هرات کې نیول شوی استاد؛ فوزیه کوفي وایي نړیوال بنسټونه دې د هغه د خوندیتوب لپاره هڅې وکړي

د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي په هرات کې د طالبانو له لوري د پوهنتون د استاد او منتقد نویدالله فطرت پر نیول کېدو سخته اندېښنه ښودلې او له نړیوالو بنسټونو یې د هغه د خوندیتوب غوښتنه کړې ده.
مېرمن کوفي په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې نویدالله فطرت په هرات ولایت کې له هغې کورنۍ سره یو ځای نیول شوی چې د ده کوربنه وه. هغې خبرداری ورکړی چې دغه استاد ښايي له شکنجې، جبري ورکېدو او یا له تنهایي بند سره مخ شي.
د ولسي جرګې دغې پخوانۍ غړې له یوناما، د ملګرو ملتونو له ځانګړي راپور ورکوونکي او د سره صلیب له نړیوالې کمېټې غوښتي چې د فطرت خوندیتوب، عادلانه چلند او له کورنۍ سره د لیدنې زمینه برابره کړي. هغې همداراز پر دیني عالمانو او مدني فعالانو غږ کړی چې د فطرت په ملاتړ او د هغه د پیغام د رسولو لپاره خپل غږ پورته کړي.
استاد نویدالله فطرت په دې وروستیو کې په یوه خپره شوې ویډیو کې پر طالبانو ښکاره نیوکه کړې وه. نوموړي په دغه ویډیو کې طالبان تورن کړي وو چې له مذهب څخه د خلکو د ځپلو او د خپل واک د ټینګښت لپاره ناوړه ګټه پورته کوي.
د راپورونو له مخې، طالبانو دغه منتقد ښوونکی نویدالله فطرت د سنبلې په څلورمه نېټه په هرات ښار کې نیولی دی چې دغه کار د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو او سیاسي او رسنیزو څېرو پراخ غبرګونونه پارولي دي. فطرت تر دې وړاندې طالبان پر استبداد او د قومي موخو لپاره د دین پر کارولو تورن کړي وو.
