو ته اړ شوي دي.
یوه قومي مشر د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې د اپر یا پاس اورکزۍ په ډیری سیمو کې حکومتي واکمني نشته او ځینې داسې ځایونه هم شته چې د وسله والو په کنټرول کې دي او حتا امنیتي پرسونل هلته له تګ څخه ډډه کوي.
هغه وویل چې په دې وروستیو ورځو کې تحریک طالبان پاکستان او داعش جنګیالیو د ماموندزۍ، اخیل او ملاخیل قبیلو په سیمو کې یو بل په نښه کړي دي، چې د دواړو خواوو شاوخوا اته جنګیالي پکې وژل شوي دي.
تر دې مخکې دواړو ډلو د مرکزي اورکزۍ په سیمه کې د یو بل په پټنځایونو بریدونه کړي وو، چې شاوخوا پنځه جنګیالي پکې وژل شوي وو، په داسې حال کې چې دواړو ډلو د یو بل د جنګیالیو د یرغمل نیولو ادعا هم کړې وه.
سربیره پردې، په سیمه کې له نامعلومو ځایونو څخه د هاوان ګولیو او ډرون څرخکو بریدونه هم عام شوي دي، چې ملکي وګړي پکې په نښه کیږي، خو دا معلومه نه ده چې دا بریدونه څوک کوي ځکه ډرون ټیکنالوژي اوس له وسله والو ډلو سره هم ده.