• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په بلوچستان کې د ډزو په جلا، جلا پېښو کې ۱۲ کسان وژل شوي دي

۳ وږی ۱۴۰۵ - ۲۵ اګست ۲۰۲۶، ۰۵:۴۷ GMT+۱

د پاکستان د بلوچستان ایالت په بېلابېلو سیمو کې د ډزو په جلا، جلا پېښو کې لږترلږه ۱۲ کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي. د پښین ولسوالۍ په سلیمانزي سیمه کې ناپېژاندو وسله‌والو د سړک جوړولو پر کار بوختو مزدورانو ډزې کړې چې له امله یې پنځه مزدوران وژل شوي او یو بل ټپي دی.

په اواران ولسوالۍ د جهاو په سیمه کې هم د ډزو په یوه پېښه کې پلار او زوی وژل شوي دي. په کوټه کې د کوټې ـ مستونګ پر لویه لار د ناپېژاندو وسله‌والو په ډزو کې هم پلار او زوی وژل شوي دي.

د سوراب ولسوالۍ په یوه بله پېښه کې یو کس د ډزو له امله وژل شوی، په کوهلو ولسوالۍ کې هم د ډزو په یوه پېښه کې یو کس وژل شوی دی. په جهل مګسي ولسوالۍ کې بیا د دوو ډلو ترمنځ په نښته کې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
ټرافیکي پېښې

د پاکستان د بلوچستان ایالت په بېلابېلو سیمو کې په جلا، جلا ټرافیکي پېښو کې ۱۳ کسان مړه شوي دي. یوازې د پنجګور ولسوالۍ په ګوران سیمه کې په یوه ترافیکي پېښه کې د یوې کورنۍ پنځه غړي چې څلور ښځې هم په‌کې شاملې وې، مړه شوي او دوه ماشومان ټپیان دي.

په واشک ولسوالۍ کې د شمسي هوايي اډې ته څېرمه د یوه موټر چپه کېدو له امله څلور کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي. د لورلایي ولسوالۍ د مېختر په سیمه کې په یوه ترافیکي پېښه کې دوه کسان مړه او یو بل ټپي شوی دی.

د ډېره مراد جمالي په سیمه کې هم د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او دوه نور ټپیان شوي دي. همداراز د دوکۍ ولسوالۍ د شېریاني لوني په سیمه کې د تندر پرېوتو له امله یو کس مړ شوی دی.

ډېر لیدل شوي

بې‌روزګارۍ افغانان اړ کړي چې په سختو او قاچاقي لارو پاکستان ته تګ وکړي
۱

بې‌روزګارۍ افغانان اړ کړي چې په سختو او قاچاقي لارو پاکستان ته تګ وکړي

۲

پر ایران د امریکا د احتمالي «سختو بندیزونو» خبرداري افغان سوداګر اندېښمن کړي

۳
ځانګړی

طالبانو خپلو محلي چارواکو ته سپارښتنه کړې چې نور له سوداګرو د مدرسو په نامه پیسې وانخلي

۴
د محبوب شاه محبوب لیکنه

کرزی، حکمتیار او حقاني؛ ایا د طالبانو دننه او بهر د سیاسي بدلون نښې راڅرګندېږي؟

۵

طالبانو یو وار بیا په هرات کې یوشمېر ښځې او نجونې نیولې دي

•
•
•

نور خبرونه

د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز دویم پړاو؛ د تورخم پرانیستې پاتې کېدل د طرحې مهمه ازموینه

۲ وږی ۱۴۰۵ - ۲۴ اګست ۲۰۲۶، ۲۲:۳۴ GMT+۱
100%

پاکستانۍ ورځپاڼې «ډان» په یوه مقاله کې ویلي، د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز د دویم پړاو تر ټولو مهمه ازموینه به د تورخم دروازې فعالیت وي، ځکه د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته د سوداګرۍ طرحه هغه مهال عملي کېدای شي چې پاکستان د تورخم له لارې د توکو د دوامداره تګ راتګ ضمانت وکړای شي.

ډان د مجتبی ارشد په قلم په خپره شوې مقاله کې لیکلي چې د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز د دویم پړاو طرحه د جغرافیایي پراختیا درې اړخیز هدف لري، چې له مخې یې افغانستان باید له دغه دهلېز سره ونښلول شي او منځنۍ اسیا ته مستقیمه ځمکنۍ سوداګریزه لار رامنځته شي.

د مقالې له مخې، د دې پروژې په اړه ډېری بحثونه پر نویو سړکونو او رېل پټلیو راڅرخي، خو د تورخم دروازه به وښيي چې دغه ستره طرحه په عملي ډګر کې څومره بریالۍ کېدای شي.

مقاله تورخم د خیبر په غرونو کې یوه تنګه دروازه بللې چې سوداګریز موټر پکې کله ناکله څو ورځې په کتار کې ولاړ وي او موټرچلوونکي د خپلو بارونو تر څنګ شپه تېروي. د مقالې په وینا، په بیجینګ او اسلام‌اباد کې چارواکي اوس په دې پوهېږي چې د اقتصادي دهلېز د افغانستان پر لور د پراختیا ډېره برخه د همدې دروازې پر فعالیت پورې تړلې ده.

مقاله لیکلي چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې تورخم لږ تر لږه پنځه ځله د پام وړ مودې لپاره تړل شوی دی. د لیکوال په وینا، د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز د طرحه کوونکو لپاره د اندېښنې وړ وضعیت دا دی چې د افغانستان د غځونې په اړه هر ډیپلوماتیک پرمختګ وروسته د هماغې دروازې په تړل کېدو سره له نوې ستونزې سره مخ شوی چې د دې پراختیا اصلي مسیر پرې تېرېږي.

مقاله زیاتوي چې پاکستان په عملي توګه د تورخم د تړل کېدو پر مهال د بدیلې لارې د وړاندې کولو توان نه لري.

د مقالې د لیکوال په وینا، د پاکستان او منځنۍ اسیا ترمنځ د سوداګرۍ ډېره برخه له پخوا راهیسې د افغانستان له لارې ترسره شوې، ځکه د چین له لارې قزاقستان ته د تېرېدونکې موازي سوداګریزې لارې د پام وړ تجارتي پرمختګ نه دی کړی. له همدې امله، د تورخم تړل کېدل د سوداګرۍ لپاره د عملي بدیل نشتوالی رامنځته کوي.

مقاله وايي، بله لاره دا ده چې سوداګري د ایران د چابهار بندر له لارې یا د ازبکستان او قزاقستان پر لور د نویو رېل پټلیو له لارې د تل لپاره واړول شي. د مقالې په وینا، د سوداګرۍ د مسیرونو دغه بدلون لا له وړاندې د پراختیا په حال کې دی او یوازې د تورخم له یوې تړل کېدو سره تړاو نه لري، بلکې سوداګریز لوري دې پایلې ته رسېدلي چې نور ښايي د پاکستان پر خاوره د باور وړ لارې په توګه حساب ونه کړي.

د مقالې لیکوال لیکلي چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له تړل کېدو مخکې هم په پاکستان کې د سرحدي دروازو د تصفیې منځنی وخت په یوه کال کې ۱۵ سلنه زیات شوی و او ۳۸ ساعتونو ته رسېدلی و. د مقالې له مخې، د لګښتونو او ځنډونو وضعیت هم خراب شوی او د تورخم د تېرېدو دهلېز په ټوله سیمه کې د شپږو مهمو لارو ترمنځ د فعالیت له پلوه تر ټولو ورو مسیر بلل شوی دی.

مقاله خبرداری ورکوي چې د افغانستان پر لور د اقتصادي دهلېز په پراختیا کې د لا زیاتو پانګونو، لکه د پېښور-کابل موټروې، د «ایم‌اېل-۱» رېل پټلۍ او د قراقرم لویې لارې د مسیر د بدلون، له عملي ستونزو سره د مخ کېدو خطر شته؛ که ورسره د سوداګرۍ د دوام لپاره اړین اداري او سرحدي اقدامات ترسره نه شي.

د مقالې د لیکوال په وینا، د دغو پروژو ترڅنګ باید داسې دایمي میکانیزم رامنځته شي چې د سیاسي اړیکو د خرابېدو پر مهال هم له مخکې تصفیه شوي سوداګریز بارونه په خوندي او دوامداره توګه تېر شي. د ګمرکي اسنادو بشپړ ډیجیټلي کول او د چمن په ګډون د نورو سرحدي دروازو فعالول هم د اړتیا وړ اقدامات بلل شوي، څو یوه سیاسي شخړه د ټولې سوداګریزې شبکې د فلج کېدو لامل نه شي.

مقاله وايي، د ګوادر او کراچۍ بندرونه لا هم منځنۍ اسیا ته د سمندر تر ټولو لنډ جغرافیایي مسیر برابروي، خو د سوداګرو لپاره اصلي پوښتنه اوس دا ده چې ایا پاکستان به دغه لاره هغه مهال هم پرانیستې وساتي چې د سیاسي اختلافونو له امله یې تړل ورته اسانه وي.

لیکوال لیکلي چې هره اوونۍ د تورخم دروازې تړل کېدل د کابل، تاشکند او الماتي سوداګر دې ته نږدې کوي چې د پاکستان پر مسیر د اوږدمهاله باور پر ځای بدیلې لارې غوره کړي.

د مقالې په پای کې ویل شوي چې د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز دویم پړاو باید یوازې د سړکونو او ودانیو له جوړولو څخه د سیالۍ او اعتبار پر لور د بدلون پروژه وي، خو د دې طرحې ریښتینې ازموینه به تورخم وي؛ هغه مهال چې سیاست او سوداګري یو ځل بیا د همدې سرحدي دروازې پر سر له یو بل سره ټکر وکړي.

امریکا له ۴۷ کلونو وروسته سوریه د ترهګرۍ د ملاتړ کوونکو هېوادونو له نوملړه وایسته

۲ وږی ۱۴۰۵ - ۲۴ اګست ۲۰۲۶، ۲۰:۲۵ GMT+۱
100%

امریکا د دوشنبې په ورځ له ۴۷ کلونو وروسته سوریه د «ترهګرۍ د ملاتړ کوونکو هېوادونو» له نوملړه وایسته او د هیئت تحریر الشام د «ځانګړي نومول شوي نړیوال ترهګریز سازمان» حیثیت یې هم لغوه کړ.

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنت ویلي، دغه اقدام د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغې ژمنې عملي کېدل دي چې سوریې خلکو ته د اقتصادي ودې او ثبات لپاره زمینه برابره کړي.

بسنت په یوه اعلامیه کې ویلي: «د نن ورځې اقدام به په سوریه کې د لا ډېرو پانګونو د رامنځته کېدو او د سیاسي او اقتصادي ثبات د پیاوړتیا لپاره مرسته وکړي.»

سوریه په ۱۹۷۹ کال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترهګرۍ د ملاتړ کوونکو هېوادونو په نوملړ کې شامله شوې وه. دغه نوملړ کې تر دې مخکې سوریه، کیوبا، ایران او شمالي کوریا شامل وو. د نوملړ له امله پر سوریې د امریکا د بهرنۍ مرستې، دفاعي تجهیزاتو د پلور او د ځینو دوه‌ګونې کارونې توکو د صادراتو محدودیتونه لګېدلي وو.

د امریکا د یوه چارواکي په وینا، د ولسمشر ټرمپ او د سوریې د ولسمشر احمد الشرع ترمنځ د تېرې میاشتې په انقره کې له لیدنې وروسته، واشنګټن د سوریې د نوملړ څخه د ایستلو په اړه کانګرس ته خبر ورکړی و. د ۴۵ ورځني ارزونې موده تېره جمعه پای ته ورسېده او د امریکا د چارواکي په وینا، د کانګرس له لوري د دې پرېکړې د مخنیوي هڅه ونه شوه.

د ټرمپ ادارې همداراز هیئت تحریر الشام د «ځانګړي نومول شوي نړیوال ترهګریز سازمان» له نوملړه وایست. دغه ډله چې احمد الشرع یې پخوانی مشر و، تر دې مخکې د امریکا له خوا ترهګره بلل کېده، خو وروسته منحل شوه.

الشرع، چې پخوا د یوه وسله‌وال مخالف ایتلاف مشر و، د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې د بشار الاسد د حکومت د نسکورولو په عملیاتو کې د وسله‌والو ډلو مشري کوله. ټرمپ وروسته د الشرع له نوي حکومت سره نږدې اړیکې پیل کړې او د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې یې د دواړو مشرانو په لومړۍ لیدنه کې ژمنه وکړه چې پر سوریې ټول امریکايي بندیزونه به لرې کړي.

د تېر یوه کال په ترڅ کې د ټرمپ ادارې د اجرایوي فرمانونو له لارې د سوریې پر وړاندې د امریکا ګڼ بندیزونه لغوه کړي، د صادراتو محدودیتونه یې کم کړي او له کانګرس سره یې د «قیصر قانون» له مخې د سوریې د بندیزونو د لرې کولو لپاره کار کړی دی.

د سوریې د «ترهګرۍ د ملاتړ کوونکي هېواد» نوملړ کې پاتې کېدل د هغو حقوقي خنډونو له مهمو لاملونو څخه وو چې له امله یې سوریې ته د ټکنالوژۍ ګڼ محصولات، تجهیزات او سافټویر د صادراتو لپاره ځانګړو جوازونو ته اړتیا لرله.

د امریکا یوه بل چارواکي ویلي، د سوداګرۍ وزارت ښايي د روانې میاشتې تر پایه سوریې ته د صادراتو د کنټرول په اړه نوې لارښوونې خپرې کړي، خو زیاته کړې یې ده چې دغه بهیر ښايي تر دې هم اوږد شي.

له افغانستان سره د سوداګرۍ بندښټ؛ د خیبر پښتونخوا صنعت او سوداګري له جدي ګواښ سره مخ ده

۲ وږی ۱۴۰۵ - ۲۴ اګست ۲۰۲۶، ۰۵:۴۸ GMT+۱
100%

د پاکستان ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، افغانستان د پاکستان پر ځای د ایران او منځنۍ اسیا له لارې د بدیلو سوداګریزو لارو کارول پراخ کړي چې له امله یې د خیبر پښتونخوا او په ځانګړي ډول د پېښور او خیبر ولسوالۍ صنعت، سوداګري او ټرانسپورټ له جدي ستونزو سره مخ شوي دي.

د ګمرکي معلوماتو له مخې، د طالبانو له بیا واکمنېدو وړاندې له پاکستان نه د افغانستان سوداګري نږدې ۸۹زره کانټینرو ته رسېدلې وه او ټولیز ارزښت یې شاوخوا ۵ مېلیارد ډالره و؛ خو په ۲۰۲۳کال کې دغه کچه تر ټولو لوړ پړاو ته ورسېده، چې ارزښت یې شاوخوا ۶.۷ مېلیارد ډالره و.

خو له هغه وروسته په سوداګرۍ کې پرله‌پسې کمښت راغلی دی، په ۲۰۲۴کال کې د کانټینرونو شمېر ۵۴زره او ۱۱۴ ته راکم شو او په ۲۰۲۵کال کې ۴۲زره او ۹۵۹ ته ورسېد. په ۲۰۲۶کال کې وضعیت لا کړکېچن شو او د پاکستان له لارې افغانستان ته تلونکي ټرانزیټي کانټینرونه یوازې ۱۱زره او ۵۹۲ پاتې شول، چې ټولیز ارزښت یې شاوخوا ۳۶۷ مېلیون ډالره ښودل شوی دی.

اقتصادي شنونکي وايي، د ۲۰۲۵کال په اکتوبر کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ ترینګلتیا دغه ستونزې لاپراخې کړې؛ خو افغانستان تر دې مخکې هم د بدیلو سوداګریزو لارو د پیدا کولو هڅې پیل کړې وې.

افغانستان اوس د خپلو وارداتي اړتیاوو لپاره د ایران او منځنۍ اسیا پر لارو زیات تمرکز کوي. د نړۍوال بانک د راپور له مخې، د ایران سوداګریزه لاره د افغانستان د وارداتو د لېږد په برخه کې ترټولو مهمه لاره بلل کېږي. په ۲۰۲۵کال کې د افغانستان ۳۱.۳ سلنه واردات له ایران نه شوي؛ په داسې حال کې چې له ایران نه مستقیم او د ایران له لارې راغلي واردات د افغانستان د ټولو وارداتو ۴۸.۶ سلنه جوړوي.

شنونکي وايي، د غه بدلونونو له امله پاکستان یوازې د ټرانزیټ له فیسونو نه محرومېږي؛ بلکې د افغانستان لپاره د نړۍوالو بازارونو پر لور د مهمې سوداګریزې دروازې حیثیت هم کمېږي.

د پاکستان له لارې درېیمو هېوادونو ته د افغانستان په صادراتو کې هم کمښت راغلی دی. د ګمرکي معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵کال کې دغه صادرات ۴۵۴ مېلیون ډالره وو خو په ۲۰۲۶کال کې یوازې ۷ مېلیون ډالرو ته راکم شوي دي.

له افغانستان سره د سوداګرۍ کمښت مستقیم اغېز په خیبر پښتونخوا کې پر سوداګرو هم شوی دی. په پېښور او خیبر کې ټرانسپورټران، د مالونو د تصفیې کارکوونکي، د ګودامونو خاوندان، عمده پلورونکي او واردوونکي له کلونو راهیسې له افغان بازار سره تړلي دي.

د سمنټو، ودانیزو توکو، خوراکي توکو، درملو، ټوکرو او نورو مصرفي توکو پاکستاني تولیدوونکي هم افغانستان یو مهم صادراتي بازار ګڼي. د لارو د بندښت له امله کرنیزه سوداګري هم سخته زیانمنه شوې ده.

په ۲۰۲۵کال کې د افغانستان د انګورو د تولید پنځو سویلي ولایتونو ۴۴زره او ۲۲۵ ټنه انګور صادر کړي وو، چې شاوخوا ۴۳زره ټنه یې پاکستان ته راغلي وو؛ خو په ۲۰۲۶کال کې تراوسه د انګورو صادرات یوازې ۲۵۶ ټنو ته رسېدلي، چې ارزښت یې شاوخوا یو لک ډالره ښودل شوی دی. د صادراتو دغه کمښت افغان بزګران، پاکستاني ټرانسپورټران، کمېشن کاران، عمده پلورونکي او پرچون پلورونکي ټول اغېزمن کړي دي.

د پاکستان او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې د معلوماتو له مخې، د لارو تړل کېدو له امله په روان کال کې د اتو میاشتو په موده کې پاکستاني صادرونکو شاوخوا ۲۲۵ مېلیون ډالره زیان لیدلی دی.

بې‌روزګارۍ افغانان اړ کړي چې په سختو او قاچاقي لارو پاکستان ته تګ وکړي

۱ وږی ۱۴۰۵ - ۲۳ اګست ۲۰۲۶، ۱۹:۲۷ GMT+۱
•
فضل عزیز
100%

له افغانستان څخه په قاچاقي لارو کراچۍ ته تللی افغان وايي، په هېواد کې د کار او روزګار نشتوالي، لوړو بیو او بې‌وزلۍ له امله هغه کډوال چې له پاکستان او ایران څخه هېواد ته ستانه کړل شوي، یو ځل بیا د کار او ډوډۍ پیدا کولو لپاره دغو هېوادونو ته په قاچاقي لارو د تګ هڅه کوي.

د کندوز ۳۵ کلن احمدالله (مستعار نوم) افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، د اګست په ۱۴مه له کوره روان شوی او له ۱۲ ورځو سختو او ستونزمنو سفرونو وروسته، د پیسو په بدل کې کراچۍ ته رسېدلی دی.

هغه وویل، افغانانو ته د پاکستان ویزې نه ورکول کېږي او له همدې امله اړ کېږي چې په سختو او قاچاقي لارو پاکستان ته ولاړ شي.

احمدالله وویل، کورنۍ یې له پخوا په کراچۍ کې د کډوالۍ ژوند کولو، دی هم هلته زېږېدلی او لوی شوی او ډېره برخه ژوند یې په کراچۍ کې تېر کړی دی. د هغه په وینا، بل هېواد ته د تلو زمینه نه لري او د ژوند او کار لپاره بېرته کراچۍ ته ستون شوی دی.

هغه پاکستان ته د تګ د لارې په اړه وویل، له خپلو درېیو کوچنیانو سره یې په بولدک کې د چمن له لارې د تېرېدو لپاره پیسې ورکړې: «د هر کوچني پر سر مې ۳۰زره کلدارې او زما نه یې ۵۰زره کلدارې اخیستې دي». هغه وويل ګڼ کسان دي چې خلک په پيسو را اړوي.

نوموړي وویل، سفر یې ځکه ۱۲ ورځې اوږد شو چې هغه کسان چې دوی یې پاکستان ته راوستل، څو ورځې په کندهار کې پاتې شول او بیا په پوله کې هم څو ورځې بند پاتې شول. وروسته یې کوچنیان د چمن له کرښې واړول، خو دی د پولې بلې غاړې ته پاتې شو او څو ورځې یې نورې هم په انتظار کې تېرې شوې.

احمدالله وايي، په کندهار او بولدک کې یې سلګونه کسان ولیدل چې پاکستان ته روان وو. د هغه په وینا، یوازې بې‌وزله او د مزدورۍ په لټه کې کسان نه، بلکې ناروغان د درملنې لپاره او ګڼې کورنۍ هم پاکستان ته روانې وې. نوموړي وویل: «ډېری کسان نه یوازې کراچۍ، بلکې پنجاب ته هم تلل او ویل یې چې په پاکستان کې یې کورونه او کاروبارونه پاتې دي او بېرته په هغو پسې ځي».

هغه زیاته کړه چې ځینې هغه کسان هم شته چې په پوله بېرته افغانستان ته اړول شوي، خو بیا د پاکستان د تګ لپاره د نوې لارې په لټه کې دي. د هغه په وینا، «د هر يو کس څخه په پوله له اړولو لپاره له ۱۰زرو تر ۵۰ زرو کلدارو پورې اخېستل کيږي».

احمدالله په افغانستان کې د ورځني ژوند په اړه وویل، د مزدورۍ زمینه ډېره کمه ده. هغه وویل، که سهار څوک بازار ته ولاړ شي چې ورځنۍ مزدوري پیدا کړي نو هلته په لسګونو کسان ولاړ وي، ښايي یوازې له ۲۰۰ تر ۳۰۰ کسانو پورې ته د کار زمینه برابره شي او پاتې کسان بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

هغه زیاته کړه چې د خوراکي توکو بیې لوړې دي او ډېری خلک په فقر کې ژوند کوي. د نوموړي په وینا: «په افغانستان کې د هغو کسانو اقتصادي وضعیت یو څه ښه دی چې د کرنې لپاره ډېرې ځمکې، پخواني کاروبارونه یا رسمي دندې او معاشونه لري، خو د عامو خلکو ژوند ډېر ستونزمن دی».

احمدالله وویل: «له پاکستان او ایران څخه بېرته ستانه شوي کډوال له لا سخت وضعیت سره مخ دي. د کورنۍ د اړتیاوو د نه پوره کېدو له امله به مو په کور کې هره ورځ ستونزې او شخړې رامنځته کېدې او اوس دپاسه ژمی هم راروان دی» د راتلونکو ورځو په اړه اندېښمن دي.

نوموړي د روغتیايي خدمتونو په اړه هم شکایت وکړ او ویې ویل، په دولتي روغتونونو کې ډېره ګڼه ګوڼه ده او له خلکو څخه هلته هم پیسې اخیستل کېږي. د هغه په وینا، که څوک شخصي ډاکټر ته ولاړ شي، یوازې د درملو لګښت یې هم لږ تر لږه زر افغانۍ کېږي، په داسې حال کې چې ډېری خلک د خوړو د پیدا کولو لپاره اندېښمن دي.

احمدالله د کډوالو لپاره د اسنادو د جوړولو په برخه کې هم د طالبانو له چلند شکایت وکړ او ویې ویل، هغه کډوال چې په پاکستان کې زېږېدلي او بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي، د هویتي اسنادو د ترلاسه کولو پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

هغه ادعا وکړه چې د موټر د اسنادو او نورو چارو لپاره د طالبانو لخوا خلک بېلابېلو دولتي دفترونو ته لېږل کېږي او د لنډمهالو، دوه کلنو اسنادو لپاره ترې دومره پیسې اخیستل کېږي چې د کوچني موټر خاوند یې ښايي په دوو کلونو کې هم پوره نه شي ګټلی.

نوموړي وویل، په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او بېرته ستنولو له وضعیت څخه خبر دی، خو د ده په وینا، بله لاره نه لري او اړ دی چې په پټه مزدوري وکړي، ځکه په افغانستان کې یې ښځې، ماشومان او سپین‌ږیري د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو ته محتاج دي.

احمدالله وايي: «که مو ونیسي او بېرته مو افغانستان ته ولېږي، بیا به هم د مزدورۍ لپاره پاکستان ته راځو».

په پاکستان کې د افغان محصلینو نیول؛ د نجونو زده‌کړې له نوي ګواښ سره مخ دي

۱ وږی ۱۴۰۵ - ۲۳ اګست ۲۰۲۶، ۰۸:۲۸ GMT+۱
100%

په پاکستان کې د دوو افغان محصلو خوېندو له نیول کېدو وروسته د دغه هېواد په بېلابېلو پوهنتونونو کې د زده‌کړو پر دوام د افغان محصلینو، په ځانګړي ډول ښځینه محصلینو، اندېښنې زیاتې شوې دي.

د افغان محصلینو د سازمان مشر صدیق‌الله شریعتي افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، نیول شوې دواړه افغان محصلې خوېندې دي او د پاکستان په یوه پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس په برخه کې زده‌کړې کوي.

د نوموړي په وینا، دواړه محصلې د پاکستان پولیسو له‌خوا له خپل کوره نیول شوي او اوس د ایستلو په یوه مرکز کې ساتل کېږي.

شریعتي وايي، د افغان محصلینو د نیول کېدو او احتمالي ایستلو دوام کولای شي د محصلینو پر رواني وضعیت ناوړه اغېز وکړي، په ځانګړي ډول هغه نجونې چې په پاکستان کې د خپلو زده‌کړو لپاره له سختو شرایطو سره مخ دي.

هغه زیاته کړه چې په پاکستان کې زرګونه افغان نجونې په شخصي لګښت په بېلابېلو پوهنتونونو کې زده‌کړې کوي او پاکستان د هغو افغان نجونو لپاره چې په افغانستان کې له لوړو زده‌کړو بې برخې دي، د زده‌کړو له محدودو موجودو فرصتونو څخه یو دی.

د شریعتي په وینا، د افغان محصلینو د نیول کېدو په اړه د منفي خبرونو خپرېدل د نورو محصلینو پر رواني وضعیت هم اغېز کوي او هغوی نه شي کولی په ډاډمنه فضا کې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

نوموړي وویل، که د افغان محصلینو د نیول کېدو او ایستلو اوسنی وضعیت دوام وکړي، ډېرې افغان کورنۍ به زړه ونه کړي چې خپلې لوڼې د زده‌کړو لپاره پاکستان ته ولېږي.

هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان او پاکستان حکومتونه باید د افغان محصلینو لپاره ځانګړی میکانیزم جوړ کړي، څو د ویزو، اقامې او زده‌کړو اړوند ستونزې یې په منظم ډول حل شي.

د شریعتي په وینا، د افغانستان سفارت په اسلام‌اباد کې هم کولای شي د دې ستونزې د حل لپاره له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي او د افغان محصلینو د خوندیتوب او زده‌کړو د دوام لپاره زمینه برابره کړي.

هغه وړاندیز وکړ چې د افغان محصلینو د ویزو بهیر دې له عادي ویزو جلا او د یوه ځانګړي سیستم له لارې ترسره شي، څو محصلین وکولای شي له روښانه او ثابتو شرایطو سره پاکستان ته د زده‌کړو لپاره سفر وکړي.

نوموړي وویل، د ویزو د پروسې د اسانتیا لپاره کولای شي د پوهنتونونو، اړوندو ادارو او یا خصوصي شرکتونو له لارې د محصلینو اسناد او غوښتنلیکونه په منظم ډول تعقیب شي.

شریعتي خبرداری ورکړ چې که د افغان محصلینو پر وړاندې اوسني محدودیتونه دوام وکړي، د زرګونو محصلینو تعلیمي راتلونکی به له جدي ګواښ سره مخ شي.

هغه له افغان او پاکستاني چارواکو، په ځانګړي ډول د بهرنیو چارو، کورنیو چارو او لوړو زده‌کړو له وزارتونو وغوښتل چې د افغان محصلینو ستونزې جدي ونیسي او د حل لپاره یې ګډې خبرې پیل کړي.